مولانا خانزېب شهید:د قامي شهادتونو د ‘معلوم’ نه تر ‘نامعلوم’ پورې سفر دا قصه هغه وخت شروع کېږي چې خدائي خدمتګار تحریک لا پۀ کانګرس کښې ضم شوے نۀ ؤ. د رئیس الاحرار حضرت باچا خان پۀ قیادت کښې هر خوا پښتنو کښې یوې نوې جذبې څرک وهلے ؤ. پښتانۀ ډلې ډلې متحد کېدل او خدائي خدمتګارۍ لپاره ئې ځانونه وقف کول.دغه وخت چې پۀ ټوله خطه کښې د پېرنګي سامراج پوره واک ؤ او څۀ وخت هم د کومې خطرې سره د مقابلې کولو لپاره تیار وو، خدائي خدمتګار تحریک سره تړون لرونکو چې اتفاقي توګه د خپلې وردۍ سور رنګ خپل کړے ؤ پېرنګي سامراج دا د بالشویک تحریک پۀ تناظر کښې د یوې پروپېګنډې پۀ توګه واخست خو بیا هم د خدائي خدمتګارۍ ولوله د خلقو پۀ زړونو کښې مړاوې نۀ شوه. د باچا خان کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ د دې تاریخ معتبره حواله ده او د دې کتاب پۀ وساطت د پېرنګي سامراج د مظالمو او د پښتنو د عذم یو شمېر داستانونه زمونږ مخې ته راځي.پېرنګے سامراج یو معلوم دښمن ؤ او دې معلوم دښمن د خدائي خدمتګارو پۀ نیولو به هم دا یو تقاضه کوله چې ضمانت ورکړه او ځه. د تحریک یو کوم تن هم پۀ دې طریقه رهائي نۀ شوه اخستے ولې چې نۀ صرف دا د تحریک سره بې وفائي وه بلکې د شرم خبره هم ګڼلې کېده.مولانا خانزېب د هغې تحریک د تسلسل شهید دے پۀ کوم تحریک کښې چې د ژوند بچ کولو لار دغه وه چې د باچا خان تحریک پرېږده نو تۀ معاف یې. د مولانا خانزېب ورور د هغۀ د شهادت نه پس دا راز څرګند کړو چې مولانا ته به د نامعلوم نمبرو نه کال راتلو چې وئیل به ئې ورته خپله سیاسي لار بدله کړه یا خپل مرګ ته تیار شه. او هم هغه شان وشول د هغۀ د ژوند ډیوه پۀ هغه وخت مړه کړے شوه کوم وخت چې هغه د امن د پاڅون لپاره پۀ کمپائن ؤ—د هغۀ قاتل چې نامعلوم دے خو د سیاسي بصیرت پۀ بنیاد معلوم ګڼلے شي.یو معلوم قاتل د نامعلوم نقاب ولې اغوندي؟ دا سوال پۀ یو شمېر ذهنونو کښې راوچت شوے دے او دې سره دا سوال هم کېږي چې قاتل معلوم دے نو خلاف ئې سخت ردِعمل ولې نۀ شي راوړے؟ پۀ ظاهره چې د دې جوابونه اسان ښکاري خو بیا دومره اسان دي هم نه. باچا خان لیکي چې:
