د قصور د ‘زېنب’ نه د مومندو ‘فرښتې’ پورې – عمران اشنا

اٰفرین دې وي پۀ ندیم سرور، نصر الله کاکړ، عبد الرحیم، نثار مومند، منظور خان، ارم فاطمه، ستاره ایاز، خان زمان کاکړ، سلیم لالا ایډوکېټ، میا افتخار حسېن او هغه قام پالو ملګرو چې د خپلې فرښتې غږ اوچتول ئې د چا د چېنلو اسرې ته پرې نۀ ښودو.

پۀ پاکستان کښې دا وخت سلو ته نزدې ټي وي چېنلې دي چې پکښې يواځې دوه د پښتو، ځيني د سندهۍ او نورې ټولې د اردو ژبې دي. پۀ دې خبره بيخي نۀ ده پکار چې د پښتون قام خپله ميډيا کۀ وه نو کېدے شي د هغوي ستونزې هم پۀ هغه جوړ مخې ته راتلې لکه څنګه چې پۀ کراچۍ کښې د يوې پيشو د ورکېدو خبر پۀ ټول پاکستان کښې خپرېږي خو دا زمونږ د قام بدنصيبي ده چې لا هم پۀ دې مېدان کښې شاړ يو، کۀ څۀ هم پۀ سوونو پښتانۀ خبريالان د بېلابېلو ټي وي چېنلو، اخبارونو او رېډيوګانو سره کار کوي – ځه شکر دے چې سوشل ميډيا خو شته.

کله چې پۀ قصور کښې يوه تنکۍ ماشومه پۀ بې دردۍ ووژلې شوه نو پۀ سوشل ميډيا دغه خبره راپورته شوه او بيا تر پاکستانۍ ميډيا ورسېده. پۀ پاکستان او نړۍ کښې بحث دا ؤ چې د جنسي زياتي دا پېښې ولي رامنځ ته کېږي؟ ولې يو ځوان جان هلک يا خو وړې جينۍ سره جنسي زياتے کوي او يا د وړوکي هلک سره؟ ايا دا کومه نفسياتي ناروغي خو نۀ ده؟ دا بحثونه روان وو او تر ډېرې مودې د ټي وي، اخبارونو او رېډيوګانو خېټې ډکېدې. د زړۀ د ډاډ خبره دا وه چې د قصور د دغې تنکۍ ماشومې بې ترسه وژنې باندې د پاکستان د صدر، وزیر اعظم، اٰرمي چیف او د بشري حقونو څارونکو تنظیمونو سره د مذهبي اٰئیکنو بیانونه هم راغلل او پۀ سائنسي بنیادونو کېدونکي تفتیش سره د دغه ناوړه قتل کوونکے قاتل ونیول شو. بيا د مردان د عاصمه خبر راغلو، خپور شو او هېر شو. لۀ دې وروستو هم ډېر خبرونه راغلل، تېر شول او هېر شول – خو پۀ دې ورستيو کښې د فرښته مومند خبر د پاکستانۍ ميډيا کردار او د پښتنو سره چلند تر ډېره حده خلقو ته ښکاره کړو. دغه پېښه ولې رامنځ ته شوه؟ لاملونه ئې څۀ وو؟ دا وخت د ملزمانو د نيولو تفصيل څۀ دے؟ د هغه پوليس سره څۀ وشو کوم چې د معصومې فرښتې د مړي موندلو نه وړاندې د اېف اٰئي اٰر ليکلو پۀ ځاے د فرښتې پۀ پلار د تهاڼې خځلې صفا کولې او د هغې معصومې پۀ ورور ئې د تهاڼې کرسۍ سمولې؟ دا ټولې پوښتنې کېدے شي کله هم ځواب نۀ شي خو خبره دا هم ضروري ده چې د پښتنو پۀ اړه د پاکستانۍ ميډيا رويه ولې مور د مېرې ده؟ د ریاست د څلورو واړو ‘ستنو’ پۀ نزد ولې د پښتنو خبره، د پښتنو ګیله، د پښتنو رایه او د پښتنو وینه بې ارزښته، سپکه او بې حرمته ده؟

کله چې د زېنب پۀ واقعه اوازونه پورته شو نو پۀ دغو اوازونو کښې د کوم قوميت، مسلک يا مکتبه فکر توپير نۀ ؤ. کله چې پۀ قصور کښې د ماشومانو سره د زياتي کېسونه )دسمبر (1999 مخې ته راغلل نو هر چا پۀ ‘جاوېد اقبال’ لعنت وئيلو، پښتنو پرې هم لعنت وئيلو،چا هم دا خبره نۀ کوله چې د ماشومانو هلکانو سره د جنسي زياتي دا کار پښتنو نۀ دے کړے خو کۀ د اردو ژبې ډرامه ګورو، کۀ سندرې او کۀ فلمونه؛ پښتانۀ به پکښې د جينکو پۀ ځاے هلکانو ته مائل ښائي. چا هم پۀ دې اواز پورته نۀ کړو چې د يو قام سره دا ولې کېږي؟ اٰيا دا يو قام پورې ملنډه او سپکاوے نۀ دے؟ ‘د قصور د جاوېد اقبال’ نه ‘د نېب د جاوېد اقبال’ پورې د شلو کالو تېرېدو نه پس هم د ميډيا دا چلند د فرښتې پۀ مرګ پښتنو ته نور هم ښکاره شو. د پنجابي مجرم اعتراف او پۀ پښتون ملزم میډیا ټرائیل —–.

