خدائي خدائي خدمتګار تحريک چې د خان عبدالغفار خان (باچاخان) په مشرۍ راټوکښېدلي، يوازې يو سياسي او ټولنيز تحريک نۀ وۀ؛ بلکې د پښتو ادب، ژبې، فرهنګ او فکري ودې لپاره ئې ژورې، پراخې او تاريخي اغېزې پرېښودې۔ د دوي فعاليتونو پښتنو ته د ځان پېژندنې جرئت ورکړو او د ادب په لار کښې ئې يو نوې انقلابي بدلون راوست۔ د خدايي خدمتګار تحريک اصلاحي او سياسي اهميت په خپل ځاې ډېر مسلم دې خو د يو ادبي محقق په توګه يې زمونږ په وړاندې ادبي اهميت هم څه کم نه دې ـ دغې تحريک د پښتو د نوي ادب بنيادونه کېښودي دي او د دغه ځاې نه د پښتو نوې ادب يا شاعرۍ خپلې وزرې رپول شروع کړي دي ـ د دغه تحريک په لړمون کښې په بنيادي توګه د عدم تشدد يوه داسې اصطلاح پرته ده کومه چې د تحريک متبادله نامه هم ګرځېدلې ده ـ د تحريک د ابتداء او غرض په اړه د بحث نه پس ـ ـ دا تحريک د خپل سياسي او اصلاحي مقام نه علاوه په ادبي حواله سره هم د ارزښت وړ دې ـ دغه تحريک د پښتنو د ازادۍ ترلاسه کولو دپاره ډېر کوشش کړې دې، او د مختلفو سيمو او علاقو نه په کښې خلقو شرکت اختيار کړې دې ـ خو د نورو عامو خلقو نه علاوه په دغه تحريک کښې د ادبي خلقو برخه هم زياته ده ـ او دغه ادبي خلق چې پخپله شاعران، ادبيان او ليکوال وو تل د خپلو تخليقاتو په وجه د اولس د جذبو د لوړولو کاوش کړې دې ـ په دغه اساس دا تحريک د سياست نه پرته د ادب سره کلک تړون او پېوستون لري ـ په ابتداء کښې چې باچاخان او د هغۀ د ملګرو په ذريعه کوم سکولونه جوړ شوي وو په دغه سکولونو کښې چې کوم د هشتنغر په خاوره وو اکثر به په کښې مشاعرې هم راجوړولې شوې ـ او د سټېج ډرامې به په کښې هم پېش کېدې ـ دې تحريک ډېر ليکوالان رايوځاې کړي وو:”انجمن اصلاح الافاغنه چې وروستو د خدائي خدمتګار تحريک په نامه ياد شو د هغه وخت ټول لوې شاعران او اديبان رايو ځاې کړل او د شعر وادب په ذريعه ئې د ازادۍ تحريک ته د ودې ورکولو د کار اغاز وکړو ـ داسې جديد نظم د پښتو په لمن کښې ځاې هم شو او د پښتنو په خاوره ښۀ زرغون هم شو“ ۔ د نظم ونثر د لارې د ازادۍ دپاره احساسات مخې ته راوړل د دې تحريک يو بنيادي زيار ليدې شي ـ په ازاد اسلاميه سکولونو کښې به کال په کال مشاعرې کېدلې ـ د پښتو اولنې نعت او اولنۍ ډرامه هم د دغه سکولونو په پروګرامونو کښې مخې ته راغلي دي ـ د کال ۱۹۲۱ء نه واخله تر د کال ۱۹۳۰ء پورې په دغه ازاد هائي سکولونو کښې مسلسل کليزې مشاعرې کېدلې ـ “د ازاد اسلاميه سکول اتمانزو سالانه جلسې هر کال په ۲۰، ۲۱ ، ۲۲اپرېل په اتمانزو کښې کېدلې، دا سالانه جلسې د بهرام خان بابا او عباس خان مشترکه ډاګ کښې کېدلې