حضرت امير حمزه خان شينواري—ډاکټر کليم شينواري

دا ليکنه شريکه کړئ

د پښتو ژبې د تغزل بادشاه حضرت امير حمزه خان شينواري په کال ۱۹۰۷ء کښې د لنډيکوتل پۀ خوګه خېل تپه کښې د ملک باز مير خان پۀ کور کښې پېدا شوے وۀ ۔ په کال ۱۹۱۵ء کښې يې پۀ پرائمري سکول لنډيکوتل کښې او بيا په کال ۱۹۱۷ء کښې يې د پېښور پۀ اسلاميه کالجېټ سکول کښې داخل کړے ؤ ۔ پۀ کال ۱۹۲۴ء کښې يې وړومبے وادۀ کړے ؤ ۔ څۀ وخت يې په طورخم د پاسپورټ د کلرک په حېث کار وکړو، بيا يې په کال ۱۹۲۶ء کښې په رېلوے کښې ملازمت اختيار کړو۔ خو ډېر زر يې دا نوکري هم پرېښوده او په کال ۱۹۲۸ء په فلمونو کښې د برخه اخستو پۀ نيت بمبئي ته لاړو ۔ خو هر کله چې واپس راغلو نو پۀ هم دې کال کښې يې دوېم وادۀ هم اوکړو۔ د خپل مرشد پاک حضرت” سيد عبدالستار شاه“ عرف باچا جان صاحب (پېداوښت ۱۷،زي الحجه ۱۲۷۸ ھ او وفات ۲۱ زي القعده ۱۳۷۳ ھ  مطابق  جولائي ۱۹۵۴) سره يې پۀ کال ۱۹۲۲ء يا کال ۱۹۲۳ء کښې پۀ اول ځل ملاقات شوے ؤ ۔  او بيا پۀ کال ۱۹۳۱ء کښې يې پۀ باقاعده توګه د دوي نه بيعت کړے و ۔ پۀ تصوف کښې د دوي مسلک چشتي،نظامي او نيازي ؤ ۔ دوي د اسلاميه کالجېټ سکول پېښور د طالب علمۍ پۀ زمانه د خپلې شاعرۍ اغاز پۀ اردو ژبه کښې کړے ؤ ۔ خو څۀ وخت پس يې د خپل مرشد پاک پۀ حکم د کال ۱۹۳۳ء نه پۀ باقاعده ډول د پښتو شاعري شروع کړه ۔ پۀ دسمبر ۱۹۴۱ء کښې يو ځل بيا بمبئي ته لاړو، او هلته يې د پښتو د وړومبي فلم ” لېلا مجنون “ د پاره سندرې او مکالمې وليکلې ۔

