خدائي خدمتګار حاجي بادشاه محمد مرحوم(متوفي 1945ء)–ډاکټر سعيد احمد ساحل

دا ليکنه شريکه کړئ

حاجي بادشاه محمد مرحوم د خپل وخت يو داسې نوموړے او پياوړے شخصيت تېر شوے دے چې بنيادي تعلق ئې د رياستِ دير د مردم خېزې خاؤرې “خال” سره وۀ ۔ د خپل وخت يو با اثره شخصيت، نوموړے تاجر او فيرنګي ضد مبارز وۀ ۔ د عبدالغفار خان او خدائي خدمتګار تحريک سره د مولوي فضل محمود مخفي په واسطه منسلک وۀ ۔ د فيرنګي ضد مبارزينو سره ئې مظبوطې اړيکې لرلې او د آزادۍ په مبارزه کښې ئې د خپلې برخې کار هم کړے دے ۔ دغه شان په دې سيمه کښې ئې د مولوي فضل محمود مخفي په سربراهۍ کښې د جاري تعليمي تحريک سره هم ځان منسلک ساتلے دے ۔ د پښتنو د لوئې قبيلې يوسفزئي د ذيلي څانګې ناصر خېل سره ئې تعلق لرلو ۔ ناصر خېل بيا داؤد خېل دي، داؤد خېل بيا عائشه خېل دي، عائشه خېل بيا نيکپي خېل دي، نيکپي خېل بيا خواجه زي دي، خواجه زي بيا اکوزي دي او اکوزي بيا يوسفزي دي ۔1 په خال کښې ناصر خېل په مقامي کچه د سېټانو په نامه هم شهرت لري ۔ ولې خو د تجارت سره د وابستګۍ په بنياد په ځينې تاريخي کتابونو کښې د پراچګانو په نامه هم ياد شوي دي ۔ د څۀ خانداني تنازعاتو په وجه د دوي مشران د موجوده سوات د باغ دروشخېلې نومې علاقې څخه د رياستِ دير خال نومې علاقې ته خواؤشا دوه سوه کاله وړاندې منتقل شوي او دلته آباد شوي دي ۔ اخونزاده هدايت الله ايډوکېټ په خپل کتاب “رياستِ دير کل او آج” کښې د خال د ناصر خېل په حقله ليکي:

“یہ سوات سے آئے ہوئے لوگ ہیں۔ اس قبیلے کا یک بڑا خاندان خال میں آباد ہے  جس کو عرف عام میں سیٹھان کہلاتے ہیں۔ زیادہ تر لوگ تعلیمی یافتہ اور کاروباری ہیں۔ ابتداء ہی سے اس خاندان کے بزرگ تجارت کے پیشہ سے وابستہ رہے ہیں اور اپنی شرافت اور اچھے اخلاق کے بناء پر خال میں لوگ اس خاندان کو نہایت عزت اور احترام کی نگاہ سے دیکھتے ہیں۔ صاحبِ جائیداد لوگ ہیں اور علاقہ میں کافی اثر رسوخ کے مالک ہیں”۔2

وړاندې د حاجي بادشاه محمد مرحوم په حقله ليکي

“حاجی بادشاہ محمد سیٹھ ریاستی دور میں مالدار شخص تھا اور ریاست میں سب سے پہلی گاڑی انہوں نے خریدی تھی۔ نوابِ دوم اورنگ زیب خان کے ساتھ قریبی تھے۔ اخونزادگانِ خال کے ساتھ اچھے تعلقات کے علاوہ متعدد رشتے بھی کئے ہیں”۔3

د دير، سوات او باجوړ د کال 1906ء په ملټري رپورټ د دې خاندان په حقله داسې ليکلے شوي دي:

Twelve to fourteen Parachas live in Khal trading locally between Peshawar and Chitral۔ Camels reach as far as this up right bank panjkora road۔4

