وینې وینې کابل
د افغانستان پۀ حقله د پاکستان هغه جهادي پالیسي چې یو وخت کښې به پرې ریاست ویاړ کولو، اوس پۀ هر ډګر غندلې کېږي او د اسلام اباد ایوان نه د جي اېچ کیو پورې پرې د ستومانۍ اظهارونه کېږي ـــ خو دې لړ کښې د تېرې روژې نه نیولې د ترهګرۍ یوه خونکاره خونړۍ لړۍ روانه شوې ده چې د ودرېدلو نامه نۀ اخلي. پۀ زړۀ کښې امن د پاره ځاے لرونکي خلق دې پام کښې ولري چې پۀ دې اور کښې زمونږ نه هغه اوازونه هم سوزي چې د امن راوستلو د پاره ئې ګامونه پورته کړي دي.
جنګونو کښې کله هم خوشفهمۍ پۀ کار نۀ راځي ـــ دا دې څوک نۀ وائي چې یو ځاے بل کړے اور بل ته رسېدو کښې وخت اخلي. پاکستان او افغانستان دواړه د دې جنګ ښکار دي او دواړه د دې اور لمبې پۀ خپل وجود محسوسوي. د دنیا نور خلق به پاکستان او افغانستان سره ‘د انساني همدردۍ’ پۀ بنیاد غمرازي کوي خو دا دواړه ګاونډي هېوادونه باید یو مشترکه لائحه عمل ولري او دې مشترکه لائحه عمل د پاره مشترکه تګلاره پکار ده. د ترهګرۍ پۀ ضد روان جنګ کښې د اخبرو اترو او یا د وسله وال مخنیوي د فېصلې نه مخکښې دا ضروري ده چې د دهشتګردۍ پۀ تعریف دواړه خواوې متفق شي. باید دا ومنلے شي چې ترهګري پۀ هر صورت د انسانیت قتل دے هغه کۀ د ډېورنډ پولې دې خوا ته وي او کۀ د پولې هغې خوا ته ـــ باید دا ومنلے شي چې پۀ ترهګرو کښې good او bad نۀ وي ـــ باید د خپلو خپلو موجوده حدونو دننه د ترهګرۍ پۀ ضد عملیات پۀ دیانت سره ترسره کړې شي. باید ګاونډي هېوادونو چین، هندوستان او ایران سره پۀ دې لړ کښې خبرې وشي او دا ګاونډیان چې د ازاد تجارت د پاره کومې منصوبې تړي، د هغې یقیني کولو د پاره اول پۀ دې خاوره د امن تابیا کښې خپل کردار ولوبوي. د تجارتي او کاروباري هلوځلو نه یو اړخ ته ‘وار زونز’ کښې انسانان د مرګ پۀ اسره پرېښودل د یوې داسې المیې خصمانه ده چې مخې ته راتلو سره به ئې تجارتونه، کورېډورونه، صنعتونه او تر دې چې حکومتونه او ملکونه ځانونه ټینګ نۀ کړي.
پاکستان کښې رسنۍ چې پۀ افغانستان کښې د داسې واقعاتو څنګه رپورټنګ کوي، هغې هم ‘امت’ د لسو روپیو کړو. دا مجموعي رویه د نېشنل اېکشن پلان پۀ شلو نکتو کښې شته; خو خبره دا ده چې نېشنل اېکشن پلان چرته دے؟
‘پښتون’ د ترهګرۍ پۀ دې ناتار کښې پۀ پېښور کښې د پخواني افغان قونصل جنرل ډاکټر عبدالله وحیدپویان مرګ د دواړو ملکونو تر منځه د امن خوښو لوے زیان ګڼي او د کرښې دواړو خواو ته د شهید ډاکټر پویان د خواخوږو سره دغه غم کښې ځان شریک ګڼي.
تبدیلي سرکار:’بي آر ټي’ د پاره د ټېکسټ بورډ فنډ او ‘دوویشت کروړه’ سونامي
صوبائي حکومت د خپلې مبینه ‘تبدیلۍ’ د پاره اول د ‘ګرین پېښور’ پۀ نوم کروړونه ولګول او بیا ئې د ‘بي اٰر ټي’ چې دوي به ورته ‘جنګله بس’ وئیلو، د پاره دغه ګرین پېښور یو ځل بیا کندې کړو. یو خوا کۀ د ‘بلین ټري سونامي’ پۀ حقله د سرکاري اډټ مطابق دوویشت کروړه اونې خورې کړې شوې دي او هغه هم څلورو مخصوصو سیمو کښې او دغه رنګ د اتۀ اویا کروړه اونو پېسې ‘تبدیلي سرکار’ غبن کړې دي نو بل خوا یوه لویه المیه دا هم مخې ته ده چې اول د سوات اېکسپرېس وے د پاره د قرضونو نه علاوه د سرکاري ملازمینو د پنشن فنډونه پور اخستے شوي وو، اوس د بي اٰر ټي د پاره شپږ اربه روپۍ د خېبر پښتونخوا ټېکسټ بک بورډ د فنډ نه ویستلو د پاره منصوبه بندي شروع کړې شوې ده. کۀ د صوبې مالیات پۀ نظر کښې وساتو نو یو خوا صوبه پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل د اربونو روپیو د داخلي او خارجي قرضونو لاندې کړې شوه، بل طرف ته د مختلفو هغه ادارو نه، چې مبینه تبدیلي سرکار پکښې د ‘چېنج’ د پاره اېمرجنسي نافذ کړې وه، نه فنډونه اخلي او پۀ لارو کوڅو کښې ئې پۀ هغه منصوبو تپي کومې منصوبې چې ئې نورو صوبو کښې غلطې بللې. د سرکاري ملازمینو او د ټېکسټ بک بورډ نه فنډونه شوکول کۀ یو پله د تبدیلۍ پۀ مخ څپېړه ده نو بل خوا د صوبې ترقیاتي فنډ کښې اتیا اربه روپۍ کمے وکړے شو. دا سوال پۀ خپل ځاے چې شفاف تبدیلي به پۀ خپله لمن د خپلو وزیرانو مشیرانو د کرپشن پۀ یو بل سلطاني ګواهۍ باندې پراتۀ داغونه څنګه وینځي، د دې سوال ځواب به اولس راتلونکو انتخاباتو کښې غواړي چې د اتلسم ائیني ترمیم مد کښې د صوبې پۀ امدن کښې د دومره اضافې باوجود صوبه د داخلي او خارجي بېنکونو، اېشیائي ترقیاتي بېنک، د سرکاري ملازمینو د فنډونو او تر ډېرې بدقسمتۍ د ټېکسټ بک بورډ د فنډ نه پېسې اخلي ـــ د صوبې خپلې پېسې او فنډونه چرته ځي؟؟؟
اسلام اباد کښې د پښتنو پرامنه پرلت
پۀ شپږویشتمه جنورۍ د ډېره اسماعیل خان نه د پښتنو ځوانانو یوه قافله د اسلام اباد پۀ لور روانه شوې وه چې تر دې دمه اسلام اباد ته رسېدلې ده. دې قافلې ځان سره څۀ غوښتنې راخستې دي او اسلام اباد کښې د خبرې کولو توان لرونکو له ننواتې ورغلي دي. دې کښې
- پۀ کراچۍ کښې د نقیب الله شهید ماورائے عدالت قتل کښې ککړو ته سزا ورکول
- پۀ وزیرستان کښې ښخ کړے شوي مائنونه لرې کول چې د لاسه ئې د سیمې ګڼ خلق او خصوصاً ماشومان د ژوبلې او مرګ سره مخ کړي
- د ترهګرۍ د کومې پېښې نه پس ځائي اولس سره د امنیتي ځواکونو ظالمانه رویه ختمول
- څومره پښتانۀ چې پۀ مختلفو ځایونو کښې ورک کړے شوي دي، هغوي دې کورټ کښې وړاندې کړے شي
او دې غوښتنو کښې یوه هم داسې نۀ ده چې هغې نه ریاست ته څۀ نقصان دے. دا د پښتون قام بدمرغي ده چې د خپلو نسلونو د تحفظ د پاره او د خپلو مرګونو مخنیوي د پاره هم کله راپاڅي نو خلق ورته وائي ‘دې نه سیاسي مسئله مۀ جوړوئ’ ـــ د دې نتیجه دا شي چې سیاسي مسئله د یو څو ‘ابناء الوقت’ پۀ لاسو کښې ګاڼه پرته وي. د پښتون پرلت زلمو سره مشران ولاړ دي ـــ د باچاخان روح د دې پرلت ساه ده ـــ دا پرلت دې کله هم د تشدد او جذباتي نعرو ښکار کېږي نۀ ـــ د یوې اوږدې مودې خاموشي کۀ ماتېږي نو نتیجه خېزه دې هم شي. خداے مۀ کړه کۀ دا غږ نیمه لاره کښې پرېښودلے شو نو داسې غږ بیا راوچتېدلو د پاره به نور وخت پکار وي.
“پښتون” به راتلونکې ګڼه کښې د دغه لاریون او پرلت رپورتاژ خپلو پاڼو کښې ځاے کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د باچاخان بابا دا کتاب زمونږ د ائین او منشور بنیاد دے. دا کتاب یواځې د باچاخان د ژوند قیصه نۀ ده بلکې پښتنو کښې د سیاسي شعور د بېدارۍ د سفر داستان دے. باچاخان بابا چې پښتنو له د قامولۍ کوم احسساس ورکړو او دې د پاره ئې کومه مبارزه کړې ده، دا کتاب د هغه مبارزې رښتونے تاریخ دے.
زۀ خو درته پۀ ایمان وایم چې کله هم راباندې پۀ ژوند کښې مایوسي راغلې ده نو دې کتاب کښې لیکلې شوې یوې نه یوه واقعه رایاده شوې ده او زۀ ئې هډو مایوسۍ ته پرېښے نۀ یم.
پۀ دې کتاب ډېر کار پاتې دے. د دې کتاب کردارونه تفصیلي تحقیق غواړي. باچاخان بابا پۀ خپله د کتاب اخره کښې لیکلي دي چې دې کتاب کښې د څۀ تاریخي واقعاتو او اهمو شخصیاتو ذکر کول ضروري دي. دې ملګرو کوشش کړے دے چې څۀ اضافي notes ولیکي. دا ډېره ښه خبره ده، خو دا دې د کتاب د اصل متن نه بېل وساتلے شي چې د کتاب پخوانے صورت بحال وي.
د تحریک ملګرو نه دا توقع لرم چې دا کتاب به د هر پښتون لاس ته رسولو کښې خپل کردار ادا کوي.
اسفندیار ولي خان د ‘باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر’ او ‘ډسټ اٰن بک’ پۀ مرسته دا کتاب پۀ 200 روپۍ قیمت د باچاخان مرکز کتابپلورنځاے او د ‘ډسټ اٰن بک’ سټالونو نه ترلاسه کولے شئ.
ولي باغ