کوم چې ازاد اسلاميه سکول ته مخامخ وۀ ـ دا شپاړس جرېبه ډاګ د ډېرو تاريخي وېناګانو ، مشاعرو، ډرامو او جلسو نن هم ګواه دې ـ د پښتو اولنې نعت ګو شاعر حاجي محمد امين هم خپل اولنې نعت د ازاد سکول سالانه جلسه ۲۱اپرېل ۱۹۲۴ء کښې وئيلې وۀ ـ د پښتو اولنۍ ډرامه “تعليم جديد، تهذيب جديد” هم ديريشتم اپرېل ۱۹۲۶ء کښې د ازاد سکول اتمانزو سالانه جلسه کښې سټېج شوې وه ـ هم په دې ورځ ماسخوتن د پښتو اولنۍ تاريخي مشاعره هم پېل شوې وه ـ پښتو ملي شاعري هم دې سټېج نه شروع شوه ـ د پښتو جديد نظم هم دې ازادې مشاعرې ادب له ورکړې دې ـ د کال ۱۹۲۱ء نه واخله اپرېل ۱۹۳۰ء پورې به د ازاد هائي سکول سالانه جلسې نۀ صرف ډېرې باقاعدګۍ سره کېدلې بلکې هر کال به څۀ نه څۀ نوې تخيل او معروضات هم مخې ته راتلل“ ۔د عامې ژبې په لحاظ سره ادبي ژبه ډېره طاقتوره وي ـ فېرنګيان د دې راز نه خبر وو او په دې رسېدلي وو چې که دا سلسله هم دغسې جاري وي نو زمونږ د بائلات او ناکامۍ ورځ به لرې نۀ وي ـ هم دا وجه وه چې په دغه سکولونو کښې د خپلو تخليقاتو پېش کولو په وجه د دغه تحريک سره تړلي ځينې ادبي خلق قېديان شوي هم دي، او سزاګانې ورته ورکړې شوې دي ـ “په اپرېل ۱۹۳۱ء د امير نواز خان جليا ليکلې ډرامه ” درد” کښې کار کوونکي اداکارو ته فېرنګي جج د قېد سزا اورولې وه ـ سيد محمدفتح ، حريف ګل، عبدالغفور، سيد انور شاه او احمد شپږ شپږ کاله قېد شوي وو ـ دا ټول د ازاد سکول هلکان وو او ډرامه کښې ئې کردارونه لوبولي وو ـ دا واقعه په دولسم اپرېل ۱۹۳۱ز کښې شوې وه“ ۔د خدائي خدمتګارانو چې څنګه سياسي هلې ځلې د ستائيلو دي هم دغه شان ئې ادبي خدمات لکه د نمر ښکاره دي ـ د دغه تحريک سره تړلو شاعرانو اديبانو د پښتو ادب ځولۍ ته ډېر څۀ پېرزو کړي دي ـ په عامه توګه خو هر څوک د خبرو کولو توان لري، دغه شان ځينې خلق داسې هم وي چې د تقرير کولو ښۀ مهارت لري خو د شعر په ژبه د زړۀ بړاس ويستل قدرې د شاعر او اديب کار وي ـ او د عامو خبرو په ځاې د شعر ژبه ډېره موثره او زوروره وي ـ په خلقو باندې ډېر زر اثر کوي ـ د خدائي خدمتګار تحريک سره شاعران او نثرنګاران دواړه وابسته وو ـ او تل ئې ادب د ژوند ترجمان ګرځولې دې ـ د دوي په شعري او نثري دواړو تخليقاتو کښې د ازادۍ غوښتنې او د ازادۍ خبرې وې ـ د تورې سره سره ئې سم د قلم د لارې مبارزه کوله ـ د دغه تحريک د مشرانو په غوښتنه به طرحي مشاعرې هم کېدلې ـ د باچاخان د يو ليک نه ئې هم اندازه کيږي چې: ” مونږ خو چې تر اوسه پورې کومې جلسې کولې نو د ضلعې او تحصيل په سطح وې، نو ما اراده وکړه چې اوس به مونږ د ټولې صوبې په سطح