ماشومان د يوې ټولنې مهمه برخه وي۔ دوي يواځې د مورپلار مينه نۀ وي بلکه د ټولنې ټوله ښکلا د دوي له برکته وي۔ دوي يواځې د مور پلار د سترګو يخ والے نۀ وي بلکه دوي د يوې ټولنې راتلونکي امين هم وي۔ دوي د يوې ټولنې نسل، کلتور او تاريخ مخ په وړاندې بوځي۔ ماشومان د خپل ماشومتوب د ښکلاګانو نه خوند اخېستو پوره پوره حق لري او د نړۍ هرې مهذبې ټولنې ماشومانو ته دغه بنيادي چائلډ رائټس ورکړي دي۔ همدغه حقوق اقوام متحده په 1989 کنونشن کښ د نړو ټولو ماشومانو ته ورکړي۔ دغې نړيوال قانون مطابق د اتلس کالو نه لاندې هر بشر ماشم ګڼل کېږي۔ د هغوي ژوند، روغتيا، زدکړې او نور حقونه خوندي دي ۔
تر ټولو مهم حق چې نړيوال قانون ماشومانو ته ورکړے هغه د هغوي د بې درکه کېدو او غلطې ګټې پورته کېدو مخ نيوے کول دي۔ له بده مرغه نړيواله کچه باندې دغه حقوق پۀ لويه کچه پامال شوي۔ د يونيسيف د رپورټ مطابق پنځوس ميلیونه ماشومان اوس هم بې درکه دي۔ په نړيواله کچه جنګونه، تاو تريخوالے، ترهګري او کمزور اقتصاد د وجې دغه ماشومان بې درکه شوي۔ ددې وجوهاتو سره غټه وجه د ماشومانو قاچاقي (سمګلنګ) يا چائلډ ټريفکنګ دے۔ دې کښې په نړيواله کچه ډېر طاقتور او مالداره خلق هم شامل دي او مقامي غير مهذبه خلق هم د ماشومانو قاچاقبرۍ کښې ککړ دي۔ دوي دغه غير انساني عمل او د ماشومانو اغوا کول او خپلو ناوړو لپاره کارول اوس نور هم واضحه شوي۔ دغه ماشومان عمومي توګه د جنسي استحصال سره مخ شوي او يا په زوره مزدورۍ ته مجبور شوي۔ په هر درې بې درکه انسانانو کښی يو ماشوم وي او دا شرح په درېمه نړۍ کښې نوره هم سېوا ده۔ پاکستان په چائلډ ټريفکنګ کښې پۀ درېم نمبر دے چې صرف په کال دوه زره دوه ويشتم کښی دوه نيم زره ماشومان بې درکه شوي ۔
په نړيواله سطح ايپسټين فائلز، کوم چې د امريکې د انصاف محکمې لخوا ريليز شوي، هغه بوږنوونکي دي۔ جيفري ايپسټين يو بدنام د ماشومانو سره جنسي اړيکو په تور بلل شوے او سزا شوے دے۔ ايپسټين فائلز کښې د ډيرو طاقتورو سرمايه دارو او سياستمدارو نومونه راغلي کوم چې د ماشومانو سره په جنسي استحصال کښې ملوث دي۔ دغه فائلز د ټولو انسانانو لپاره يو مهم سبق وړاندې کوي چې ماشومان د خپلو محافظينو نه هم په امن نۀ دي۔ دغه فائلز د ماشومانو د ژوند او مرګ او جنسي استحصال داسې خبرې کوي چې يو مهذبه انسان هم دا نۀ شي برداشت کولے۔ ايپسټين فائلز کښې ټول بې درکه او قاچاکي ماشومان ذکر شوي کوم چې به قاچاقبرو ايپسټين ته رسول او په هغه جزيره کښې به دغه ماشومانو سره ډېر ناوړے او غير انساني چلن کېدو۔ دغې ايپسټين فائلز بايد زمونږ سترګې کولاو کړي او د ماشومانو په اړه او بې درکه کېدو باندې سنجيده غور او فکر اوکړو۔ پُښتنه سيمه چې له بده مرغه د ماشومانو د تربيت هم ډېر زيات کمے لري، دلته هم د ماشومانو هر رنګه استحصال په ليدو راځي۔ مغربي دنيا کښې کۀ يو جزيره وه، ايپسټين چلوله او ماشومانو سره يې غير انساني چلن کولو، زمونږ ټولنه کښې هره محله او کوڅه کښې داسې پېښې راځي چې انسان ورته حيران پاتې شي۔ پښتونخوا کښې په کال دوه زره پينځويشتم کښې څلور سوه او دوه ماشومان بې درکه شوي دي۔ هغې کښې څلوېښت پېښې د جنسي استحصال او څلوېښت د کار کولو لپاره شوي۔ دغه شان د چائلډ ټريفکنګ هم پېښې رامنځته شوي۔ پښتنه سيمه کومه کښې چې د ماشومانو تعليم ګچه هم ټيټه ده او چرته چې د تربيت هم کمے دے، هلته ماشومان زيات تره د زياتي ښکار کېږي کوم چې ډېر زيات د کلتوري رواياتو له وجې نۀ رپورټ کېږي۔ د ماشومانو د بې درکه کېدو او بشري حقوق تر ټولو زيات زمونږ پښتانۀ د پښي لاندې کوي کوم چې د ډېر شرم خبره ده۔ زمونږ راتلونکې، زمونږ ماشومان، زمونږ د ژوند یو نوی پيل او د امید سرچینه دي، مګر، کله چې ماشومان بې درکه کېږي، نو دا زمونږ ټولنې ته یو لوی ګوښه ورکوي۔ دا نه یوازې د ماشومانو او د هغوي د کورنیو ژوند باندې ناوړه اغېزه کوي، بلکې ټولنه هم ترې متاثره کېږي۔ د ماشومانو بې درکه کېدنه د ټولنې د پیاوړتیا په وړاندې یو لوی خنډ دی۔ نو ځکه، دا زمونږ ټولو دنده ده چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره کار وکړو۔ موږ بايد د ماشومانو د زده کړې، روغتیا، او خوندیتوب لپاره ټول امکانات برابر کړو۔ موږ بايد د بې درکه شویو ماشومانو لپاره د مرستندویه ادارو رول پیاوړی کړو او د هغوی د بیا رغونې لپاره کار وکړو۔ راځئ چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یوځای شو او د هغوی د راتلونکې لپاره یو ښه لاره جوړه کړو ۔