پۀ لسمه جوائۍ 2025ء کښې مولانا خانزېب د پښتونخوا وطن د امن د پاڅون د پاره پۀ خپله علاقه باجوړ کښې د کمپاين پۀ دوران کښې پۀ ډزو وويشتل شو ۔ د هغوي د جنازې نه پس باچاخان مرکز کښې د عوامي نېشنل ګوند له خوا د تينک ټينک اجلاس راوغوښتے شو ۔ پۀ دغه اجلاس کښې فېصله وشوه چې پۀ شپږتمه جولائۍ به د عوامي نېشنل ګوند صوبائي تنظيم يوه جرګه باچاخان مرکز ته راغواړي او پۀ دغه جرګه کښې د پښتونخوا وطن سره تړلې سياسي او غېرسياسي تنظيمونو ته بلنه ورکولې کېږي ۔ پۀ شپږيشتمه جولائۍ 2025ء باچاخان مرکز کښې يوه جرګه ترسره شوه چې صدارت ئې د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدر ميا افتخارحسېن او نظام ئې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبائي جنرل سيکټر حسېن شاه خان ترسره کړې ۔ پۀ دې جرګه کښې ګڼو خلقو برخه واخسته او ډېرو خلقو پکښې خپلې رايې څرګندې کړې ۔ جرګې چې پۀ اخره کښې کومې پرېکړې ترسره کړې دلته ئې وړاندې کومه ۔
- دا قامي جرګه د هر قسمه تشدد رد کوي خوا هغه کۀ پۀ هر څنګه شکل کښې وي او د چا له خوا هم وي ۔ پۀ دې نتاظر کښې به رياست د (ګوډ او بيډ) يعنې او ښۀ او بد دهشت ګرد د ختمولو هڅه کوي ۔ رياست به د تمامو دهشتګردو د تنظيمونو د مرکزونه ړنګوي دغه کۀ پۀ پنجاب کښې وي او کۀ بل چرته ۔
- رياست دې د جنګي اقتصاد پاليسي ختمه کړي ۔ د دهشت ګرد تنظيمونو پۀ شا ودرېدل دي پرېږدي ۔ پۀ 2014ء کښې چې کوم نېشنل اېکشن پلان جوړ شوے و پۀ هغه نکاتو دې پوره پوره عمل وکړي ۔
- پۀ خېبرپښتونخوا کښې چې پۀ 2019ء کښې کوم غېر انساني او غېر جمهوري قانون ]ايکشن ان ايډ اف سول فاور[ دې زر معطل کړې شي ۔ ورک کړې شوي يا يرغمال کړي شوي کسان دې سوِل عدالتونو ته حواله کړې شي ۔ پۀ زوره ورک کړي شوي (جبري ګمشدګي) دې قانوناً جرم وګرځوي ۔
- پۀ خېبرپښتونخوا کښې او خصوصاً پۀ ضم شوي ضلعو کښې دې اختيار ټول سِويلين ادارو ته ورکړې شي او د قانون د نافظ کولو ټول نظام دې پوليس ته حواله کړې شي ۔
- دا جرګه پۀ پښتون وطن کښې هيڅ کوم بل پراکسي جنګ نۀ غواړي ۔
- د بدامنۍ نه څو مختص کسانو ته ګټه وټه راځي ۔ دا دې بنده کړې شي او د قانون پۀ دايره کښې راوستې شي ۔
- د مختلفو علاقو نه چې د اپرېشنونو پۀ نوم کوم خلق بې دخله شوي دي هغوي دې ته خپلې روغې ودانۍ او علاقې ورکړې شي ۔
- د فوجي اپرېشنونو باوجود ليدل کېږي چې ځنې دهشت ګرد تنظيمونه بيا بحال شوي دي د هغوي خلاف دې قانوني کاروائي وشي او پښتون امن جرګه دا غوښتنه کوي چې پښتنو ته دې تحفظ ورکړې شي ۔
- مخکښې چې کوم اپرېشنونه شوي دي د هغې ازاله دې وشي ۔ جرګه تاکيد کوي چې دغه ذمه واري دې رياست پۀ خپل سر واخلي ۔ کوم پښتانۀ چې عبث برباد شوي دي هغوي ته دې معاوضه ملاو شي او ورته دې د کاروبارونو موقعې پۀ لاس ورکړې شي ۔ د باجوړ نه تروزيرستانه او د چمن نه تر چتراله پورې د کهربونو روپو املاک تباه شوي دي ۔ جرګه زر تر زره د دې نقصاناتو د پوره کولو تاکيد کوي ۔
- د دنيا د لويو جنګونو پۀ کشمکش کښې دې پاکستان غېر جانبداري خپله کړي ۔ پښتون وطن دې هيڅ کوم پردي جنګونه نۀ راوړي ۔
- پښتون قامي جرګه غوښتنه کوي چې رياست دې خپلو ټولو ګاونډي ملکونو سره راشه درشه د ورورولۍ پۀ بنياد کوي چې ورسره علاقائي امن بحال وي ۔
- د افغانستان سره دې تجارتي لارې زر او پۀ بشپړه توګه باندې پرانستې شي او د هغې انتظام دې صوبو ته حواله کړې شي ۔
- اولسي حکمراني دې يقينې کړې شي د کومې د پاره چې ضروري ده چې منتخب پارلمينټ د هرې فېصلې کولو اختيار حاصل شي ۔ پۀ سياست کښې دې غېر جمهوري ادارې ګوت وهنې بندې کړي ۔
- د خېبر پښتونخوا چې پۀ وفاق باندې څومره هم رائيلټيز دي هغه دې ادا کړې شي ۔ د نورو (اېن اېف سي) اېوارډز دې جاري کړې شي ۔ د ضم شوي ضلعو سره د شوي وعدو پۀ مد کښې دې هرې ضلعې ته سل اربه روپۍ يو پوهنتون او د لس کلونو د پاره دې ټيکس فري وګرځوي ۔
- د ضم شوې ضلعو د ترقياتي کارونو انتظامي معاملاتو اختيار دې سول انتظاميې ته او د پارلمنټ منتخب غړو ته حواله کړې شي ۔
- د انضمام نه وړاندې وعدو کښې دې 22000 زره خاصه دار د ضلعو د امن او امان د پاره نوکران کړې شي ۔
- پۀ ضم شوې ضلعو کښې د ښځو د تعليم شرح دري فيصده ده ۔ هلته دې د ښځو تعليمي ادارې پرانستې شي ۔
- پۀ ضم شوې ضلعو کښې دې دوباره سروۍ وشي او هغه عمارتونه او سړکونه چې خراب کړې شوي دي هغه دې سم کړې شي ۔
- د موبايل فون سروس دې سره د تهري جي او فور جي سروس بحال کړې شي ۔
- هغه چيک پوسټونه د کومې سره چې د عام اولس ژوند تنګ دے هغه دې لرې کړې شي ۔
- د زمکې ريکارډ دې کمپيوټرايز کړې شي ۔
- د ضم اضلاع د پاره غوره شوي د مېډيکل او انجنيرنګ سيټونه دې حقدارو ته ورکړې شي ۔ د اېچ اي سي سکالرشپونه دې بحال کړې شي ۔
- جرګه غوښتنه کوي چې اتلسم ائيني ترميم دې مکمل بحال کړې شي ۔ د دې ترميم پۀ ضد چې څومره هم سازشونه روان دي هغه دې ودرولې شي ۔ پۀ ائيني توګه هر پينځۀ کاله پس د اېن ايف سي اېوارډ د جاري کېدو کار عمل دې يقيني شي ۔
- پۀ C باندې د تر هر څۀ اول حق د خېبرپښتونخوا دے ۔ اوس چې کوم کوشش روان دے چې اېف سي د وفاق پۀ دايره کښې راولي يو سراسر ظلم دے ۔ د قبايلي اولس پۀ حق دې ډاکه نۀ اچوي ۔
- پۀ وفاق کښې اوسېدونکي د واړۀ قومونو د محروميو دې خيال وساتلې شي او د هغوي استحصال دې بند کړې شي ۔ ولې چې د دوي د پاره پۀ اتلسم ائيني ترميم کښې پوره پوره اختيارات موجود دي ۔
د امن پاڅون باجوړ ګډه اعلامیه او مطالبې:
- د فرش، خار بازار، شنډۍ موړ، پاټک او شاوخوا علاقو کښې چې کومې خوني پېښې شوې دي، د هغو ریکارډ به ضرور د سي سي ټي وي کېمرو کښې محفوظ وي. دا کېمرې پټ پټ د چا په اشاره لرې کړل شوي دي. دا ریکارډ دې د باجوړ د قومي او سیاسي مشرتابه سره شریک کړل شي. ریاستي ادارې یې ذمه واره دي، نو دا ادارې دې خپل ظالمانه او بې پروایه چلند ختم کړي او د اووۀ ورځو دننه دننه دې د امن لپاره داسې عملي ګامونه پورته کړي چې عوام پرې مطمئن شي.
