د مینې اباسین – فریدالله شاه حساس

زۀ اباسین تقریباً د تېرو دېرشو کالو راهسې پېژنم. اباسین دېرش کاله وړاندې هم هر چا پېژندو او د سیالو سره سیال ؤ، البته زۀ دېرش کاله وړاندې د چا پۀ شمار کښې نۀ وم. خو ما به بیا هم د ځان یادولو د پاره پۀ هر پردي خېرات کښې هېڅ بې هېڅه مشري کوله. تاسو داسې وګڼئ چې لکه د چرګ به مې بانګونه ډېر وئیل خو پۀ نمونځ چا نۀ وم لیدلے. زما دا بې واره او بې اختیاره بانګونه چې یو ځل اباسین واورېدل نو ډېر راز دارانه انداز کښې ئې راته نصیحت وکړو؛ وئیل ئې چې ډېر بې ځایه او بې وخته بانګونه مۀ وایه، د چا به درته پام شي او پۀ مرۍ به درته چاړۀ راکاږي. د دې نه پس خداے شته بانګونه رانه داسې هېر شول چې د مرغابو نر رانه جوړ شو. اوس نۀ اګۍ اچوم او نۀ بانګونه وایم. خو بس هېڅ بې هېڅه کله یو خوا کېغ کېغ کوم او کله بل خوا پیغ پیغ کوم.

اباسین اوس دېرش کاله پس هم خلق پېژني او شکر دے ما نۀ پېژني. د دې حالاتو پۀ رڼا کې کۀ دا ووئیلے شي چې د اباسین د شهرت او زما د ګمنامۍ دا سفر د تېرو دېرشو کالو راهسې لکه د رحمان بابا د اونې پۀ خپل مقام مستقیم دے نو بده به نۀ وي. البته یوه خبره ده، وختونو او د ژوند ګردشونو زمونږ د دواړو پۀ ظاهري شکل و صورت او جسماني خد و خال کښې دومره تبدیلۍ راوستې دي څومره تبدیلۍ چې بي اٰر ټي یا مېټرو بس سروس پۀ پېښور کښې کنستې دي. څنګه چې پېښور وران ویجاړ او کندې کپرې شوے دے، بالکل دغسې د وخت ناکړدو زمونږ ځوانۍ هم کنډر کنډر کړې دي.

د اباسین تور برېتونه اوس سپین شوي دي خو هغه د ایوب صابر غوندې بدقسمته نۀ دے چې د سپینو برېتونو ذکر ئې د کلي جونه پۀ افسوس سره کوي، بلکې هغه هاغه خوش نصیبه خلقو کښې دے چې سپین برېت او سپین وېښته ئې پېغلې او تور سرې د زړۀ پۀ بې ترتیبه درزاګانو کښې او پۀ مسکي مسکي نظر کښې د مینې پۀ سندرو کښې یادوي او د اباسین دا دعاګانې لکه چې قبولې شوې وي؛

د ښکلاګانو مې سلطان ساته!
پۀ محبت زما ایمان ساته!
د محبت تږي پرې ټول ماړۀ کړه!
خپل اباسین داسې روان ساته!

وائي چې د یو سړي ښځه پۀ غم ښادۍ کښې او پۀ راشه درشه کښې دومره تېزه او تکړه وه چې د کور خلقو سره به ئې هم لیدۀ کاتۀ او ناسته پاسته ډېره کمه کېده. هغه یوه ورځ بیماره شوه. خاوند ته ئې ووئیل، ډاکټر راله راوله ګنې نو توت ته درنه تورۍ کېږم. خاوند ئې ډاکټر پسې روان شو او د کور دروازې پورې چې ورسېدو نو بیا راستون شو او ښځې ته ئې ووئیل، ډاکټر خو زۀ راولم خو دا راته ووایه چې تۀ به چا کره ئې چې هم هلته ئې درپسې درولم چې زۀ او ډاکټر درپسې پۀ ګرځېدو ګرځېدو ډېر ستړي نۀ شو.

الله دې نۀ کړي چې ګنې زما مراد د دغه ښځې نه کومه چې به کور نۀ کښېناسته، اباسین ایسپزے دے خو کۀ بیا هم تاسو نۀ منع کېږئ او دا واقعه خامخا اباسین پلو راړوئ نو زۀ به هم درسره مجبوراً دا خبره ځکه ومنم چې د اکثریتي رایې احترام کول د جمهوریت وړومبے او اخري اصول دے.

اباسین یو داسې متحرک شخصیت دے چې حرکت او برکت دواړه ورته ګوته پۀ خولۀ دي. پۀ یوه یوه ورځ درې څلورو پروګرامونو کښې شرکت کول اسان کار نۀ دے ــ کله سوات، کله دیر، کله کوهاټ، کله بنو، کله لنډي کوتل، کله کراچۍ او د پېښور سحر، غرمه، ماښام مصروفیت خو پرېږده. د ټي وي رېکارډنګ، د ثقافت د محکمې جنجالونه، د یونیورسټۍ کلاسونه، د رېډیو پروګرامونه، ادبي پروګرامونه، پۀ کتابونو لیکونه او د مینې محبت محفلونه ـــ دا هر څۀ چې راغونډ شي نو د اباسین د ژوند یو ناتمامه ګردش ترې جوړ شي؛ داسې ګردش پۀ کوم کښې چې د اباسین د کامیابۍ، سر لوړۍ او شهرت رازونه پټ دي.

د اباسین پۀ دې خوارو کښې د هغۀ د کور د خلقو او خصوصي طور سره د هغۀ د کور ودانې او زمونږ د ورندار کردار هم د ستائینې وړ دے چې هغه تر نیمو نیمو شپو د اباسین د انتظار پۀ صلیب وختونه تېروي. د دغه انتظار نقشه اباسین پۀ خپل ‘انتظار’ نومې نظم کښې ډېر پۀ ښکلي انداز کښې پېش کړې ده:

زۀ چې کور نۀ یمه، تل ما ته انتظار کوې
پۀ ما پسې تل د ګېنټو منټو شمار کوې
موټر مې کور ته درتاوېږي، بس در ورسېدم
د انتظار ګړۍ ختمېږي، بس در ورسېدم

لکه څنګه چې دا حقیقت دے چې کورهغه ځاے دے چرته چې صرف د ښځې حکم چلېږي او سړے پۀ کور کښې نۀ تین وي او نۀ تېره وي؛ بازار هغه ځاے دے چرته چې د یو ګاهک پۀ طمع ډېرو خلقو خپل ایمانونه خرڅ کړي وي؛ بېنک هغه ځاے دے چرته چې به خپلو پېسو راویستو د پاره پۀ قطار کښې ودرېږې او ټېکس به هم ورکوې ـــ بالکل هم دغسې دا هم حقیقت دے چې اباسین ایسپزے هغه مشر دے چا چې هر شاعر او ادیب خپل خپل فرمائش، فریاد او ګیلې داسې سمبال ایښې وي، تۀ به وایې چې اباسین نۀ دے، د پښتونخوا د ټولو شاعرانو ادیبانو غم ژړلې ابۍ ده.

د چا خواهش دے چې هغه د ټي وي پۀ مشاعره کښې خپل کلام ووائي، څوک پۀ رېډو خپل غزل نشر کول غواړي؟ د چا د کلچر ډېپارټمنټ اعزازیې ته سترګې دي، د چا خواهش دے چې اباسین د هغوي پۀ کتاب لیکل وکړي، څوک غواړي چې د هغوي پۀ جوړ شوي پروګرام کښې اباسین شرکت وکړي، د چا د بچي پۀ کالج یا پوهنتون کښې د داخلې مسئله ده، د چا داخله شوې ده خو د فیس وس ئې نشته، څوک کۀ پۀ څۀ کورنۍ مسئله کښې راګېر دے او کۀ د چا کاروباري مسئله ده؛ د هر چا سوچ او نظر اباسین پلو ولې دے؟ دا که چې اباسین هر چا سره منډه وهي، اباسین هر چا سره مینه کوي، اباسین د هر چا جانان دے او اباسین پۀ هر چا ګران دے. خوشحال بابا لکه چې هم د اباسین د پاره وئیلي وو،

