افغانستان پرون او نن–ډاکټر فضل الرحيم مروت

دا ليکنه شريکه کړئ

د ټولو افغانانو پښتنو بدقسمتي له هغه ورځې شروع شوه چې کله انګرېز په هند کښې پښه مضبوطه کړه د روس او انګلس لويه لوبه (Great Game)او بيا سوړ جنګ (Cold War) زمونږ ټولې سيمې سياسي، اقتصادي او انتظامي سټرکچر په نوے بڼه باندې ساز کړو کوم کښې چې  صرف  فائده د حکمران انګرېز او د هغه تابعدارو ډلو ته  وه ۔ 1947 د هند د نيمې وچې يعنې برصغير پاک و هند ازادي د بهارت او پاکستان  صورت کښې مينځ ته راغله ۔ د افغانانو يا کوزې پښتنو ارمان پوره نۀ شو او هغه شان دوي د نوي حکمرانانو په ولقه کښې ګېر شول ۔ د شلمې پيړۍ نورو انقلاباتو، خرافاتو، ايالاتو او ټيکنالوجي په وجه نوې اسانتياګانې او مشکلات مېنځ ته راغلل ۔ هم په دې صدۍ کښې يو نوے طوفان د ثور انقلاب (اپريل انقلاب) په افغانستان کښې مېنځ ته راغلو۔ دې انقلاب نوے  نظر نوے فکر او نوې تجربې ځان سره  راوړلې خو دا فکر او نوې تجربې ډېرو افغانانو ته قبولې نۀ وې ۔  يو خوا ”خلق دموکراتيک ګوند“ خپل منځ کښې اختلافات او بل طرف ته خارجي مداخلو1997 کښې سويت يونين نېغ پۀ نېغه مداخلې ته لار برابره کړه بل خوا ايران کښې هم  په دغه کال اسلامي انقلاب راتلو۔  ثور انقلاب او ايران اسلامي انقلاب  دواړه د امريکې په  ضد وو او واشنګټن  دې سيمې کښې خپلو ګټو ته  تاوان  ليدلو ولې چې دواړه انقلابونه د واشنګڼ د ګټو پۀ ضد وو او واشنګټن ته پخپله دغې کښې تاوان  ښکارېدو۔  په داسې حال کښې CIA پاکستان ISI ته مخ راواړولو او په شريکه ئې  يو غټ پلان تيار کړو چې د  هغې په ذريعه ئې افغان مهاجرين  په مجاهدينو کښې بدل کړل او بيا ئې نوي ځوانان چې کوم ته زۀ د جنګ بچې يا د جنګ پېداوار وئيلے شم دا ئې مينځ ته رامخې ته کړل ۔ اول ئې مهاجرين په مجاهدينو کښې بدل کړل او بيا ئې مجاهدين په طالبانو کښې بدل کړل خو دا طالبان د جنګ بچې و ۔ د پاکستان جوړشوي مجاهدين او هغه ګوندونه  چې کوم وخت په وخت په افغانستان کښې اقتدار ته ورسپارلے شوي وو د پاکستان د چترۍ لاندې هغه ټول پخپلو کښې سره په جنګ شول او صرف په جنګ نۀ شول بلکې قيصه دې ته  راپرېوتله چې پۀ ځاے د دې چې يو مرکزي حکومت لاندې ټول افغانستان  يو حکومت ومنلے شي ۔  د هغۀ په ځاے باندې ولايتونو کښې په هر يو Province کښې هر يو ښار کښې بېل بېل سرتېرو او ډلو حکومتونه جوړ کړل، پاټکې ئې جوړې کړې او هر يوخپل ځانته قسم قسم ټيکسونه وصولول ۔ په دې جګړه کښې اخر نتيجه دا شوه وزيراعظم او صدر احمد شاه مسعود او ګلبدين حکمتيار صېب دواړه سره په جنګ شول يو صدر و او بل وزيراعظم  و او په دې نتيجه کښې کابل نيم ښار چې کوم دے هغه هم لوټې لوټې کړو دغسې سړکونه، د بجلۍ نظام او ودانۍ ئې ټولې لُوټې لُوټې کړي ۔ په داسې حالاتو کښې خلق خوشبينه وو چې د هېوادافغانستان نه روس وتلے دے او مجاهدين راغلي دي دا به کۀ خېر وي امن راولي د امن په ځاے هغه نورو مسئلو سره په سر شول ۔ دوي اولس تنګول راواخستو او هم د دغه کمزورو نه ئې ISI او CIA نوره ګټه وچته کړه ۔ د زاړۀ مجاهدينو پۀ ضد د سپين بولدک نه1995  کښې طالبان راپورته شول ۔ اوس طالبانو ډله چې راپورته شوه هغوي نۀ صرف مجاهدينو ته او مجاهدينو مشرانو ټولو ته شکست ورکړو بلکې د ISI پۀ مرسته ورته د وسلو ډيپوګان هم ور پۀ ګوته شول چې هغه قبضه کښې واخلي ۔ دوي به ورتلل او دا خبره به ئې کوله چې د شپې مونږ خوب ليدۀ معجزه وشوه هغه مجاهدين چې دعوه به ئې کوله چې مونږ روس وزغلول هغوي د طالبانو مخې ته ټينګ پاتې نۀ شول ۔ دې نه پس د افغانستان اولس د 1995 دې طالبانو ته هم خوشبينه شول چې مونږ د ظالم حکمرانانو، ټوپکمارانو او جنګمارانو نه خلاص شو او طالبان سم خلق دي او امن راوستونکي دي ۔ ځينو وئيل چې دا د نصيرالله بابر بچيان دي ولې چې هغوي يو ځل وئيلي وو چې (Don’t Worry these are my Kids) بهر حال دوي دغه خپل بچي ترخ ته کړل ۔ دې ته وګورئ چې يو طالب  به جهاز څنګه الوځوي ؟  جهاز خو پرېږده  جهاز خو غټه خبره ده ټېنکونه چلول ورته هم مشکل وو۔  خو بيا هم پۀ ټېنکونو سوارۀ شول اوس نو تاسو اندازه واخلئ  چې طالب به ټېنک څنګه چلوي د دې خو معنا دا وه چې څوک ورسره  ؤ ۔ اخر کېده کېده دوي دغه بيانيه راپورته  کړه چې مونږه اسلامي شريعت  راولو، مونږه په هېواد کښې امن راولو او مونږه حکومت کښې انټرسټډ نۀ يو۔ مونږ حکومت موکده ده او زمونږ حکومت به اصل  وي ۔ خو پۀ ځاے د دې چې صرف امن ئې راوستے وې دوي د نظام نه قبرستان ساز کړو۔  ولې چې لاټېن والا چمړه او فيته ئې راخسته د خلقو ږيرې ئې ناف کولې چې ږيره دې اوږده ده کنه لنډه ۔ پۀ ټېپ ريکارډو ئې پابندي ولګوله، خصوصاً موټرې به ئې چيک کولې، ښځې به ئې کتلې چې لوپټه څنګه پۀ سروي شټل کاک ئې پرې لازمي کړه ۔ د جينکو ټولې تعليمي ادارې ئې وتړلي ۔ نړۍ ورته نصيحت کاؤۀ چې د بدها د زرګونو کلونو مجسمه دې حفاظت کښې وساتي خو دوي پۀ باميانو کښې هغه هم پۀ بمونو والوزوله دې دوران کښې ورته د خلقو پام شو چې دوي خو امن له راغلي وو او پۀ جنګونو او تباهۍ ئې ګوتې پورې کړې، امن ئې داسې راوستو لکه قبرستان  بلکې داسې لانجمن غوندې امن به ورته ووايو۔

 دې کښې د 9/11 واقعه وشوه او د واقعې ټولې جرړې راتلې راتلې اسامه بن لادن  ته راورسېدې څوک چې په افغانستان توره بوره کښې ناست و ۔ دې دوران کښې پاکستان دوي ته خواستونه شروع کړل چې اسامه بن لادن مونږ ته راکړئ خو دوي ورنۀ کړو۔  دغسې د پنجابي طالبانو لسټونه ئې ورته هم ولېږل چې مونږ ته ئې راکړئ خو پۀ هغې ئې ورته هم انکار وکړو۔ دې کښې خبره دې له راغله چې امريکې د پاکستان صدر جنرل پروېز مشرف نه غوښتنه وکړه چې پۀ يوه ګنټه کښې مونږ ته ځواب راکړه چې ايا تاسو د امريکې سره ودرېږئ او کنه د طالبانو سره ۔ پاکستان شپه پۀ شپه د خپلو رغ کړې شوي طالبانو خلاف شو۔ پۀ پاکستان کښې مېشته د طالبانو خلاف ئې ګرفتارۍ شروع کړې چې پکښې د هغه وخت سفير عبدالسلام ضعيف ئې لاس تړلے امريکې ته وسپارۀ او ځنې نور قېديان پکښې امريکې ګونتناموبۍ ته ولېږل ۔ دغسې امريکې (ناټو) او پاکستان پۀ ګډه باندې طالبان وزغلول او پۀ 2001 کښې د حامد کرزي پۀ مشرۍ کښې يو عمومي حکومت د شپږو مياشتو لپاره جوړ کړې شو او دغسې ټوله نړۍ ورسره شريکه شوله ۔  