څرګنده خزانه (تنقیدي جاج)– تېمورجان عاطر

دا ليکنه شريکه کړئ

څرګنده خزانه دَ محترم ساجد محمد شائق صاحب دَ نثر کتاب دے چې پۀ مختلفو موضوعاتو پۀ کښې ډېرې ګټورې خبرې شوې دی اؤ يقينًا چې دا کتاب پښتو ادب کښې يوه ډېره ګټوره اضافه ده ـ

دا کتاب پۀ وړومبی ځل پۀ جون دوه زره پينځلسم (۲۰۱۵) اؤ دويم ځل پۀ اګست دوه زره نولّسم (۲۰۱۹) کښې چاپ شوے دے –

دا کتاب پۀ نهۀ (۹) بابونو وېشلے شوے دے . وړومبے باب پښتو املا ، دويم باب رموز ، اوقاف ، ليک نخښې ، دريم باب علمِ قافيه ، څلورم باب شعری اصناف ، پينځم باب نثری اصناف ، شپږم باب فصاحت و بلاغت ، اووم باب تنقيد يا کره کتنه ، اتم باب حساب الجمل (ابجدی حساب) ، نهم باب ارګجه (ادبی معلومات) دے -پۀ دے کتاب کښې دَ سريزې پۀ شکل کښې دَ محمد نواز طائر ، اندېش شمس القمر ، اتل مومند ، ډاکټر علی خېل درياب ، فېض الوهاب فېض ، پروفېسر داؤد بخت مندو خېل اؤ دَ نيازبين یوسفزی ليکونه شامل دی اؤ ورپسې دَ صاحبِ کتاب محترم ساجد محمد شائق صاحب خپلې خبرې هم شاملې دی –

دَ کتاب لويه خوبی دا ده چې ژبه ئې روانه اؤ عام فهمه ده چې هر څوک پرې پۀ اسانه پوهېدلے شی –

چې دَ کوم څيز وضاحت هم کوی نو پۀ داسې اسان انداز کښې ئې کوی چې لُستونکیو باندې بوج کېږی نۀ اؤ دا دَ کتاب لويه خوبی اؤ دَ ليکونکی مهارت ګڼلے شی –

ښاغلی دا ډېر ښۀ کوشش کړے دے پکار ده چې داسې کتابونه ډېر وۀ ليکلی شی ځکه چې پښتو ادب ته دَ نثر ډېر زيات ضرورت دے نو پۀ دے کار اؤ زيار ښاغلے دَ داد قابل دے –

هر کتاب کښې دَ خوبيو سره سره لږې ډېرې خامۍ هم وی نو دغسې دا کتاب هم ځينې خامۍ لری زۀ کوشش کوم چې هغه خامۍ پۀ ګُته کړم ځکه چې دا کتاب دَ پښتو ادب دَ طالب علمانو دپاره ډېر ګټور اؤ معلوماتی کتاب دے اؤ زۀ نۀ غواړم چې زمونږ طالب علمان يؤ څيز غلط زده کړی نو پۀ دے غرض دَ کتاب خامۍ بیانول پۀ ځان فرض ګڼم –

ياده دې وی پۀ دے کتاب کښې چې کومې تېروتنې شوې دی هغو باندې ښاغلی احسان الله زريان صاحب هم دوؤ برخو کښې ليکل کړی دی کوم چې ما پۀ فېسبوک لُستی دی خو دغو تېروتنو نه علاوه هم ځينې داسې تېروتنې دے کتاب کښې شوې دی کومې چې ښاغلی زريان صاحب نۀ دی بیان کړې نو زۀ کوشش کوم خو کومو ځایونو کښې چې زما اؤ دَ زريان صاحب دَ خبرو تکرار راځی دَ لوستونکيو نه پرې بخښنه غواړم –

دَ خوشحال بابا اؤ دَ اوسنۍ املاء فرق واضحه کولو دپاره ښاغلی ډېر پۀ اسانه طريقه دَ لُستونکيو دَ پوهولو کوشش کړے دے چې يؤ طرف ته ئې پۀ خانه کښې دَ خوشحال بابا وضع کړی حروف ليکلی دی اؤ بل طرف ته ئې هم دَ هغو حروفو پۀ ځائې اوسنی استعمالېدونکی حروف ليکلی دی پۀ هغو حروفو کښې چې کله ياګانو ته رارسېدلے دے نو هلته ئې دَ خوشحال بابا دَ املاء پۀ خانه کښې “ئ” ليکلې ده اؤ مخامخ ئې ورته دَ اوسنۍ املاء پۀ خانه کښې ی ، ې ، ۍ ، ئ ، ے ليکلی دی (ص ۴۰,۴۱)

دَ ښاغلی پۀ خيال خوشحال بابا به “ئ” استعمالوله اؤ دَ هغې پۀ ځائې نن سبا دغه پينځۀ ياګانې استعمالېږی خو دلته دې خبرې سره ئې زۀ اتفاق نۀ لرم چې دَ خوشحال بابا املاء کښې به “ئ” ليکلې کېدله نو دَ هغې پۀ ځائې اوسنی شکل کښې ی ، ې ، ۍ ، ئ ، ے ليکلی کېږی – دَ خوشحال بابا املاء کښې صرف دوه ياګانې وې اؤ هغه غُنډه يا (ی) اؤ پرته يا (ے) وه اؤ دَ ضرورت پۀ وخت به ئې دَ غُنډې يا دپاسه همزه کولو کومې چې به داسې (ئ) شکل اختيارولو  نو ښاغلی له پکار وو چې دَ خوشحال بابا دَ املاء پۀ خانه کښې ئې معروفه يا بغېر همزه (ی) ليکلې وه اؤ مخامخ ئې ورته اوسنے شکل (ی ، ي ، ) ليکلے وۀ اؤ پرته يا (ے) خوشحال بابا هم استعمال کړې ده اؤ نن سبا هم دَ پرتې يا شکل (ے)  هم دغه دے اؤ دَ معروفې يا دوه شکلونه نن سبا (ی ، ي ) ليکلی کېږی اؤ پاتې شوه دَ مخصوصې يا خبره نو دَ هغې پۀ ځائې به دَ حرف دَ لاندې زېر کېدلو لکه لاندې ، باندې ، وړاندې به لاندِ ، باندِ ، وړاندِ ليکلی کېدل اؤ هغه جمع مؤنث اسمونه کومو کښې چې نن سبا اخر ته مخصوصه يا(ې) ليکلې کېږی اؤ اواز ئې دَ لاندې ، باندې اؤ وړاندې پۀ شان لنډ نۀ وی بلکې اوږد وی لکه ډيوې ، لمبې ، کوټې وغېره لفظونه به هم پرته یا (ے) سره ډيوے ، لمبے ، کوټے ليکلی کېدل نو بیا دَ ښاغلی پۀ خيال مخصوصه يې دَ خوشحال بابا دَ “ئ” پۀ ځائې څنګه نن سبا استعمالېږی ؟

دَ دې بحث کولو سمه طريقه دا وه  ښاغلی له پکار وه چې خانو کښې ئې دَ خوشحال بابا اړخ ته غُنډه “ی” ليکلې وه اؤ دَ اوسنی شکل اړخ ته ئې (ی ، ي) ليکلې وې ، پرتې يا “ے” ته مخامخ هم دَ پرتې يا اوسنے شکل “ے” ليکل پکار وو اؤ لاندې ورسره دا خبره واضحه کول پکار وه چې ځينې ځايونو کښې به دَ مخصوصې يا کار هم پرتې “ے” نه اخستے کېدو نو لُستونکيو ته به پۀ اسانه پته لګېدله چې خوشحال بابا به دغې دوؤ یاګانو (ی،ے) نه کار اخستو خو نن سبا دَ دغې پۀ ځائې بیله بیله يا استعمالېږی اؤ ورسره دا هم واضحه کول پکار وو چې دَ خوشحال بابا املاء کښې به دَ يائے تانيث پۀ ځائې هم دَ معروفې يا دپاسه همزه کولے شۀ لکه جينۍ ، چېلۍ، لکۍ وغېره به جينئ، چيلئ، لکئ ليکلی کېدل – ( دَ مخصوصه يا اؤ پرته يا پۀ حقله ښاغلی دَ ۶۳ نه ۶۶ صفحې پورې خبرې کړې دی خو زما دَ خبرې مقصد دا دے چې دلته دَ خوشحال بابا اؤ دَ نننۍ املاء فرق واضحه کولو دپاره اشارتًا ذکر کول پکار وو اؤ ورسره دا وئيل پکار وو چې دَ تفصیل دپاره به وروستو دَ ياګانو ذکر راشی) –

ښاغلے دَ “قلندری املا” سر خط لاندې دَ باړه ګلۍ اؤ دَ دغې املاء فرق لُستونکيو ته ښائی اؤ وړومبے دَ چرګۍ هې (ھ) بیا دَ ځائې اؤ ځاے ، بیا دَ معدوله واؤ ليکلو اؤ نۀ ليکلو فرق ښائی –

وړومبے اعتراض زما پۀ “قلندری املا” نوم باندې دے – زما پۀ خيال دې املاء ته “قلندری املا” وئيل غلط دی ځکه چې قلندر مومند صاحب چرته هم دا دعوٰی نۀ ده کړې چې دا زما وضع کړې املاء ده – کۀ صرف دَ چرګۍ هې دَ استعمال پۀ وجه دې ته دا نوم ورکړے شوے دے نو دا سراسر غلط عمل دے ځکه چې دَ چرګۍ هې دَ استعمال پۀ حقله قلندر صاحب پۀ خپله وائی چې ” “ھ” څهـ نوے تورے نهـ دے (لکه چې دَ ځنو “عالمانو” خيال دے) بلکې پښتو کښې دا تورے دَ کلمې پهـ سر (لکه هېڅ ، هر ، هم) اؤ مينځ (لکه بهر ، نهر ، زهر) کښې باقاعده اواز لری – دَ کلمې اخر کښې دا تورے پښتو کښې تر اوسه نهـ استعمالېدهـ اؤ هم دغه وجه ده چې دَ يؤ مخصوص غږ دپاره چې دَ “ه” دپاسه دَ “ء” پهـ ليک يعنې پهـ دوؤ توريو مستعمل وهـ – مونږ دا شکل غوره وهـ ګڼلو” ( میزان ، قلندر مومند ، ص ۲۰۴)

(دَ تفصیل اؤ دلائلو کتلو دپاره دَ قلندر مومند صاحب مقاله “ھ” پۀ “میزان” کتاب کښې وۀ لولئ) –

زما خيال دا دے چې دې املاء ته “ساهو املاء” وئيل سم دی ځکه چې دا دَ ساهو ليکونکيو مرکې املاء ده اؤ دغلته پرې کار شوے دے اؤ دا خبره هم قابلِ غور ده چې دَ قلندر مومند صاحب نه پس پۀ کښې مرحوم مشتاق مجروح صاحب هم اضافې کړې دی نو بیا ورته قلندری املاء پۀ کوم دليل باندې وئیلې کېږی ؟

دغسې باړه ګلۍ املاء ته باړه ګلۍ ځکه وائی چې دا سيمينار دَ ضلع هزاره پۀ يوه سیمه (باڑه گلی) کښې شوے وۀ اؤ هلته مشران پۀ دے نوم متفق شو نو دغسې ساهو املاء باندې هم ساهو ليکونکيو مرکه کښې کار شوے دے اؤ دَ مرکې ټول غړی پۀ دے نوم متفق دی نو بیا ورته ولې قلندری املاء وئيلی کېږی ؟

اوس به اصل خبرې له راشو ښاغلی درې فرقونه دَ دواړو املاګانو پۀ مينځ کښې ښودلی دی خو دَ دې نه بِغېر يؤ بل فرق هم شته او هغه دا دے چې باړه ګلۍ کښې معروفې يا ته څنګ پۀ څنګ ټکی (ي) کېږی خو ساهو املا کښې هم هغه زړه غُنډه بې ټکيو یا (ی) ليکلې کېږی کومه چې دَ پۀ خوا نه مونږ سره مستعمله ده نو ښاغلی له دا فرق هم ذهن کښې ساتل پکار وو اؤ بیا لُستونکيو ته دا فرق ښودل پکار وۀ – نور واړۀ واړۀ فرقونه هم شته خو هغو نه به راتېر شو –

ښاغلے دَ “يائے فعلی” پۀ حقله ليکی:

“دَ “ی” دپاسه چې دَ زورکی علامت(ء) ولګولے شی نو دَ يائے فعلی (ئ) شکل ترې جوړ شی ـ دا به پخوا هم فعل کښې په دغه شکل استعمالېده خو دومره وه چې پخوا به دَ يائے تانيث (ۍ) کار هم له دې اخستلے شۀ” (ص ۶۶)

وړومبۍ دَ تعجب خبره دا ده چې زمونږ “ځينې پوهان” همزه دَ زورکی علامت پۀ کوم دلیل ګڼی ؟ پښتو کښې همزه ځان له حرکت دے څنګه چې زبر ، زېر اؤ پېښ حرکتونه دی دغسې همزه هم دے – څنګه چې مونږ دَ زبر پۀ ځائې زېر يا پېښ نۀ شو استعمالولے نو دغسې دَ زورکی پۀ ځائې همزه څنګه استعمالېږی ؟ پکار خو دا وه چې زورکی دپاره څۀ مخصوص علامت جوړ کړے شوے وے اؤ دَ کار ترې اخستلے کېدلے ځکه چې همزه ځان له حرکت دے اؤ دَ استعمال ئې خپل خپل ځايونه دی نو همزه دَ زورکی علامت ګڼل صحيح نۀ دی –

بله دَ تعجب خبره دا ده چې ښاغلے همزه دَ زورکی علامت متعارف کوی اؤ وائی چې دَ (ی) دپاسه وۀ لګولے شی نو دَ يائے فعلی (ئ) شکل ترې جوړ شی اؤ ورپسې پۀ مثالونو کښې “راغلئ ، ليکئ ، خورئ وغېره” وړاندې کوی – خدائې خبر چې ښاغلی ته پۀ دېو مثالونو کښې دَ (ئ) نه مخکښې زورکے څنګه ښکاری ؟ دلته پۀ دغو مثالونو کښې دَ “ئ” نه مخکښې پوره زبر ( َ )‌ دے پۀ “راغلئ” کښې دَ لام دپاسه ، پۀ “ليکئ” کښې دَ کاف دپاسه اؤ پۀ خورئ کښې دَ “رې” دپاسه واضح زبر دے نو دَ ښاغلی دا خبره چې “دَ “ی” دپاسه چې دَ زورکی علامت(ء) وۀ لګولے شی نو دَ يائے فعلی (ئ) شکل ترې جوړ شی” رد کېږی –

