د شانګلې سالار، نېشنلے سالار—فرحت عباس

دا ليکنه شريکه کړئ

ورک هغه چې نۀ ئې نوم نۀ ئې نخښان وي
تل تر تله پۀ ښۀ نوم پائي ښاغلي

د کال 1969ز زمانه ده۔ اوسنۍ ضلع سوات، کوهستان، شانګله او بونېر د رياست سوات برخه دي۔ پۀ رياست سوات باندې د والي سوات باچاهي ده۔ پاکستان جوړ شوے دے خو رياست سوات ځان له بيل حيثيت لري۔ پۀ رياست پاکستان کښې دوه لوے ګوندونه شتون لري چې يو مسلم ليګ دے او بل د ولي خان بابا ګوند نېشنل عوامي پارټي (نېپ)۔ د دغه ګوندونو د اثر نه رياست سوات هم بيل پاتې نۀ شو او د سياسي ګوندونو چپه د ملاکنډ نه راپورې وتله۔ خلک دوه ډلې شو؛ مسلم ليګيان او نېشنليان۔ د هر کلي نه به تعليم يافته خلک تلل او د کليو دپاره به ئې ګوند غوره کوو۔ د ضلع شانګلې زياتره خلک پۀ دغه وخت کښې پۀ کراچې، کوټه، خېرپور وغېره کښې د روزګار پۀ تکل کښې وو۔ پۀ دې کښې زياتره خلکو باچا خان بابا او ولي خان بابا اورېدلي وو۔ د شانګلې د تحصيل پورڼ سنېلې نه ملک دل سنګين خان د ټول کلي پۀ مشوره د خپل ملګري امرېز خان سره د سوات افضل خان لالا کره ځي او د هغه ځاے نه د ولي باغ دوره کوي، د باچا خان، ولي خان او اجمل خټک سره ئې ليدۀ کېږي او دغه د سور بېرغ ګوند خپل کلي ته راوړي۔ ملک دل سنګين خان به خبره کووله چې کله خپل کلي ته مخامخ شو، نو ټول کلے د شنو بېرغونو نه بڼولے شوے ؤ۔ مونږه خفه هم شو چې د باچا خان سره مو ژمنه کړې ده او بل خوا د کلي خلکو څنګه زمونږ د راتګ نه مخکښې شنې جنډې پورته کړې دي۔ چې کلي ته راورسېدو او پوښتنه مو وکړه نو دغه شنۀ بېرغونو پرې والي سوات پۀ زور خېژولي وو۔ ملک دل سنګين خان سره د خپلو نورو ملګرو پۀ خپلو کورونو سرۀ بېرغونه وخېژوول چې تر اوسه لا رپاند دي۔

د دغه ملک دل سنګين خان پۀ درنه او پښتنه کورنۍ پۀ کال 1959ز کښې يو داسې ماشوم سترګې پرانيستې وې، چې دغه سور بېرغ ئې نن پۀ کور هم رپېږي او د جنازې پۀ کټ ئې هم خور ؤ او د قبر نه ئې نن هم غاړې وتے دے۔ د دغه نېشنلي نوم هم ملک دل سنګين خان د سوات د وتلي قام پرست مشر او لوے سياستدان افضل خان لالا پۀ نوم اېښودے ؤ، چې بيا د سالار محمد افضل خان پۀ نوم مشهور شو او د عوامي نېشنل پارټۍ شانګلې تاحيات سالار وټاکلے شو۔ سالار صېب رسمي تعليم نۀ ؤ حاصل کړے خو د خپل سياسي او قامي شعور پۀ زور پۀ هر محاذ باندې داسې زيرک ولاړ چې د ډېرو تعليم يافتوو نه ښۀ ؤ۔ پښتون مجله ئې د مرګه پورې پۀ باقاعده توګه راغوښتلې او پۀ خپلو بچو ئې لوستې ده۔ د باچا خان مرکز نه ئې ګڼ شمېر کتابونه راوړي چې دغه ذخيره نن هم د سالار صېب د يادګار پۀ توګه محفوظ ده۔

سالار صېب د خپل سور واسکټ، سرې ټوپۍ، سور قلم، سرو تسپو او سرو څپلو پۀ وجه پۀ ټوله سيمه کښې ځانګړې پېژندګلو لره۔ ولي باغ ئې سياسي قبله وه او ولې به نۀ وه چې ولي باغ ټول عمر د سالار صېب غوندې لېونو ته بې کچه احترام لرلے او هم د داسې لېونو پۀ زور او مينه باندې ولي باغ کۀ هر څومره ترخې او سختې فېصلې کړې  دي خو دا لېوني ورته بيا هم راټول وو او راټول دي۔ سالار صېب به دا يوه خبره کوله چې نۀ مې مراعات پکار دي، نۀ مې ذاتي مفاداتو سره کار شته او نۀ مې څۀ ذاتي توقعات شته۔ د عوامي نېشنل ګوند سره صرف د قامي ګټو او قام پرستۍ پۀ وجه ملګرے يم۔ دا ملګرتيا دومره پخه او دومره نۀ شلېدونکې وه چې د سالار صېب زوي صداء الله خبره کووله چې پۀ اخري ورځو کښې سالار صېب پۀ کور کښې خبره کووله چې يو ارمان مې دے او يو غم دے راسره چې هسې نۀ زما د مرګ نه پس زما بچي عوامي نېشنل ګوند پرې نۀ ږدي، نو د سالار صېب کور ودانې سره ټوپۍ پۀ خپل سر باندې کېښودله او سالار صېب ته ئې وېل چې تۀ غم مۀ کوه زۀ به تر مرګه  پورې نېشنلۍ يم۔ دا د سالار صېب کمټمنټ او نظريه پالنه وه چې ټول ټبر ئې د خپلې رښتونولۍ او خلوص پۀ وجه پۀ خپله نظريه قائله کړے ؤ۔

