یوه ورځ د اخبار په نوم—فاطمه سرور

دا ليکنه شريکه کړئ

د پسرلي د موسم خوږ او تازه سحر و، ښکلې ښکلې بارانۍ وریځو هر خوا خپلې وزرې غوړولې وې. ورځ د خالي وه او میاشت د مارچ وه.دا ورځ ډېره خاص وه. د سحر نه د مکتب د پاره روانېدل او هلته تر لسو بجو پورې انتظار کول، زموږ د پاره ډېر خونده ور کار و. هغه وخت مونږ د پينځم ټولګي زده کوونکي وو. ماشومان وو او د ماشومانو عادتونه مو لرل. کله چې مکتب ته ورسېدو نو د اسمبلۍ نه واخلې تر حاضري پورې او بیا د لسو بجو به دا وخت د خالي په ورځ ډېر سخت او ستړي وو خو څنګه چې وو، دا وخت به تېر شو۔

خداے کار و، یوه ورځ داسې وشول چې د خالي په ورځ مونږ ته د ټولګي د دروازې څوکې ته د ناستې ځاے ملاو شو، ځکه چې مونږ لږ ناوخته مکتب ته ورسېدو. دغه شان استاده درس ورکوي او زمونږ زړۀ بل ځاے ته تلي و، د مکتب په مرکزي دروازه کې ناست وو او د انتظار شېبې شمېرلې.په دی کې زړۀ له دماغ سره مرسته وکړه او موږ په پينځه منټه کم لسو کښې له استاده اجازت واخیست چې اوبه وڅښو او بیرته راشو او اجازت هم مو تر لاسه کړو. زمونږ دا خوشحالۍ انتها نۀ وه ۔.مونږ اوبۀ وڅښلې او داسې اخوا دېخوا ګرځېدلو خو زمونږ نظرونه د مکتب په مرکزي دروازې باندې ولاړ وو دی کښې الله زمونږ بې قراري وليده، نو ورځپاڼه یعنی اخبار د دروازې دننه وغورځاولي شو. مونږ لکه د غشي په شان تېزۍ سره دروازې ته ورسېدو، اخبار مو پورته کړو او د زینو يعنی سیړیانو لاندې تش ځاے ته کښېناستو.دا داسې چل و چې د خالي په ورځ به له اخبار سره بله یوه مجله هم راتله چې پکې زرین اقوال، د ماشومانو قيصې او دغه رنګه څیزونه شامل وو. د مکتب هر ماشوم هیله لرله چې اخبار اول هغه ته ورسېږي او هغه دې خپله لار پېدا کړي. نو د ټولګي هر هلک او انجلۍ هیله وه چې زر مکتب ته ورسېږي او اخبار تر لاسه کړي.نن مونږ د اخبار ته د رسېدو په سفر کې بریالي شو. اوس مونږ لار وموندله زرين اقوال مو کاپي کړل او هغه څۀ چې مونږ ته خوښ وو، په خپله جېب کې پروت وړوکي نوټ بک کښې ولیکل. داسې لګېده لکه مونږ د یوه سیند غاړې د لیدو د پاره روان یوه رښتیا ووام دا یو یادګاري سفر و.موږ دې ته عنوان ورکړو “یوه ورځ د اخبار په نوم”. کله چې مونږ د اخبار په نوم هر څۀ کول نو استاده د ټولګي له ځینو ماشومانو سره د لټون د پاره راوتلې وه د شور غږ ئې واورېده مونږ اخبار تاو کړو او لکه څنګه چې وو وارخطا غوندې پورته شوو د زینو له چت څخه مو ډاډا ډز ډز خپل سر مو ووهۀ او له پاسېدو نه مخکې بې هوشه شوو. کله چې هوش ته راغلو، نو ځان مو په ټولګي کې ولیدو. ستغې سپوری مو ډېر خوړلې وې، خو هغه ورځ زمونږ د ژوند یوه یادګاره ورځ وه، ځکه چې مونږ د اخبار په نوم کړې وه ۔

نورې ليکنې۔۔۔