د شمس بونېري بېبلوګرافي—اسد ولي خان

دا ليکنه شريکه کړئ

د شمس بونيري خپل نوم شمس الحق ؤ.

  • د شمس بونيري د پلار نوم عبدالرزاق ؤ.
  • د شناختي کارډ تر مخه ئې 12 فروري 1946ء د زېږون نېټه ده.
  • پۀ کال 1953ء کښې د خپل کلي (غازي خانے، بونېر) پۀ لوئير پرائمري سکول چې پۀ جومات کښې ؤ، پۀ ادنيٰ جماعت کښې داخل شو.
  • پۀ کال 1956ء کښې پۀ ګورنمنټ پرائمري / مډل سکول ګديزي کښې پۀ درېم ټولګي کښې داخله واخسته.
  • پۀ کال 1963ء کښې ګورنمنټ هائي سکول ډګر کښې پۀ نهم ټولګي کښې داخل شو.
  • پۀ کال 1964ء کښې ئې لسم پاس کړو.
  • پۀ کال 1965ء کښې د خپل کلي پۀ پرائمري سکول کښې استاذ شو او هم دغه کال ئې وادۀ وکړو.
  • پۀ کال 1967ء کښې ئې زوے عبدالحق پېدا شو، خو شپږ مياشتې پس وفات شو.
  • پۀ کال 1969ء کښې ئې د نېشنل عوامي پارټي د مشرانو پۀ غوښتنه استعفيٰ ورکړه او پېښور ته لاړو. هم دغه کال نه ئې عملي سياست شروع کړو او د ګوند لۀ خوا د بونېر جنرل سېکټري وټاکلے شو.
  • پۀ کال 1970ء کښې ئې لور”رحيمه” پېدا شوه.
  • پۀ کال 1972ء کښې ئې زوے رياض جان پېدا شو.
  • پۀ کال 1973ء کښې چې نېشنل عوامي پارټي د “پښتون ځلمے” په نوم تنظيم جوړ کړو، نو شمس بونېرے ئې د سوات، بونېر او شانګلې کمانډر مقرر کړو.
  • “پۀ کال 1974ء کښې مې د ارواښاد اجمل خټک افغانستان ته پۀ بلنه د قلم پۀ ځاے ټوپک پۀ لاس کښې واخستو.”

شمس بونېرے (د “زۀ څوک يم؟” نه اقتباس)

  • پۀ کال 1976ء کښې ئې لور “رضيت” پېدا شوه.
  • د شمس بونيري وړومبنۍ شعري ټولګه “سور سحر” (کومه چې دا وخت زمونږ سره ده) د چاپ کال نۀ لري، خو د خپلو خبرو پۀ آخر کښې ئې 26 اکتوبر 1976ء ليکلے دے.

* “د پاکستان حکومت زما خلاف دوه ويشت مقدمې د قتل، تباه کارۍ او سرکاري املاکو د تباهۍ جوړې کړې. پۀ کال 1977ـ 78ء کښې د حېدر آباد سازش کېس د خاتمې نه پس د پارټۍ پۀ هداياتو واپس راغلو او د سوات د هغې وخت ډپټي کمشنر زمونږ ضمانتونه منظور کړو او وروستو دغه مقدمې حکومت واپس واخستې.” شمس بونېرے (د “زۀ څوک يم؟” نه اقتباس)

* “د جېل د وتو نه پس بيا د غلا په لار پۀ نومبر 1979ء کښې کابل ته لاړم.” شمس بونېرے (د “زۀ څوک يم؟” نه اقتباس)

  • د دوېمې شعري ټولګې “د ژوند نغمې” د خپلو خبرو پۀ آخر کښې ئې 21 فروري 1980ء نېټه ليکلې ده.
  • پۀ کال 1980ء کښې ئې زوے رشيد جان پېدا شو.
  • پۀ کال 1981ء کښې ئې لور”عابده” پېدا شوه.
  • پۀ کال 1983ء کښې ئې د پېښور پوهنتون نه څوارلسم (بي اے) وکړو.
  • هم دغه کال (1983ء) کښې ئې د قانوني زدکړو دپاره پۀ “خېبر لاء کالج، پېښور پوهنتون” کښې داخله واخسته.
  • هم دغه کال يعنې 1983ء کښې پۀ افغان نېشنل بېنک، پېښور کښې د “انګلش ټائپسټ” په حېث بهرتي شو.
  • د درېمې شعري ټولګې “د زندان يادونه” د خپلو خبرو نه پس ئې 27 دسمبر 1983ء نېټه ليکلې ده.
  • پۀ کال 1984ء کښې د حکومت لۀ خوا ګرفتار شو. څو مياشتې پۀ بالاحصار کښې قېد ؤ او بيا د کال 1988ء پورې د پېښور پۀ سېنټرل جېل کښې بندي ؤ.
  • په څلورمې شعري ټولګې “د سبا سندرې” د خپلو خبرو پۀ آخر کښې ئې کال 1985ء ليکلے دے، خو په ياد کتاب د سيد چراغ حسېن شاه ليکلې مقدمې لاندې 17/1/1986 نېټه درج ده.
  • د قېد پۀ دوران کښې ئې د تعليم سلسله هم جاري ساتلې وه او پۀ کال 1986ء کښې د پېښور پوهنتون نه پۀ سياسياتو کښې ماسټر کړے دے.
  • په پينځمې شعري ټولګې “سره شپېلۍ” د خپل ليک نه پس ئې

1 ستمبر 1987ء نېټه ليکلې ده.

  • پۀ 1990ء کښې د څۀ وخت دپاره افغانستان ته لاړو او څو مياشتې بعد واپس راغلو.
  • “پۀ کال 1991ء کښې ډګر عدالت ته تلل شروع کړل. د نوشاد وکيل صاحب په مرسته او وکالت نامو ئې وکالت شروع کړو. هم د دې کال پۀ دسمبر مياشت کښې ئې په يو ملګري پسې رهائي وړه، نو د کړاکړ پۀ غر کښې ئې اېکسيډنټ وکړو Head Injury ورته وشوه چې خوا و شا يو کال ئې يوه پښه او لاس مفلوج ؤ.” (رياض جان بونېرے اېډوکېټ)
  • پۀ کال 1992ء کښې ئې پۀ راولپنډي لاء کالج کښې داخله واخسته.
  • پۀ 1994ء کښې ئې د LLB ډګري ترلاسه کړه او هم پۀ دغه کال کښې ئې د Lower Court لائسنس واخستو او پۀ باقاعده توګه ئې وکالت شروع کړو.
  • پۀ کال 1996ء کښې ئې د هائي کورټ لائسنس واخستو.
  • پۀ نومبر 2012ء کښې ئې نثري ټولګه “د زندان رڼا” چاپ شوه.
  • د کال 2013ء نه تر 2018ء د عوامي نېشنل پارټي د مرکزي ورکنګ کمېټي غړے او سېنټرل کلچر سيکرټري هم ؤ.
  • پۀ کال 2014ء کښې ئې شپږمه شعري ټولګه “دغه سجدې مې تا ته وې او کۀ نۀ” چاپ شوه.
  • پۀ کال 2016ء کښې ئې نثري ټولګه “فکرونه، يادونه او خيالونه” چاپ شوه.
  • د دسمبر2017ء نه تر جون 2020ء د “پښتون” مجلې د مشاورتي کمېټي غړے ؤ.
  • مارچ 2021ء کښې ئې د نثر کتاب “کانې کانې ژوند” چاپ شو.
  • اوومه / آخري شعري ټولګه “زما دغه شاعري ده” ئې پۀ فروري 2022ء کښې چاپ شوه.
  • پۀ 1 اګست 2023ء ماسپښين دوه نيمې بجې پۀ ډګر هسپتال کښې پۀ حق ورسېدو. اروا ئې ښاده
  • پۀ 2 اګست 2023ء د ورځې يوولس بجې ئې پۀ خپل کلي کښې جنازه وشوه او خاورو ته وسپارلے شو. په ګور ئې نور
  • پۀ جولائي 2025ء کښې ئې ژوند ليک “زۀ څوک يم؟” او

نثري کتاب “د ټولنې په باب” د راقم الحروف پۀ ترتيب او تدوين چاپ شو.

يادونې:

د ارواښاد شمس بونيري د زېږون د نېټې، د تعليمي سلسلې او کتابونو په اړه څو اړينې يادونې:

  • د زېږون د نېټې په اړه لکه څنګ چې ارواښاد پۀ ژوند ليک کښې ليکلې، هم دغه سمه نېټه ده، خو د “ليکوال” مجلې د ستمبر 2023ء ګڼه کښې ئې د زوي رياض جان بونيري اېډوکېټ پۀ ليک کښې د زېږون نېټه 2 فروري 1946ء ليکلې شوې ده، کومه چې د ټائپنګ غلطي ده.
  • طاهر بونيري پۀ خپل يو ليک “افسانوي شخصيت” کښې، کوم چې د “پښتون” مجلې د ستمبر 2023ء ګڼه کښې چاپ شوے دے، ليکلي چې ارواښاد شمس بونيري پۀ اسلاميات کښې هم ماسټر کړے ؤ. د رياض جان د وېنا تر مخه هغۀ پۀ اسلاميات کښې ماسټر نۀ ؤ کړے او نۀ ئې کوم سند شتون لري.
  • د ارواښاد د آخري شعري ټولګې “زما دغه شاعري ده” د ټائټل په وروستي مخ د ناچاپ آثارو پۀ لړ کښې به “سوداګر (افسانې)” او “مارکسي فلسفه (ژباړه)” ستاسو د نظر نه تېر شوي وي؛ د افسانو دغه کتاب ئې تر اوسه راقم الحروف او نۀ د ارواښاد د کورنۍ کوم غړي له په لاس ورغلے دے. د مارکسي فلسفې په اړه راقم الحروف د ارواښاد نه پۀ ژوندانۀ پوښتنه کړې وه، نو ارواښاد وئيل چې دا به د کارل مارکس مشهور کتاب داس کېپيټل پښتو ته ژباړم. خو د مصروفياتو او بيمارۍ لۀ کبله ئې تر مړينې دا ژباړه و نۀ کړې شو.

نورې ليکنې۔۔۔