د باچاخان د امېل خدائي خدمتګاران—رحمت شاه قرېشي

دا ليکنه شريکه کړئ

د ازادۍ تحريک کښې د هندوستان وطن چې اول يو هندوستان چې تر افغانستان وطن پورې و، او د هندوستان وطن تاريخ په هر وخت او په هر مېدان کښې د پښتنو اتلانو په لاس او واک کښې و، افغانستان وطن به ددې خاورې او ددې وطن لوئې مرکز و، او هر پښتون اتل به خپل لوئې کور افغانستان ته راوړو، او دلته به ئې جشن او خوشحالۍ نمانځلي، خو کله چې فرنګي په اتلس سوه کښې يا ددې نه اول په هندوستان کښې د تجارت په خيال راغلل او بيا ئې په وخت وخت د ټول هندوستان په خاوره قبضه اوکړۀ او داسې ئې قبضه کړۀ چې خاوره ئې قبضه کړې خو د خلکو دين او ذهن او ضمير ئې قبضه کولو خو د هندوستان په خاوره دوه قسم حکومتونه او دوسه قسم تاريخونه جوړ شو يو طرف ته د فرنګي ظلم او د جبر دور او بل طرف خدائې تعالي په پښتنه خاوره د نورو اتلانو په شان داسې يو صابر او مخلص پښتون پېدا کړو چې تر ننه پورې ددوي د صبر او خلوص برکت په هندوستان او په يو ازاد شوې ملک پاکستان کښې تر اوسه ددوي او ددوي د مخلصو ملګرو په خدمت او قربانو وطن روښانه دے فرنګي چې څنګه هندوستان وطن په خپل واک کښې واخستو نو بل طرف ته باچاخان بابا ددوي خلاف د ازادۍ تحريک اعلان اوکړو او په ټول هندوستان او پښتون وطن کښې ئې خلکو ته د فرنګي نه ازادولو دعوت ورکول شروع کړو او ددوي نه ئې وطن او ځان د غلامۍ نه ازادولو کار ئې په خپل ځان او هر پښتون او په هندوستان کښې د هرې طبقې او مذهب خلکو ته وينا شروع کړۀ چې راشئ او ددې فرنګي نه خپل ځان، وطن او مالونه آزاد کړئ او ددې دپاره د اتفاق او يو والي ضروت دے او بيا باچاخان بابا دې کار ته عملي شکل ورکړو او د فرنګي بادشاه نه ئې خوب اوتښتولو بيا ئې په مختلف نومونو اصلاحي او اجتماعي تنظيمونه جوړ کړل او ددوي سره په دې تنظيمونو کښې د ټول هندوستان او د پښتون وطن مشرانو کشرانو نر او ښځو د پوخ يقين سره اعلانونه وکړل،چې تر اخر ساه پوري دوي سره د فرنګي حکومت ختم کړو او خپل ځان او مال قربانۍ ئې د ازادۍ دپاره ورکړۀ په دې ازادۍ کښې د يو تنظيم نوم تحريک ازادي خدائې خدمتګار تنظيم و او لا هم ددي تحريک تسلسل جاري دے د عوامي نشنل پارټۍ په شکل کښې جاري دے شپه او ورځ د خپل وجود په قربانو او خپل جايداد په قربانو د خپل وطن خاورې او اولس خدمت کوي او تر اخره ساه او وخت پورې دې ته تيار دي او دې ته خدائې خدمتګاري وائې۔ خدائې خدمتګار تحريک د باچاخان بابا په نګرانۍ کښې د خپلو خدائې خدمتګارو ملګرو په قربانو کښې ټول وطن او خاص کر پښتون کښې د لرو بر نه تر پښتنو لوئې کور افغانستان پوري داسې خدائې خدمتګاري اوکړ ۀ چې زما په خيال يو داسې خدائې خدمتګار او د هغه د کور کلي به داسې کس نۀ وي چې دوي کور ته سلامت تلي وي يا خو ئې خپل وجود ټوک ټوک وړے وي او يا ئې مال دولت ضبط شوے وي خو دوي خپل دين اسلام نوم ناموس او دخپل وطن د ازادۍ نعره ژونده ساتلي وه او لانن ئې هم د فرنګي سوچ پرست وطن خلکو له لاس وجود غوښې غوښې لاړشي او سيني غلبېل غلبېل وړي ددې وطن د ابادۍ ازادۍ او خوشحالۍ دپاره او نن هم د خدائې خدمتګارو بچې او روڼه د فرنګي پرستو په قيد او بند کښې د وطن په مينه زندان کښې وي د باچاخان بابا د خدائې خدمتګارو تحريک په هرځائے او هر وطن کښې ئې سره داسې ديني او وطن په مينه او جذبه داسې کلک ولاړ وي چې په ټول وطن کښې يو کلے کوڅه کور او که غر و سيمه وه او که محل و او که خېمه وه خو خدائې خدمتګاران وو پکښې او هرځائے ته باچاخان بابا او د هغه ملګري څو څو ځله ورغلي وي او د وطن د ازادۍ او د فرنګي د غلامۍ نه ځان ازادولو سوال ئې ورته کړے و او په اتفاق ئې دا خبره کړي وه چې فرنګي چې له دې وطن ځئ او اخر دوي قربانۍ رنګ رواړو او فرنګے له دې وطن نه کډه په سر مجبور شو دې خدائې خدمتګارو ملګرو کښې نورې پښتونخوا په شان د جنوبي ضلعو خدائې خدمتګاران او پښتانه ورسره شامل شول او چې سومره قربانۍ د يو خدائې خدمتګار وو نو د جنوبي ضلعو خدائې خدمتګار سم ورسره برابر او تر خپله وسه ئې زياته قرباني ورکړۀ او لا هم ددوي خاندانونو په هغه رنګ قرباني کوي په دې جنوبي ضلعو خدائې خدمتګارو ملګرو کښې د لکي مروت ضلعي، د ډي ائي خان ضلعي، د ټانک ضلعي، د جنوبي وزيرستان ضلعي، او د ښار ګومل بازار، او د علاقي خدائې خدمتګارو د ژوند او مرګ او د تحريک حال و احوال ليکلو او ددوي د قامي خدمت او جدو جهد او د ژوند سياسي مبارزې تفصيل په خپل خپل وخت په نورو مجلو کښې يعني پښتون مجله کښې شته سره ده تاريخي فوټوګانو او د تاريخ په طور ددوي ټول ژوند په تېرو مجلو کښې محفوظ دے خو مونږ ئې مختصر حال و احوال د خصوصي ګڼې دپاره ليکو اميد دے چې خصوصي ګڼې کښې ئې شامل کړي مونږ د پښتون مجلې چيف اډيټر مننه او شکريه ادا کوو۔