سالار محمد افضل خان هم د افضل خان لالا غوندې پۀ خپله نظريه، فکر، ګوند، منشور او بيانيه هم هغسې ټينګ پاتې شو، څنګه چې ملک دل سنګين خان او د هغۀ ملګري وو۔ د رياست سوات پۀ دور کښې د والي سوات مسلم ليګ طرف ته مېلان د تاريخ برخه ده خو دغه مراعاتو، منصبونو، جبر او زور د نظرياتي خلکو نۀ خو حوصلې ماتې کړې وې او نۀ ئې د خپل فکر نه وروستو کړي وو۔ ملک دل سنګين خان د سوات ورکنګ کمېټۍ ممبر هم پاتې شوے او د سب ډويژن پورڼ د ګوند صدر هم پاتې شوے دے۔ روستو د ډکټېټر جنرل مشرف پۀ حکومت کښې هم سور بېرغ پۀ کور خېژوول لوے جرم ګڼل کېدۀ او پۀ دغه دور کښې هم د سالار صېب کور پۀ نخښه ؤ۔ بيا بيا پرې چاپې وهلے شوې دي خو سالار صېب نۀ خو خپل سور بېرغ ټيټ کړے دے او نۀ ئې د مفاهمت سياست کړے دے بلکې پۀ مېدان کښې د خپل سور بېرغ غوندې هسکه غړۍ ولاړ پاتې شوے دے۔

کله چې پۀ کال 2009ز کښې د عوامي نېشنل ګوند پۀ صوبه کښې حکومت ؤ او طالبانو پښتونخوا او پۀ خاصه توګه ملاکنډ ډويژن ونيوۀ نو پۀ باچا خان مرکز پېښور کښې د دغه وسلوالو خلاف لښکرې جوړېدلې۔ دا هغه وخت ؤ چې ډېرو خلکو د خپل سر ساتنې پۀ غرض ملاکنډ ډويژن او چا پښتونخوا پرېښودې وه خو پۀ دغه کړکيچنو او انتهائي خطرناکو حالاتو کښې هم سالار صېب د شانګلې کمانډر ټاکلے شوے ؤ۔

سالار صېب د خپل کلي يو ځلې چيئرمېن او دوه ځله جنرل کونسلر پاتې شوے دے۔ پۀ دغه دور کښې سالار صېب د رښتوني خدائي خدمتګار دليل داسې ورکړے چې خپل فنډ ئې د روايتي خلکو غوندې نۀ دے استعمال کړے بلکې چې کلي ته څۀ هم راغلي، هغه ئې پۀ ځاے د دې چې خپل پۀ ذاتي حجره کښې ئې وېش کړے وے، د کلي پۀ وړاندې ئې د کلي پۀ عامه حجره کښې وېش کړي دي۔ سالار صېب کۀ هر څومره د خپلې خود دارۍ پۀ وجه پۀ عام و خاص کښې مشهور ؤ خو د کلي اولس دپاره ئې هر رنګه منډې ترړې وهلې دي۔ جرګې مرکې، غم ښادي او روغې جوړې او داسې يو شمېر ټولنيزې هلې ځلې د سالار صېب د شخصيت هغه برخې وې، چې د سالار صېب شخصيت ئې ځانګړے ساتلو۔د عوامي نېشنل ګوند دا مهم وګړے او د مجلسونو ښکلا د ستمبر د مياشتې پۀ نهمه نېټه کال 2025ز د دې نړۍ نۀ د تل دپاره سترګې پټې کړې۔ د سالار صېب خپلو بچو ته وصيت ؤ چې زما پۀ جنازه به سور بېرغ تړئ او زما پۀ سر به سره ټوپۍ پرته وه۔ هم د دغه وصيت سره د خپل کلي هديرې ته وسپارلے شو۔

د سالار صېب کمے پوره کېدل ممکن نۀ دي۔ پۀ ګور ئې نور شه۔

سالاره! سور بېرغ دې دے لۀ قبر غاړې وتے

سالاره! نظريې دې د وفا جامې اغوستې

سالاره! د خدائي خدمتګارۍ حقيقي رنګ وې

سالاره! تل دې وې د مسيحا جامې اغوستې

نورې ليکنې۔۔۔