Pashto in the Age of Artificial Intelligence: Opportunities and Challenges for Language, Linguistics, Literature, and Research
د ژوند په هره شعبه کښې د اے ائي د استعمال د وجې د اے ائي په سسټمونو کښې د خپلو ژبو د نۀ ورګډولو په وجه به په راتلونکي کښې د يو شمېر ژبو خلق په کلتوري، علمي او اقتصادي لحاظ پسمانده پاتې شي ۔ د سائنس او ټيکنالوجۍ د ترقۍ سره سره پښتو ژبه هم اګرچې په سست رفتار خو بيا هم د ټيکنالوجۍ په مېدان کښې د خپله وسه منډه وهي ۔ پښتو په وړومبي ځل په 18 فروري 2016 د ګوګل ټرانسلېټر د ژبو په لړ کښې شامل شوه او پښتو ويونکيو پرې ډېر د خوشحالۍ اظهار وکړو ۔ اګرچې دغه ټرانسلېټر وس هم په سمه توګه د پښتو ژباړه نۀ شي کولے خو بيا هم ګوزاره کوي ۔ په پوهنتونونو کښې تر وسه پورې د څېړنيزو مقالو د سرقې معلومولو د پاره موجود اېپ ټرنېټين به د پښتو د مقالو د پاره نۀ شو کارولې ځکه چې د پښتو کارپس موجود نۀ وۀ خو وس يو څو کاله وشو چې د پښتو د مقالو د سرقې معلومولو د پاره هم ټرنېټين کارولے شي ۔ په دغه سلسله کښې د پښتو زياته ډېټا د هائير ايجوکيشن کمېشن په ډېټا بېس کښې ده ۔ د وخت تېرېدلو سره په پښتو کښې يو شمېر اېپونه او وېب سائټونه جور دي چې په صحيح توګه کار ځکه نۀ کوي چې د پښتو غږېزه او متني ډېټا ته ازاده لاسرسي نۀ کيږي ۔ د دغه مسئلو د حل د پاره هم يو شمېر پښتانۀ پوهان لګيا دي او کار کوي ۔ د پښتو او د ټيکنالوجۍ سره د تړلې په دې مسئلو د پوهېدلو د پاره، او د پښتو د جوړ شيو اېپونو او د اے ائي نه د استفادې د پاره او د اے ائي سسټمونو د روزنې او د ډېټا د برابرولو د پاره د بنيادي پوهې او معلوماتو ضرورت وي ۔ دې ضرورت او اهميت ته د کتلو نه بعد مونږ دا فېصله وکړه چې د پښتو ژبې د استاذانو، څېړونکيو او محصيلينو د پاره په اسانه توګه دا معلومات او بنيادي پوهه ورکړے شي نو په دې بنياد دا يو سيمينار جوړ کړے شو د کوم په اړه چې نور معلومات تاسو په دې رپورټ کښې لوستلے شئ ۔
د پېښور پوهنتون د سيمه ئيزو مطالعاتو مرکز د فرانسې د ختيځو ژبو او تمدنونو له ملي انستيتيوت (INALCO) سره په ګډه د 2026 کال د جون په 8مه نېټه د «د مصنوعي ځيرکتيا په دوره کښې پښتو: د ژبې، ژبپوهنې، او ادبياتو د څېړنې لپاره فرصتونه او ننګونې» تر سرليک لاندې يو علمي سيمينار په برياليتوب سره ترسره کړو۔ د دې سيمينار وېناوال ښاغلے حنيف رحمان وۀ ۔ دغه سيمينار په حضوري او انلاين بڼه جوړ شوے وۀ چې له امله يې د پوهانو، څېړونکو، استادانو او محصلينو پراخه ګډون ممکن شو۔ په دې علمي غونډه کښې د نورو نه علاوه د پ کومو پوهنتونونو د پښتو څانګو نمائندګانو شرکت کړے وۀ په هغوي کښې د پېښور پوهنتون پښتو اکېډمي او پښتو څانګه، علامه اقبال اوپن پوهنتون، عبدالولي خان پوهنتون،او مالاکنډ پوهنتون شامل دي ۔ د دې پوهنتونونو د پښتو د څانګو د استاذانو او څېړنکارانو نه علاوه د نورو پوهنتونونو او د نورو شعبو ګڼ شمېر استاذانو او څېړونکو په ان لائن او په حضوري بڼه ګډون کړے وۀ۔ سيمينار د مصنوعي ځيرکتيا او پښتو ژبې ترمينځ د اړيکو په اړه د علمي بحث لپاره يو مهم فورم برابر کړ او د پښتو ژبې، ادبياتو او کلتوري ميراث د ساتنې، ودې او پرمختګ په برخه کښې يې د ډيجيټلي ټکنالوجۍ په مخ په زياتېدونکي اهميت رڼا واچوله ۔