ښاغلے دا خبره هم کوی چې دې يا ته “امريه” نۀ بلکې “يائے فعلی” وئيل پکار دی اؤ دليل دا راؤړی چې داسې جملې هم مونږ سره شته چې امر پۀ کښې نۀ وی اؤ دغه يې(ئ) پۀ کښې استعمال شوې وی خو ښاغلی ته دې ياده وی چې فعل پۀ هره جمله کښې موجود وی اؤ هغو کښې صرف ئ نۀ بلکې “ی ، ې اؤ ے” هم راتلے شی نو بیا به څۀ کوو دغو ياګانو ته به هم فعلی وايو ؟ يؤ څو مثالونه ذکر کوم:

۱… هغوی به کور ته رسېدلی وی

۲… زۀ انتظار کولے شم

۳… مونږ ډوډۍ خوړلې ده

مذکوره درېو واړو جملو کښې فعل شته نو بیا دَ ښاغلی يائے فعلی نوم سره هم اتفاق نۀ شی کېدے – بله خبره دا ده چې دا لازمی نۀ ده چې صرف دَ امر جملو کښې به يائے امر راځی بلکې هغه جملې چې خواست ، حکم پۀ کښې شوے وی هم پۀ کښې يائے امر راتلے شی –

زما خپله رائے دا ده څنګه چې مونږ سره مهموزه ها(ۀ) اؤ مهموز واؤ (ؤ) وئيلے کېږی نو دغسې چې دَ يا دپاسه همزه راشی نو “مهموزه يا (ئ)” ورته وئيل پکار دی –

امريه يا ورته وئيل هم سم دی خو پۀ تعريف کښې ئې دومره قدرې اضافه کول پکار دی چې “دا يا (ئ) دَ جمع پۀ صورت کښې دَ لفظ اخر ته راځی اؤ وړاندې حرف باندې زبر لری”

کله چې مونږ جمع يعنې ډېرو خلقو ته مخاطب کېږو نو مونږ وايو خورئ ، ليکئ ، راشئ ، ورشئ ، راځئ ، ګورئ وغېره اؤ يا چې مونږ کله يؤ کس دپاره جمع صيغه استعمالوو لکه احترامًا وايو “تاسو راځئ کنه ما سره ډوډۍ وۀ خورئ” نو هم دغلته دَ يې دپاسه همزه کولے شی نو امريه يا اؤ مهموزه يا دواړه ورته وئيل سم دی –

ښاغلے دَ “يائے تذکير” يعنې پرتا يا (ے) پۀ حقله ليکی “چې “دَ دې نه په اولنی راغلی حرف زورکے (کذا) وی لکه سړے ، زمرے، زلمے ، غوئے وغېره”(ص ۶۸)

خدائې خبر چې ښاغلی ته دَ پرتې يا نه مخکښې زورکے څنګه ښکاری ؟ سړے ، زمرے زلمے اؤ غوئے کښې دَ پرتې يا نه مخکښې حرف باندې واضح زبر دے چې هر چا ته پۀ اسانه پته لګی-

بيا ليکی “چې کومه جمله په “شی” “وی” يا “کېږی” باندې ختمېږی نو هلته به هم فعل کښې دا (ے) راځی کۀ هغه اشاره مؤنث ته وی او کۀ مذکر ته . لکه (۱) “هغه مڼه خوړلے شی” (۲) حميده چيندرو کولے(کذا) شی (۳) سلمٰی سکول ته تللے(کذا) شی (۴) ماشوم تختی ليکلے شی (۵) ډمامې داسې وهلے(کذا) کېږی (۶) هغه به اوس کراچۍ ته رسېدلے وی”  (ص ۶۹)

دَ دے اقتباس نه به لُستونکيو ته پته لګېدلې وی چې ښاغلے دا وئيل غواړی چې کۀ يوه جمله کښې اشاره مذکر ته وی اؤ کۀ مؤنث ته خو فعل کښې به پرته يا (ے) ليکلے کېږی خو دې خبره سره ئې زۀ اتفاق نۀ لرم ځکه چې دَ تذکير دپاره خو فعل کښې پرته يا (ے) راتلې شی خو دَ تانيث دپاره نۀ شی راتلې –

ښاغلی چې وړومبے کوم مثال پېش کړے دے کۀ چرې دلته ( هغه) دَ مذکر دپاره وی نو بیا پرته یا سمه ده خو کۀ چرې دَ مؤنث دپاره وی نو بیا به جمله داسې راځی “هغه مڼه خوړلې شی” دويمه جمله کښې “حميده” مؤنث ده نو جمله به داسې سمه راځی “حميده چيندرو کولې شی” دريمه جمله کښې سلمٰی مؤنث ده نو جمله به داسې وی “سلمٰی سکول ته تللې شی” څلورمه جمله سمه ده اؤ پينځمه جمله کښې ډمامې مؤنث لفظ دے نو جمله به داسې وی “ډمامې داسې وهلې کېږی” اؤ اخرۍ جمله کۀ دَ مذکر دپاره وی نو پرته يا به راځی خو کۀ مؤنث دپاره وی نو بیا به دَ “رسېدلے” پۀ ځائې “رسېدلې” راځی – وعلٰی هذا القياس

ورپسې لیکی چې :

“خو دلته دا هم ياد ساتل پکار دی چې کله کومه جمله کښې څوک مخاطب کړے شوے وی نو هلته بیا فعل کښې دا (ے) نۀ ليکلے کېږی خواه هغه دَ مذکر سره تعلق لری يا مؤنث سره لکه (۱) تۀ خط ليکلے شې (۲) تۀ دَ کوم ځائې نه راغلې(۳) پخېر راغلې(۴) تۀ پرون په دې لاره تللې” (ص ۶۹)

دلته به هم هغه قاعده لاګو کېږی دَ کومې چې بره ذکر تېر شۀ کۀ چرې مذکر ته مخاطبه وی نو بیا به جمله داسې وی “تۀ دَ کوم ځائې نه راغلے” اؤ کۀ مؤنث ته مخاطبه وی نو بیا به “راغلې” راځی اؤ دغسې دَ مذکر دپاره “تللے” اؤ مؤنث دپاره به “تللې” راځی –

دَ غېر ملفوظی “ھ” دَ سر خط لاندې ليکی چې :

“اوسنی ليک دود کښې دَ کليمې(کذا) دَ اخری توری دَ زبر په ځاے استعمالېږی . نن نه تقريباً دوه سوه کاله وړومبے دَ دې “ھ” استعمال قطعاً نۀ وۀ . ( مشتاق مجروح هذا ما کنزتم مخ ۱۳۰)

وړومبۍ خبره خو دا ده چې دا اقتباس ښاغلی دَ مرحوم مشتاق مجروح صاحب دَ “هذا ما کنزتم” کتاب  نه رانقل کړے دے خو دا اقتباس دَ مشتاق مجروح صاحب خپل ليکلے شوے نۀ دے هغوی هم دا اقتباس دَ همېش خليل صاحب راخستے دے نو بیا پکار وه چې ښاغلی حواله ورکړې وه چې دا اقتباس دَ چا دے؟ ځکه چې څوک هم دا لولی نو دا به ګنی چې دا خبره دَ مشتاق مجروح صاحب ده خو اصل کښې داسې نۀ ده دا خبره همېش خليل صاحب کړې ده اؤ مشتاق صاحب خپل کتاب “هذا ما کنزتم” کښې پېش کړې ده اؤ دَ همېش خليل صاحب دغې خبرې باندې ئې تنقید هم کړے دے (تفصيل دپاره وۀ ګورئ هذا ما کنزتم ص ۱۳۰ او ورپسې نورې صفحې)

اوس به دا خبره واضحه کړو چې دا اقتباس اصل کښې دَ مرحوم همېش خليل صاحب دَ کوم کتاب دے ؟

دا خبره همېش خليل صاحب دَ ديوانِ سعيد پۀ مقدمه کښې پۀ (صفحه نمبر ، ز ) باندې کړې ده اؤ دغه اقتباس مرحوم مشتاق مجروح صاحب پۀ خپل کتاب “هذا ما کنزتم” کښې پېش کړے دے خو زېرِ بحث کتاب کښې دَ دغې اقتباس اخرۍ دوه کرښې راخستې شوې دی اؤ هغې کښې هم ښاغلی لږ شان تصرف کړے دے – پوره اقتباس دا دے :

“د ديوانِ بېدل په پېشِ لفظ کښې ما د ديوانِ سعيد د قلمی نسخې د ليک دود په حقله چې د کوم مفصل بحث په باب کښې وئيلی وو غواړم چې دلته ئې د لوستونکيو په خدمت کښې عرض کړم – د ديوانِ سعيد د قلمی نسخې نه معلومېږی چې نن نه تقريباً دوه سوه کاله وړومبے “ھ” چې اوسنی ليک دود کښې دَ کلمې دَ اخری توری (حرف) دَ زبر او زېر په ځائې استعمالېږی هغه زمانه کښې د دغه غېر ملفوظی “ھ” ګانو يعنې “ھ” استعمال قطعاً نۀ وۀ” ( دا اقتباس دَ همېش خليل صاحب مرتب کړی دیوانِ سعيد دَ مقدمې نه مرحوم مشتاق مجروح صاحب “هذا ما کنزتم” کښې پېش کړے دے)

لُستونکيو به دا اقتباس لُستے وی زما پۀ خيال چې دَ دے اقتباس دَ دغې دوؤ کرښو پېش کولو هم څۀ ضرورت نۀ وۀ ځکه چې ښاغلی دلته دَ غېر ملفوظی ھې هېڅ تعريف نۀ دے کړے صرف دغه دوه کرښې ئې دَ دے اقتباس نه راخستې دی پکار خو دا وه چې دَ دې هې تعريف شوے وۀ اؤ پۀ استعمال ئې خبره شوې وه خو ښاغلی داسې نۀ دی کړی اؤ صرف دغه دوه کرښې اقتباس اؤ دوه شعرونه ئې پۀ مثال کښې پېش کړی دی –

بله خبره دا ده چې دغه اقتباس کښې همېش خليل صاحب ليکلی دی چې “دَ زبر اؤ زېر پۀ ځائې استعمالېږی” خو ښاغلی ترې دَ زېر خبره لرې کړې ده اؤ دَ اقتباس دغه دوه کرښې ئې پېش کړې دی خو هېڅ قسمه نوټ وغېره ئې پرې نۀ دی ليکلی چې دَ زېر خبره ترې ولې دوی حذف کړې ده ؟

همېش خليل صاحب دَ زېر خبره کړې ده خو دا خبره غلطه ده چې (ه) به دَ زېر پۀ ځائې استعمالېده ، کېدے شی ښاغلی ته هم دا خبره غلطه ښکاره شوې وی نو دا ئې ترې حذف کړې وی خو دَ ديانت تقاضه دا ده چې ورسره ئې دومره وئيلی وو چې دا خبره مې ترې ولې حذف کړې ده ؟ اوس به دې خبرې له راشو چې آيا غېر ملفوظی هې پۀ حقیقت کښې پخوا نۀ وه اؤ کۀ نۀ دَ دې استعمال وۀ ؟

دا هې (ه) پخوا هم موجوده وه خو استعمال ئې دَ د نننۍ املاء مطابق بدل وۀ نن چې مونږ کومو لفظونو کښې (ه) ليکو اؤ وړاندې حرف باندې ئې زبر وی لکه مطلبه ، ربابه ، کوره نو پخوا به پۀ دېو لفظونو کښې هې (ه) نۀ لیکلې کېدله اؤ دَ دې پۀ ځائې به وړاندې حرف باندې زبر کولے شۀ لکه مطلبَ ، ربابَ ، کورَ –

اؤ نن سبا چې دَ باړه ګلۍ مطابق کومو لفظونو کښې مهموزه هې (ۀ) ليکلې کېږی لکه تاؤدۀ ، ساړۀ ، خواږۀ نو پخوا به دا پۀ غېر ملفوظی هې (ه) باندې تاؤده ، ساړه ، خواږه ليکلی کېدل – نو دَ دې وضاحت مقصد مې دا دے چې دَ غېر ملفوظی هې استعمال پۀ خوا هم وۀ خو دَ نننی استعمال نه بدل وۀ –

د دې غلطيو نه علاوه د املاء اؤ پروف غلطۍ هم ډېرې دي هسې خو د پروف غلطۍ هغه وي چې پۀ شمار يؤ څو د کمپوزر نه  وشي خو کله چې کتاب چاپ کېږي نو د کمپوزنګ نه پس صاحب کتاب ته يوه کاپي ملاوېږي چې هغه ئې وګوری چې څۀ غلطۍ پۀ کښې شوې دي نو د دے کتاب پروف ریډنګ به هم خامخا شوے وي نو بيا د داسې قسمه غلطيو کېدل نۀ و پکار ۔ د املاء پۀ باب کښې چې د املاء اؤ پروف کومې غلطۍ دی هغه ذکر کوم ـ

دا کتاب پۀ باړه ګلۍ املا کښې ليکلے شوے دے اؤ ښاغلے دا املا منی هم خو د معروفې يا پۀ حقله چې باړه ګلۍ څۀ وائي ښاغلي ئې پۀ خپل کتاب کښې پېروي نۀ ده کړې ـ باړه ګلۍ وائي چې معروفې يا ته به لاندې دوه څنګ پۀ څنګ ټکي کوو خو ښاغلي پۀ خپل کتاب کښې هر ځاے کښې معروفه يا د ټکيو نه بغېر(ی) ليکلې ده کۀ چرې دباړه ګلۍ دې فېصلې سره ئې اتفاق نۀ وۀ نو دا وضاحت کول پکار و۔ پۀ صفحه نمبر ۲۵ باندې د ټکي(لفظونه) تعريف کوي نو ورسره پۀ انګرېزۍ کښې Word ليکلے شوے دے حالانکې دَ “لفظونه” انګرېزي Words راځي ځکه چې دا جمع لفظ دے ۔ پۀ ډېرو ځايونو کښې “ددې” ليکلي شوي ده یاده دې وي چې دا دواړه بيل بيل لفظونه دی د صحیح ليکلو طرز به ئې “د دې” وي ۔ د باړه ګلۍ دولسمه فېصله داسې شوې وه :

”ګ،‌ به په کونډه ليکلے شي“ ( پښتو ليک لار ص ۵۸)

