زرکاڼے ( تحقيقي او تنقيدي جائزه ) تېمورجان عاطر

دا ليکنه شريکه کړئ

زرکاڼے د مرحوم و مغفور مشتاق مجروح صاحب د قلم نه وتې د پښتو ادب دپاره یوه داسې شاهکاره ډالۍ ده چې پښتو ادب کښې ئې یو مثال قائم کړے دے او يو بیل مقام ئې حاصل کړے دے ۔ زرکاڼے اول ځل په اګست 1995 کښې چاپ شوے دے ، د هغې نه پس يونيورسټي بک ايجنسي ډېر ځله چاپ کړے دے ، د هغې نه پس په کښې مصنف په کال 2018 کښې اضافې وۀ کړې او د هغه اضافو سره ئې چاپ کړو تر دې دمه د قلندر مومند ريسرچ سېل نه تقريباً اتۀ ځله چاپ شوے دے۔ د اضافو نه پس دا کتاب په څو چنده نور هم ګټور ثابت شۀ ځکه چې په نوي اېډیشن کښې د صنعتونو اضافې هم وۀ شوې ، د زړو شاعرانو شعرونو سره سره په کښې د نوو جديدو شاعرانو شعرونه هم د مثال په طور شامل شو۔ ادبي اصناف په کښې هم ذکر شوی دی کومو کښې چې غزل، نظم چاربېته ، حکايت، رباعي ، قطعه، افسانه، تکل ناول، ډرامه او داسې نور اصناف شامل دي او ورسره ورسره په تنقید باندې يو شاهکار مضمون هم ليکلے شوے چې د تنقيد طريقه په کښې ښودلې شوې ده، د اصل تنقید پېژندګلو په کښې شوې ده او د تنقيد قسمونه په کښې هم په تفصيل سره ذکر شوي دي ۔ پښتو ادب کښې به داسې ډېر کم خلق وي چې د زرکاڼي کتاب نه به ناخبره وي او يا به داسې خلق بېخي وي نۀ چې د زرکاڼي کتاب به ورته پته نۀ وي ځکه چې د زرکاڼي د معيار او مقام نه هر څوک خبر دي ۔ په زرکاڼي کښې د داور خان داؤد صاحب سريزه موجوده ده لوستونکیو ته دې ياده وي چې دا سريزه په اول ځل چې زرکاڼے چاپ شوے وۀ ليکلې شوې وه خو مصنف په نوي اېډیشن کښې هم شامله کړې ده ، د دې نه علاوه پرې ښاغلي ځلان مومند يوه تفصيلي ، ګټوره او جامعه مقدمه لیکلې ده چې د ستائينې وړ ده ۔ په زرکاڼي کښې مرحوم مشتاق مجروح صاحب په درېو موضوعاتو باندې تفصيل سره بحث کړے دے …علمِ بیان ، علمِ بديع او ادبي صنفونه -د زرکاڼي نه وړاندې هم په دې موضوع باندې ځينې کتابونه ليکلي شوي دي خو کۀ مونږ دغه ټول کتابونه د تلې په یو چابړي کښې کېږدو او زرکاڼے په بل چابړي کښې نو زرکاڼے به ترې د معيار په‌ لحاظ دروند وي او دا فېصله لوستونکي په خپله کولے شي چې په زرکاڼي کښې په هر څيز باندې ډېر په اسانو لفظونو کښې بحث شوے دے او لوستونکي پرې په اسانه پوهېدلي شي ۔ دا کتاب په دریو برخو کښې وېشلے شوے دے چې اوله برخه کښې په فصاحت او بلاغت او علمِ بیان باندې بحث شوے دے چې تشبیه ، استعاره ، کنايه او مجاز مرسل په کښې شامل دي ، په دې څلورو واړو څيزونو باندې مفصل بحث شوے دے ، اول د یو یو تعريف شوے دے بیا ئې د اقسامو نومونه او تعريفونه ذکر شوي دي او بیا ورته شعري مثالونه راوړلي شوي دي او بیا په نثر کښې هم د هغه مثالونو وضاحت شوے دے لوستونکے چې اول تعريف وۀ لولي بیا په شعر کښې ورکړے شوے مثال او بیا په نثر کښې ورکړے شوے مثال وۀ لولي نو زما خيال دا دے چې د لوستونکي په ذهن کښې به هېڅ اشتباه پاتې نۀ شي ځکه چې مشتاق صاحب دغه کوشش کړے دے چې لوستونکي دې په اسانه پوهه شي- دويمه برخه کښې په علمِ بديع باندې خبرې شوې دي چې ډېر صنعتونه په کښې شامل دي د هغو ټولو تعريفونه شوي دي او هغه شان نثري او شعري مثالونه ورسره ورکړي شوي دي ۔ دريمه برخه کښې په شعري او نثري صنفونو باندې ډېر مفصل او جامع بحث شوے دے او يو منفرد انداز کښې شوے دے ځکه چې د دغو صنفونو چې تر ننه بل چا تعریف کړے دے بحث ئې پرې کړے دے نو د هغو ټولو تعريفونو اؤ زرکاڼي کښې د شويو تعريفونو موازَنه کۀ وۀ کړو نو د زرکاڼی تعریفونه ترې زورور دی یو ئې د بیان انداز د کمال نه ډک دے هېڅ مشکلات پکښې نۀ پېښېږي او بله دا چې يو منفرد اُسلوب لري ۔ په نورو کتابونو کښې چې صنفونه څنګه متعارف کړي شوي دي نو دلته مشتاق صاحب دا کوشش کړے دے چې د هغو ټولو نه ښۀ ، جامع او وضاحت سره دا صنفونه متعارف کړي او کامياب شوے په کښې هم دے ۔ د مثال په توګه د افسانې تعریف ته چې مونږ وۀ ګورو نو تر ننه ډېر خلق ئې هغه تعريف کوي چې اېډګر اېلن پو(Edgar Allan Poe) کړے دے وائي چې “افسانه هغه قصه وي چې په يو نشست کښې وۀ لوستلې شي او يو منفرد تأثر پېدا کړي” خو مشتاق صاحب دغه تعريف نيمګړے ګڼلے دے او په خپل انداز کښې ئې افسانه متعارف کړې ده چې تر ننه به داسې جامع تعريف بل چا نۀ وي کړے او دغسې د هر صنف تعريف ته ئې د خپل منفرد انداز خواږۀ وربخښلي دي او ټول اصناف ئې ډېر په ښکلي انداز متعارف کړي دي۔ د کتاب اخره کښې ځينې ادبي اصطلاحات هم ذکر شوي دي او تعريف ئې شوے دے ۔ مرحوم مشتاق مجروح صاحب د خپلو خوږو خوږو او قيمتي لفظونو په کالیو باندې د پښتو ادب ناوې داسې سنګاره کړې ده چې ښائست ته ئې دنيا ګوته په خلۀ ده- زرکاڼے د پښتو ژبې هغه کتاب دے چې پښتو کښې څۀ چې په ګاونډي ژبو کښې ئې هم مثال په ګوتو نۀ راځي خو د ډېرو خوبيو سره سره دا کتاب ځينې خامۍ هم لري چې هغه زۀ په دې غرض ذکر کول غواړم چې زرکاڼے د بي اېس پښتو کورس کښې هم شامل دے چې د پښتو ادب زده کونکي يو څيز زده کوي چې غلط ئې زده نۀ کړي ځکه چې يو څيز څنګه زده کړے شي نو بيا هغه نورو ته هم هغه شان ښودلے کېږي او دغسې بیا هغه عام شي – او غواړم چې د زرکاڼي چاپ کوونکي په راروان اېډيشن کښې د دې غلطيو تصحیح وۀ کړي – اصل کښې خو دا زمه واري د هغه استاذانو جوړېږي کوم چې طالب علمانو ته د زرکاڼي کتاب درس په کالج او يونيورسټۍ کښې ورکوي ، هغوي له پکار وو چې دې غلطیو ته ئې خيال کړے وے خو په دې حقله هغوي غلي دي او نور چا هم د دې غلطیو په ګوته کولو کوشش نۀ دے کړے نو زۀ به کوشش وۀ کړم چې دا غلطۍ په ګوته کړم ۔ په 39 نمبر صفحه باندې “مفصله تشبیه” ذکر شوې ده ، مفصله تشبیه هغه وي چې د تشبیه ټول ارکان پکښې موجود وي ۔ په مثال کښې د عبدالحمید بابا شعرونه راوړلي شوي دي :

