خیبر پښتونخوا، چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کښې موقعیت لري، د ماحولیاتي بدلون د اثراتو څخه تر ټولو زیات اغېزمنه سیمه ده، وجه یې د دې سیمې بېلا بېل زمکني جوړښتونه (ټوپوګرافي)، کرکیلې باندې انحصار، او له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخامختیا ده. د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کښې، په دې صوبه کښې د اوسط درجه حرارت خواوشا 13 درجه سنټي ګرېډ لوړ شوے دے او بیا د شمالي ضلعو درجه حرارت په اوړي کښې تر 16 درجه سنټي ګریډ پورې زیاتېږي. (Khan et al., 2023؛ IPCC, 2022). هم دې سره سره، د باران موسمونو کښې هم ډیر ګډوډوالې راغلے دے، د مون سون موسم لنډ شوے دے او د بارانونو شدت زیات شوے دے، چې له امله یې ناڅاپي سېلابونه زیات راځي. دغه ماحولیاتي بدلون د صوبې په ماحولیاتي نظامونو، کرکیله، د اوبو په نظام، عامي روغتیا او ټولنیز-اقتصادي جوړښتونو باندې ژور منفي اثرات کړي دي ۔په خېبر پښتونخوا کښې ښاري ځمکه د کال 3000 او 2020 تر منځه خواوشا 138 فیصده سېوا شوې ده، دې سره سم شنه .بوټي د کنکریټو په ځنګلونو بدل شوي دي، د دې وجې هم د زمکې د سطحې درجه حرارت زیاتېږي او د خاورې نمي ورسره کمېږي. (Khan & Chen, 2025)
د ځنګلاتو وهل، د ماحولیاتي چاپیریال د خرابېدو یوه بله ستره وجه ګرځېدلې ده. په ملاکنډ او هزارې ډویژنونو کښې د ځنګلونو شمیره خواوشا 15٪ کمه شوې ده چې وجه یې غیر قانوني لرګي وهل او د ځنګل زمکې د کرکیلې دپاره کارول دي. (Rasul et al., 2019)
په بنو، لکي مروت، او کوهاټ کښې لمدې زمکې د 1995 څخه را په دېخوا تر 40٪ پورې کمې شوې دي، دې وجه د اوبو مخه اړول او د هغې لارې نیول دي، له دې امله نه یوازې حیاتياتي تنوع (بایو ډائیورسټي) ته زیان اغوښتې دے بلکې د اوبو خپل قدرتي نظامونه هم زیانمن شوي دي (Ali et al., 2021)
په لوړو سیمو لکه چترال کښې، د ونو کرښه (د ځنګل حد) هر کال خواوشا 15 میټره په بره روانه ده، چې ورسره د الپائن بوټي او ځناور بې کوره کېږي (Ullah et al., 2023).
د صوبې د اوبو نظام (هائيډرالوجي) د واورو ویلې کېدو له امله تر سخت فشار لاندې دے. دا وخت په دې سیمه کښې له 3000 څخه زیات واوریز ډنډونه (ګلېشئیر) شتون لري، چې چې د 30څخه زیات ډنډونه پکښې د راشلېدو (GLOF’s) د خطر سره مخ دي او لاندې پرتو سیمو ابادۍ او ودانیو ته ګواښ وړاندې کوي . (Ullah et al., 2023).
دغه هائيډرولاجیکل بدلونونه د اوبه خور د نظام او د اوبو څخه د بجلۍ جوړولو وړتیا هم متاثره کوي. خېبر پښتونخوا د پاکستان په هائيدرو پاور (اوبو نه بجلۍ جوړولو) کښې 40٪ څخه زیاته ونډه لري، خو واوریز سسټمونو کښې د بدلون له کبله د بجلۍ جوړولو کښې موسمي ګډوډي راپیدا شوې ده. (Rehman et al.2021).
د دې نه علاوه، د پېښور او صوابۍ په شان ښارونو کښې د زمکې لاندې اوبه هم په تېزۍ سره کمېږي، ځکه چې دلته اوبو استخراج رفتار د دې کوهیانو (زېرمو) د بیا ډکیدو رفتار څخه سېوا دے. (Khan et al., 2021).
کرکیله او معیشت:
کرکیله، چې د پښتونخوا د کليوال اقتصاد د ملا تیر ده، د موسمیاتي بدلون له سختو ګواښونو سره مخ ده.په پښتونخوا کښې کرکیله د کليوالو سیمو له 85٪ زیاتو خلکو ته د کار زمینه برابروي، خو دا مېدان هم د موسمیاتي بدلونونو د وجهې ډیر نقصاني شوے دے. د غنمو او جوارو حاصلات د سېلابونو، ګډوډ بارانونو، او زیاتېدونکي ګرمۍ له امله کم شوي دي. د مثال په توګه، د جوارو حاصل چې په کال 2008 کښې 1880 کلوګرام في هېکټر (Kg/Hectare) وو. د 2010 د سېلاب ورسته په کال 2009/10 کښې 1783 کلوګرام في هېکټر ته راکوز شه (Babar, 2012).
سائنسي وړانديزونه ښائي چې که د کاربن د اخراج کچه همداسې لوړه پاتې شي، نو تر 2050 کاله پورې د غنمو حاصل ممکن تر 30٪ پورې راکم شي.(Riaz et al., 2021)
سائنسي څیړنو څخه برېښي چې که څه هم، یخې سیمې لکه چترال ممکن د دې څخه لږ څه ګټه تر لاسه کړي، خو ګرمې سیمې لکه ډيره اسمعیل خان او پېښور کښې حاصلات خواوشا 50٪ کمېدلې شي، او ښکاري داسې چې 54 نه تر 66٪ کروندګر اقتصادي زیان ومومي(Gul et al., 2019).
هم دغسې، موسمیاتي بدلون د فصلونو د ناروغیو او افتونو د خپرېدو لامل هم ګرځي، چې د دې سره د کرکیلې په سیکټر فشار لا سېوا کېږي.
ټولنیزې او روغتیایي اغېزې
د ماحولیاتي بدلون سره رامنځته کېدونکي افتونه په خیبر پښتونخوا کښې سخت ټولنیز او اقتصادي اثرات لري. یوازې د 2022 کال سېلابونو له شل لاکهه څخه زیات خلک بېکوره کړل او له 2.3 اربه ډالرو څخه ډېر اقتصادي زیان یې ورورسوهٔ. (OPML، 2023). ناڅاپي سېلابونه او وچکالۍ اوس پرله پسې راځي؛ په تېرو 15 کلونو کښې د جنوبي پښتونخوا په سیمو کښې د وچکالۍ پېښې دوه چنده زياتې شوې دي، چې هر کال خواوشا دولس لاکهه خلک تر اغیز لاندې دي. (Ahmad et al., 2021).
له موسم سره تړلې کډوالي هم تېزه شوې ده، او له 2015کال راهیسې د مزدورانو موسمي کډوالي 60٪ زیاته شوې ده. په ځانګړي ډول له وچکالۍ ځپلو سیمو لکه ټانک او ډيره اسمعیل خان څخه د پېښور او اسلاماباد د ښارونو په خوا دا بېځایه شوي خلک د ښارونو په غیر رسمي ابادو کښې دېره کېږي، چرته چې د اوسېدو بنیادي سهولیات د نیشت برابر وي. دلته د دوي بې وزلي لا زیاتېږي، او ورسره د ناروغیو او شخړو-انښتو خطر هم سېوا وي.
په پښتونخوا کښې د موسمیاتي بدلون ورځ تر بلې د عامې روغتیا (پبلک هېلتهـ) نظام هم د فشار لاندې راولي. د درجه حرارت زیاتوالے او د سېلابونو ولاړې اوبه د ملیریا او ډینګي په شان د حشراتو له لارې خپرېدونکو ناروغیو لمن پراخه کړې ده، ورسره د اوبو له لارې خپرېدونکې ناروغۍ لکه هیضه او زیړې د سېلابونو په موسم کښې زیاتېږي. د خوراک کمي (خوار ځواکي) هم ډېره عامه ده — د پښتونخوا 42٪ هغه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونو کم دے، د ودې د کمښت (Stunting) ښکار دي، چې د خوراک د کمې (Food Insecurity) او پرله پسې ماحولیاتي صدمې یې لویه وجه ده. (OPML،2023)
ذهني روغتیا د ماحولیاتي بدلون او د دې سره تړلو مسلو یو بل مهم خو کم راپور شوې اړخ دے. راپورونه ښائي چې د ماحولیاتي بدلون ځپلو ټولنو، په ځانګړي ډول بېځایه شوي کورنیو کښې، د اضطراب، خفګان او کورني تاؤتریخوالي کچه لوړه شوې ده.(Ahmad et al., 2021)
جنسي نابرابري او ماحولیاتي مقاومت
په پښتونخوا کښې د جنسیت په بنیاد نابرابرې هم د ماحولیاتي بدلون د مقابلې وړتیا ته جدي خنډونه اچوي. ښځې د زمکې، قرضې، او د کرکیلې دپاره خدمات ترلاسه کولو کښې د محدوداتو سره مخ دي، چې دا یې د ماحولیاتي صدمو په اوږدو کښې ډیرې نقصاني کوي. د سېلابونو په مهال ښځې څو چنده زیاتې د اثر لاندې راځي، ځکه چې د هغوی نقل و حرکت محدود وي، د بچو د پالنې ذمه وارۍ ور په غاړه وي، او په علاقائي فېصلو کښې یې برخه هم کمه وي. (Begum, 2022)
ښاري سیمې او ماحولیات
د پښتونخوا ښاري سیمې د موسمیاتي بدلون د وجې ورځ تر بله متاثره کېږي. په پېښور کښې د کال 2000 راهسې د اوړي د اوسط درجه حرارت 1.4 سنټي ګریډ زیاته شوې ده، د څه په وجه چې د ګرمۍ څپې (heatwave) زیاتې شوي او د ساه ناروغۍ هم زیاتې شوي دي.(Khan et al., 2019)
بېڅاره او بې ډوله ښاري ابادۍ او د ښارونو دننه د شینکۍ نیشتوالې د ښاري سېلابونو، خرابې هوا، او د د اوبو د اخراج کمزوري نظام لاملونه جوړ شوي دي. د کال 2022 د مون سون بارانونو په وخت، یو شمیر ضلعو کښې ښاري سېلابونه رامنځته شو، چې له امله یې سړکونه، کورونه، او د اولسي خدمت ادارې زیانمې شوې؛ په خاصه توګه هغه غیر رسمي ابادۍ چې د اوبو د اخراج او صفائې کوم نظام نۀ لري.
پالیسي او اقدامات
په خېبر پښتونخوا کښې د ماحولیاتي بدلون د مخ نیوي دپاره پالیسۍ د «خېبر پښتونخوا کلائمېټ چېنج پالیسي 2022» په نامه ترتیب شوې ده، چې د انرژۍ، کرکیلې، ټرانسپورټ، او ښاري پلاننګ په برخو کښې مسلو ټاکنه کوي او د هغه د حل لارې راویستو هڅه کوي. د حکومتي دعوو مطابق، د بیلین ټري سونامي 2014/2017 په ترڅ کښې میلیونونه هېکټره ځنګلونه بیا زرغون کړې شو، چې د کاربن جذب کولو او څارؤو او بوټو د تنوع په ساتنه کښې مرسته کوي. خو په دې پراجېکټ د یو ډول ونو کرلو (monoculture) او د ځائي ټولنو د محدود شرکت په وجه پرې نیوکې هم وشوې. (Rasul et al., 2019)
اوسني اقدامات د نېچر بېسډ حل لارو (NbS) باندې تکیه کوي، لکه د لمدو زمکو بیا رغونه او د ځنګلونو سره ګډه کرنه (agroforestry)، چې نهٔ یوازې د کلیوالو خلکو لپاره د روزګار زمینه برابرېږي او د د اوبو قدرتي نظام ته هم وده ورکوي. خو د دې هڅو باوجود، د ماحولیاتی تحفظ په اړه کیدونکي زیاتره اقدامات لا اوس هم د بهرنو مرسته کوونکو بنسټونو په مرسته د پراجکټونو په شکل کښې کېږي، چې لا تر اوسه د دې اقداماتو د پراختیا او څارنې کومې ادارې نشته. د ماحولیاتي تحفظ دپاره ټاکل شوې حل لارې، د عملي کیدو دپاره د پیسو د کمۍ سره مخ دي او لرې پرتو سیمو ته ډیر کم رسي د پاکې انرژۍ پراجیکټونه؛ لکه د سولر انرژۍ واړه پلانټونه او د بایو ماس انګیټۍ که څه هم هیله بخښونکي دي، خو مالي او تکنیکي ستونزو سره مخ دي. (Rehman et al., 2019)
د دې نه علاوه، د ماحولیاتي بدلون د مخ نیوي پالېسۍ عملي کېدل لا اوس هم په شک کښې دي چې مختلفو ادارو ترمنځه پرې تعاون د نېشت برابر او د ګډوډي سره مخ دے. دې سره سره، لا تر اوسه د پاکستان د «پېرس تړون» د ملي ټاکل شوي اهدافو (NDCs) سره همغږي نده ښکاره کړې.
راتلونکیې دور: اړتیاوې او حل لارې
د پښتونخوا د ماحولیاتي راتلونکي په اړه انکشافات زړۀ بوږنونکي دي. طمع کېږي چې تر دې پېړۍ اخر پورې به د سیمې درجه حرارت 2.5-3 سنټي ګریډ سېوا شي، څه د وجې چې به د بارانونو بې ربطګي سېوا شي او د وچکالۍ او سېلابونو د شدت دورې به پراخې شي .
(IPCC، 2022) که چرې د دې د مخ نیوي مناسب اقدامات ونه شي، نو یوازې د کرکیلې په برخه کښې به د دې پېړۍ تر نیمائي پورې زیانونه تر 1.8 اربه ډالره واوړي.(Riaz et al., 2021)
د داسې حالاتو بچ کیدو دپاره پښتونخوا باید د ماحولیاتو لپاره د بجټ نظام رامنځته کړي، په سیمه کښې د نقصاناتو د اندازې دپاره سروې وکړي، په داسې انفراسټرکچر مصرف ولګوي چې د ماحولیاتي بدلون مخ نیوې کولې شي، او د ماحولیاتي افتونو په اړه د خبرداري نظامونه مضبوط کړي. د دې سره، د ښځو صنفي حساسیت دې هم د پلان جوړولو په وخت د پامه نه غورځول کېږي. د ګرین ټیکنالوژۍ په اړه پبلک پرائيوېټ پارټنرشپ، او د ماحولیاتو په اړه مضمونونه په درسي نصاب کښې شاملول ډېر مهم دي.د پښتونخوا د ماحولیاتو، معاش او د راتلونکي د حفاظت دپاره سائنس، روایتي پوهې او ټولنیز مشرتابهٔ په پېوستون یو ټول اړخیزه پلان ډیر ضروري دے .