- فوځ دې د هرې کاروایۍ نه مخکې عوام په اعتماد کښې واخلي او کاروایي هم داسې وي چې د ولس ژوند او مال خوندي وي.
- ولس به هېڅکله داسې اپرېشن ونه مني چې پکښې بېګناه خلک شهیدان شي او خلک بیا آیي ډي پیز جوړ شي.
- منظم چور، ډاکې او بهته اخیستل اوس یو معمول ګرځېدلے دے. ریاستي ادارې پرې خاموش دي او دا خاموشي د اولس په ذهنونو کښې شکونه پېدا کوي. نو دا چور او بهته خوري دې سمدستي بنده کړل شي.
- له ۲۰۰۵ نه تر نن پورې د ترهګرۍ په پېښو کښې چې څوک شهیدان شوي هغوی ته دې د شریعت مطابق دیت ورکړل شي، یعنې د ۱۰۰ اوښانو قیمت برابر تاوان ۔ کۀ ریاست دا تاوان ورنهکړو، نو امن جرګه به د وکیلانو خدمات واخلي او عدالت ته به لاړه شي۔
- کۀ ریاستي ادارو دا غوښتنې د ۷۰ ورځو دننه دننه ونه منلې، نو امن جرګه به دا ګامونه پورته کوي:
- د باجوړ ټول قبایل به د ریاستي ادارو سره مکمل بایکاټ کوي.
- د باجوړ ټول معدني کانونه به بند شي ځکه دا د باجوړ د اولس ملکیت دے. چا ته به اجازه ورنۀ کړو چې دا قبضه کړي. که دا بند نه کړل شي، نو اولس به د خپل ملکیت د دفاع لپاره وسلې پورته کړي.
- که ریاست د امن راوستو کښې ناکام شو، نو اولس به د خپلې خوندي ساتنې لپاره وسلې راواخلي.
- که پۀ کومه واردات کښې قاتل ووژل شو، نو ټول قوم به د هغه ملاتړ کوي او د هغه پر ضد هېڅ ایف آی آر نه درجېږي.
- د باجوړ ولس به د ترهګرۍ په دې جګړه کښې د هېڅ فریق سهولتکار نۀ وي. که څوک سهولتکار وګرځي، نو ولس به د هغه سره ټولنیز او معاشي بایکاټ کوي.موږ وایو چې د وزیرستان نه تر باجوړ پورې یو کروړ قبایلي ولس دا موقف لري چې دا تېره ۲۵ کلنه ډالري جګړه نور نه زغمو.نو حکومت، پوځ او ریاستي ادارې دې دا جګړه ختم کړي.
- . د افغانستان امارت اسلامي، د پاکستان حکومت او پوځ دې د دې بدامنۍ مسله د خبرو او سفارت له لارې حل کړي.
- د امریکا په اشاره دا ډالري جګړه هېڅ صورت کښې نه منو. د باجوړ قومي جرګه به ډېر زر د ټولو قبایلي ولس، صوبو او ملک د سیاسي مشرتابه سره په مشوره اسلامآباد ته د یو قوي امن مارچ (پاڅون) اعلان کوي