خو ښاغلي پۀ زېر بحث کتاب کښې دَ باړه ګلۍ دَ فېصلو بیان کښې د کونډه پۀ ځائے کونډۀ ليکلے دے ـ چرته چې هم “کلمه” یا “کلمې” لفظ راغلے دے نو هغه “کليمه” يا “کليمې” ليکلے شوے دے ـ د باړه ګلۍ وړومبۍ فېصله چې ذکر کوي نو هلته “کلمې” لفظ ئې پۀ “کلیمې” بدل کړے دے دغه فېصله داسې شوې ده چې د فارسۍ اؤ عربۍ نه کوم لفظونه راغلې دې هم هغسې به ليکلے کېږی خو بیا هم ښاغلي کلمه/کلمې لفظ ته خيال نۀ دے کړے چې دا خو هم د بلې ژبې لفظ دے نو دَ دې فېصلې پۀ رڼا کښې پۀ خپل حالت کښې ئې ليکل سم دي ۔ دغې وړومبۍ فېصله کښې دا هم ليکلې شوې دي چې قصه ،  قميص ، ضعيف به هم دغسې ليکلی کېږی خو زېرِ بحث کتاب کښې پۀ صفحه نمبر ۶۷ باندې ليکلې شوې دي “بس نورې قيصې مۀ کوئ” دلته د “قصې” پۀ ځائې “قيصې” ليکلے شوے دے ـ قافیې لفظ چې چرته هم راغلے دے نو “قافيئې” ليکلے شوے کوم چې غلط دے ۔

د يائے مخصوص پۀ حقله خپل تفصیلي بحث کښې يؤ ځائې کښې ليکي چې “يائے تانيث د نورو دوؤ حرفونو په مینځ کښې چې ليکو نو لاندې به ورته دوه ټاکي لاندې باندې کوو لکه ډېر ، هېر ، وغېره”(ص ۶۵) دلته ښاغلي د يائے مخصوص پۀ ځائے يائے تانيث ليکلے دے اؤ مثالونه ئې بيا د يائے مخصوص راوړي دي ـ اؤ بله دا چې يائے تانيث دَ لفظ پۀ مينځ کښې نۀ راځی بلکې صرف اخر ته راځي ۔کوم حرف باندې چې تنوين راشي نو دوه زوَرونه پرې دپاسه کولے شي لکه مثلًا ، يقينًا ، غالبًا وغېره نو داسې لفظونو کښې تنوين د الف نه پۀ ماقبل حرف باندې کول پکار وي خو زېر بحث کتاب کښې نسبتاً ، معمولاً ، عموماً وغېره لفظونه دغسې ليکل شوي دي او د الف دپاسه تنوين شوے دے پکار ده چې نسبتًا معمولًا اؤ عمومًا داسې وۀ ليکلی شی کۀ څوک دليل غواړی نو مقدس کتاب قران مجيد ته دې رجوع وۀ کړی اؤ هلته دې وۀ ګوری چې داسې قسمه لفظونه څنګه ليکلې شوي دي ۔ پۀ ۶۶ صفحه باندې د رحمان بابا شعر رانقل کړے شوے کوم کښې چې د “اوېزان دے” پۀ ځاے “اوېزاندے” ليکلے شوے دے دا دواړه لفظونه بیل بیل ليکل پکار و۔

د زېر بحث کتاب دريم باب “علمِ قافيه” دے ښاغلي ډېر پۀ ښکلي انداز د قاري د پوهولو کوشش کړے دے اؤ د قافيې پۀ ټولو اجزاؤ ،حرکتونو اؤ عېبونو باندې ئې خبرې کړې دي خو ځينې تېروتنې پۀ کښې شوې دي اؤ تصحيح کول ئې ضروري دي چې زمونږ ګران لُستونکي يؤ څيز غلط زده نۀ کړي ۔ ښاغلے د “مفرده روي” پۀ مثالونو کښې سر ، بر ، ور ، پرهر ، ځيګر ، قلندر ، پېغمبر اؤ مازيګر قافيې راؤړي اؤ ليکي چې دلته ټولو قافيو کښې د روي نه وړاندې د زبر حرکت دے خو داسې نۀ ده ځکه چې د “قلندر” قافيې نه بِغېر ټولو قافيو کښې دَ روي نه وړاندې دَ زبر حرکت شته خو “قلندر” قافيه کښې د روي نه وړاندې زورکے دے کوم چې د پښتو مخصوص حرکت دے نو دغو نورو قافيو سره “قلندر” قافيه کول د توجيه اختلاف کښې راځي اؤ عېب ګنلے کېږي دغه عېب ته اقواء وائي ۔ بيا دَ “مطلقه روي” پۀ مثال کښې د رحمان بابا دا شعر راؤړي :

ما د دهر جام وهلے دے پۀ لته
دَ پيالۍ د صراحۍ له برکته
اؤ ورپسې ليکي :

“دلته “لته” اؤ “برکته” قافيې دی “ت” پکښې روی ده “ه” پکښې وصل دے يعنې دَ روی “ت” نه پس “ه” راغلے دے داسې روی ته مطلقه روی وئيلے شی” (ص ۸۹) ۔ ښاغلے وائي چې “لته” اؤ “برکته” کښې “ت” روي اؤ “ه” د وصل حرف دے خو داسې نۀ ده دلته “برکته” کښې خو مونږ دا وئيلي شو چې اصل لفظ “برکت” دے نو “ت” روي جوړېږي اؤ “ه” وصل خو “لته” قافيه کښې “ه” وصل نۀ دے بلکې “ه” د روي حرف دے ځکه چې “لته” پوره اؤ اصل لفظ دے کوم کښې چې “ه” اصل حرف دے ۔ د ردف پۀ حقله ښاغلے دَ لغوي معنې نه پس ليکي چې :

“پۀ اصطلاح کښې د قافيې هغه حرف دے چې د روی نه وړومبے لګېدلے بيا بيا راځی” ۔ پۀ دې باندې ښاغلي زريان صاحب پۀ خپله مقاله کښې دا اعتراض کړے وۀ چې د روي نه مخکښې داسې ډېر حروف راځي چې هغه ردف نۀ وي اؤ پۀ مثال کښې ئې ظالم ، عالم قافيې اؤ بخت سخت تخت اؤ وخت قافيې راوړې وې کومو کښې چې د روي نه وړاندې دخيل اؤ قېد دے نۀ چې ردف ۔ اؤ زريان صاحب بيا دَ رِدف تعريفونه هم راوړي دي کومو نه چې ئې ثابته کړې ده چې رِدف به حروف علت وي – د زريان صاحب خبره سمه ده خو هم دا خبرې ښاغلي ساجد شائق کړې دي خو کېدے شي د زريان صاحب ورته پام شوے نۀ وي ښاغلي شائق وړاندې ليکلي دي چې د ردف دوه قسمونه دي ۔ ۱ مطلق ردف ۲ زائد‌ رِدف – اؤ بيا د مطلق رِدف پۀ تعريف کښې هم هغه خبره کوي د کومې کمے چې ښاغلے زريان محسوسوي ۔ زېر بحث کتاب کښې ښاغلے ليکي چې :

“هر کله چې د روی نه اګاهو يو ساکن حرف بې له څۀ فاصلې راشی چې د دغه حرف او روی تر مينځه بل حرف موجود نۀ وی اؤ هم دغه ساکن حرف د حروف علت (الف ، و ، ه ، ي) نه يو وی نو مطلق ردف ورته وئيلے شی لکه انعام ، سلام ، نېکنام ، بام وغېره”(ص ۹۰) ۔ لستونکيو به دا اقتباس لستے وي چې ښاغلي شائق دغه وضاحت کړے دے پۀ کوم چې ښاغلي زريان اعتراض کړے دے کۀ چرې دا اعتراض پۀ دے بنياد شوے وي چې د ردف دتعريف پۀ سر کښې دغه ټولې خبرې کول پکار وې اؤ بيا د ردف قسمونه بيان شوے وے نو زۀ ورسره اتفاق لرم خو معترض له دا پکار وو چې ورسره ئې دا وضاحت کړے وے چې زۀ دا اعتراض پۀ دې وجه کوم چې ښاغلي د ردف پوره وضاحت پۀ سر کښې نۀ دے کړے اؤ وروستو ئې کړے دے اعني تعريف ئې پۀ ترتيب سره نۀ دے کړے ۔ پۀ زېر بحث کتاب کښې ورپسې ښاغلے ليکي چې “ذېل ، رېل ، خېل ، ګېل اؤ جېل کښې “ل” روی اؤ مجهوله “ی” رِدف دے” ۔ پۀ مذکوره مثالونو کښې د لام نه مخکښې مجهوله يا نۀ شته بلکې مخصوصه يا ده نو پکار وه چې داسې وئيلي شوي و چې دغو مثالونو کښې د لام ( روي) نه مخکښې مخصوصه يا(ې) رِدف دے اؤ بله خبره دا ده چې ښاغلے مجهوله يا يادوي خو شکل ئې ورسره د “ے” پۀ ځائې “ي” ورکړے دے کومه چې اصل کښې معروفه يا (ي) ده ۔  د زائد رِدف پۀ حقله ليکي “کله چې قافيه کښې د علت حرف نه پس اؤ روی نه اګاهو يؤ بل ساکن حرف هم موجود وی نو دغه ساکن حرف ته زائد رِدف وائی” ۔ د ښاغلي دَ خبرې مطلب دا دے چې د روي اؤ الف ساکن پۀ مينځ کښې يؤ بل ساکن حرف راشي هغه به زائد ردف وي خو بيا چې مثال راؤړي نو ليکي “پاستۀ ، ماستۀ اؤ وراستۀ کښې ت روی ، الف اصلی ردف اؤ س زائد ردف دے” (۹۱) ۔

دلته ښاغلي مثالونه غلط راوړي کۀ چرې “ت” روي وۀ ګڼو نو اصل لفظونه به “پاست ، ماست اؤ وراست” وي اؤ دا بې معنې لفظونه دي نو دلته “ت” مونږ روي نۀ شو ګڼلے پۀ دېو قافيو کښې “ۀ” روي ده اؤ وړاندې حرف “ت” باندې زورکے دے اؤ دغه حرکت ته توجيه وائي نو دې قافيه کښې نۀ اصل ردف شته اؤ نۀ زائد ردف صرف روي پۀ کښې موجود دے نور پۀ کښې دَ قافيې يؤ جزو هم نشته  ۔ د تاسيس پۀ حقله ليکي :-

“کۀ د مطلعې دَ دواړو مصرعو قافيئو(کذا) کښې تاسيس راوستلے شی لکه “لائق” اؤ “فائق” نو بيا به تر مقطعې په ټولو قافيئو(کذا) کښې تاسيس راوستل پکار وی لکه “شائق” خو کۀ په مطلع کښې يوه مصرعه کښې” لائق” اؤ بله کښې “صادق” راوستے شی نو بيا کۀ په باقی قافيو کښې تاسيس نۀ وی نو خېر دے شاعر د دې پابند نۀ دے” (ص ۹۲) ۔ دلته د ښاغلي د خبرې مطلب دا دے کۀ پۀ مطلع کښې “لائق” اؤ “صادق” قافيه شي نو بيا کۀ نورو قافيو کښې تاسيس نۀ وي نو خېر دے دا قافيې به سمې وي- خو دا خبره ئې غلطه ده ځکه چې “لائق” اؤ “صادق” دواړو کښې تاسيس (الف) موجود دے نو دواړه مؤسسې قافيې دي اؤ چې دا دواړه پۀ مطلع کښې قافيه شي نو ورپسې ټولو قافيو کښې تاسيس راؤړل پۀ شاعر لازم دي ۔ شاعر به هله د تاسيس دَ قېد نه ازادېږي چې پۀ مطلع کښې “صادق” سره “متفق” قافيه راؤړي اعني يوه قافيه کښې تاسيس موجود وي اؤ بله کښې نۀ وي نو بيا ورپسې قافيو کښې د تاسيس پابندي لازمه نۀ ده ۔د وصل پۀ حقله ليکي :

“وصْل د قافيئې(کذا) هغه حرف دے چې دروی نه پس يواځې راځی او وروستو ترې خروج ، مزيد يا نائره نومې يؤ حرف هم نۀ وی” ( ص ۹۳) ۔ دلته د ښاغلي دا خيال دے چې وصل هغه حرف دے چې روي پسې جخت وي اؤ يواځې وي يعني بل د قافيې حرف ورپسې نۀ وي ۔  خو دا خبره سمه نۀ ده ځکه چې دا لازمي نۀ ده چې وصل به يواځې راځي اؤ وروستو به ترې د قافيې نور حروف نۀ راځي ۔ پۀ قافيه کښې وصل يواځې هم راتلے شي اؤ ورپسې خروج ، مزيد اؤ نائره هم راتلے شي لکه دا مثالونه وګورئ وزګارېږمه ، قلارېږمه ، ايسارېږمه وغېره ۔ دېو قافيو کښې د “ر” روي نه پس “ې” وصل ، “ږ” خروج ، “م” مزيد اؤ “ه” حرف نائره دے نو لُستونکيو ته به واضحه شوې وي چې د ښاغلي دا خبره غلطه ده چې وصل به يواځې وي اؤ خروج ، مزيد ، نائره به ورسره نۀ وي ۔ پۀ دې باندې ښاغلي زريان هم پۀ خپله مقاله کښې اعتراض کړے وۀ خو هغوي چې کوم مثالونه پېش کړي و هغه غلط وو غواړم چې لستونکيو ته ئې وړاندې کړم ښاغلے زريان ليکي :-

“دوه قافيې ( ژړوينه) اؤ (خندوينه) دَ مثال پهـ توګه راوړلې شی چې “وصل” به هم لری او د “وصل” نه وروستو به نور حرفونه “خروج” ، “مزيد” اؤ “نائره” هم لری ۔ وړومبۍ قافيه کښې “ړ” روی، “و” وصل، “ی” خروج ، “ن” مزيد اؤ غېر ملفوظه “ہ” نائره ده ۔ دويمه  قافيه کښې “د” روی، “و” وصل، “ی” خروج ، “ن”مزيد او “ہ ” نائره ده”

د ښاغلي زريان پېش کړيو مثالونو سره زۀ اتفاق نۀ کوم ۔ د هغوي د خيال مطابق پۀ “ژړوينه” کښې “ړ” اؤ “خندوينه” کښې “د” روي دے خو داسې نۀ ده – کۀ داسې وي نو بيا به دلته دَ دواړو قافيو اصل لفظونه “ژړ” اؤ “خند” وي کوم چې بې معنې لفظونه دي نو “ړ” اؤ “ر” پۀ کښې هېڅ کله روي نۀ شي کېدے ۔ روي د قافيې اصل حرف وي اؤ ژړوينه ، خندوينه کښې اصل لفظونه “ژړوي” اؤ “خندوي” دي اؤ اصل حرف ئې معروفه يا (ي) ده اؤ دغه “ي” پۀ کښې حرف روي دے اؤ ورپسې “ن” وصل اؤ “ه” خروج دے  ۔ زېر بحث کتاب کښې ښاغلے د نائره پۀ حقله مثالونه راؤړي اؤ ليکي :”زړېدنه ، کړېدنه ، نړېدنه ، مړېدنه ، ګړېدنه کښې “ړ” روی ده – “ې” وصل دے ، “د” خروج ، “ن” مزيد اؤ “ه” نائره دے” (ص ۹۴) ۔ د ورکړيو شويو قافيو تقطيع سمه نۀ ده شوې اؤ د نائره دپاره دا مثالونه هم غلط دي ښاغلے پۀ دېو قافيو کښې “ړ” روي ګڼي خو دلته “ړ” روي ګڼل غلط دي ۔ هر کله چې دَ قافيې تقطيع کولې شي نو اصل لفظ ترې راخستل وي بيا هغه اصل لفظ کښې چې اصل حرف کوم يؤ وي هغه روي وي اؤ ورپسې چې کوم حروف راغلي وي نو هغه زوائد حروف وي لکه وصل ، خروج ، مزيد اؤ نائره – د ښاغلي د خيال مطابق چې “ړ” روي شي نو د زړېدنه ، کړېدنه ، نړېدنه ، مړېدنه ، ګړېدنه اصل لفظونه به بالترتيب زړ ، کړ ، نړ ، مړ ،ګړ وي اؤ ظاهره ده چې دا لفظونه بې معنې کېږي نو د دې نه دا واضحه شوه چې دې قافيو کښې “ړ” حرف روي نۀ دے ۔ اوس به د دېو قافيو صحيح تقطيع وکړو ۔ ټولو قافيو کښې اصل حرف اخر ته راغلې “ه” ده اؤ دغه “ه”  حرف روي دے وړاندې ترې د زبر حرکت توجيه دے اؤ دَ روي نه پس دَ قافيې بل يؤ حرف هم نشته ۔ اوس به د نائره مثالونه پېش کړو چې لستونکيو ته واضحه شي ۔

ازاروينه ، توروينه ، ويښوينه ، جوړوينه ، قلاروينه ، پټوينه وغېره ۔ وړومبۍ قافيه کښې “ر” ، دويمه کښې هم “ر” ، دريمه کښې “ښ” ، څلورمه کښې “ړ” ، پينځمه کښې “ر” حرفِ روي دے اؤ دَ روي نه پس “و” وصل ، “ي” خروج ، “ن” مزيد اؤ “ه” حرفِ نائره دے –

شعر کښې ئې مثال وۀ ګورئ:

“دَ کامل متابعت به هغه کاندي
چې ئې بخت نن لۀ وودۀ خوب ويښوينه”
( دَ علي محمد مخلص ديوان ، مرتب ډاکټر پروېز مهجور ، ص ۵۷۸) دغسې نور مثالونه ئې دا دي :

ايسارېږمه ، قلارېږمه ، وزګارېږمه ، ځارېږمه

شعر کښې ئې مثال وۀ ګورئ:

منډې ترې وهم خو ايسارېږمه
خوب وينم پۀ خپل سېوري بارېږمه
رنګ به مې پۀ بله اؤړېدلے وي
زۀ چې مينې تا ته وزګارېږمه
(محمد جان تکل)

مذکوره ټولو قافيو کښې “ر” روي ، ورپسې “ې” وصل ، “ږ” خروج ، “م” مزيد اؤ “ه” حرف نائره دے ۔ د توجيه پۀ حقله ليکي :

“په قافيه کښې چې روی ساکنه وی اؤ په اګاهو حرف ترې نه حرکت (زبر ، زېر يا پېښ) وی نو دغه حرکت ته توجيهـ (کذا) وئيلے شی لکه: ځنګل ، متل ، غل اؤ بدل قافيئو(کذا) کښې توجيۀ (کذا) زبر (فتحه) ده”( ص ۹۵)۔ دلته د توجيه صحيح تعريف نۀ دے شوے دا خبره صرف ساکن روي پورې محدودول نۀ دي پکار کۀ روي ساکن وي اؤ کۀ متحرک خو وړاندې حرکت به ئې توجيه وي کۀ چرې توجيه صرف دساکن روي پورې محدود شي نو دا سوال پېدا کېږي چې بيا به د متحرک روي نه وړاندې حرکت ته کوم نوم ورکولے کېږي ؟ ۔ عربۍ کښې ئې هم دغه تعريف دے کوم چې ښاغلي پېش کړے دے اؤ دغسې نورو مشرقي ژبو فارسۍ، اردو وغېره ترې هم دغه تعريف اخستے دے اؤ پښتو کښې هم چې چا پۀ قافيه باندې کار کړے دے دغه تعريف سره اتفاق کوي خو زما پۀ خيال پښتو کښې دغه تعريف سم نۀ دے اؤ پۀ دے تعريف کښې تصرف پکار دے ۔

کله چې مونږ د قافيې تقطيع کوو اؤ هغه قافيه کښې روي متحرکه وي اعني د وصل حرف ورپسې لګېدلے وي يا د وصل نه پس راغلي نور حروف ورپسې وي نو مونږ دَ هغه قافيې نه هغه زوائد حروف لرې کوو اؤ اصل لفظ چې پاتې شي نو بيا ئې تقطيع کوو د مثال پۀ طور “مطلبه” قافيه ده اؤ چې مونږ ئې تقطيع کوو نو اول به ترې اخرے د وصل حرف لرې کوو نو دا به پاتې شي “مطلب” ۔ اول پۀ کښې روي متحرکه وه اؤ چې تقطيع ئې کوو نو روي واپس ساکنه شوه اعني “مطلب” لفظ پاتې شۀ “ب” پۀ کښې روي شوه اؤ وړاندې د زبر حرکت ئې توجيه دے ۔  بله خبره دا ده چې عربۍ کښې روي کله متحرکه شي نو دپاسه پرې حرکت راشي لکه “يضرب” قافيه وي اؤ چې روي پۀ کښې متحرکه شي نو د “ب” دپاسه پېښ راشي لکه “يضربُ” ترې جوړ شي نو هلته بيا هغوي د متحرک روي نه وړاندې حرکت توجيه نۀ ګڼي خو پښتو کښې داسې نۀ وي چې هم د هغه حرف دپاسه حرکت راشي اؤ روي متحرکه شي بلکې کله چې روي متحرکه کېږي نو ورپسې د وصل حرف وۀ لګي لکه بره چې مو د “مطلبه” مثال ورکړو نو روي چې متحرکه کېږي هغه د وصل پۀ وجه متحرکه کېږي اؤ کله چې دَ تقطيع دوران کښې مونږ د وصل حرف لرې کړو نو روي هم هغسې ساکنه پاتې شي اؤ وړاندې حرکت ئې توجيه وي نو نتيجه دا راووځي کۀ روي ساکنه وي اؤ کۀ متحرکه خو وړاندې حرکت به ئې توجيه وي ۔

ښاغلي چې کوم مثالونه “ځنګل ، متل ، غل اؤ بدل” پېش کړي دي وائي دېو قافيو کښې د روي نه وړاندې حرکت زبر دے خو دلته ټولو قافيو کښې زبر نۀ دے بلکې “ځنګل” قافيه کښې د روي نه وړاندې زورکے دے ۔ ښاغلے تعريف کښې دا هم وائي چې د روي نه وړاندې د (زبر، زېر اؤ پېښ) حرکت راشي نو هغه به توجيه وي خو صرف زبر، زېر اؤ پېښ نۀ بلکې د روي نه وړاندې کۀ زورکے يا زېرکے وي نو هغه به هم توجيه وي ځکه چې زورکے اؤ زېرکے هم دَ پښتو مخصوص حرکتونه دي لکه قلندر ، څنګل ، ځنکل ، څټ ، مټ لفظونو کښې د اخري (روي) حرف نه مخکښې زورکے دے ۔ د توجيه زېر پۀ مثالونو کښې ښاغلے دا هم ليکي چې “په ظاهر، ساغر، ماهر کښې توجيهـ(کذا) زېر (کسره) ده” ۔

وړومبۍ خبره خو دا ده چې ساغر لفظ کښې د روي نه مخکښې زېر نۀ بلکې زبر دے اؤ ښاغلي پۀ کښې د “غ” د لاندې زېر هم کړے دے اؤ ورسره ئې ليکلي هم دي چې روي نه مخکښې زېر (کسره) ده البته دغو نورو قافيو کښې د روي نه مخکښې زېر شته ۔

بله خبره دا ده چې دلته پۀ دې قافيو کښې توجيه نشته ځکه چې دا درې واړه قافيې مؤسسې دي اؤ مؤسسه قافيه کښې تاسيس اؤ دخيل موجود وي – د روي نه وړاندې چې کوم متحرک حرف وي اؤ وړاندې ترې ساکن الف وي هغه متحرک حرف ته دخيل وائي اؤ د دخيل حرکت ته اشباع وائي نو دلته دېو قافيو (ظاهر اؤ ماهر) کښې د روي نه مخکښې ”هـ“ د دخيل حرف دے اؤ دغه حرف چې کوم حرکت لري اشباع ورته وائي نو دغو قافيو کښې د روي نه وړاندې توجيه نۀ بلکې د اشباع حرکت دے ۔اوس د توجيه زېر يؤ څو مثالونه وړاندې کوم چې لستونکيو ته خبره واضحه شي :

مشکِل ، منتقِل ، مشتمِل کښې دَ ل نه مخکښې زېر اؤ مصوِر ، متکبِر ، مفکِر کښې دَ ر نه مخکښې زېر توجيه دے ۔ د حذو پۀ حقله ليکي :

“په ردف کښې دَ الف نه اګاهو “زبر” د “و” نه اګاهو “پېښ” اؤ د “ی” نه اګاهو “زېر” ته “حذو” وائی” ( ص ۹۶) ۔  بيا ورسره مثال کښې دَ رحمت شاه سائل صاحب دا شعر راؤړي :

“د نظر تورې درنه زنګ ونۀ کړي
سترګې ئې نۀ منم چې جنګ ونۀ کړي
د تعريف اؤ مثال دواړو پۀ مينځ کښې تضاد دے ښاغلے تعريف کښې وائي چې د ردف نه وړاندې حرکت ته حذو وائي خو مثال چې کوم راؤړي نو ردف پۀ کښې لۀ سره شته نۀ بلکې د روي نه وړاندې نون پۀ کښې قېد دے نۀ چې ردف ۔ دغه تعريف پوره نۀ دے شوے ، پوره تعريف به داسې وي چې د رِدف اؤ قېد نه وړاندې چې کوم حرکت راشي حذو ورته وائي اعني صرف د رِدف نه وړاندې حرکت نۀ بلکې د قېد نه وړاندې حرکت ته هم حذو وائي اؤ بيا ورسره د رِدف اؤ قېد دواړو مثال راؤړل پکار وو – د رِدف نه وړاندې د حذو مثالونه وۀ ګورئ:

شباب ، کتاب ، رباب ، حساب … د “الف” نه وړاندې زبر حذو دے

شعور ، غرور ، قصور ، مسرور … د “و” نه وړاندې پېښ حذو دے

يقين ، سپين ، شين ، نيازبين… دَ “ي” نه مخکښې زېر حذو دے

اوس د قېد نه مخکښې دَ حذو مثالونه وۀ ګورئ:

رنګ ، ننګ ، شړنګ ، جنګ … د “ن” نه وړاندې زبر حذو دے

دغسې سخت ، بخت ، تخت ، وخت کښې دَ “خ” نه مخکښې زبر حذو دے

د نفاذ پۀ حقله ليکي :

“د عروض په اصطلاح کښې د “وصل” “خروج” او “مزيد” حرکت ته وائی لکه : “نذرانه” ، “خزانه” اؤ “پېمانه” کښې “الف” روي اؤ “ن” وصل دے . دلته د “ن” حرکت زبر دے هم دا حرکت “نفاذ” بللے شی” (ص ۹۸) ۔ تعريف ئې سم کړے دے خو مثالونه ئې صحيح نۀ دي پېش کړي ښاغلي د روي پۀ بيان کښې ليکلي وو چې روي به د قافيې اصل حرف وي اؤ دلته وائي نذرانه ، خزانه اؤ پېمانه کښې الف روي دے لکه چې ښاغلي ته دې قافيو کښې الف د قافيې اصل حرف ښکاري کۀ چرې داسې وي نو اصل لفظونه به بيا نذرا ، خزا اؤ پېما وي اؤ دا بې معنې لفظونه دي نو دلته الف څنګه روي شۀ ؟ ۔ اصل کښې دې قافيو کښې نۀ وصل شته نۀ مزيد شته اؤ نۀ پۀ کښې “الف” روي دے بلکې دا قافيې پوره پۀ پوره اصل لفظونه دي اؤ دا مؤسسې قافيې دي “ه” پۀ کښې حرف روي دے وړاندې ترې “ن” دخيل دے اؤ د دخيل نه وړاندې “الف” تاسيس دے ۔ د نفاذ پۀ مثال کښې دې لستونکي دا قافيې وګوري :

پټومه کښې د “ټ” روي نه پس “و” وصل دے اؤ دپاسه حرکت پرې نفاذ بللے شي ، ځارېږمه کښې “ږ” خروج اؤ “م” مزيد دے دپاسه حرکت ئې “نفاذ” بللے شي ۔ د اقواء پۀ مثال کښې دا شعر راؤړلے شوے دے خو حواله ورسره نۀ ده ورکړې شوې چې د چا شعر دے

“هغه سړے چې زما زړۀ کښې اوسي
هغه سړے په هديره کښې اوسي”‌ (ص ۹۸)
دغسې د اکفا پۀ مثال کښې يؤ شعر راؤړلے شوے دے کوم سره چې حواله نشته چې دا د چا شعر دے ؟ شعر دا دے :

هغه ښکلی تېر وختونه راته ياد دیي
اوس ازغی مې د زړګی په سر کښې مات دی (ص ۹۹)

