د قېد دوران کښې باچا خان د خپل قام په پستۍ غور کولو نه پس په دې نتيجه ورسېدو چې يو قام هم د خپلې ژبې نه غېر ترقي نۀ شي کولې او دغه دوران کښې ئې په زړۀ کښې د خپل قام لپاره په خپله ژبه يعنې پښتو کښې يوه رساله شورو کولو عهد وکړو۔ د جېل نه خلاصي نه بعد بيا په کارونو کښې بوخت شو خو خپل عهد ورته ياد و او په هغې ئې کار کولو۔ باچا خان دغه کار خپل ملګرو ته حواله کړے و خو مزه ئې نۀ کوله نو اخر په 1927کښې په دې مجبور شو چې دا کار په خپل لاس کښې واخلي او اجازت نامې د پاره ئې حکومت ته درخواست وکړو۔ اجازت نامه حاصلولو نه پس ئې په مئ 1928 کښې په وړومبي ځل مجله په پښتو ژبه کښې جاري کړه ۔ پۀ اول ځل چې کله پښتون رساله جاري کېده نو باچاخان ئې مدير وه او نايب مديرئې خادم محمد اکبر و۔ پۀ اول وار باندې مجله د اتمانزئ نه جاري شوه ۔
وړومبے دور:
(May 1928 – April 1930)
1۔ مئي 1928
2۔ جون 1928
3۔ جولائي 1928
4۔ اګست 1928
5۔ ستمبر 1928
6۔ اکتوبر 1928
7۔ نومبر 1928 (نشته)
8۔ دسمبر 1928
9۔ جنوري 1929
10۔ فروري 1929
11۔ مارچ 1929
12۔ اپريل 1929
13۔ مئي 1929
14۔ جون 1929
15۔ جولائي 1929
16۔ اګست 1929
17۔ ستمبر 1929
18۔ اکتوبر 1929
19۔ نومبر 1929 (نشته)
20۔ دسمبر 1929
21۔ جنوري 1930
22۔ فروري 1930
23۔ مارچ 1930
24۔ اپريل 1930 (نشته)
په 23 اپريل 1930 باچا خان ګرفتار کړے شو او دغه شان د مجلې اشاعت بند شو۔ د مئ 1928 نه تر اپرېل 1930 پورې ټولې 24 ګڼې وتلي دي ۔ چې پکښې د باچاخان څېړنيز مرکز سره پۀ ريکارډ باندې د نومبر1928, ، نومبر1929 او اپرېل 1930 نشته ۔
د باچاخان د ګرفتارۍ سره چې پښتون مجله بنده شوې وه پۀ دوېم ځل باندې پۀ مئ 1931 کښې شروع شوې او تر دسمبر 1931 پورې وچلېده ۔ دغه دوران کښې مدير عبدالخالق خليق او کاتب ئې عطاالله وټاکلي شول ۔ البته د رسالې د پاسه به د باچاخان نامه د چلونکي پۀ توګه باندې لګېده ۔
1۔ مئي 1931
2۔ جون و جولائي 1931
3۔ اګست 1931
4۔ ستمبر 1931
5۔ اکتوبر 1931
6۔ نومبر1931
7۔ دسمبر 1931
ريکارډ تر مخه د اکتوبر، نومبر او دسمبر ګڼي د مرکز سره نۀ دي خوندي ۔
لس ورځنۍ مجله۔
عبدالخالق خليق
(5اپريل 1938نه تر دسمبر1940)
(رجسټرIشن نمبر4241)
د 1937 انتخاباتو په نتيجه کښې په صوبه کښې د خدائي خدمتګارو حکومت راغے چې مشري ئې د باچا خان مشر ورور ډاکټر خان صېب کوله ۔ دغې حکومت د پښتون مجلې نه بندېز پورته کړو او د مجلې اشاعت په درېم ځل بيا شروع شو۔ وړومبۍ مجله په 5 اپريل 1938 باندې چاپ شوه په دې دوره کښې وړومبۍ مجله په 5 اپرېل چاپ کېدو نه پس بله پرچه په اپرېل کښې چاپ نۀ شوه او يکم مئ نه مجله لس ورځنۍ باقاعده چاپ کېدله ۔ د جولائۍ پۀ مياشت کښې د کاتب د بيمارۍ له وجې د مجلي دوه پرچي 11او 21 چاپ نۀ شوې ۔
1۔ 5اپرېل 1938
2۔ 1مئ 1938
3۔ 11مئ 1938 (نشته)
4۔ 21 مئ 1938
5۔ 1 جون 1938
6۔ 11 جون 1938 (نشته)
7۔ 21 جون 1938
8۔ 1 جولائي 1938
9۔ 1 اګست 1938
10۔ 11 اګست 1938
11۔ 21اګست 1938 (نشته)
12۔ 1 ستمبر 1938
13۔ 11ستمبر 1938
14۔ 21ستمبر 1938
15۔ 1اکتوبر 1938
16۔ 11اکتوبر 1938 (نشته)
17۔ 21اکتوبر 1938 (نشته)
18۔ 1نومبر 1938 (نشته)
19۔ 11نومبر 1938 (نشته)
20۔ 21نومبر 1938 (نشته)
21۔ 1 دسمبر 1938 (نشته)
22۔ 11دسمبر 1938 (نشته)
23۔ 21دسمبر 1938 (نشته)
24۔ 1جنوري 1939(نشته)
25۔ 11جنوري 1939 (نشته)
26۔ 21جنوري 1939 (نشته)
27۔ 1فروري 1939 (نشته)
28۔ 11فروري 1939 (نشته)
29۔ 21فروري 1939(نشته)
30۔ 1 مارچ 1939 (نشته)
31۔ 11 مارچ 1939 (نشته)
32۔ 21 مارچ 1939 (نشته)
33۔ 1 اپريل 1939 (نشته)
34۔ 11اپريل 1939 (نشته)
35۔ 21اپريل 1939 (نشته)
