د مندڼ يوسفزيو علاقه کښې طورو په دوه حېثيتونو په اما کما مشهور دے۔۔ يو خو ځکه چې دا د خانانو نوابانو کلے دے۔ نواب محبت خان نواب، حميدالله خان ، نواب زاده محمد اکبر خان، کمشنر هدايت الله خان مېجر جنرل وصال محمد خان، سعادت الله خان، باني سعادت العلوم نواب زاده نصرالله خان، سياسي رهنما عبد الصمدخان، قومي سياسي رهنما، عبدالمجيد خان ايډوکېټ او سابق ايي جي فياض خان د طورو اهم شخصيات دي ۔ بل خوا طورو د علم لوے مرکز پاتې شوے دے ۔ دې کلي کښې به په يو وخت دېرش دېرش څلوېښت څلوېښت د لويې مرتبې عالمان د دارالعلوم ديوبند، مظاهرالعلوم سهارنپور او مدرسه فتح پوري فاضلان موجود وو۔ خپلو حجرو جماتونو کښې به ئې في سبېل الله د ديني علومو درسونه ورکول ۔
په دې وجه طورو د« بخارا ثاني» په نوم يادېدلو ۔ نن سبا مولانا حافظ معين الحق دروېش، د بخارا ثاني طورو په نوم يوه ديني مدرسه پرانستې ده۔ دې کښې هلکانو زلمو ته قران پاک په خويه (ناظره) او حفظ سره سره د ديني علومو زده کړه ورکولي شي ۔ نورې ديني اسلامي مدرسې هم د زرين علمي دؤر راتازه کولو سبب ګرځېدلې شي ۔
د طورو د شلمې صدۍ په لويو عالمانو کښې يو متبحر عالم علامه حافظ محمد عبدالجميل رح (1864-1946ء) و چې د هندوستان مشهورو ديني درس ګاهونو مدرسه لطيفيه وېلور ، مدرسه فتح پوري دهلي صدر مدرس پاتې شوے و ۔ د شېخ الهند مولانا محمود الحسن رح او رشېد احمد ګنګوهي هم عصر او د محدث دوران علامه انور شاه کشميري استاد و ۔ په دې حواله مولانا انظرشاه کشميري د خپل پلار محترم انور شاه ژوند ليکنه « حيات کشميري» کښې د مولانا انورشاه کشميري د استاذانو متعلق ليکي:
“ديوبند کې ان اساتذہ کې علاوہ استادالعلماء مولانا مفتي لطف اللہ عليگڑھي کې فخر روزگار شاگرد مولانا عبدالجميل افغاني سې علم ھيءت کي تکميل کي”( نقش دوام ۔۔۔ حيات کشميري ص -33-32)
مولانا محمد عنايت الله :
(1910ء فروري-24جون 1995ء) د مولانا حافظ محمد عبدالجميل مينځنے زوے ؤ ۔ مشر ورور ئې مولانا حافظ محمد لطف الله او کشر ورور ئې مولانا حافظ محمد امانت الله وو ۔ مولانا عبد الجميل خپل استاد عليګړهي صاحب سره د عقيدت په توګه خپلو زامنو او يو نمسي سلامت الله نومونه د محترم استاد او د هغه د زامنو په نومونو اېښي وو ۔ مولانا عنايت الله ابتدايي ديني کتابونه خپل ترۀ مولانا حافظ محمد اسماعيل ګېلاني او د ترۀ زوي مولانا حافظ لطف الرحمان، مولانا حافظ احمدشاه صاحب او د غورغوشتو مولانا قطب الدين سره وئيلي وو ۔ بيا چي مولانا محمد عبدالجميل د سوات باني ميا ګل عبدالودود په بلنه د ولي عهد شهزاده عبدالحق جهانزېب اتاليق مقرر شو نو مولانا۔عنايت الله خپل پلار سره سوات کښې مقيم شو ۔ درس نظامي او د احاديثو دوره ئې خپل پلار سره مکمل کړه ۔ دارالعلوم ديوبند ته هم لاړو چې له دغې مدرسې څخه سند حاصل کړي ۔ خو مولانا حسېن احمد مدني سره چې ملاقات او خبرې اترې وشوې نو هغوي ؤفرمايل هرکله چې تا مولانا عبدالجميل سره دوره مکمل کړې ده نو بيا دارالعلوم ديوبند کښې د داخلېدو څه حاجت؟ پنځه شپږ ورځې ئې ځان سره مېلمه وساتلو او د احاديثو درس کښې به شاملېدو ۔ له هغې نه پس ئې د ګڼ شمېر عالمانو موجودګۍ کښې د مولانا عنايت الله صاحب نه يو ځانګړے امتحان واخستو ۔ مولانا مدني به يو يو کتاب ورکوو چې دا ؤلوله بيا به ئې ترې د هغه کتاب باره کښې تپوسونه کول ۔۔د مولانا په درست جوابونو مولانا مدني خوشحاله شو۔ دعاګانې يې ورته وکړې چې په علم کښې دې برکت شه او د مولانا عبدالجميل صاحب د علمي تبحر ستاينه يې وکړه۔دغسې مولانا د پنځلس شپاړس کالو په عمر کښې فارغ التحصيل شوي وه ۔
مولانا عنايت الله صاحب خپله کورنۍ کښې واحد شخصيت ؤ چې درس و تدريس سره سره ئې د ازادۍ تحريک او قومي سياست کښې د عملي مبارز کردار ادا کړے ؤ ۔ جمعيت العلما هند د سره وابسته و او د باچاخان خدائي خدمتګار تحريک سره ئې تر اخره کلک تړون ساتلے او ملګرتيا پاللې وه ۔ دوي به وئيل چې د پاکستان جوړېدو نه پس شېخ الاسلام مولانا حسېن احمد مدني د جمعيت العلما هند هغو کارکنانو ته چې پاکستان کښې وو هدايت کړے و چې تاسو اوس د باچاخان خدائي خدمت ګارانو سره ملګري شئ۔ مولانا محمدعنايت الله صاحب د باچاخان په اعتمادي ملګرو کښې و او د دې اعتراف عبدالولي خان او اجمل خټک صاحب هم کوو ۔ مولانا صاحب ژوندکښې ړومبے تقرير هم د خپل استاد فضل الرحمان صاحبزاده په وېنا دخدائي خدمت ګارانو په سټېج کړے ؤ۔ چې موضوع ئې قومي ازادي وه ۔ دغه وخت د خدائې خدمتګار تحريک مشران جېل کښې وو او حکومت دفعه 144لګولې وه د تقريرکولو څوک نۀ وو چې دفعه ماته کړې شي نو فضل الرحمان استاد چې د قرآن پاک څو ايتونه تلاوت کړل او نعت شريف ئي ووې د تقرير د پاره ئې پخپل شاګرد نظر پرېوتو۔ طورو کښې چې جمعيت الابرار انجمن د سيوري لاندي اسلامي مدرسې کار شروع کړو نو دا کال 1935ء ؤ او د مولانا عمر پنځويشت کاله ؤ ۔ دے د مدرسې نايب مهتمم او کال پس مهتمم شو۔ مولانا محمد اسماعيل ګېلاني صدر مدرس و او نورو مدرسانوکښې مولانا عبدالحنان فاضل مظاهرالعلوم مولانا سمندرخان فاضل مدرسه رامپور او مولانا حافظ لطف الرحمان فاضل دارالعلوم ديوبند چې خپل استاد مولانا انور شاه کشميري ورته په يوه موقع د«هدهدسلېماني» خطاب ورکړے و شامل و ۔ مولانا عنايت الله صاحب به انتظامي چارو سره د قرآن پاک درس ورکوۀ ترجمه او تفسير به ئې بيانولو او ځنې کتابونه به ئې هم لولول ۔ د مولانا د هغه وخت شاګردانوکښې دوه نوموړي شخصيات شېخ الحديث مولانا عبدالحق باني دارالعلوم حقانيه او افغان مجاهد عالم مولانا محمد يونس خالص د ذکر جوګه دي ۔ د مولانا عنايت الله ټول ژوند کښې ديني درس وتدريس او خدائي خدمتګاري څنګ په څنګ وو د مولانا صاحب د سماجي خدماتو په اړه لويې کارنامې داوې چې د کلي او خواوشا علاقو کښې د پښتنو ناکاره او د کلونو کلونو دشمنۍ او تربګنئ ئې پۀ خوږو ورور وليو عزيزوليوکښې بدلې کړې وې ۔ خالص مخلص د الله د رضا د پار دا يو اوږد تفصيل دے ۔ خو زۀ لوستونکو ته هغوي د علمي او سياسي خدماتو په حواله يو څو واقعې خاطرې وړاندے کول مناسب ګڼم ۔ د دې نه به د مولانا صاحب د علمي فقاهت سياسي بصيرت او قومي سماجي خدمت اندازه اولګي ۔
(1) محترم ظفر احمدخان د طورو د انګرېزانو دورکښې انسپکټر آف سکولز پاتے شوے و او شګفته مزاج انسان و ۔ د غمرازۍ يو مجلس کښې ئې خبره وکړه چې مړي خبرې نه اوري ناستو خلقو وئيل مونږ ته خو عالمان وائي چې مقبرې سره خوا کښې ځئ نو باقاعده سلام کوئ چې السلام عليکم يا اهل القبور۔ ظفر خان صاحب وئيل زۀ د قران خبره کوم الله پاک خپل رسول صلعم ته فرمائي (انک لا تسمعالموتي) بېشکه ته مړو ته نه شې اورولې ۔ دې مهال کښې مولانا عنايت الله صاحب را ورسېدو ۔ چا اووې مولانا صاحب راغے اوس به مسئله حل شي ۔ خان کاکا ووې مولانا دې راشي کنه د الله په کلام کښې څوک څه وئيلي شي؟ ۔ مولانا صاحب چې د هغۀ د خولې د قرآن آيت واورېد نو مسکے شو او کښېناستو کښې ئې وفرمايل:ښه نو مطلب داشو چې پاک رسول به مقبرو ته تلو هلته به ئې وعظ تبليغ کوۀ ځکه ورته الله فرمائي چې ته مړو ته نۀ شې اورولې او دې ستا خبرې نه اوري ؟ ۔ خبره د ظفر احمد خان صاحب ذهن واخسته نو زر ئې ووې «عالم سره ښکر نۀ دي اړامول پکار داسې ښکاري زۀ پړ شوم ټول په جمع دعا وکړئ» ۔
(2) کال نولس سوه شپږ پنځوسم کښې چې ون يونټ جوړشو او ډاکټر خانصاحب د مغربي پاکستان وزير اعلی مقرر شو ۔ نو پۀ ظاهر د خدائې خدمتګارو د پاره فضا سازګاره شوه په تګ راتګ پابندۍ حتمې شوې خو دا په اصل کښې د صوبو حېثيت ختمول او په صوبائي خپلواکۍ يو ګزار و د باچاخان په کښې دلچسپي نه اخسته پۀ دې وجه خدائي خدمتګاران هم خاموشه وو ۔ د لوي اختر ورځ وه مولانا عنايت الله صاحب د خاکسار منزل مردان حاجي عبدالحکيم سره سردرياب ته لاړل په دغه موقع مولانا صاحب باچاخان سره يوه مکالمه کړې وه ۔
مولانا: باچاخانه ! د درېمې درجې خدائي خدمتګاران شکايت کوي ۔
باچاخان: د درېمې درجې نه ستاسو مطلب څۀ دے ؟