فرښته ماشومه وه، پۀ څۀ پوهېده؟ چا دهوکه کړه، چا مړۀ کړه او ولې ئې مړه کړه؟ دا يو لوے بحث دے خو بدنصيبي دا وه چې کله دغه غږ پښتنو سياستدانانو، ځوانانو او پېغلو پۀ سوشل ميډيا پورته کړو او د ميډيا ورته پام شو نو پکښې ئې منفي اړخونه لټول شروع کړل. د اردو ژبې يو چېنل )اے اٰر وائي( خو د شرم هغه حد ته ورسېدو چې د فرښتې پۀ مرګ د افسوس او غم د اظهار پۀ ځاے دا خبر ورکوي چې د دې ماشومې پلار د افغانستان دے!!! هډو کۀ د افغانستان دے نو بیا؟ د پاکستان پۀ دار الخلافه کښې د شوې واقعې نه دا عذر کافي دے چې د ماشومې پلار د افغانستان دے؟ د يو خبريال پۀ حېث زۀ او زما يقين دے چې ټول خبريالان به پۀ دې بيخي پوهه نۀ شي چې پۀ داسې وخت کښې چې د ماشومې مړے لا ښخ شوے نۀ دے، دا خبر چلول څۀ معنٰي او څۀ صحافتي اخلاقي جواز لري؟ خو بلا ئې واخلم چې دغه چېنل تر ټولو زيات هم پښتانۀ ګوري. پښتانۀ چې پۀ دې هم راويښ نۀ شو نو دا شعر دې ورته ډالۍ وي چې:

ظلم ته زاهده ظلم نه وايې!!!

تا خو چې لۀ ښاره سړے وباسي

بلا واخلم د هغه ټولو ځوانانو چې دغه پاکستانۍ ميډيا ته ئې وښودل چې د افغان وينه لا ژوندۍ ده او پۀ اصل کښې د افغان وينه څومره توده ده.

دا قيصه تر فرښتې نۀ ختمېږي بلکې د پېښور، کوئټې، ژوب، لورالائي، ډېره اسماعيل خان، ټانک، چارسدې، سوات، ملاکنډ او هر هغه ښار چې د پښتنو دے، د ميډيا لۀ خوا به ورسره دا سلوک کېږي. هغه يوه قيصه راته يادېږې چې پۀ پېښور کښې يوه جلسه وه نو د پاکستان ټولو ميډيا چېنلو ورته خپل ډي اېس اېن جي ګاډي رالېږلي وو؛ هلته يو پښتون ځوان خبريال هم د دغه ټي وي چېنلو د کارکوونکو نه پوښتنه وکړه چې تاسو خو دا خبر نۀ چلوئ نو بيا ولې راغلي يئ؟ هغوي ورته وئيل، مونږ ته وائي چې کۀ خداے مه کړه څۀ دهماکه وشي يا نور څۀ ګډوډے وشي نو بس هغه بيا رالېږئ – دا د پښتنو پۀ اړه پۀ عمومي ميډيا کښې سوچ دے چې د پېښور هغه خبر مهم دے چې څوک پکښې وژلے شوے وي. دا خبر کله هم مهم نۀ دے چې د پښتنو پۀ صوبه کښې د غربت کچه تر کومې ده يا د پښتنو پۀ صوبه کښې د تعليم معيار او کچه څومره ټيټه ده؟ دوي به کله هم پۀ دې خبره نۀ کوي چې د پښتنو بې کوره شوي خلق دا وخت پۀ څۀ حال دي؟ د هغوي روژې او اخترې پۀ څۀ حال تېرېږي؟ ماشومان ئې کۀ ناروغه شي نو روغتون ترې څومره لرې دے؟ زما نۀ دے خيال چې کله نه پښتانۀ بې کوره شوي او بيا پۀ کېمپونو کښې ژوند کوي نو پۀ پاکستانۍ ميډيا ورته څۀ ځاے ورکړے شوے دے بلکې تر دې چې هلته خو هغه چا ته هم د ورتګ اجازت نشته څوک چې تلل غواړي – نو دا خبره به څوک کوي؟ څوک هم نۀ – او ښکاري چې پۀ راروانو لسو شلو کالو کښې به هم څوک دا جرأت ونۀ کړي چې پۀ ډاګه ووائي چې د پښتنو حال پۀ اصل کښې څۀ دے؟