ترې به سل رنګه ګلونه شګفته شي
هر سړے چې خاکساري واخلي ځان خاک کړه

دلته د دې خبرې نه هم انکار نۀ شي کېدے چې مېوه داره اونه خلق پۀ کاڼو هم وولي. د اباسین مخالفین هم شته او پۀ دې کښې د اکثر ملګرو مخالفت او د هغوي پۀ زړونو کښې بغض او عداوت د بې بنیاده او خود ساخته مفروضو پۀ بنیاد دے. دغه ملګرو هېڅ بې هېڅه د ځان نه قانون جوړ کړے دے او لکه څنګه چې د قانون یوه سترګه ړنده وي، نو دغسې د دې ښاغلو هم یوه یوه سترګه خداے بخښلې ده او پۀ دغه خداے بخښلې سترګې باندې دوي اباسین او اباسین سره ټوچېن هر ادیب او شاعر ته پۀ مشکوک نظر ګوري.

وائي چې یو تاڼېدار د شپې د ګشت دوران کښې د یو رو رو روان ټېکسي دروازه بېرته کړه، پۀ ټېکسي کښې کښېناستو او ټېکسي ډرائیور ته ئې ووې، ستا د ګاډي نه چې دا وړاندې ګاډے روان دے، دا ما ته مشکوک ښکاري؛ دا زر تر زره راحصار کړه. ټېکسي ډرائیور ورته پۀ عاجزۍ سره ووې، صاحب! زما ټېکسي خراب دے او تا ته چې دا کوم ګاډے مشکوک ښکاري، دۀ پسېې مې تړلے دے.

نو دغه مخالفو ملګرو ته زما خواست دے چې خداے د پاره ځانونه وپېژنئ، اسمان پۀ کاڼو مۀ وولئ، پۀ کور کښې هم یو چونډے بارود نشته او پۀ ځان مو نوم هم د توپې ايښے دے. ټوله ورځ خپله درنه او د بل سپکه وایې او دې وظیفې درله دومره خوند درکړے دے چې ټوله ورځ ترې یو خوا بل خوا ټوپونه وهې او خوندونه ترې اخلې ـــ

پۀ لښتي ټوپ کړه بیا راټوپ کړه

کۀ خوند ئې درکړو ټوله ورځ وهه ټوپونه

د داقسمه کسانو نه اباسین هم باخبره دے ځکه خو ورته پۀ ډاګه داسې وائي،

دغه د خلقو د نیتونو اور دے ځان سوزوي
څوک خو دې ووائي چې زۀ ورته بدنیتے یمه؟
وخت دې پۀ خپله سنګینۍ باندې ما نۀ وېروي
زۀ اباسین یمه د غرونو نه راوتے یمه

اباسین هغه خوش قسمته شاعر و ادیب او کمپئیر دے چې د هغۀ د شهرت عروج پۀ زنانو کښې د نارینو نه هم زیات دے. کۀ چرته پۀ سړک تېرېږي نو موټرو، لاریو او رکشو کښې ناستې زنانه یو بل د هغۀ کتو ته متوجه کوي. د نوي کهول زلمي او پېغلې د هغۀ سره سلفیانې اخستل د خپل ځان د پاره اعزاز ګڼي.

دا د کال 2017 خبره ده چې اکادمي ادبیات د اباسین پۀ اعزاز کښې یو پروګرام جوړ کړے ؤ. د ارکائیوز هال د اباسین د مینه والو نه ډک ؤ. پۀ دغه پروګرام کښې د یو مقامي جینکو ډګري کالج پرنسپلې صاحبې پۀ خپلو تاثراتو کښې دا څرګندونه وکړه چې اباسین به زمونږ د اردو ډېپارټمنټ کېنټین ته کله نا کله ملګرو سره چایو له راتلو. هغه وخت مونږ سټوډنټانې وو او مونږ به اباسین ته پۀ کتو کتو نۀ مړېدو.

دغه محترمې زیاته کړه چې یوه ورځ ما ته یوې ملګرې د چېړلو انداز کښې ووې چې تۀ اباسین ته ورور ووایه او هغې ووئیل چې ما خپلې ملګرې ته پۀ ځواب کښې ووې چې ورکه شه! زۀ دومره بد ذوقه نۀ یم چې دومره ښکلي ځوان ته به ورور وایم.

