يو نۀ ستړې کېدونکے اصول پسند شخصيت الحاج غلام بلور (د خدائي خدمتګارۍ تسلسل)–شباب مومند

دا ليکنه شريکه کړئ

نۀ پوهېږم چې د ستر شخصيت الحاج غلام بلور پۀ حواله کوم داسې الفاظ راوړم چې د ‌هغه کمے بيشے رانه ونۀ شي او د هغه پۀ حواله د ليکلو حق ادا کړم ۔ الحاج غلام بلور پۀ پېښور کښې پۀ 1939 کښې ځيګيدلے دے او پۀ سياست کښې عملي برخه د‌ فاطمه ‌جناح صدراتي کمپېن نه د ايوب خان پر ضد او د جمهوريت د پاره اخستې ده۔ چې بيا روستو د عوامي نېشنل ګوند باقاعده رکن شو او د ‌عوامي نېشنل ګوند نه پۀ 1988,1992,1997،2008 کښې د عوامي نيشنل اسمبلۍ دپاره برخه اخستې ده او د پېښور حلقې نه‌ د اسمبلۍ غړے پاتې شوے دے، دا شان د اور ګاډي وزير په 1992 نا 1993پورې او بيا 2008 نه 2013پورې وزير هم پاتې شوې دے او د ‌خپلې حلقې خدمت د ‌دې خبر ګواهي ورکوي چې کله هم ټول ټاکنې شوې دي نو الحاج غلام احمد بلور باندې خپل اولس اعتماد کړے دے ۔  الحاج ‌غلام احمد بلور يو اصول پسند سياست دان دے چې دا خبره پۀ دې دلالت کوي چې تر شپيته کالو راسې د‌ عوامي نېشنل ګوند سره کلک تړون لري او هر وخت او پۀ هر مېدان د پښتنو د حق او د پښتنو د خدمت دپاره پۀ مانده وجود ولاړ دې او د پښتون خدمت خپل فرض ګڼړي۔د ولي باغ نه پس د الحاج غلام بلور د عوامي نيشنل ګوند دويمه پيژند ګلو ده چې د دې ګوند لاندې د هغه ټول خاندان په يو اواز دي۔دا خبره په دې دلالت کوي چې د الحاج غلام بلور زوي شبير بلور د‌ ټول۱۹۷۸ ټاکنو پۀ وخت وژل شو چې د‌غلام بلور او د هغه خاندان دپاره د لوي زيات سبب وګرځيده۔دا شان مارشل لا ولګيده خو هغه کله هم د يو امر جنرال مخې ته تسليم نۀ شو او د مضاحمت يو غر ورته ودريده،کله‌چې د ۲۰۰۸ټول ټاکنې وشوې نو يو ځل بيا د اين اې ۱پېښور نه د ممبر نيشنل اسمبلۍ دپاره منتخب شو او پۀ صوبه کښې هم د‌عوامي نيشنل ګوند حکومت جوړ شو او هغه د ريلوې وزير پۀ څوکۍ باندې ولګيد چې تر ۲۰۱۳پورې دغه ذمه داري تر سره کړه خو د‌پښتونخوا او د‌ټول پاکستان د بد امنۍ سره مخ شو چې دغه ټول ټاکنو نه لږ شان مخکښې بينظير بهټو وژل شوه او بيا پۀ دوه زره لسم دولسم کښې په ټوله پښتون خوا کښې د تر هګرۍ يو زور وچليده چې پۀ دې کښې د الحاج غلام بلور ورو بشير بلور هم شهيد‌کړې شو او په دغه موده کښې د ميا افتخار زوي راشد حسين هم شهيد کړې شو چې دا د بشير بلور د‌خاندان دپاره لويه سانحه وه او يو دروند غم سره مخ شو،د‌الحاج غلام بلور د ژوند‌ډيرې ترخې وليدې او دغه ترخې ورته د سياست او بيا خاص کر د‌عوامي نيشنل ګوند او د پښتنو دپاره او قامپرست سياست پۀ صله کښې ميلاو شوه خو هغه بيا هم خپله حوصله ونه بيلوده او دا عهد ئې وکړو چې سياست زما ژوند‌ دې او زما مرام د‌اولس خدمت کول دي ۔دا شان په‌ ۲۰۱۳ټول ټاکنو کښې د عمران خان هوا پۀ خوريدو شوه او ټول اثرات پۀ پختونخوا شو چې دې کښې په خپله حقله الحاج غلام بلور ته عمران خان شکست ورکړو او الحاج غلام بلور شکست اومنلو خو د ضمني ټاکنو کښې الحاج غلام بلور يو ځل بيا د عوامي نيشنل ګوند‌ غړې جوړ شو ۔خو د بشير بلور غم تازه وۀ چې په ۲۰۱۸ټول ټاکنو کښې پۀ پېښور کښې د الحاج غلام بلور ورارۀ هارون بلور پۀ بمي چاؤدنه کښې شهيد‌کړې شو او د الجاج غلام بلور ژوند نور هم په جنجال کښې شو او د يو تکړه ورارۀ نه محرومه شو،چې بيا روستو د هغه ميرمن ثمر بلور په ضمني ټاکنو کښې منتخب شوه چې هغې خپل وخت پورې د خپلې حلقې خدمت وکړلو ۔ پۀ ۲۰۲۴ټول ټاکنو کښې الحاج غلام بلور منتخب نۀ کړې شو او هغه د عملي سياست نه استعفا ورکړه او دا خبره ئې څرګنده کړه چې نور زه په مانده وجود مانده وجود‌عملي سياست نۀ شم کولې او هميشه دپاره به د‌عوامي نيشنل ګوند سره ملاتړ يم۔الحاج غلام بلور د‌پنځوس کالو څخه زيات عملي او اصولي سياست اوکړو او په سياست کښې او د‌خپل پښتون د‌ مرام دپاره درې شهيدان ورکړل چې دا خبره پۀ دې دلالت کوي چې الحاج غلام احمد بلور يو مخلص او پۀ پښتو او پښتون ميئن سياست دان دې۔الحاج غلام بلور د سياست سره سره د‌ باقي ژوند‌د تيرولو دپاره پېښور نه د اسلام اباد‌پۀ لور کډه وکړه چې د الحاج د‌پېښور سره يو نۀ شليډونکي تړون اخر تر پائې ورسيدۀ او اخر هم د پېښور ښار د باقي ژوند‌فيصله په سر ښار اسلام اباد‌کښې وکړه،او د الحاج وينا مطابق پېښور زما د پلاريني کور دې خو د نور ژوند څه وجوهات په بنا نه شم تيرولې چې د سياست سره سره د پېښور نه هم کډه وکړه چې د پېښور سره د‌خواږه يادونو سره څه داسې تراخه يادونه هم پاتې شو چې الحاج غلام بلور که په خوله څه نه وائي نو پۀ زړه دننه هغه هره ورځ نيم نيم ويلي کيږي۔خپلې خبرې په دې شعر راغونډوم چې :

د قاف د‌غرۀ ننداره ځائې پۀ ځائې نيمګړې پاتې

زه به راځمه دوباره که ژوند وفا اوکړه

نورې ليکنې۔۔۔