اداريه – مۍ 2021ز

دا څۀ روان دي؟

ټي اېل پي يعنې تحريک لبېک پاکستان سره د حکومت ډوبه معامله، د امن و امان خرابېدونکے صورتحال، صفر حکومتي کارکردګي، بې مثاله ګراني، د چينو، غوړو او اوړو مخ پۀ بره روان نرخونه،د جهانګير ترين سره د تا پناه معامله، د جسټس فائز عيسي معامله، د کورونا لړزوونکے صورتحال، د صحت عفريتي مسئلې، د تعليم داسې حال چې مخکښې نۀ ؤ، د ټېکسونو زورورې قيصې، دخزانې د وزارت سره روانه عجيبه لوبه، د اطلاعاتو محکمې سره روان نامعلومه چلند، د اپوزيشن سره دشمن پرروره رويه، د حکومتي عملدارۍ نشتوالے، پۀ خارجه محاذ ناکامۍ، د جي ډي پي بد حال، تجارت مخ پۀ ښکته او د ژوند هره پايه مخ پۀ وروستو روانه!!! کۀ دا هر څۀ رايوځاے کړو او پۀ يو ټکي کښې ئې د ځاے کولو کوشش وکړو نو بس دغه د کپتان خان حکومت ترې جوړېږي . پۀ ملک کښې د حکومت پۀ نوم يو زورور او ناخبره سړے ناست دے او ښکاري چې د دې غريب اولس څخه څۀ انتقام اخلي. د حکومت ئې درې کلونه پوره کېدو والا دي خو يو کار ئې هم داسې نشته چې څوک ئې وستائي او يا ئې دوي خپله قام ته کېږدي چې دا توره مو وهلې ده؛ هن د لنګرخانو، چرګو او چرګوړو او مېښو خرڅولو ئې کتابونه ډکېدے شي. او رښتيا د خبرو هم پړانګان دي او دومره دعوې ئې کړې دي چې کۀ څوک ئې د حکومت ورځې وشمېري او بيا د دوي لويې لويې دعوې راجمع کړي نو يقين دے چې د ګېنيز بک اف ورلډ رېکارډ برخه جوړه شي ځکه چې د حکومتي ورځو نه ئې دعوې زياتې دي . خو پۀ دعوو خو کار نۀ کېږي او نۀ پۀ دروغو ملکونه چلېږي . اولس کار غواړي، خدمت غواړي او بيا چې داسې حکومت وي چې غريب پکښې خوار و زار وي نو خامخا د غريب سړي ګيله جوړېږي چې دا سزا د کومې ګناه؟ د هوښيار او تجربه کار سياسي او جمهوري ملکونو دا روايت دے چې هلته نوے حکومت جوړ شي نو حکومتي مشر او ډله ئې کښېنې، د حالاتو جائزه واخلي، پۀ ملک او قام نظر واچوي، خپلو وسائلو ته وګوري، خپلو خرچو او ګټو ته نظر وکړي، خپل چم ګاونډ ته وګوري او دغه شان بيا ځان ته يوه نقشه راکاږي چې دا زمونږ مسئلې او کشالې دي او دا زمونږ مثبت اړخونه دي او د دې پۀ نظر کښې د راتلونکي کړنلاره جوړه کړي . دلته لۀ بده مرغه چې څنګه دا حکومت پۀ تشو نعرو او دعوو راغلے دے هم شان روان هم پۀ دروغو او الزامونو دے . اګر چې د يو کروړ نوکريانو ډېرې خوشکن دعوې ئې کړې وې، د پنځوس لکهو کورونو نغارې ئې هم غږولې وې، د روزګار وعدې ئې هم کړې وې خو هغه ترې خداے خبر ولې هېرې شوې او د خپلو ټولو توپو مخونه ئې اپوزيشن ته کړل او بس د الزامونو يوه نۀ ختمېدونکې لړۍ ئې پېل کړه چې لا ترننه ښۀ پۀ موج کښې ده . د دوي د وېنا تر مخه هر هغه سړے چې پۀ تېر حکومتونو کښې ؤ، غل دے او صرف هغه سړے بچ دے چې دوي لۀ راغلے او د دوي ملګرے شوے دے . دا خو ځه و به وايو چې سياسي داوپېچ دے او بس دوي ئې کاروي خو لۀ بده مرغه پۀ ملک دننه او بهر دواړو محاذونو دا حکومت بېخي ناکام دے . کۀ د کشمير پۀ مسئله ئې ځان شپېلے کړے دے نو د سي پېک پۀ اړه هم چين خفه شان ښکاري، کۀ سعودي مرور دے نو د ګاونډي هېواد افغانستان سره ئې هم خبره لا سمه نۀ ښکاري . خو ځه دغه هم لويې خبرې دي او دوي ته به ئې پرېږدو. راځو د ملک دننه صورتحال ته او د ټي اېل پي معاملې اړخ ته پام ګرځوو. پۀ دغه ياده معامله کښې ايا څوک پوهه سړے دا ثابتولے شي چې حکومت دا معامله پۀ ښۀ شان ډيل کړې ده، ايا د دوي يو ګام د ستائنې وړ بللے کېدے شي، ايا دوي عوام و نۀ زورل، ايا دوي سره د انتظامي اختياراتو دغه معامله خرابه نۀ کړه او ايا دوي پۀ دې ټوله معامله کښې عوام ته رښتيا ووئيل کۀ نه؟ د معاهدې نه ټوله نړۍ خبر ده، د شېخ رشيد د دروغو نه هم ټول خلک خبر دي، د وزيراعظم عمران خان پۀ بيان او دريځ کښې د تغير نه هم بچے بچے خبر دے. ايا يو حکومت داسې يوه حساسه معامله داسې هېنډل کوي؟ ايا يو ذمه وار حکومت پۀ يوه داسې نړيواله معامله خپل پارلېمنټ داسې بې توقير کوي چې وزيراعظم لۀ سره را نۀ شي . ايا يو د عوام حکومت داسې کوي چې اولس ته يو څۀ وائي او درپرده بل څۀ کوي؟ دا ټول سوالونه ځکه راوچتېږي چې دې حکومت پۀ دغه معامله کښې دا ټول کارونه کړي دي او خداے دې نۀ کړي خو دا خبره د دې ملک د راتلونکي لپاره ښۀ نۀ ده ځکه چې د داسې معاملو نه زمونږ تاريخ ډک دے او بيا ئې زور ټول دې ملک او د د دې ملک غريب اولس ته رسېدلے دے . هم دغه شان کۀ يو خوا دغه معامله ده نو ورسره پۀ کوټه کښې دهماکه او پۀ اسلام اباد کښې پۀ يو صحافي پۀ رڼا ورځ بريدونه هم د راروان وخت حالات بيانوي خو چا ته ئې وائې ځکه چې اوري ئې څوک؟ کۀ د حکومتي عملدارۍ پلو راځو نو خبره لا ورانه ده . د کورونا صورتحال بېخي خراب دے خو حکومت د تذبذب ښکار ښکاري او بيا چې سول انتظاميه بېخي ناکامه شوه نو پوځ ئې راوغوښتو چې د حکومتي عملدارۍ پته ئې هم د دې ګام نه لګي . دجهانګير ترين قيصه خو لا زياته عجيبه ده . کۀ مخ ترې اړوي نو حکومت ئې ځي او کۀ ورسره کښېنې نو خلک به څۀ وائي چې د بې لاګ احتساب نعره ئې څۀ شوه . هم دغه شان د چينو بار بار نوم اخلي چې قوم نه پکښې يوسل دېرش اربه روپۍ وخوړې شوې خو بس صرف خبرې دي چې اورو ئې او ښکاري داسې چې دا احتساب صرف د هغه خلکو لپاره روا دے چې څوک پۀ اپوزيشن کښې دي او حکومتي غړي او د کپتان ملګري پرښتې دي . هم دا حکومتي رويه او دا کۍ کوکۍ ده چې لۀ وجې ئې غريب اولس د ګرانۍ لۀ وجې پۀ چغو دے او ورځ ئې بده ده . د دوايانو نرخونه پۀ بره لاړل خو د کپتان حکومت صرف پۀ ډاکټرانو پسې شوے دے او بس هسپتالونو کښې ئې “کزن” نوې نوې تجربې کوي دا بېله خبره ده چې د صوبې دو ټولو نه پۀ لوے هسپتال کښې ماشوم پۀ ډاګه مېدان پېدا کېږي . د دې خرابو حالاتو باوجود د خزانې وزير لۀ دمه نۀ ورکوي او بس هر څۀ پۀ هغۀ ورتپي او دې مار وزير بدلوي، نۀ احتساب شته او نۀ څۀ تپوس پوښتنه . يو خوا پۀ اربونو روپۍ ټېکس او بل خوا دا دعوې چې پۀ اولس به زيات بوج نۀ اچوو. . . دا څۀ دي؟ خلک پۀ يو چا تور ولګوي، محکمه ئې پلټنې وکړي، کۀ ثبوت شي خو جرم کۀ نه نو بس قيصه ختمه؛ خو دلته خو پۀ يو نېب پۀ خلکو تورونه دي چې لګي خو نۀ خو د دغه خلکو نه يوه روپۍ بود شوه او نۀ سزا شول . عوام پۀ انتظار دے چې کله به د دغه ” ډاکوانو” نه د قوم پېسې بود کېږي! د ملک د موجوده حالاتو پۀ رڼا کښې پکار خو دا وه چې وزيراعظم، د دۀ ټيم او عالي دماغو د قوم پۀ مسئلو توجو ورکړې وې خو داسې نۀ ده او ټول زور پۀ اپوزيشن پسې پۀ ملنډو او الزامونو لګي . د حکومت ټوله توانائي پۀ دې صرف کېږي چې څوک د نېب پۀ زور وردننه کړي او څوک رابهر کړي، د چا کور ونړوي او چا لۀ څۀ لار پېدا کړي . سياسي پوهه، سياسي بلوغت او د حالاتو مطابق فېصلې کول ښکاري چې د دې حکومت لۀ سره پۀ کتاب کښې نشته . ښکاري چې د دوي ټول زور او قوت پۀ پروپېګنډو، ملنډو او الزامونو کښې پټ دے . ښکاري چې دوي د قوم خدمت لۀ نه بلکې د سياسيتدانانو، سياسي جماعتونو ، جمهوريت او پارلېمان پۀ سپکاوي پسې راغلي دي . ښکاري چې دوي بېخي ړاندۀ دي ځکه خو ورته د اولس بده ورځ نۀ ښکاري او وزيراعظم د خپل ګوند د تاسيس ورځ پۀ موقع پۀ خپله وېنا کښې وائي چې ورته پۀ خپل دوه نيم کاله کارکردګۍ فخر دے . چې دغه حال وي نو ګيله به څۀ وکړو . د مسئلې حل خو هله راوځي چې يو سړے يوه مسئله ومني، اوس چې حکومت د اولس مسئلې لۀ سره مني نه نو د هواري کوشش به ئې ولې وکړي . د عقل تقاضا ده چې يو وړوکے کور هم بغېر د کومې حکمت عملۍ نه، نۀ چلېږي، دا خو نو بيا ملک دے . او هم دغه د حکومت رويه، سوچ او اپروچ دے چې نن پۀ ملک کښې د معيشت نه تر امنيت، حکومت نه تر صنعت او روزګار نه تر صحت پورې يو هم داسې مد، کار او اړخ نشته چې ښۀ شوے وي او يا ئې څوک ستائنه وکړې شي . هن، کۀ څۀ شے مخ پۀ بره تلے دے نو هغه د اولس بده ورځ، ګراني، د حکومت نااهلي، د وزيرانو او مشيرانو دروغ ګوئي او د حکومت تذبذب دے چې دا څۀ روان دي؟

د بشير مېمن انکشافات . . . . پلټنې بېخي ضروري

د سياست او حکومت پۀ مېدان کښې الزامونه،تورونه او سپکې تورې پۀ دې ملک کښې لۀ پخوا راهسې پۀ يو بل لګولے کېږي . دا څۀ نوے کار نۀ وي چې د يو ګوند مشر پۀ بل پسې څۀ خبره وکړي او يا پرې الزام ولګوي خو دغه بس اکثر وختونه د يو څۀ وخت يا يو خاص موډ کښې وي او ډېر ئې څوک نۀ رېشي . دا د سياست او جمهوري نظام هم يوه خاصه ده چې خلک د يو بل د خيال او اپروچ سره د يو شان نظر نۀ لرلو لۀ وجې اختلاف کوي او بيا د حکومت او اپوزيشن خو کار هم دا وي چې يو بل سره ډغره ووهي او د يو بل غلطو ته غلط ووائي . پۀ روايتي توګه هر اپوزيشن د خپل ملک د حکومت سره څۀ نا څۀ اختلاف لري او دا د اپوزيشن ذمه واري هم وي چې د حکومت پۀ ګامونو او کارونو نظر وساتي تر څو د قام او ملک خلاف کوم قدم پورته نۀ کړے شي . دلته لۀ بده مرغه پۀ دې ملک کښې پايه الټه روانه ده. اپوزيشن تر ډېره وخته خاموش ؤ خو حکومت داسې ښکاري چې پۀ خپله پۀ اپوزيشن کښې وي او سحر ماښام د حکومتي مشينرۍ پۀ زور او د قام د ټېکس پۀ پېسو پۀ حکومتي کنټرولډ ميډيا او تالي څټي تجزيه کارانو پۀ زور د سياستدانانو او جمهوريت خوښي خلکو کردار کشي کوي . موجوده حکومت نما نظام خو راغلے هم د دغه احتساب پۀ نعره دے ځکه نو ژبې ئې لا تېزې دي ځکه چې ساده خلک ئې تش پۀ دغه ډډو نعرو غولولي وو نو چې موقع ورته چرته هم، پۀ کوم پلېټ فارم هم او پۀ کوم ځاے هم ترلاسه کېږي نو بس دا يو تار غږوي چې پۀ تېرو دوه حکومتونو کښې پاتې خلک او سياستدانان کرپټ دي، غدار دي او ملک ئې لوټلے دے . او دغه شان دوه نيم کاله ئې تش پۀ دغه الزامونو لګولو تېر کړل . اپوزيشن چغې وهي چې احتساب نه بلکې د احتساب پۀ نامه نېب ګردي شروع ده خو څوک ئې اوري . خو هغه د چا خبره چې د دروغو مزے لنډ وي او رښتيا کۀ هر کله وي خو يو ورځ ضرور مخې ته راځي . هم داسې وشوه او د عمران خان او حکومت د دروغو د احتساب پۀ نعرو ئې يو دروند ګوذار وشو. دا ګوذار چا عام سړي نه بلکې د اېف ائي اے پخواني ډي جي بشير مېمن کړے دے. موصوف د جيو ټيلي وژن سره پۀ مرکه کښې دعوي وکړه چې څۀ موده وړاندې وزيراعظم هاوس ته د وزيراعظم عمران سره ملاقات لپاره وغوښتے شو او هلته ورته د سپريم کورټ جج قاضي فائز عيسي خلاف د کېس جوړولو ووئيلے شو. بشير مېمن وائي چې ما انکار وکړو ځکه چي دا کار د قانون خلاف ؤ . د موصوف نورې خبرې او انکشافات به تاسو اورېدلې او لوستې وي . دلته مونږ خبره دا کول غواړو چې څنګه پۀ دې روان حکومت کښې پۀ خلکو کېسونه جوړ کړے شول،څنګه ئې عزتونه لېلام شول، څنګه يو يو پۀ پوره منصوبه بندۍ سره پۀ ګوته کړے شول . دغه شان پۀ دغه خلکو کښې يو نوم د ملي مشر اسفنديار ولي خان هم راغلے دے چې څنګه وزيراعظم عمران خان غوښتل چې د دوي خلاف الزامونه ولګوي او ګرفتار کړے شي خو بشير مېمن وائي چې ثبوت نۀ ؤ نو څنګه به مې دا کار کولو. بهر حال ټولو خلکو ته معلومه ده چې د يو شمېر مشرانو او سياستدانانو سره د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي صدر اسفنديار ولي خان هم پۀ يوه منصوبه بندۍ کردار کشي وکړې شوه، تورونه پرې ولګولے شول . اګر چې ملي مشر به هر ځاے پۀ جار وئيل چې کۀ يوه کاسيره راباندې ثابته شوه نو جېل ته مې مۀ بوځئ بلکې پۀ دار مې کړئ خو لۀ بده مرغه د کنټرولډ ميډيا او د موسمي سياستدانانو، پالشيانو او سوډو تجزيه کارانو لۀ خوا دغه کار ښۀ پۀ “ايماندارۍ” سره روان ؤ. ټولې دنيا ته پته وه چې اسفنديار ولي خان د باچاخان او ولي خان وينه ده او کله هم داسې څۀ ګام نۀ شي پورته کولے خو پروپېګنډا ډېره تېزه وه . خو عزت او ذلت د خداے لاس کښې دے، نن د ملي مشر لمن هغه شان سپينه ده څنګه چې ئې د پلار او نيکۀ وه . خو دا انکشافات واړۀ نۀ دي، دا خبرې عامې نۀ دي . بايد د بشير مېمن د انکشافاتو پوره پوره پلټنې وشي او معلومه کړے شي چې عمران خان خپله کۀ د بل چا پۀ وېنا دا هر څۀ کړي دي . رښتيا معلومول پکار دي ځکه چې دا د يو ملک او قوم د مستقبل خبرې دي او د دې ملک مستقبل د سياست، جمهوريت او سياستدانانو سره تړلے دے.

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …