پښتو سندرې يوه بله ساه ورکړه (ماه جبين قزلباش) – پښتون

ثريا خانم، چې پښتو سندرې د ماه جبينې پۀ نامه پېژندګلو او درناوے وربخښلے ؤ، پۀ شپږ ويشتمه فرورۍ لۀ مونږه سترګې واړولې. مه جبينې د پښتو د موسيقۍ اٰرټ ته د اولسي سندرو او غزل شکل کښې لويه ورکړه کړې ده. دغه ورکړه د پښتون وطن د جمالياتو شتمنۍ کښې لويه اضافه ده. دې […]

خدائي خدمتګار منصور لا – نويد خټک

د ازادۍ پۀ تحريک کښې چې د لکهونو پۀ شمېر کومو کسانو بې مثاله قربانۍ ورکړې دي، نن صورت حال دا دے چې د دغه خدائي خدمتګارانو اکثريت لۀ دې جهانه سترګې پټې کړې دي. اوس هاغه خلق هم کم شوي دي چې د دې قامي اتلانو نه ئې د دوي قصې اورېدلې وې. بايد […]

د باچا خان اخري خبرې – اسرار د طورو

د طورو خدائي خدمتګار مولانا محمد عنايت الله پۀ يوه ډائرۍ کښې ليکي چې پۀ دولسمه جولايۍ 1987 د پاکستان اخبار روزنامه “جنګ” کښې يو خبر دے چې باچا خان پۀ دهلي کښې پۀ يو هسپتال کښې د فالج د حملې پۀ وجه داخل دے. د بهارت يو سابقه وزير ئې تپوس له تلے ؤ. […]

‘اېنيمل فارم’ او د پاکستان موجود حکومت* – ارشاد پښتون

‘اېنيمل فارم’ (Animal Farm) د جارج اروېل (George Orwell) يو علامتي شاهکار ناول دے چې د يو شمېر اړخونو نه ئې د ذکر وړ اړخ “طنز و مزاح دے”. د ‘اېنيمل فارم’ طنز و مزاح ډېر ښېرازه، خوندور، رنګين او تلپاتې اهميت لرونکے دے. هم دا يو داسې صفت دے چې ناول کښې ئې خوند […]

سرمايه دارانه تهذيب او “اېډيپس کمپلکس” (اېډيپس رېکس) – فېـصل فاران

اسطوره اوس پښتو ادب کښې نننوتلې ده. نوې شاعرۍ کښې د دې تر ټولو ستر او بشپړ نخښانکښ عبدالرحيم مجذوب دے چې اسطوره ئې د خپلې شاعرۍ يوه نۀ شکېدونکې برخه ګرځولې ده. د نثر پۀ لړ کښې د اسطورو د ژباړې روايت لا پر مخ روان دے – د ‘اېډيپس رېکس’ ژباړه يو بل […]

پۀ خدائي خدمتګار غورځنګ کښې د ښځو ونډه – دروېش درانے

يو دغه وخت ؤ چې باچا خان د نومونو قدرې د سترونو او خور شوي حبس ماتولو د پاره زړۀ چاودون کولو او د “پښتون” پۀ پاڼو “يوه خور”، “د نوښار يوه خور”، “د کوهاټ څخه يوه خور” نه ئې خبره د خپل نوم ليکلو جرأت ته راورسوله. بيا هغه وخت هم راغلو چې ښځو […]

د ضم شوو ضلعو غونډه – ډاکټر سهېل خان

اتلسمه فروري، 2020 خوشحال بابا وئيلي دي: هوښيار هغه دے چې سخت جنګونه تر خېره راولي پۀ فرهنګونه نادان هغه دے چې پۀ کار د صلحې ګډ کا د شر فساد رنګونه د ضم شوو ضلعو غونډه پۀ اتلسمه فرورۍ کال نولس سوه شل پۀ باچا خان مرکز کښې وشوه. د غونډې صدارت د کوربتوب […]

انسانيت، قوميت او پاکستان – ډاکټر خورشيد عالم

د ادم جنم د اخرت او ‘يوم الحساب’ د پاره يو جواز (relevance) پېدا کول وو، ادم د جنت د پاره جوړ نۀ ؤ. کۀ د هغۀ خواهشات او ضروريات ته وګورو نو هغه د دې دنيا د پاره پېدا ؤ. جنت ته د هغۀ بوتلل او راويستل د دنيا د ابادلو د پاره يو […]

علامه اقبال: يوه محبوبه، درې ښځې، څلور ودونه (ډاکټر خالد سهېل) – ژباړن: اياز الله ترکزے

ګرانو لوستونکو! زۀ چې د علامه اقبال د ژوند پۀ نفسياتي اړخونو دا مضمون ليکم، د دې مضمون نه وړاندې څو خبرې ستاسو پۀ خدمت کښې پېش کوم. زۀ دا واضح کول غواړم چې زۀ د اردو ژبې او ادب نۀ محقق يم او نۀ سکالر يم؛ زۀ د نفسياتو طالبعلم يم او پۀ خپل […]

غني خان او زلمے پښتون: وړومبۍ څو خبرې – احمد کاکا د بابړې

“خدائي خدمتګار تحريک”، دوېم ټوک، مخونه 452-441 سازش: يو خبر راغے چې بمبۍ کښې د مسلم ليګ مشرانو يوه پټه فېصله وکړه. دا فېصله د مسلم ليګ مشر پۀ بمبۍ کښې د چندريګر پۀ کور کښې وکړه چې پۀ صوبه سرحد کښې د مسلم ليګ تحريک د هغې وخته پورې نۀ شي کاميابېدلے چې تر […]