د ځنې متلونو تنقيدي جاج – انور نګار

متل د عربۍ ژبې تورے دے چې مثل، مثال يادېږي. امثال ئې جمع ده. پۀ انګرېزۍ کښې ورته (Proverb) وائي. متلونه پۀ هغه ژبه کښې زيات وي چې کومه د ارتقاء د ډېرو منزلونو نه راتېره شوې وي او پۀ لوړو پوړو ختلې وي. دا پۀ لنډو ټکو کښې د ژبه ويونکو د اوږدي تجربې او ژوري څارنې عکاسي کوي. پۀ متل کښې يوه اوږده پېښه، قيصه يا خبره پۀ داسي هنر راغونډه کړے شوي وي، چې د چا د پوهولو له پاره يو بشپړ جهان لري. ځکه خو پوهه، جرګه مار او خولۀ ور پښتانۀ پۀ خپلو خبرو کښې د متلونو خواږۀ خامخا ګډوي.

پښتو ژبه د لرغوني تاريخي قام يوه زړه، درنه او پۀ تول پوره ژبه ده ځکه نو پۀ دې کښې هم د متل غېږه د ملغلرو نه ډکه ده . پۀ دې مضمون کښې د نمونې پۀ غرض د ځنې متلونو تنقيدي جاج اخلو، چې هسې نه د متل پۀ چوکاټ کښې کوم تراشلے فکر زمونږ د پرمختګ پۀ لار کښې خنډ يا د احساس کمترۍ سبب جوړ نۀ شي.

  1. “د باز د جالې نه باز پاڅي او د ټپوس د جالې نه ټپوس”:

د تاريخ د لوست سره سره د عامې مشاهدې نه هم دا څرګنده ده چې پۀ نړۍ کښې هغه خلک چې د ژوند پۀ کوم مېدان کښې ئې کاميابۍ قدمونه ښکل کړي دي، د دوي زېږون پۀ عامو کورنيو کښې شوے دے. کۀ د سائنس د دنيا سرخېلان دي او کۀ د قلم خاوندان دي. د لوبو د مېدان نوموړي دي او کۀ د سياست د نړۍ ستوري دي، پۀ دوي کښې د زياتره تعلق پۀ سماجي او اقتصادي توګه د ټيټې درجې د کورنيو سره ؤ. خو چې د رب د ورکړے شوو صلاحيتونو استعمال ئې پۀ مناسب ډول وکړو نو هېڅ کوم ديوال ئې د لارې خنډ نۀ شو . ددې نه جوتېږي چې د ژوند پۀ کوم مېدان کښې بريا د همت تر څنګ پرله پسې زيار ته اړتيا لري. د دې لپاره غټ خاندان يا مظبوط اقتصادي حالت ضروري نۀ دے ګنې د ډېرو نوموړو، نوابانو، خانانو او بريالو خلکو اولاد ته څوک ګياه هم نۀ اچوي.

  1. “د هسې ناستې نه د خان بيګار ښۀ دے”:

ښکاري داسې چې دا متل به خانانو، نوابانو د دې غرض د پاره تراشلے او خور کړے وي چې پۀ اولس کښې د دوي د بيګار دپاره لار هواره کړي او پۀ دا ډول پرې خپل کارونه وکړي. کۀ چرې د دې متل پۀ حقيقت کښې مقصد دا وي چې هسې ناسته نۀ ده پکار او خامخا څۀ نه څۀ کار پکار دے نو دا بيا داسې پکار وه چې د “هسې ناستې نه د غريب سره لاس اړول ښۀ دي” يا “د هسې ناستې پۀ ځاے د اولسي خېر ښېګړې کارونه لکه لارې جوړول، بوټي کرل، کوهيان کنستل يا ګودر جوړول پکار دي”.

  1. “چې يو ساعت پۀ خېر سره تېر شي نو شکر دے”:

دا متل پروفېسر ډاکټر بدرالحکيم حکيمزي پۀ خپل کتاب “پشتونولی” کښې د پښتني وياړ پۀ تناظر کښې د تنقيد پۀ چاړۀ څېړلے دے. د ښاغلي ترمخه د يو غېرتي او خوددار قام دعا داسې پکار ده چې “يو ساعت پۀ عزت تېر شي نو شکر دے”، خو دا زمونږ د پريوتې حوصلې عکاسي کوي چې مونږ اوس وايو “چې يو ساعت هم پۀ خېر تير شي نو شکر دے”. ښاغلي حکيمزي صېب د دې ترڅنګ دوه درې متلونه نور هم د تنقيد پۀ تله تللي دي لکه ” خوښه د بل کوه او غرض خپل کوه” دا ئې ښکاره منافقت بللے دے . ” خر پۀ لار که او کار پرې روان که” دا ئې خود غرضي بللې ده او بل دا چې مونږ اوس وايو ” ښۀ مۀ کوه بد نشته” او زمونږ مشرانو به وئيل ” ښۀ کوۀ بد نشته” ، نو زمونږ ذهنيت څومره بدل او منفي شو.