” پېرنګیانو ته ډېر قهر پۀ دې ورتلو چې خلکو تشدد نۀ کولو پېرنګیانو به خلک مجبورول چې تشدد وکړي چې زمونږ ورته بهانه جوړه شي او ښۀ پرې زړونه یخ کړو او برباد او تبا ئې کړو. د خدائي خدمتګارو اصل صبر و خپل ځانونه ئې خداے ته سپارلي وو او پۀ دې یقین وو چې یوه ورځ به زمونږ دا مظلومیت رنګ راوړي. پېرنګیانو به وئیلې چې مونږه دې خلکو حېران کړي یو مونږ کوشش کوو چې دوي تشدد وکړي د تشدد علاج خو مونږ سره شته ځکه چې مونږ سره د تشدد ډېر سامان دے. خو د عدم تشدد علاج راسره نشته.پېرنګیانو به دا خبره کوله چې :The Non-violent Pathan is more dangerous than the violent Pathan.”(1)
او دغه شان د ‘سانحه ټکر’ مثال بیا زمونږ مخې ته دے چې د کپتان مرفي د مرګ پۀ بدل پېرنګي سامراج پښتنو باندې ګولۍ وورولې. حالانکې د هغۀ د مرګ ذمه دار خدائي خدمتګار نۀ وو.دا معلوم نامعلوم څنګه شول؟ ظاهره خبره ده چې د عدم تشدد د لار لاروي د مخنیوي لپاره خو به قانوني بهانه پکار وي چې بهانه او موقع دواړه نۀ وي نو بیا معلوم خو به نامعلوم جوړېږي. دا جواب د خپل سیاق نه بهر لږ غوندې مبهم ښکاري خو د دې د تفهیم لپاره به د ماضي تاریخ د موجوده سیاسي منظرنامې سره پۀ ګډه پام کښې نیول غواړي.د هندوستان د وېش نه مخکښې د مبارزې محور د پېرنګي سامراج نه ازادي ترلاسه کول وو او د وېش نه پس دغه محور د جمهوریت او جمهوري اقدارو د بالادستۍ پۀ مبارزه ودرېدلو. قیوم خان پۀ دې صوبه کښې د خدائي خدمتګارو تر ټولو نه لوے سیاسي مخالف ؤ او هغۀ چې دلته کوم غېرجمهوري حالات پېدا کړي وو نو د هغې پۀ نخښه صرف او صرف خدائي خدمتګار وو. هغه خدائي خدمتګار د چا تحریک چې پېرنګي سامراج هم ختم نۀ کړے شو د هغې د ختمولو ضد اوس قیوم خان نیولے ؤ. د فرورۍ 1946ز پۀ ټول ټاکنو کښې چې خدائي خدمتګار پۀ صوبه کښې د واضح اکثریت ترلاسه کولو سره حکومتي جماعت ثابت شو نو پۀ ډاکټر خان صاحب د پاکستان د بېرغ خېژولو پۀ دستوره کښې د ګډون د نۀ کولو الزام لاندې د هغۀ د حکومت د برخاست کولو مطالبه وکړے شوه. دا یو داسې الزام ؤ چې د حقیقت سره تر لرې لرې هم تعلق نۀ ؤ. د دې تفصیل د ډاکټر سهیل ‘د بابړې تاریخي پس منظر’ کښې د تاریخي اهمو دستاویزي ثبوتونو سره ورکړے شوے دے چې د هغې دستاویزاتو مطابق:
“پۀ اووم اګست قیوم خان جناح صاحب ته لېږلے شوي خط کښې د ډاکټر خان صاحب د حکومت ختمولو غوښتنه کوي چې دغه لړ کښې جناح صاحب وائسراے ماونټ بېټن (Mountbatten) ته خط لیکي. ګورنر لوکهارټ(Lockhart) وائسراے ته خط لیکي او د ډاکټر خان صاحب د حکومت ختمولو مخالفت کوي. زۀ تاسو ته د دې خط لږه حصه بیانوم.
