انجمن اصلاح الا فاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي کردار – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

د فضل الرحيم ساقي پيژندګلو پۀ پښتنو کښې د ليک لوست او علم د کمي د وجې نه د اکثرو شخصياتو د زېږون د نېټو خو يا بېخي پته نۀ لګي او يا پۀ شکوکو شبهاتو او پۀ قياسياتو اډاڼه لري. دغه مسئله زمونږ د اکثر اديبانو شاعرانو سره هم ده خو دا ډېره د […]

پښتون رساله – عبدالخالق خليق

نوټ: دا مضمون خداے بخښلي عبدالخالق خليق صېب پۀ کال ۱۹۷۲ کښې ليکلے ؤ چې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوے ؤ ۔ د اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن پۀ پار ئې “پښتون” يو ځل بيا د خپلو لوستونکيو لپاره خپروي. “پښتون” پۀ کال 1928 کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” د اتمانزو کليزه جلسه وشوه. […]

د انجمن اصلاح الافاغنه سترې ځانګړتياوې – انجنئير اعجاز يوسفزے

درې دېرش کاله اګاهو د پښتنو لوے لارښود فخرافغان باچاخان د دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې خو د هغۀ نابغه شخصیت، تعلیم، خدمت، سیاست، تربیت، کړاؤ او مبارزې پۀ پښتنه ټولنه کښې هغه شعوري او عملي اثرات پرېښې دي چې د پیرروښان ، خوشحال خان او میروېس نیکۀ نه واخلې تر دې دمه […]

جنګ ځپلے افغانستان د يو بل ازمېښت سره مخ – شميم شاهد

د جنګ ځپلي هېواد افغانستان د ارتلونکي پۀ اړه يو ځل بيا د افغان اولس پۀ ځاے يو شمېر بهرني ملکونه او قوتونه پۀ خبرو اترو او پټ پټ سازشونو کښې بوخت دي . د دې ملکونو او طاقتونو کوشش دا دے چې د خپلو خپلو بدرنګه موخو ترلاسه کولو لپاره د خپلو او پرديو […]

د تورخم پۀ پوله بندېزونه او مقامي تجارت – ډاکټر خادم حسېن

د تورخم د بندېزونو نوعيت د ملکي او بېن القوامي ميډيا تر مخه پۀ مۍ 2016ز کښې د پاکستان دولت د تورخم پۀ پوله خاردار تار غځول د دوي د وېنا مطابق لۀ دې امله پېل کړل چې د ترهګرو نقل و حرکت باندې بندېز راوستے شي. د افغانستان دولت پۀ دې منفي غبرګون ښکاره […]

اداريه – اپرېل 2021ز

د ويرژنې قيصه خوانۍ نه د جاني خېل غميزي پورې هېڅ يو د احساس خاوند د جاني خېل د هغه مور سلګۍ او فرياد نۀ شي زغملے چې د خپل ماشوم شهيد زوي پۀ اړه ئې وئيل چې ظالمانو مړ کولو نو مړ کړے به ئې ؤ خو تيږې ئې پرې ولې غورځولې؛کمر ئې پرې […]

د شوکې او تروړنې دوه نيم کاله – ساجد ټکر

د برطانيې مشهور فلسفي او سياسي پوهان برټرېنډ رسل يو مشهور قول دے چې،” ما ته چې کله هم يو مضبوط دليل مخې ته راغلے نو ما پۀ خپل سوچ بدلولو کښې هډو شرم نۀ دے محسوس کړے”. برټرېنډ رسل د خپل سوچ، فکر او انداز لۀ وجې پۀ ټوله نړۍ کښې يوه ځانګړې نامه […]

د بابړې تخت – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

څنګه چې د نامې نه ظاهره ده زما د ننني مضمون عنوان د “بابړې تخت” دے. پۀ تاريخ باندې چې کله مونږ نظر واچوو نو د ډېرو تختونو واقعې او قيصې مشهورې دي. د حضرت سلېمان علېه السلام تخت کوم چې به د هوا پۀ چپو د الله پاک پۀ حکم سره الوتو او پۀ […]

د غني خان پۀ کلام کښې د حسېن بن منصورحلاج “تذکره” – نور احمد فطرت اڅکزے

پير محمد کاروان وائي: وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامارنۀ لري منصور به ګرځي مستانه ملا بۀ دار نۀ لري مارغان دې را شي زمونږ لپوکښې دې ځالې وکړي غر مو نښتر نۀ لري کلے مو چينار نۀ لري هسې خو زمونږ ټولو کلاسيکو او هم عاصرو شاعرانو خپل منظوم کلام کښې […]

کور ته ځه!!! – سلطان خان ټکر

پۀ دې خبره اوس د دوه ورځو ماشوم هم پوهېږي چې تحريک انصاف خپل حکومت صرف د نعرو پۀ زور چلوي او پۀ ځلمي کهول د دې جماعت دا ډډې نعرې داسې اثر کوي لکه پخوا چې بۀ پېرنګي د خپل غرض لپاره چينيانو لۀ افيم ورکول او چينيان بۀ لۀ ځانه بې خبره ورته […]