زيتون بانو د پښتو ادب يو نامتو او زړوره ليکواله وه ـ هغې خپل ټول ژوند د قلم سره تېر کړے وۀ ـ او د ښځو د حقونو ، تعليم ،ازادۍ او ټولنيزو ستونزو پۀ اړه ئې ډېر څۀ ليکلې دي ـ هغې د خپلو ليکنو د لارې خلقو ته دا پېغام ورکړے چې ښځه هم د ټولنې مهمه برخه ده ، او هغو ته هم د عزت ، تعليم او پرمختګ حق شته ـ زيتون بانو يواځې قيصې نۀ دي ليکلې بلکې د خپلې ټولنې حال ئې بيان کړے دے ـ د ښځو دردونه ، امېدونه او قربانۍ ئې نړۍ ته ښودلې دي ـ هغې پۀ داسې وخت کښې ليکل پېل کړل ، کله چې ښځو ته دا حق ډېر کم ورکړے کېدو چې ليکنې وکړي يا خپل غږ پورته کړي ـ زما د دې ليکنې مقصد دا دے چې د زيتون بانو ژوند، ليکنې ، نظريات او د هغې خدمتونه وڅېړم او دا وښائم ، چې يوه ښځه هم د خپلې ټولنې د پاره ښۀ فرد ثابتيدے شي ـ زيتون بانو د پښتو ادب يوه وتلې ليکوال وه چې د خدائي خدمتګار تحريک د نظرياتو ترجماني ئې کړې ده ۔ مېرمن زيتون بانو پۀ اتلسم جون کال ۱۹۳۸ء کښې د پېښور د خليلو تپې پۀ مشهور کلي سپينه وړۍ کښې زېږيدلې ده ـ د دې د پلار نوم سيد سلطان محمود وۀ چې د رېډيو پاکستان پۀ محکمه کښې ئې پۀ يوه ذمه واره عهده کار کولو ۔ زيتون بانو د يوې علمي کورنۍ سره تعلق لري ـ د خاندان اکثر خلق ئې د ښه علم خاوندان دي ـ د دوئ نيکۀ سيد عبدالقدوس تندر د خپل وخت ښۀ شاعر او صحافي وۀ ۔ زيتون بانو ابتدائي تعليم پۀ اسلاميه کالجيټ سکول کښې حاصل کړے دے او لسم جماعت ئې د الزبت ګرلز هائي سکول پېښور نه پاس کړے دے ـ د وړاندې تعليم د پاره ئې پۀ فرنټير زنانه کالج کښې داخله واخسته خو د څۀ مجبورو له کبله د تعکليم دغه سلسله ئې جاري ونۀ ساتلے شوه ، او تعليمي سلسله ئې هم پۀ دغه ځاے نيمګړې پاتې شوه ـ د تعليم سره د ډېر شوق له کبله خداے پاک د دې دغه سلسله بيا شروع کړه او دپېښور پوهنتون نه ئي پۀ پښتو کښې د اېم اے ډګري واخسته او بيا ئې پۀ اېجوکېشن کالج کښې بي اېډ کښې داخله واخسته ۔ بانو د پېښور رېډيو او ټيلي ويژن ډرامو او نورو پروګرامونوکښې د ډېرې مودې راسې د يوې نوموړې صداکارې پۀ حېث برخه اخستې وه ۔ دې پۀ اردو او پښتو دواړو ژبو کښې ډېر زړۀ راښکونکي ليکل کړي دي ، او د دې له کبله پۀ ټوله پښتونخوا کښې د يوې پښتنې شاعرې نه علاوه د ډرامه نګارې او افسانه نګارې پۀ حېث ډېره مشهوره ده ـ بانو پۀ نظم او نثر دواړو عبور لري ـ د زيتون بانو د پښتو افسانو پۀ کتابونو کښې هنداره ، مات بنګړي ، ژوندي غمونه ، خوبونه او پۀ اردو کښې شیشم کا پتہ، وقت کے دہلیز پر، دہنگ رنگ ، خوشحال شناس ، رحمان شناس ، برگ ارزو ناول ، مہتابہ ناول ، موسمو کے بازگشت افسانہ ، او ائينه او چهرې ډرامې شهرت لري ـ ښاغلے عبدالخالق خليق صېب د زيتون بانو د پېژنګلو پۀ سلسله کښې ليکي چې : ” زيتون بانو وړومبۍ پښتنه پېغله ده چا چې پۀ نثر کښې د پښتو يو شاندار خدمت وکړو ـ هنداره پۀ پښتو ادب کښې يو قابل قدر اضافه ده پښتو اديبانو د ژبې خدمت ته لاس اچولے دے ـ پۀ لږه موده کښې ئې ډېر ښۀ ښۀ کتابونه چاپ شو ـ خو اکثر کتابونه ئې پۀ نثر کښې دي او د شمېر يو څو کتابونه ئې پۀ نظم کښې هم چاپ شوي دي ” ـ ښاغلي اخون زاده فرمان مسافر د زيتون بانو د شاعرۍ پۀ حقله وائي : ” مېرمن زېتون بانو د شاعرۍ پۀ مېدان کښې هم پښتو ادب ته د ودې ورکولو پۀ غرض د قلم نه کار اخلي او د خپل غزل معيار ئې انتهاء ته رسولے دے ـ زيتون بانو د خدائي خدمتګار تحريک روحاني او اخلاقي اصولو ته ژور دراناوے لرلو ـ د دې تحريک بنياد پۀ خدمت ، صداقت ، امانتدارۍ ، او د انسانيت خدمت دي ، چې دا ټول د هغې د فکر او ليکنو پۀ محور کښې شامل دي ـ زيتون بانو د خپلو ليکنو د لارې د انصاف مساوات او د اخلاقو پېغام خلقو ته رسول ، چې د ا د خدائي خدمتګار تحريک مهم اصول وو ـ د هغې شاعري او ليکنې د تحريک د موخو لکه د ټولنې اصلاح ، د فقر او بې عدالتي ختمول او د حق او انصاف ملاتړ سره سمون خوري ـ زيتون بانو نۀ يواځې د خپلو ليکنو لي لارې د خدائي خدمتګار تحريک ملاتړ کړے ، بلکې د تحريک د ارزښتونو خپرولو د پاره ئې ټولنيز او ادبي فعالتونه هم ترسره کړل ـ ملي او اسلامي هغې د خدائي خدمتګار تحريک د اسلامي او ملي ارزښتونو پالنه کول ، چې پۀ پښتونولۍ او دين باندې ټينګار هم د هغې د فکر يوه مهمه برخه وه ۔ زيتون بانو د خدائي خدمتګار تحريک د فکري ، اخلاقي او اجتماعي اهدافو يوي قوي ملاتړ وه او د تحريک د فکر او عمل د خپرولو د پاره ئې مهم ورل ترسره کړے دے ـ
“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے
چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا راغله او د پاکستان د فوج، عدليې، احتساب او ميډيا