د ژبپوهنې اجمالي تاريخ–حسېن بخش کوثر غورياخېل

دا ليکنه شريکه کړئ

ژبپوهنه د ژبو د حقيقت او د رش ريښې د معلومولو يوه داسې ذريعه ده چې د قبل الميلاد د پېړيو نه  راوخله تر ننه پورې د انسان د فطري خوئي تسلي پرې کېږي ۔ د ارسطو افلاطون او د سقراط د ليکنو څخه د دې ثبوت حاصل شوے دے چې دوي د کائنات او د انسان د پېدا کېدو تومني د لټون پۀ باب د انساني ژبې د پېدا کېدو د بنيادي اصولو پۀ لړ کښې د خپل فکر نيلي زغلولي دي۔ ولې د دې فېلسوفانو اندازې او خيالات د مثبتو دليلونو پۀ ځاے د سمي جنګولو پۀ اصولو مبني وې ۔ د پېداواښت صحيفه د تورات شريف چې د حضرت عيسی د پېدا کېدلو نه تقريباً دولس سوه کاله وړاندې نازل شوې ده ۔ پۀ خپله د پېداوښت پۀ باب کښې د حضرت ادم عليه السلام د ژبې پۀ حقله هسې وائي :

(ترجمه : او لوے خداے د زمکې ټول زنده سري او د هوا مارغان ټول د خاورو نه جوړ کړل او ادم عليه السلام ته ئې راوستل چې وئې ګوري چې دوي ئې پۀ کوم نوم يادوي ۔ ]د پېداوښت صحيفه باب2 ايت 9)[

د تورات شريف دې ايت نه څرګندېږي چې ادم ع له دا ټول زنده سري خداے هم پۀ دې غرض راوستي وو چې د خلې نه ئې د زنده سرو نامې وباسي او چې دۀ نامې واخستې نو د ژبې بنياد کېښودې شو۔ نو لکه د ژبې پېدا کونکے او د زنده سرو د نامو خالق ادم ع يعنې انسان و۔ دا خو د تورات شريف د ايت پۀ رڼا کښې نتيجه وتې شي ۔ بل خوا قران پاک د عبراني پېغمبرانو د تخليق پۀ حقله د القالا د وحي سره اتفاق نۀ کوي ۔ دے انسان ته د ژبې خالق نۀ وائي بلکې (وعلم ادم الاسماء کلها“ کښې دا ښائي چې د حېواناتو ټولې نامې لوي خداے ادم ع ته وښودلې ۔ مونږ ته پۀ دې دواړو ايتونو کښې تضاد نۀ ښکاري ځکه چې د تورات شريف پۀ ايت کښې څرګنده ده چې خداے د ادم د خلې نه د ژبې د جوړولو کار اخستلو د پاره د هغۀ وړاندې زنده سري راوغوښتي وو نور د نومونو د کېښودلو توان خو ادم ته خداے د طرف نه بخښلے شوے و۔  ولې قران شريف پۀ غوټو پرېکړو الفاظو کښې وائي ادم ته د الفاظو او اسماو علم خداے ورکړے دے ۔ بهر حال پۀ دواړه حالتونو کښې د ژبې د پاره د ادم خلۀ لازمي منلې شوې ده او دا دواړه ايتونه وائي چې حضرت ادم ع د مقررولو پۀ خپله لرلو يا فطرت ورته بخښلے و۔  مذهبي کتابونه د انسان د پوهول پۀ داسې انداز کوي چې د پوهېدلو د پاره ئې د دليل ضرورت راپېښ نۀ شي ۔ ولې يوه عقيده وګرځېږي ۔ هن دا بېله خبره ده چې د مراد اخستلو پۀ وخت دا غوټ پرېکړې (کليې) د انسانانو تر مينځه متنازعه فيه مسئلې شي او هر سړے د خپل فکر پۀ سمي ترې مراد وباسي  ولې پۀ دې کښې دا قدرت دا مصلحت کار کوي  چې انسان د لانجنو مسئلو پۀُ باب کښې د تعقل، تدبر او د تفکر نه کار واخلي۔ لنډه دا چې د لرغوني سړي او د هغۀ د ژبې د جوړېدو پۀ حقله ګنجاوې زرې او د لټون تلوسه د انسان مونډيز خوئي دې چې سړے ترې پۀ هيڅ حال کښې نۀ دے خلاص۔ نور خو نور د خداے استاذي او نېک بندګان هم پۀ دې مسئله غلي نه دي پاتي شوي ۔ د يونان فېلسوفانو د خپل وس مطابق د زمانې د رفتار سره سره د ته توجه ورکړه ولې دا خيال ارائي هم پۀ مثبتو دليلونو او پۀ حکيمانه اصولو پوره  نۀ وې ۔ ځکه خو دې اهمې او لازمې کشالې دومره پام ونۀ کړې شو۔ څومره چې پوهانو د انسان د ژوندون په نورو مختلفو اړخونو غور وکړو ان چې د اولسمې پېړۍ پۀ اخر کښې د يورپ ځنې پوهانو د انسان دې فطرتي او سرشتي تقاضې داسې علمي رنګ ورکړو چې د پوهنې مختلفې څانګې ترې ووتې او هم د دې څانګو د سړي د فکر او جاج نوې نوې غوړګې راوټوکېدلې ۔ پۀ اتلسمه پېړۍ کښې د انسان د رنګ، نسل، رش او ريښې او د نوغې پۀ حواله چې کومې حکيمانه نظريې راڅرګندې شوې او پۀ هغو کښې د لرغوني سړو د ژبې او وېنا مسئلې هم ډېر اهميت بيا موندو او د انسان فکر او عقل ئې وتښتولو۔ سوال راپورته شو چې د لرغوني سړي د وېنا خبرې او د ژبې د جوړېدو تقاضې او محرکات څۀ وو۔ د تقاضو پۀ بنا کښې ئې ژبه پۀ کومو اصولو بنا کړې ده ۔؟

