د اسلامي جمهوریه پاکستان دستور کښې بل ترمیمي بِل یو دېرشم ائیني بدلښت، 2018 ز – ژباړه: ‘پښتون’

31st Ammendment, Act 2018

1 مختصر عنوان او د نفاذ پېل:

1.1 دا اېکټ به د دستور )یو دېرشم ترمیم( اېکټ 2018ز بللے شي.

1.2 پۀ دې اېکټ کښې د بیان شوو ځینو نکتو پرته، دا به في الفور نافذ العمل وي.

2 د دستور د ارټیکل ترمیم: د اسلامي جمهوریه پاکستان دستور کښې چې وروستو ئې حوالې ورکولې کېږي، د ارټیکل 1 شق 2 کښې؛

اول پېراګراف )ب( کښې به ، وقفې نه پس لفظ ‘او’ شاملولے شي.

دوېم پېراګراف )ج( به ختم کړے شي، او

درېم پېراګراف )د( ته به د پېراګراف )ج( نمبر ورکړے شي.

3 د دستور د ارټیکل 51 بدلښت: د دستور ارټیکل یو پنځوسم کښې؛

اول شق (1) کښې عبارت ‘درې سوه دوه څلوېښت’ به ‘درې سوه شپږ دېرش ته واړولے شي؛ او

دوېم شق (3) او د دې لاندې جدول کښې به دا بدلون وکړے شي:

‘شق (1) کښې یاد شوي د مرکزي اسمبلۍ نشستونه به پرته پۀ شق (4) کښې د ورکړے شوي شمېر نه د هرې صوبې، د وفاق زېر انتظام قبائیلي سیمو او وفاقي پلازمېنې د پاره دا رنګ ټاکلے شوي وي:

عام نشستونه مېرمنو د پاره نشستونه ټول نشستونه

بلوچستان 16 4 20

خېبر پښتونخوا 45 9 54

پنجاب 141 33 174

سندهـ 61 14 75

وفاقي پلازمېنه 3 – 3

ټول 266 60 326

درېم د شق (3) نه پس، لکه څنګه چې پورته دغه شمېره بدله کړې شوې ده، دا نوے شق به شامل کړے شي؛

‘3) الف( ‘شق (3) چې پورته پکښې بدلون شوے دے یا دا مهال پۀ کوم نافذ العمل بل قانون

کښې د شامل کوم وصف پۀ وجه، د وفاق زېر انتظام قبائیلي سیمو څخه د مرکزي اسمبلۍ غړي چې د کال 2018 ټولټاکنو کښې به ئې انتخاب کېږي، به د مرکزي اسمبلۍ تحلیل پورې د اسمبلۍ غړي وي او دې نه پس به دا شق ختم ومنلے شي.’ او

څلورم شق (5) کښې لفظونه، قوسېن، هندسه او سکته ‘پۀ شق (3) کښې ، د وفاق د زېر انتظام قبائیلي سیمو پۀ نسبت ورکړے 

شوي’ به حذف کړے شي او لفظ “the” به مخکښې د راتلو پۀ وجه پۀ “The” واړولے شي.

4 د دستور ارټیکل 59 کښې بدلښت: د دستور ارټیکل 59 کښې؛

4.1 شق (1) کښې، أ( لفظونه ‘یو سل څلور’ به پۀ ‘شپږ نوي’ واړولے شي؛ او

ب( پېراګراف )ب( به لۀ منځه یوړے شي؛

4.2 شق (3) کښې به پېراګراف )ب( لۀ منځه یوړے شي؛ او

4.3 شق (3) نه پس، لکه څنګه چې پورته دغه بدلون کړے شوے دے، دا نوے شق به شامل کړے شي، یعني:

‘3) الف( ‘د شق (1) پېراګراف )ب( او د شق (3) پېراګراف )ب( د حذف کېدو باوجود به د وفاق

زېر انتظام قبائیلي سیمو څخه د سېنټ موجوده غړي د خپلې متعلقه عهدې د مدت سر ته رسېدلو پورې بدستور موجود وي او مذکوره مدت سر ته رسېدو نه پس به دا شق حذف وګڼلے شي.’

5 د دستور ارټیکل 62 کښې بدلښت: د دستور ارټیکل دوه شپېتم کښې به د شق (1) د پېراګراف )ج( دا لفظونه ‘یا د وفاق زېر انتظام قبائیلي سیمې’ حذف کړے شي.

