حالات حاضره(اداريه)اګست 2026-ډاکټرهمدرد ايسپزے

دا ليکنه شريکه کړئ

د مهذبې نړۍ دعویدار د ترقۍ په بام ولاړ د انسانیت کوکارې وهي —-

د بارودو په ډېري  ولاړ یو نیم ارب انسانان د هند د نیمې وچې په سینه  د ډوډۍ په تکل کښې لکه د تخم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کرلې شوي دي ۔

د دغه خلکو د یو بل سره څۀ دښمني نشته !!! کۀ د دغه یو نیم ارب انسانانو دښمني ده نو یوازې او یوازې د لوږې سره ئې دښمني ده۔

د غرېبۍ سره ئې دښمني ده ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

د بې روزګارۍ سره دښمني ده۔۔۔۔۔۔۔۔۔

خو دغه ټولې دښمنۍ ترې هېرې دي او یو بل د عقیدې په بنياد خپل دښمنانان ګڼي !

د پښتنو تر ټولو غټ هېواد د یو سزا یافته “ جرنېل “ د چايو په پیاله کښې پروت دے ۔

لکه د open air prison منظره ورکوي —

نۀ پکښې څوک  د ژوند اسباب مومي او نۀ  پکښې د مرګ ځاے — مکتبونو ته ئې لوي لوي قلفونه اچولي دي ۔ د لرګي جوړې د جونو د ناستې څوکۍ وېنو اوخوړې ۔۔۔۔۔۔۔۔ قلفونو زنګ نیولے دے – د ګلالو ملالو پېغلو غوږونه د خپلو مکتبونو د زنګ په غږ پسې کاڼۀ شو۔۔۔۔۔۔۔۔۔ خو ( لا اور) د پرکټو په غوږونو کښې دننه هم ګزګز ږېرې شوي دي ۔۔۔۔۔ د ( لا اور ) پرکټي نېغ د حق اه نیا ( حقانیه ) په ناحقه دعوا خپل ځان د خداے د سپېځلي دین استازي ګڼي خو لا تر اوسه ئې مازغۀ  خلاص نۀ  شو چې حقانیه د خپلو استاذانو په ناحقانیه مړو لا ګنډلې شونډې ګرځي او د خپل بنيادګر مرګ د “ شهادت “ په تقدس کښې رانغاړل غواړي ۔

بېچاره افغانان د ټوک ډوډۍ په تکل کښې په نړۍ کښې تیت او پرک دي ۔ څوک چې لږ لږ ښۀ دي هغه د انقلاب په طمعه دي ۔۔۔۔۔۔۔ خو په دې نۀ پوهېږي چې د وطن پۀ سینه خپور تور ښامار ته ماتې په جذباتي نعرو نۀ ورکول کېږي بلکې دا ډېرې “ سړې سینې” غواړي، پوهه غواړي، سیاست غواړي، علمي قدرونه غواړي او هغه لار غواړي کومه لار چې مزل ته نه بلکې منزل ته رسي ۔

نړۍ هسې د امن امن نعرې وهي ۔ د نړۍ مهذبین جنګ غواړي ځکه چې جنګ کاروبار دے، جنګ کښې انويسمنټ کوي ۔ خو دغه جنګونو له د لوبو مېدان بیا هم دغه د چايو پۀ پیاله کښې محصور وطن ګوري او ورته زمینه مساعدوي ۔

د دوه نیم زره کلو میټره سرحد په دواړه اړخه پراتۀ قامونه خپل زخمونه څټي ۔ چې انټرنل کنفلکټ internal conflict، نۀ ستړي شي او غصه راوستل غواړي نو د ]لا اور[ په پرکټو یې وس نۀ رسي د یو بل ګرېوانونه نيسي ۔ خپلې وینې څښي ۔  د لا اور پرکټو ترې لشې ويستي دي او غټې غټې داړې ئې ورله تېره کړي دي چې خپل عزایران پرې اوداړي ۔

نورې ليکنې۔۔۔