اے د بابړې شهيدانو په دې فخر کوے
چې شهيدان شوے هم زخميان شوے هم په سند لاهو شوے
د بابړې شهيدان او د هغوي تاريخ کتو او اورېدو سره په ټوله نړۍ کښې او خاص کر په لراو بر پښتانه خاوره او پښتون قام کښې ئې داسې مقام موندلے دے چې کله هم د بابړې د شهيدانو د ورځو تاريخ او وخت رانزدې شي نو سم د دوېمې کربلا ياد تازه کړي ۔ د بابړې شهيدانو تاريخ او ياد يوازې يو تاريخ او ياد نۀ دے بلکې دا داسې تاريخي واقعه ده چې دغه شهيدان د خپل قام ،خاورے او اولس د خدمت او ازادۍ دپاره خپلو اتلانو سره اوږه په اوږه ولاړ او د خپلې خاورې ازادۍ دپاره او د جمهوريت برقرار ساتلو دپاره هر قسم قربانۍ هغه کۀ جاني وې او کۀ مالي وې خو دوي تر اخرې ساه پورې په مېدان ولاړ و او اوس هم د دغه قافلې په ملګرو کښې دا سلسله داوامداره ده ۔ بل کۀ مونږ وګورو دا تاريخ يو قسم ائينه ده چې د هغه وخت د جابر، ظالم واکدار او حکمران حالات او د جمهوريت دښمنۍ واقعات څرګنده وي او هغوي د خپل مفاد پرست اقتدار حالات تر نن ورځ پورې د پښتنو په تاريخ کښې او خاص کر د خدائي خدمتګار تحريک ملګرو باندې چې کوم قسم ظلم زور او ستم شوے و هغه په تور باب څرګنداو روښانه دے ۔ د هغه وخت جمهوريت دښمن وزير اعلی قيوم کشميرے او د هغه غلام نظام د هغه وخت مجبور او غلام فورس مخونه تر نن ورځ پورې د لمر په شان اوس هم څرګند دي او په تاريخ کښې به تل تر تله په تور باب يادېږي ۔ د بابړې واقعه هغه وخت جوړه شوه چې د اسلامي جمهوريه پاکستان ازادېدو يو کال پوره کېدو ته دوه ورځې پاتې وي خو دلته دا خبره قابل ذکر ده چې د خدائي خدمتګارو يو جمهوري او ائيني حکومت چې په 1946 کښې اليکشن شوے و او حکومت ئې جوړ کړے و چې د باچا خان ورور ډاکټر خان صاحب ئې وزير اعلی جوړ کړے ؤ ۔ د چا په لاس او لمسون چې د پښتنو په خاوره دوېمه کربله وشوه هغه قيوم کشميرے ؤ ۔ دا قيوم کشميرے اول د خدائي خدمتګار تحريک او کانګرس کلک ملګرے و۔ د باچا خان او خدائي خدمتګارو به ئې ډېر صفتونه کول او په باچا خان او خدائي خدمتګارو ئې يو کتاب هم ليکلے و چې نوم ئې (ګولډ اېنډ ګن) يعنې (زر او زور) خو چې کله مسلم ليګ کښې شامل شو نو د فرنګيانو د ظلم حد ئې تمام کړو او په خپل ليکلي شوې کتاب ئې بندېز ولګولو او دا اعلان ئې وکړو چې دا کتاب چا سره څرګند شي نو قېد دے او دا په تاريخ په اول وار و چې يو ليکوال په خپل کتاب پخپله پابندي ولګوله ۔ کله چې پاکستان ازاد شو نو د هغه وخت فيرنګي سوچ پاکستانيانو او په اسلامي جمهوريه پاکستان باندې مئينانو د جمهوريت،ائين او قانون سره خاص کر پارليمنټ داسې غېر جمهوري،غېر ائيني سلوک وکړو چې د فيرنګے ورته ګوته په خلۀ پاتې شو او د غلامۍ او منافقت ايوارډ ئې ورکړو او له لندن نه ئې ورته شاباشي اووئيلو ۔ مفاد پرست قيوم کشميري د مسلم ليګ او قائداعظم د خدائي خدمتګارو جمهوري حکومت په غېر ائيني ظريقه ختم کړو۔ دا د اسلامي جمهوري پاکستان وړومبۍ غېر ائيني او غېر جمهوري اقدام و چې د رياست بنيادي شروعات ئې د غېر جمهوري کلچر نه وکړو چې له تراوسه په دې رياست کښې دا رويه دوام مومي او د جمهوري کلچر په لار کښې خنډونه اچوي ۔ قيوم کشميرے په غير ائيني طريقه باندې وزير اعلی شو نو باچا خان او د هغه ملګري خدائي خدمتګار او ډاکټر خان صاحب ئې سره د خپلې کابينې قېد وبند ته واچول ۔ بل طرف ته چې په قام او په خاوره مئين پښتانۀ خدائي خدمتګاران پاتې و هغوي فوراً يو غونډه راوغوښته او دا فېصله ئې وکړه چې د خپلو مشرانو د رها کولو دپاره او د خپل ائيني حکومت د حق دپاره به يو پرامن جلوس او جلسه کوو او د هغې دپاره به د غازي ګل بابا جماعت کښې رايوځۍ کېږو۔ دولسم اکست 1948 د جمعې ورځ ئې مقرر کړه او د پښتنو کلو او ښارونو کښې د باچا خان مخلص ملګرو خدائي خدمتګار سپاهيانو ته خبر ورکړے شو ۔ د جمعې په ورځ په زرګونو خدائي خدمتګارو د جلوس او جلسي ځاے ته ځانونه ورسول او تياريانې ئې شروع کړې ۔ بل طرف ته چې حکومت وقت او قيوم کشميرے خبر شو نو د صوبې ټول فورس ئې سره د توپو، مشين ګنواو ګوله بارود په ډېر زيات تعداد کښې راغلي و۔ دا ټوله وسله په خاوره مئين اولس پسې راوړلې شوې وه ۔ کله چې د جمعې د لمونځ نه پس جلوس راروان شو او د بابړې مقام ته راورسېدو نو د اسلام په نوم جوړ شوے رياست پاکستان پوليس، مليشا او فوج په دې جلوس ډزې شروع کړې چې د خلقو دا خيال ؤ چې د اسلام په نوم جوړ شوې پاکستان کښې د ازادۍ اول کال د لمانځلو په خوشحالۍ کښې ډزې کېږي خو په دوي کښې څو ملګرې په ګولو ولګېدل نو په دې خدائي خدمتګارو کښې يو ريټائرډ فوجي و او هغه اووئيل چې دا ګولۍ خو په مونږ ورېږي ۔ يو خدائي خدمتګار امين خان چې د سپين ملنګ په نوم مشهور و هغه د جلوس نه مخکښې سره جنډه په لاس روان ؤ انقلاب زنده باد،فخرافغان زنده باد او د ازادۍ ،ائين ملګري زنده باد نعرې ئې وهلې ۔ څنګه چې دغه پرامن جلوس مخ په وړاندې تللو نو دغه رنګ قيوم د ګولو باران د زياتېدو ارډر ورکولو او په ګهنټو ګهنټو د ګولو باران شروع و ۔ وائي چې د څوارلس ګهنټو نه زيات ظلم و جبر شروع و بل طرف ته د زخميانو او شهيدانو تعداد يو په دوه زياتېدو۔ د کلي او بانډو اولس په منډه د جلوس ځاے ته راروان و او د زخميانو او شهيدانو د اوچتولو او د مرهم پټے کول ئې شروع کړل ۔ په دې کښې د سړو سره ښځو هم اوږه په اوږه قامي خدمت ته ملا تړلې وه ۔ د خپلو سرونو لوپټي ئې تار تار کړې وي او د شهيدانو زنې ئې پرې تړلې او زخميانو ته ئې په زخمونو پټے کولې او هغه خوېندې او مېندې چې د خپلو بچو او وروڼو سره ئې هر خدائي خدمتګار د عزت مقام ته رسولو ۔ قران شريفونه ئې په سر راخستې و او دا نعرې وهلې چې د خداے او د هغه د رښتونې رسول محمد(ص) روح دپاره دا ظلم زور بند کړئ،دا خلق څۀ غلط خو نۀ کوي د خپل قام او خپلو مشرانو د خوشي کولو دپاره پرامن جلوس کوي، خو د مفادو په نشه کښې مست قيوم کشميري او د هغه علام فورس داسې ړوند و چې د لوے خداے مقدس کتاب قران شرويفان ئې په ګولو غلبيل غلبيل کړل ۔ قيوم کشميري او د هغه ظالم حکومتي واکدارانو د خلقو د نظر نه او دا خيال پټ ساتلو دپاره دوه قسم ظلم وکړو يو دا چې ډېر زخميان او شهيدان ئې سند ته واچول او لاهو ئې کړل ۔ سند په دې قامي زخميانو او شهيدانو ګواه شو چې د هغوي تعداد د شپږ سوو600 پورې و ۔ ډېر شهيدان او زخميان د قيوم جابر حکومت ځان سره سمبال کړل او دا اعلان ئې وکړو چې دا زخميان او شهيدان به هله ورکوو چې د دوي په سر کومې ګولۍ سرکار استعمال کړې دي د ګولو په بدل کښې به نقد قيمت سرکار ته ادا کوي ، کۀ نقد نۀ وي څاروي، زمکه يا کور به راکوي د دې ويرې نه ډېر زخميان او شهيدان خلقو په کورونو کښې سمبال کړې و ۔ دوېم ظلم قيوم خان دا وکړو چې وئيل ئې حکومت سره ګولۍ ختمې شوې ګنې ما خو خدائي خدمتګار او پښتون نوم نشان ختمولو ۔ دې قامي شهيدانو کښې يو خدائي خدمتګار غلام خېدر سوداګر چې په قام ناصر ؤ او د چين کچ ټانک اوسېدونکے ؤ او د قيوم سرکار ته د پېسو نۀ ادا کولو په وجه سرکار نۀ ورکولو نو د اسلام په تاريخ کښې دوېمه کربلا د بابړې شهيدانو په قبرستان کښې دفن شو او خپل قامي تاريخ ئې همېشه همېشه دپاره تازه کړو او د قيوم خان د جبر او ظلم داستان ئې د قامي خدمت پ شکل کښې بدل کړو ۔ د هغه ټولو شهيدانو روحونه دې خوشحاله وي او په ګورنو دې د لوے خداے نور او رحمت وي ۔
سنګیتا بروح پشورټي – ژباړه: پښتون
فېصل خان پۀ هندوستان کښې یو سماجي کارکن دے چې د باچاخان پۀ ویاړ ئې هند کښې د خدائي خدمتګار غورځنګ بیا بنیاد ایښے دے.