يوه جلسه وکړو ـ ځکه چې ما کتل د خدائي خدمتګارو دې تحريک په پښتنو کښې يوه نوې جذبه پېدا کړې وه ـ د دې دپاره ما دا مناسب وګڼل چې اول بايد د جلسې انتظام وکړو ـ د سرحد ټولو پښتنو له مو د شرکت دعوت ورکړو ـ او دا جلسه مو په شلم او يويشتم اپرېل ۱۹۳۰ء په اتمانزو کښې مقرره کړه او د يوې مشاعرې بندوبست مو هم وکړو او د دې مشاعرې طرحه دا وه: جنګ د ازادۍ له همېشه زلمي وتلي دي ” د دې نه علاوه په نورو طرحو باندې هم مشاعرې شوې دي ـ يوه ياده طرحه ” که زلمي چرې په خپل وطن قربان شي” هم ده ـ دغه طرحه باندې په کال ۱۹۲۷ء کښې په اتمانزو کښې مشاعره شوې وه ـ ورسره په دغه پروګرام کښې د عبدالاکبر خان اکبر يوه ډرامه هم پېش کړې شوې وه ـ عبدالخالق خليق د دغه مشاعرې حال منظوم توګه باندې داسې بيان کړې دې:
“په دې کال کښې چې موسم وۀ د بهار
اتمانزو کښې يو اجلاس اوشو شاندار
دا کليزه وه جلسه د انجمن
وو راغلي ورته ډېر اهل قلم
علاوه د ډېرو ښو ښو تقريرونو
ډېرو ښو ښو ترانو قومي نظمونو
يوه ډرامه په کښې وه ډېره خوندوره
د اکبر صاحب تصنيف وۀ ښکلې غوره
دا تنقيد وۀ په نظام د حکومت
او د قام هم په ګنده معاشرت
دا ئې طرحه وه که باد د هغه آن شي
که زلمي چرې په خپل وطن قربان شي
ما هم نظم وۀ لېږلې له خپل کلي
په طرحه مې شعرونه وو ليکلي
د اول دوېم درېم نظم دپاره
انجمن ايښې تمغې وې باوقاره
د اول انعام ئې زۀ کړمه حقداره
چې شعرونه ئې پوره وو په معيار”
عبدالخالق خليق په پورته ذکر شوې طرحه باندې په دغه پروګرام کښې يو نظم هم ليکلې وۀ چې دلته ئې پېش کووم:
“د سرحد صوبه به هم يو ګلستان شي
که زلمي چرې په خپل وطن قربان شي
که زلمو د ازادۍ قدر معلوم کړو
خپل وطن به ورښکاره لکه زندان شي
يتيمان پښتانۀ واړه سائلان شو
ناخبر پښتون لا هغسې شادان شي”
په دغه تناظر کښې اوس مونږ ته دا خبره واضحه شوه چې خدائي خدمتګارو په يو وخت خپلې سياسي او ادبي هلې ځلې جاري ساتلې دي ـ ادب او سياست ئې يو قسم له يو کړي دي ـ حالات که هر څو بې خونده او پيکه وو خو دوي په دغو بدو حالاتو کښې ادب د ازادۍ د نغمو او سندرو دپاره پکار کړې دې ـ او د ادب نه ئې اصلي کار اخستې دې ـ د خدائي خدمتګار تحريک د سياسي ارزښت نه زيات ادبي ارزښت دې ـ په کال ۱۹۳۰ء کښې چې کله د انګرېزانو دلاسه په قيصه خوانۍ کښې د ظلم انتها اوشوه نو ښاغلي عبدالخالق خليق يو نظم ” د شهيدانو ياد” په نوم ليکلې وۀ، او په مئ ۱۹۳۰ء کښې ئې په يوه لويه جلسه کښې اورؤلې وۀ ـ دغه نظم ئې داسې دې:
“اې اسمانه ولې نۀ شوې رانسکور
اې افتابه ولې نۀ ئې د غمه تور
لويو غرونو ولې رېز مرېزه نۀ شوئ
ونو بوټو ولې نۀ سوزئ په اور