مولانا: جي دا هغه نادار مسکينان خلق دي چي محنت مزدوري کوي دتن خولې اوبهوي حلاله روزي ګټلو پسې در په ديکي وي خو که د هاړ ګرمي وي يا د پوه ما ساړۀ وي چې تاسو ورته غږ وکړئ نو دوي خپله خواري مزدوري پرېږدي په بال بچ ئې کار نۀ وي ۔ ستاسو په اواز لبېک ووائي د عمل مېدان ته راشي او هر قسمه تکليفونه عذابونه تېر کړي خو کله چي لږې ښې ورځې راشي نو بيا څوک د دوي تپوس هم نۀ کوي ۔ دوي بيا خپله خواري مزدوري شروع کړي ۔ اوس د ډاکټر خانصاحب وزارت دے او پنجاب تاسو ته هم هرکلے وائي نو دې حالاتو سره کۀ ستاسو موافقه وشي ښۀ به نۀ وي ؟ ۔
پۀ دې بيان د باچا خان سترګې راډکې شوې وې وئيل مولانا ستا خبرې رشتيا دي د خدائي خدمتګارانو قربانۍ د قدر وړ دي دوي تل زما د ورور احترام کړے دے ولې ډاکټر خانصاحب د دوي د قربانو پوټے احساس ونکړو دې د سازشيانو په دام کښې ښکېل شوے دے ۔کله چې د سازشيانو منصوبه سرته ورسي نو ډاکټر خانصاحب به يواځے پاتے شي يا به ئې بيا جنازه کور ته راولېږي او دا ماته داسې ښکاري لکه زما د لاس دا کرښې چې زۀ وينم او بيا هم هغسې اوشو۔
مولانا د باچا خان د سياسي ځيرکتيا منونکے ؤ د باچا خان دا خبره ئې خوښه وه چې “الله ته ستاسو د خدمت حاجت نشته د الله د مخلوق خدمت کول اصل عبادت دے” ۔ د مولانا عنايت الله پۀ نظر کښې باچاخان يو مخلص قومي رهنما او لوے خدائي خدمتګار ؤ نو ځکه مولانا صاحب هم ټول ژوند د اسلامي تعليماتو خپرونې او خدائي خدمت ګارۍ ته وقف کړے ؤ ۔
مجھې اې نا خدا آخر کسي کو منہ دکھانا ھې
بہانہ کر کې تنھا پار اتر جانا نہيں آتا۔۔(ياس يگانہ)
(3) طورو کښې د جمعيت الابرار په دور کښې د احيائ سنت په نوم يوه جرګه جوړه شوه چي د کلي اولس شخړې جهګړې به د اسلامي شريعت په رڼا کښې فېصله کولې شي ۔ خان شېردل خان (کپتان خان) او نوابز اده محمداکبر خان عوامي نماينده ګان وو د علماؤ له طرفه قاضي سلطان احمد، قاضي او زلمے مولانا عنايت الله د استغاثې وکيل مقرر شوي وؤ ۔ ړومبۍ مقدمه د جمات يو غريب چڼي (طالب) د نواب زاده محمد اکبرخان خلاف داير کړې وه د مقدمې سماعت د قاضي سلطان احمدپه صدارت ګښې شروع شو خو صورت حال داسې ؤ چې نوابزاده صاحب په خوشنما قالين تکيه ته ډډه لګولې وه او مدعي مزدور کار خيرنې جامې اغوستې څيرې ګرېوان شپيلې غاړه کښې اوېزان او تنزرے (مرغۍ)په لاس کښې نيولې د قاضي صاحب مخې ته ناست ؤ ۔ قاضي صاحب سماعت شروع کوو چې مولانا عنايت الله د وکيل استغاثې پۀ توګه جرح وکړه او د عدالت توجه ئې راوګرځوله ۔ مولانا د يو حديث شريف په حواله ووې :قاضي صاحب د شريعت په رو سره مدعي او مدعا عليه يو شان او يو ځاے کښېنول پکار دي (پېش قرآن بنده و مولا يکې است”