  1. “څه جولا خو نۀ يم”:

جولا د رخت جوړولو هنر مند ته وائي خو د بده مرغه دا نوم زمونږ پۀ ټولنه کښې يوه ښکنځله ګرځېدلې ده. د دې د شاليد پۀ حواله وئيل کېږي چې د هند د وېش نه د مخه کله چې پۀ بنګال او پښتونخواه کښې د کپړې جوړولو صنعت ښۀ پۀ زور ؤ او د دې روزګار سره پۀ لکهونو خلک تړلي وو نو هنداونو دا پروپېګنډه وکړه چې د کپړې جوړول يعنې جولاګيري يو سپک کار دے او دا د ټولو مسلمانانو او پۀ خاصه توګه د پښتنو سره نۀ ښائي . پښتانۀ د دې بې ځايه پروپېګنډې ښکار شو او داسې دا غټ روزګار د پښتنو پۀ خاوره د زوال سره مخ شو. هندوانو جولا له د ټيکسټائل انجينئير نوم ورکړو او پۀ دغه صنعت قابض شو. کۀ چرته پښتنو پۀ وخت د دې خبرې ادراک کړے وے نو نن به چارسده او بنو د فېصل اباد او بمبۍ نه د کپړې د جوړولو غټ مرکزونه وو.

  1. “وربشې غله نۀ ده، خر څاروے نۀ دے”:

دا متل ښاغلي محمد نواز طائر او تهامس سي اېډورډز پۀ ” روهي متلونه” کښې داسې راوړلے دے لکه څنګ چې بره ليک دے . او مونږ ئې پۀ امروزه خبرو کښې داسې هم کاروو چې ” خر چا د ماله نۀ دے حساب کړے” . اوس کۀ مونږ د خپلو نفسياتو تشکيل ته ځير شو نو ډېره د افسوس خبره ده چې يو داسې ځناور چې ډېر پۀ معمولي خوراک پائي او د سخت نه سخت مشقت کوي، مونږ دومره د نظر نه غورځولے چې پۀ څارويو کښې هم نۀ حسابوؤ . کۀ څوک پۀ خر بلې نو تيار جنګ پۀ سر اخستل دي او کۀ زمرے دې ورته ووايو نو د خوشحالۍ نه جامو کښې نۀ ځائيږي . بل اړخ ته د امريکې د غټ سياسي ګوند انتخابي نښخه خر دے او د برطانېې د يوې ملټي نېشنل کمپنۍ ټرېډ مارک هم خر دے . خو سبب دا دے چې د امريکا او يورپ خلک پۀ محنت يقين لري او مونږ د نوم ناموس وږي يو .

  1. “خر د خيد (خويد) پۀ خوراک څۀ پوهېږي”:

دا متل د نفسياتي څېړنې نه زياته اړتيا دوېم نظر ته لري . او هله ئې کاروو چې کله کوم نااهله د يو داسې کار لپاره ووينو چې هغه ئې مناسب نۀ وي . ددې نه دا جوتېږي چې پخوا د خلکو نفسيات دا وو چې د هر د کار د پاره د هغه کار اهل کس پکار دے . او کۀ چرته يو نااهله ته به کوم کار وسپارلے شو نو اولس به دومره بد ګڼلو چې د خر او خيد پۀ تشبيه. سره به ئې لمانځلو . خو د بده مرغه نن سبا دا توپېر ورک شوے دے او زياتره واک اختيار نااهلو ته سپارلے شوي دي . د دې حالاتو عکاسي ښاغلي حنيف قېس پۀ خپله يوه قطعه کښې پۀ ډېر ښکلي انداز کړې ده .

زمونږ د حق د تحفظ چې مدام چغې وهي

زمونږ د خوارو ټول حقونه خو هغو وخواړۀ

خلک خو وائي خر د خيد پۀ خوراک څۀ پوهېږي

پۀ دې وطن کښې خو خيدونه تمام خرو وخواړۀ

دا څو متلونه پۀ دې غرض راوړل شو چې مونږ دې د ړوند تقليد پۀ ځاے تنقيدي نظر او تحقيقي انداز خپل کړو. پښتون قام يو جذباتي قام دے، د منطقي فکر او تجزيې نه کار نۀ اخلي او پۀ دا ډول وخت پۀ وخت د مالي جاني زيان سره مخ کېږي . ځکه نو مونږ دې ته زياته اړتيا لرو چې د هرې نعرې او تحريک پۀ شا دې مقصدونه معلوم کړو چې دا ډول نور د پرديو د ګټو د پاره خشاک نۀ شو.

 

دا هم ولولئ

د ججانو پروموشن پۀ مېرټ کۀ پۀ سنيارټي؟ – ناظم ايوب خان

نن زما موضوع دا نۀ ده چې د ملک پۀ نظام عدل کښې عوامو ته …