زمکې پړق له ډېره درده ولې نۀ چوې
ستا دپاسه څومره وير دې څومره شور
اې ظالمه حکومته راته وايه
په غريب د عيب چا کړې دومره زور”
دغه نظم کښې د ۱۹۳۰ء د قيصه خوانۍ د پېښې دردېدلي احساسات پېرلې شوي دي ـ دغه شان د ازادۍ د تحريک سره تړلې يو بل ډېر ياد شاعر فضل محمود مخفي وۀ ـ دوي د شاعرۍ نه علاوه عملي طور هم د ازادۍ دپاره مبارزه کړې ده او لا په خدائي خدمتګار تحريک کښې نۀ وۀ شامل چې د ازادۍ دپاره ئې بېلابېلې هڅې کولې ـ د دوي پېژندګلو اغلې سلميٰ شاهين څۀ داسې کړې ده:”مخفي صېب په کال ۱۸۸۴ء کښې د چارسدې په پېنده خېلو نومې کلي کښې پېدا شو، د پلار نوم ئې محمد خان وۀ ـ دې د باجوړ د علاقې لوې خان وۀ ـ خو د دښمنۍ له کبله ئې په ماڼوګي کښې استوګنه کوله او د مخفي صېب د زېږېدو نه څۀ لږه موده وړاندې چارسده کښې مستقل مېشته شوې وۀ “ فضل محمود مخفي يو ډېر ښۀ شاعر تېر شوې دې، بلکې د پښتو د جديد نظم سرخېل دې ـ دوي ډېر انقلابي نظمونه ليکلي دي چې په کښې ئې د وطن سره د بې کچې مينې اظهار کړې دې ـ د بېلګې دپاره ئې دا يو نظم :”وطن
وطن وطن وطن وطن يا خوږه وطن زما
په ما له هر څۀ ګران
په تا کښې دې ارام د روح د سروتن زما
او ناقلاره وي
چې څوک په ښاريو د بل چا لټوي زر
او ناقلاره وي
ياديږي ورته لاس په تندي باندې پاس په سر
او بې ارامه وي
د داسې اوږو سترګو حال وي تل بتر
او خوار وزار وي“
وړاندې وائي:
“د داسې ژونده ښۀ دې خدائيګو زنکدن زما
د قام په ننګ روان
وطن وطن وطن وطن يا خوږه وطن زما
په ما له هر څۀ ګران
جونګړه د دۀ غوره له ماڼۍ ده د بل چا
او فقر ئې دولت
له تا چې د بل چا ښۀ دي پټکې خيرن زما
د قام په غم روان
وطن وطن وطن وطن يا خوږه وطن زما
په ما له هر څۀ ګران
په تا کښې دې ارام د روح د سر د تن زما
په تا کښې دې ارام
وطن وطن وطن وطن يا خوږه وطن زما
په ما له هر څۀ ګران“
د فضل محمود مخفي د شعر فني ښکلا په خپل ځاې ده خو دوي ته دا اعزاز هم حاصل دې چې دوي د باچاخان په نزدې او هم فکره ملګرو کښې وو ـ او د پښتو ژبې ستر شاعر غني خان هم د دوي نه متاثره وۀ ـ سلميٰ شاهين ليکي:”سياسي کارکن وۀ، انجمن اصلاح الافاغنه ورپسې خدائي خدمتګار تحريک د باچاخان هم خيال او ملګرې وۀ، د سياسي هلو ځلو سره سره ئې ادبي تحريک هم شروع کړې دې ـ د دۀ د نظم د مضمون او انداز نه باچاخان او د هغۀ ملګري ټول متاثره ښکاري ـ باچاخان د خپل کتاب انتساب د مخفي صېب په نظم کړې دې او ولي خان ، باچاخان او خدائي خدمتګاري کتاب کښې شروع هم د مخفي صېب په نظم کړې وه ـ خان عبدالغني خان لېونې فلسفي هم په خپله وينا کښې دا اقرار کړې دې چې دا