6 د دستور ارټیکل 106 کښې بدلښت: د دستور ارټیکل یو سل شپږ کښې به،

اول شق (1) کښې به جدول کښې عبارت ‘خېبر پښتونخوا’ د پاره؛ وړومبي، دوېم، درېم، څلورم او پینځم کالم کښې ورکړے 

شوي مندرجات پۀ دې ډول بدل کړے شي، یعني:

‘خېبر پښتونخوا 115 26 4 145’؛ او

دوېم شق (1) کښې به، لکه څنګه چې پورته بدلون وکړے شو، دا نوي شقونه شامل کړے شي، یعني:

1) الف( شق (1) کښې، د خېبر پښتونخوا صوبې نشستونو کښې، د وفاق د زېر انتظام

قبائیلي سیمو شپاړس نشستونه، مېرمنو د پاره څلور نشستونه او غېر مسلمو د پاره یو نشست شامل دے.

خو شرط دا دے چې پورته ذکر شوو نشستونو د پاره به ټاکنې د کال 2018 د ټولټاکنو نه یو کال پس منعقد کېږي.

‘1) ب( شق 1) ب( کښې ذکر شوو نشستونو د پاره انتخابات نه پس به، شق 1) الف( او دا شق دواړه حذف وګڼلے شي.

7 د دستور ارټیکل 155 کښې بدلښت: د دستور ارټیکل یو سل پینځۀ پنځوسم کښې لفظونه او سکته ‘یا د وفاق زېر انتظام قبائیلي سیمې’ به حذف کړے شي.

8 د دستور ارټیکل 246 کښې بدلښت: د دستور ارټیکل دوه سوه شپږ څلوېښتم کښې به؛

اول د شق )ب( پۀ اخر کښې لفظ ‘او’ لۀ منځه یوړے شي؛

دوېم د شق )ج( پۀ اخر کښې به وقف کامل، وقفه او لفظ ‘؛ او’ شامل کړے شي؛

درېم شق )ج( نه پس، لکه څنګه چې پورته بدلون وکړے شو، دا نوے شق به شامل کړے شي، یعني:

‘)د( دستور ——) ترمیم( اېکټ 2018 د نفاذ پېل سره، به دې کښې دا سیمې؛

اول شق )ب(، ـ ـ ـ ـ ـ

الف( پېراګراف )اول( کښې به، صوبه خېبر پښتونخوا کښې ضم شوې ګڼلې شي، او

ب( پېراګراف )دوېم( کښې به، صوبه بلوچستان کښې ضم شوې ګڼلې شي، او

دوېم شق )ج( پۀ صوبه خېبر پښتونخوا کښې ضم شوې ګڼلې شي.

9 د دستور ارټیکل 247 کښې بدلښت: د دستور ارټیکل دوه سوه اووۀ څلوېښتم به حذف کړے شي.

موخې او لاملونه )اغراض و وجوہ)

وفاقي کابینې کال 2017ز کښې خپل ابتدائي اجلاس کښې د قبائیلي سیمو د خېبر پښتونخوا سره د انضمام منظوري ورکړې وه او دستور کښې دېرشم ترمیمي بل 2017ز ئې مرکزي اسمبلۍ ته پېش کړے ؤ چې تر اوسه مجلس عامله کښې زېر التواء دے او اوس به واپس واخستے شي.

  1. د مختلفو سیاسي ګوندونو پارلېماني مشرانو او د قبائیلي سیمو نمائندګانو سره مشاورت او بیا پۀ دې غور فکر کولو نه پس کابینې د دوویشتمې مۍ 2017ز غونډه کښې دا پرېکړه وکړه چې د قبائیلي سیمو اولس د ملکي قانون لاندې راوستلو د پاره صوبې زېر انتظام قبائیلي سیمې متعلقه صوبې او د وفاق زېر انتظام قبائیلي سیمې خېبر پښتونخوا کښې ضم کولو د پاره جامع بِل تیار کړے شي. دې غرض د پاره د دستور یو دېرشم ترمیمي بِل 2018ز تیار کړے شو.

دا بِل پورته بیان کړې شوې موخې لاس ته راوړلو د پاره تیار کړے شو. انچارج وزیر

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …