اخرے ملګرے(خدائي خدمتګار مهدي شاه باچا)—ډاکټرسيدياسرعلي شاه

دا ليکنه شريکه کړئ

مهدي شاه باچا پۀ کال پۀ دریمه جنورۍ پۀ کال ۱۹۴۶ کښې پۀ کنکوله نومې کلي کښې پېدا شوے ؤ دا هغه وخت چې د پیرنګي د اقتدار پۀ اسمان د جبر نمر اور ورولو د دغه نمر اور د عبدالتواب شاه باچا پۀ کور کښې هم محسوسېدو دا د مهدي شاه باچا پلار ؤ ۔ چې د پیرنګي خلاف د شیخ الهند اؤ باچا خان ملګرتیا کښې لکه د غر ولاړ ؤ ۔ مهدي شاه باچا نه د کنکولې د درمن هغه جلسه هېره نه وه چې د دوئ پلار باچا خان ته ووې چې زما بچے مهدي شاه به ستا سپاهي وي اؤ نه مهدي شاه باچا نه هغه لمحې هېرې وې چې د پیرنګي ټرټرے جهاز به د دوئ به کور راشوغه شو اؤ د کلي خانانو به ورته وې چې د خپل کور نه د خلافت جنډه کوزه کړئ ګنې پیرنګے درباندې بم راغورځوي اؤ پلار درله جیل کښې وژني ۔ د خپل پلار د قید وبند دوران د هغه تربیت د هغه مور کولو چې د کلي خلقو به ورته ګلونو ادې وې

د داسې ننګ اؤ پت ماحول کښې د مهدي شاه باچا تربیت کېده

هغه پۀ هلکتوب د سرخپوشو کپتان ؤ ۔ د کلي حجره کښې به یې پښتون رساله پۀ اوچت اواز لوسته چې پۀ اورېدو به یې د کلي د خوارانو وینه تاؤدېده اؤ د کلي خانانو پۀ زړۀ به اور بلېدو۔ پۀ سن سنتالیس کښې چې برضغیر تقسیم شو نو باچا صېب څۀ هندوان د فساداتو نه بچ هند ته رسولي وو اؤ هلته نه د مسلمانانو یو ریل کښې راسور ؤ چې پۀ خیریت دا ریل لاهور ته راورسي چې کلي ته خبر راغے چې پۀ ګورداسپور هغه ریل فسادیانو لوټ کړو اؤ ټول یې مړه کړل د باچاصېب د کور خلقو چې دا خبر واؤرېدو نو یو ویر شو د کلي خلقو یې غایبانه جنازه وکړل عن تردې چې څلویښتي هم وشوه چې یوه ورځ مهدي شاه باچا راغے د خلقو پۀ خپلو سترګو یقین نه راتلو خلقو دا ګڼله جوړ خوب ویني باچاصېب چې ساه صورت شوه نو ټوله قیصه یې ورته وکړه ۔ چې زمونږ ګاډے بچ ؤ مونږ نه شاته ګاډے لوټ شوے ؤ اؤ د سوونو خلق پۀ کښې وژلې شوي وو ۔ د باچاصېب ژوند د پاکستان جوړېدو سره نور هم پۀ عذاب شو۔ هغه به یو خبره کوله چې د ازادۍ ډولۍ اغواء شوې ده دا د غریبو د جونګړو پۀ ځائې محل ته بوتلے شوې ده جنجیان یې وهلے شوي دي۔ روزانه به د علاقې پولیس مهدي شاه باچا پسې راروان وو

د حفاظتي ایکټ د لاندې یې ورپسې د ګرفتارۍ وارنټ ویستے ؤ ۔ د دې وجې نه پېښور ښار کښې استوګنه اختیار کړه اؤ پلار ورله د مولاناعبدالجلیل صېب پۀ صدر بازار کښې یو جنرل سټور پرانستو خو د سیاسي هلو ځلو له وجې سټور هم تالا ترغه شو ۔ پۀ کال ۱۹۵۳ کښې باچاصېب د صحافت دنیا کښې قدم کېښودو اؤ د ترجمان افغان نه یې شروع وکړه