36۔ 1مئي 1939 (نشته)
37۔ 11مئي 1939 (نشته)
38۔ 21مئي 1939 (نشته)
39۔ 1 جون 1939
40۔ 11 جون 1939
41۔ 21جون 1939
42۔ 1جولائي 1939 (نشته)
43۔ 11جولائي 1939
44۔ 21جولائي 1939
45۔ 1اګست 1939
46۔ 11 اګست 1939
47۔ 21اګست 1939
48۔ 1سمتبر 1939
49۔ 11ستمبر 1939
50۔ 21ستمبر 1939
51۔ 1اکتوبر 1939
52۔ 11اکتوبر 1939
53۔ 21اکتوبر 1939 (نشته)
54۔ 1نومبر 1939
55۔ 11نومبر 1939
56۔ 21نومبر 1939
57۔ 1دسمبر 1939 (نشته)
58۔ 11دسمبر 1939
59۔ 21دسمبر 1939 (نشته)
60۔ 1جنوري 1940(نشته)
61۔ 11جنوري 1940 (نشته)
62۔ 21جنوري 1940 (نشته)
63۔ 1فروري 1940 (نشته)
64۔ 11فروري 1940
65۔ 21فروري 1940 (نشته)
66۔ 1مارچ 1940 (نشته)
67۔ 11 مارچ 1940 (نشته)
68۔ 21 مارچ 1940
69۔ 1اپريل 1940
70۔ 11 اپريل 1940
71۔ 21 اپريل 1940
72۔ 1 مئي 1940
73۔ 11 مئي 1940
74۔ 21 مئي 1940
75۔ 1 جون 1940
76۔ 11 جون 1940
77۔ 21 جون 1940
78۔ 1 جولائي 1940
79۔ 11 جولائي 1940
80۔ 21 جولائي 1940 (نشته)
81۔ 1 اګست 1940 (نشته)
82۔ 11 اګست 1940 (نشته)
83۔ 21 اګست 1940
84۔ 1 ستمبر 1940 (نشته)
85۔ 11 ستمبر 1940 (نشته)
86۔ 21 ستمبر 1940
87۔ 1 اکتوبر 1940 (نشته)
88۔ 11 اکتوبر 1940 (نشته)
89۔ 21 اکتوبر 1940 (نشته)
90۔ 1 نومبر 1940 (نشته)
91۔ 11 نومبر 1940 (نشته)
92۔ 21 نومبر 1940 (نشته)
93۔ 1 دسمبر 1940 (نشته)
94۔ 11 دسمبر 1940 (نشته)
95۔ 21 دسمبر 1940 (نشته)
په درېم ځل پښتون مجله پۀ دسمبر1940 کښې بند کړې شوه ۔ وجه ئې دا وګرځېدله چې پۀ دغه ورځو کښې دوم نړېوال جنګ شورع و نو ماسټر کريم به په دغه جنګ د ‘ننۍ دنيا” سر ليک لاندې په مجله کښې ډېر په مهارت په دغه جنګ تبصره کوله کوم چې فېرنګي خوښه نۀ کړله او ماسټر کريم ئې قېد کړو او “پښتون” کښې ئې سنسر شپ شروع کړو کوم سره چې به مجله کټ کوټ کيدله۔ چې په دغې هم ونۀ شوه نو د وکدارانو نه ئې زر روپۍ ضمانت وغښتلو کوم چې هغوي د ورکولو نه انکار وکړو او د دغه شان په دسمبر 1940 کښې ئې په مجله بندېز ولګوؤ۔
پۀ دې درېم دور کښې ټوټل 95 ګڼې چاپ شوي دي ۔ په دي کښې مونږ سره 44 شته او 51 مونږ سره نشته ۔
(اووه ورځني مجله)
مدير: عبدالخالق خليق
( 1اګست 1945 نه تراپريل1947 )
مدير: ناظم سرفراز خان (اپريل 1947 نه تر اګست1947)
(رجسټريشن نمبر4241)
( 1اګست 1945 نه تراګست1947)
په مارچ 1945 کښې د خدائي خدمتګارو وزارت د ډاکټر خان صېب په مشرۍ کښې بحال شو اوپه اګست 1945 کښې مجله د پينځه کاله او اته مياشتو پس بيا شروع شوه ۔ دا ځل مجله هفته وار وه ۔ وړومبۍ مجله پۀ 1 اګست 1945 چاپ شوه ۔ سرپرست ئې باچا خان ؤ او مدير ئې عبدالخالق خليق و ۔اېريل 1947 کښې خليق صېب د خپل ذاتي مصروفياتو له وجې د مجلي مديرۍ نه مستغفي شو او ناظم سرفراز خان د مجلې نوے مدير شو خو په دغه وخت کښې هم مدير نوم به د خليق صيب ليکل کيدو۔ د ناظم سرفراز خان په حېث د مدير کله هم مخې ته نۀ دے راغلے او نۀ هغه د دغې خبري ذکر په خپلو ډائرو کښې کړے دے کوم چې د باچا خان ريسرچ سنټر نه چاپ شوي دي ۔
1۔ 1اګست 1945
2۔ 9 اګست 1945 (نشته)
3۔ 15 اګست 1945
4۔ 22اګست 1945
د يادګېرنې پۀ توګه وايم چې د 29اګست 1947، 5ستمبر 1945،15ستمبر 1945 ګڼې نۀ خو مونږ سره پۀ ريکارډ شته او نۀ هغه چا سره چې نورې ګڼې ورسره موجودې دي ۔ اوس دا نۀ شو وئيلي چې دا ګڼې چاپ شوي نۀ دي او کۀ پۀ ريکارډ خوندي شوي نۀ دي ۔
10۔ 25ستمبر 1945
11۔ 1اکتوبر 1945 (نشته)
12۔ 9اکتوبر 1945
13۔ 15اکتوبر 1945 (نشته)
14۔ 24اکتوبر 1945
15۔ 1نومبر 1945
16۔ 8نومبر 1945
17۔ 17نومبر 1945
18۔ 24نومبر 1945
19۔ 1دسمبر 1945
20۔ 9دسمبر 1945