قاضي صاحب: واقعي دغسې ده خو په عملي توګه دا زمونږ د مقدمو فېصله کولو وړومبۍ تجربه ده ۔ نوابزاده صاحب له پکار دي چې د لږ ساعت د پاره مدعي سره څنګ په څنګ کښېني او دغسې د شريعت د احترام مظاهره وکړې شوه ۔ (ایک ہی صف کھڑے ہوگئے محمود و ایاز“ ۔ د مقدمې دوران کښې به هم مولانا د مدعي ډاډګېرنه کوله او د هغه وکالت به ئې کولو۔۔۔۔دا هغه زمانه وه چې د خان او نواب نوم به خلقو په اودس کښې اخستے شو۔ مولانا صاحپ په ډاګه ډګلۍ د حق او صداقت او د مظلوم مرسته وکړه او پخپل عمل ئې ثابته کړه چې :
آيين جواں مرداں حق گويي و بيباکي
اللہ کې شيروں کو آتي نہيں روباھي ( اقبال)
(4): قومي تحريکونو سياسي ګوندونو او نورو فلاحي سماجي تنظيمونو کښې اکثر داسې اوشي چې د کاميابۍ منزل رانزدې شي يا د ازمېښت مرحله راشي نو ځينې وګړي ۔کله په يوه بهانه کله په بله بهانه لارې بدلې کړي او د دې بلها وجې کېدې شي ۔ تحريک او تنطيم ته نقصان ورسي او فايده ترې مخالف دشمن واخلي ۔کله چې خدايي خدمتګار تنظيم ۔ ال انډيا کانګرس سره ملګرے شو دا فېصله د هغه وخت تقاضا وه ګنې برطانوي حکومت به دا تنظيم چقولي وو خو ځنو دوستانو د دي شديد مخالفت وکړو۔ دغوکښې مشهور نوم د محمد اکبر خادم ؤ۔ هغه يوه ټپه ووئيله او ټپه کښې زيات کشش ؤ ۔
باچا امام زۀ مقتدي وم
ګاندهي امام شو ځکه ځان له نيت تړمه
وائي چې يو ځل باچاخان روان و د خدائي خدمتګارانو د جلوس مشري ئې کوله ۔ خادم محمد اکبر صاحب په لار مخې له ورغے ۔ د سلام دعا نه پس خادم صاحب تپوس اوکړو ۔ باچاخانه ! دا زمري دې چرته روان کړي دي ؟ ۔ ( دا يوه ذو معني جمله وه ) ۔ باچاخان مسکے شو وې وئيل ئې خادم صاحب بحث نه کوو ستاسو خپله لار زمونږ خپله لار (هذا فراق بېني و بېنک)۔ دغه مودهکښې خادم صاحب طورو ته راغلي وو۔ زمونږ حجره کښې ئې مشرانو عالمانو سره په سياسي حالاتو خبرې کولې ۔ والد محترم (مولانا عنايت الله) مېلمستيا کوله ۔ خادم صاحب ورته اووې تا څۀ شور جوړ کړے دے ۔ ستا به اوس کومه لار وي ؟ ۔ مولانا صاحب ورته جواب کښې ووې ۔ زۀ خو د خپل پلار په وصيت عمل کوم په دينې جذبه خدائي خدمتګارو سره ملګرے يم او دا خدمتګاري عبادت ګڼم د عقيدې زنځير مې په پښوکښې پروت دے ۔ تاسو سياسي مشران يئ د هوا رخ پېژنئ نو پارټي بدلول درته اسان وي۔ زما د پاره ګرانه ده باچاخان ته که زما ضرورت نۀ هم وي قومي تحريک نۀ شم پرې ښودې کۀ ستاسو غوندې پوهه مشرانو زۀ هم خدائي خدمتګاري پرېږدم نو جماعت به جاهلانو ته حواله شي۔ معروف اديب او شاعر لطيف وهمي ۔ د مولانا صاحب د وفات نه پس د «غازي» اخبار تعزيتي اداريه کښې ليکلي وو چي: محمداکبر خادم به د دې واقعې ذکر کوو چې «عنايت الله يو نېک زلمے عالم اوکره پشتون د ے ۔ ماته چې ئې کومه خبره کړې وه څو څو ورځې زما په ذهن کښې لکه د ازغي چوکه چوکه کېدله او ډير به پريشانه شوم» ۔ د مولانا عنايت الله مرحوم جنازه د طورو ګودر غاړه لويې پراخه مېدان کښې (اتوار 24 جون 1995ء) شوې وه ۔ پۀ زرګونو عقيدت مندان پۀ کښې شريک شوي و د جنازې د مونځ امامت د مردان مولانا سعيدالله جان کړې وه او ډهېرۍ قبرستان کښې چې د زمکې د علم دا نمر لحد ته سپارلے شو نو د اسمان نمر هم په غرغره ؤ قومي شاعر دانشور او سياسي رهنما اجمل خټک صاحب او د خان عبدالولي خان کشر زوي سنګين ولي خان د نورو مشرانو په ملګرتيا کښې په مزار د حريت نشان په توګه سور څادر خور کړو۔
زما په قبر د ګلونو څادر مه غوړوئ
ما په کفن کښې دي راوړي د پښتو ګلونه (اسرار د طورو)
خوشنوا خطيب مولانا سعيدالله جان د مينې او عقيدت ګلونه داسې اوشيندل: (د مولانا صاحب جدائي زمونږ د پاره يوه درد ناکه سانحه ده د دوي وفات يواځې د خاندان محلې او کلي نا د ټولې علاقې غم دے ۔ مولانا د جسماني عوارضو او کورني مشکلاتو باوجود به د خپل دين اسلام په خدمت کښې همه تن مصروف وو ټول ژوند ئې درس وتدريس او وعظ و تبليغ کښې تېر کړے ؤ ۔ الله پاک د مولانا ذات په ګڼو اوصافو نمانځلي وو هغه يو ممتاز مقرر و ورسره يو ستايلے محرر هم ؤ او بې مثاله مفسر هم ؤ ۔ مولانا د خطيب او اديب په حېثيت يوه يوه لحظه د دين او قوم د خدمت د پاره وقف کړے وۀ د دوي تلين سره شديد کمے محسوسېږي او د دې احساس د دين يو عالم کولې شي۔۔۔۔» ۔ د وخت د کمي له کبله د مولانا صاحب مرحوم پخواني دوست ستر شاعر او قومي سياسي رهنما سينېټر اجمل خټک مختصر تقرير وکړو۔ ”مولانا عنايت الله ممتاز عالم دين د اوچتې پائې اديب خطېب بزرګ خدائي خدمتګار او د ازادۍ مجاهد ؤ ۔ د ديني عالم په حېثيت هغه د قدر وړ خدمات ترسره کړي وو خو د هغه قومي سياسي او سماجي خدمات هم د هېرېدلو نۀ دي۔ مولانا صاحب که د دين د ښېګړې او اسلام د سرلوړۍ د پاره کار کړ ے دے نو د دې بد نصيبه قوم د دنياوي ژوند ښايسته کولو د پاره ئې هم سختۍ او تکليفونه ګاللي دي۔ د برطانوي تسلط خلاف ئې جهادکړي دي۔ د پښتون قوم عظيم محسن باچاخان سره ئې ملاتړ کړے دے ۔ د خدائي خدمتګار تحريک پرمختګ د پاره ئې خپل کور تالا کړے او د خپلو ماشومانو بچو مينې قربان کړي دي۔ د قيد و بند عذابونه ئې زغملي دي ۔ خو په يوه مرحله کښې ئې د شکايت ټکے پۀ ژبه نۀ دے راغلے۔ حوصله ئې نۀ ده ماته شوې۔ داسې ښاغلي ته ”د کردار صاحب“ وئيلے شي هغه سياست هم د قوم خدمت او د الله عبادت ګڼلو ۔ په سياسي او سماجي ستونزو هوارولو کښې به ئې زمونږ مد د او لار ښو دنه کوله ۔ هغه يو نېک شريف او بې غرضه انسان ؤ د نوي نسلونو ذهني تربيت او روزنه کښې به د مولانا ژوند د مثال په توګه پېش کوولې شي ۔ پۀ ډېرو سنګينو حالاتو کښې مولانا صاحب نه خرڅ شوے دے او نۀ چاته ټيټ شوے دے الله تعالي دې ورته په جنت الفردوس کښې لوړ مقام ورکړي امين۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