حېدراباد‌ جېل او افيون—ډاکټر فېصل فاران

دا ليکنه شريکه کړئ

سلطان محمد د اورنګزېب هغه زوے ؤ چې خپل نېکه شاهجهان باچا ئې ګرفتار کړے و بيا دغه شهزاده خپل پلار اورنګزېب  په سرکښۍ کښې قېد کړو او دجېلخانې داروغه ته ئې ووې چې خوراک کښې ورته کوکنار شاملوه دغسې دغه زوے ئې څه وخت پس قېد کښې مړ شو د اورنګزیب ظلم کښې د وروڼو د قتلولو او د مشرې خور او پلار د قېدولو تذکره کښې کېږي خو د دې مشر زوي دغه ډول وژنه ئې څوک نۀ يادوي ۔ داپېښه مې د غني خان په حواله رایاده شوه چې غني خان ،ماسټرکريم ، عبدالمالک فدا او ماسټر کريم په پنځمه د جولائۍ۱۹۴۸ز ګرفتار شوې وه دې نه پس د بابړې چړاو هم وشو خو په اولس باندې د مسلم ليګ ګوډاګي او بجاجي حکومت اثر ونکړو نو د ملت فروش جعفرشاه ميا سود نه کېده نو اول يې قيوم خان ته ووې چې په لسو کلو جرمانه ولګوه چې هغې نه پس هم خلک ونه ويریدل  نو سېفټي ايکټ باندې ئې ټولو جېلونو کښې پراتۀ  مشران چنګ ونګ کړل ۔ د  قاضي عطاالله جان او غني خان په برخه د سندهـ حېدرآباد جېل ته اورسدو۔ سندهـ کښې سېفټي ايکټ کښی  د اے او بي کلاس تصور نۀ و هر سړي به د تېلو دال ساګ خوړلو جعفرشاه د حېدراباد پېرنګي سپرنډنټ لانګ مین ته ووې چې دا کسان درنه سرپورته نۀ کړي که مړه شو لاښه ده ۔ډاکټروقارعلي شاه  ليکي چې :

دقيوم خان له خوا د جېل افسرانو ته بیا بياحکم ورکولے کېدۀ چې که کوم افسر په نرم سلوک ونيولے شونوفوراً به نوکرۍ نه لرې کړے کېږي په هرچا خپله نوکري ګرانه وه نو دوي ته چې د بره نه هم حوصله افزائي وشوه او داسې حکمونه ورکړې شو نو بیا د دوي د لاس نيولوڅوک نۀ وو نو چې څه به يې خوښه وه خدائي خدمتګارو سره به  هغه ناروا کېدل ۔  ددې خراب سلوک په وجه قاضي عطاالله عبدالمالک فدا او داسې نور ترمرګه راوستلے شو او چې کله د دوي  باورونو چې اوس ئې د رغېدو څۀ درک نۀ لږي نو بيا ئې بهر ساه ختو ته پرېښودو (1) ۔

ماسټرکريم په خپل ليک « قاضي عطاالله جان دکوره ترګوره » کښې ليکي چې :

غني خان د سخت پلار زوے او بل هلک هم ؤ هغه خو په دغه پل صراط روغ رمټ تېر شو ولې په اتمه ورځ د قاضي صېب مرۍ خرابه شوه  ټانسلز پکښې وشوې او چې زۀ ور ورسېدم نو درماني يې غوټې پرېکړې وي وئيل ئې چې بې پریکون بله لاره نه وه ۔

منم مرګ په نېټه ده دګورشپه په کورکيږي نه خو ولې کۀ قاضي صېب د لانګ مین فېرنګي په لاس د تيلو دال ساګ ته چا تړلے نه و نو قاضي د مرګ بنده نه و،  مړکېدو به خو په دغه مرګ به نه ؤ مړ‌ ۔(1)

ددې بدترين  قېد عکاسي غني خان   نظم «قېد» کښې داسې کوي

د سحر تېل او دال

د ماښام دال او تېل

د کوټګۍ په ګوټ کښې

قلپۍ د عطر و فلېل

د سحر دوه چپاتۍ

لکه زړې چيترې

داسې خواږه او پاسته

لکه د خرو ټغري

چاۍ لکه يخه ښوروا

په تروې ګوړې توره

پيا له د زهرو ډولچه

اوس راشه خوند ئې ګوره

بستر د مرګ تر پړي

سوزنۍ توره کمبل

او يارانې له شپې

څاربه څاربه کټمل

محفل د ښکلو خلکو

ټول بزرګان شريفان

يا مټيزک ګڼ کپان

يا اجرتي قاتلان

چې لمر زيړے شي هله

ما په پنجره کښې کړي بند

لکه مړز په قطار

په بلاره کښې کړي بند

تمامه شپه ګرځي

دم په دم کړي تفتيش

ته به وې چرګ يمه زه

يو به مې سي پڼاپيش

د بندېدو سر

همه دنيا ده بهر

يو توره لړه شي

کښېني مې ان په ځيګر

د جهان ټول غمونه

لکه سيلۍ راشي

د زړګي سر له به دې

لکه ګولۍ راشي

او، چې ارمانونه پکښې

لا د لولۍ راشي

لکه د مړي په کور

چې سره ډولۍ راشي

او چې دې باغ د ګلو

ماښام راياد شي

بيا خو مزې کوه

هله به سر کې شي

ډوب لکه دے  ملا

به په قر قر کښې شي

لا چې دې ډک د مستۍ

سور جام راياد شي

که دا خدمت وي د قام

زموږ توبه ده

دا دال او تېل هضمول

ګرانه کيسه ده

او لا په دې کښې هم

غني غزلې وائي

د عشق اوږدې مزلې

په بلې بلې وايي

ولې په تشو اوبو

شاعري ګرانه ده

چې تاو د اور نه وي

زرګري ګرانه ده

قاضي صاحب وايي قران

سحر، ماښام، مازديګر

ځان له يې کېنوو اواز

او ما له يې خوږ کو سر

که ايله غږ کوو

اوس راته وايي ايات

قهر په مست او سرشار

رحم په صوم او صلوات

څه وکړو صبر به شو

دا د الله نه ده

ولې په تشو اوبو

شاعري ګرانه ده) 3)

د دې خوراک له  کبله د غني خان په پښتورګو خرابه اغېزه وشوه اوبيا به پرې  د ګردې دړ راتلو (دجېل د ناقص خوراک له کبله به باچاخان سره داسې شوي ؤ ) نو دغه انګرېز لانګ مين ورته د دې دړ د علاج  دپاره افيون تجويز کړه او  د دغه مجبورۍ نه  بيا غني خان افيون  شورو کړۀ.

خو د حېرانتيا خبره دا ده چې دې نظم کښې غني خان چې نفسياتي توګه باندې د زښت ډپرېشن ښکار ښکاري بيا هم   فطري  ذکاوت او خپله خوش طبعي نه پرېږدي چې هغه د لويې حوصلې او پښتون هوډ ثبوت دے

۔اخذ ليکونه ………..

۱ــــــ عبدالغني خان ژوند او زمانه (مخ ۵۱۹)

۲ـــــــ قاضي عطاالله جان ,تاليف قریش ګل اېډوکیټ بخشالي

۳ـــــ د غني  کليات(کابل چاپ) : مخونه  (۴۷۵-۷۶-۷۷

نورې ليکنې۔۔۔