21۔ 17دسمبر 1945 (نشته)
22۔ 24دسمبر 1945
23۔ 1جنوري 1946 (نشته)
24۔ 9جنوري 1946
25۔ 17جنوري 1946 (نشته)
26۔ 24جنوري 1946 (نشته)
27۔ 1فروري 1946 (نشته)
28۔ 9فروري 1946 (نشته)
29۔ 17فروري 1946
30۔ 24فروري 1946 (نشته)
31۔ 1مارچ 1946
32۔ 9مارچ 1946
33۔ 17مارچ 1946
34۔ 24مارچ 1946 (نشته)
35۔ 1اپريل 1946 (نشته)
36۔ 9اپريل 1946 (نشته)
37۔ 17اپريل 1946
38۔ 24اپريل 1946
39۔ 1مئي 1946 (نشته)
40۔ 9مئي 1946 (نشته)
41۔ 17مئي 1946 (نشته)
42۔ 24مئ 1946
43۔ 1جون 1946
44۔ 9جون 1946 (نشته)
45۔ 17جون 1946
46۔ 24جون 1946
47۔ 1جولائي 1946
48۔ 9جولائي 1946 (نشته)
49۔ 17جولائي 1946
50۔ 24جولائي 1946
51۔ 1اګست 1946
52۔ 9اګست 1946 (نشته)
53۔ 17اګست 1946
54۔ 24اګست 1946
55۔ 1ستمبر 1946 (نشته)
56۔ 9ستمبر 1946 (نشته)
57۔ 17ستمبر 1946
58۔ 24ستمبر 1946
59۔ 1اکتوبر 1946
60۔ 9اکتوبر 1946
61۔ 17اکتوبر 1946
62۔ 24اکتوبر 1946
63۔ 1نومبر 1946
64۔ 9نومبر 1946 (نشته)
65۔ 17نومبر 1946
66۔ 24نومبر 1946 (نشته)
67۔ 1دسمبر 1946 (نشته)
68۔ 9دسمبر 1946
69۔ 17دسمبر 1946
70۔ 24دسمبر 1946
71۔ 1جنوري 1947 (نشته)
72۔ 9جنوري 1947 (نشته)
73۔ 17جنوري 1947 (نشته)
74۔ 24جنوري 1947 (نشته)
75۔ 1فروري 1947 (نشته)
76۔ 9فروري 1947 (نشته)
77۔ 17فروري 1947 (نشته)
78۔ 24فروري 1947 (نشته)
79۔ 1مارچ 1947 (نشته)
89۔ 9مارچ 1947 (نشته)
81۔ 17مارچ 1947 (نشته)
82۔ 24مارچ 1947 (نشته)
83۔ 1اپريل 1947 (نشته)
84۔ 9اپريل 1947 (نشته)
85۔ 17اپريل 1947
86۔ 24اپريل 1947 (نشته)
87۔ 1مئي 1947 (نشته)
88۔ 9مئي 1947 (نشته)
89۔ 17مئي 1947 (نشته)
90۔ 24مئي 1947 (نشته)
91۔ 1جون 1947 (نشته)
92۔ 9جون 1947 (نشته)
93۔ 17جون 1947 (نشته)
94۔ 24جون 1947 (نشته)
95۔ 1جولائي 1947 (نشته)
96۔ 9جولائي 1947 (نشته)
97۔ 17جولائي 1947 (نشته)
98۔ 24جولائي 1947 (نشته)
99۔ 1اګست 1947
100۔ 9اګست 1947 (نشته)
د هندوستان د تقسيم سره سم چې پاکستان اعلان شو نو د ډاکټر خانصاحب جمهوري حکومت ختم شو د کومې سره چې پښتون مجله هم ودرېده ۔
په دې دوره کښې کم و بېش 100 مجلې چلېدلې دي چې پکښې 45 موجودي دي او 55مونږ سره نشته ۔
د پاکستان جوړېدو نه وړاندې ټولې 226 ګڼې چاپ شوې دي چې پکښې مونږ سره 120 مجلې شته باقي 106نشته ۔ دغه وخت کښې دا مجله مياشتنۍ، لس ورځنۍ او اووۀ ورځنۍ چلېدلې وه ۔ د پښتون رسالې وړومبۍ دوره چې د تقسيم نه وړاندې وه هم پۀ دې ځاے تمامه شوې ده ۔
دوېم دور
(1اکتوبر 1989 نه تر 15فروري1999)
مسئول مدير: خان عبدالولي خان مدير: مير مهدي شاه باچا ( 1اکتوبر 1989 نه تر دسمبر1995)
مسول مدير: شير شاه ترخوي، مدير شاه جهان صابر (1996نه تر 15 فروري1999)
د پاکستان جوړېدو نه پس په خدائي خدمتګار تنظيم او پښتون مجله باندې بندېز ولګيدو۔ باچا خان او د هغۀ ډېر خدائي خدمتګاران ملګري نا معلوم وخت د پاره جېلونو ته ولېږل شو۔ د جېل د خلاصي نه پس باچا خان د دغه مجلې بيا شروع کولو له پاره ډېره ستړې وکړه خو مزه ئې ونۀ کړه ۔ د 1970 انتخاباتو په نتيجه کښې چې په پښتونخوا او بلوچستان صوبه کښې د نېشنل عوامي پارټي او جمعيت علما اسلام حکومتونه جوړ شو او ارباب سکندر خان خليل د صوبې ګورنر شو نو هغۀ په وړومبي فرصت کښې د پښتون مجلې نه پابندي پورته کړه خو دغه مجله کله هم جاري نۀ شوه او چې کله ارباب صېب د ګورنرۍ د چوکۍ نه لر کړې شو نو بيا خو خبره ختمه شوه ۔ خو باچا خان بيا هم خپل کوشش جاري وساتلو چې په هره طريقه وي چې دا مجله بيا شروع کړي خو د هغۀ دغه ارمان د هغۀ په ژوند پوره نۀ شو۔ ولي خان چې د باچا خان د کورنۍ سياسي وارث و هغۀ په دغه لړ کښې خپل کوششونه جاري ساتل نو اخر پۀ جولائي1989کښې حکومت د مجلې بيا جاري کولو اجازه ورکړه او دغه شان پښتون وړومبۍ ګڼه 1 اکتوبر 1989کښې هفته وار په شکل کښې راغله ۔ دا ځل پښتون دوه څلوېښت کاله او دوه مياشتې پس بيا جاري شوه ۔ د مجلې مسول مدير ئې ولي خان او مدير مير مهدي شاه باچا وو۔ معاون مديران ئې لطيف وهمي او مرتضي شاهين وو۔ په ادارتي شعبه کښې اجمل خټک او پروفېسر جهانزېب نياز شامل وو۔د خبريال ذمه واري ئې د خسرو کليم، عکاسي ئې شوکت رحمان خليق کوله ۔ د کتابت ذمه واري محمد طيب د تقسيم کاري او اشتهاراتو ناظمي ئې د زبير علي شاه په غاړه وې ۔ دا ځل رجسټريشن نمبر P-292و خو په وړومبۍ 6 مجلو دغه رجسټريشن نمبر نشته بلکې په اوومه ګڼه چې 17۔ 24نومبر 1989ده په هغې په وړومبي ځل چاپ شوې ده۔ داځل د مجلې دفتر قلعه بالا حصار ته مخامخ نظر باغ فلېټ کښې و۔
کال 1989 ۔
1۔ 1۔ 8اکتوبر 1989
2۔ 9۔ 16اکتوبر 1989
3۔ 17۔ 24اکتوبر 1989
4۔ 25۔ 31اکتوبر 1989
5۔ 1۔ 8نومبر 1989
6۔ 9۔ 16نومبر 1989
7۔ 17۔ 24نومبر 1989
8۔ 25نومبر ۔ 1دسمبر 1989
9۔ 2۔ 9دسمبر 1989
10۔ 10۔ 16دسمبر 1989
11۔ 17۔ 23دسمبر 1989
12۔ 24۔ 30دسمبر 1989
دغه دولس مجلې ټول په ټوله شته ۔
کال 1990
1۔ 1۔ 16جنوري 1990
2۔ 17۔ 23جنوري 1990
3۔ 24جنوري ۔ 8فروري 1990
4۔ 10۔ 16فروري 1990
5۔ 17۔ 24فروري 1990
6۔ 25فروري ۔ 3مارچ 1990
7۔ 4۔ 10مارچ 1990
8۔ 11۔ 17مارچ 1990
9۔ 20۔ 27مارچ 1990
10۔ 28مارچ ۔ 3اپريل 1990
11۔ 4۔ 11اپريل 1990
12۔ 14۔ 20اپريل 1990
13۔ 23۔ 30اپريل 1990
14۔ 8۔ 16مئي 1990
15۔ 17۔ 23مئي 1990
16۔ 24۔ 30مئي 1990
17۔ 1۔ 7جون 1990
18۔ 10۔ 17جون 1990
19۔ 19۔ 25جون 1990
20۔ 1جولائي ۔ 7جولائي 1990
21۔ 11۔ 17جولائي 1990
22۔ 20۔ 26جولائي 1990
23۔ 27جولائي ۔ 2 ۱ګست 1990
24۔ 6۔ 12 اګست 1990
25۔ 16۔ 22اګست 1990
26۔ 25 اګست ۔ 1ستمبر 1990
27۔ 4۔ 10ستمبر 1990
28۔ 16۔ 22ستمبر 1990
29۔ 25ستمبر ۔ 1اکتوبر 1990
30۔ 2۔ 8اکتوبر 1990
31۔ 9۔ 15اکتوبر 1990
32۔ 16۔ 22اکتوبر 1990
33۔ 23۔ 29اکتوبر 1990
34۔ 7 نومبر ۔ 13نومبر 1990
35۔ 15۔ 21نومبر 1990
36۔ 25نومبر ۔ 1دسمبر 1990
37۔ 4۔ 9دسمبر 1990
38۔ 15۔ 22دسمبر 1990
39۔ 25دسمبر ۔ 1جنوري 1990
په کال 1990کښې ټولي 37 ګڼي چاپ شوي چې ټولي موجودي دي ۔
کال 1991
1۔ 4۔ 11جنوري 1990
2۔ (دا ګڼه نشته نو ځکه مونږ ته نه د معلومه چې د دے تاريخ کوم نه کوم پورے دے )
3۔ 5فروري ۔ 11فروري 1991
4۔ 12۔ 22فروري 1991
5۔ 1مارچ ۔ 8مارچ 1991
6 ۔ 9۔ 15مارچ 1991
7۔ 17۔ 23مارچ 1991
8۔ 25۔ 31مارچ 1991
9۔ 2۔ 12اپريل 1991
10۔ 21۔ 27اپريل 1991
11۔ 5۔ 11مئي 1991
12۔ 14۔ 20مئي 1991
13۔ 25۔ 31مئي 1991
14۔ 1۔ 7جون 1991
15۔ 8۔ 14جون 1991
16۔ 19۔ 25جون 1991
17۔ 6جولائي ۔ 12جولائي 1991
18۔ 13۔ 19جولائي 1991
19۔ 25۔ 30جولائي 1991
20۔ 12۔ 18اګست 1991 (دوه ګڼې په يو ځائي)
21۔ 19۔ 25اګست 1991
22۔ 1ستمبر ۔ 7ستمبر 1991
23۔ 8۔ 21ستمبر 1991 (دوه ګڼې په يو ځائي)
24۔ 3اکتوبر ۔ 10اکتوبر 1991
25۔ 18۔ 25اکتوبر 1991
26۔ 27اکتوبر ۔ 3نومبر 1991
27۔ 4۔ 17نومبر 1991 (دوه ګڼې په يو ځاے)
28۔ 23۔ 30نومبر 1991
29۔ 7۔ 13دسمبر 1991
30۔ 15۔ 21دسمبر 1991
31۔ 25۔ 31دسمبر 1991
کال 1991 کښې ټولي 34 ګڼې چاپ شوي دي چې پکې يوه ګڼه مونږ سره نشته کوم چې وړاندې په لسټ کښې ښودل شوې ده ۔ باقي په لسټ کښې 31ښودلې کېږي ولې ګڼې 34دي نو په دغه لسټ کښې درې ګڼې په يو ځائي دوه دوه چاپ شوي نو هغه 3 چې ورسره شي نو ټوټل به 34ګڼې پوره شي۔
کال 1992
1۔ 7جنوري ۔ 13جنوري 1992
2۔ باچا خان څلورمي کليزي مناسبت خصوصي نمبر (تاريخ پرے نشته)