اؤ څۀ وخت پس انجام اخبار کښې یې کار شروع کړو خو دا د باچاصېب اغاز ؤ عن تر دې چې جې د مردان صفدر صادق چې کوم رهبر چلولو هغه چې ترې باچا صېب واخستو نو تک سُور شو داسې سُور شو جې تاؤ یې د استعمار تر ایوانه ورسېدو کله به یې کاغذ نه ورکولو کله به هم داسې بندولو تر دې چې باچاصېب تر ذندانه ورسېدو خو د باچاصېب نه فَم چا قابو کړه نه قلم چا قابو کړو نه یې قدم چا ایسار کړو پۀ ذندان کښې یې د روڼ سحر پۀ نوم د انقلاب نغمې ؤلیکلې د “مظلوم امام”پۀ نوم یې د کربلا قیصه ولیکله ځکه چې مهدي باچا هم لکه د خپل نیکه حسین مظلوم ؤ پۀ جیل کښې د سوره فاتحې تفسیر ؤلیکلو درې کاله د جیل د تورو تمبو شاته ؤ یو ورځ یې مور ته خط راولېږلو چې ادې ! څومره میاشتې پس مې نن د اسمان ستوري ولیده خو بۀ جیل کښې یې د ادب اؤ قوم پرستۍ هغه ستوری راکوز کړه چې نن هم د هغې رڼا د تاریخ پۀ پاڼو کښې خوره ده باچاصېب د بهټو پۀ وخت کښې هم جیل ته تلے ؤ اؤ دا خبره به یې کوله چې ما کښې څومره بیمارۍ دي دا راته د بهټو د جیل نه راپاتې دي ۔ باچاصېب د قلم مزدور ؤ خو د هغه صحافت د قوم پرستو صحافت ؤ ۔ رهبر “غنچه قیادت” پښتون دا رسالې یې پۀ صحیح معنو کښې پښتنې کړې وې بلکه کۀ زۀ دا اوایم چې باچاصېب خپل ټول فن پښتون کړے ؤ ۔د وړومبۍ افسانوي مجموعې نشان نه واخله تر قیامت نخښې “پورې افسانې یې د پیرنګي اؤ د قیوم خان د ظلم جبر تصویر اؤ تاریخ دے باچاصېب افسانې افسانې نۀ دي حقیقت دے، د قومي سیاست یاداشتونه دي ، باچاصېب د باچاخان ریښتونے سپاهي ؤ، باچاخان یو ځل د باچاصېب دي کلي ته راغے ورته یې وئیل چې باچا راووځئ دا جنګ جهاد نۀ دے فساد دے ۔ دا اولس پوهه کړئ ۔ نو باچاصېب سره د ملګرو د خزانې کیمپ ته لاړو دَ خزانې کیمپ د باچاصېب د کلي سره خوا پۀ خوا ؤ افغان کډوال نوي نوي راغلي وو”سوزیدلي مخونه اؤ پۀ سترګو کښې د مظلومیت یو درد” چې پۀ کتو به یې دَ انسان زړه ارې ارې کړو دَ دغه کیمپ پۀ خوا کښې دَ کابل سیند بهېدو ۔ دا سیند د مهدي باچا پۀ کلي هم راتیر شوے ؤ پۀ کیمپ کښې کۀ به یو خوا دَ ماشومانو ژړا اؤ دَ کونډو زبیرګي وو نو بل خوا به جهادي ترانې هم غږېدې اؤ دَ جهاد نعرې به پورته کېدې ۔ مهدي شاه باچا سره دَ ملګرو دَ دغه کیمپ خوا ته ورغے اؤ یو لوئې تقریر یې اوکړو چې هسې هم در پۀ در خاورې پۀ سر شوئ دَ پردي جنګ خشاک مه جوړیږي پۀ ځان رحم اوکړي دغه دوران کښې یو لوړ دنګ څڼور ځلمے راپاڅېدو پۀ خُله یې ځګ رامات شو اؤ مهدي شاه باچا ته یې ډېرې سپورې ستغې اوئیلې چې ته کمیونسټ یې”کافر یې کیمپ کښې دَ جهاد خلاف خبرې کوې نورې یې هم الا بلا ووې

باچاصېب سره ورغلو کلیوالو چې دا بې عزتي اولیده نو لنډه وه چې لاس یې اچولے وے باچاصاحب ورته ووې دا ناپوهه دي مونږ خو دَ جنګ خلاف یو، دا زمونږ وروڼه دي دغه خبرو سره مهدي شاه باچا دَ کیمپ نه راوتو څو ورځې پس د کابل سیند یو مړے کلي ته راوړو هر کله مړے حجرې ته راوستے شو اؤ دَ مړي مخ اوکتے شو نو دا هم هغه لوړ دنګ څڼور ځوان وۀ چې کیمپ کښې یې مهدي شاه باچا ته سپورې ستغې وئیلې وې باچاصېب پۀ غریو نیولي اواز دعا اوکړه اؤ مړے یې د خزانې کیمپ ته اورسولوورستو پته اولګېده چې دا جهادي ځوان دَ کلاشنکوف پۀ سر دَ خپل تره ځوي سره وران شوهغه د کلاشنکوف د پاره اویشتواؤ بیا یې د کابل سیند ته اوغورزولو