” د مسلم لیګ خواهش دے چې د ډاکټر خان صاحب وزارت دې د پینځلسم اګست نه مخکښې برخاست کړے شي؛ما او ماسره د نورو اهلکارو د مشورې نه پس دا فېصله وکړه چې د پاکستان حکومت د دې د پاره ضروري وګني چې دا به څۀ رنګ کوو. زما فېصله د دې خلاف ده. دا به د پاکستان د پاره دلخراش وي.“حواله:National Archives, S.NO 634, 11 August 1947, pg.161, Special Branch]
ریټائرډ جسټس میا برهان الدین لیکي: زۀ او قیوم خان دوه ځله ګورنر سره ملاؤ شوي وو چې د ډاکټر خان صاحب حکومت ختم کړے شي.”حواله: NWFP Under Abdul Qayum Khan Administartion:1947-53, pg.50
د دې جواب کښې ماونټ بېټن وائي چې مسلم لیګ له زۀ د مشاورتي حېث(Advisory Statuse)ورکولو ته تیار یم خو د ډاکټر خان صاحب وزارت ختمول نۀ صرف غېر جمهوري دي بلکې غېر ائیني هم دي. حواله:Erland Jansson, India, Pakistan or Pakhtunistan?,University of Uppsala,Sweden,1980,pg.228
پۀ لسم اګست 1947 ماونټ بېټن لیاقت علي خان ته خط لیکي چې ماته سېکرټري آف سټېټ حکم کړے دے چې د ډاکټر خان صاحب وزارت دې ختم نۀ کړے شي، ځکه چې دا غېر جمهوري اقدام دے او غېر ائیني هم دے. حواله:National Archives, S.No.10(S),File No.46-GG/47,Islamabad” .(2)
د تاریخي مکتوباتو دا حوالې چې ظاهروي د ډاکټر خان صاحب د حکومت ختمولو پلان د مخکښې نه راروان ؤ ځکه دا نتیجه ډاکټر سهیل هم ترې اخذ کړې ده چې د ډاکټر خان صاحب د پاسه د بېرغ د خېژولو دستوره کښې د نۀ ګډون کولو تور محض یو تور ؤ. پۀ دې تاریخي څېړنه کښې د ګورنر کننګم وائسراے ته لیکلي خط متن هم شامل ګرځولے شوے دے چې پۀ کښې ئې لیکلي دي چې ډاکټر خان صاحب لوظ کړے دے چې د بېرغ اوچتولو پۀ دستوره کښې به هغه ګډون کوي او د کانګرس بېرغ به راکوزوي. خو د دې باوجود پۀ پینځلسم اګست ډاکټر خان صاحب د مسلم لیګ ګارډز لۀ خوا پۀدستوره کښې د ګډون کولو نه ایسار کړے شو او د استعفی مطالبه ترې وشوه.د ډاکټر خان صاحب اقتدار 22م اګست باندې برخاست کړے شو خو د هارس ټرېډنګ د طویل وقفې نه پس 15م مارچ،کال1948ز باندې وړومبے اجلاس راوغوښتے شو. قیوم خان چونکې وزیراعلی شو نو هغۀ پۀ خدائي خدمتګارو د ظلم او جبر کولو هر حد نه تېر شو او ترې دې چې باچاخان ئې سره د ملګرو ونیولو. پۀ دغه ګرفتارۍ ‘نوائے وقت’ چې کومه تبصره کړې وه نو هغه هم لږه ولولئ:
” خان عبدالغفار خان کی گرفتاری ہمارے لیے باعث فخر نہیں ـ تعجب اس پر ہے کہ یہ گرفتاری اتنا عرصہ بعد کیوں عمل میں آئی ـ ـ ـ ـ یہ ناقابل رشک شرف خان عبدالغفار خان اور ان کے بزرگ برادر ڈاکٹر خان صاحب ہی کے حصہ میں آیا کہ انہوں نے پاکستان سے وفاداری کا رسمی حلف بھی اٹھانے سے انکار کردیا ـ 15 اگست کے بعد بھی خان صاحب کی سرگرمیاں پاکستان کی بیخ کنی کے لیے ہی وقف رہیں ـ اگر حکومت انہیں بہت پہلے گرفتار کر لیتی تو ان کا یہ اقدام حق بجانب ہوتا.“(3)
مطلب دا شو چې باچا خان او د هغۀ جماعت پۀ هېڅ کوم حالت کښې د وېش نه پس هم دوي ته قبول نۀ و ځکه د دوي خلاف ئې د ضد پاکستان پۀ بیانیه ایموشنل بلېک مېلنګ شروع کړو.د دې منګړت بیانیې لۀ مخه باچا خان باندې کوم الزامات چې ولګولې شو هغې کښې یو الزام دا هم ؤ چې هغه فقیر ایپي سره ملاقات له روان ؤ او پۀ سرحد کښې د انتشار جوړولو لپاره ئې هغه له پېسې وړلې. ځکه نو د دې خلاف خدائي خدمتګارو صوبائي جرګه راوغوښته او جرګې قرارداد منظور کړو د کوم مطابق چې:
“1. چونکې پۀ باچاخان دا تور لګولے شوے ؤ چې فقیر ایپي له ئې رقم وړلو،نو د دې رقم تفصیل دې بیان کړے شي او د دې رسید دې شائع کړے شي.
- پۀ باچا خان دې یو ازاد عدالت کښې مقدمه وچلولې شي او کۀ دا ثابته شوه چې هغه د پاکستان خلاف هلو ځلو کښې لګیا دے نو خدائي خدمتګار به ټول د هغۀ نه بېل شي.
- مسلم لیګ دې قوم سره وعده کړې وه چې دلته به اسلامي قانون راوستے شي نو دا جرګه مطالبه کوي چې دلته دې اسلامي قانون نافذ کړے شي. [یاده دې وي چې د پاکستان جوړولو کښې د مدد پۀ بدل کښې جناح صاحب او مسلم لیګ ټولو مذهبي خلقو او ملیانو سره دا وعده کړې وه چې د ملک پۀ جوړولو به دلته د اشلامي شریعت نفاذ کېږي؛پۀ دغه تناظر کښې د مسلم لیک د اصیلت ښکاره کولو د پاره د اسلامي شریعیت وړومبۍ مطالبه خدائي خدمتګارانو پۀ دې قرارداد کښې وړاندې کړې وه.]
- پۀ یو ازاد ملک کښې دې اوس نوي انتخابات وکړے شي. “(4) دې جرګې د پرامن احتجاج پرېکړه هم واوروله—هغه پرامن احتجاج کوم چې قیوم خان د بابړې پۀ مقام پۀ ‘کربلا ثاني’ بدل کړو. 12م اګست،کال1948ز د پاکستان پۀ تاریخ کښې هغه ورځ ده چې د پښتنو کربلا باندې یادېږي. دا غېرمعمولي سانحه بې وسلې خدائي خدمتګارو باندې د ګولیو ورولو هغه سانحه ده چې مخته ترې بله کومه لویه سانحه نۀ شي لیدے.سلیم راز د دې سانحې تفصیل پۀ خپل یو مضمون کښې لیکي چې:” پۀ 12 اګست نهۀ بجې د خدائي خدمتګارو جلوس د عدم تشدد د فلسفې مطابق تش لاس د چارسدې بازار پۀ لاره د بابړې مېدان ته روان شو. پۀ جلوس کښې د پښتونخوا د ټولو علاقو خدائي خدمتګار شامل وو. پۀ کومه ډېرۍ چې د جلسې کولو اهتمام شوے ؤ هلته پولس او ملېشا وسله پۀ لاس ولاړ وو. څنګه چې جلوس د بابړې مېدان ته داخل شو او د جلسې ځاے ته نزدې شو نو بغېر د څۀ وارننګ نه فائرنګ شروع شو. ګولۍ چلېدې،سینې غلبېل کېدې،د وینو ویالې بهېدې خو خدائي خدمتګار د بارودو پۀ اور او لوګو کښې مخ پۀ وړاندې روان وو. د 45 منټو پورې دا سلسله روانه وه خو د پولیس پۀ ډزو کښې څۀ فرق رانغلو او نۀ د خدائي خدمتګارو پښې ورپېدې. د پاؤ کم یوې ګهنټې د دې مسلسل فائرنګ پۀ نتیجه کښې د یوې اندازې مطابق شږ سوه خلق شهیدان شو. او زر دولس سوه تنه ژوبل شو. د ځنو عېني شاهدانو پۀ قول دیارلس سوه خلق وژلي شوي وو چې پۀ کښې اووۀ نیم سوه مړي پۀ سیند لاهو کړے شوي وو. د فائرنګ پۀ دوران کښې د کلي بوډۍ ګانې او پېغلې د اسلامي روایاتو مطابق قران شریفونه پۀ سر مېدان ته راغلې او پۀ چغو چغو ئې د فائرنګ بندولو اپیلونه کول خو دوي هم چا معاف نۀ کړې او ډېرې بې ګناه زنانه د ګولیو ښکار شوې. قران شریفونو نسخې پۀ ګولو