د مخفي صېب د شعرونو اثر وۀ چې په ما کښې ئې د قامولۍ د جذبې يو تحريک پېدا کړو ـ “د دې نه علاوه نورو ډېرو شاعرانو دخدائي خدمتګار تحريک سره تړون ساتلې دې او د دغه تحريک په پرمختيا کښې ئې لوې زيار او کردار دې ـ په دغه تحريک کښې په شاملو شاعرانو کښې زياتره د هشتنغر سره تعلق لرونکي وو ـ د يو بل شاعر نامه ميا احمد شاه ده، چې د دغه تحريک وګړې وۀ ـ تل ئې د ازادۍ دپاره کوشش کولو ـ پروفېسر افضل رضا ئې پېژندګلو داسې کړې ده: “د چارسدې قاضي خېلو کښې د حاجي عبدالمنان کره په ۱۸۹۶ء کښې پېدا وۀ، په ۱۹۲۰ء کښې ئې د علي ګړهـ نه بي اې کړې وۀ،۳ ۱۹۲ء کښې ئې انجمن اصلاح الافاغنه تحريک کښې کار شروع کړو ” د کلام نمونه ئې څۀ داسې ده:
“نور غمونه مې په زړۀ راواره شي
ټول وجود مې د سرو ټکو انګاره شي
زړۀ مې نۀ غواړي چې بيا لاړې وطن ته
د ډېر شرمه مې ګرېوان پاره پاره شي
بنيادم چې ئې بند لکه چارپايه
هر هوښيار له داسې ځايه کناره شي
نور قامونه د دنيا چې خوشحالي کړي
زما خوږ وطن هاې دوئ ته ننداره شي”
هسې خو د خدائي خدمتګار تحريک سره تړلي ټول شاعران او د دوي کار او زيار د ستائيلو وړ دې او د تاريخ پاڼې ئې تل د ازادۍ دپاره کار په ښۀ يادوي ـ خو په دغه شاعرانو کښې بيا ځينې تر لرې لرې پېژندلې شي ـ د دغه فهرست يوه نامه د خان مير هلالي ده ـ خان مير هلالي د خدائي خدمتګار تحريک يو ډېر مړنې کارکن او ښۀ شاعر وۀ ـ د وطن ازادي او د فېرنګيانو د ولقې نه نجات ئې د زړۀ ارزو وه ـ او د دغه هيلو اندازه مونږ ته د هغۀ د تخليقي فن پارو نه ډېره په اسانه کيږي ۔“پېښور کښې په ۱۸۹۷ء کښې په ۲۰جنورۍ د ګل مېر خان يوسفزي کره پېدا شو، اصلاً د کاټلنګ اوسېدونکې وۀ ـ ابتدائي تعليم ئې د مولانا عبدالقادر شنواري نه حاصل کړو ـ د ازادۍ د تحريکونو دا سرګرم غړې اول د حاجي صېب ترنګزئ په حزب الله تحريک کښې وۀ ـ دغه لړ کښې څۀ وخت بونېر کښې هم وۀ ـ ورستو ئې په خلافت تحريک کښې په جوش حصه واخسته ـ په ۱۹۲۸ء کښې ئې د همدرد افغان په نامه هفت روزه اوويسته، په فېرنګي حکومت د تنقيد په وجه اخبار هم بند شو او دې هم قېد شو ـ ” خان مير هلالي تل په خپلو شعرونو کښې غلامي بې غېرتي ګڼلې ده، او تل ئې د شعر د لارې کوشش کړې دې چې خلق د ازادۍ پله روان کړي او د ازادۍ په غوښتو ئې محبور کړي ـ لکه چې وائي:
“دغه بې غېرته هم ځانته وائي مسلمان
څنګه مسلمان دې هغه قام چې وي غلام
نشته په غلام کښې بوئ د دين او د ايمان
نشته په غم کښې د مذهب څۀ احترام”
او يا دا شعرونه چې:
“د غلام قوم نه په دنيا کښې مختورن نشته دې
چې دي ازاد ولله د هغه نه تورزن نشته دې
