ځانګو (افسانه)—ډاکټرنورالرحمان سحر

دا ليکنه شريکه کړئ

د لوي ښار دا درنه ځانګو،

د علم د نامې په ویاړ ولاړه وه

خو دا مهال، پرې نۀ د ماشومانو وزن  معلومېدو،او نۀ د هغوی لوبې،یواځې تعبیرونه، خیالونه او نیمګړې پوښتنې ئې په زړۀ کښې زنګېدې۔

دلته علم،د استاد د څهرې نه،بلکې د یوې پوښتنې په څهره کښې راښکاره شو؛یوه داسې پوښتنه چې نۀ ئې غږ لرلو،او نۀ حکم،خو د وجدان دروازه ئې ټکوله۔

کتاب د هغۀ په لاس کښې پرانستے  موجود وۀ،خو تورو ئې خبرې نۀ کولې؛دوی د سوچ عبادت غوښتو

حیا،د علم تر شا لکه د ماښامي د وروستۍ رڼا،ورو ورو راننوته؛

نه ئې ځان ښکاره کولواو نۀ  پټېدې شوه،خو د هېر شوي اصول په څېر،ئې د موجودیت خاموش اعلان کولو۔

په مینځ کښې مجلس روان وۀ،

رڼاګانې ډېرې وې،خو چپتیا ګونګه نۀ وه؛داسې چپتیا ،چې  مطلب ئې تر شوره ډېر ژور وي۔

علم له ځانه وپوښتل:

“آیاپوهه  هغه ده،چې ښکاره کېږي،کۀ هغه چې په زړۀ کښې ساتلې کېږي؟”

لرې، د سیوري په یو ګوټ کښې،

غېرت ناست وۀ،نۀ ئې توره راایستله،او نۀ ئې غږ پورته کولو،یواځې ئې وخت ته کتل۔

هغۀ ورو غوندې وویل:

“کله ناکله ،د ټولو دروند احتجاج،هغه خاموشي وي،چې تاریخ ته د چغو په ځاے پوښتنې پرېږدي،”

ځانګو،دا ځل

د “هو” په اشاره ونۀ خوزېده،

بلکې د ښار،د ستړې ساه سره یو ځاے وشورېده۔او بیا،

د ځانګو د سیوري لاندې،

د توازن غږ راپیدا شو؛نۀ ئې ځان د علم تخت ته ورسوۀ،او نۀ د غېرت دیوال شو۔

هغۀ وویل:

“پوهه کۀ د اخلاقو ببله شي،نو د زور جامه اغوندي؛او اخلاق کۀ د پوښتنې بې‌برخې شي،نو د عادت په زندان کښې ښکېل کېږي۔

ازادي چې د نظم وتښتي،د تیتوالي نوم اخلي؛او نظم چې د ازادۍ نه جدا شي،نو د زندان بڼه خپلوي۔

مونږ نۀ پوښتنه وژنو،او نۀ باور ړنګوو؛مونږ  دا غواړو،چې هر فکر،د بل فکر

د اوسېدو حق ومني۔”

ځانګو لږه  تمه شوه؛

نه چې د ستړیا له امله،بلکې ځکه،چې توازن تل د تلو نه مخکښې،د تمېدو ادب لري۔

لرې، په نیت کښې،  یوه دعا راپورته شوه؛ چې

“کۀ علم له لارې ورکوو،

نو باید چې مطلبونه ترېنه نۀ تروړو؛ او کۀ ازادي ورکوو،

نو ریښې ئې نۀ پرېکوو؛

او کۀ ځانګوګانې لا  په ځاے وي’نو پرېږدئ،چې ماشومان پکښې

په امن لوي شي”

ښا ر

لا اوس هم  د تفسیر په نیت روان دے،او ځانګو

لا  اوس هم

د پوښتنې او امید

تر مینځه،په خاموش حرکت کښې ده

نورې ليکنې۔۔۔