والوځولې شو او شهیدان کړے شو. وروستو پولیسو مړی لټول او ډنډونو ته ئې ګزارول او بې شمېره مړۀ ژوبل ئې د کابل پۀ سیند لاهو کړل. “(5) د دې سانحې د ظلم بل اړخ دا دے چې څومره خدائي خدمتګار شهیدان شو او کوم چې زخمیان شو پۀ هغوي جرمانې هم کېښودے شوې. څومره ګولۍ چې پرې ورولې شوې وې حکومت د هغې پېسې هم د خدائي خدمتګارو نه وصول کړې. دا د یو ریاست دننه راپېښه سانحه وه پۀ کومه سانحه چې نۀ خو انکوائري کېښنولې شوه او نۀ چا مذمتي الفاظ استعمال کړل عن تر دې چې جناح صاحب هم پۀ دې سانحه خاموش پاتې شو. د بابړې پۀ سانحه چې د قیوم خان کوم موقف ؤ نو هغه دا ؤ چې هغۀ وئیل دوي سول نافرماني شروع کوله ـ حالانکې نۀ خو د باچا خان ګرفتارۍ لپاره ټهوس شواهد هغۀ سره وو چې وړاندې کړې ئې وو او نۀ اوس څۀ داسې شواهد موجود وو.عرض دا چې ‘پښتون کربلا’ د قامي شهیدانو د ‘زمره معلوم’ هغه وړومبۍ کړۍ وه چې بنیاد ئې پۀ نومولود پاکستان کښې قیوم خان کېښودو او دغه شان غېرائیني،غېرجمهوري او امرانه رویه د باچا خان حقیقي او سیاسي او فکري وارثانو سره وخت پۀ وخت جاري وساتلے شوه. هغوي زنداني شول،روحاني او بدني اذیتونو سره مخ کړے شول نو کله ئې پۀ نظریاتي او فکري لښکر وارونه وشول.دا سلسله د پاکستان د ظهور سره راروانه ده او اوس چې پۀ کوم پړاؤ ایساره ده نو شاید هغه د ماضي نه هم د ډېر حساسیت حامل دے.د مولانا خانزېب شهادت پښتونخوا کښې د ترهګرۍ د هغې څپې نه نۀ شو بېلولے کومه څپه چې د عوامي نېشنل ګوند پۀ دور حکومت کښې راوچته شوې وه. او نۀ ئې د هغې نه پس د صوبې د سیاسي منظرنامې نه بېلولے شو.د نېشنل ګوند پۀ دور حکومت کښې د ترهه ګر تنظیمونو محاصره کول او د هغې نه پس درې وارې کمپرومائیزډ سیاسي ګوند ته اقتدار سپارل او د وقتي امن شوشه پرېښودل د دې واقعې تاریخي پس منظر دے.اګرچې دا یوه طویل دورانیه ده د څۀ د تجزیې لپاره چې یو شمېر عوامل او عناصر به پام کښې نیول غواړي خو بیا هم د یو اختصاص تر حده عسکري اپرېشنونه بالخصوص اپرېشن استحکام او د تحریک انصاف او د ماضي قریب د ځواکمن ادارو د ځينو سرلارو لۀ خوا د طالبانو د ري سېټلمنټ مسئله د فکر وړ ده. د عوامي نېشنل ګوند مرکزي صدر اېمل ولي خان پۀ دې بابله د ګوند واضحه موقف مخې ته راوړے دے. هغۀ د نېشل اېکشن پلان ترلاندې د طالبانو د سهولتکار جوړېدو پۀ لړ کښې جنرل ریټائرډ باجوه،فېض حمید او بریسټر سېف ته د سزا ورکولو مطالبه هم وکړه خو پۀ دغه مطالبې هېڅ غور او فکر ونۀ شو.