پېژندګلو
ښاغلي حنيف رحمان د دې سيمينار وېناوال وۀ څوک چې د مصنوعي ځيرکتيا انجينير او د Pashto DAO بنسټګر دے۔ هغه د مصنوعي ځيرکتيا له پلوه د پښتو ژبې د فرصتونو او ننګونو په اړه هر اړخيز بحث وکړو۔ د وينا تر پائے وروستو د پوښتنو او جوابونو يوه فعاله ناسته وشوه چې حضوري او انلاين ګډونوالو ته يې د نظرياتو د تبادلې او د موضوع د لا ښه درک زمينه برابره کړه ۔ويناوال په پيل کښې پښتو د هند ـ اروپايي ژبو د کورنۍ يوه ختيځه ايراني ژبه معرفي کړه چې په تعديل شوې فارسي ـ عربي ليکدود کښې ليکل کيږي او 44توري لري۔ هغه د ژبې تاريخي ژورتيا او ادبي شتمني بيان کړه او د پير روښان، خوشحال خان خټک، رحمان بابا، احمدشاه ابدالي او غني خان په څېر ادبي شخصيتونو ته يې اشاره وکړه۔ همدارنګه يې د پښتو ژبې د پرمختګ تاريخي بهير بيان کړو او يادونه يې وکړه چې پښتو په 1936 کال کښې د افغانستان د ملي ژبې په توګه وپېژندل شوه۔ د يادونې وړ ده چې پښتو د سوات په رياست کښې په کال 1937 کښې سرکاري او دفتري ژبه وګرحېدله ۔
پښتو او د مصنوعي ځيرکتيا خلا
د سيمينار يوه مهمه موضوع دا وه چې سره له دې چې پښتو له 20 ميليونو څخه زيات ويونکي لري، بيا هم په معاصرو مصنوعي ځيرکتيايي سيسټمونو کښې کمه نمائندګي لري۔ ويناوال څرګنده کړه چې پښتو تر وسه د پرمختللو غږپېژندونکو سيسټمونو، غږيزو اېپونو او طبيعي ژبې د پروسس اېن اېل پي له بنسټيزو اسانتياوو بې برخې ده۔ هغه دې وضعيت ته د «Invisible 60 million» اصطلاح وکاروله، مطلب دا چې دا شپېته ميليونيه لا ښکاره نۀ دي يعني په اے ائي او ډېجېتل دنيا کښې دوي مخې ته نۀ دي راغلي ۔ د وړاندې شوو شمېرو له مخې په پاکستان کښې 35ميليونه، په افغانستان کښې 25ميليونه او په بهرنيو هېوادونو کښې د پښتو پينځه ميليونه ويونکي موجود دي ۔ د هغه په وينا، پښتو له ايټالوي، هالنډي او يوناني ژبو څخه زيات ويونکي لري او څو پېړۍ لرغوني ادبي ميراث لري، خو بيا هم د مصنوعي ځيرکتيا په دنياکښې نزدې نه ليدل کيږي۔
د سيمينار او پښتو اے ائي مقاصد
په پېل کښې ښاغلي وېنا وال د خپل يو پراجيکټ “پښتو ډاو” پېژندګلو وکړه او تر وسه پورې د دې پراجيکټ لاندې د شويو پر مختګونو يو ه جائزه يې هم وړاندې کړه ۔ هغه دا ووئېل چې د دې پراجيکټ لاندې چې د پښتو د مصنوعي ځيرکتيا د پاره مونږ کار کوو نو زمونږ درې بنيادي مقاصد دي ۔
1۔ د غږيز ترکيب (Speech Synthesis) او غږپېژندنې (Speech Recognition) دلارې پښتو ته ډيجيټلي غږ ورکول۔
2۔ د ژبنيو بنسټيزو سرچينو رامنځته کول؛ لکه کارپسونه، ډکشنريانې، فونيمي نقشې او د متن پروسس وسيلې۔
3۔ د راتلونکو څېړنو لپاره د پرانيستو سرچينو (Open Source) ډيټاسيټونو، بنچ مارکونو او ژبنيو سرچينو برابرول۔
د هغوي دغه پراجيکټ د ټولنې په بنسټ ولاړ او د پرانيستې سرچينو يو پراجيکټ دے چې د ژبپوهانو، ښوونکو، د ټکنالوجۍ د ماهرينو او د ژبې د اصلي ويونکو ګډون ته هرکلےوايي۔
د بنسټيزو سرچينو پراختيا
د وېناوال تر مخه د دې پراجېکټ له مهمو لاسته راوړنو څخه يوه د هاغو بنسټيزو ژبنيو سرچينو جوړول وو چې تر دې وړاندې د پښتو لپاره موجود نۀ وې۔