د ستر حمزه بابا نوم  نوم هم د ادب پۀ هغو لويو لويو هستيو کښې شامل دے، کوم چې هر وخت د خلقو پۀ زړونو او ذهنونو کښې تازه او ژوندي وي ۔ د دوي هر اړخيز شخصيت په ګڼو اوصافو موصوف وۀ ۔ ځکه چې هغه هم پۀ يو وخت کښې د يوې اوچتې پايې شاعر، اديب، تنقيد نګار، ډرامه نګار، سفرنامه نګار، ناول نګار، مترجم، صاحب فکر فلسفي، د انساني نفسياتو ماهر،قوم پرست او يو عملي صوفي بلکې يو مکمل عارف وۀ ۔ کۀ دوي ته د يو منفرد مکتب فکر د تحقيقي يا تنقيدي ادارې نوم ورکړے شي نو هم بې ځايه به نۀ وي ۔ ځکه چې د دوي غږ او اواز د شلمي عيسوي پېړۍ نه راوخله تر اوسه پورې پۀ ټول عهد باندې راخور دے ۔ مختصر دا چې حمزه بابا د خپل معياري کار او بې مثاله کردار پۀ وجه د پښتو ادب پۀ هر صنف، شعر او نثر دواړو باندۀ نۀ ورانېدونکي نښې ثبت کړي دي، او د دوي د نطم او نثر ټول اثار د يو قېمتي اثاثې حېثيت لري ۔ خصوصاً پۀ پښتو شاعرۍ کښې د دوي فني تجربې د فکر او هئيت دواړو پۀ لحاظ  د ستائينې وړ هم دي او قابل تقليد هم دي ۔ ځکه چې دوي څۀ پۀ داسې ډول شاعري کړې ده چې د هغې پۀ وجه پۀ پښتو شاعرۍ کښې جديديت ته لاره ملاؤ شوه ۔
حق با ادا نن د غزل نۀ کا
پل چې هر څوک زما په پل نۀ کا
د ادب د پوهانو دا خيال دے چې هر هغه ادب يا هغه ادبي فن پارې ژوندۍ پاتې کېږي پۀ کوم کښې چې پۀ يو وخت دا درې څيزونه موجود وي ۔ يو دا چې په دې کښې به د ليکونکي خپل عهد او د هغه روح موجود وي ۔ بل دا چې په دې کښې به د ماضي ورثه او د هغې روايت او شعور موجود وي ۔ او درېم دا چې په دې کښې به د راروانو زمانو روح هم موجود وي ۔ او هر کله چې دا درې واړه عناصر (پۀ ادبي فن پارو)  را يو ځاے شي نو د دې نه يوه داسې اکائي جوړه شي چې هغه بيا نۀ يوازې د خپل عهد ترجمانه اوګرځي بلکې د وخت سره سره د هغې رڼا زياتېږي او خوشبوئې يې هم نوره هم خورېږي ۔ د دې خبرو په تناظر چې د ستر حمزه بابا د فنکارانه شخصيت جائزه واخستے شي نو ښکاره پته يې لګي چې دوي ته د دې خبرو د اهميت شعوري ادراک حاصل وۀ ۔ او ځکه د دوي په شاعرۍ او نورو ادبي اثارو کښې د دې درې واړو زمانو امتزاج او تفهيم موجود دے ۔ لکه وائي چې؛
وړم مستقبل ته د ماضي روايات
زۀ د خپل حال د ولولو سره ځم

او دا هم وائي چې ؛
ائينه د نني تهذيب دې ښۀ ده
خو جوهر پرې د ساده پرون پکاردے
جام دې نوے وي زاړۀ شراب پکار دي
پۀ تازه بندش کښې زوړ مضمون پکار دے
مراد دا چې د ستر حمزه بابا شاعري او نثر دواړه د خلقو او احساساتو تهذيب او تزکيه کوي ۔ پۀ خلقو کښې فهم او شعور راپېدا کوي، ځکه چې دوي د خپلو اثارو پۀ ذريعه پۀ ژوند کښې نوې نوې معنې راپېدا کړي دي ۔ ماضي يې د حال سره،او حال يې د مستقبل سره پۀ داسې ډول مربوط کړے دے چې د زمانې نه يې يوه اکائي جوړه کړې ده ۔
زۀ چې روح د زمانې سره شامل شوم
کۀ ماضي کۀ مستقبل وۀ راته حال شو
زۀ د طوالت له ويرې خپلې خبرې رالنډوم، خو خقيقت دا دے چې د ستر حمزه بابا د ژوند،اثارو او د دوي د کار تفصيل ډېر اوږد دے۔ کۀ څوک يې په تفصيل سره کتل غواړۍ نو بايد چې د دوي ټول کتابونه او نور اثار وګوري ځکه چې تر اوسه پورې د دوي ځنې ډېر لوے لوے او ځنې واړۀ واړۀ دوه شپېتۀ (۶۰) کتابونه زمونږ مخې ته راغلې دي، چې زيات پکښې چاپ شوي دي، او څۀ اوس هم ناچاپه پراتۀ دي ۔ د دوي پۀ ژوند، خدماتو او افکارو باندې ډېرو کسانو د پي ۔ اېچ ۔ ډي او اېم فل ډګرۍ هم اخستې دي ۔ خو زۀ داسې ګڼم چې ستر حمزه بابا اوس هم پۀ پوره ډول دريافت شوے نۀ دے، ځکه چې  د دوي ټول اثار هم  لاتر اوسه پورې خلقو ته نۀ دي رسېدلي ۔

نورې ليکنې۔۔۔