دغسې دَ اجازه مثال کښې دے شعر سره حواله اعني د شاعر نوم نشته
راته ياد دے ستا د سپينې کوکۍ لوظ
اوس هم شته دے هغه کلے هغه حوض (ص ۹۹)
د جلي ايطا پۀ مثال کښې چې کوم دوه شعرونه پۀ ۱۰۱ صفحه راؤړلي شوي دي د شاعر نوم ورسره نشته ۔ د خفي ايطا پۀ حقله ليکي :

“يعنی اصل روی د زائد روی سره همقافي(کذا) کول خفی ايطا ده لکه په دې شعر کښې ۔
په سوات کښې دی دوه کفره کۀ خفی دی کۀ جلی

مخزن د دروېزه دے بل دفتر د شېخ ملي
په جل کښې “ی” وصل (نسبتی) ده اؤ د شېخ ملی “ی” اصلی ده نو ځکه په دې شعر کښې خفی ايطا ده” ( ص ۱۰۴) ۔  دے شعر سره هم حواله نشته چې دا د چا شعر دے ؟۔ اصل کښې دا شعر د خوشحال بابا دے خو دلته ښاغلي پۀ دې شعر کښې بدلون کړے دے ۔ د خوشحال بابا کليات کښې دا شعر داسې دے :

دوه کاره دي پۀ سوات کښې کۀ خفي دي کۀ جلي
مخزن د دروېزه دے يا دفتر دَ شېخ ملي
( د خوشحال بابا کليات ، مرتب ډاکټر يار محمد مغموم ، ص ۱۱۹۰) ۔

دا شعر پۀ ارمغان خوشحال کښې هم دغسې دے (وګورئ ص ۷۵۵) -لستونکيو ته به اندازه شوې وي چې د خوشحال بابا دغه شعر يؤ خو بغېر څۀ حوالې پېش شوے دے اؤ بل پۀ کښې ښاغلي بدلون هم کړے دے کۀ چرې دوي دا شعر چرته بل کليات يا ديوان يا قلمي نسخې نه رانقل کړے وي نو حاشيه پرې ليکل پکار وه چې دوي دا لفظ ولې بدل کړے دے ۔ اوس به اصل خبرې له راشو ښاغلے وائي چې “جلي” لفظ کښې “ي” وصل دے يعني اصل لفظ “جل” دے – خو دا خبره سمه نۀ ده ځکه چې پۀ دے شعر کښې د دواړو قافيو لفظونه اصل اؤ پوره لفظونه دي وصل پۀ کښې نشته کۀ چرې “جل” لفظ اصل وګڼو نو بيا دلته دا لفظ خپله معنٰي بدلوي اؤ دغه معنٰي دَ شاعر مقصود نۀ ده “جلي” هم پوره لفظ دے د ښکاره ، ظاهر پۀ معنٰي دے اؤ “شېخ ملي” هم پوره لفظ دے نو دلته دواړو قافيو کښې “ي” حرف روي دے اؤ هېڅ قسمه د ايطا عېب پۀ کښې نشته ۔اوس د “خفي ايطا” صحيح مثال وۀ ګورئ : کۀ چرې پۀ يو کلام کښې يوه قافيه “سېلاب” راشي اؤ ورسره بله قافيه “خوناب” راشي نو دلته خفي ايطا ده ۔ پۀ ظاهره خو ښکاري نۀ چې دېو قافيو کښې عېب موجود دے خو د قافيې د قوانينو مطابق چې ورته غور وکړے شي بيا ئې پته ولګي ۔ دواړو قافيو کښې “اٰب” راغلے دے اؤ معنٰي ئې اُبۀ ده نو “سېلاب” قافيه کښې “سېل” بيل لفظ دے اؤ “اٰب” بيل دغسې “خوناب” قافيه کښې “خون” بيل لفظ دے اؤ “اٰب” بيل نو دېو قافيو کښې “خفي ايطا” ده – دا دواړه قافيې مرکبې دي ـ د “نچوړ او‌ دَ معموله (عېب) او تجنيس مرکب (صنعت) فېصله” دَ سر خط لاندې ښاغلے ليکي :-

د قافيې دَ عېبونو په معامله کښې اکثر شاعران او پوهان (نقادان) د يوې سختې مسئلې سره مخ دی چې ما ئې په جدا جدا مضبوطو دليلونو حل راويستے دے او هغه مسئل(شخړه) دا چې “معموله” د علم قافيئې(کذا) مطابق عېب دے اؤ د علمِ بديع مطابق ښکلے صنعت دے چې د “تجنيس مرکب” په نوم بللے شي او دا يو غټ اختلاف دے”وړاندې ليکي :

“(الف) د علم قافيئې(کذا) مطابق کله چې د قافيئې(کذا) څۀ برخه په رديف کښې ورګډه شی نو دا عېب دے او “معموله” ورته وائی ۔ او (ب) دَ علم بديع مطابق دوه داسې همقافيه (کذا) شوی ټکی چې دواړه په يو رنګ ليکلے شی (معنې ئې جدا جدا وی) خو يو مفرد وی او بل مرکب (د مطلعې نه علاوه نورو شعرونو کښې هم کېدلے شی) نو دې ته تجنيس مرکب وائي او دا صنعتونو نه يو صنعت دے چې په صنائع بدائع کښې شمار دے. د “معموله” او صنعت تجنيس مرکب دواړو تعريف حقيقت کښې يو دے” (ص ۱۱۲) ۔ وړاندې ليکي:اوس دلته د څو کاملو دليلونو وړاندې کولو نه پس به ګورو چې اوښ په کومه ډډه څملی ۔ يعني په شعر کښې د قافيئې(کذا) او رديف اختلاط د شعر ( قافيئې) ( کذا) خامی ده او کۀ خوبی يعنی دَ قافيئې (کذا) عېب (معموله) دے کۀ د شعر صنعت(تجنيس مرکب).” (ص ۱۱۲ ، ۱۱۳) ۔ د دے نه پس ښاغلے د يوولسو شاعرانو ټول درې څلوېښت شعرونه پېش کوي ۔ د ټولو مثالونو پېش کولو نه پس ليکي :-“زمونږ اسلافو مشرانو ، (لاښودو) (کذا) پخپله د قافيو دَ سمون ډېر خيال ساتلے دے او دا کوم مثالونه چې ما وركړل نو دا زمونږ كلاسک شاعران دی. دَ دوی اهميت منلے شوے دے مونږ به ئې پېروی کوو او په حقيقت کښې دا قافيئې(کذا) دوی دَ صنعت په توګه راوړی دی. دَ شعر ښكلا زياتول ئې مراد وۀ او هسې هم د قافيئې(کذا) اصطلاحی معنى ده. “د تلفظ متعلق دَ ټكو (لفظونو) نقل” نو ځکه مونږ په دې نتيجه رسو او وئيلې شو چې کله د رديف او قافيئې(کذا) برخې خپلو کښې ګډې شی نو دا معموله (عېب) نه، بلكې تجنيس مرکب (صنعت) دے” (ص ۱۱۹) ۔ د دے اوږد اقتباس پۀ پېش کولو باندې لستونکيو نه بخښنه غواړم خو پېش کول ئې ضروري و ۔ زما پۀ خيال ښاغلي دا بحث بې ځايه کړے دے د دے هېڅ مقصد نشته ځکه چې نۀ خو د معموله عېب اؤ صنعت تجنيسِ مرکب يؤ بل سره تر لرې لرې څۀ تعلق شته اؤ نۀ تر ننه پۀ دې موضوع باندې څۀ مسئله مخې ته راغلې ده خو ښاغلے وائي چې اکثر شاعران ، پوهان اؤ نقادان يوې سختې مسئلې سره مخ دي اؤ دې ته ئې يوه سخته مسئله وئيلې ده ۔ کوشش کوم چې ګرانو لستونکيو ته حقيقت واضحه کړم چې ذهن کښې ئې څۀ اشتباه پاتې نۀ شي وړومبے به دَ صنعت “تجنيسِ مرکب” تعريف وکړو مرحوم مشتاق مجروح صاحب پۀ “زرکاڼے” کتاب کښې ليکي :

“پهـ کلام کښې داسې دوه لفظونه راؤړل چې د حرفونو پهـ تعداد اؤ ترتيب کښې يؤ شان وي خو يؤ مفرد وی اؤ بل مرکب وی داسې صنعت ته تجنيس مرکب وئيلے شی” (زرکاڼے ، ص ۸۰) ۔ د دے تعريف نه دا خبره واضحه شوه چې تجنيسِ مرکب دپاره دا شرط دے چې شعر کښې به دوه داسې لفظونه وي چې يؤ به مفرد وي اؤ بل به مرکب وي نو هله به ورته مونږ تجنيس مرکب وايو خو ښاغلي چې کوم شعرونه د مثال دپاره پېش کړي دي هغو کښې د حمزه بابا د يؤ شعر نه علاوه ټولو شعرونو کښې دا صنعت نشته البته د معموله عېب پۀ کښې شته خو د تعجب خبره ده چې ښاغلے تجنيس مرکب اؤ معموله عېب څنګه يؤ ګڼي ؟ ۔ معموله عېب داسې وي چې کله پۀ يؤ شعر کښې قافيه اؤ رديف ګډ شي اؤ قافيه ترې جوړه شي اؤ دے سره قافيه عېبژنه کېږي خو تجنيسِ مرکب جدا څيز دے دا دواړه يؤ شان ګڼل نۀ دي پکار لُستونکيو به دَ تجنيسِ مرکب تعريف لُستے وي اوس د زېرِ بحث کتاب نه يو څو مثالونه راخلو کوم چې ښاغلي پېش کړي دي نو لستونکي دې پۀ خپله فېصله وکړي چې تجنيس مرکب صنعت پۀ کښې موجود دے کۀ نۀ ۔

په ښۀ خوی لۀ بدخواهانو بې پروا يم
په نرمۍ لکه اوبۀ د اور سزا يم
دراز عمر مې حاصل شو له راستۍ
لکه سروې مدام سبز و تازه پايم
(رحمان بابا)

څۀ دې زده لکه نرګس زما له درده
پوشيده مې په غُنچه کړه ګُونه زرده
پکښې عکس د خپل جاه نهايت ويني
اٰئينه چې نن په لاس د سکندر ده
(کاظم خان شېدا)

چې د پښتو سحر ته لارې نيسي
دا د بهار خبر ته لارې نيسي
جانان چې کله د هوا مارغۀ شي
سړے به چرته ورته لارې نيسي
(رحمت شاه سائل)

مذکوره شعرونو کښې چرته هم دوه لفظونه داسې نۀ دي راغلي چې يؤ شان ليکلي کېږي چې يو مفرد وي اؤ بل مرکب وي څنګه چې صنعت تجنيس مرکب کښې وي نو بيا ښاغلے دا شعرونه څنګه د تجنيس مرکب پۀ مثال کښې پېش کوي ؟ دې شعرونو کښې صرف د معموله عېب شته لکه وړومبي مثال کښې “سزا يم” سره “پايم” لفظ قافيه شوے اعني رديف پۀ قافيه کښې وردننه شوے دے دغسې دويم مثال کښې “زرده” سره “سکندر ده” قافيه راغلې ده کومه کښې چې “سکندر” بيل لفظ دے اؤ “ده” بيل لفظ دَ رديف حصه جوړه شوې ده دغسې درېم مثال کښې “خبر” قافيه ده اؤ “ته” د رديف حصه ده خو بيا ورسره بل شعر کښې “ورته” قافيه راغلې ده کومه کښې د رديف حصه “ته” هم دننه شوې ده ۔ اؤ ورپسې چې نور کوم مثالونه پېش شوي دي ټولو کښې صرف د معموله عېب دے اؤ تجنيسِ مرکب پۀ کښې نشته سېوا د حمزه بابا دَ يؤ شعر نه خو هغه شعر هم ښاغلي غلط پېش کړے هغه شعر کښې صنعت تجنيس مرکب خو موجود دے خو د معموله عېب پۀ کښې نشته – زېر بحث کتاب کښې شعر داسې دے:

کۀ د هر چا  يمه خو ستا يمه زۀ
ځکه دې ستا  يمه چې ست  يمه زۀ
ښاغلي دا شعر غلط پېش کړے دے دا شعر د حمزه بابا کليات کښې داسې دے :

کۀ د هر چا يمه خو ستا يمه زۀ
ځکه دې ستايمه چې ستا يمه زۀ (ص ۲۹۵)
فرق پۀ کښې دومره دے چې کليات کښې پۀ دے شعر کښې دويمه مصرعه کښې وړومبے “ستايمه” مفرد دے اؤ دويم مرکب دے (ستا يمه) خو ښاغلي د معموله عېب اؤ صنعتِ تجنيسِ مرکب دواړو پۀ يؤ ځائې ثابتولو دپاره پۀ شعر کښې ترميم کړے دے وړومبے “ستايمه” (مفرد) ئې “ستا يمه” (مرکب) کړے دے دويم مرکب لفظ ئې مفرد کړے دے ۔ د دے بحث نه دا نتيجه راوځي چې وړومبۍ خو دا خبره غلطه ده چې د شاعرانو پوهانو اؤ نقادانو دپاره دا يوه مسئله (شخړه) جوړه شوې ده، بله دا چې دغو ټولو ورکړيو شويو مثالونو کښې(د حمزه بابا د شعر نه علاوه) يو کښې هم “صنعت تجنيس مرکب” نشته صرف “معموله عېب” پۀ کښې موجود دے ، بله دا چې دحمزه بابا شعر کښې “تجنيسِ مرکب” خو شته ولې “معموله عېب” پۀ کښې نشته ، بله دا چې دا خبره سراسر غلطه ده چې زمونږه مشرانو دا قافيې د صنعت پۀ طور دَ شعر ښائست زياتولو دپاره راوړې دي اؤ دا بره ثابته شوه چې دغو شعرونو کښې تجنيس مرکب صنعت نشته – دغه شعرونه زمونږ د مشرانو دي خو غلطي د هر چا نه کېږي اؤ غلطۍ ته به غلطي وايو بالکل دغو مشرانو دغه قافيې غلطې راوړې دي اؤ معموله عېب پۀ کښې شته ۔  نو د ښاغلي د دې دومره بحث اؤ مثالونو هېڅ مقصد اؤ فائده نشته ۔

د دې غلطيو نه علاوه د دے کتاب دويم اؤ دريم باب کښې چې د املا يا د پروف کومې غلطۍ دي هغه دا دي :پۀ ۷۳ صفحه باندې د “اوچتول” پۀ ځائې “وچتول” ليکلے شوے دے ۔ ښاغلي د املا پۀ باب کښې د پټه خزانه في الميزان کتاب نه هغه اقتباس پېش کړے وۀ کوم چې دا ليکلي شوي و چې کوم واحد اسمونه پۀ اخر کښې (يا) راغلې وي نو چې جمع ته واؤړي د “يو” شکل اختيار کړي لکه سړے سړيو، زمرے زمريو، خوشحالي خوشاليو اپريدے اپريدو وغېره ۔ خو بيا ښاغلي پۀ زېرِ بحث کتاب کښې پۀ دغه قاعده ځينو ځايونو کښې عمل نۀ دے کړے لکه پۀ ۸۵ صفحه باندې ئې د “ښاغليو زلميو” پۀ ځائې “ښاغلو زلمو” ليکلے دے ۔ د قافيې باب کښې پۀ ۸۷ صفحه باندې د “نائره” پۀ ځائې “نائېره” اؤ د “ګونګرو” پۀ ځائې “ګنګرو” ليکلے شوے دے ۔ ډېرو ځايونو کښې د “اخرے” پۀ ځائې “اخيرے” د “توجيه” پۀ ځائې “توجيۀ” ليکلے شوے دے ۔ پۀ ۱۰۷ صفحه باندې د “اوولّس” پۀ ځاے “وولس” ليکلے شوے دے ۔ پۀ ۱۱۵ صفحه باندې د “پوشيده” پۀ ځاے “پو شيده” اؤ د “سکندر ده” پۀ ځاے “سکندرده” ليکلے شوے دے ۔پۀ ۱۱۸ صفحه باندې د غني خان د نظم يوه ټوټه پېش کړې شوې ده يوه مصرعه کښې دربار لفظ ليکلے شوے دے بيا د بند اخر ته هغه مصرعه دوباره تکرار شوې ده اؤ “دربار” پۀ ځائې پۀ کښې “دربان” ليکلے شوے دے ۔ د زېر بحث کتاب څلورم باب “شعري اصناف” اؤ پينځم بابا “نثري اصناف” دے چې پۀ ډېرو صنفونو باندې ښاغلي ډېر پۀ اسان اؤ عام فهمه انداز کښې بحث کړے دے چې هر څوک پرې پۀ اسانه پوهېدے شي ۔ د قطعې تعريف ته “قطع” عنوان ورکړے شوے دے اؤ ورپسې تعريف کښې چې چرته هم “قطعه” لفظ راغلے دے نو “قطع” ليکلے شوے دے کوم چې غلط دے د عېن نه پس ورسره هې نۀ ده ليکلې شوې ۔ تعريف کښې ليکي چې “پکار دي چې قطع (کذا) عنوان ولری ځکه چې د نظم ټکړه وی او نظم عنوان لری”(ص ۱۴۸) ۔  زۀ دې خبرې سره اتفاق نۀ لرم چې قطعه به خامخا عنوان لري ځکه چې دا د قطعې دپاره شرط نۀ دے بلها قطعې بغېر د عنوان نه ليکلې شوې دي اؤ ښاغلي چې مثال کښې د اشرف خان هجري اؤ عبدالقادر خان خټک کومې قطعې راوړې دي هېڅ قسمه عنوان ورسره نۀ دے ورکړے شوے ۔ د رباعۍ پۀ تعريف کښې ليکي چې “خپل خاص وزن بحر لری” اؤ دا خبره حقيقت هم ده چې رباعي خپل يؤ ځانګړے بحر لري چې د غزل د نورو بحرونو نه منفرد بحر وي خو ښاغلي چې بيا کوم مثالونه پېش کړي دي نو پۀ هغو کښې د اشرف خان هجري دوه شعرونه هم دي چې ښاغلے ورته رباعي وائي اؤ ديوان کښې هم پۀ رباعياتو کښې شامل دي اؤ دلته ورسره بره ليکلي شوي هم دي چې “اشرف خان هجري ځينې رباعيات د غزل په دې طرز هم ليکلې دي” اؤ بيا ئې ورسره دا شعرونه راوړي دي:

سپين ږيرې تا پۀ جونو کښې بدنام کړم
سزاوار دې د ګلرنګو د دشنام کړم
کۀ هزار ځله فغان کړم پرواه نۀ کا
نۀ نظر په مهر کاندی چې سلام کړم (ص ۱۵۱)
خو زما پۀ خيال دا رباعي نۀ ده ځکه چې دا هغه خاص بحر نۀ لري کوم چې د رباعۍ دپاره مشرانو ټاکلے دے اؤ زمونږ د کلاسک ټولې رباعيانې پۀ هغه خاص بحر کښې دي هغه خاص بحر لس سېلابونه وي اؤ پۀ مينځ کښې ئې يوه قدرتي وقفه راځي چې پينځۀ سېلابونه يؤ طرف ته شي اؤ پينځۀ بل طرف ته اؤ پۀ دغې رباعۍ يؤ بيل طرز خېژي د غزل د هر بحر نه د رباعۍ بحر منفرد وي البته کله کله د يؤ يا دوؤ سېلابونو زيات والے پۀ کښې راځي خو هغه پۀ دغه خاص بحر دومره اثر نۀ غورځوي اهنګ ئې هغه شان پاتې کېږي ۔ بره ذکر شوي کوم دوه شعرونه چې د رباعۍ پۀ نوم راوړي شوي دي هغه د دولسو سېلابونو پۀ عام بحر کښې دي کوم بحر کښې چې زمونږ د کلاسک زياته شاعري شوې ده نو بيا دغې ته مونږ رباعي نۀ شو وئيلے البته قطعه ورته وئيلې شو ځکه چې قطعه پۀ هر بحر کښې ليکلې کېږي ۔ د رباعۍ د اصل بحر مثال وۀ ګورئ ۔

د باغ ګلونه عجب نمائے کا
ځنيې غوړېږي ځينې آئے آئے کا
سوسن ته ګوره په هومره ژبه
بې حرف و صوته ثناء د خدائے کا
( ارمغان خوشحال ص ۱۰۸)

د رباعۍ پۀ تفصيل کښې ښاغلے دا هم وائي چې “خوشحال بابا د دوؤ زرو نه زياتې رباعيانې ليکلې دی” خو ما چې څومره دَ خوشحال بابا رباعيانو پسې تحقيق وۀ کړو اؤ شمار مې وۀ کړو نو د “ارمغانِ خوشحال” مطابق ئې تعداد شپاړس سوه اؤ درې (1603) جوړېږي نو زۀ نۀ يم خبر چې زمونږ ښاغلي محقق دا نورې څلور سوه رباعيانې چرته لستې يا ليدلې دي چې تر ننه پۀ ديوانونو اؤ کلِّيّاتو کښې مونږ ته پۀ نظر نۀ دي راغلي کۀ چرې دغه رباعيانې ښاغلي چرته ليدلې وي يا يوه داسې قلمي نسخه وي چې تر ننه بل چا نۀ وي ليدلي نو ښاغلي له پکار ده چې مخې ته ئې راؤړي دا به پښتو ادب کښې يوه ډېره ګټوره اضافه وي ۔ ښاغلي د هائيکو، ټپئيزې اؤ خاکې پۀ بحث کښې ښۀ وضاحت سره دا ذکر کړے دے چې پۀ دے صنف کښې وړومبے کتاب چا ليکلے دے يا پښتو کښې دا صنف چا متعارف کړے دے خو د تکل پۀ حقله ئې نۀ دا ذکر کړے دے چې تکل دپاره تکل نوم چا غوره کړو اؤ پښتو کښې د تکلونو باقاعده وړومبے کتاب چا ليکلے دے؟ صرف دومره ذکر پۀ کښې شوے دے چې “په پښتو کښې د خپل مفهوم تر مخه “تکل” نوم ورکړے شو” نو اخر دا نوم چا ورکړو ؟ د دے هېڅ ذکر نۀ دے شوے پکار خو دا وه چې د نورو اصنافو پۀ شان د تکل پۀ حقله هم دغسې تحقيق شوے وے ۔ غواړم چې لستونکيو ته دا حقيقت واضحه کړم، تکل دپاره دا نوم اولسي ادبي جرګې خوښ کړے وۀ اؤ د تکلونو وړومبے کتاب د استاذ مشتاق مجروح صاحب “يارانه پۀ شلتالو” دے کوم چې پۀ کال 1980 کښې چاپ شوے دے ۔پۀ زېرِ بحث کتاب کښې د نورو کتابونو نه اقتباسات رانقل شوي دي خو داقتباس رانقل کولو اؤ حوالې ورکولو سره انصاف نۀ دے شوے د دې خپل طريقه کار دے اؤ هر ليکونکي له ترې ځان خبرول لازمي دي ۔ د مثال پۀ طور يؤ څو ځايونو ته اشارې کوم ۔ د ۲۴۳ نمبر صفحې نه تر۲۴۸ صفحې پورې د ډرامې فني خصوصيات ( قصه، پلاټ، کردارونه، مکالمې، تجسس، منظر کشي، اختصار، وحدت تأثر، تصادم ) تفصيل سره ذکر شوي دي اؤ اخر کښې ورته دا حواله ورکړې شوې ده ( افضل رضا ، ډرامه يونيورسټي بک اېجنسي خېبر بازار پېښور ۱۹۹۵ء مخونه ۱۷۳,۱۷۴) کۀ چرې دا پينځۀ صفحې اقتباس ټول پۀ ټوله د افضل رضا د کتاب نه رانقل کړے شوے وي نو بيا د سر نه تر اخره پورې پۀ کامو کښې بندول پکار واؤ کۀ ځينو ځايونو کښې ترې څۀ واړۀ واړۀ اقتباسات رانقل شوي وي نو هم کامو کښې بندول پکار و چې لستونکيو ته پته لګي چې دا اقتباس د بل کتاب دے ۔ دغسې ورپسې “د ډرامې څو نورې فني خبرې” د سر خط لاندې بيا د افضل رضا د کتاب نه ووږد اقتباس رانقل شوے دے اؤ پۀ کامو کښې بند دے خو ورپسې بل پېراګراف شروع شوے دے اؤ اخر کښې ورته د سحر يوسفزي د کتاب “ادب څۀ دے ؟” حواله ورکړې شوې ده دلته هم اقتباس کامو کښې نۀ دے بند دا پته نۀ لګي چې دا ټول اقتباس د بل کتاب نه رانقل شوے دے کۀ لږ اقتباس رانقل شوے دے ۔  ښاغلي شائق د ډرامې پۀ بحث کښې د مرحوم افضل رضا د کتاب نه يؤ اقتباس رانقل کړے دے خو لفظونه ئې پۀ کښې هم بدل کړي دي اؤ ځينې لفظونه ئې ترې حذف کړي دي کوم چې يؤ غلط عمل دے د دواړو کتابونو اقتباسات رانقل کوم، اول د شائق صاحب رانقل کړے اقتباس وۀ لولئ:

“د ډرامې د پلاټ دپاره يو “ډرامائی خط” ټاکلے شوے دے چې شکل ئې دا دے (دې نه پس هغه شکل ورکړے شوے دے اؤ وړاندې ليکی) د اولنۍ نقطې نه مراد د ډرامې ابتدا ده د دوېمې(کذا) نقطې نه مراد د ډرامې ابتدائی حال ورو ورو راڅرګندېدل دی. درېمه (کذا) نقطه د کمال (عروج) په لور تګ ښائی ۔ څلورمه نقطه کښې ډرامه عروج ته ورسی چې کلائمکس ورته هم وئيلے شی پینځمه نقطه ئې تنزل وی يعنی ډرامه (قیصه) (کذا) د انجام (نتيجې) په لور روانه شی او شپږمه نقطه د ډرامې انجام وی” ( ص ۲۴۳) اوس د مرحوم افضل رضا د کتاب اقتباس و لولئ :

“ډرامه نګارانو د ډرامې د پلاټ دپاره يو “ډرامائی خط” وضع کړے دے هغه دا دے (دې نه پس هغه شکل ورکړے شوے دے اؤ وړاندې ليکی) اصل کښې دغه نقطې پينځۀ ګڼلے شی ځکه چې پينځمه او شپږمه نقطه یوه لار کښې راځی د وړومبۍ نقطې نه مراد ابتدائی واقعه ده د دويمې نقطې نه مراد د ډرامې ورو ورو راڅرګندېدل دی. دریمه د کمال په لور تګ. څلورمه کمال او پینځمه تنزل (مخ په ښکته راتلل) او شپږمه انجام بللے شی (ډرامه، افضل رضا ص ۱۱۱ ، ۱۱۲)

لستونکي دې پۀ خپله د دواړو اقتباساتو جاج واخلي چې ښاغلي شائق پۀ دې يؤ اقتباس کښې څومره بدلون کړے دے دا صحيح عمل نۀ دے ، چې د یؤ کتاب نه څوک اقتباس رانقل کوي نو پکار ده چې ټکي په ټکي ئې رانقل کړي اؤ حواله ورسره ورکړي ۔

بله خبره دا ده چې دغې اقتباس ته ښاغلي حواله کښې صفحه نبمر هم غلط ورکړے دے حواله ئې داسې راوړې ده (افضل رضا، ډرامه، يونيورسټی بک اېجنسی خېبر بازار پېښور ۱۹۹۵ء ، مخ ۱۹۲) د افضل رضا کتاب ټول ۱۳۰ صفحې دے اؤ ښاغلي دلته ۱۹۲ نمبر صفحه ياده کړې ده دا حواله غلطه ده اصل کښې دا اقتباس پۀ ۱۱۱ اؤ ۱۱۲ نمبر صفحه باندې موجود دے ۔

بله خبره دا ده چې د ډرامې پۀ بيان کښې  يا د سحر يوسفزي يا د افضل رضا د کتاب حواله ورکړې شوې ده داسې ظاهرېږي چې د ډرامې پۀ حقله دا ټولې خبرې د دغو دوؤ ليکونکيو دي اؤ د زېر بحث کتاب د خالق خپله رائې يا ليک پۀ کښې نۀ دے شامل ۔ دغسې نورو ډېرو ځايونو کښې حوالې ورکړې شوې دي خو دا پته نۀ لګي چې څومره اقتباس د بل کتاب نه رانقل شوے دے د اقتباس رانقل کولو سمه طريقه دا ده چې کوم اقتباس د بل کتاب نه رانقل کولے شي هغه پۀ کامو ( ٫٫ ،،  ” ” ) کښې بندول وي اؤ اخر کښې ورته د کتاب نوم د مصنف نوم اؤ صفحه نمبر ورکول وي ۔ پۀ صفحه ۲۵۰ باندې د سحر يوسفزي د کتاب نه يؤ اقتباس رانقل شوے دے اؤ حواله ورته ( مخ ۱۵۶,۱۵۷) ورکړې شوې ده خو د سحر يوسفزي کتاب کښې دغه اقتباس پۀ دغو صفحاتو نشته بلکې پۀ صفحه ۱۲۳ اؤ ۱۲۴ باندې دے ۔ شپږم باب د “فصاحت اؤ بلاغت” دے چې تفصيل سره پۀ کښې پۀ ډېرو موضوعاتو باندې پۀ اسان انداز کښې بحث شوے دے خو پۀ دے باب کښې هم ځينې خامۍ شته چې پۀ ګُته کول ئې ضروري دي ۔

پۀ صفحه ۲۶۸ باندې د “دَ عامې قاعدې مخالفت” دپاره چې کوم شعر مثال دپاره راؤړلے شوے دے حواله ورسره نشته، هم دغسې د “ابتذال” پۀ مثال کښې راوړلے شوے شعر، د “قريبه کنايه ، بعيده کنايه ، تعريض ، تلويح ، رمز، ايماء پۀ مثال کښې چې کوم شعرونه پېش شوي دي يؤ هم حواله نۀ لري اؤ ورپسې د نورو ډېرو شعرونو هم دغه حال دے ۔ د مرکبې تشبيه پۀ مثال کښې د علي خان بابا شعر داسې راؤړلے شوے دے :

دا په توره شپه کښې نمر دے حېرانېږم
کۀ جبين د يار جلوه کا په مشکينه کلاله کښې (ص۲۷۵)

د دے شعر وړومبۍ مصرعه نيمګړې ده دولس څپې ده اؤ دويمه مصرعه شپاړس څپې ده دا شعر د ډاکټر زبېر حسرت صاحب مرتب کړي “د علي خان ديوان” کښې داسې دے :

دا په توره شپه کښې نمر دے چې را وۀ خوت حېرانېږم
کۀ جبين دَ يار جلوه کا په مشکينه کلاله کښې (ص۵۴)
د کنائې ټول قسمونه سره د تعريفونو ذکر شوي دي خو د “ايماء” تعريف نۀ دے شوے صرف مثال پېش کړے شوے دے ـ استاذ مشتاق مجروح صاحب پۀ خپل کتاب “زرکاڼے” کښې د ايماء تعريف داسې کوي:

“داسې کنايه چې ذريعې هم پهـ کښې کمې وی اؤ پټوالے هم پهـ کښې نهـ وی – سړے پرې پهـ اسانه پوهېدے شی لکه “د هغهـ پوزه پرې شوه” مطلب دا چې بې عزته شهـ پهـ دې کښې ذريعه شته اؤ پهـ اسانه پرې سړے پوهېدے شی” (ص ۶۶)

د تجنيس پۀ قسمونو کښې يؤ قسم “تجنيس مکرر” هم ذکر شوے دے اؤ تعريف ئې داسې شوے دے “د يوې مادې د مختلف قسمه ټکي په يو شعر کښې بيا بيا راوستل” اؤ بيا دا مثال راؤړلے شوے دے:

“چې اقرار په ناپوهۍ کړې نۀ ئې پوھ

چې دَ پوهې لاف و شفاف کړې نۀ ئې پوھ”

زما د ناقص خيال مطابق د تجنيس دا قسم يوه ژبه کښې هم نشته نوے صنعت يا د صنعت يؤ قسم متعارف کول څۀ بده خبره نۀ ده خو شرط دا دے چې نوم ، تعريف اؤ مثال ئې يؤ بل سره تعلق اؤ سم وي خو دلته اول خو چې دے قسم ته کوم تعريف ليکلے شوے دے دا غلط دے اصل کښې دا تعريف د صنعت اشتقاق سره مماثلت خوري اؤ مثال چې کوم راؤړلے شوے دے دا هم د اشتقاق مثال دے چې د يوې مادې سره تعلق لرونکي لفظونه پۀ کښې راغلي دي اؤ اشتقاق اؤ تجنيس کښې ډېر فرق دے پۀ دے شعر کښې متجانسېن لفظونه نشته ۔ د صنعت مُلَمَّع تعريف داسې شوے دے :

“په عروضي اصطلاح کښې په يو شعر کښې دوه ژبې استعمالول چې يوه مصرعه دَ يوې ژبې وی اؤ بله دَ بلې ژبې” (۳۰۷) ۔ دا تعريف دَ ملمع نۀ دے بلکې د تلميع دے ځکه چې کوم شعر کښې دوه ژبې استعمال شي تلميع ورته وائي اؤ چې پۀ يو کلام کښې د دوؤ نه زياتې ژبې استعمال شي نو ملمع ورته وائي لهٰذا دا تعريف د صنعت تلميع دے ۔ دلته چې کوم مثال راوړے شوے دے دا هم غلط دے :

سخي هر يؤ د خدائې دوست دے
وَلَوْ کَانَ فَاسِقًا
هر بخيل د خدائې دښمن دے
وَلَوْ کَانَ زَاهِدًا
رحمان بابا)

پۀ دې شعر کښې تلميع يا ملمع نشته بلکې صنعت اقتباس دے ۔ ورپسې پۀ ۳۱۵ صفحه باندې “دوه ژبې (ذوالغتېن)” هم دغه تعريف ليکلے شوے دے کوم چې ملمع ته ليکلے شوے وۀ دا تعريف دلته بالکل سم دے خو مثال ورته غلط ورکړے شوے دے :

اهلِ علمو ته سلام دَ علی خان دے
خصوصًا بيا پۀ مَنِ التَّبَعَ الهُدٰي
(علي خان)

د علي خان بابا شعر کښې صنعت اقتباس دے ځکه چې دا د قراني ايت يوه ټوټه راخستې شوې ده اؤ پۀ شعر کښې ځاے کړې شوې ده د صنعت تلميع اؤ ملمع دپاره دا شرط دے چې د بلې ژبې مصرعه به شاعر پۀ خپله موزون کوي مثال ئې وګورئ:

بړ بړ راشه ماهِ مَن
نو رکن شب سياهِ مَن
پۀ غمزه مې ولې وژنې
بگر چيست گناهِ مَن
فلک وسۀ تور کبور شۀ
ببين دود آهِ مَن
تر جرسه ډېر افزون دے
فرياد صبحگاهِ مَن
صدقه تاج و بادشاه شه
از کهنہ کلاهِ مَن
ستا پۀ هجر کښې صنمه!
بلب آمد ساهِ مَن
بې لۀ اوښيو ستا پۀ عشق کښې
دلبر نيست گواهِ مَن
هر چې کړې پۀ نجيب کړه تۀ
مَن غلام تو شاهِ مَن
(نجيب سربندے) ( ديوان نجيب مرتب خيال بخاري ، ص ۱۸۰)

د دے غزل د هر شعر يوه مصرعه د پښتو ده اؤ ورپسې بله د فارسۍ ده اؤ دا د صنعت تلميع يا ذوالغتېن صحيح مثال دے ۔ پۀ صفحه ۳۰۸ باندې “درې قافيه” (قافيت الثلث)” ته مخامخ ليکلي شوي دي “په کلام کښې درې قافيئې (کذا) راوستل” وړومبۍ خبره خو دا ده چې قافيت الثلث نۀ بلکې دا لفظ قافية الثلث ليکلے کېږي اؤ بله خبره دا ده چې درې قافيو واله کلام ته مخکښې چا هم درې قافيه يا قافية الثلث نوم نۀ دے وئيلے کله چې د دوؤ نه زياتې قافيې پۀ يؤ کلام کښې استعمال شي نو “ذوالقوافي” ورته وائي پۀ دې کښې درې قافيو واله هم راځي څلورو اؤ پينځو واله هم وغېره وغېره ۔ کۀ چرې قافية الثلث استعمالوو نو بيا به د څلورو اؤ پينځو قافيو کلام ته هم بيل نوم ورکولے کېږي نو ښه دا ده چې د نورو ليکونکيو پۀ شان ئې هم پۀ دغه نوم ( ذوالقوافي) وۀ بلو اؤ نوم ورته عربۍ کښې هم ورکړے شوے دے ،د اردو مشهور کتاب “بحر الفصاحت” اؤ د پښتو ژبې مشهور اؤ مستند کتاب “زرکاڼے” کښې ورته هم دا نوم ليکلے شوے دے ۔ پۀ ۳۰۹ صفحه باندې د صنعتونو پۀ بحث کښې “تفسير” هم ذکر شوے دے اؤ تعريف ئې داسې شوے دے “په کلام کښې اٰيت يا حديث راوړل اؤ د هغې مفهوم بيانول” اؤ مثال دا راؤړلے شوے دے:

“اول ولوله اٰيت دَ “لَنْ تَنَا”
هله لاف دَ محبت کړه دَ اٰشنا”
دے شعر سره حواله هم نشته چې دا د چا شعر دے اؤ دا تعريف اؤ مثال هم دَ صنعتِ اقتباس دے اؤ صنعت تفسير مونږ سره نشته چې اقتباس شته نو بيا تفسير ته ضرورت هم نۀ پېښېږي ۔ پۀ صفحه ۳۱۱ باندې د رد العجز تعريف داسې شوے دے “د څۀ خاص لطافت دپاره د شعر د وړومبۍ مصرعې د سر يا مينځ ټکي د دوېمې(کذا) مصرعې اٰخِر (کذ) ته راوستل” اؤ ورسره درې مثالونه راوړلي شوي دي ۔ وړومبۍ خبره خو دا ده چې د رد العجز بيل بيل قسمونه دي هغه ورسره ذکر کول پکار وو هله به پرې لستونکي پوهېږي د رد العجز اؤ د قسمونو دپاره ئې زرکاڼے ولولئ (صفحه ۱۴۴-۱۵۲)  ۔ ورپسې صفحه باندې “حاجب رديف” هم د علمِ بديع پۀ باب کښې ذکر شوے دے خو “حاجب” صنعت نۀ دے صرف د دوؤ قافيو مينځ کښې راتلونکي لفظ ته وئيلے کېږي دا هم د رديف پۀ شان تکرارېږي د دے ذکر ذوالقافيتېن سره کول پکار وو اؤ د ذوالقافيتېن دغې قسم ته “ذوالقافيتېن مع الحاجب” وئيلے کېږي ۔

صنعت مطرف ، متوازن اؤ تسجيع بيل بيل ذکر شوي دي خو اصل کښې دا د صنعت سجع قسمونه دي اؤ کله چې د يؤ صنعت ګڼ قسمونه وي اول هغه صنعت ذکر کول پکار وي اؤ بيا ئې ټول قسمونه ۔ خو دلته دا درې واړه قسمونه بيلو بيلو ځايونو کښې ذکر شوي دي دا ټول پۀ ترتيب سره د صنعت سجع د لاندې ذکر کول پکار و هله به پرې لستونکي پوهېږي اؤ دلته “متوازن” ته پۀ مثال کښې دا شعر راؤړلے شوے دے اؤ لاندې ورته د رحمان بابا نوم ليکلے شوے دے :

عالمان شعر په څۀ ګڼی ممنوع

په قرآن کښې ډېر لفظونه دی مسجوع

دا شعر د رحمان بابا نۀ دے بلکې دَ علي خان بابا دے اؤ دا د هغه کلام مطلع ده کوم چې علي خان بابا د شاعرۍ پۀ حقله ليکلے دے اؤ د ډاکټر زبېر حسرت صاحب مرتب کړي ديوان کښې پۀ صفحه ۶۴ باندې موجود دے ۔

تسجيع ته چې کوم مثال راؤړلے شوے دے دا د “سجع ترصيع” مثال دے اؤ د صنعت سجع پۀ قسمونو کښې  تسجيع قسم نشته ۔ د صنعتِ مربع تعريف داسې شوے دے :

“مربع هغه صنعت دے چې خصوصاً رباعي په داسې طريقه وليکلے شي چې کۀ هغه ټوټې ټوټې هم شي خو په وزن کښې ئې څۀ فرق نۀ راځي” (ص ۳۱۶) اؤ دا مثال ورسره ورکړے شوے دے :

“د يار له غمه په زړۀ افګار يم
له غمه څۀ وايم دردمند يم خوار يم
په زړۀ دردمند يم هر ګوره خوار يم
افکار يم خوار يم بيمار يم ځار يم”
دا تعريف سم نۀ دے استاذ مشتاق مجروح صاحب ئې داسې تعريف کړے دے :

“داسې دوه شعرونه يا څلور مصرعې چې د ښی طرف نه هم اؤ بره ډډې نه هم يؤ شان لستلې شی اؤ هېڅ فرق پرې نۀ پرېووځی ۔ داسې صنعت ته مربع وائی”(زرکاڼے ص ۱۲۵) ۔ د مشتاق صاحب کړے تعريف اسان دے لستونکي پرې پۀ اسانه پوهيدلي شي اؤ زېر بحث کتاب کښې چې کوم مثال راوړے شوے دے حواله ورسره نشته دا مثال مشتاق صاحب هم راوړے دے اؤ د شاعر نوم ورسره هم شته دا د عبدالقادر خان خټک شعرونه دي ۔ علم بديع کښې صرف صنعتونه ذکر کول پکار وو خو دلته ښاغلي ادبي اصطلاحات (حسنِ مطلع اؤ حسن مقطع ) هم ذکر کړي د کومو ذکر چې د علمِ بديع سبق کښې نۀ وۀ پکار يا خو بيل باب کښې يا د کتاب اخر کښې ذکر کول پکار و۔ دغسې علمِ بيان کښې پۀ تشبيه ،استعاره اؤ کنايه باندې بحث شوے دے خو بيا د علم بديع سبق کښې هم درې واړو باندې خبرې شوې دي يؤ خو دا درې واړه څيزونه پۀ علمِ بديع کښې نۀ راځي نو دلته ئې ذکر کول بې ځايه دي او بل دا درې واړه پۀ علم بيان کښې يؤ ځل ذکر شوي دي نو دوباره ذکر کول ئې هېڅ ضرورت نۀ لري ۔ مونږ دا هم نۀ شو وئيلي چې دا د پروف غلطي ده چې دواړو ځايونو کښې ئې ذکر راغلے دے ځکه چې دواړه ځايه جدا جدا رنګ کښې بحث شوے دے مثالونه هم جدا جدا دي ۔ پۀ صفحه ۳۳۱ باندې د صنعت توشيح تعريف شوے دے خو مثال ورسره نۀ دے ورکړے شوے دَ مثال نه بِغېر دَ لُستونکيو پوهېدل ګران وي ۔