دې نه پس لويه جرګه جوړه شوه چې ائين، جنډه او ترانه ئې سازه کړه  او د اليکشن د پاره ئې لاره هواره کړه ۔ کله چې اليکشن وشو نو حامدکرزۍ صدر وټاکلې شو او دغسې پۀ دوېم اليکشن کښې هم حامد کرزے صدر وټاکلې شو ۔ حامدکرزي ټول دولس کاله د صدارت څوکۍ سنبال کړه ۔ دغسې د کرزي نه پس پۀ درېم ووټونه اشرف غني وګټل او پۀ څلورم ځل هم وټونه اشرف غني وګټل ۔ د اشرف غني پۀ دوېم ځلي حکومت کښې طالبان يو ځل بيا راغلل او دغسې د جمهوريت ټوله دوره شل کلونه وچلېدله ۔ زۀ د خپلې مشاهدې او مطالعې پۀ رڼا کښې وايم چې  چې سل کلونو کښې افغانستان ته کومې لاس ته راوړنې شوې دي د هغې نه چند ګنا پرمختګ پۀ دغه شلو کلونو کښې شوے دے ۔کميونيکېشن سسټم جوړ شو، سړکونه جوړل شول، طبي کارونه روان، پوهنتونونه جوړ شول او يو منظم نظام روان شوے و۔ د کابل نه علاوه نورو ولايتونو کښې صدر مقام جوړ شو، د کاروبارونو مرکزونه، سکولونه او نورې ادارې جوړې شوي دي ۔ خو پۀ دې کښې د ټولو نه غټه خبره د د کرزي صېب Reconciliation پالسي وه ځکه چې دا جنګي ډلې راقابو کول، جنګي ډلې بې وسلې کول، وسله ورنه اخستل او دا ټول پخپل ځاے باندې کښېنول  ډېر ګران کار وي ځکه چې د طالبانو زوال کېدو نو دلته د پنجشير ډلې احمد شاه مسعود، عبدالله عبدالله دي مطلب شمالي اتحاد ډلې افغانستان ته راننوتلې او هغوي بيا خلق وژلو۔ بلکې هر ږېرې والا سړے ئې وژلو۔ ۔ دې کښې کۀ مونږ وګورو د کابل ډېر حکومت يې  په هغه ورځو کښې لاس ته کړلو ډېر په خاص خاص پوزيشنو باندې پنجشير والا کسان راولاړ شو خو کرزي صېب ډېر په  طريقه او غلے غلے واپس دا ټول خلق پۀ ارام کړل او په طريقې سره ئې هغه سسټم  بيا پګړۍ باندې راغۀ کړۀ  او کۀ تاسو خيال کړے وي چې څومره تعليم يافته کشران وو بهر هېوادونو نه راغلل، د پاکستان نه هم ټول چې چا سبقونه وئيلے وو هغه لاړل ښۀ کاروبار، ښۀ نوکريانې او ښۀ ژوند يې شروع شو، خو مسئله دا جوړه شوه چې کومه  بدقسمتي وه  هغه دا وه چې جمهوريت د جمهوري کلتور نه بغېر نۀ شي چلېدلے او هلته زمونږ د خواص منت باوجود چې مونږ هر يو ته کړے دے چې تاسو داسې وکړئ جمهوري ګوندونه جوړ کړئ خو دوي چونکې زړو ګوندونو ويرولې وو، هغه حزبونه چې کوم  په پاکستان کښې جوړ شوې وو هغه ګوندونه چې پاکستان پکښې تسليم کړي وو هغې په وجه باندې دوي ګوندونو ته تيار نۀ  شول او چې ګوند نۀ وي چرته  او تۀ پکښې جمهوري کلتور،جمهوريت  او ووټونو خبره کوي بيا هغه شے سر ته نۀ رسي، دې کښې طالبان يو ځل بيا د امريکې په ايما باندې چې د امريکې ورسره لاس و هغه نورې خبرې دي بېن الملي د خپل مفادو يو خبره وه  د امريکې چې دغه مرکزي اسيا کښې د چين مقابله او په دې علاقه باندې يو ځل بيا خپله باندې داسې طريقې سره پنجه اچول چې خرچه هم کمه  شي يعنې چې خرچه پرې نۀ راځي او چې ستا کومې ګټې دي هغه ګټو ته بل څوک لاس وانۀ چوي، دې لپاره بيا بله طريقه نۀ کېدله دوي بيا دا ځل طالبان په داسې طريقه راوستل چې هغه ته ئې د حکومت کونجي خو په لاس ورکړه او ډز ډوز پکښې ونۀ شو او دا ډېر ښۀ وشول چې ډز ډوز ونۀ  شول  افغانستان دا ځل بچ  پاتې شو، خو هغه زاړۀ طالبان چې خلق ئې ويرولي وو دوي بيا راغلل او ډېرې خبرې ئې کولې چې مونږ به چاته څۀ نۀ وايو خو خلق په  منډه باندې جهازونو پورې انښتل، بسونو کښې کښېناستل  چې په څۀ طريقه باندې تښتېدل څوک پاکستان، ايران، جرمني،  جاپان، امريکې او لندن او د نړۍ نورو ملکونو ته لاړل ۔  