د پښتو ډاو په نوم پروژې تر اوسه لاندې لاسته راوړنې کړي دي:
1۔ د 39 سرچينو څخه يې يو کارپس راټول کړے دے چې متني کارپس ورته وائي چې په دې کښې شاوخوا ۲۴ ميليونه جملې، 1۔25 ميليارده کلمې او 2۔8ميليونه اسناد شامل دي۔
2۔ د دې پراجيکټ لاندې تر وسه پورې د پښتو د 5320 ساعتونو څخه زيات د پښتو غږيزه وېنا ريکارډ شوې ده د کوم تر مخه چې دا وخت پښتو د دنيا د ټولو ژبو نه زياته ريارډ شوے ژبه ده ۔ ان چې د انګرېزۍ نه هم د پښتو غږيز ريکارډنګ زيات دے ۔ د کوم نور تفصيل چې لاندې په يو جدول کښې ورکړے شوے دے ۔ د يادونې وړ ده چې د پښتو د غږيز ريکارډونو د ساعتونو دا شمېره د يوې ورځې نه بلې ته زياتيږي او د ساعتونو دا شمېړه د وېناوال د 8م جون د اعداد و شمار مطابق ده ۔ دغه رنګ د نورو ډېټا سيټونو شمېره هم ورځ تر بله زياتيږي ۔
3۔ د دې پراجيکټ لاندې شاوخوا 80000 لغتونه په پښتو لغتنامه کښې شامل کړے شوي دي ۔
4۔ د پښتو ډاو د سيوري لاندې د eSpeak-NG پرانيستې سرچينې غږيز سيستم لپاره د پښتو ملاتړباندې ډېر کار شوے دے۔
5۔ د دې پراجيکټ د لاندې د ګرافيم څخه فونيم ته د بدلون بشپړ سيستم باندي هم ډېر کار شوے دے ۔ويناوال ووئيل چې د پښتو ډاو د پراجيکټ نه وړاندې د پښتو لپاره هېڅ پرانيستې سرچينې غږيز ډيټاسيټ موجود نه و۔
د موزيلا کامن وائس لاسته راوړنه:
Mozilla Common Voice يوه نړيوال پراجيکټ دے چې د غږيزو معلوماتو د راټولولو لپاره کار کوي۔ ويناوال څرګنده کړه چې پښتو د دې پروژې تر ټولو ستر غږيز ډيټاسيټ ګرځېدلې ده د کوم ذکر چې ما وړاندې هم وکړواو تاسو يي د لانديني جدول نه په ښۀ توګه اندازه لګولے شئ ۔
| ژبه | انګرېزي
|
پښتو
|
اردو
|
| ساعتونه | 3803 | 5360 | 304 |
| وېونکي | 99781 | 8192 | 502 |
| تائيدشوے پرمختګ | 72% | 57% | 26% |
| جملې | 1604914 | 239639 | 21706 |
ښاغلي حنيف په تکرار سره دا پرمختګ د افغانستان، پاکستان او نړيوالې پښتنې ټولنې د رضاکارانو د پراخو همکاريو پايله وبلله او د هغوي مننه يې وکړه۔
مصنوعي معلومات او د AI روزنه
د کمو سرچينو لرونکو ژبو لپاره مصنوعي معلومات (Synthetic Data) ډېر اهميت لري۔ د همدې لپاره دې پراجېکټ:
1۔ نږدې 100000 مصنوعي غږيزې جملې ثبت کړې۔
2۔ له 200000 څخه زيات غږيز فايلونه يې د ماډلونو د روزنې لپاره تيار کړي دي۔
دغه کړنلاره څېړونکو ته دا زمينه برابروي چې د اوږدې مودې انتظار نه بغېر پرمختللې غږيزه ټکنالوجي رامينځته کړي۔
په پښتو کښې تر وسه چې کوم ژبنۍ ټکنالوجي يا اېپونه د دغه پراجېکټ لاندې جوړ شوي دي هغه دا دي؛
1۔ د پښتو فونېټيک کيبورډ
دا د کروم براوزر يوايکسټېنشن دے چې کاروونکو ته اجازه ورکوي په هره وېبپاڼه کښې د لاتيني تورو د لارې پښتو وليکي۔ د macOS لپاره د دې کيبورډ ځانګړې نسخه هم جوړه شوې ده۔
2۔ پښتو متن ـ غږ (Text-to-Speech)
دا يو ډيسکټاپ پروګرام دے چې ليکلے متن په پښتو غږ بدلوي۔ دغه سيسټم د نابينا او کمليدونکو کسانو لپاره د لاسرسي په برخه کښې ځانګړے ارزښت لري۔
3۔ پښتو غږ ـ متن (Speech-to-Text)
دا يو وېب اپلېکېشن دے چې د غږيزې وېنا يعني د خبرو نه اټومېټک متن يعني ټيکسټ جوړوي او دا د پښتو لومړنے ځانګړے غږپېژندونکے سيسټم بلل کيږي۔
4۔ پښتوپال (PashtoPal) څو-رسنيز چټ بوټ
پښتوپال يوه مصنوعي ځيرکتيايي چټ بوټي وسيله ده چې کاروونکي ورسره په ليکلي او غږيز ډول اړيکه نيولے شي او جوابونه به په پښتو ترلاسه کوي۔
5۔ د اے ائي پراخ ټولنيز اغېز
ويناوال ټينګار وکړو چې د پښتو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا پراختيا يوازې تخنيکي اهميت نه لري، بلکښې پراخ ټولنيز اغېز هم لري يعني دا د زدهکړې د ملاتړ لپاره غوره سرچينې برابروي، د پښتو ويونکو ډيجيټلي شموليت يقيني کوي، د نابينا کسانو لپاره معلوماتو ته د لاسرسي اسانتياوې برابروي، د پښتو ادبي او شفاهي ميراث حفاظت کوي او د پښتو ويونکو او ډيجيټلي اقتصاد ترمينځ د اړيکو پياوړتيايقيني کوي ۔
راتلونکښې چارې او همکاري
د سيمينار په پاي کښې وېنا وال په ډاګه کړه چې په راتلونکي کښې هغوي دا پلان لري چې په دې لاندنيوموضوعاتو کار وکړي او هم په دې کښې د پوهانو، څېړونکيو او د پښتو ويونکيو همکارۍ ته اړتيا لري ۔
1۔ د IPA فونېټيک نښو سره د پښتو لغتنامې پراخول۔
2۔ د هم ليکلو او هم غږو کليمو تشريحي ډيټابېس جوړول۔
3۔ د لوړ کيفيت لرونکي پښتو غږيز کتابونو پېدا کول۔
4۔ د پښتو ژبنيو ماډلونو د ارزونې معيارونه جوړول۔
5۔ د متنونو ليکلو سرچينو له لارې د پښتو کارپس پراخول۔
همدارنګه ويناوال او د سيمينار تنظيموونکو (ايريا سټډي سنټړ) موافقه وکړه چې د پښتو څېړونکو او استادانو لپاره د کمپيوټېشنل ژبپوهنې او مصنوعي ځيرکتيا يو بنيادي کورس به جوړوي چې د ژبې او ادبياتو په څېړنو کښې د AI د کارونې په اړه پوهاوي زيات شي۔ او ډېر خلق د اے ائي د ماډولونو په روزنه او ډېټا راجمع کولو کښې مرسته هم وکړي او استفاده ترې هم واخلي ۔
په بحثونو کښې دا هم وړانديز وشو چې د يوسفزۍ لهجې پښتو متنونوکوم چې د باړه ګلۍ د املا مطابق ليکل شوي دي ،ته دې په ازاده توګه لاسرسے وشي، ترڅو په پاکستان کښې په معياري پښتو د پښتو د مصنوعي ځيرکتيا د ماډلونو روزنه اسانه شي۔ د يادونې وړ ده چې دا متنونو د پوهنتونونو د پښتو څانګو، اکېدميانو او د پښتو د کتابونو د چاپ کونکيو سره موجود دي۔ په دې سلسله کښې د کاپي رائټ، د څېړنې د اخلاقياتو او د لائسنس خبره هم د بحث لاندې راغله ۔
پايله
سيمينار وښوده چې پښتو ژبه د مصنوعي ځيرکتيا په دور کښې هم له جدي چېلنجونو او هم له مهمو فرصتونو سره مخ ده۔ د ټولنې په بنسټ د روانو هڅو له برکته د غږيزو ډيټاسيټونو، ژبنيو سرچينو، متن ـ غږ، غږ ـ متن او مکالموي مصنوعي ځيرکتيا په برخو کښې د پام وړ پرمختګ شوے دي۔
دا هم ثابته شوه چې که څېړونکي، د ټکنالوجۍ ماهرين او ژبنۍ ټولنې په ګډه کار وکړي، نو د کمو سرچينو لرونکو ژبو لپاره هم د پام وړ د ټکنالوجۍ پرمختګ ممکن دے۔چې ښکاره مثال يې پښتو کښې د شوي کار دے کوم چې د رضاکارانو په مرسته تر دې دمه رارسېدلے دے۔ دغه علمي غونډې ګډونوالو ته د پښتو ژبنۍ ټکنالوژجۍ د راتلونکي په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کړل او دا يې څرګنده کړه چې پښتو بايد د مصنوعي ځيرکتيا له چټک پرمختګ څخه شاته پاتې نه شي۔