زمونږ وطن دې او مزې پرې فېرنګيان کوي
که مونږه مرو زمونږه دپاره يو کفن نشته دې
پښتونه پاڅۀ خپل وطن کړه د انګرېز نه ازاد
ويره او خوف مۀ کړه تاله دار او رسن نشته دې
زۀ هلالي په دې جلسه کښې کړم په زوره اعلان
زمونږ وطن دې په کښې هيڅ کار د بولټن نشته دې“
په خپلو شعرونو کښې د دغه خيالاتو د راوړو په وجه دوئ تل په مشکلاتو کښې اخته کړې شوي دي ـ او مختلف قسم ظلمونه پرې شوي دي ـ کله چې دۀ په کال ۱۹۳۱ء کښې د انګرېز په ضد سېول نافرمانۍ ته ملا وتړله نو دې د هري پور په جېل کښې بندي کړې شو ـ د دغه جېل حال احوال او په زړۀ کښې د ازادۍ د فکر غمازي ئې د نظم دا څو شعرونه کوي:
“دا جېل دې کۀ دوزخ دې يم حېران د هري پور
زندان د هري پور
اوف بې اوره سوزېږي نن قېديان د هري پور
زندان د هري پور
سختې د دنيا راويسته ټوله په قېديانو
تهذيب د فېرنګيانو
دوېمه کربلا ده نن مېدان د هري پور
زندان د هري پور
ډوډۍ په نيمه ګېډه بل وهل او ټکول
دې جوړ هسې غوبل
ژوندي په مړو حساب دي نن ځوانان د هري پور
زندان د هري پور“
د خدائي خدمتګار تحريک سره د نزدېکت لرونکيو شاعرانو نه يو بل ياد شاعر عبدالمالک فدا وۀ ـ دې عملي طور د دغه تحريک غړې وۀ او يو ښۀ شاعر وۀ ـ په شاعرۍ کښې ئې تل د ازادۍ سره د مينې تړاؤ ښودلو ـ “په کال ۱۸۹۷ء کښې عبدالجبار خان پړانګ کلي کښې د ياسين خېلو په کندي کښې پېدا وۀ ـ په ۱۹۲۳ء کښې په انجمن اصلاح الافاغنه کښې شامل شو ـ د ازادۍ د تحريک په لړ کښې ئې جوتې قربانۍ دي ـ د وطن د ازادۍ په خاطر ئې د جېل سختې او جسماني اذيتونه زغملي دي ـ کور ئې هم تالا شوې وۀ ـ په ۲۱ اپرېل ۱۹۵۷ء د دې فاني دنيا نه رخصت شو ـ د پړانګ په لويه اديره کښې دفن دې“ دا شعرونه ئې د ازادۍ سره د مينې يو ثبوت دې:
” وخت د جنګ او د ناموس دې شابه پاڅۀ پاڅۀ
سرومال دې بچ کړه د سېلابه پاڅۀ پاڅۀ
کۀ سيد ئې کۀ ولي ئې کۀ زاهد ئې کۀ صوفي ئې
تۀ د دې چمن ګلاب ئې اې ګلابه پاڅۀ پاڅۀ
کۀ عليم ئې کۀ طالب ئې کۀ بزرګ کۀ شېخ صاحب ئې
تۀ له دې خاورې نه جوړ ئې اې ترابه پاڅۀ پاڅۀ
کۀ مزدور کۀ کسب ګر کۀ لوې سېټ او سودا ګر ئې
خپل بائللې وطن خپل کړه له شتابه پاڅۀ پاڅۀ
د دنيا نظام بدل شو خلق يو بل سره مل شو
ستا لا مخ په نقاب پټ دې له نقابه پاڅۀ پاڅۀ ”