څومره کشران چې و دا لکه  Brain Drain وشو او د پښتنو د زوال يو سبب برېڼ ډرېن هم دے  او دا اتم ځل دے چې برېن ډرېن کېږي او چرته چې برېن ډرېن وشي هلته فاصلې جوړې شي ۔ مخکښې چې کومه دوره کښې دوي سخت ګير وو او ږيرې به ئې ناف کولې اوس ئې په ږيرو ميرو دومره پرواه نشته خو د جينکيو تعليم چې کوم  دے هغې باندې هغه شان سخت ګيري ښائي ۔ خو په خلۀ د دې اظهار نۀ کوي کله وائي حالات ورته برابروو بيا به کۀ خېر وي  هر څۀ ټيک کړو،  نورو څيزونو ته ئې توجو شته لکه مطلب دا دے خپله کوشش کوي چونکې روس تسليم کړے دے او  سرکاري توګه باندې نور چا تسليم کړي نۀ دي خو دوي لګيا دي چې خپل ځان په بېن الملي ادارو کښې وپېژني او دوي ته کومک ميلاؤ شي ۔ ځکه چې يو طرف ته پاکستان چونکې د پاکستان خيال دا و چې طالبان مونږ دا ځل راولو نو د هغه تير ځل په شان  تابعدار به وي خو دوي مخکښې تابعدار نۀ وو پاتې شوي بلکې يو کس هم افغانستان کښې کۀ پاکستان راوستے دے چې څۀ وخت د کابل په تخت او ارګ  کښېني بيا د دوي تابعدار پاتې نۀ شي هغه وجه بله ده ۔ دوي وائي چې دا به  زمونږه  نوکر وي زمونږ د لاس لاندې به وي او هغه چې کوم وي هغه دا سوچ کوي چې زۀ خو اوس ستا نوکر خو نۀ  يمه ستا ملګرے کېدلے شمه  ۔ د پاکستان هم دا خيال وي چې طالب به زما د لاس لاندې وي د دۀ واک به زما سره وي دے به هندوستان سره راشه درشه نۀ کوي خو پۀ دې کښې ناکامه شي ۔۔ اوس يو کال راسې پاکستان،افغانستان حکومتونو په مينځ کښې چې کوم  حکومت ورته پريکټيکل  De Jure او De Facto والا خبره ده کنه حکومت خو دے  خو چې څۀ  شے دے مثال هغۀ باندې پريشر اچولو لپاره دې ته سوچ وکړه چې کوم هلکان دلته پېدا شوې دي مهاجرينو کډوالو کښې پنځوس کاله ئې تېر کړې دي په پاکستان کښې څلويښت يا پينځۀ څلويښت کاله وشو ودونه ئې کړې دي، دلته هغۀ په زور باندې  کومې طريقې سره چې وباسي دا هم غېر انساني طريقه ده او دوي په افغانستان  او طالبانو باندې  فشار راولي او وائي چې زمونږه کومې مطالبې دي لکه مثال مونږ نه دې زمونږه TTP منع کړي، زمونږ خبرې دې ټولې ومني او طالبان دې ته تيار نۀ دي او وائي چې مونږه پخپله قيصه کښې ازاد يو اندروني او خارجي خيالاتو،احساساتو او عمل کښې ازاد يو، د دې په وجه باندې هلته  اوس په هغه باندې پريشر ډېر دے چونکې د هغې خپلې خرچې ډېرې نشته دے او بل طرف ته ئې  خپل ګرفت هم مضبوط وي هغې کښې دغه شے دے چې ګرفت  ئې مخکښې هم مضبوط و او لکه څنګه چې ما مخکښې ووئيل چې خلقو ته  ئې سپېس  نۀ ورکولو اوس ئې سپېس ورکړے دے خو ګېرچاپېره اوس دوي ته دنيا سپېس نۀ ورکوي افغانستان Land Locked دے ځکه مخکښې به انګرېز خبره پرې منله نو دغه سرحدات به ئې پرې بند کړل لکه خېبر، سپين بولدک، چمن دا ټولې د تګ راتګ لارې به ئې ورته وتړلي اوس خو ډېر زيات کاروبار دے افغانستان خو مخکښې دومره نۀ و۔ د انګرېزانو خبره به چې چا نۀ منله دغه لارې به  ئې ورته  بندې کړلې خو اخر ته  به ئې په  زور مجبور کړل او په زور به ئې پرې خبره ومنله، اوس هم دوي دغه کار کوي چې کال نه ئې زيات وشو او دې کښې افغانانو پښتنو ته ډېر زيات نقصان دے ۔ د طالبانو موجوده حکومت د خپل ځان او خپل Land Locked هېواد افغانستان د سيمه ايزو او بېن الملي رسنيو په خولۀ د جګړو نه  رايستلو کوشش کوي خو په عمل کښې دوي په دغه کار کښې ناکامه شوي دي دوي دننه او بهر ځانته ډېرې شخړې کتلې دي، دوي ځان او هېواد خارجه پاليسي يو شان پېش کوي او دې کوشش کښې لګيا دي چې په څۀ طريقه افغانستان کښې خپل حکومت ته ګټه راوړي ليکن دې باوجود چې دا ځل دوي ته روغ جوړ افغانستان په لاس ورغلے و او په داسې حالاتو کښې دوي ته پکار و چې دوي دينه ګټه اوچته کړې وې ۔ د تېرو غلطيانو نه ئې زدکړه حاصله کړې وې، لويه جرګه ئې راغوښتلې وې او خپل حکومت ئې په خپل  اولس او په بهر خارجه  هېوادونو باندې تسليم کړے وے ۔ تعليم، صحت او ترقۍ کارونو ته  ئې لاس اچولے وے خو دوي تاريخ نه څۀ زده نۀ کړل، زړو غلطيانو نه ئې زدکړه ونۀ کړه  او بيا ئې په هغه زړو جنجالونو کښې ځان ګېر کړو، دوي باندې روس، پاکستان او ايران  نه بيرته راتلونکو کډوالو بوج هم دے او دا خبره دوي ته ښۀ معلومه ده چې دا بېن الملي تعاون نه بغېر نۀ شي کېدلے ځکه چې د دومره مليونه خلقو بوج اخستل يو داسې حکومت ته چې هغه پخپله باندې هم لاچاره وي او دا تجربه پاکستان کښې هم شوې ده چې دا بوج بېن الملي ادارو ورسره اخستو ۔ دا پخپله باندې نۀ کېږي، دې مليونه خلقو بوج کوم چې راستانۀ شوې دي يا افغانستان ته راستانۀ کېږي دې کښې ماشومان، ښځې ډېر لوي  تعداد کښې دي هغوي ته خوراک، کور،  روزګار، وظيفه، تعليم او صحت د پاره بندوبست ډېر ګران کار دے او بل طرف ته بيا اوس يخني راروانه ده او بيا به يخنۍ کښې دوي ته ډېر مسئلې جوړې شي، ځکه چې  افغانستان ډېرې سيمې يخې دي او هغۀ يخو سيمو کښې بيا دا کارونه ډېر ګران شي اوس هم د افغانستان ډېرو سيمو باندې رش ډېر دے ۔ کوم کډوال چې د پاکستان او ايران لخوا راځي د هغې رش په هغه علاقو، اولسواليو او ښاريو کښې ډېر دے چې کوم چرته روزګار دے  يا روزګار  پکښې پېدا کېږي ۔ په جلال اباد او کابل باندې ډېر بوج دے او هغه سيمو ته قندهار او نورې چې کومې پاکستان سره لګېدلې سيمې دي هغې باندې هم دا بوج  هغه  شانتې  راروان دے ۔ خو د دې په اخر کښې يوه خبره کولې شو چې امريکه او پاکستان دواړه په افغانستان کښې کۀ دوي په خلۀ هر څۀ هم ووائي په جنګ ګټلو کښې خو به کېدے شي کامياب شوې وي خو امن راوستلو کښې ناکامه شول او نۀ صرف پۀ هلته امن کښې ناکامه شول بلکې هغه جنګ ئې کورونو ته راوړلو، لکه مونږ به خپله خبره وکړو چې هغه جنګ د پښتونخوا شمالي او جنوبي په دواړو کښې جنګ نور هم خور شو او له د ودرېدلو نوم  نۀ اخلي  ۔

 

نورې ليکنې۔۔۔