پۀ هال کښې موجودو خلقو د دغه تور سرې د خبرو نه دومره خوند واخستو چې څوک پکښې اوبۀ اوبۀ شو، څوک پکښې لمبه لمبه شو او ډېر پکښې تودۀ ساړۀ شو او شخوندونه ئې بند کړل. دغه خبره سره ډېرو بوډاګانو او عمر رسیده ښاغلو هم پۀ خپلو یخو یخو وجودونو کښې د ګرمۍ حرارت محسوس کړو او د دې خبرې اعتراف بیا محترم سلیم راز صاحب پۀ خپله صدارتي وېنا کښې هم وکړو. راز صاحب ووئیل چې د دغه تور سرې خبرې دومره سحر انګېزې او زورورې وې چې ډېره موده پس پۀ دې بوډاتوب کښې پۀ ما هم د ځوانۍ نشه او خمار خوارۀ شوي وو.

وائي چې پۀ دروازه کښې یا مئین ودرېږي او یا غمژن ـــ خداے شته زۀ مئین هم نۀ وم خو غمژن پۀ دې وم چې هر ښکلے اباسین سره مینه کوي. مونږ لاړو بوډاګان شو خو چا راته پورته ونۀ کاتۀ چې پۀ مخ دې څو سترګې دي. هم دې غم زۀ یوه ورځ دومره غمژن کړم چې پاتې نۀ شوم، اباسین پسې ورغلم او ورته مې ووئیل، اباسینه! زما څۀ لږ ډېر شهرت کۀ وي هغه هم واخله، زما دولت هم واخله او زما د دروغو دا شرافت هم واخله خو بس دا ټول ښکلي چې کومه مینه تا سره کوي؛ دغه هنر، دغه مینه، دغه لېونتوب او دغه جذبې ما ته راکړه. اباسین چې زما دا خبره واورېده نو مسکے شو او پۀ جواب کښې ئې راته ووئیل،

اباسین دومره بې وقوف سوداګر نۀ دے
چې د ښکلو سودا بدله پۀ سنډا کړه!

ما ورته پۀ حېرانتیا سره ووئیل، څۀ مطلب؟ هغۀ راته بیا پۀ طنزیه انداز کښې ووئیل، مطلب دا چې

ګل د بورا سره ښائېږي

مناسب نۀ دي چې کارغان ئې بویوینه

ما ورته ووئیل، اباسینه! ګوره زما پۀ حال رحم وکړه. اوس خو هسې هم ما نه زړه مېښه جوړه شوې ده، بوسو ته خاندم. غواړم چې چرته کوم کلي ته زۀ هم داړې چینګې چینګې کړم خو څوک راته هډو ګیا نۀ اچوي. اباسین راته پۀ ځواب کښې ووې، سمه شه! د سووې پۀ خولۀ د اوښ شخوند مۀ وهه او پۀ دې خواره خولۀ داسې څربې خبرې مۀ کوه، بد هضمه به شې! زۀ خداے شته چې هغه چپ یم نو تر اوسه چپ یم خو نا امیده نۀ یم. ګوره کۀ خداے راباندې پۀ تېر عمر کښې څوک دهوکه کړي نو اباسین ته به هسې رقیب رقیب خو شم. دا وېنا به رښتونې هم کړم،

رقیب راته پۀ سترګو کښې مسکے شو دا ئې ووې
ازغے یم خو د ګل پۀ انتخاب کښې به درځمه

دلته دا خبره کول هم ضروري ګڼم چې پۀ دې کښې هېڅ شک نشته چې څوک ګور ګورې خوري نو شونډې ئې خامخا تورېږي!!! اباسین د مینې ګور ګورې ټول عمر خوړلې ي او پۀ دې ګور ګورو ئې تر اوسه شونډې تورې دي. د مینې د دې ګور ګورو رنګونه او عکسونه د هغۀ د شاعرۍ پۀ هره مصرعه کښې پۀ چورلکونو او پېرونو دي، لکه چې وائي ــــ

ټیټې سترګې ناست وي اننګي ئې زرغونه وي
خوند کوي چې کله درته ښکلي بې وعدې شي

یا بل ځاے کښې وائي،

نن مې ترې نه لاس د ښکولولو پۀ نیت راښکۀ
زر ئې راته ووې چې قربان! خو داسې نۀ!