د خدائي خدمتګار تحريک د نوم په اورېدو سره د بنده ذهن ته د ځينو شاعرانو نومونه راځي،لکه د ښاغلي عبدالاکبر خان اکبر نامه چې يو ښۀ شاعر او د خدائي خدمتګار تحريک د سياسي شملې ګل وۀ ـ يو بهادر ځوان او د دغه تحريک باني رکن وۀ ـ څۀ وخت د ذکر شوي تحريک صدر هم پاتې وۀ ـ په خپلو تخليقي فن پارو کښې ئې د ازادۍ خيال او فکر بيانولو او په دغه تور کښې دې هم څۀ موده قېد شوې وۀ ـ خو هيڅکله ئې خپل کار ته په مخه ښه نۀ وو وئيلي او تر پائې ئې لوړه حوصله لرله ـ “په کال ۱۹۰۰ء کښې د اګست په مياشت کښې د عمرزو عبدالقادر خان کره پېدا وۀ ـ د ابتدائي او ثانوي تعليم دپاره اسلاميه کالج پېښور کښې داخل شو، ۱۹۱۹ء کښې ئې د رول اېکټ او تعليمي بائکاټ په لړ کښې کالج پرېښو، علي ګړهـ ته لاړو، هلته د مولانا محمد علي جوهر په صحبت کښې پاتې شو ـ ۱۹۲۰ء کښې د هجرت په لړ کښې افغانستان ته لاړو ـ هلته نه انور پاشا سره غزا کښې د شاملېدو په غرض روسي ترکستان ته لاړو ـ تاشقند کښې ئې هم وخت تېر کړې ـ ۱۹۲۲ء کښې د باچاخان په وېنا کلي ته راغلو او د انجمن اصلاح الافاغنه صدر جوړ کړې شو ـ ۱۹۲۹ء کښې د خدائي خدمتګار صدر مقرر شو“ د ډرامې نه علاوه انقلابي نظمونه هم ليکلي دي ـ د ټکر د شهيدانو په ياد کښې ليکلې يو نظم ئې څۀ داسې دې:
“بې پرواه له خپل ساز وسامان څوک دي
بې خبره له خپل ځان له جهان څوک دي
د خپل ملک د ناموس نګهبان څوک دي
په قسمت خپل خوشحاله شادان څوک دي
دا نمسې دې د قېس سړبن د وليد
دا فدا په وطن بې کفن دې شهيد
بې پروا له خپل کور له ټبر له عيال
بې خطر د دنيا له هر خوف له جنجال
سوداګري بدل هم د سر هم د مال
بې دلال بې رېبار بهرمند په وصال
دا په لاس چې د چا دې د فتحې کليد
دا فدا په وطن بې کفن دې شهيد
“د خدائي خدمتګار تحريک سره د اړوندو شاعرانو په فهرست کښې فضل الرحيم ساقي هم د يادولو وړ دې ـ څوک چې عملي طور د دغه تحريک غړې وۀ ـ شاعري ئې د ازادۍ د نغمو نه معموره وه ـ د ازادۍ د ترلاسه کولو عملي مبارز وۀ او د دې دپاره به ئې مختلفې منصوبې جوړولې ـ “په کال ۱۹۰۴ء کښې د جون په مياشت کښې د چارسدې تحصيل په وردګه کلي کښې د عبدالعزيز خان محمدزي کره پېدا شو ـ په رځړو کښې ئې ديني علم حاصل کړو ـ تر څلورمه ئې د ګل اباد ميرې سکول کښې وئيلې ـ د ۱۹۲۷ء نه ئې د پښتو شاعري شروع کړې ده ـ اول په انجمن اصلاح الافاغنه کښې بيا په کال ۱۹۳۰ء کښې خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل شو ـ د ازادۍ په تحريک کښې ئې ډېرې قربانۍ ورکړې دي ـ څو څو ځله قېد شوې دې ـ ”
د دوي د کلام يوه نمونه:
“د ځوانۍ عمر چې څۀ وۀ په جېلخانو تېر شو
يا په کوڅو کښې د بې ننګه پښتنو تېر شو
نۀ د بال بچ په خوند نۀ د دولت شومه
د مستۍ خوب وۀ د ازغو په بسترو تېر شو“
لنډه دا چې خدائي خدمتګار تحريک کښې د شاعرانو او ادبيانو ډېره برخه ده او دا خو ما محض يو څو شاعران ذکر کړل ـ د دوئ نه علاوه نور شاعران هم د دغه تحريک حصه وو ـ چې د ځانونو نه ئې علاوه ئې خپله شاعري هم د وطن او ازادۍ دپاره نذرانه کړي وو ـ د مذکوره شاعرانو نه علاوه شاد محمد مېږې،