د حاجي بادشاه محمد مرحوم د پلار نامه ميا سېد مرحوم وۀ څوک چې په خپله هم د خپل وخت نوموړے شخصيت وۀ ۔ د خال فيرنګي ضد قامي مدرسې له زمکه هم دوي په دوه زره اتۀ سوه کابلۍ اخيستې وه، کومه چې په کال 1922ء کښې دلته قائمه کړې شوې وه ۔ د صوبې د چيف کمشنر اسسټنټ سيکرټري مېجر آر ۔ اي ۔ اېچ ګريفت د 30 اپرېل 1922ء په هفته وار خفيه ډائيرۍ کښې د دې قامي مدرسې د بنياد په حقله ليکي:

There is considerable fresh activity in the matter of establishing pan-Afghan schools۔ During the week the Shahzada of Rehankot laid the foundation stone for a school at Khal, the site for which was purchased by Mian Said Seth of Khal for Rs۔ 2800 Kabuli۔ The villagers are busily engaged in collecting stones۔ After the ceremony of laying the foundation stone, Maulvi Makhfi delivered and impassioned speech, advocating the use of swadeshi articles۔ Maulvi Makhfi and a Hindustani named Muhammad Fakir, who is said to be a muhajir from Panipat, are superintending the construction of the school۔5

لۀ دې پورتني خفيه دستاوېز نه دا جوتيږي چې د خال د قامي مدرسې بنياد د 30اپرېل 1922ء نه وړاندې هفته کښې ايښودے شوے دے ۔ د دې قامي مدرسې د بنياد تېږه د فيرنګي ضد مبارز مولوي فضل الرحمان المعروف شهزاده ريحانکوټ و کوټکي باباجي په لاس ايښودے شوې وه، څوک چې د ريحانکوټ د روحاني پېشوا خليل الرحمان المعروف شاؤ باباجي ځوے وۀ ۔ د دې قامي مدرسې د پاره زمکه د خال نوموړي تاجر ميا سيد مرحوم په دوه زره اتۀ سوه کابلۍ اخيستې وه ۔ د کلي خلقو ئې په تعمير کښې رضاکارانه خدمات وړاندې کړي دي ۔ د سنګِ بنياد په دې دستوره کښې ئې فضل محمود مخفي پرجوشه تقرير کړے دے ۔ د فضل محمود مخفي او هندوستاني مهاجر محمد فقير په نګرانۍ کښې د دې تعمير سر ته رسېدلے دے ۔ عبدالغفار خان هم په خپل خود نوشت “زما ژوند او جدوجهد” کښې د دې قامي مدرسې په حقله ليکلي دي چې:

“د هغې نه پس د دير علاقې ته لاړو ۔ خالونو نومې کلي ته راغلو ۔ د خالونو په کلي کښې اخونزادګان او پراچګان اباد دي ۔ دا دواړه کورنۍ ډېرې روشنفکره او ښۀ خلق دي ۔ دواړه قوم پرست او دولتمند وو ۔ د دوي په مرسته مونږ دلته يوه مدرسه جوړه کړه او دوي ته مو ووئيل چې د دې مدرسې د انتظام د پاره مخفي صاحب راوغواړئ او مونږ ترې دير ته لاړو ۔ دې مدرسې ډېره زر ترقي وکړه او په لږه موده کښې ئې شاګردان څلورو سوو ته ورسېدل ۔ د ملاکنډ پولېټېکل اېجنټ د پښتنو د بېدارۍ سخت مخالف وۀ ۔ هغۀ د دير نواب وغوښت، ورته ئې ووئيل چې دې مدرسو او تعليم مونږ ته څومره مشکلات پېدا کړل، تۀ ځان له دا مشکلات مۀ پېدا کوه ۔ دا مدرسه ورانه کړه ۔ د دير نواب راغے، مدرسه ئې ورانه کړه، اور ئې ورته کړۀ”۔6

