د پښتنو ډېر كلتوري خوراكونه دي ۔ د پخوانو خلکو خوراکونه ډېر ښكلي او ساده وو ۔ مطلب دا چې د صحت د پاره هم ډېره فائده مند وو او اوسني هم دغه خوراکونه استعمالوي خو د پخوانو پښتنو د خوراكونو زياتر قسمونه اوس هم استعمالېږي او څۀ ختمېدو طرف ته روان دي په دغه مختلفو خوراکونو کښې يو د پښتنو کلتوري خوراک حلوا هم ده چې پخوانو خلکو به ډېره خوښوله د حلوا اوس ډېر قسمونه دي ۔
د حلوا مختلف قسمونه
1- ليټۍ
دا د پښتنو يوه مشهوره حلوا ده چې د غنمو د اوړو نه جوړېږي۔ د جوړېدلو طريقه ئې داسې ده چې وړومبے د غنمو اوړۀ په اوبو کښې واچوي او په اور ئې پخوي بيا ورته لږه بوره يا چيني يا ګوړه واچوي او بيا پکښې روښان شوي غوړي واچوي۔ اوس دا سوچه غوړي پکښې بعضې بعضې خلک اچوي، نو بيا د هغې نه يو ښكلي ليټۍ جوړه شي
دغه قسمه ليټۍ به پخوا خلکو د بيمارانو د پاره پخوله ځکه چې د غنمو اوړه او غوړي به پکښې و، نو دغه څيزونه طاقتور وو۔
اوس خلک ددې استعمال ډېر نۀ کوي ځكه دنيا ترقي كوي او هر څۀ نوي نوي راوځي ۔ د دې په ځاے اوس خلک پړوده يا نور خوراكونه استعمالوي ۔
2- پاپړي / وچه حلوا
پاپړي يعنې وچه حلوا دا هم د حلوا يو قسم دے دې ته خلک چوري نوم هم وائي، خو چوري يو ځانله كلتوري خوراک هم دے او دا قسم حلوا د غنمو يا د جوارو د اوړو نه پخېږي او د خوراک د پاره پکښې پۍ او غوړي او ميوې هم خلک اچوي۔
د پخېدلو طريقة:
د دې د پخېدلو طريقه څۀ داسې ده چې وړومبے ورته په څه لوښي کښې غوړي سرۀ كړي او بيا به ورته د غنمو يا د جوارو اوړه په اوبو لږ لږ لمده شوي وي نو هغه ورته واچوي چې هغه په اور پخېږي نو بيا ورته خلك چيني يا ګوړه هم هغه شکل واچوي او بيا پکښي د ذائقي د پاره وچه ميوه ورواچوي ۔ پاپړي د پښتنو په رنځونو کښې د پخوا نه استعمالېده او دا اوسني خلک ئې هم ډېره پخوي ۔ پخوا به لېتۍ او چوري ډېره مشهورې وې ۔ پخوا به دا قسم حلوا داسې يو نيم خلكو پخوله ځکه په دې کښې به وچه مېوه ډېره لګېده او پۀ هغه وخت کښې د هر چا دومره سهوليات نۀ وو ۔
3: (ناشيشته)
دا هم د حلوا يو قسم دے چې د غنمو نه جوړېږي لكه څنګه به خلکو په کورونو کښې جوړوله، اوس بازاري هم ملاويږي دا د پخوانو پښتنو زړه مشهوره حلوا وه ۔ د دې استعمال به پخوا خلکو ډېر كولو، خو اوس ئې ډېر استعمال خلک نۀ کوي۔ د دې وجه دا ده چې نن سبا هر خوراک فراخ دے ۔
د پخېدلو طريقه:
د دې د پخېدلو طريقه داسې ده چې دا د بازار نه راوړلې شي او بيا په اوبو کښې واچولې شي او غوړي ورته سرۀ كړي شي او هغه بازاري ناشيشته ورته ورواچوي او څه وخت په لږ اور باندې وي۔ پخوا چونکې داسې اسانتياوې نۀ وې نو ساده به ئې پخوله او اوس چې څوک دا پخوي نو كوپرا او ممپلي او داسي نوره وچه مېوه ورته ورواچوي ۔پخوانو خلکو به دا په بېلا بېلو برخو کښې پخوله لکه چې څوک جينۍ به وادۀ کېدله نو د “تورچي” سره به ئې ورله دا اوړله ۔ دا يو قسم ډېر مشهور څيز و او د هر چا به ارمان وۀ ۔