عبدالمنان منان، تورسم خان کاکا، سيدچن بادشاه حېدري، ميا ګل ازاد، عبدالحکيم ستي، کاکاکي صنوبر حسېن، عبدالکريم خان مظلوم، فضل احمد غر، مير رحمان غازي او داسې نور خدائي خدمتګار تحريک سره تړلي شاعران او اديبان وو ـ د کومو شاعرانو د شاعرۍ نمونې چې ما پېش کړلې نو په ټولو کښې د ازادۍ او وطن سره د مينې فکر جوت دې ـ چې د خدائي خدمتګار تحريک خبره راځي نو په دغه اړخ رڼا اچول لازم شي ـ خدائي خدمتګار تحريک ډېر بنيادي کردار ادا کړې دې او په دغه وجه دا تحريک ډېر د ستائنې وړ دې ـ تر ټولو اول کۀ اوګورو نو دغه تحريک چې لا ئې د پوره تحريک شکل نۀ وۀ موندلې او قدرې اصلاحي تنظيم وۀ د پښتنو په شعوري رغوڼه اوچتولو کښې ئې مهم کردار ادا کړې دې ـ خلق ئې د خپلو حقونو او خپلو وسائلو نه خبر کړي دي، د خلقو ترمنځه ئې د نفاق او نفرت اورونه ختم کړي دي، خلق ئې د خپلو کسبونو او هنرونو سره مينې ته راپارولي دي او ورسره ئې ډېر په هنري توګه خلقو ته دا په ډاګه کړې ده چې دا خاوره ستاسو ده او په دې به تاسو ژوند کوئ او اختيار لرئ ـ فېرنګيان او نور قوتونه هيڅ کله د دې خاورې واکداران نۀ شي کېدې ـ که چرته باچاخان په خپلو کوششونو دا کار نۀ وې کړې نو ګورې چې پښتانۀ به نور څومره د پستۍ ښکار شوي وو او څومره جهالت به ئې په برخه شوې وۀ ـ خپل کسبونه به ئې څومره شاته غورځولي وو، څومره طبقاتي کشمکش به زيات شوې وۀ او څومره تار تار شوي به وو ـ د دغه تحريک په ذريعه د خلقو د تعليم په لور رجحان راوګرځېدو او ورو ورو دغه سلسله د ازاد هائي سکولونو په ذريعه مخ په وړاندې بوتلې شوه ـ د دغه تعليمي سلسلې سره سره د دغه سکولونو په ذريعه ادبي سرګرمۍ هم دوامدارې کړې شوې ـ که مونږه اوګورو نو په دغه وخت کښې د مشاعرو راجوړول د شاعرانو اديبانو په يو پلېټ فارم د راغونډولو دپاره يوه ډېره بنيادي نظريه ده ـ د شعر وادب سره تړلي خلق د دغه تحريک په وجه د يو يو کېدو په ځاې يو ځاې پاتې دي ـ د دوي د شعرونو په ذريعه په اولس کښې نوره د ازادۍ او بيدارۍ جذبه پېدا شوې ده ـ په نتېجه کښې د انګرېزانو حوصلو ته هم ډېر نقصان رسېدلې دې ـ دا خبره خو ښکاره ده چې په اولس کښې “انجمن اصلاح الافاغنه” د يو اصلاحي تنظيم په حېث وۀ او ډېر ښۀ اثرات ئې مرتب کړي دي خو چې کله باچاخان ته د يو سياسي تحريک د راجوړولو کمې محسوس شوې دې نو “خدائي خدمتګار”تحريک په وجود کښې راغلې دې ـ د دغه تحريک سياسي، ادبي او نور خدمات د دې خاورې، اولس او ازادۍ دپاره به د خلقو په زړونو کښې تل ترتله قائم او دائم وي ۔