آيا ژبه د انسان د تجرباتي ژوندون د اکتسابي فکر پېداوښت دے کۀ دۀ ته فطرت له جهته د ژبسازۍ بخښنه شوېۀ ده ؟ د معقول او عقلي کېدو نه علاوه دا داسې مادي سوالونه وو چې  د نوغپوهانو (نسل شناسان)، د شاندپوهانو (د موجودانو پوهان)، زمکند پوهانو (عالمان طبيعات الارض) او لرغونپوهانو (علماء اثار قديمه) د خپل فکر نيلي پرې وزغلول۔  رقم رقم سمي ئې پرې وجنګول، ولې د دوي هره برڅېرنه او دريافت ب ه د ژبپوهانود سوالونو په مخکښې غلي وو۔ غرض چې پورته بيان شوو عالمانو به خپل وس پرې تمام کړو نو د لټون ډيوه به ئې تته شوه ۔ بل خوا د دې پۀ ترڅ کښې ژبپوهنه پۀ خپل لټون کښې برابر پۀ مخه روانه وه ۔هن هن چې رسائي ئې دومره لرې پورې لاړه او لمن ئې دومره ارته شوه  چې د تاريخ او لرغون نامې (Chronology) ډېري ګنجلکې او کړکېچنې کشالې هم پکښې وځائېدې ۔ د هند يورپي ارياو د يو نسل کېدلو نظريه اګر چې د ډارون د ارتقائي تاريخ د ودانۍ نه پس په وجود کښې راغلې وه ۔ خو د نوغپوهنې ځنې اړخونه هم هغسې د لرغون پوهنې د علم اثار قديمه متازه وو۔ بيا د لرغون پوهنې د کنستو ځنې  چې د تېرو اولسونو د پاتې شونو Relies چې پکښې د هغوي ليکلې مسودې او زاړۀ ليک دودونه (رسم الخط) هم شامل وو۔ د جاج اخستلو پۀ وخت د ژبو د پېژندګلو مسئله هم راپېدا شوه او دا مسئله اخلصه مخلصه د ژبپوهنې سره اړه لري۔ ګويا ژبپوهنه يوه داسې اله وګرځېده چې کۀ د تاريخ او اثار قديمه انکشافاتو د پاره يو ضروري توکے او د لرغون نامې Chronology د ماڼۍ يوه بنيادي ستن ورته ووئيلي شي نو بې ځايه به نۀ وي ۔ دې پوهنې د خپل وخت د افاديت له مخه دومره اهميت حاصل کړو چې يو خوا د لرغون پوهنې اثار قديمه کنستو د پخوانو اولسونود ژوندون نسل او د ژوند د هئيت پۀ حقله څۀ تته غوندې رڼا پېدا کړه ۔ نو دې د تېرو اولسونو د پاتې شونو ليکونو او پۀ هغو کښې پکار شوو ژبو د مقايسې نه داسې حقيقتونه راجوت شول چې د لرغونپوهنې او نوغپوهنې او د لرغون نامې پۀ ګورو تېرو کښې لکه د نمر او سپوږمۍ وځلېدل او ډېرې متنازعه مسئلې متفقه شوې ۔ دا هم د دې پوهنې برکت و چې د پوهناون د هندوستان، ايران او د يورپ د حکيمانه مقايسې وکړې او ثابته شوه چې يورپ، ايران او هندوستان کښې وسېدونکي ننني قومونه پۀ تېره زمانه کښې د يوې نوعې اولس پاتې شوي دي ۔ د دې چې نن څومره زياتې او مختلف ژبې وائي ټولې پۀ يو وخت کښې د يو اولس پۀ شريکه وئيله ۔  د زمانې د اوږوالي د وخت د تېرېدو او د يونکو سره د حالاتو د ناکړدو ځنې بيا د دوي د هجرتونو له کبله پۀ مختلفوتپو او باد بونو (اب وهوا) کښې د لهجې د بدلون له مخه مختلفه شوه او پۀ تنکو تنکو غوړګو کښې خوره شوه او د ژبې د دې اختلاف نه يورپ او د هند ايران مختلفې ژبې مرتب شوې۔

نوټ: حسېن بخش کوثر  چې کتابونه ئې پۀ کوثر غورياخېل نوم باندې ليکلي دي  ۔ يو عالم  فاضل خدائي خدمتګار و  چې د تاريخ او سياست سره ئې پۀ ژبپوهنه باندې هم  معياري کار کړے دے ۔ دغه ليکنه د هغوي د کتاب (د هند اروپائي او سامي ژبو وېشنه) نه اخذ شوه ۔

 

نورې ليکنې۔۔۔