3۔ 6۔ 12فروري 1992
4۔ 23۔ 29فروري 1992
5۔ 1۔ 8مارچ 1992
6۔ 14۔ 20مارچ 1992
7۔ 25۔ 31مارچ 1992
8۔ 8اپريل ۔ 21اپريل 1992(دوه ګڼې په يو ځاے)
9۔ افغانستان او پېدا شوي سوالونه (تاريخ پرې نشته)
10۔ 12مئي ۔ 18مئي 1992
11۔ 21۔ 29مئي 1992
12۔ 30مئي ۔ 6جون 1992
13۔ 8۔ 15جون 1992
14۔ 9۔ 16جون 1992 (دا ټيک دے)
15۔ د سمندر يو دوه شعرونه د محرم مياشتي حوالي سره ( تاريخ پرے نشته)
16۔ 25۔ 31جولائي 1992
17۔ 1، 8اګست 1992
18۔ 24اګست پورې 1992
19۔ 1۔ 15ستمبر 1992 (دوه ګڼې په يو ځاے)
20۔ 21۔ 30ستمبر 1992
21۔ 1۔ 7اکتوبر 1992
22۔ 8۔ 15اکتوبر 1992 (دوه ګڼې په يو ځاے)
23۔ 25اکتوبر ۔ 7نومبر 1992(دوه ګڼې په يو ځاے)
24۔ 8۔ 15نومبر 1992
25۔ 1دسمبر ۔ 7دسمبر ۱۹۹۲
26۔ 8۔ 14دسمبر 1992
په دغه کال کښې ټولي 30چې ټول په ټوله شته
کال 1993
1۔ 20جنوري 1993
2۔ 1۔ 8فروري 1993
3۔ 9۔ 15فروري 1993
4۔ 20۔ 28فروري 1993
5۔ ګڼه نشته چې تاريخ ئې هم پته نۀ لګي
6۔ 31مارچ ۔ 8اپريل 1993
7۔ 9۔ 18اپريل 1993
8۔ ګڼه نشته چې تاريخ ئې هم پته نه لګي
9۔ ګڼه نشته چې تاريخ ئې هم پته نه لګي
10۔ ګڼه نشته چې تاريخ ئې هم پته نه لګي
11۔ 31مئي ۔ 6جون 1993
12۔ 7۔ 15جون 1993
13۔ 4اګست ۔ 12اګست 1993
14۔ 14اګست ۔ 20اګست 1993
15۔ 31اګست ۔ 7ستمبر 1993
16۔ 8ستمبر ۔ 16ستمبر 1993
17۔ 19۔ 26ستمبر 1993
18۔ 30ستمبر ۔ 7اکتوبر 1993
19۔ 30اکتوبر ۔ 7نومبر 1993
20۔ 8۔ 15نومبر 1993
د دغه کال مونږ سره هم دغه ګڼې موجودي دي او چې کوم نشته په مينځ د دغه لسټ کښې نو هغه هم مونږ د دغه موجوده ګڼو اعداد وشمار نه پته لګولې ده ۔ د15 نومبر نه پس مونږ سره ريکارډ نشته د کوم له وجې مونږ يقين سره دا نۀ شو وئيلي چې په دغه کال کښې بقايا څومره ګڼې او د کوم نه کوم تاريخ پوري چاپ شوي ۔
کال 1994
د لاندې ورکړې شوو وړومبۍ ګڼې نه وړاندې 9ګڼې نورې هم چاپ شوي خو د هغې د نيشت والي له وجې مونږ سره د هغې درست هفته وار تاريخونه معلوم نۀ دي او د دغه 9ګڼو اعداد و شمار مونږ د 21۔ 30اپريل ګڼې نه معلوم کړے دے ۔
1۔ 21اپريل ۔ 30اپريل 1994
د دغي 21۔ 30اپريل ګڼې نه پس دوه ګڼې نوري هم چاپ دي هم مونږ سره ريکارډ کښې نشته د کوم له وجې مونږ د هغې د تاريخونو درست تعين نۀ شو کولې۔
2۔ 17جولائي ۔ 25 جولائي 1994
د دغه دوه ګڼو نه علاوه مونږ سره نورې ګڼې نشته د کوم له وجې مونږ نه شو وئيلي چې په دغه کال کښې ټوټل څومره ګڼې چاپ شوي او د هغي درست تاريخونه هم مونږ ته معلوم نۀ دي۔
کال 1995
1۔ 20جنوري 1995
2۔ 15مارچ 1995
د دغه دوه ګڼو نه پس 10 ګڼې نورې چاپ شوي خو مونږ سره د هغې ريکارډ نشته نو ځکه ئې مونږ ته د تاريخونو هم پته نۀ لګي۔
13۔ 6جون ۔ 13جون 1995
14۔ 14۔ 21جون 1995
15۔ 1جولائي 1995
16۔ 22جولائي 1995
17۔ 1اګست 1995
18۔ 15اګست 1995
19۔ 1ستمبر 1995
20۔ 1اکتوبر 1995
21۔ 1نومبر 1995
22۔ 15نومبر 1995
23۔ 1دسمبر 1995
24۔ 15دسمبر 1995
د شمېر نه پس دا خبره په ډاګه کېږي چې په کال 1995کښې ټولې 24ګڼې چاپ شوي خو د 15مارچ ګڼې نه پس تر 6جون ګڼې پورې 10ګڼې چاپ شوي د کوم چې مونږ سره ريکارډ نشته او د دغي وجې مونږ سره د هغې د درست تاريخونو پته هم نۀ لګي۔
مهدي شاه باچا په ډېره ايماندارۍ سره د مديرۍ ذمه وارۍ ترسره کولې خو په دسمبر 1995کښې د بيمارۍ د زيات والي له وجې د دغه ذمه وارۍ نه معذرت وکړو۔ خو د جنوري 1996په ګڼه د مديرت په خانه کښې هم د هغۀ نوم ليکل شوے ۔ کوم چې دا ښکاره کوي چې هغه تر دغې لا د مجلي مدير و او کېدې شي چې د دغې نه ورستو هم هغه مدير و خو د دغې نه پس د ريکارډ د نشت والي په وجه څۀ پته نۀ لګي ۔ د 1 او 15مارچ 1996مجلې مونږ سره شته په هغې کښې د مديرت ځاے خالي دے ۔کوم چې دا ښکاره کوي چې ګنې د مجلې مشران په دې تمه وو چې باچا صېب به روغ شي او يو ځل به بيا دغه مديرت ذمه واري واخلي۔
د باچا صېب نه پس د مسئول مدير ذمه واري شير شاه ترخوي صېب، مدير شاه جهان صابر، مرستيال محمد هاشم خان او قانوني مشير سيد رحمان ايډوکېټ ته په حواله شوې ۔ د مجلې مشاورتي کونسل کښې اجمل خټک، بيګم نسيم ولي خان او بشير احمد مټه شامل وو۔
کال 1996
1۔ جنوري 1996
2۔ 1مارچ 1996
3۔ 15مارچ 1996
په کال 1996 کښې مونږ سره هم دغه 3ګڼې موجود دي باقي پته نه لګي چې په دغه کال کښې څومره ګڼې او کله کله چاپ شوي۔
کال 1997
د کال 1997مونږ سره يوه ګڼه هم په ريکارډ کښې نشته نو ځکه مونږ ته پته نه لګي چې په دغه کال څومره ګڼې چاپ شوي ۔
کال 1998
1۔ 15فروري 1998
د دغه کال مونږ سره هم دغه يوه ګڼه موجوده ده او دا د دغه کال وړومبۍ ګڼه وه ۔ باقي پته نۀ لګي چې په دغه کال کښې څومره ګڼې او پۀ کوم کوم تاريخونو چاپ شوي۔
کال 1999
د کال 1999د مجلو مونږ سره هيڅ قسمه ريکارډ نشته خو دا خبره معلومه ده په 15فروري اخري ګڼه چاپ شوه کومه چې معلومه نه ده چې د دغه کال کوم نمبر ګڼه وه؟ خو مونږ سره د دغې يا دغې نه علاوه د مجلو هيڅ ريکارد نشته ۔
بدقسمتۍ نه مجله مالي بحران سره مخ شوه او اخره کښې واکدارانو د مالي تنګدستۍ له وجې اخري ګڼه په 15فروري 1999چاپ کېدو نه پس مجله بنده کړې شوه ۔ د مجلې دغه دو لس کاله او دوه مياشتنۍ دي چې پکښې ئې د پښتون قام او د دے خاورې ډېر خدمت وکړو۔ پۀ دې لړ کښې پۀ دې دور کښې ډېرې ګڼې پۀ ريکارډ موجود نۀ دي حالانکې دا ډېر نزدې دور دے خو۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ خبر راروان څېړنکارو ته پرېږدو چې دا به څېړنه به پوره کړي او کنه ۔
درېم دور
دا ځل پښتون مجله څۀ شپږ کاله او اتۀ مياشتې پس بيا شروع شوه ۔ وړومبۍ ګڼه په جنوري 2006 کښې د باچا خان مرکز نه چاپ شوه ۔ چيف ايډيټر ئې نوموړے قام پرست شاعر رحمت شاه سائل و۔ دا دور د اسفنديارولي خان پۀ نګرانۍ کښې شروع شو۔ ځکه چې اسفنديار ولي خان د عوامي نيشنل پارټي مرکزي صدر وو۔ بدقسمتۍ نه وړومبۍ مجله چاپ له تلې نۀ وه چې په 26جنوري 2006خان عبدالولي خان د دې دنيا نه رحلت وکړو۔ نو ځکه په مارچ کښې د ولي خان نمبر ويستلي شو۔ دا ځل مجله مياشتنۍ وه ۔ تر دغه وخته په مجله باندې يوازې د سائل صېب نوم بطور مدير ليکل شوے او نور پرې هيڅ نشته ۔ په اپرېل کښې بيا معاون مدير امجد شهزاد ليکلي شوي دي فوټو ګرافر زاهد اعوان او کمپيوټر چارې عبدالله وردګ تر سره کولې۔ د دغه نه علاوه ادارتي يا مشاورتي بورډ وغېره هيڅ نۀ وو۔
کال 2007جنوري کښې د مجلې مشاورتي بورډ جوړ شو چې پکښې افراسياب خټک، ډاکټر فضل الرحيم مروت، اروښاد ډاکټر صاحب شاه صابر ، ځلان مومند او محمد رضا شامل وو۔ دې سره سره سرکوليشن محمد عاصم ته حواله شو۔ په 3اپريل 2007 د صاحب شاه صابر د مرګ نه پس د هغه نوم د مئ مجلې کښې د مشاورتي بورډ نه ويستلے شو۔ په جون 2007کښې د مجلې مشاورتي بورډ ادارتي بورډ وټاکل شو ۔ اروښاد مشتاق مجروح د مجلي ايډيټر او نور ګل د مجلې اشتهاراتو منيجر وټاکل شو۔ په دسمبر 2007کښې سيد عابد جان د مجلې پۀ ادارتي بورډ کښې شامل کړې شو۔ په مئ 2007کښې د مجلې رجسټريشن نمبر 492 وليکل شو کوم چې دا ښکاره کوي چې مجله تر دغه دمه رجسټرډ نۀ وه ۔ په جنوري 2008کښې فوټوګرافران بابا جاني او اسد جاني شول ۔ په جولائي 2008 کښې محمد رضا او سيد عابد جان د مشاورتي بورډ نه لر کړې شو او هاشم بابر په دغه بورډ کښې شامل کړے شو۔ په اکتوبر 2008کښې امجد شهزاد د معاون نه سب ايډيټر وټاکلے شو۔ په جنوري 2009کښې د مجلي سرکولېشن منيجر محمد عاصم په ځاے جهانزېب چمکني وټاکلے شو۔