تورې سترګې سرۀ لبان ئې هسې زېب کا
لکه ګډ په لاله زار کښې آهوان شي
دا تراخۀ وئيل د ښکليو په تلخۍ کښې هسې زېب کا
لکه مرچ چې مزېدار وي په دا نوره مصالحه کښې
په دې دواړو شعرونو کښې مرکبه تشبیه ده نۀ چې مفصله تشبیه۔ ځکه چې دلته دوه څيزونه يو بل سره تشبیه شوي دي ۔ وړومبي شعر کښې تورې سترګې د آهوان سره او لبان د لاله زار سره تشبیه شوي دي او په دويم شعر کښې تراخۀ د مرچ سره او تلخي د مصالحې سره تشبیه شوي دي -د مرکبې تشبیه مثالونه لوستلي شئ هلته هم دغسې دوه څيزونه د نورو دوو څيزونو سره تشبیه شوي وي – په دې شعرونو کښې هم د تشبیه څلور واړه ارکان موجود دي خو اصل کښې دلته دوه دوه څيزونه يو بل سره تشبیه شوي دي نو کۀ دلته دا مثالونه سم وي نو بیا چې لوستونکي د مرکبې تشبیه مثالونه ګوري نو ذهن کښې به ئې هم دا سوال پېدا کېږي چې مفصله تشبيه کښې دغسې مثالونه ذکر شوي وو او مرکبه تشبیه کښې هم دغسې مثالونه ذکر شوي دي چې دوه دوه څيزونه په کښې يو بل سره تشبیه شوي دي نو ځکه زما خيال دا دے چې دا مثالونه د مرکبې تشبیه دي او مفصله تشبیه کښې هغه مثالونه ذکر کول پکار دي چې صرف يو څيز په کښې بل څيز سره تشبیه شوے وي او د تشبیه څلور واړه ارکان په کښې موجود وي بیا به د مرکبې تشبیه او مفصلې تشبیه مينځ کښې اشتباه نۀ پېدا کېږي –

د مفصلې تشبیه یو څو مثالونه ذکر کوم چې لوستونکیو ته وضاحت وۀ شي چې مفصله تشبیه څۀ ته وائي :

د خوشحال د زړۀ مې ښه ننداره وۀ کړه
سمندر غوندې بازي کا په بَل اور کښې 1
په دې شعر کښې د خوشحال زړۀ مشبه ، سمندر مشبه به ، غوندې حرفِ تشبیه او په بل اور کښې بازي کول وجه تشبیه ده –

د آذر غوندې د نوي بُت په هيله
په ظاهره بلها خلق بُت شکن دي
( محمد جان تکل ) ۔۔۔۔۔۔۔۔ په دې شعر کښې خلق مشبه ، آذر مشبه به ، غوندې حرفِ تشبیه او بُت شکن کېدل وجه تشبیه ده-

تکل يو خزان خويه پسې وۀ ګورئ يارانو!
د ګل غوندې ځواني داسې لمبه کړه چې توبه
( محمد جان تکل )۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ په دې شعر کښې تکل مشبه ، ګل مشبه به ، غوندې حرفِ تشبیه او ځواني لمبه کول وجه تشبيه ده –

مذکوره شعرونو کښې د تشبیه ټول ارکان موجود دي نو مفصله تشبیه ده پکښې- په 44 صفحه باندې د تشبیه لسم قِسم ( تفضيليه تشبیه ) کښې د خوشحال بابا د شعر مثال راوړے شوے دے :

چې و مخ و ته دې ګورم ، لکه نمر هسې ځلېږي
قربان دې تر جمال شم ، په معنیٰ تر نمره غټ ئې
د خوشحال بابا دا شعر د پينځلسو څپو بحر کښې دے خو دلته بره مصرعه د شپاړسو او لاندې مصرعه د پينځلسو راوړې شوې ده او له دې وجې د دې شعر دواړه مصرعې په بيل بیل بحر کښې راغلې دي ( بره مصرعه د شپاړسو څپو ده او لاندې مصرعه د پينځلسو څپو ده ) ۔ دا شعر “ارمغانِ خوشحال” کښې په (صفحه نمبر 589) باندې داسې دے:

چې مخ و ته دې ګورم لکه نمر هسې ځلېږي
قربان دې تر جمال شم په معنیٰ تر نمره غټ ئې
يعنې د مخ لفظ نه مخکښې ( و ) اضافي راغلے دے‌- په 45 صفحه باندې د تشبیه دولسم قِسم ( مجمله تشبیه ) ذکر شوې ده او د هغې تعريف شوے دے او تعريف کښې يو نثري مثال راوړے شوے دے ” تۀ لکه د ګلاب په شان ئې” مجمله تشبیه هغه وي چې مشبه ، مشبه بههِ او حرفِ تشبیه په کښې ذکر وي او وجهِ تشبیه پکښې نۀ وي- بره ذکر شوي نثري مثال کښې وجه تشبیه خو نشته ولې حرفِ تشبیه په کښې دوه راغلي دي ـ دلته صرف يو حرفِ تشبیه په دې جمله کښې پکار وۀ يا “تۀ لکه ګلاب ئې ” او يا ” تۀ د ګلاب پشان ئې ” ذکر کول پکار وو- په 79 نمبر صفحه باندې د صنعتِ تجنيسِ تام په مثال کښې د حمزه بابا شعر راوړے شوے دے:

“خورم قسم اشنا ستا د اٰبرو په لور
خېر د ديدن ما کۀ په بل لور وۀ غوښت
دې شعر کښې دوه ځله ٫٫ لور ،، لفظ راغلے دے او دواړه اسمونه دي – يو ٫٫لور،، طرف ته وائي او بل ٫٫لور،، هغې آلې ته وائي چې خلق پرې ګیاه رېبي-” ۔ په دې شعر کښې “اٰبرو” ليکلے شوے دے دا وروځو ته نۀ بلکې عزت او وقار ته وائي کوم چې په فارسۍ کښې مد سره ليکلے کېږي ( آبرو ) – او وروځو ته چې کوم وائي هغه د مد يا ولاړ زبر نه بِغېر ليکلے کېږي ( ابرو ) ـدلته ابرو لفظ سم راځي دا وروځو ته وائي او حمزه بابا دلته د محبوب وروځو له د ګياه رېبلو لور سره تشبیه وړکړې ده ځکه چې د وروځو شکل د لور پشان وي- دا دواړه د فارسۍ لفظونه دي او د فارسۍ مشهور او مستند لغت “دهخدا” ئې داسې معنې کوي :

آبرو : (اِ مرکب ) آبروی ، آب روی ، جاه ، اعتبار ، شرف ، عِرض ارج ، ناموس ، قدر (۲)

ابرو : مجموع موی روئیده بر ظاهر استخوان قوسی شکل بالای کاسۀ چشم به زیر پیشانی- (۳)

مطلب دا چې دلته په دې شعر کښې “اٰبرو” نۀ بلکې “ابرو” سم راځي ـ

په 89 نمبر صفحه باندې د صنعتِ ذوالقوافي په مثال کښې د عبدالقادر خان خټک شعرونه راوړلي شوي دي د‌ هغې نه دوه شعرونه ذکر کوم او بیا خپلې خبرې له راځم:

“له وطنه سړے ورک کا، و عالم وته ئې سپک کا
دا همه د دۀ اثر دے، خدائې دې څوک پرې اخته نۀ کا
هم تېرۀ دے هم تاریک دے، تر وېښتۀ نه لا باریک دے
ګويا جسر د سقر دے، خدائې دې څوک پرې اخته نۀ کا”
د دې غزل ټول شعرونه چې کوم ذکر شوي دي دا په صنعتِ ذوالقوافي کښې نۀ راځي ځکه چې په دې کښې صرف يوه قافيه ده بره ذکر شوي شعر کښې اثر قافيه ده او دويم شعر کښې جسر قافيه ده او د دې نه علاوه د شعرونو په برنيو مصرعو کښې دوه دوه لفظونه هم قافيه راغلي دي وړومبي شعر کښې ورک او سپک ، دويم شعر کښې تاريک او باریک او دغسې د ټولو شعرونو په ورومبيو مصرعو کښې دوه دوه لفظونه هم قافيه راغلي دي خو دا صرف هم اواز او هم قافيه الفاظ دي کوم چې د يو بل نه په ډېره فاصله کښې راغلي دي نو دا د غزل دويمه او دريمه قافيه ګڼل سم نۀ دي او یاده دې وي چې قافيه په مطلع کښې دواړو مصرعو کښې وي خو د مطلعې نه علاوه نورو شعرونو کښې قافيه صرف دويمه مصرعه کښې اخر کښې د رديف نه مخکښې راځي نو بيا د عبدالقادر خان خټک شعرونو ته کۀ وۀ ګورو نو اصل قافيه په کښې صرف يوه ده کومه چې د رديف نه مخکښې راغلې ده او دا نور هم آواز الفاظ په کښې صرف د خوند پېدا کولو دپاره راغلي دي –

څنګه چې د ذوالقافيتېن تعريف دے دغسې د ذوالقوافي هم دے خو فرق په کښې صرف دا دے چې ذوالقافيتېن کښې دوه قافيې وي او ذوالقوافي کښې د دوو نه زياتې قافيې وي ۔ ذوالقافيتېن دپاره دا قانون دے چې کلام کښې دوه قافيې پرله پسې راشي نو تر اخره هغه شان دوه دوه قافيې يو بل پسې تړلې راځي او په مينځ کښې ئې نور لفظونه نۀ وي او بل قسم ئې دا دے چې دوه قافيې کلام کښې راشي او په مينځ کښې ئې نور لفظونه راشي نو تر اخره به ټول کلام کښې د دواړو قافيو په مينځ کښې هم هغه لفظونه راځي کوم چې شروع کښې د دواړو قافيو مينځ کښې راغلي وي او د دواړو قافيو مينځ کښې چې کوم لفظ یا لفظونه راشي دغې ته “حاجب” وائي ( د ذوالقافيتېن دې قسم ته ذوالقافيتېن مع الحاجب وائي ) دا د کلام دويم رديف وي څنګه چې په کلام کښې رديف نۀ شي بدلېدلے نو دغه شان په ذوالقافيتېن کښې چې د قافيو مينځ کښې کوم لفظونه راشي هغه به هم نۀ بدلېږي او په ټول کلام کښې به هم هغسې د قافيو مينځ کښې راځي-

هم دا قانون د ذوالقوافي د پاره هم دے خو دلته چې د عبدالقادر خان خټک کوم شعرونه ذکر شوي دي نو دې کښې دا صنعت نشته او د ذوالقوافي اصل قانون دلته مات شوے دے البته د دې شعرونو سره د خوشحال بابا کوم شعرونه چې راوړلي شوي دي هغه د ذوالقوافي په اصولو برابر دي ۔او بله دا خبره چې اول صنعتِ ذوالقافيتېن او بیا ذوالقوافي ذکر کول پکار وو خو دلته اول ذوالقوافي او بیا ذوالقافيتېن ذکر شوے دے ۔ د ذوالقوافي مع الحاجب په مثال کښې زۀ د ښاغلي فاروق سالار يو غزل راوړم هغه وۀ ګورئ:

هسې د سپرلي ګرداب کښې ګېره شي
ټوله زندګي سراب کښې تېره شي
ستا د ښايست سوال چې له ما وۀ کړي څوک
ما نه هم شوخي جواب کښې ډېره شي
ما ته هم راياد شي زر د زلفو ټال
ياده چې منګي رباب کښې بېره شي
شمار کوي د ستورو د سپوږمۍ په مخ
شپه د لېوني حساب کښې تېره شي
هر څوک چې سالار شي د پښتو په سر
بېا ترې دا بېخي نصاب کښې هېره شي
په دې غزل کښې وړومبۍ قافيه سپرلي ، زندګي ، شوخي ، منګي ، لېوني ، بېخي ده … دويمه قافيه ګرداب ، سراب ، جواب ، رباب ، حساب ، نصاب ده … دريمه قافيه ګېره ، تېره ، ډېره ، بېره تېره ، هېره ده …. د دويمې او دريمې قافيې مينځ کښې لفظِ ( کښې ) حاجب راغلے دے او ټول غزل کښې هم دغسې دا لفظ د دواړو قافيو مينځ کښې راغلے دے- په صفحه نمبر 94 باندې د ” صنعت قلب ” تعريف شوے دے او ورسره لیکلي شوي دي چې ” د دې درې قسمونه دي” خو لاندې څلور قسمونه ذکر شوي دي ( قلبِ کُل ، قلبِ بعض ، قلبِ مستوي ، قلبِ مُجَنَّح ) قسمونه څلور دي نو د تعريف نه پس هم داسې ليکل پکار دي چې ” د دې څلور قسمونه دي ” ۔ په صفحه نمبر 98 باندې د ” قلبِ مُجَنَّح ” په مثال کښې د وصال قرېشي شعرونه راوړلي شوي دي چې يو شعر ئې داسې دے

“بر دې غواړم د زړۀ سره په هر چا
لوئې مقام دے در عطا رحيم رب”
د دې شعر بره مصرعه په يوولسو څپو کښې ده او لاندې مصرعه په لسو څپو کښې ده مشران وائي چې د يوې څپې کمے زياتے هېڅ مسئله نۀ ده خو شرط دا دے چې د شعر وزن ورسره نۀ ماتېږي نو دلته کۀ وۀ ګورو د لاندې مصرعې وزن مات دے يا خو د دې شعر د رانقل کولو په وخت د لفظِ رحيم نه مخکښې ( د ) پاتې شوے دے او يا د کمپوزنګ دوران کښې پاتې شوے دے دا شعر به داسې سم راځي :

“بر دې غواړم د زړۀ سره په هر چا
لوئې مقام دے در عطا د رحيم رب”
په 102 نمبر صفحه باندې د صنعتِ تاريخ په تعريف کښې ليکلي شوي دي چې: “مشدد حرف به مشدد اخستے شي لکه د خوشحال بابا زوي عجب خان “دجّال” کښې “ج” دوه ځله حساب کړے دے- پښتو کښې خپل يو څو مشدد لفظونه شته لکه پينځلّس ، اوولّس ، اتلّس او نولّس وغېره خو ډېر داسې لفظونه د عربۍ هم شته چې مشدد وي او پښتو کښې استعمالېږي د هغې عدد به دوچند اخستے شي – د ج عدد ۳ دے خو کۀ په ج شد وي نو بیا به ئې عدد ۶ وي- وعلی هذا القياس” –

د تعريف نه مونږ ته څرګنده شوه چې کله په يو لفظ کښې مشدد حرف راشي يعنې دپاسه پرې شد راشي نو بیا به د هغه حرف عدد دوه ځله شمارلې کېږي -لاندې بیا په 107 نمبر صفحه باندې د صنعت تاريخ لفظاً او عدداً په مثال کښې مشتاق صاحب خپله يوه قطعه پېش کړې ده چې داسې ده:

“د ساهو ليکونکيو نوم ئې ورله کېښوۀ
ګران استاذ چې کله کېښوه يوه بله ښه رده
دا تاريخ ئې يوسفزيه نن ما وۀ وې په بل رنګ
نولس سوه دوه شپېتم کښې شوه بنياده مرکه”
دلته نولّس لفظ راغلے دے بره ئې تعريف کښې ذکر شوے وۀ چې د پښتو په هغه لفظونو کښې دے چې مشدد دي- کۀ د تعريف په رڼا کښې نولّس لفظ کښې لام دوه ځله جمع کوو نو 1992 ترې راووځي او دا کال د شاعر مقصود نۀ دے – مقصود کال 1962 دے چې “ساهو ليکونکيو مرکه” په دغې کال جوړه شوې وه – په دې مصرعه کښې نولس لفظ کښې د لام عدد صرف يو ځل حساب شوے دے او 1962 کال ترې راوباسلے شوے دے خو مونږ چې تعريف ته ګورو هلته ليکلي شوي دي د مشدد حرف عدد به په دوه حسابیږي خو دلته په دوه نۀ دے حساب شوے – په دې قطعه کښې بله خبره دا ده چې د وړومبي شعر اوله مصرعه د دولسو څپو ده او ورپسې مصرعه د پينځلسو ده او بیا د دويم شعر دواړه مصرعې هم په پينځلسو سېلابونو کښې دي ۔ د یو سېلاب کمے زياتے څۀ دومره فرق نۀ غورځوي خو دلته پوره د درېو سېلابونو کمے دے په وړومبۍ مصرعه کښې ، نو اوله مصرعه بیل بحر کښې ده او ورپسې درې مصرعې بیل بحر کښې دي – د مشتاق صاحب “د تاريخ ژړا” کتاب کښې دا مصرعه داسې ده :”د ساهو ليکونکيو نوم ئې ورله کېښودو قربان” (۴)

داسې ئې سېلابونه برابر راځي -د تاريخِ کامل په مثال کښې په صفحه نمبر 104 باندې مشتاق صاحب خپله يوه قطعه راوړې ده چې يوه مصرعه کښې ئې هجري شمسي کال بیان شوے دے او بله مصرعه کښې عیسوي کال بیان شوے دے – د کومې مصرعې نه چې د قلندر صاحب عيسوي کال راووځي هغه داسې ده “يه د بدبخته قام احمر شاعره” د قلندر صاحب د وفات عیسوي کال 2003ء دے خو د دې مصرعې اعداد کۀ راجع شي نو 1998ء ترې جوړېږي – په دې مصرعه کښې د لفظِ “قام” په ځائې “قوم” دے بیا به ترې 2003 کال سم راووځي او د مشتاق صاحب “د تاريخ ژړا” کتاب کښې هم دا لفظ “قوم” دے خو د رانقل کولو په وخت کښې قام ليکلے شوے دے- دا مصرعه داسې ده: “يه د بدبخته قوم احمر شاعره” (۵)

په 115 نمبر صفحه باندې د صنعتِ تلميع په مثال کښې د خوشحال بابا شعرونه راوړي شوي دي چې وړومبۍ مصرعه ئې د فارسۍ ده او دويمه د پښتو ده- د مطلعې وړومبۍ مصرعه داسې ده “ښه ښه بخ بخ دلداره” دلته ( ښه ښه ) په ښ سره ليکلي شوي دي خو ياده دې وي چې حرفِ ښ د پښتو مخصوص حرف دے او دا په نورو ژبو کښې نشته نو د دې په ځائې حرف “خ” ليکل پکار وو کومه چې فارسۍ کښې شته ( خه خه بخ بخ دلداره )

په 138 نمبر صفحه باندې د صنعتِ منقوطه فوقانيه په مثال کښې د ممتاز اتمانخېل شعر راوړلے شوے دے چې څۀ داسې دے:

“سرۀ اورونه شرارونه شرارونه ستا د شونډو انکارونه
خو ستا مِهر ستا وفا ده قرارونه قرارونه”
د دې شعر وړومبۍ مصرعه کښې شل ( ۲۰ ) سېلابونه دي او لاندې مصرعه کښې شپاړس ( ۱۶ ) سیلابونه دي ـ ښکاري داسې چې د کمپوزنګ دوران کښې ( شرارونه ) لفظ دوه ځله راغلے دے نو ځکه څلور سېلابونه سېوا شوي دي خو د پروف ریډنګ نه پس داسې قسمه غلطۍ په کتاب کښې پاتې کېدل نۀ دي پکار – په صفحه نمبر 152 باندې د صنعتِ ردالعجز څلورم قسم ” ردالعجز علی الحشو ” ذکر شوے دے او تعريف ئې څۀ داسې شوے دے ” دې قسم کښې د عجز لفظ په حشو کښې په څلورو طريقو سره راوړلے شي ”

د تکرار په طور :

“واړه شونډې په لذت سره يو نۀ دي
څوک حلوه دي د نباتو څوک اتوب”
څنګه چې اګاهو وۀ وئيلي شو په تعريف کښې چې دا هغه قسم دے چې د عجز لفظ په حشو کښې راشي نو هغې ته ردالاعجز علی الحشو وائي خو کوم مثال چې راوړلے شوے دے نو د دې قسم سره سمون نۀ خوري اول به د دې صنعت پينځۀ اصطلاحات ذکر کړو کوم چې د دې دپاره وضع شوي دي هغې نه پس به بیا شعر ته راشو ۔ هم په دې کتاب کښې په صفحه نمبر 145 ليکلي شوي دي:

“۱.. د وړومبۍ مصرعې وړومبۍ برخې ته صدر وائي

۲…د وړومبۍ مصرعې اخري برخې ته عروض وائي

۳…د دويمې مصرعې وړومبۍ برخې ته ابتدا وائي

۴…د دويمې مصرعې اخري برخې ته عجز وائي

۵…د دواړو مصرعو مينځنو برخو ته حشو وائي”

اوس کۀ دې شعر ته ځیر شو نو دې ته لاندې ليکلي شوي دي چې ” دې شعر کښې د عجز لفظ ”څوک‌” په حشو کښې هم راوړلے شوے دے” خو اصل کښې داسې نۀ ده ځکه چې دلته يو “څوک” لفظ د ابتدا په برخه کښې راغلے دے او بل د عجز برخه کښې راغلے او څنګه چې بره ذکر وشۀ چې د دويمې مصرعې وړومبۍ برخې ته ابتدا وائي چې کله د عجز لفظ په ابتدا کښې راشي نو هغې ته ردالاعجز علی الابتدا وائي ـ دا شعر د ردالاعجز علی الابتدا په‌ مثال کښې سم راځي او د ردالاعجز علی الحشو په مثال کښې سم نۀ راځي- په 167 نمبر صفحه باندې د صنعتِ ترصيع تعريف داسې شوے دے:

“دا صنعت داسې وي چې شاعر يوه مصرعه موزون کړي او د هغې مقابل کښې دويمه مصرعه داسې راوړي چې د وړومبۍ مصرعې وړومبنے لفظ د دويمې مصرعې د وړومبني لفظ هم قافيه وي او د وړومبۍ مصرعې دويم لفظ د دويمې مصرعې د دويم لفظ هم قافيه وي -” لاندې ورسره بیا په مثال کښې د نيمروز قېس شعر راوړلے شوے دے:

“جانان مې د رقیب سره خوشحال دے په خلوت کښې
ارمان مې په پڅ تېغ باندې حلال دے په خلوت کښې”
اوس کۀ مونږ دغې تعريف ته وۀ ګورو او بیا شعر ته ځیر شو نو په شعر کښې د وړومبۍ مصرعې وړومبے لفظ او د دويمې مصرعې وړومبے لفظ یو بل سره هم قافيه دي نو دې ځائې پورې خبره سمه ده خو ورپسې چې په تعريف کښې څنګه وئيلي شوي دي چې ” د وړومبۍ مصرعې دويم لفظ د دويمې مصرعې دويم لفظ سره هم قافيه وي” نو دلته په دې شعر کښې د دواړو مصرعو دويم لفظ يو بل سره هم قافيه نۀ دے او په شعر کښې د اصل قافيو نه علاوه صرف په سر کښې ” جانان او ارمان ” يو بل سره هم قافيه لفظونه دي ۔ مزمل حسېن په خپله پي اېچ ډي ( PHD ) مقاله ” اردو میں علمِ بیان اور علمِ بدیع کے مباحث” کښې د دې صنعت تعريف داسې کوی اؤ بیا مثال راوړي :

