یو وخت داسې وۀ چې دغې ځنګل به ،د باد په زنګون د بې غمۍ خوبونه کول،
ونو به ئې د شپې ځلانده ستوري شمېرل او پاڼو به ئې د سباوون دعاګانې وئیلې۔
خو اوس ئې،صرف د خاموشۍ په لمنه کښې، د ماتېدو او ارې کېدو اوازونه اورېدې شو۔
د څېړۍ د زړې ونې سیورے ئې اوس هغه ګور سیورے نۀ وۀ پاتې شوې۔
څېړۍ د یوې بې وسه مور پشان داسې دړدېدلې ولاړه وۀ، لکه چې بچي ئې د تېرۀ تبر مخې ته ولاړ وي۔
دغلته جرګه را جوړه وه۔
زمرے، چې د واکمنۍ علامت ګرځېدلے وۀ، نن ئې ستړیا محسوسوله، هغۀ په خپل دروند غږ وویل:”ما باچایۍ لیدلي دي، چې د زور په بنیاد ولاړې وې، خو بې بنیاده اختیارونه تل د باد خوراک شوي دي۔ دا شین سیورے کۀ ختم شي،نو مونږ به تش نومونه پاتې شو”
هوسۍ، چې د تیزو پښو په شا به ئې تل وېره ګرځېده، نن ئې په لړزېدلي غږ وویل:
“ما منډې د ژوند د پاره وهلې، خو اوس مې زغل د تښتېدو د پاره دے” سیورے چې لاړ شي، ساه هم تنګه شي۔”
طاؤس، چې رنګونه ئې د اسمان د بوډۍ د ټال نه په پور اخستي وو، خپل وزرونه ئې ورو ورو راټول کړل او ګویانه شو:
“ښکلا یواځې د لیدو نامه نۀ د ه
، بلکې د حفاظت وعده هم ده۔ کۀ ونې وچې شي،نو رنګونه به ملامته شي”
یو زوړ هاتي، چې د وخت وزن ئې په اوږو پروت وۀ، زمکه ئې په پښه ووهله:
“زما بلها سیندونه تر سترګو شوي دي چې د ونو له برکته به بهېدل، او بیا مې د هغوي هډوکي هم لیدلي دي، چې د تندې له وجې وچ شول۔ ونه چې پرې شي،نو اوبۀ هم کډوالې شي۔”
لېوۀ، چې د شپې قانون ئې پېژندۀ، په ټیټ خو تریخ غږ وغږېدۀ:
” کله چې فطرت توازن وبائیلي، نو رحم له مینځه لاړ شي۔ ولوږه اخلاق نۀ پېژني، او دا ولوږه انسان خپله زېږوي۔”
هوښیار ګونګي، د چپتیا د زړۀ نه غږ را پورته کړو:
“انسان سوچ لري چې فطرت خاموش دے، خو خاموشي د ټولو نه ژوره ژبه ده۔ دا ځنګل خبرې کوي، خو اورېدونکي کم دي۔”
په دغه دوران کښې، د څو ماتو پاڼو په شا یوه پاغونده سونیه راښکاره شوه۔ سترګې ئې د پوښتنو نه ډکې وې:
“کۀ مونږ لاړې شو،نو قیصې به څوک وائي؟ کۀ ځنګل مړ شي،نو نړۍ به څوک بچ کوي؟”
د ارې غږ بیا وشورېدۀ؛
دا غږ یواځې د لرګي د پرې کولو نۀ وۀ، دا په حقیقت کښې د مستقبل پرې کېدل وو۔
باد ودریدۀ، لکه چې غوږ نیولے وي۔
د ونو له مینځه یو انسان راښکاره شۀ۔ لاس کښې ئې تېره تبر وۀ، خو زړۀ کښې ئې چود لرلو۔
هغۀ ته د خپل ماشومتوب یو ښکلے یاد رامخې ته شو:
یوه ونه، یو سیورے، یوه ساه۔۔۔
هغۀ خپل تبر ورو شان ښکته کېښودو۔
ځنګل ساه واخسته۔
پاڼو وخندل، مرغان بیرته راکوز شول۔
او د څېړۍ ونه، کۀ څۀ هم زخمي زخمي او دړدېدلې وه، خو د یو نوي امید سره ګویانه شو ه :
“هیله هغه تخم دے چې کۀ یو زړۀ کښې وکرلے شي،نو شین او ګور یخ سیورے بیا راژوندے کېدې شي ۔