هسې خو پښتون وطن دومره خوږ دی لکه د چارسدې ګوړه او له ښایست دومره ښایسته لکه د څوارلسمي سپوږمۍ او د وړومبۍ شپې ناوي۔ زۀ خپله دومره په پښتونخوا کښې نه يم ګرځېدلے، خو خبره درسره په خپل وطن مومندو کوم۔ مومند خدائے داسې سیمه پیدا کړې ده چې په پسرلي کښې ورشې نو ګرځېدل پکښې خوند کوي، خو په بل موسم کې که ورشي، تش د خاورو بادونه پکښې لږي۔ د دې خړوالي شاته څه عوامل دي، لنډه خبره به یې د دغو عواملو په اړه وکړو۔مومندو رقبه ۲۲۹۶۲۰ هیکړ ده، خو دومره لویې رقبې کې یوازې ۳۱۰۰۰ هیکړ د کرنې وړ ده، یعنې د ټوټل رقبې ۱۳۔۵٪ جوړېږي۔ د مومندو جغرافیه له نظره ډېره ښکلې او عجیبه ده۔ د مومندو نه بره او ښکته اړخونه ته سیندونه دي۔ په دغو کې په یو سیند د ورسک ډیم او په بل سیند د مومند ډیم جوړ شوي دي (د یادښت لپاره مې د ډیم ذکر وکړو)۔ همدارنګه، د دغو سیندونو اوبه مخکې زی او د پنجاب ځمکې اوبه کیږي۔دغو سیندونو کې یوازې په کوز مومند کې لږ شان نهري نظام شته، خو ډېر محدود دی۔ د دې نهري نظام له لارې یوازې ۹۰۰۰ هیکړ رقبه خړوبېږي، یعنې یوازې د کرنې وړ ځمکې ۲۹٪ د دې لږ شان نهري نظام په واسطه خړوبېږي۔ پاتې ۲۲۰۰۰ هیکړ رقبه د باران په تمه وي، یعنې ۷۱٪۔ دغه لږ شان نهري نظام یوازې په ښکته مومندو کې موجود دی۔ ۔ همدارنګه، د دې رقبې ۳٪ نه تر ۵٪ پورې ځمکه خلک د شخصي ټیوب ویل له لارې خړوبوي، خو ټیوب ویل هر ځای ممکن نه دی، ځکه چې د مومندو د اوبو ځمکني سطحه ډېره ټيټه ده۔ په ځینو ځایونو کې، د کویو په اوږدو کې ۱۵۰ نه تر ۲۵۰ ګزو پورې اوبه راځي۔ هغه ځمکه چې د باران په تمه ده، باران هم ډېر لږ دی؛ د اندازې له مخې یوازې ۳۰۰–۴۰۰ میلیلیټر باران کیږي، چې د غنمو لپاره یوازې۴۰۰–۶۰۰ میلیلیټر باران پکار دی۔ نور فصلونه هم په خپله اندازه باران غواړي ۔د دې سیمې خلک د خپل خوار ژوند تر ټولو لویه سرمایه د باران پورې تړلې لري۔ که باران وشو، فصل شته؛ که باران ونه شو، نو مایوسي ده۔ پوښتنه داده چې تر کومه به اولس د قدرت په رحم پرېښودل شي؟ ولې داسې نظام نه شته چې د اوبو مناسب انتظام وکړي؟ د مومندو خلک له بده مرغه د مصنوعي غربت ښکار شوي دي۔ ، ځکه چې مولانا خانزيب به ویل: “چې دا مصنوعي غربت دی ۔ لنډه نتیجه دا ده چې که د دواړو سیندونو نه مناسب نهري نظام جوړ شي، له دې سره به د خلکو محرومیت ختم شي ۔
د خدائي خدمتګار تحریک د بحالۍ پۀ موقع د ارباب عبد الغفور خان خلیل خطاب – ‘پښتون’
یو پنځوس نیم کاله زوړ دا پمفلټ د ارکائیوز نه د ډاکټر سهېل خان موندنه او پۀ ‘پښتون’ پېرزو ده. مشره ډاکټر سهېل خانه! مننه.