زه پښتون یم.
د هغه قام یو غړے چې تاریخ ئې د تورو، لوګو او سرښندنو کیسې دي ۔ خو زۀ نن د قلم، شعور او بدلون استازے یم ۔
زما قوم د بابا خوشال خان، باچا خان او غازي ایوب خان وارث دے ۔ مونږ هغه خلک یو چې د مېلمه پالنې، غېرت او سرلوړۍ لپاره پېژندل کېږو— خو دنیا مونږ یوازې د جنګ په رڼا کښې ویني، نه د علم، کلتور او جرت په هنداره کښې. زما تاریخ له زرګونو کلونو راهیسې ژوندے دے. د موندل شوو اثارو له مخې، پښتانه افغانستان، وسنئ خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د ایران و هند تر منځ د غرونو په غېږ کې یې ژوند کړے دے. ۔ پښتون ده تُوري او قلم خاوندان دي لکه ده خوشال بابا چې مغل دور کښې د توري او قلم نه کار اخستي ۔خو بیا وختونه بدل شول. زمانه بدله شوه ۔ هندوستان ته انګرېزان رالال او ده دي ځاے ده سرو سپينو خاوندان شو ،ده «ويش او واکمن پاليسي یی وکاروله» د 1893 م کال ډیورنډ کرښه راښکل شوه او پښتانۀ ئې نیم کړل خو زړۀ ئې یو پاتې شو۔ په پښتنو کښې خداے باچا خان زېږولے او باچا خان “عدم تشدد” ته ملا وتړله، علم ته یې تبلیغ وکړ ۔دۀ به ویل: “که ته یو ماشوم ته قلم ورنکړئ، نو دشمن به تُوره ورکړي.” ۔ خو افسوس، مونږ له هغه نه قلم واخیست او لا هم د تُورو، بمونو، او وژنو تر منځ ژوند کوو۔نن زه دا لیکم ځکه چې زۀ همداسې یو پښتون یم — لۀ تاریخ، درد او ارمانه جوړ شوے پښتون ۔ زۀ نۀ غواړم زما راتلونکے نسل یوازې د کلاشینکوف او کډوالۍ کیسې ولولي ۔ زۀ غواړم هغوي د خپل بابا خوشحال اشعار، د باچا خان فلسفه ولولي ۔ زۀ غواړم زموږ نجونې د علم د فیلډ مارشلز شي نۀ د خاموشۍ قرباني ۔ زه غواړم زمونږ ماشومان د مکتب دروازه خلاصه وویني، نۀ د بمونو ویره. زۀ وایم، پښتون دې اوس ځان وپېژني، خپل ریښې، خپل غږ، خپل شناخت. زه پښتون یم —خو دا پښتون د ویښ شعور، د بدلیدو او د امید پېغام لري ۔ زۀ به لیکم تر هغه چې قلم مې وچ نۀ شي. زۀ به وایم، تر هغه چې اواز مې خاموش نۀ شي.او زۀ به دریږم، تر هغه چې زما قام خپل ځان بېرته ونۀ پېژني.۔