مايوسي ګناه ده خو پۀ موجوده حالاتو کښې پۀ پاکستانۍ ميډيا کښې ناست خلق د پښتنو پۀ اړه يواځې منفي سوچونه لري، زۀ پۀ خپله يو خبريال يم او پۀ يو وخت کښې د يو اردو ټي وي سره کارکوونکے هم وم؛ هلته دننه د خلقو سوچ بس هم تر دې محدود دے چې پښتانۀ د کا کے کي پۀ فرق نۀ پوهېږي، پښتانۀ غلطه اردو وائي او پښتانۀ د جينکو نه زيات پۀ هلکانو مړۀ دي. د دې نه اخوا د پښتنو پۀ حال څوک نۀ خبرې ته تيار دي او نۀ ئې اورېدل غواړي – نو کۀ نن مونږ د فرښته مومند پۀ اړه کېس کښې د ميډيا پۀ کردار خبره کوو او غندنه ئې کوو، بايد لۀ هغې وړاندې هم د دغه خلقو د ماضۍ پۀ رويو سوچ وکړو چې مخکښې ئې څۀ کړي دي؟ بيا به مونږ کله هم پۀ دغه کار ماتم نۀ کوو بلکې ځان له به خپلې لارې پۀ خپله لټوو. خپل قام سره به ودرېږو – ځکه چې زمونږ مړي ته، زمونږ سړي ته، زمونږ ګیلې ته او زمونږ فرښتې ته هم زمونږ قام ودرېږي.

نن د فرښته مومند سره دغه کار وشو، افرين! پۀ هغه ټولو چا چې دا اواز پورته کړو او د خوش بختۍ خبره دا ده چې پۀ پښتنو کښې داسې ځوانان او مشران شته چې اوازونه پورته کوي، ښۀ پۀ نره ئې پورته کوي او د هر ظالم جابر مخې ته ئې پۀ جار وائي چې ‘کوم ظلم کېږې د هغې مخنيوے به کوو’. بدبختي يوه دا هم ده چې د پښتنو پۀ سيمه د سازشونو دومره بارانونه شوي چې د پښتنو ځوانانو او پېغلو د سوچ، فکر او دليل پټي ئې لامدۀ کړي، دغه پټي به وتره کېږي او بيا به پکښې نوے کر کېږي. لۀ دې وړاندې چې مخصوص خلق پکښې خپل فصل وکري، زمونږ پېغلو او ځوانانو له به سوچ کول وي چې کۀ د ميډيا لۀ لارې د پښتنو پۀ اړه رويه د خلقو داسې ده نو مونږ به د چا پۀ مشرۍ کښې دغه کر کوو؟ څۀ به کرو او څوک به د خپل پټي مالک ګرځوو؟ د مشرۍ حق چا ادا کړے او چا زما د حق پوښتنه کړې؟ د دې ځوابونه ګران نۀ دي او پټ هم نۀ دي خو کۀ مونږ د دروغو، لويو لويو دعوې کوونکو او مصنوعي مشرانو د مخونو نه دا پرده اوچته کړه او اولس ته د دوي اصلي مخ ښکاره شو نو اولس دومره بې سوچه او بې فکره نۀ دے چې خپل مشر به نۀ پېژني.

د دې هر څۀ نه پرته يوه خبره نوره اوس پۀ ډاګه وي چې د پښتنو د مسئلو اوچتولو يواځينۍ لار هم پښتانۀ ټاکلے شي چې څنګه او پۀ کومه لار خپلې مسئلې راپورته کوي، د هواري لارې ټاکي او د يو چا پۀ مشرۍ د خپل منزل پۀ لور خپل سفر روان ساتي! نن د فرښته مومند مړے د خاورو لاندې دے خو د هغې روح زمونږ نه دا پوښتنه ضرور کوي چې دغه ميډيا، دغه پردۍ ميډيا، دغه مېرنۍ میډیا چې د هغې پۀ مرګ پورې کومه خندا وکړه او کوم امتيازي سلوک ئې ورسره وکړو )ځکه چې هغه د يو پښتون پلار لور وه(، د دې بدل به پښتانۀ شازلمي او پېغلې پۀ کومه لار اخلي؟ تر ټولو وړاندې خپلې فرښتې لۀ دې ناورين نه بچ کول دي او بيا دا فېصله اوس پۀ خپله کول دي چې کۀ د بلې فرښتې سره داسې ظلم کېږې او خلق ورپورې خنداګانې کوي نو علاج به ئې څوک او څنګه کوي؟

وخت سره د ریاست د ستنو نیتونه عام اولس ته څرګندېږي. د قصور پۀ زېنب غږ پورته کوونکي حق لري چې د خپلې فرښتې د پاره اواز پورته کړي، احتجاج وکړي – د پنجابۍ ‘فرښتې’ د پاره د اوچت شوي صدر، وزیر اعظم، اٰرمي چیف، چیف جسټس او مذهبي اٰئیکنو نه هیله ولري چې د پښتنې ‘زېنب’ د پاره هم هغسې غږ پورته کړي.

د ‘فرښتې’ غږ تر دې دمه د فرښتې خپلو پښتنو پورته کړے، بل چا نۀ دے پورته کړے، بل څوک پرې زیاد نۀ شي کولے.