دې شعر کښې ئې هم د مینې یو تصویر د لفظونو پۀ ژبه کښې خبرې کوي،

چې ګیلې مې راشروع کړې سر ئې ښکته کړو، مسکۍ شوه
زر ئې کلکه غاړه راکړه، جوړې هېره ترې بانه شوه

د پښتو او اردو ژبې تکړه لیکوال ډاکټر اظهار الله اظهار ستر شاعر او د اباسین ډېر نزدې ملګرے دے، هغه د اباسین باره کښې وائي چې ما چرې د اباسین پۀ تندي ګونجي نۀ دي لیدلي. د یارانو یار دے. هغه د بل عزت کوي او خپل عزت غواړي. هغۀ پۀ خپله خرچه پۀ ډېرو سټوډنټانو سبق وئیلے دے.

ډاکټر اظهار یو پروګرام کښې د اباسین باره کښې دا هم وئیلي وو چې ‘اباسین زما شریکِ حیات دے.’

اباسین د مینې اباسین دے. څنګه چې د هغۀ د مینې حدونه نشته، دغسې هغۀ سره د هغۀ د مینه والو مینه هم لامحدوده ده. د هغۀ اواز کۀ پۀ رېډیو د هوا پۀ څپو خورېږي نو اورېدونکي ورته غوږ غوږ وي. کۀ د ټيلي وژن پۀ سکرین هغه مخاطب وي نو کتونکي پرې د نظر تنده ماتوي. پۀ کلاس کښې، ادبي سیمینارونو او پروګرامونو کښې د هغۀ د وېنا خواږۀ او د جادوګر شخصیت سِحر دومره زورور وي چې ناست خلق ئې د ځان او د جهانه بې خبره کړي وي. پۀ نثر او نظم دواړو کښې ډېرو شاعرانو او ادیبانو ستائیلے دے. زۀ دلته صرف د څو نمائنده شاعرانو کلام د نمونې پۀ طور پېش کوم.

رفیق ایسپزے چې د ځوان کهول ښۀ شاعر دے، هغه اباسین خپل استاد ګڼي او اباسین ته د مینې پېرزوئنې ئې خپل یو نظم کښې وړاندې کړې دي.

حاسدان خلق لیدے نۀ شي شهرت ستا
مئینان دې لېوني کړل محبت ستا
پښتانۀ ئې تمامي پۀ تا مئین کړل
‘غورځنګونه’ نه ‘مرام’ پورې ‘الوت’ ستا
د قدم نه دې رفیقه معلومېږي
چې استاذ دې کړے ښکلے تربیت ستا

بخت زاده دانش چې د موجود د نظم منلے شوے شاعر دے، هغه هم اباسین خپل استاد ګڼي او هغۀ ته پۀ خپل یو نظم کښې داسې پېرزوئنې وړاندې کوي:

دا ښکلے دروند پښتون دے او خوږ لکه ګبین دے
استادِ محترم مې دې ژوندے وي، اباسین دے

ادب خلقو پاللے، پۀ ایمان خو داسې نۀ
انداز خلقو راوړے دے قربان! خو داسې نۀ
ما هم ژوندے ستائیلے دے انسان، خو داسې نۀ

زمونږ د پښتنو د پاره ډهال دے او سنګین دے
استادِمحترم مې دې ژوندے وي، اباسین دے

محترم سلیم راز صاحب زمونږ د پښتو داسې مشر شاعر او ادیب دے چې د علم و فن قد ئې پۀ خالص انساني اقدارو ولاړ دے. راز د هر پښتون فخر دے. د اباسین د ‘مرام’ کتاب پۀ مخکتنه کښې هغوي پۀ اباسین یو نظم وئیلے ؤ، ورسره ئې دا خبره هم کړې وه چې ما پۀ شخصیاتو باندې سوا د باچاخان بابا نه چرته نظم نۀ دے لیکلے ـــ اباسین هغه خوش نصیبه دے چې راز صاحب د فخرِ افغان بابا نه پس پۀ هغۀ نظم ولیکلو. پۀ دې نظم کښې هغوي اباسین ته د مینې پېرزوئنې داسې وړاندې کوي،

