نهۀ نوي خلق خپل ترجيحات پۀ خپله نۀ شي غوره کولې د کومې پۀ وجه چې دوي خپله فېصله نۀ شي کولې ۔ خلقو ته پته نۀ وي چې د هغوي د ژوند د پاره مهم څۀ دي ۔ د هغه چا د پاره فېصله کول ډېره اسانه وي څوک چې خپل ترجيحات پۀ خپله غوره کوي ۔ چاته چې د خپلو ترجيحاتو پته وي هغۀ ته د ښۀ او نۀ فېصله کول ډېره اسانه وي ۔ ژوند تېرول مهم نۀ دي مهم دا دي چې د خپلو ترجيحاتو سره ژوند تېر کړې شي ۔ پروفېسر احمد رفيق فرمائي چې ”پۀ دنيا کښې خوشبخته سړے هغه دے څوک چې د خپلو ترجېحاتو تعين پۀ خپله کولے شي “ ۔ پۀ دنياکښې يو وخت هم مناسب نۀ وي کوم وخت چې دا احساس وشي چې ماته د خپلو ترجېحاتو سره ژوند تېرول دي هم دغه وخت مناسب وي ۔د اشوک دور وۀ د دهلي او لاهور علاقو ته به قلنګ وئيل کېدو۔ دۀ د خپل بادشاهت د قايمولو د پاره يو کم سل وروڼه قتل کړل ۔ د دې قتلونو نه پس چې کله دے دۀ سپر پاور پۀ توګه باندې مخې ته راغے نو د هغه وخت يو پنډت د دۀ پۀ تندي باندې يوه ”ټيکا“ ولګوله ۔ دۀ ته يوي لمحې له دغه احساس وشو چې دا ما څۀ وکړل ۔؟ پۀ تندي صرف د يوې ټيکې د پاره ما خپل نهۀ نوي وروڼه قتل کړل ۔ هم دغه وخت ئې د خپل تندي نه هغه ټيکه لر کړه، توره ئې لۀ لاسو وغرځوله او باقي ټول ژوند ئې د خدمت د پاره وقف کړو۔ پۀ عامه توګه چې کله هم يو انسان پۀ خپله خپله بې عزتي محسوس کړي نو هغه خپل تندے د ټيکې نه پاکوي يعني د خپل قلنګ ټيکا لۀ مينځه وړي ۔کوم سړے چې کله هم د خپلو ترجيحاتو تعين وکړي هغه بيا عام بنده نۀ وي بلکې بهترين ژوند تيرولو والا جوړ شي ۔ د ترجيحاتو تعين کولو مطلب دا وي چې تاسو پۀ ژوند کښې څۀ ئې، څومره او ولې مهم ئې ؟۔ دا ممکنه ده چې د چا د پاره خپل خاندان مهم نۀ وي خو کۀ يوې لمحې له سوچ وکړې شي نو دا احساس کېږي چې خپل خاندان څومره مهم دے ۔دا هم ممکنه ده چې د چا د پاره خپل صحت مهم نۀ وي خو د ترجيحاتو د تعين لۀ وجې دا معلومېږي چې صحت څومره ضروري دے ۔ ممکنه ده د چا د پاره دوست، محبت، اخلاص مهم نۀ وي خو د ترجيحاتو پۀ تعين دۀ ته پته وي چې دا هم زما د پاره ډېر مهم وي ۔ ممکنه ده چې ستاسو پۀ ژوند کښې مادي څيزونه وي خو د مالک سره د تعلق احساس نۀ وي ۔ ممکنه ده ستاسو پۀ ژوند کښې شهرت وي خو سکون نۀ وي ۔جاوېد چوهدري وائي چې ”کوم سړے چې د يوې پيالۍ چائۍ نه خوند نۀ شي پورته کولے هغه د ژوند د پيالې نه هم خوند نۀ شي پورته کولې ۔ دۀ ته راحت او سکون نۀ شي ملاوېدې“ ۔ مونږ څومره ګران قيمته خوراکونه خورو خو هغه محسوس کولے نۀ شو۔ څومره خلقو پۀ شنۀ واښۀ باندې ګرځېدل هېر کړي دي ۔ ځکه چې پۀ لواندۀ واښو ګرځېدل محسوسولے نۀ شي ۔ زمونږ پۀ احساس کښې داسې څۀ خبره راغلې قدرې هم نۀ ده چې چرته زمونږه د پښو پۀ تلو باندې به لواندۀ واښه لګېدل ۔ مونږ پۀ خپل ژوند کښي واړۀ واړه يادونه هېر کړو او د ترجيحاتو نه بغېر ژوند تېروو ۔(د قاسم علي شاه د کتاب ’’بڑی منزل کا مسافر‘‘ نه ماخوذ)
د باچاخان بابا نثرنګاري د پوهانو پۀ نظر کښې – ایاز الله ترکزے
‘د باچاخان نثر نګاري’ د ډاکټر شېر زمان سيماب د نثر يو ډېر اهم کتاب دے. دا کتاب پۀ اتيا مخونو باندې خور دے، پۀ