د فيرنګي سرکار د خفيه دستاوېزاتو نه دا هم څرګنديږي چې د خال دا قامي مدرسه د رياستِ دير د سپه سالار صفدر خان په ايماء او د نواب محمد اورنګ زېب خان په وينا ولي عهد محمد شاه جهان خان ورانه کړې وه، ځکه چې نواب محمد اورنګ زېب خان په دغه وخت کښې د هندوستان په دوره وۀ او سپه سالار صفدر خان ورسره په دې دوره کښې ملګرے وۀ ۔ د فيرنګي سرکار د 19 مئ 1923ء په هفته وار خفيه ډائيرۍ کښې مېجر آر ۔ اي ۔ اېچ ګريفت په دې حقله ليکي:

The Nawab of Dir has written from Karachi to Khan Bahadur Shah Jehan Khan, directing him to demolish Makhfi’s School at Khal۔ He has also written to the Shahzada of Rehankot, advising him to abstain from encouraging these institutions۔ This action by the Nawab probably indicates that the influence of his travelling companion, Safdar Khan, is now high and the latter is endeavoring to make matters difficult for Khan Bahadar Shah Jahan۔7

د فيرنګي سرکار د خفيه دستاويزاتو نه دا هم څرګنديږي چې فضل محمود مخفي د خال د دې قامي مدرسې د ورانېدو نه وروستو د دې د بيا ودانېدو د پاره هم هڅې کړي دي ۔ د 26 مئي 1923ء په يوه هفته وار خفيه ډائيرۍ کښې مېجر آر ۔ اي ۔ اېچ ګريفت ليکي:

Maulvi Makhfi has gone to Khal and is trying to persuade the Akhunzadas there to rebuild his school at that place۔8

دغه شان د دې مدرسې په حقله اياز ايسپزي په خپل کتاب “خپل اتلان وپېژنئ” کښې ليکي:

“هغۀ (باچا خان) د مولوي فضل محمود مخفي صاحب په مرسته د پښتونخوا د دير سيمې په خال نومې کلي کښې د يوې آزادې مدرسې بنياد کېښودۀ ۔ ځائي خلقو دغه کار ډېر وستائيلو او په ګڼ شمېر کښې يې خپل ماشومان دغه مدرسې ته ولېږل ۔ خو ډېر زر د ملاکنډ پوليټيکل ايجنټ په حکم د دير نواب شاه جهان دغه سکول ونړولو او باچا خان او فضل محمود مخفي ئې د دير څخه وويستل ۔ ياده دې وي چې دغه مدرسې له د خال د هغه وخت يو نوموړي سوداګر ښاغلي باچا محمد پراچه (د ميا سېد پراچه زوي) زمکه او پېسې ورکړې وې ۔ څوک چې وروستو د دير نواب ډېر وزورلو”۔9

دلته دا وضاحت ضروري دے چې د خال دا قامي مدرسه د سپه سالار صفدر خان په ايماء او د نواب اورنګ زېب خان په وينا ولي عهد شاه جهان ورانه کړې وه ۔ د دې مدرسې  د پاره زمکه د خال نوموړي تاجر حاجي بادشاه محمد مرحوم نۀ وه ورکړي بلکې د هغۀ پلار ميا سيد مرحوم دغه زمکه اخيستې وه البته ځوے حاجي بادشاه محمد مرحوم ئې وروستو معاون ضرور پاتې شوے دے ۔ لکه د فېرنګي سرکار د کال 1933ء په يو خفيه رپورت کښې هم د دې حاجي بادشاه محمد مرحوم متعلق دا ليکلے شوي دي چې هغۀ د دير يو شتمن تاجر دے او د خال د فيرنګي ضد مدرسې سره منسلک دے:

Badshah Mohd (Muhammad): Paracha of Khal, son of Mian Said, who is still alive, and was connected with an anti-British School at Khal۔ A prominent trader is reported to be the richest man in Dir and is said to be owed a considerable sum of money by the Nawab۔10

هم دغه حاجي بادشاه محمد مرحوم (د ميا سېد مرحوم ځوے) د مولوي فضل محمود مخفي سره په اصلاحي، تحريکي او تعليمي هلو ځلو کښې وخت په وخت خپل اخلاقي او مالي کومک جاري ساتلے دے ۔ لکه کپټن سي ۔ جي ۔ اين ايډورډ د 31مارچ 1924ء په هفته وار خفيه ډائيرۍ کښې ليکي:

Maulvi Makhfi has delivered about Rs۔ 2000 woth of forged Indian currency notes to Pacha Muhammad of Khal for negotiation۔ These notes are being distributed through the Chamarkand Colony۔ The object is not only to gain money, but also gradually to shake public confidence in British India in the paper currency of the Government of India۔11

دغه شان د مولوي فضل محمود مخفي د خپل لاس ليکلي دې رسيد څخه هم دا خبره جوتيږي چې حاجي بادشاه محمد مرحوم ورسره په تحريکي، اصلاحي او تعليمي هلو ځلو کښې معاون پاتې شوے دے:

“باعثِ تحریر آنکہ۔ مبلغ دو ہزار و شس صد و شست و ہشت (۲۶۶۸) روپیہ انگریزی کہ نصف آن مبلغ یک ہزار و سہ صد و سی و چار (۱۳۳۴) روپیہ انگریزی میشود۔ امروز بہ تاریخ ۱۸ ذی قعد ۱۳۴۴ھ مطابق یکم جون ۱۹۲۶ء از جناب پاچا محمد سوداگر خال وصول کردم۔ و ایں حساب از جملہ مبلغے سہ ہزار (۳۰۰۰) روپیہ انگریزی است۔ کہ مطابقِ قرارداد مورخہ چارم شوال ۱۳۴۱ھ قمری از جانب راقم الحروف ھذا بر ذمہ جناب سوداگر صاحب پاچا محمد خان مذکور واجب الادا بود بموجب رسید ہذا۔ دیگر رسیدات سابقہ پرچونی کہ وقتا فوقتا حوالہ اوشاں شدہ است فسخ تصور خواہد بود۔ فقط فضل محمود مخفی بقلم خود۔ تحریر بتاریخ ۱۸ ذی قعد ۱۳۴۴ھ، یکم جون ۱۹۲۶ ء”۔12

د فيرنګي سرکار د ځينې خفيه دستاويزاتو څخه هم د دې تصديق کيږي ۔ د هغه وخت د صوبې چيف کمشنر سر نورمېن بولټن په 10 اکتوبر 1927ء په يو خفيه رپورټ کښې په دې حقله ليکي:

Maulvi Makhfi came to Khal on 24 September and stayed with Badshah Muhammad son of Mian Said seth of Khal۔ It is said that he came to recover some mony which Badshah Muhammad owed to him۔13

د حاجي بادشاه محمد مرحوم نمسي اخونزاده رحمت باري (1954ء ۔ 2017ء) هم په دې حقله په خپله مرکه کښې راقم الحروف ته داسې وئيلي وو چې:

“د خال بادشاه محمد سېټ زما نيکۀ يعني د مور پلار وۀ ۔ هغۀ د خپل وخت يو منلے شوے تاجر او صاحب حېثيت شخصيت وۀ ۔ د دير د نواب سره ئې ذاتي مراسم وو او تر دې چې د رياست سره به ئې مالي مرستې هم کولې ۔ د آزادۍ د مبارزينو سره ئې هم خپلې اړيکې جاري ساتلې او وخت په وخت به ئې ورسره کومک کولو ۔ تر کومه حده چې د خال د فيرنګي ضد مدرسې تعلق دے نو زما غور نيکۀ يعني د بادشاه محمد سېټ پلار ميا سېد سېټ د دې مدرسې زمکه مولوي فضل محمود مخفي له ورکړې وه ۔ دغه شان د دې مدرسې په جوړولو او چلولو کښې ئې هم خپل بنيادي کردار لوبولے دے ۔ د بادشاه محمد سېټ د مولوي فضل محمود مخفي سره ډېر ښۀ او نيزدې تعلقات وو او د عبدالغفار خان سره ئې تعلق هم د مولوي فضل محمود مخفي په واسطه جوړ شوے وۀ”۔14