د 1اګست 2010نه مجله هفته واره شوه کومه چې مئ 2011 پورې هفته واره وه او د جون 2011نه مجله بيا مياشتنۍ شوه ۔ په دسمبر 2010کښې د اشتهاراتو منېجر ظفر جمال وټاکل شو۔ په اګست 2011کښې ادارتي بورډ بيا مشاورتي بورډ ته بدل کړے شو او په دغې کښې د ادارتي بورډ هغه څلورو کسانو نه علاوه ډاکټر خالق زيار، لياقت سيماب او زاهد بونيرے شامل کړې شو ولې په جولائي 2012کښې هاشم بابر د مجلې د مشاورتي بورډ ويستلے شو۔ په اګست 2012 کښې د مجلې مشاورتي بورډ کښې نوارالامين يوسفزے او خان زمان کاکړ هم شامل کړې شو۔ د کمپيوټر چاري وس رحمت ديوان تر سره کولې او سر پاڼه به وجاهت شکيل ترسره کوله ۔ په ستمبر 2012 کښې لياقت سيماب د مشاورتي بورډ نه لر کړے شو او د مجلي اعزازي ايډيټر جوړ کړے شو۔ په د سمبر 2012 کښې د مجلې مشاورتي بورډ کښې منور سلطانه او جميله ګيلاني هم شاملي کړې شوې ۔ په م 2013کښې وجاهت شکيل د مجلې سر پاڼې جوړولو نه لر کړې شو او دغه ذمه واري جمشېدعلي ته حواله کړې شوه ۔ په جنوري 2015 کښې کمپيوټر چارې شاهد عارف ته په حواله شوې۔ په کال 2016کښې ستمبر،اکتوبر او نومبر مياشتي مجلي په يو ځاے چاپ شوي ۔ په 28دسمبر 2016ډاکټر خالق زيار وفات نه پس په جنوري 2017کښې مکرم خان صبا د مجلې په مشاورتي بورډ کښې شامل کړے شو۔ په 2017کښې د اپرېل او مئ مجله يو ځاے چاپ شوې ۔ په جولائي 2017کښې د رحمت شاه سايل د چيف ايډيټرۍ يولس کاله او اووه مياشتنۍ ذمه واري ختم شوه۔ سايل صېب ټولې 116 مجلې چاپ کړي کومې چې ټول په ټوله موجودي دي ۔
په جولائي 2017کښې رحمت شاه سايل په ځاے د پښتون مجلې نوے چيف ايډيټرحيات روغانے راغے۔ حيات روغاني صيب د مجلي اعزازي ايډيټر لياقت سيماب په ځاے فېصل فاران راوستلو۔ دغې سره هغه د مجلي مشاورتي بورډ له ئې د مشاورتي کميټۍ نوم ورکړو او پۀ دغه کميټۍ کښې د افراسياب خټک، ډاکټر فضل الرحيم مروت، نورالامين يوسفزے، جميله ګيلاني، منور سلطانه، خان زمان کاکړ سره لياقت سيماب، انجنئير اعجاز يوسفزے، ډاکټر نصرالله وزير، شمس بونيرے او سليمان يوسفزے هم شامل کړل او لږ وخت پس ئې پکښې م۔ ر۔ شفق هم شامل کړو۔ دغې نه علاوه نايله شمال او سجاد ژوندون ئې د مجلي مرستيال وګرځول۔ سرکولېشن منيجر ئې خليل خان پرمولوال، فوټو ګرافر بابا جاني او کمپيوتر چارې ئې حسيب عالم ته په حواله کړي۔ په جنوري 2019کښې د سرکولېشن ذمه واري عبدالوهاب ته اود کمپيوټر چارې عزيز خان ته پۀ حواله شوې۔ په مئ 2019کښې د مجلې مشاورتي کميټۍ کښې د زړو کسانو نه علاوه ډاکټر وقار علي شاه کاکا خيل، ډاکټر خادم حسين، ډاکټر سهيل خان او سميع الدين ارمان هم شامل کړې شو۔ دغي نه علاوه د مجلي قانوني مشير ارباب عارف اېډوکېټ هم وټاکلي شو۔ په اګست 2019کښې د افغانستان خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت سره خصوصي نمبر ويستے شو۔ په اکتوبر 2019کښې د مجلې سرکولېشن منيجر د عبدالوهاب په ځاے رؤف يوسفزے وټاکل شو۔ په فروري 2020کښې د مجلې قانوني مشير ارباب عارف ايډوکيټ په ځاے عباس خان سنګين وټاکلے شو۔ په جون 2020کښې بحيثيت چيف ايډيټر د حيات روغانے ذمه واري ختم شوه ۔ په دغه يو مياشت کم درې کلن وخت کښې 35په 35مجلې چاپ کړې چې ټول په ټوله موجود دي۔
په جولائي 2020کښې ساجد ټکر د پښتون مجلې نوے چيف ايډيټر وټاکلے شو۔ د مجلي هغه زړه مشاورتي کميټي ختمه شوه، د مجلي قانوني مشير ذمه واري سنګين خان ايډوکېټ ته وسپارل شوه ۔ د مجلې فوټو ګرافر سلمان شهاب، کمپوزر عزيزالرحمان او مخپاڼي ذمه واري صديق ننګيال ته حواله شوه۔ په اګست 2020کښې د مجلې نوې مشاورتي کمېټي جوړه کړې شوه چې پکښې ګل محمد بيتاب، ډاکټر محب وزير، سردار يوسفزے، اياز ايسپزے، نورا جان بهير او فضل عزيز بونېرے شامل وو۔ د مجلي سرکوليشن منيجر هم رؤف يوسفزے و۔ په نومبر 2020کښې په مشاورتي کميټټ کښې ډاکټر همدرد يوسفزے او روښان يوسفزے نومونه هم شامل کړې شو۔ د ساجد ټکر راتلو سره يوه تبديلي دا هم راغله چې کم په مخ پاڼه به د پښتون نوم سره لاندي د چيف ايډيټر نوم به ليکل کيدو سايل صيب او حيات روغانے صيب دواړو به خپل نومونه بحيثيت چيف ايډيټر دغلته ليکل خو ساجد ټکر دغه ختم کړو او خپل نوم ئې دننه په مجله ليکل شورو کړو۔ په فروري 2021کښې د مجلي مشاورتي کميټټ نه د ګل محمد بيتاب صېب نوم لر کړې شواو د سرکولېشن ذمه واري بيا عبدالوهاب ته په غاړه شوه۔ په جون 2021کښې د سرکولېشن منيجر ذمه واري عبدالوهاب نه واخستل شوه او عصمت علي خان ته په حواله کړې شوه ۔ په نومبر 2021کښې د مخ پاڼې ذمه واري صديق ننګيال نه واخستې شوه او منيب الرحمان ته پۀ حواله کړې شوه ۔ په 2023کښې د دسمبر ګڼه د نا معلومه وجوهاتو چاپ نۀ شوه ۔ په کال 2024کښې فروري، مارچ ، اپريل او مۍ، جون ، جولائي ګڼې په يو ځاے چاپ شوې ۔ په اګست 2024دغه وخت د سرکولېشن ذمه واري شايان عالم ،د فوټو ګرافي ذمه واري احتشام او د کمپوزنګ ذمه واري خالد مومند تر سره کول شروع کړل۔ ستمبر، اکتوبر او نومبر ګڼي په يو ځاے چاپ شوې۔ په دسمبر 2024کښې د مجلي مشاورتي کميټي بيا جوړه کړې شوه او د زړو په ځاے پکښې نوي نومونه واچول شو په کوم کښې چې ډاکټر فضل الرحيم مروت، نورالامين يوسفزے، روښان يوسفزے، خادم حسين، ډاکټر نور جهان او اکبر هوتي ايډوکيټ شامل وو۔ پۀ اپرېل کښې د ساجد ټکر دغه ذمه سر ته ورسېده او دغسې د څۀ مودې د ځنډ نه پس پۀ 6مئ 2025 ډاکټر سجاد ژوندون نوے چيف ايډيټر وټاکلے شو۔ د جولائي 2020نه تر مارچ 2025پورې 4 کاله او نهۀ مياشتنے وخت کښې ساجد ټکر صيب ټولې 50 مجلې چاپ کړې چې ټول په ټوله شته ۔
د مئ 2025نه ډاکټر سجاد ژوندون د مجلې نوے چيف ايډيټر په توګه خپله ذمه واري ترسره کول شروع کړل او تر دے دمه دغه ذمه واري تر سره کوي ۔ ډاکټر صيب پۀ دې وخت کښې مجله باندې په مخ پاڼې باندې پښتون نوم سره د مجلې د چيف ايډيټر خپل نوم يعني ډاکټر سجاد ژوندون بيا ليکل شروع کړل ۔ ډاکټر سجاد ژوندون وړومبۍ ګڼه د پښتونخوا د وسايلو خصوصي نمبر وباسو چې د اپرېل مئ او جون شريکه ګڼه چاپ شوه ۔ دې سره سره ډاکټر صيب د مجلي مشاورتي کميټي کښې څه نوي نومونه لکه کلثوم زيب،ډاکټر سميع الدين ارمان، ډاکټر حبيب الله کاکړ، ډاکټر ياسر علي شاه، افتاب ګلبڼ، نجيب الله شاداب، سعيد احمد ساحل او باز خان الميار هم شامل کړل ۔ تکنيکي مرستيالان ئې شفيق ګګيانے او سعد عالم افغان، سرکولېشن منيجر سعيدالله سعيد او ياسر احمد ئې کمپوزر وټاکل ۔ وروستو د اکتوبر په مياشت کښې کمپوزر مختيار حېران د ياسر احمد په ځاے خپلې ذمه وارۍ ترسره کول شورو کړې ۔ د دسمبر 2025ګڼه د جنوري 2026سره په يو ځاے د خدائي خدمتګار نمبر په شکل کښې چاپ شوه۔ د فروري 2026نه د کمپوزر ذمه واري مختيار حېران سره مرام ايسپزے هم تر سره کوي ۔ د اپريل 2025 نه تر اپريل 2026پورے ډاکټر سجاد ژوندن په ايډيټري کښې لس مجلې چاپ شوي کوم چې ټول په ټوله موجودي دي۔
مۍ 2026مجله د جون او جولائي مجلې سره په يو ځاے د پښتونخوا د کلتورونو او خصوصي نمبر پۀ توګه چاپ شه و۔ او دغسې د اګست پۀ دې مجله کښې هم دا ليکنه چاپ شوه ۔
د جنوري 2006نه تر دے دمه يعني اپريل 2026پورے ټولي 211مجلي چاپ شوي کوم چې ټول په ټوله مونږ سره موجودي دي۔ ۔۔