“ترصیع کے لغوی معنی مرصع کرنا ،جڑاو کرنا کے ہیں – اصطلاح میں دوسرے مصرع میں پہلے مصرع کے الفاظ ہم وزن ہم آہنگ ، ہم صورت اور ہم قافیہ الفاظ بالترتیب آئیں – تو کلام میں صنعت ترصیع کی صورت ہوگی – مثلاً:

ہمت نے مری تجھے اڑایا

غفلت نے تری مجھے چھڑایا

اس شعر میں “ہمت” اور “غفلت” ہم قافیہ اور ہم وزن ہیں – اسی طرح “مری” اور “تری” “اڑایا” اور “چھڑایا” ہم وزن اور ہم قافیہ ہیں – اس لئے یہ صنعت ترصیع کی مثال ہے-” (۶)

د مذکوره تعريف په رڼا کښې به پښتو کښې د صنعت ترصیع اسان تعريف داسې ذکر کېږي :”په شعر کښې چې د دويمې مصرعې لفظونه د وړومبۍ مصرعې لفظونو سره بالترتيب هم قافيه او هم وزن راشي صنعت ترصيع ورته وائي” لږ نور اسانۍ سره ئې چې ذکر کړو نو داسې به وي “چې د شعر د دواړو مصرعو لفظونه يؤ بل سره په ترتيب کښې هم قافيه اؤ هم وزن راشي” ۔ په 181 نمبر صفحه باندې د صنعتِ منفصل الحروف په مثال کښې د وصال قرېشي شعر راوړلے شوے دے :

“زۀ او روغ ، زۀ او زر ، زۀ او زور ، زۀ او وړ ؟
دا دروغ دي ، دا دروغ دي ، دا دروغ دي”
دا شعر د دغې صنعت په مثال کښې خو سم راوړلے شوے دے او دغه صنعت په کښې موجود دے خو د شعر د دواړو مصرعو وزن او بحر جدا جدا دے هر څو کۀ د دواړو مصرعو د سېلابونو تعداد دولس دے خو بیا هم ئې وزن او بحر بدل بدل دے په دواړو مصرعو باندې يو شان طرز نۀ خېژي ځکه چې دواړه مصرعې بیل وزن لري -د عروضو لحاظ سره وړومبۍ مصرعه د لنډ رکني بحر ده او د دریو دریو سېلابونو نه جوړ شوي څلور ارکان دي پکښې او دويمه د اوږد رکني بحر سره تعلق لري او د څلورو څلورو سېلابونو نه جوړ شوي درې ارکان دي په کښې د دې شعر د دواړو مصرعو بحر به هله يو شان وۀ کۀ چرې دا شعر داسې وۀ :

“زۀ او روغ ، زۀ او زر ، زۀ او زور ، زۀ او وړ ؟
دا دروغ ، دا دروغ ، دا دروغ ، دا دروغ”
په 183 نمبر صفحه باندې د “صنعتِ تکرار يا تکرير” تعريف داسې شوے دے :”کله کله شاعر په خپل کلام کښې داسې شعر راوړي چې يوه مصرعه کښې ئې دوه یو شان معنیٰ لرونکي لفظونه او بله مصرعه کښې دوه بل شان معنیٰ لرونکي لفظونه راغلي وي – داسې صنعت ته تکرير يا تکرار وائي”

د دې تعريف د لوستلو نه پس يوه اشتباه پېدا کېږي ځکه چې د دې تعريف نه دا خبره څرګندېږي چې شرط دا دے چې يوه مصرعه کښې به دوه یو شان معنیٰ لرونکي لفظونه راځي او بله مصرعه کښې به دوه بل شان معنیٰ لرونکي لفظونه راځي نو دا به صنعتِ تکرار وي – لوستونکي دلته حېران شي او دا سوچ کوي کۀ چرته د دې تعريف مطابق په شعر کښې په یوه مصرعه کښې دوه يو شان معنیٰ لرونکي لفظونه او بله مصرعه کښې دوه بل شان معنیٰ لرونکي لفظونه را نۀ شي نو آيا دا به صنعتِ تکرار نۀ وي ؟ او د دې حېرانتيا وجه دلته غلط تعريف دے کوم چې دلته بیان شوے دے ۔ د صنعت تکرار سم تعريف داسې دے:”کله کله شاعر په شعر کښې دوه يو شان او يوه معنیٰ لرونکي لفظونه استعمال کړي داسې صنعت ته تکرار يا تکرير وائي”

په دې تعريف پسې د دې صنعت قسمونه مندرجه ذېل صورت کښې ليکلي شوي دي :

“۱) تکريرِ مطلق ، ۲) تکريرِ مثنیٰ ، ۳) تکريرِ مشبّه ، ۴) تکريرِ مستانف ،۵) تکريرِ مع الوسائط، ۶) تکريرِ مؤکد،۷) تکريرِ حشو” ۔۔ دلته خو اووۀ قسمونه ياد شوي دي خو تعريفونه صرف د ( مطلق ، مثنیٰ ، مشبّه ، مع الوسائط او حشو ) ذکر شوي دي او د ( مستانف او مؤکد ) تعريفونه نۀ دي ذکر شوي او دغسې فهرست کښې هم ( مستانف او مؤکد ) نشته ۔ د صنعت تکرارِ مطلق تعريف داسې شوے دے: “داسې شعر چې دواړو مصرعو کښې ئې دوه دوه لفظونه پرله پسې راشي او معنې ئې جدا جدا وي لکه یوه مصرعه کښې ( راشه راشه ) او بله مصرعه کښې (ګوره ګوره) راغلي وي” ۔اوس کۀ دې تعريف ته لږ سوچ وکړے شي او بره ذکر شوي د “صنعت تکرار” تعريف ته هم سوچ وکړے شي نو بالکل يو شان دي خو صرف د بیان انداز ئې بدل دے ځکه چې بره د صنعتِ تکرار هم دا تعريف شوے دے چې دواړو مصرعو کښې دوه دوه يو شان معنیٰ لرونکي لفظونه راشي نو هغه به تکرار وي او دلته د تکريرِ مطلق تعريف کښې هم دغه شان خبره شوې ده ۔ خو د تکريرِ مطلق دا تعريف هم غلط دے ځکه چې دا تعريف د تکرير مثنیٰ دے ” کله چې د شعر یوه مصرعه کښې دوه یو شان معنیٰ لرونکي لفظونه پرله پسې راشي او بله مصرعه کښې دوه بل شان معنیٰ لرونکي لفظونه پرله پسې راشي نو دې ته تکريرِ مثنیٰ وائي” د تکريرِ مثنیٰ دا تعريف په‌ اردو کښې هم دغسې شوے دے ۔ اوس به راشو د تکریرِ مطلق سم تعريف ته: ” کله کله په شعر کښې دوه يو شان معنیٰ لرونکي لفظونه پرله پسې تکرار شي او د هغې دواړو لفظونو منځ کښې نور الفاظ نۀ وي – تکريرِ مطلق ورته وائي د مثال په طور دا شعرونه:

ژوبل ژوبل د ترکانو په نګاه يم
تر دا لا په دې غوڅېژم چې پناه يم (۷)
(عبدالرحمٰن بابا)

د سترګو په جامونو کښې محفل ته شراب راوړي
په وچو وچو شونډو مې پاړونه ږدي او ځي (۸)
( صاحب شاه صابر )

تۀ د يو شاعر مينه
تۀ ټوله غـزل غـزل
( محمد جان تکل )

وړومبي شعر کښې “ژوبل ژوبل” دويم شعر کښې”وچو وچو” او دريم شعر کښې ” غزل غزل ” لفظونه دوه دوه ځله پرله پسې تکرار شوي دي او په مينځ کښې ئې نور الفاظ نشته –

د دې نه پس د “تکريرِ مثنیٰ” تعريف هم بالکل د ” صنعت تکرار او تکريرِ مطلق ” پشان شوے دے خو لږ لنډ تعريف شوے دے او ډېر وضاحت ورسره نشته:

“چې د شعر هره مصرعه کښې جدا جدا دوه دوه لفظونه پرله پسې راوړلي شي – د خوشحال بابا رباعۍ کښې دا صنعت موجود دے:

مستي د ميو، مکيال مکيال ده
بیا د ځوانيه، جوال جوال ده
کۀ دا مستي، دواړه سره کړې
ورځنې ډېره، دمال دمال ده”
اوس کۀ دې تعريف ته مونږ وګورو نو دا اصل کښې د مثنیٰ تعريف دے او دلته سم شوے دے اؤ مثال ئې هم سم دے خو هم دا تعريف بره تکرار او تکريرِ مطلق ته ليکلے شوے دے چې غلط دے خو دلته دا تعريف لږ نور وضاحت سره ذکر کول پکار وو – بره د تکريرِ مثنیٰ تعريف راقم الحروف وضاحت سره ذکر کړے دے کتلے شئ- په ۱۸۸ نمبر صفحه باندې د “تکريرِ مع الوسائط” تعريف داسې شوے دے:”چې د دوو مکررو لفظونو تر مينځ يو بل لفظ راغلے وي” د دې تعريف سره بیا مثال کښې ټول شعرونه هم داسې راوړلي شوي دي چې د دوو مکررو لفظونو مينځ کښې صرف يو لفظ راغلے دے ۔ دا تعريف سم دے خو دلته داسې خبره کول پکار دي چې “د دوو مکررو لفظونو مينځ کښې نور لفظونه راشي” يعنې د يو نه زيات لفظونه کۀ هم د دوو مکررو لفظونو مينځ کښې راشي نو تکريرِ مع الوسائط کښې به راځي – کۀ د دې صنعت نوم ته وۀ ګورو نو هم ترې اندازه لګي ، وسائط د واسطه جمع ده – د وسائط معنی ده …. مينځ واله ، درمياني ذريعې ، اسباب يا وسيلې ۔ د دې نوم نه دا خبره واضحه ښکاري چې دا د تکرار هغه قسم دے چې د دوو مکررو لفظونو په مینځ کښې نور لفظونه راغلي وي يعنې يوه يا د يوې نه زياتې واسطې ، ذريعې ، وسيلې هم راشي نو هغه به تکريرِ مع الوسائط کښې راځي-

نو بیا دې صنعت ته تعريف داسې ليکل پکار دي : “چې د دوو مکررو لفظونو تر مينځه نور لفظونه راغلي وي يعنې يو يا د يو نه زيات لفظونه د دوو مکررو لفظونو مينځ راشي تکريرِ مع الوسائط ورته وائي”

او بیا ورسره د ذکر شويو مثالونو سره سره هغه مثالونه هم راوړل پکار وو کومو کښې چې د دوو مکررو لفظونو مينځ کښې د يو نه زيات الفاظ راغلي وي لکه دا شعرونه:

ياره! ستا لارو کوڅو کښې زمونږ زړونه
نۀ په مونږه باندې ګران نۀ په تا ګران دي (۹)
د زلفو رنګ د شونډو رنګ ورکړه تۀ
شپه چې رنګينه شي سحر ښکلے شي (۱۰)
( اکرام الله ګران )

مذګوره شعرونو کښې وړومبي شعر کښې “ګران” لفظ او دويم شعر کښې “رنګ” لفظ دوه ځله تکرار شوے دے او په مينځ کښې ئې نور الفاظ هم راغلي دي ۔نو زما خیال دا دے چې په شعر کښې کۀ دوه لفظونه تکرار شي او مينځ کښې يو لفظ راشي هم به تکريرِ مع الوسائط وي او کۀ د يو نه‌ زيات لفظونه هم راشي نو تکريرِ مع الوسائط به وي -د صنعت تکرار د هغه دوو قسمونو تعريفونه او مثالونه ذکر کول ضروري ګڼم کوم چې دې کتاب کښې نۀ دي ذکر شوي:

تکرير مستانف:

د‌ اردو مشهور کتاب “بحر الفصاحت” کښې نجم الغني خان رامپوري د دې صنعت تعريف داسې کوي:

“تکرير مستانف وہ ہے کہ الفاظ ایسے مکرر آئیں کہ پہلے لفظ کے بعد دوسرا لفظ لانے سے معنی کی تجدید ہو جائے۔ مکرر مجدّد بھی کہتے ہیں۔ اس لیے کہ لفظ تو وہی ہوتا ہے مگر اس کے آنے سے معنی میں نئی کیفیت پیدا ہو جاتی ہے۔” (۱۱)

د‌ اردو بل کتاب ” اردو شاعری میں صنائع اور بدائع ” کښې “رحمت يوسفزے” ليکي چې:

“اصل میں یہ تکرار ایسی ہے کہ دو لفظوں کو جدا کر کے لکھا جائے تب بھی مضمون میں فرق نہیں پیدا ہوگا۔. یعنی دو حروف ایک دوسرے سے اس طرح پیوست نہیں ہوں گے جیسے مطلق ، مثنیٰ ، یا مشبہ میں ہوتے ہیں۔”

بیا په بله صفحه باندې نور وضاحت کوي:

“اسی بات کو یوں بھی کہا جا سکتا ہے کہ تکرار مستانف یا مجدّد میں جو الفاظ بطور تکرار آتے ہیں ، ان کے درمیان وقفہ (کاما) ہوتا ہے۔

سر بگریباں فکر ، فکر کی دل میں جگہ

خامہ میان دوات شمع میان لگن (۱۲)

د دې دواړو تعريفونو په رڼا کښې د تکرير مستانف تعريف داسې ذکر کولے شي: کله چې په شعر کښې دوه الفاظ داسې تکرار شي چې د وړومبي لفظ نه بعد دويم لفظ راوړلو سره يو نوے کېفيت پېدا شي يا يو نوے اړخ څرګند شي- داسې هم وئيلي شو چې په شعر کښې دوه الفاظ داسې تکرار شي چې په مينځ کښې ئې وقفه ( کامه ) وي او دغه دوه لفظونه د کامې په ذريعه بیل شوي وي

د مثال په طور دا شعرونه:

زما په سر اسمان، اسمان د بل په سر هم وۀ
په ما مئېن سړے، سړے د چل هنر هم وۀ
مينه ضرور وه خو بس نورې وې د ژوند تقاضې
ستا راويشتلے ګل، ګل هم وۀ خو خطر هم وۀ
( محمد جان تکل )

يا د راقم الحروف دا شعرونه:

دا ګلستان چې معطر دے وجه دا ده صرف
تۀ ئې خوشبو ، خوشبو له تا نه ګلابونه اخلي
حالاتو دومره فاصلې مو مينځ کښې جوړې کړلې
زۀ له جانان، جانان زما نه نا خبره ګرځي
دواړه په غم کښې د يو بل شريک شو غاړې وتو
ما د ارمان ، ارمان زما په بې وسۍ وۀ ژړل
( تېمور جان عاطر )

په دي ټولو شعرونو کښې چې کومو مصرعو کښې دوه لفظونه تکرار شوي دي نو هغه مصرعې په دوو حصو کښې تقسيمې دي اوله حصه ئې په وړومبي مکرّر لفظ باندې ختمه شوې ده او دويمه حصه ئې د دويم مکرّر لفظ نه شروع شوې ده ۔

تکرير مؤکد:

بحر الفصاحت کښې نجم الغني خان رامپوري ليکي چې:

“تکریرِ مؤکد اس طرح ہے کہ دوسرا لفظ پہلے لفظ کے معنی کی تاکید کرتا ہو” (۱۳)

د دې تعريف په رڼا کښې په پښتو کښې داسې تعريف ذکر کولے شي : کله چې په شعر کښې دوه داسې لفظونه تکرار شي چې دويم لفظ د وړومبي لفظ د معنې تاکيد کوي يعنې زور پېدا کوي

د مثال په طور د خوشحال بابا دا شعرونه:

نور شراب مې واړه نور عالم و ته بخښلي
لام او بې مې مے دي پسې مرمه مرمه مرم
خلق راته وائي رنګ دې بیا زیړ شۀ عاشق شوې
هېڅ منکري نۀ کړم خلقه شومه شومه شوم (۱۴)
وړومبي شعر کښې “مرمه مرمه” دويم شعر کښې “شومه شومه” داسې طريقې سره تکرار شوي دي چې دويم لفظ د وړومبي لفظ په معنی کښې زور پېدا کوي۔ يا لکه دا شعرونه:

دا ستا د ياد په جېل خانه کښې به مې ساه وتې وي
تۀ چې “راځې راځې” دلبره! زۀ به مړ پروت يم
( بلال فدا سرحدي )

اور ورين کاتۀ چې ما ته په شا وۀ کړې
په “تلو تلو” کښې مې په زړۀ بلې لمبې کړې
( تېمور جان عاطر )

ياده دې وي چې په تکريرِ مطلق او تکريرِ مؤکد کښې ډېر نازک فرق دے ۔په 312 نمبر صفحه باندې د نظم په بحث کښې ليکلي شوي دي : “د نظم ګڼ قسمونه دي لکه معریٰ نظم ، مقفیٰ نظم ازاد نظم او نثري نظم -“اول د پابند نظم بیا د معریٰ نظم او بیا د ازاد نظم تعريف شوے دے خو د نثري نظم نۀ تعريف شوے دے او نۀ مثال ورکړے شوے دے -دا صرف دَ دې کتاب خامۍ وې کومې چې ما ذکر کړې دَ دے کتاب خوبۍ دومره دی چې دا خامۍ ئې پهـ وړاندې هېڅ نهـ دی ځکه چې دَ دے کتاب دَ مقابلې کتاب پښتو ادب کښې نشته اؤ زمونږ طالب علمان ترې ډېره استفاده کوی –

 

 

حوالې

1… ارمغانِ خوشحال مرتب سید رسول رسا ص ۵۷۷

2… لغت نامه دهخدا ص ۵۲,۵۳

3… لغت نامه دهخدا ص ۳۰۹,۳۱۰

4… د تاريخ ژړا ص ۲۴

5… د تاريخ ژړا ص ۹۸

6… اردو میں علمِ بیان اور علمِ بدیع کے مباحث: مزمل حسین ص ۸۲

7… د رحمان بابا کلیات مرتبین قلندر مومند او دوست محمد خان کامل مومند ص ۱۴۸

8… د صاحب شاه صابر کليات ص ۲۸

9… زما غزل ، اکرام الله ګران ص ۱۱۲

10… زما غزل ، اکرام الله ګران ص ۱۱۷

11… بحر الفصاحت ، نجم الغنی خان رامپوری ص ۱۲۳۶,۱۲۳۷

12… اردو شاعری میں صنائع اور بدائع ، رحمت یوسفزئی ص ۲۶۳,۲۶۴

13… بحر الفصاحت ، نجم الغنی خان رامپوری ص ۱۲۳۸

14… ارمغانِ خوشحال مرتب سید رسول رسا ص ۴

 

نورې ليکنې۔۔۔