د حاجي بادشاه محمد مرحوم خاندان د دې سيمې يو معروف صاحبِ جائيداد خاندان دے ۔ د پېښور نه تر چترال پورې ئې د “شعېب برادرز” په نوم د تجارت يو وسيع نيټ ورک لرلو ۔ د حاجي بادشاه محمد مرحوم ورارۀ خالد شعېب (زېږون: 1952ء) راته په خپله مرکه د خپل خانداني شاليد متعلق اووې:

“د حاجي بادشاه محمد مرحوم د پلار نوم ميا سيد مرحوم وۀ ۔ د ميا سيد د بل ورور نوم غلام سيد وه چې د دوي پلار ګجر بابا وۀ ۔ د ګجر بابا خپل نوم معلوم نۀ دے ولې خو د ډېرو څاروو څښتن وۀ نو په دې وجه په ګجر بابا معروف وۀ ۔ د ګجر بابا د پلار نوم خان رسول بابا وۀ او د خان رسول بابا د پلار نوم سيد جمال بابا وۀ، څوک چې د ناصر بابا په اولاد کښې وۀ ۔ د نن نه تقريبا دوه سوه کاله وړاندې خان رسول بابا د خپل ماشوم ځوي ګجر بابا سره د څۀ خانداني تنازعاتو په بنياد د موجوده سوات د علاقې باغ دروشخېلې څخه د رياستِ دير خال نومې علاقې ته منتقل شوے وۀ او بيا دلته په مستقله توګه آباد شوے وۀ ۔ د حاجي بادشاه محمد مرحوم درې وروڼه يعني حاجي سردار محمد مرحوم، محمد شعېب مرحوم او غلام شعېب مرحوم هم دي ۔ دغه شان د حاجي بادشاه محمد مرحوم درې ځامن يعني عبدالشعېب، فضل شعېب او خادم شعېب دي ۔ يوه لور ئې هم وۀ، کومه چې د مشيرِ مال رياستِ دير اخونزاده عبدالجليل مرحوم په مشر ځوے اخونزاده سردار امير مرحوم باندې وادۀ وه ۔ زمونږ د مشرانو پېشه کاروبار وۀ چې په ټول پښتون وطن کښې خور وۀ ۔ لۀ دې نه علاوه تر لاهور او ځينې نورو علاقو پورې هم غزېدلے وۀ ۔ د پېښور په نمک منډۍ کښې ئې د “شعېب بلډنګ” په نوم معروف تجارتي مرکز قائم وۀ ۔ د دې سره سره ئې د ټمبر هم يو وسيع کاروبار وۀ چې په ګړهي شاهو لاهور کښې ئې منډۍ هم وۀ ۔ د چترال د مهترانو سره ئې هم ښۀ تعلقات لرل نو تر دغه ځايه ئې هم کاروبار وسعت لرلو ۔ حاجي بادشاه محمد مرحوم د خپل وخت نوموړے تاجر او کاروباري شخصيت وۀ چې په ټول پښتون وطن کښې شهرت لرلو ۔ د دې علاقې په خدمت کښې ئې هم خپل صلاحتيونه په کار راوستې دي ۔ د فيرنګي ضد مبارزينو بالخصوص د مولوي فضل محمود مخفي سره ئې ډېر نيزدې مراسم وو او د هغوي په تحريکي، تعليمي او اصلاحي کارونو کښې به ئې پوره پوره کومک کولو ۔ دغه شان د عبدالغفار خان د خدائي خدمتګار تحريک سره هم وابسته وۀ”۔15

د شعېب برادرز په نوم د دې خاندان تجارتي کاروبار تر افغانستان پورې هم غزېدلے وۀ ۔ لکه د کال 1949ء د دې لاندې خفيه دستاوېز څخه چې جوتيږي:

It is reported that Fazli Razaq is a motor driver, who lives in Dir Proper۔ He was until lately in the sevice of Messrs Shuaib Brothers of Khal (Dir State)۔ He owns no vehicle and yet is in possession of a Red Pass, which enables him to visit Afghanistan vis Torkham freely۔ One report states that he takes the Nawab of Dir’s message to Afghanistan via Torkham۔ It is suggested that he be searched that next time he enters the Khyber and in any case his Red Pass should be cancelled۔16

د تجارت او کاروبار په حواله د حاجي بادشاه محمد مرحوم د خاندان د پخوا راهسې يو وسيع نيټ ورک وۀ ۔ لکه د کال 1887ء په يو خفيه دستاوېز کښې د خال علاقې د پېژندګلو په ضمن کښې د دې خاندان د تجارتي او کاروباري وسعت په حقله دا هم ليکلے شوي دي چې د دې خاندان د پېښور نه تر د بدخشان پورې تجارتي نيټ ورک وۀ:

The Khaluna (Khal) valley embraces that portion of the Panjkora river which lies between the fort of Rabat and chutiatan۔ The tribes occupying this tract are the Sultan Khel and Akhunzada Khel sections of the Malizai۔ The population is estimated at 7500 or 1500 houses, each house furnishing a fighter man۔ In addition to agricultural labour, sevral are engaged in trade with Peshawar and Badakshan۔ These traders are known as parachas, and are reputed wealthy۔17

په څۀ زمانه کښې د چکدرې د لوے چونګې د محصولاتو اجاره او ټېکه هم د حاجي بادشاه محمد مرحوم سره وه چې د دې اجارې روپۍ به د رياستِ دير په خزانه کښې جمع کېدلې ۔18 دا اجاره بيا په کال 1951ء کښې دوه لاکه شل زره روپو ته رسېدلې ده ۔19 د حاجي بادشاه محمد مرحوم خاندان د دې علاقې يو با اثره او ښکاره خاندان دے ۔ په دې خاندان کښې ډېر لوے علمي، سياسي او کاروباري شخصيات زېږېدلي دي ۔ دغه شان شان د تجارت او کاروبار سره سره دا د خپل وخت صاحبِ ثروت، صاحبِ حېثيت او تعليم يافته خاندان هم وۀ ۔ لکه په کال 1958ء کښې يو اطالوي سياح چې کله رياستِ دير ته راځي نو د حاجي بادشاه محمد مرحوم د ورارۀ حېدر شعېب مرحوم په حقله ليکي:

As luck would have it, a decent looking youth rode past on a bicycle at that moment from the direction of Kahal (Khal): he turned out to speak excellent English۔ During the afternoon we were visited by Haidar Shuaib, the English-speaking youth we had met earlier۔ He was beyond a doubt the most civilized person we had had come across in this parts, and we at once got on friendly terms with him۔ The object of his visit was to invite us all to his home, and he had changed his clothes for the occasion۔20

لۀ دې اقتباساتو څخه دا په ښۀ شان جوتيږي چې د حاجي بادشاه محمد مرحوم خاندان يو اسوده حال خاندان وۀ ۔ د تجارتي کاروبار سره په لويه کچه منسلک وۀ او يو وسيع دائره کار ئې لرلو ۔ د دې خاندان يوه ځانګړنه دا هم وه چې د فيرنګي ضد مبارزې سره منسلک وۀ ۔ د مولوي فضل محمود مخفي، عبدالغفار خان او خدائي خدمتګار تحريک سره هم تړلي وو ۔ د حاجي باشاده محمد مرحوم پلار ميا سيد مرحوم هم د خپل ځوي حاجي بادشاه محمد مرحوم او مولوي فضل محمود مخفي په واسطه تر څۀ حده د فيرنګي ضد مبارزې سره منسلک وۀ ۔ د دوي د زېږون په حقله معلومات نۀ ترلاسه کيږي ولې خو مزار د کتبې مطابق ئې د مړينې کال 1357هجري بمطابق 1938ء دے ۔ د دوي په مزار چې کومه لوحه لګېدلې ده نو په هغې د عربۍ دا منظوم کلام ليکلے شوے دے:

لَفَقْدُكَ يا ميان سيّد عظيمُ
ورَزْنُهُ جاءَ أمرًا جسيمُ
وخلَّفتَ المصائبَ فينا تترىٰ
وخُضنا أبحرًا فيها الهمومُ
ذهبتَ لدعوةِ الغفّار لمّا
دعاكَ لجنّةٍ فيها النعيمُ
فلبَّيتَ النداءَ وأجبتَ فورًا
إلهي نجِّني أنتَ الرحيمُ
فناداكَ المهيمنُ: أنتَ ضيفي
فسلني ما تشاءُ وأنا الكريمُ
وأرَّخَ إبراهيمُ نداءَ مولىٰ
لِظِلِّكَ يا ميان سيّد مقيمُ21

د حاجي بادشاه محمد مرحوم د زېږون په حقله هم کره معلومات نۀ ترلاسه کيږي، البته د مړينې نېټه ئې ۰۶ شوال 1346هجري بمطابق 15ستمبر 1945عيسوي ده ۔ هم په دې نېټه ئې لۀ دې نړۍ څخه سترګې د همېشه د پاره پټې کړي دي او په خپله خانداني هديره برکلي خال دير کښې د خپل پلار ميا سېد مرحوم په خوا کښې خاؤرو ته سپارلے شوے دے ۔ د حاجي بادشاه محمد مرحوم په قبر چې کومه کتبه لګېدلې ده نو په هغې دا عبارت ليک دے چې: “بسم الرحمان الرحيم ۔ لا اله الا الله محمد الرسول الله ۔ مرقد حاجي بادشاه محمد لالا صاحب ۔ تاريخ وفات: ۰۶ شوال ۱۳۶۴هجري مطابق 15 ستمبر 1945عيسوي بروزِ پنجشنبه ۔ انا لله و انا اليه راجعون”۔22

د خال د سيمې اولسي شاعر مرحوم حاجي غلام محمد ترکاڼ د حاجي بادشاه محمد مرحوم د ځوي خادم شعېب مرحوم د ستائينې په ضمن کښې د دې خاندان او حاجي بادشاه محمد مرحوم ستائينه هم کړې ده ۔ په دغه طويل غزل نما نظم کښې د دې خاندان په حقله يو ځاے ليکي:

ډېر د دير په علاقه کښې نامه ور وو
دوي ياديږي خاص په خال باندې سېټان
داسي بله کورنۍ په خال کښې نشته
لکه دغه کورنۍ چې ده ياران
تر کوهستانه، باجوړه نامه ور دي
هم په ټول صوبه سرحد کښې دا ګلان23

وړاندې د خادم شعېب مرحوم د پلار حاجي بادشاه محمد مرحوم په حقله ليکي:

د پلار نوم د دۀ ښکاره بادشاه محمد وۀ
مشهور په تمام دير او په کوهستان
دے د دير په علاقه مشهور سېټ وۀ
ټېکه دار په تمام دير د شاه جهان
محصولونه تمام غرونه ورسره وو
مشهوره کورنۍ وه دا سېټان
د نواب ټولې ټېکې به ورسره وې
د هر قسمه د نواب صاحب اعتباريان
د نواب په رياست کښې په ټول دير کښې
د هر قسمه بيوپاريانو مال داران
پلار ئې ډېر لوے عزت مند برکتي وۀ
خلق وائي دے د سرو زرو قهران
په لوے دور کښې روان بادشاه محمد وۀ
ورسره درې وروڼه نور هم کشران
يو بېلډنګ د دوي ولاړ په پېښور وۀ
د پخوانه ئې اخيستے وۀ پلاران
د بادشاه محمد نوم خور په اشنغر وۀ
خادم سېټ چوټ ټېکدار په پاکستان24

حوالې:

  1. پير معظم شاہ، تواریخ حافظ رحمت خانی، ترتیب و حواشی: خان روشن خان، پشتو اکیڈیمی پشاور یونیورسٹی، اشاعت دوم ۱۹۷۶ء، ص: ۶۸۳
  2. اخونزادہ ہدایت اللہ ایڈوکیٹ، ریاستِ دیر کل اور آج، ناشر و سن اشاعت ندارد، ص: ۴۲
  3. اخونزادہ ہدایت اللہ ایڈوکیٹ، ریاستِ دیر کل اور آج، ناشر و سن اشاعت ندارد، ص: ۴۳
  4. Military Report on Dir, Swat & Bajaur, Intelligence Branch Government of India Simla, 1906, Page: 101
  5. Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 30 April 1922, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No۔ 5, File No۔ 61, Directorate of Archives Peshawar, Page: 71
  6. عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، کابل دولتي مطبعه افغانستان، ۱۹۸۳ء ، ص: ۱۷۸
  7. Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 29 May 1923, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No۔ 5, File No۔ 62, Directorate of Archives Peshawar, Page: 84
  8. Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 26 May 1923, Deputy Commissioner Peshawar, Bundle No۔ 5, File No۔ 62, Directorate of Archives Peshawar, Page: 84
  9. اياز ايسپزے، خپل اتلان وپېژنئ، منګل کتاب کور پېښور، دسمبر ۲۰۱۹ء، ص: ۳۲۶
  10. Confidential, Who,s Who in the Dir, Swat and Chitral Agency, Government of India Press, 1933, Page: 06
  11. Confidential, North West Frontier Provincial Dairy, Dated: 21 March 1924, Deputy Commissioner Peshawer, Bundle No۔ 5, File No۔ 61, Directorate of Peshawer, Page: 35
  12. د مولوي فضل محمود مخفي د لاس ليکلے رسيد، مملوکه: خالد شعيب، برکلے خال دير، د ليک نېټه: ۰۱ جون ۱۹۲۶ء
  13. Confidential, North West Frontier Provincial Fortnight Political Dairy, Dated: 10 October 1927, Deputy Commissioner Peshawer, Bundle No۔ 03, File No۔ 45, Directorate of Peshawer, Page: 02
  14. د اخونزاده رحمت باري (دبادشاه محمد مرحوم نمسے) سره مرکه، برکلے خال دير، ۱۶ نومبر ۲۰۱۶ء
  15. د خالد شعېب (د حاجي بادشاه محمد مرحوم ورارۀ) سره مرکه، برکلے خال دير، ۱۷ مارچ ۲۰۲۶ء
  16. Confidential, File No۔ 100/Dir, 10-S-St (11), 1939, Title: Dir Affairs, Civil Secretariat NWFP, Political Branch, Trible Area Reseach Cell Peshawer, Page: 138, 139
  17. Lieut Colonel A۔ LE۔ Holmes, Gazetteer of the North West Frontier, Vol: 01, Government Central Branch Press Simla, 1887, Page: 511
  18. سلیمان شاہد، گمنام ریاست، جلد دوم، علیز سکین پشاور، اشاعت اول اکتوبر ۲۰۰۷ء، ص: ۶۴
  19. محمود دانشور، کافرستان اور چترال، دیر، سوات کی سیاحت، الفیصل ناشران و تاجران اردو بازار لاہور، اپریل ۲۰۰۶ء، ص: ۲۵
  20. Fosco Maraini, Where Four Worlds Meet Hindu Kush, Translated By: Peter Green, Hamish Hamilton London, 1959, Page: 99
  21. د ميا سيد مرحوم د قبر لوحه، د سېټانو هديره برکلے خال کوز دير، نېټه: ۱۹۳۸ء
  22. د حاجي بادشاه محمد مرحوم د قبر کتبه، د سېټانو هديره برکلے خال کوز دير، نېټه: ۱۹۴۵ء
  23. ترکاڼ، حاجي غلام محمد، د شاعرۍ قلمي نسخه، مملوکه: نور محمد خان، خال کالوني دير
  24. ترکاڼ، حاجي غلام محمد، د شاعرۍ قلمي نسخه، مملوکه: نور محمد خان، خال کالوني دير

 

نورې ليکنې۔۔۔