پۀ رنګ او پۀ اهنګ کښې اباسینه! اباسینه!
هر عکس او نقش دې روغ دے اے ائینه! اباسینه!
دنیا درباندې مړه ده دا یو زۀ نۀ یم مئین ستا
یې مینه، مینه، مینه او بس مینه، اباسینه!
زما درته دعا ده چې رڼا رڼا دې ژوند شه!
روڼ مخیه! روښان فکره! پۀ زړۀ سپینه! اباسینه!
راوستې قافله ده مونږ ستاسو تر لاسونو
مرام ته رسوئ به ئې پۀ وینه، اباسینه!
زۀ راز دې پۀ قلم کښې دومره زور وینم چې ډاډ یم
مرام ته به رسېږې اباسینه! اباسینه!

د پشتو ژبې یو بل ځلنده ستوري او انقلابي شاعر اجمل خټک بابا به اباسین سره دومره مینه کوله چې اباسین ته به ئې ‘جانان’ وئیلو. اجمل صاحب د ټولو پښتنو بابا ؤ، اباسین به ورته هم’بابا’ وئیلو. اجمل خټک صاحب اباسین سره خپله مینه پۀ یو نظم کښې داسې ښکاره کړې ده:

چې ننګ ننګ شي خوشحال شي چې غورځنګ شي باچاخان شي
چې ملنګ ملنګ رحمان شي، غږ د لر او بر افغان شي
چې د حسن سرچینه ده چې د مینې اباسین دے
هر انداز ئې جانانه دے، پۀ ښکلا ښکلا رنګین دے
د پښتو د سپرلي زېرے، وینه مینه ده، نغمه ده
لره بره پښتونخوا کښې د جنت د ګل وږمه ده

ډاکټر اسرار وائي چې د پښتنو مشري ګران کار دے خو دا ګران کار اباسین کوي. بله دا خوبي به د اباسین منې چې ټول شاعران ادیبان ئې پېژني او دے ئې هم پېژني.

ګل محمد بېتاب پۀ اباسین لیکلې شوې خپله یوه خاکه ‘اباسین څپې څپې’ کښې د اباسین باره کښې لیکلي دي چې اباسین ایسپزے د شاعرۍ نه علاوه ډېر ښۀ کمپئیر، مقرر، تکل لیکونکے، کالم نګار اوصحافي هم دے او د ټولو نه لوے کمال ئې دا دے چط اباسین د ډېرو مضبوطو پښو خاوند هم دے، ځکه چې هغه ګڼو داسې ځایونو ته د مشاعرو د صدارت د پاره تلے دے، چرته چې بنجاریان سودا خرڅولو د پاره هم نۀ ځي.

هدایت الله ګل د اباسین باره کښې وائي چې د دۀ سپینو وېښتو ته ګورم نو دا ظالم رانه لاړو جوړ بوډا شو او زۀ ئې هم هغسې پۀ خوشي مېدان پرېښودم.

اباسین خوش نصیبه دے چې پۀ ژوند ئې خلق ستائي او مینه ورسره کوي ګنې نو پښتون خو هغه قام دے چې پۀ ژوند د خپل پلار هم ښۀ نۀ وائي، چې مړ شي نو بیا وائي، پلار مې دې خداے وبخښي ډېر ښۀ سړے ؤ. پۀ اباسین خو خلق فخر کوي چې کله هغۀ د شاګردۍ پۀ نسبت ځان یادوي.

اباسین د مینې اباسین دے، د مینې افسانه ده او د مینې اباسین پۀ کاسو نۀ تشېږي او نۀ د مینې افسانه پۀ ختمېدو ختمېږي. د مینې تکرار د مینې ذکر پۀ مئینو باندې ښۀ لګي. د مینې دا افسانه د مینې دا اباسین د مئینو پۀ زړونو راج کوي. دا راج، دا مینه او اباسین دې الله تل تر تله قائم و دائم لري. د مینې دا افسانه زۀ د خوشحال بابا پۀ دې شعر نیمګړې پرېږدم چې کۀ ژوند وفا وکړه نو دا افسانه به بیا چرته مخ پۀ وړاندې بوځو.

د مینې افسانه کۀ پۀ څو څو ځله تکرار شي
پۀ خوند کښې نۀ کمے کړي نۀ پۀ غوږو باندې بار شي

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …