د کلتور یا کلچر یا ثقافت موضوع ډېره خوره وره ده ۔ داسې ښکاري چې دا یو بهېدونکے (fluid) خصوصیت لري ځکه چې هره لحظه تخلیق کېږي هم او د ټولنې د تېر شوي ټولنیز ژوند تاریخي حافظه کښې هم پروت وي، دا د یو چکې مادې په شان یو ځانګړے هوېت او شناخت هم جوړوي او دې کښې وخت تېرېدو سره مستقل بدلون هم راځي ۔ د هرې ټولنې په مناسبت دې کښې ځانګړتیا هم وي او تنوع او رنکارنګي هم ۔ هسې خو د انسانانو د هر قسمه ټولګي ناستې پاستې او د تعلقاتو قدرونو ته هم کلچر ویېلي کېږي لکه د معالجې کلچر، د شخصي زدکړو کلچر، د هنرمندانو کلچر یا د لوبغاړو کلچر خو مونږ دې مضمون کښې په لنډه توګه د کلتور یو هر اړخیز holistic څېړنه کول غواړو ۔
تر اوسه چې د کلتور او کلتوري شناخت د جوړېدو په عمل باندې څومره تخقیق شوے دے، هغې نه دا جوتېږي چې کله یو تړلې جغرافیه کښې که د غرونو جغرافیه وي، که د مېدانونو وي، که د دښتو جغرافیه وي او که د اوبو تر منځه جزیرې وي ۔ د خلکو ټولګي او ټولګي له مودو راهسې مېشته وي نو هغوي ځان له د ژوند تېرولو د پاره په طبیعت او فطرت کښې موجود څېزونو نه نور د خپل کار څیزونه او اوزار جوړ کړي ۔ د دغه ټولګي وګړي ځان د پاره د خوراک، څښاک، اخستلو، خرڅولو او د ژوند تېرولو، باقي ساتلو او پراخه کولو د پاره ټول مادي څېزونه جوړ کړي ۔ دې مادي څیزونو جوړولو د پاره دې ټولنه کښې دا خلک وسیلې هم لټوي، ذریعې هم لټوي، طریقې هم جوړوي او اوزار هم جوړوي او د ټولنې د وګړو نزدې فطرت سره د ورکړې راکړې اړیکې هم جوړېږږي ۔ فطرت ټولنه ساتي او ټولنه فطرت ساتي دغسې دواړه د یو بل حفاظت کوي ۔
د مادي څیزونو د جوړولو، هغې د پاره د وسیلو او ذریعو د لټولو، دې د پاره د اوزارو جوړلو، دې نه د کار اخستلو د پاره د هنرونو د زدکړو او پخپلو کښې سره د دې څېزونو د ادلون بدلون دې پېچلي عمل سره د دغه ټولنې د وګړو تر منځه مادي اړیکې اوزېږېږي ۔ د نړۍ په ګڼ شمېر ټولنو کښې بیا داسې شوي دي چې د دې مادي اړیکو د تنظیمولو او منسجم کولو د پاره دوي څه اصول اوټاکي ګڼ شمېر مثالونو کښې د اصولو د ټاکلو او د هغې د نفوذ او نفاذ د پاره بیا دغه ټولنه ځان د پاره د حکمرانۍ یو نظام جوړ کړي ۔ د مادي څیزونو د جوړولو د پاره د وسیلو او ذریعو لټولو، هغې د پاره د اوزار او هنرونو د پېدا کولو او د دې په نتیجه کښې د مادي اړیکو د زېږېدو دې عمل ته اقتصاد وئېلے کېږي ۔ دا اقتصاد د ځانګړو ټولنو ځانګړے عمل وي چې کوم سره د حکمرانۍ یو ځانکړے نظام وجود ته راځي ۔ وخت سره سره د نورو ټولنو ځانکړي اقتصاد سره هم د دې اړیکې جوړېږي او دغسې دا عمل په مخکښې ځي۔ دې ټول عمل ته مونږ پېداواري او سیاسي کلتور ویېلی شو۔
د اقتصاد او سیاست کلتور د پاره دا لازم وه چې د ناستې پاستې، جرګې مرکې، خبرو اترو، د کالو جامو اغوستلو ځانګړے شکل، او دود دستور قدرونه منځ ته راشي ۔ د دغه دود دستور او د دې د قدرونه د یو ځانګړې ټولنې د وګړو خپلو کښې سره راشه درشه، ښه بده او غم ښادي زېږوي د څه له وجې چې دغه ټولنه محکمه هم وي ۔ ځانګړتیا هم لري او ټولنه دوامداره هم ساتي ۔ دلته دا ضروري خبره نظر کښې ساتل پکار دي چې د دود دستور دغه ځانګړي قدرونه هم د نزدې او ځانګړي فطرت سره د ورکړې راکړې په نتیحه کښې مخې ته راځي ۔ ځکه په بېلا بېلو ټولنو کښې دغه ټولنیزې اړیکې ځانګړي اړخونه لري۔ د ټولنې د قدرونو دې نظام ته کلتوري کوډ cultural code هم ویېلی کېږي ۔ د قدرونو د نظام جوړېدو دې ټول عمل ته مونږ عوامي یا اولسي کلتور هم وئيلے شو ۔ یو جغرافیه کښې چې یو ټولنه له مودو مودو راهسې استوګنه کوي، ځان له د فطرت سره په ورکړه راکړه کښې د اقتصاد او د حکمرانۍ نظام جوړوي او د قدرونو یو نظام منځ ته راولي نو د ټولنې وګړي بیا دغه پېداواري کلتور سره سره د دې عمل د پېژندلو او په مجرده توګه د څېړلو د پاره تفکر او تدبر هم کوي ۔ دا تفکر او تدبر د افکارو شکل کښې وئيلے کېږي یا لیکلی کېږي ۔ په وړومبیو کښې دا افکار د نظم یا شاعرۍ په شکل کښې منځ ته راځي ۔ د نزدې فطرت سره د تعلق په سوب د نظم او شاعرۍ دې عمل سره د جسماني شاعرۍ یا رقص ارو مرو تړون وي ۔ یو وخت بیا دې فکرونو، نظمونو، او رقص سره د وګړو غږ هم ملګری شو ۔ د نظم، رقص او غږ تر منځه چې کله یو ترتیب جوړ شو نو دې نه میوزک اوزېږېدو۔ په هره ټولنه کښې دغه نظم، شاعري، رقص او میوزک ځانګړي هم وي او رنګارنګي هم لري۔ دا ځکه چې د بېلا بېلو ټولنو فطري ماحول ځانګړتیاوې لري ۔ په وړومبیو کښې ډېرې ټولنې د لیک لوست عمل سره نۀ وې اشنا شوې ځکه چې د ژبې د جوړېدو پېچلے عمل لکهونو زرګونو کلونو کښې تر سره کېدو ۔ نو بېلابېلو ټولنو بیا د خټو ګټو او رنګونو په ذریعه هم دغه مجرد فکرونه او سوچونه خوندي کول ۔ دې سره د مجسمه سازۍ او انځور ګرۍ هنرونه منځ ته راغلل ۔ دا خبره هم مهمه ده چې د انساني ټولنو د وګړو محض تفکر او تدبر ته اړتیا نۀ وه بلکې د جذباتو او احساساتو څرګندونه هم د دوي ضرورت ؤ ۔ د ښکلا بېلا بېل اړخونه هم د وګړو حسیات لړزول ۔ دوي دغه ښکلا په چار چاپېره فطري ماحول کښې هم لیدله، د کائنات مرتب نظم کښې هم او د انساني اعضاء ترتیب کښې هم ۔ د شاعرۍ، رقص، میوزک او انځور ګرۍ دې ځانګړي ترتیب او تړون نه د یو ځانکړې ټولنې یو ځانګړے احساس او شعور اوزېږېدو کوم ته چې مونږ د یوې ټولنې جمالیاتي شعور وئیلے شو ۔ بیا چې لکهونه، زرګونه کلونه وروستو بعضې منظمه ټولنو لیک لوست ایجاد کړو نو دغه احساسات بیا په لیک لوست کښې هم څرګندېدل پېل شول ۔ د دې نه د بېلا بېلو ژبو او ټولنو ادبیات تخلیق شول ۔ د جمالیاتي شعور په مټ د یو ځانګړې ټولنې ځانګړې شاعرۍ، رقص، میوزک، انځور ګرۍ او ادبیاتو ته په ګډه مونږ تخلیقي کلتور ویېلی شو۔
یوه جغرافیه کښې چې یو ټولنه ډېره موده د پېداواري کلتور، اولسي کلتور او تخلیقي کلتور تخلیقي عمل کښې بوخت وي نو دوه نور عملونه ارو مرو مخې ته راځي ۔ یو دا چې ټولنه کښې د وګړو د بېلابېلو ډلو تر منځه د اقتصادي مفاداتو تړون مخې ته راځي ۔ دې سره سره د حکمرانۍ نظام، د اقدارو نظام او د ښکلا ټولنیز شعور دغه تړون کښې ژورتیا او پراختیا راولي ۔ چې په مودو مودو دغه ژورتیا او پراختیا دوامداره پاتې شي او د طبعي یا انساني فاجعو او د حادثو په سوب قطع نه شي نو دا یو ټولنیزه حافظه کښې راؤنغاړلے شي ۔ دا حافظه خپل لړمون کښې د ټولنې د پېداواري، اولسي او تخلیقي کلتور حکمت او دانش د ژبې (مورنۍ ژبې) په وساطت خوندي کوي هم، بیا بیا تخلیق کوي هم او راروان نسلونو ته منتقل کوي هم ۔ د ټولنیزې حافظې دې تخلیقي او پېچلي عمل نه کلتوري شناخت او هوېت مخې ته راشي ۔ ځکه مونږ دا وئيلي شو چې مورنۍ ژبه/ژبې د کلتور د ملا تیر وي ۔ د یوې ټولنې کلتور بیا د نزدې کلتورونو سره د ورکړې راکړې اړیکې جوړې کړي او د یو طبعي جغرافیې د بېلابېلو ټولنو تر منځه مشترک معاشي او اقتصادي مفادات را ولاړ شول ۔ یو طبعي جغرافیه کښې استوګنې بېلا بېلې ټولنې بیا یو سیاسي جغرافیه کښې بدل شوې ۔ دې سیاسي جغرافیه کښې اوسیدونکي اولس، مشترک اقتصادي مفاداتو، ټولنیزې تاریخي حافظې، د جمالیاتي شعور ژورتیا او پراختیا او د ټولنیزې حکمرانۍ نظام ته ډېر وروستو بیا قام ووئیلی شو ۔ چې یو قام په مودو مودو په یو جغرافیه کښې مېشت پاتې شو نو د دې ټول کلتوري او ټولنیز عمل نه قامي حافظه جوړه شوه ۔ دې حافظې نه بیا د قامي هوېت شعور مخې ته راغے او بیا دا یو پراخه بنسټیزه نظام کښې بدل شوه ۔ د کلتوري شناخت او قامي هوېت دا عمل زرګونو کلونو کښې بشپړه شوے ؤ ۔ په اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کښې که یو غاړې ته ټوله نړۍ او په خصوصي توګه اروپا کښې فیوډالي امپراتورۍ عروج ته اورسېدې نو بلې غاړې ته د عقلیت په بنیاد سائنسي عمل رامنځ ته شو۔ د دې سائنسي عمل نه امپراتورو د سیاسي ګټو پورته کولو هڅې پېل کړې ۔ د دې د پاره دې امپراتورو دوه کارونه اوکړل ۔ یو غاړې ته ئې د طبعي فطرت سره د ځايي ټولنو د ورکړې راکړې د زرګونو کلونو د اړیکو ماتول پېل کړل ۔ دا مفروضه ئې رامنځ ته کړه چې طبعي فطرت سره ورکړه راګړه نه، بلکې طبعي فطرت باندې فتح او غلبه تر لاسه کول دي او د خپلو مقاصدو د پاره ئې کارول دي۔ بلې غاړې ته دې امپراتورو د ځايي ټولنو په زمکو، ځنکلونو، غرونو، سیندونو، دشتو، جزیرو او لارو ګودرو قبضه کولو د پاره خپلو کښې مسابقت پېل کړو ۔
هر څو که د عقلیت په بنیاد زېږېدلي سائنسي علم د انسانانو د اسانۍ د پاره مشینان هم جوړ کړل خو هم د دغه سائنس د سیاسي استعمال په سوب دے امپراتورو د طاقت، اختیار او وسیلو تر لاسه کولو د پاره بربادونکې وسلې هم جوړې کړې ۔ د دې بربادونکیو وسلو په مټ دې او په غلا غلتیا دې امپراتورو د ځايي ټولنو په وسیلو او حکمرانۍ هم قبضه اوکړه او د ځايي ټولنو د پېداواري، اولسي او تخلیقي کلتوري عملونو د مسخ کولو هڅې یې هم اوکړې ۔ د قامونو کلتوري هوېت، قامي شعور، ځایی حکمت او د ځایی ټولنو د ژبو د سپکولو د پاره یې هم لویه سرمایه کاري او سترې ادارې جوړې کړې ۔ د ځایي ټولنو د علم تخلیق یې سپک هم کړو، مسخ یې هم کړو او قطع یې هم کړو ۔ دا استعماري او نو ابادیاتي دوره د اتلسمې پېړۍ نه واخله تر شلمې پېړۍ پورې دوامداره وه ۔
د شلمې پېړۍ په وړومبۍ او دوېمه لسیزه کښې د نړۍ د ډېرو ځایي ټولنو او محکوم قامونو منورینو، سترګه ورو او فعاله وګړو ځاے په ځاے د دې استعماریت په ضد چرته منظم وسله وال او چرته منظم سیاسي عمل يېل کړو۔ د محکومو قامونو د دې سیاسي مزاحمت د پاره کلتوري شناخت، قامي هوېت، تاریخي حافظې او مورنیو ژبو د بنیاد جوړولو کار اوکړو ۔ د باچا خان او د هغه د ملګرو د قامي تحریک تیږه هم دې دور کښې ایښودې شوې وه ۔ خدايي خدمتګار تحریک هم لکه د نړۍ د نورو قامي تحریکونو په شان د مورنۍ ژبې، تخلیقي کلتور (شاعري، تهېټر، میوزک، او ادبیات)، اولسي کلتور (جرګه، مرکه او تنظیم)، ځایي پېداواري کلتور (کر کیله، څپلۍ او جامې جوړول، کاروبار کول)، تحقیق او تعلیم، او تاریخي حافظه د تحریک بنیادونه جوړ کړل ۔ اوس هم دا عمل د قامي تحریک د اکسیجن کار کوي ۔ یو وروستۍ خبره دا ده چې د نورو محکومو قامونو په شان د پښتنو کلتور (هر څو که دننه ډېره رنګارنګي او تنوع لري) درې غټو خطرو سره مخ دے ۔ وړومبی خطر هم هغه دے کوم چې د استعماریت د لاسه د مسخ کولو شکل کښې ښکاري ۔ استعماریت د پښتنو کلتور د تربګنۍ، قبیلوي دښمنۍ، نر واکۍ، انتهاګرۍ، او د ښځو او هنرمندانو د ټولنیز عمل نه د ويستلو په جوړښت کښې معرفي کړي او خپور کړي ؤ۔ د ټولنې ډېرو ډلو خپل کلتور هم داسې اخذ کړے او جذب کړی ؤ او هم دې ته ئې پښتونولي وئيله۔ اوس هم دغه استعماري پېژندنه د ځائی سپېځلي کلتور د پاره تر ټولو لوې خطر دے۔ پښتون کلتور ته دوېم غټ خطر د کارپورېټ مېډیا، ریاستي نصاب او نظام تعلیم، اجاره دار سرمایه دارۍ او نیو لبرل سرمایه دارۍ په شکل کښې پېښ دے ۔ پښتون کلتور ته درېم غټ خطر د وهابي انتهاګرۍ د عربائزېشن له غاړې راپېښ شوے دے کوم چې ریاست د خپلو نظرياتي اهدافو د پاره په کار راولي ۔ په دې ټولو خطرو باید بشپړه مباحثې هم اوشي او تحقیقي کار هم اوشي ۔