باچاصېب دغه ورځو کښې د قران ترجمه هم شروع کړې وه پۀ درس کښې به یې وئیل چې دا روان جنګ جهاد نۀ دے فساد دے ماته وئیلے شوي دي چې څنګه دې د پیرنګي خلاف د مظلومیت قیصې لیکلي دي داسې د افغان جهاد پۀ حق کښې افسانې ؤلیکه ښې پېسې به درکووو خو ما انکار ؤکړو چې د دې پروپګنډې برخه نه جوړیږم د باچاصېب د شخصیب بل روښانه اړخ د خپل علاقې د خدائې خدمتګارو پۀ قبر کال پۀ کال راغونډېدل اؤ تقریر کول وو اؤ دا خواست به یې کولو چې د دې مشرانو لار اؤ قربانۍ هېرې نۀ کړئ ۔روغې جوړې کول اؤ دښمنۍ ختمول د باچاصېب ته ژوند یو بل باچاني اړخ ؤ ۔ د دوو کلو تر مینځه ډزې وې باچا صېب سپین څادر پۀ سر کړو اؤ دواړو کلو مینځ ته وروان شو۔ د کلي خان ارباب فرمان ورته ووې باچا صېب مه ورځئ اونۀ لګۍ باچا صېب ورته ووې کۀ زۀ ولګېدم نو ډزې به ودریږي اؤ سوونه خلق به د لګېدو نه بچ شي

باچاصېب چې مینځ ته ورغے ډزې ؤدرېدې ۔ مهدي شاه باچا ټول ژوند د خودارۍ اؤ اصولو سره تېر کړے ؤ۔ مهدي باچا واقعي د ننګ ” پت اؤ خودارۍ نادره مثال وۀ ۔ د هغه دا دوه وصیته د کمال نه ډک وو یو دا چې پۀ ما کفن مه غوړوئ ۔ هم دې خپلو جامو کښې مې ښخ کړئ د کفن نه به د خوار مسکین جامې ووشي اؤ بل زما قبر پوخ مه جوړوئ ځکه چې زه سامراج نه یم چې زمکې نیسم۔ ۔ دَ ارواښاد اجمل خټک سترګې بې اختیاره ډکې شوې کله یې چې دَ مهدي شاه باچا د خټو کور اؤ مندرۍ کوټې ته وۀ کتل پۀ غریو نیولي انداز یې ووې “باچا واقعي تا هر څۀ قربان کړي ۔ارباب ایوب جان هم مړ شو خو زمونږ دَ علاقې د پارټۍ مشران اوس هم ګواه دي چې کله باچاصېب پۀ درنه بیمارۍ پریوتو هغه وخت ارباب ایوب جان راغے افضل خان لالا هم ناست وۀ۔ایوب جان ورته ووې چې باچاصېب تا زۀ امریکې ته علاج له بوځم ۔ باچاصېب ورته ووې زما ضمیر ماله اجازت نه راکوي چې امریکې ته لاړ شم ما ټول عمر دا سامراج غندلے ۔ مرګ مې قبول دے خو هلته تلل مې نه دي قبول ۔ ورستو به بیا ارباب ایوب جان دا قیصه ډېره درد سره کوله ۔ پۀ تلو تلو کښې افضل خان لالا پنځه زره روپۍ د باچاصېب سر ته کېښوې ۔ دغه وخت افضل خان لالا د پیپلز پارټۍ له طرفه وفاقي وزیر وۀ۔ باچاصېب خپل ځوي میر سعدي شاه ته ووې چې افضل خان لالا مې بالخت سر ته څه کېښوه که پېسې وي نو واپس وراوړه لا به لار کښې روان وي ۔ زوي یې پیسې واغستې اؤ وراووتو ۔شیررحمان کاکاجي ژوندے دے د دې ګواه دے باچاصېب شیرحمان کاکاجي ته ووې دا ځوې مې هلک دے هسې نه پیسو ته زړه ښۀ کړي اؤ افضل خان لالا له ورنه کړي ته ورپسې وراوځه اؤ زوے مې اوڅاره هله د باچاصېب تسلي وشوه چې شیرحمان کاکاجي راغے اؤ باچاصېب ته یې ووې چې پیسې دې زوي ورکړي خو افضل خان لالا سخت خفه شواؤ پۀ خفګان یې ووې دا خو د پیپلز پارټۍ پېسې نه وې دا خو ستا د مرید افضل خان پېسې وې د باچا صېب پۀ قبر اجمل صېب ژړغوني اؤ جزباتي انداز کښې تقریر کړے ؤ ۔ ” باچاصېب زه چې کابل ته تلم نو ستا جامو کښې تلے وم ځکه چې زما اؤ ستا قد یو هومره ؤ خو نن زه خپلو جامو کښې یم اؤ یار مې کفن کښې دے پۀ دریمه ولي خان پۀ حجره کښې تر ډېر وخته خاموشه ؤ اؤ خاموشي یې پۀ دې خبره ماته کړه څ نن د باچاخان خدائې خدمتګار اؤ زما اخري ریښتوني ملګري هم ساه ورکړه ۔ ان لله وان الیه ترجعون ۔۔۔۔۔۔۔۔

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نورې ليکنې۔۔۔