اووم باب د “تنقيد” دے کوم کښې چې د تنقيد تعريف اؤ اقسام ډېر پۀ ښکلي انداز کښې ذکر شوي دي – د نفسياتي تنقيد پۀ بحث کښې ليکي چې “دَ دې قسم تنقيد مؤجد ټرائيډ دے” دا نوم دلته غلط ليکلے شوے دے ټرائيډ نۀ بلکې سګمنډ فرائيډ ( Sigmund Freud ) دے – د اردو کتاب “نفسياتي تنقيد” کښې ډاکټر سليم اختر د “فرائيډ ادب اور لاشعور” باب کښې د فرائيډ پۀ نظريه تفصيل سره بحث کړے دے – (وۀ ګورئ صفحه ۳۹-۱۸۲) ۔ مرحوم مشتاق مجروح صاحب پۀ “زرکاڼے” کتاب کښې د نفسياتي تنقيد پۀ حقله پۀ صفحه نمبر ۴۰۰ ليکي “د دے تنقيد لوئې علمبردار فرائيډ دے” حمزه بابا دَ خپل کتاب “د خوشحال خان خټک يو شعر” پۀ سريزه کښې ليکي “کۀ فرائيډ دا حق لرلو چې هغه د انساني نفسياتو پۀ حقله د يوې رائې اظهار وۀ کړي نو يؤ اېشيائي انسان ولې دا حق نۀ لري چې هغه دې د فرائيډ نظريات د عقل اؤ فکر اؤ د انتقاد محک ته وړاندې کړي” ( صفحه و) د دېو مثالونو نه څرګندېږي چې د نفسياتي تنقيد مؤجد ټرائيډ نۀ بلکې فرائيډ دے چې پوره نوم ئې سګمنډ فرائيډ دے ۔ د سياسي تنقيد پۀ بحث کښې د رحمان بابا يؤ مشهور شعر راؤړلے شوے دے کوم کښې چې د ګور پۀ ځاے کور ليکلے شوے دے (کور او اور او پېښور درې واړه يو دي ) ۔

اتم باب کښې پۀ حساب الجمل باندې بحث شوے دے – دا نوم “حساب الجَمَل” ليکلے شوے دے خو داسې غلط دے د جيم دپاسه زبر نۀ بلکې پېښ دے (حساب الجُمَل) – ورپسې دوه نيمې کرښې تعريف ذکر شوے دے اؤ لاندې ورته دا حواله ورکړې شوې ده ( مصباح الغات ، ابو الفضل مولانا عبدالحفيظ بلياوی ، استاد ادب ندوة العلماء لکهنؤ ، مخ ۱۲۲) دغسې ورپسې دوؤ اقتباساتو ته هم لاندې د مصباح الغات حواله ورکړې شوې ده د تعجب خبره دا ده چې تعريف پښتو کښې دے اؤ حواله ورسره د اردو د کتاب وړکړې شوې ده کۀ چرې دا تعريف د اردو د کتاب د اقتباس ترجمه وي نو سر کښې ورسره ترجمه ليکل پکار و ۔  مخکښې ليکي چې “هغه حرفونه کوم چې د عربۍ نه بدل دی نو دَ هغې قيمتونه د ورنزدې شکل يا اواز په حساب د عربۍ حرفونو د قيمت برابر وی” (ص ۲۴۳) ۔ د دې نه پس هغه حروف کوم چې عربۍ کښې نشته  ذکر شوي دي اؤ د عربۍ د قريب المخرج حروفو برابر ګرځولې شوي دي کومو کښې چې ښاغلي ګ اؤ ږ دواړه د ک برابر ګرځولې دي – ګ خو د ک برابر سم دے د دواړو عدد ۲۰ دے خو د ږ عدد دَ ک برابر نۀ بلکې د ز اؤ ژ برابر ۷ دے ۔  د مثال دپاره د کاظم خان شېدا د خپل ورارۀ (خوشحال شهيد) پۀ شهادت ليکلې شوې دا قطعه راؤړلې شوې ده :

“د خوشحال پۀ جدايۍ کښې باور وکړه
نشته زړۀ زما کباب و اٰه مې سيخ دے
چې روزی ئې شهادت شۀ په ځوانۍ کښې
“نور په ګور دَ شهيد ځوان شۀ” دا تاريخ دے”
اؤ تاريخي مادې ته ئې ۱۱۷۷ھ ليکلے دے خو اصل کښې دا کال د “خوشحال” دَ شهادت نۀ دے اؤ تاريخي ماده هم غلطه ليکلې شوې ده اؤ وجه دا ده چې د کاظم خان شېدا دَ ديوان مرتبينو پرې غور نۀ دے کړے اؤ چې چا هم دَ شېدا ديوان مرتب کړے دے هم دا غلطي ئې کړې ده پۀ دغو مرتبينو کښې مرحوم عبدالرؤف بېنوا ، مرحوم همېش خليل ، مرحوم انوار الحق اؤ محترم حنيف خليل شامل دي خو د دې ښاغليو نه علاوه زمونږ د پښتو ژبې نورو مشرانو د دې غلطۍ تصحيح پۀ خپلو ليکونو کښې کړې ده خو د هغې باوجود هم د زېر بحث کتاب خالق دا تاريخي ماده غلطه راخستې ده زمونږ پۀ دغو محقيقينو کښې مرحوم دوست محمد خان کامل مومند، مرحوم مشتاق مجروح يوسفزے اؤ محترم جهان عالم صاحب  شامل دي ۔ مرحوم کامل صاحب د تاريخِ مرصع پۀ مقدمه کښې پۀ صفحه نمبر ۴۴ باندې دې غلطۍ ته اشاره کړې ده ، “خال” مجله شېدا نمبر، کوئټه ، نومبر دسمبر 2016 ،جنوري فروري 2017  کښې دَ مرحوم مشتاق مجروح صاحب مقاله ” د کاظم خان شېدا تاريخ ګوئي” چاپ شوې ده پۀ صفحه 482,483,484 باندې هم پۀ دې تاريخي قطعه باندې بحث شوے دے اؤ د دې غلطۍ درستګي شوې ده، جهان عالم صاحب پۀ خپل کتاب “د کاظم خان شېدا تاريخ ګوئي او د متقدمينو تېروتنې” کښې پۀ صفحه 56-60 باندې د دې غلطۍ تصحيح کړې ده اؤ دېو ټولو ښاغليو د مادۀ تاريخ نه د صحيح کال 1172ھ تعين کړے دے اؤ دا کال ئې ترې څنګه راوباسلے دے اوس به پۀ دې بحث وۀ کړو ۔ نن سبا املاء کښې مونږ “پۀ کور ، پۀ ځان ، پۀ زور” وغېره ليکو خو د خوشحال بابا دَ کورنۍ املاء کښې به داسې قسمه لفظونه “پکور، پځان ، پزور” ليکلي کېدل اعني ه به ئې پۀ کښې نۀ ليکله نو دَ دغو محققينو دَ تحقيق مطابق دا مصرعه داسې ده “نُور پګور د شهيد ځوان شۀ” دغسې به ترې د ه عدد ۵ کم شي اؤ صحيح کال ۱۱۷۲ھ راووځي اؤ هم دا د خوشحال شهيد دَ شهادت کال دے ۔ د دې ټول بحث مطلب مې دا دے چې پۀ يؤ څيز باندې پۀ دلائلو سره تنقيد شوے وي اؤ د هغې درستګي هم شوې وي نو بيا هغه څيز غلط رانقل کول نۀ دي پکار بلکې د تحقيق تقاضه پوره کول پکار دي اؤ صحيح څيز خپلو لستونکيو ته مخې ته راؤړل پکار دي ۔

نهم باب “ارګجه ( ادبي معلومات)” کښې د “نظم او شعر کښې فرق” د سر خط لاندې پۀ نظم اؤ شعر باندې بحث کوي ليکي چې :

“نظم هغه کلام ويعی چې په کښې به وزن او قافيه وی او شعر د دې قېدو بند نه ازاد وی ځکه چې شعر وئيلے شی لطيف خيال او ښکلې وېنا ته – شعر په خيال اډاڼه لری نه چې په ټکو (لفظونو)”  وړاندې ليکي : “قافيه رديف او وزن بحر اصل کښې د شعر نه، دَ نظم دپاره ضروری دی” (ص ۳۵۱) ۔ دلته د ښاغلي دې خبرې سره زۀ پۀ ‌ډېر احترام سره اختلاف ساتم د ښاغلي د وېنا مطلب دا دے چې شعر وزن ، بحر، قافيه اؤ رديف نۀ لري اؤ نظم به دا هر څۀ لري خو داسې نۀ ده وړومبۍ خبره دا ده چې نظم مونږ د ټولې شاعرۍ دپاره هم استعمالوو پۀ نظم کښې ټول منظوم اصناف راځي دا د نثر متضاد دے اؤ بل خوا نظم د يؤ بيل صنف پۀ طور هم پېژندلے کېږي چې ګڼ قسمونه لري پۀ دغو قسمونو کښې ځينې داسې دي چې دَ وزن ، بحر، قافيه اؤ رديف پابندي لري دغه پابند نظمونه وي بل قسم داسې دے چې صرف د وزن بحر قېد لري اؤ قافيه رديف پۀ کښې نۀ وي دغه معرٰي نظم وي بل قسم هغه دے چې صرف د اهنګ پابندي لري نور ازاد وي دغه قسم ته ازاد نظم وائي اؤ شعر خو به خامخا د وزن بحر پابندي لري قافيه به پۀ کښې هم وي خو خدائې خبر چې ښاغلے شعر د دې قسمه پابنديو نه څنګه ازاد ګڼي ؟ چې دا قسمه پابندۍ نۀ لري نو هغې ته بيا مونږ نثر وايو چې کله دغه پابندۍ پرې لاګو شي نو شعر ترې جوړ شي ۔

پۀ صفحه نمبر ۳۶۰ باندې د “ادب” تعريف کښې ښاغلے وائي چې “ميا سيد رسول رسا ليکي” بيا ورپسې د سيد رسول رسا صاحب خبره راخلي بيا ورپسې ليکي “عبد الحئ حبيبي وائي” اؤ بيا ورپسې د حبيبي صاحب کړے تعريف ذکر کوي خو دېو دواړو اقتباساتو سره حواله نشته چې دا خبره رسا صاحب اؤ حبيبي صاحب کوم کتاب يا مقاله کښې کړې ده ۔ پۀ صفحه نمبر ۳۶۲ – ۳۶۸ د ټکيو معنې ذکر شوې دي شروع کښې ښاغلے ليکي چې :

“دلته هغه ټکی ورکړے شوی دی کوم چې متروک شوی يا متروک کېدو ته نزدې دی او په شعر و ادب کښې استعمالېدونکي ټکی دی – يا ځينې هغه ټکی چې دَ خلقو دَ نظر نه پناه(کذا) دی” ( ص ۳۶۲)

دلته پناه لفظ غلط دے فنا سم راځي ۔ وړومبۍ خبره دا ده چې دغو ټکيو کښې ډېر داسې ټکي دي چې نۀ خو هغه متروک دي،نۀ متروک کېدو ته نزدې دي اؤ نۀ د چا د نظر نه فنا دي ځکه چې دغه ټکي مونږ سره ډېر استعمالېږي لکه بادار، بوتاړ ، انځور، ذوق ،تخيل ، بدرګه، نوکر ۔ يو لفظ پۀ کښې غزل هم دے د حېرانۍ خبره دا ده چې غزل لفظ ښاغلي ته څنګه متروک يا متروک کېدو ته نزدې يا د خلقو د نظر نه فنا ښکاري ۔ متروک هغو لفظونو ته وئيلي کېږي چې زمونږ زوړ ادب کښې استعمال شوي وي خو نن سبا نۀ استعمالېږي اعني هغه لفظونه هغه زوړ دور کښې عام وو ۔ بله خبره دا ده چې دېو لفظونو کښې هغه لفظونه هم شامل دي چې مصنوعي لفظونه دي اعني د نن دور پېداوار دي اؤ دغه لفظونه افغانستان کښې جوړېږي چې هېڅ ضرورت ئې نشته دغه لفظونه نۀ زمونږ حجره جومات کښې استعمالېږي اؤ نۀ ئې کور کښې مشران استعمالوي  کۀ دا پۀ هغو لفظونو کښې شمارلي کېږي چې د خلقو د نظر نه فنا دي نو دا مصنوعي لفظونه دي دا زمونږ اصل پښتو نۀ ده اؤ نۀ د بلې ژبې نه راغلي لفظونه دي نو دا د نظر نه فنا ښۀ دي پکار ده چې استعمال نه ئې اجتناب وۀ شي ځکه چې زمونږ عوام پۀ دغو لفظونو نۀ پوهېږي هغه لفظونه دا دي کوم چې دلته ورکړي شوي دي لوبډله (ټيم) ،جام (کپ) ، پايلوبه(فائنل) ، سيالي(مېچ) لوبغالے (د لوبې مېدان) ، نړيوال جام(ورلډ کپ) ، شل اووريز (T-20) ،روغتون(هسپتال)، شبغالے( هاسټل)  غږ تاندے (لاؤډ سپيکر) ، اړين (مهم) ، نمنځي چار (پرهېزګاره) ۔دا د دے کتاب غلطۍ وې چې ما پۀ دے غرض پۀ ګته کړې چې راروان اېډيشن کښې د دې غلطيو تصحيح وۀ شي ځکه چې دا کتاب د طالب علمانو دپاره ډېر اهم دے د خاميو نه علاوه د دې کتاب خوبۍ هم ډېرې دي ښاغلي شائق صاحب ډېر پۀ اسان انداز کښې پۀ يؤ يؤ څيز باندې بحث کړے دے الله دې وۀ کړي چې ښاغلے پښتو ادب دپاره دغسې ډېر خدمت وۀ کړي اؤ د کتاب دپاسه اوله برخه ليکلے شوے دے نو داسې ښکاري چې دويمه برخه به هم چاپ کېږي خو ۱۰ کاله وۀ شو دويمه برخه چاپ نۀ شوه نو ورته پۀ طمع يو اؤ دعا کوو چې زر تر زره چاپ شي ۔ (کۀ زما پۀ دې مقاله کښې څۀ خبرې غلطې وي اؤ دَ شائق صاحب ورسره اختلاف وي نو زۀ به دَ شائق صاحب جوابي مقالې ته منتظر یم زما به اصلاح وۀ شي اؤ کۀ شائق زما خبرو سره اتفاق لري نو پکار ده چې راروان اېډیشن کښې دا غلطۍ ختمې کړي) ۔ وما علينا الا البلاغ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

نورې ليکنې۔۔۔