بله مرحله کښې متنازعه مجوزه ‘مائنز اینډ منرلز بل’ دے چې د نېشنل ګوند سخت موقف پرې پروت دے. د اتلسم ترمیم ترمخه صوبو ته کومه خودمختاري چې حاصله ده پۀ هغه خودمختارۍ دا متنازعه بل رسا حمله ده او د دې خلاف چې نېشنل ګوند پۀ څومره سنجیدګۍ سره اولس کښې د بېدارۍ مهم چلوي هغه خپل مثال خپله دے. دا هم ښه مضحکه خېز ده چې د برېسټر سېف مطابق د هغوي حکومت وفاقي حکومت تسلیم کړے نۀ دے نو د صوبو اختیار به وفاق له ولې ورکوي. د څۀ وخت لپاره کۀ دا مونږ ومنو هم نو چې صوبائي خودمختارۍ ته د دې بل نه هېڅ خطره نشته نو بیا ولې نور سیاسي ګوندونه هم پۀ دې اړه یو خولۀ دي؟ بیا دا هم حېران کن ده چې حلیمه خان او د پي ټي آئي ځینو ارکانو دا بل د عمران خان د رهائۍ سره مشروط کړے دے ولې چې د هغوي خیال دے چې عمران خان موجوده عسکري قیادت نیولے دے ځکه دا شرط هغوي د کوم سیاسي ګوند مخې ته هم کېښودے نۀ دے. بلاشبه ‘مائنز اېنډ منرلز بل’ پۀ صوبائي خودمختارۍ غېرائیني حمله ده چې څوک پرې بارګېننګ کوي نو څوک ئې خلاف پرې خپل سرونه پۀ داؤ لګوي.مولانا خانزېب د دې بل خلاف یو توان لرونکے غږ ؤ. د هغۀ کتاب ‘شتمنه پښتونخوا’ پښتنو کښې د قامي وسائلو پۀ بابله یو واضح نکته نظر سره بېداري خپروله نو بل خوا خپله هم عملي توګه اول صف کښې ولاړ ؤ. دا د هغۀ یو داسې جرم ؤ چې سزا ئې پۀ تعزیرات پاکستان کښې نۀ وه او دغه شان د هغۀ د شهادت ټوله معامله پۀ لفظ ‘نامعلوم’ کښې راونغښے شوه او پۀ ډېره بې شرمۍ سره ‘جنرلائیزډ’ کړے شوه.د مولانا خانزېب شهادت ته چې زۀ څنګه ګورم او څنګه پرې سوچ کوم نو د هغۀ شهادت د یو داسې ايجيټېشن پۀ طرف لار رڼوي د کوم ایجیټېشن لیډ نعره چې د ‘خپله خاوره خپل اختیار’ نه پورته کۀ بله وګرځي هم نو زما خیال دے زیاته پایداره به نۀ وي.
حوالې:
- باچا خان،زما ژوند او جدوجهد،دانش خپرندویه ټولنه،دویم چاپ،کال2013ز،مخ 437
- ډاکټر سهیل خان،د بابړې د خونړۍ پېښې تاریخي پس منظر،مشموله:شهیده بابړه،سریزه او سمون،فېصل فاران،مفکوره،چاپ کال،اګست2020،مخ 133
3.زاہد چودھری،افغانستان کا تاریخی پس منظر اور پختون مسئلہ خودمختاری کا آغاز،تکمیل و ترتیب حسن جعفر زیدی،اداره مطالعه تاریخ لاهور،سال اشاعت،2014،ص145
- ډاکټر سهیل خان،د بابړې د خونړۍ پېښې تاریخي پس منظر،مشموله:شهیده بابړه،سریزه او سمون،فېصل فاران،مفکوره،چاپ کال،اګست2020،مخ،137
- سلیم راز،د بابړې پېښه،مشموله، پښتون،دویم کال، اوومه ګڼه، اګست،2007،مخ27