د میا افتخار حسېن ژوند-د اصولو د سیاست او قربانو عملي تصوير—انجينير احسان الله خان

دا ليکنه شريکه کړئ

په داسې ملک کښې لکه پاکستان چرته چې د نظریو جګړه ډېر ځله د شخصي ګټو تابع شي، د خپلو اصولو په سر ولاړ پاتې کېدل هېڅ آسان کار نه دے. دا یوه داسې مبارزه ده چې یوازې جرات او عزم نه غواړي، بلکې دا هم غواړي چې یو څوک د خپلې کورنۍ او خپلو عزیزانو لپاره د آرام ده ژوند هیله قربان کړي. د میا افتخار حسین ژوند د همدې قربانۍ او نه ماتېدونکي عزم یوه نه ختمېدونکې کیسه ده. هغه یوازې د خپلو نظریاتو بوج پر خپلو اوږو وانخست، بلکې هڅه یې وکړه چې دا بار يې پر کورنۍ باندې دروند نه شي. خپل زوي، میا راشد حسېن، ته یې دا ورښووله چې د دوي د لارې دښمن بې رحمه دے، له انسانیت څخه خالي دے، او هېڅ ډول نرمي نه مني. خو ایا دا ممکنه ده چې د داسې لارې ملګري د دې بیه ورنه کړي؟ د میا راشد حسېن یوازینے “جرم” دا و چې د میا افتخار حسین زوے و.

د میا افتخار حسین ژوند د یو داسې کتاب په څېر دے چې هره پاڼه یې د مبارزې، اصولو او د عدم تشدد د فلسفې په رڼا کې روښانه ده. له دولس کلن و چې د باچا خان او ولي خان په قافله کې شامل شو، او د تېرو اته څلوېښتو کلونو په اوږدو کې یې نه ګام شاته شو او نه یې خپله لاره ورکه کړه. د طالبعلمانو د مشرتابه څخه نیولې تر د عوامي نېشنل پارټۍ د صوبایي صدارت او د مرکزي سېکتر تر منصب پورې، هره لحظه یې د خپل وجدان غږ ژوندے ساتلې دے. د باچا خان د عدم تشدد فلسفې او د خدایي خدمتګارانو جذبې هغه ته داسې طاقت ورکړے چې په هر ډول سختو حالاتو کې یې مقابله کړې. میا راشد حسین د همدې مبارزې قرباني شو. هغه وحشت چې د میا افتخار حسین د آواز نه ستړے شوے و، د هغه یوازینې زوے يې ترې واخیست. دا هغه وخت و چې د عوامي نېشنل پارټۍ 1300 کارکوونکو خپلې وینې د خپلې لارې لپاره ورکړې. خو د میا افتخار حسین په څېر زړور سپاهي د داسې بزدلانه عملونو نه ډارېږي. د باچا خان د عدم تشدد فلسفه هېڅکله کمزوري نه ده، بلکې داسې طاقت دے چې د سولې د علمبردارانو زړونه زړور، بې باکه او زړسواندي کوي. هغه ماښام چې میا راشد شهید شو، دا زړورتیا بیا یو ځل څرګنده شوه. د یوازيني زوے شهادت هېڅ اسان امتحان نه دے، خو میا افتخار حسین نه خپل ګامونه شاته کړل، نه یې خپل غږ ورو کړو او نه یې د دښمن د کم ظرفۍ پر وړاندې څه نرمښت وښود.د تېرو پنځلسو کلونو په اوږدو کښې د میا افتخار حسین سیاسي قد نه یوازې لوړ شوے، بلکې په ټول پاکستان کښې د هرې فرقې خلک ورته درناوے لري. هر حکمران د ده سره لیدنه خپل افتخار ګڼي. خو د ده عظمت دا دے چې د دې مقام سره سره یې نه د واک لوږه پیدا کړه او نه یې مالي ګټې وغوښتې. څلوېښت کاله عملي مبارزه، چې یوه ورځ هم یې له تحریک څخه بهر نه ده تېره کړې، هېڅ معمولی خبره نه ده. د ده د لارې مشعل د باچا خان اصول او د خان عبدالولي خان د ټولنیز ډیموکراسۍ پراخ نظریات دي چې هغه یې هېڅکله له خپلې لارې نۀ دي اړولي.نن هم، له شپېتو کلونو پورته عمر کښې، میا افتخار حسین د هماغه زړې جذبې سره د پخواني فاټا په اړه د نوو سازشونو پر ضد کلي په کلي شعور خپروي. د منرلز او ماینز اېکټ په اړه د ده غږ د یوې مستانې نعرې په څېر دے چې د پښتنو د حقونو د ساتنې لپاره اوچت شوے دے. هغه خپلو خلکو ته ورښايي چې د دې خاورې ریښتیني زامن څوک دي، او څوک دي هغه کسان چې د دوي ځوانان ګمراه کوي، د خپلو ګټو لپاره یې کاروي او د هغوي د وینو په تویېدو کې برخه اخلي.د اسفندیار ولي خان یوه خبره دلته یادول غواړي چې زمونږ حساب ورکونه ډېره ساده ده: یوازې وګورئ چې له د پاکستان جوړېدو وروسته زموږ شتمنۍ زیاتې شوې که کمې. د اشنغر خان بهرام خان وارثان نن هم په مېدان کې ولاړ دي چې واک یې هېڅکله خپله موخه نه ده ګرځولې. هغوي خپل وقار او حېثیت تل مقدم ګڼلی دے. نن هم په سېنېټ کسې د اېمل ولي خان غږ د یوه نعره مستانه په څېر دے، او د میا افتخار حسین مبارزه هغه د منصور حلاج سره تړي. د پردیو تیږې ورته هېڅ مهم نه دي، خو د خپلو بې پروایي او بدګماني ورته د ګلانو د وار په څېر هم سخته ده.د میا راشد حسین قرباني هېڅکله بې ځایه نه شي تللې. زمونږ دعا دا ده چې خدائے دا قرباني د پښتنو لپاره یوه عبرت وګرځوي، چې هغوي وپوهېږي چې د دې خاورې ریښتیني زامن څوک دي او څوک دي هغه کسان چې د دوی راتلونکي سره د خپلو ګټو لپاره لوبې کوي. د میا افتخار حسین مبارزه، عزم او بې نیازي د هر هغه چا لپاره د لارې مشعل دے چې پر اصولي سیاست باور لري. دا یوه داسې کیسه ده چې راتلونکو نسلونو ته هم لارښوونه کوي

 

 

نورې ليکنې۔۔۔