د ضلعي لکي مروت خدائې خدمتګاران

خدائې خدمتګار فضل محمد قريشي

خدائې خدمتګار فضل محمد قريشي چې د پلار نوم نعيم ګل وو او په اتلس سوه ۱۸۹۰ نوي کښې په ضلعي لکي مروت کښې پېدا شوے وو او پوره د سلو کالو په عمر کښې نولس سوه نوي ۱۹۹۰ کښې وفات شوے و، يو دروند ننګيالے خدائې خدمتګار وو دده ژوند حال و احوال په اپريل ګڼه کښې ۲۰۱۹ کښې شايع شوي وو،

خدائې خدمتګار فريد خان فريد

غلام فريد خان فريد د شريف خان په کور کښې نورنګ کلي ضلعي لکي مروت کښې پېدا شوے و او د خدائې خدمتګارو سره سره يو لوئي اديب او يو نامور شاعر و او د ريډيو پاکستان ملازم هم و۔

خدائې خدمتګار محمد اباخېل

خدائې خدمتګار محمد اباخېل چې د لکي مروت اوسيدونکے و او د خپل وخت په نامتو خدائې خدمتګارانو کښې شمېر و او ددوي په سونو خدائې خدمتګار ملګري و او په دوي ملګرو کښې اکثر ملګري د غريبي طبقې خلک و چې باچاخان بابا دوي سره ډېړه مينه کوله او دوي سره به ئې شپې او ورځي تېرولي۔

د ډېره اسماعيل خان خدائې خدمتګاران

خدائې خدمتګار اخون زاده شکر دين کاک

د اخون زاده شکر دين کاکا چې د پلار نوم ئې جمال الدين او په قام شېراني و کلے چودوان او په نولس سوه پېنځه دېرش ۱۹۳۵ کښې پېدا شوے و او د مرګ تاريخ ئې ۱۹۹۵ دے۔

خدائې خدمتګار حاجي آياز خان مروت

حاجي آياز خان مروت په کال ۱۸۹۸ کښې په پېنالي کلي کښې ډي ائي خان کښې پېدا شوے و او يو دروند خدائې خدمتګار او قام پرست وو ددۀ د ژوند حال و احوال په پښتون مجله کښې ۲۰۱۴ کښې شته۔

خدائې خدمتګار عبدالطيف خان ګنډه پور

خدائې خدمتګار عبدالطيف ګنډه پور په کلاچي کلي کښې ډي ائي خان کښې د عبدالستار خان په کور کښې په ۱۹۵۵ کښې پېدا شوے و او ۲۰۱۱ کښې وفات شوے و

خدائې خدمتګار فېض رسول خان

خدائې خدمتګار فېض رسول خان د خان محمد په کور کښې ۱۹۰۷ کښې په پېنالي کلي کښې پېدا شوے و د ژوند تفصيل ئې په پښتون مجله ۲۰۱۹ کښې موجود دے۔

خدائې خدمتګار عبداش خان

خدائې خدمتګار عبداش خان پوټ د پوټ کلے ډي ائي خان اسيدونکے و او دوي د ډاکټر خان صېب د کابينې د اسمبلۍ غړے هم واوس ئې هم په کلي کښې ډېر ملګري دي۔

خدائې خدمتګار اسلم خان ايډوکېټ

خدائې خدمتګار اسلم خان ايډوکېټ چې د پلار نوم ئې محمد حيات خان و او ۱۹۳۸ کښې په ډي ائي خان کښې پېدا شوے واو په ۲۰۲۲ کښې وفات شوے دے۔

خدائې خدمتګار سيد غلام شاه ميا خېل

خدائې خدمتګار سيد غلام شاه ميا خېل د درابن کلي اوسېدونکے وو او په ۹۰ کالو عمر کښې وفات شوے و۔

د ضلعي ټانک خدائې خدمتګاران

خدائې خدمتګار بادشاه خان کنډي

خدائې خدمتګار بادشاه خان کنډي المعروف سترخان چې د پلار نوم شاعالم خان و چې په کال ۱۹۱۰ کښې په ټانک کلي کښې پېدا شوے و او زيات عمر کښې وفات شوے و۔

خدائې خدمتګار رفيق خان

خدائې خدمتګار رفيق خان چې د پلار نوم ئې محمد خان کنډي و او په ۱۹۲۰ کښې کښې پائې کلي کښې پېدا شوے و او په کال ۲۰۰۶ کښې وفات شوے دے۔

خدائې خدمتګار منتظربېټنے

خدائې خدمتګار منتظربېټنے د پښتونخوا صوبې لوئې اديب او شاعر او ليکوال و چې په ۱۹۰۵ په ګلان کوټ ټانک کښې پېدا شوے و او بيا په کال ۲۰۰۸ کښې وفات شوے دے۔

خدائې خدمتګار ډاکټر نصرالله دراني

خدائې خدمتګار ډاکټر نصرالله دراني چې د پلار نوم ئې حاجي خان و او په کال ۱۸۹۷ کښې کښې په ټانک کښې پېدا شوے و او د مرګ نېټه ئې ۱۹۸۷ ده۔

خدائې خدمتګار عبدالحميد کنډي

خدائې خدمتګار عبدالحميد کنډي د ګلي امام کلي اوسېدونکے و چې په کال ۱۹۴۶ کښې په ټانک کښې پېدا شوے و۔

خدائې خدمتګار غلام رتتور

خدائې خدمتګار غلام رتتور چې د رتتور کلي اوسېدونکے و او دروند خدائې خدمتګار و او د هغه د نظم يو شعر دے

مونږ که پوښتۍ ماتي کړي
خو ته مو ووټ حق دار کړي
خدائې خدمتګار مولانا احمد خان بهټي

خدائې خدمتګار مولانا احمد خان بهټي چې د پلار نوم ئې شېخ مشک و او په ۱۹۳۵کښې چين کچ کلي کښې ټانک کښې پېدا شوے و او د ډېر عمر په وخت کښې وفات شوے و۔

ښار ګومل بازار خدائې خدمتګاران

خدائې خدمتګار ملک مهر خان بيټني

خدائې خدمتګار ملک مهر خان بېټني چې د ملک يار خان بېټني په کار کښې ۱۹۳۵ کښې په ګومل بازار کښې پېدا شوے و او په کال ۱۹۸۲ کښې وفات شوے دے۔

خدائې خدمتګار سيد حسين شاه صېب

خدائې خدمتګار سيد حسين شاه صېب په ګومل بازار کښې پېدا شوے واو د اتياوو کالو په عمر کښې وفات شوے دے۔

خدائې خدمتګار عبداللۀ خان بلوچ

خدائې خدمتګار عبدالله خان بلوچ د يو زميندار په کور کښې پېدا شوے چې د اته اويا کولو عمر کښې وفات شوے دے۔

خدائې خدمتګار جرنېل نظر دين

خدائې خدمتګار جرنېل نظر دين چې د خدائې خدمتګارو تنظيم جرنېل و او اووه اويا کالو په عمر کښې وفات شو۔

خدائې خدمتګار بره اکا خان

خدائې خدمتګار بره اکا خان چې د پلار نوم حکيم خان و په ۱۹۳۷ کښې په ګومل بازار کښې پېدا شوے و او تقريبا د اتيا کالو په عمر کښې وفات شوے۔

خدائې خدمتګار دوست محمد ناصر او ګل محمد ناصر

دا دوه خدائې خدمتګاران روڼه د ګومل بازار اوسېدونکي و او د لالج مير ناصر په کور کښې پېدا شوي و د دوست محمد ناصر پېدايش په کال ۱۹۰۹ او د وفات نېټه ئې اتيا کاله عمر و او ګل محمد ناصر په کال ۱۹۱۱ کښې پېدا شوے و او بيا په کال دورې اتيا کالو عمر کښې وفات شوے و۔

خدائې خدمتګار شېخ بران شېخ

دا خدائې خدمتګار په ګومل بازار کښې پېدا شوے و او د اتيا کالو په عمر کښې وفات شوے و۔

دغه شان په ګومل بازار کښې درې روڼه نور و چې ډېر پاخۀ او خدائې خدمتګاران و يو جان ګل بابو صېب، دويم امان ګل، او درېم پستے ګل چې د علي باچا کلي اوسېدونکي و۔

خدائې خدمتګار غلام اکبر عرف ډول اباد

دا په کال ۱۹۴۲ کښې محمد اکبر په کور کښې پېدا شوے و او بيا د اتيا کالو په عمر کښې وفات شوے دے۔

خدائې خدمتګار خان جان

چې په ماراجه باندې مشهور و په ګومل بازار کښې پېدا شوے و او دې به په روژه کښې په ماښام او پېشمني کښې ډول غږولو خلکو به ورته وئيل چې دا څۀ کوي ده به وئيل چې زۀ خدائې خدمتګار يم۔

د جنوبي وزيرستان خدائې خدمتګاران

دائې خدمتګار علي خان محسود

چې د وزيرستان په شمن خېل اوسېدونکے و او لا شکر دے چې ژوندے دے او په جرمني کښې ژوند کوي۔

خدائې خدمتګار جنت خان وزير

جنت خان وزير چې د وزيرستان اوسېدونکے و او په ډي ائي خان کښې د خپل ژوند ډېره حصه تېره کړې ده او په ډېر عمر کښې وفات شوے دے۔

خدائې خدمتګار زلمے رسول محمد وزير

چې يو زلمے دروند او پوخ خدائې خدمتګار و او تر دې وخته د خپل خاندان سره مظبوطه رشته لري د ژوند حال ۲۰۱۹ پښتون مجله شته۔

حاجي هاشم خان مغل خېل وزير

چې په کال ۱۹۳۴ کښې په وانا وزيرستان کښې پېدا شوے و او په ۸۵ په عمر کښې وفات شوے دے۔

حاجي بادشاه محسود

خدائې خدمتګار حاجي بادشاه محسود په کړمه کلي وزيرستان کښې پېدا شوے او اته اتيا کالو په عمر کښې وفات شو۔

خدائې پير رحمان محسود

خدائې خدمتګار پير رحمان محسود د جنوبي وزيرستان اوسېدونکے و او نن صبا هم په ټانک کلي ژوند کوي پير رحمان محسود د ډاکټر خان صېب سره د کابينې غړے و او اليکشن ئې ګټلے و او د هغه دوه زامن عبدالمالک او عربستان محسود پخپله اوس هم ټول خاندان باچاخانۍ کښي دي

خدائې خدمتګار حاجي امين خان

چې د شمن خېل محسود اوسېدونکے و او دا هم د کانګرس جماعتMNA و۔

خدائې خدمتګار انار ګل

خدائې خدمتګار انار ګل محسود چې د پلار نوم ئې پاؤدين عبدالائې و او په ۱۹۵۸ کښې په وزيرستان کښې پېدا شوے و او بيا په دسمبر درېمه ۲۰۰۳ کښې وفات شوے و۔

خدائې خدمتګار پير جلال الدين شاه انصاري

خدائې خدمتګار پير جلال الدين شاه انصاري چې د پال رنوم ئې مهربان شاه انصاري صېب ۱۹۴۶ کال پېدا شو او د اتيا کالو په عمر کښې وفات شو

خدائې خدمتګار غازي مرجان

خدائې خدمتګار غازي مرجان شاهي خېل چې په کال ۱۹۳۰ کښې توروام کلي جنوبي وزيرستان کښې پېدا شوے و او دوه زره کال کښې د اوويا کالو په عمر کښې وفات شو۔

خدائې خدمتګار محمد زمان محسودي صېب

خدائې خدمتګار محمد زمان محسودي صېب چې د پلار نوم ئې مولوي ميرداد نظر خېل و حافظ زمان محسودي صېب په کال ۱۹۳۲ کښې په جنوبي وزيرستان کښې پېدا شو او که کم زيات د سلو کالو په عمر کښې وفات شو۔

خدائې خدمتګار ملک باخان وزير

خدائې خدمتګار ملک باخان وزير چې په کال ۱۹۲۸کښې په وانا وزيرستان کښې پېدا شوے و او د ۸۵ کالو په عمر کښې په کال ۳۰۱۳ کښې وفات شو۔

خدائې خدمتګار محمد روشن

خدائې خدمتګار محمد روشن شمن خېل په جنوبي وزيرستان مدينه جوړ سيلائې کلي کښې پېدا شوے و او د اتيا کالو په عمر کښې وفات شو او د هغه يو ملګرے چې يو نوم ئې ګل مچي خېل و چې په لالا مشهور و هغه وائې چې دوي ماسره د وزيرستان نه تللو نو په کوړ قلعه باندي پوليس ددوي بېګ تلاشي اخسته نو ده ورته وئيل چې په دې کښې يوه قيمتي وردي ده هغه چې خلاصه کړه نو سرې جامي او سره ټوپۍ او ورسره سور رومال وو هغه چې دا اوليدل نو ورته وائې چې دا څۀ دي نو روشن شمن خيل ورته اوئيل چې چې دې پاک وردۍ ته دا ناپاک لاس ورنۀ ورنۀ وړي او دا ددې ناپاکي خاورې نۀ بلکې دا د پاکي خاوري د هندوستان د ازادۍ وردي ده دا تا چې کومه وردي اغوستي ده دي دې ناپاکي وردۍ نه دا سرۀ وردي په سل برخې ښۀ ده، او هغه پوليس واله حق حېران پاتې شو داوه د خدائې خدمتګارو جذبه او قرباني چې تر نن ورځ ئې تاريخ ژوندے دے۔

ڼوټ: ما پخپله او هر خدائې خدمتګار د خاندان د کسانو د خدائې خدمتګارو په تاريخ او حال و احوال کښې مونږ سره مرسته اوکړۀ او زۀ د پښتون مجلې چيف ايډيټر او کارکونکي ئې شکريه ادا کوم او که څه کمے بېشےوي د هغي معافي غواړم۔

يو شعر؛

لکه سرۀ زر پۀ لمبو کښې اولمبېږه
که خپل قدر او قيمت زياتول غواړي
خامخا د انقلاب زېرے به راوړي
نا اميد د باچاخان له کاروان نۀ يم

 

نورې ليکنې۔۔۔