ما د مور د قدمونو حرکت محسوسولو۔ د هغې د طبعیت سره زما طبعیت هم تړلے ؤ ۔ انتظار ګاه کښې هغې چې پۀ کېناستلو اوږده ساه واخسته نو زما طبع هم لږه ښۀ شوه ۔
دا اخري کېمپ ؤ چرته چې د مختلف ادارو “کاونټرز” لګېدلې وو او زما پلار زمونږ د کښېنولو نه پس د “کلئیرنس” لپاره هغه خوا لاړو۔ زمونږ مخې ته پۀ یو بېنچ نورې ښځې ناستې وې او یوې ښځې د خپل ماشوم د اودۀ کولو کوشش کولو۔ هغه ماشوم پۀ یوه ساه ژړل او د ډېر کړاؤ نه پس چې د مور پۀ غېږ کښې اودۀ شو نو د مور د سترګو نه ئې یو څو اوښکې راپرېوتې او د هغې ګرېوان کښې ورکې شوې ۔ هغې چې ماشوم پۀ څومره کړاؤ سنمبال کړو نو د هغې نه ډېر اسان هغې خپل ځان سنمبال کړو۔
—”مونږه کونړ ته ځو۔۔۔۔۔۔ د بېګا راسې د دۀ طبع نه ده جوړه او اوس ئې تبه هم ده۔“—هغې زما مور ته ووئیل۔
—”د دې د مېړۀ دوه میاشتې کېږي چې د ګاډي یوه پېښه کښې مړ شوے دے۔ دلته—پېښور کښې مو ښخ کړو۔۔۔۔۔۔۔۔ پۀ تورخم جنګ ؤ نو۔۔۔۔۔۔“—یوې بوډۍ ووئیل ۔
خو زما مور خولۀ ګډه نۀ کړه۔ څۀ د مور طبعیت مې هم ښۀ نۀ ؤ نو څۀ هغه پوهېدله چې دې ځاے د هر کور د ژوند قصه یو تر بله بد تره ده۔ یوه کورنۍ چې د پنجاب نه راغلې وه، د هغوي مشران خداے خبر چې کوم وخت د افغانستان نه پۀ هجرت چکوال ته تللې وو خو معلومېده چې د هغوي مشران کلونه اګاهو هم هلته خاورو ته سپارلې شوي دي او د هغوي نسل د ژبې او جامې نه اوس پنجابيان لګېدل۔ پښتو خو لرې هغوي له اردو هم نۀ ورتله او سوچه پنجابي ئې وئیله۔ هغوي حېران او پرېشان وو چې افغانستان ته هغوي لېږلې کېږي نو اخر د چا خواته به ځي۔ دې ځاے دا د معمول خبرې وې او د څو ساعتونو دننه عجیبه عجیبه خبرې مې واورېدې۔ یو سرکاري اهلکار د یوې ځوانې جینۍ د پوهولو هڅه کوله ۔ د هغې جینۍ د یو افغان هلک سره عشق وو او هغۀ پسې تر د کېمپ رارسېدلې وه خو هغه هلک د خپلې کورنۍ سره افغانستان ته “ډي پورټ” شوے ؤ ۔ اهلکار هغه پوهوله چې ګوره ستا کورنۍ د مصیبت سره مخ کېدے شي ځکه چې دلته به ستا نه “فنګر پرنټ” لګولې شي او د هغې لۀ کبله ستا د کورنۍ شناختي کارډونه به هم بلاک شي ۔ خو هغې پاکستانۍ جینۍ پۀ خپله واپسۍ د خپل مرګ هر بد منظر لیدلو او د پرچې د اخستلو ضد ئې نیولے ؤ۔ ځینې پېښې داسې وې چې سرکاري اهلکارانو به پرې هم تبصرې کولې۔ د پنجاب پولیسو پۀ خپلو ګاډو او خپله نګرانۍ کښې به د پنجاب نه افغانان راوستل او پۀ تورخم به ئې اړول ۔ د هغوي د کاروبارونو او د هغوي د لېن دېن د مسئلو د حل کولو هېڅ بندوبست نۀ واو نۀ ورته نور مهلت ورکولے شو۔ ځکه نو د حالاتو د کړکیچ د تم کېدلو پورې ډېر افغانان پټ شوي وو او د کور د سود سودا بوج د هغوي د میاندو خوئیندو پۀ سر بار شوے ؤ۔ اوس هغه میاندې خوئیندې پولیسو نیولې او پۀ تورخم به ئې ډي پورټ کولې۔ افغان حکومت خپل افغانان ځایول او د دې ځایه تلونکیو خلکو ته ئې رقم هم ورکولو ۔ د وادۀ کړو لپاره د نا وادۀ کړو پۀ نسبت څۀ قدرې زیات رقم مقرر کړے شوے و ځکه نو یو بدبخته پۀ خپله سکه خور د کورودانې پۀ نوم د معرفي کولو کوشش وکړو چې یو پښتون اهلکار د دۀ دروغژني راونیوله او د هغۀ پۀ دې حرکت زښت زورېدلے ښکارېدلو۔
عجیبه واقعاتو او د عجیبه تکلیفونو سره مخ وو۔ زمونږ شاعرانو چې څنګه پۀ شاعرۍ کښې وئیل کړي دي:
د خېبر دړه خو لار د تلو راتلو ده
پۀ کابل او پېښور کښې افغان یو دے
نو دې ماحول د دې تصدیق پۀ پوره توګه نۀ کولو۔ هن! د جمرود نه تر د تورخم پورې چې څومره هم پښتانۀ مېشتۀ وو هغوي د انساني همدردۍ پۀ توګه زمونږ سره غوره سلوک کولو۔ خو چې څنګه پۀ شاعرۍ کښې وو، د “افغان مهاجرو” پرته زمونږ تسلیمولو ته هغه شان د دې ځاے وګړي تیار نۀ وو۔ دغه وجه وه چې زمونږ پۀ تلو هغوي ته تکلیف هم نۀ و۔
مونږه هم نن او یا پۀ سبا به جلال اباد ته رسېدلو ۔۔۔۔۔۔۔ زما پلار لا بهر چرته د یو کاونټر مخې ته قطار کښې ؤ چې زما مور ته تکلیف شروع شو۔ زما هم ساه پۀ ډوبېدو شوه او مور مې چغې کړلې۔ دغلته، څومره هم ښځې چې ناستې وې هغوي مونږ ته نزدې او زمونږ نه چاپېره شوې۔ زما پلار چا راوغوښتو او کۀ پخپله راغلو۔۔۔۔۔۔۔۔ خو هغه یوې بوډۍ بیرته بهر کړو۔ د دې ځاے نه پۀ ډېره لږه فاصله د لنډي کوتل هسپتال ؤ او د هغې نه هم زیات نزدې د حمزه بابا مزار ؤ خو زما مور پۀ هم هغه ځاے وه او لږه شېبه وروستو چې د مور د تندي خولې مې پۀ شا شوې نو هغې بوډۍ زۀ د خپل پلار غېږې له بوتلم۔ زما وروڼه نۀ وو او نۀ مې خوئیندې وې، زما پۀ لیدو زما د پلار د خولې نه بې ساخته او پۀ نا ټیکاوه غږ ووتل:
—”حمزه بابا۔۔۔۔۔۔۔۔۔ زما خوږ بچے۔۔۔۔۔۔۔ اوس به ستا نوم حمزه بابا وي۔“ـ
ما د پلار سترګو کښې د بې وسۍ او د خوشحالۍ زغل یو شان لیدلو زۀ او زما مور لمحه پۀ لمحه د کور د کډې نه ډک د ټرک د چلند سره تکلیفونو نه راتېر شوي وو او اوس د پلار پۀ غېږه کښې لکه چې ما ارام موندلو ۔ پلار مې پوهه شو او اوتر ئې کله ماته نو کله د حمزه بابا مزار ته کتل۔ ما د پلار پۀ دې تماشه کښې سترګې ټپ کړې او د پلار د زړۀ نه مې یوه تېرۀ کریکه د ځان سره خداے له یوړه ۔