پوسټ کلونیل ائین، جهادي پروپیګنډه او ایمان مزاري د مزاحمتي تحریکونو بل ښځینه غږ–حنيف الرحمان

دا ليکنه شريکه کړئ

صابر صېب څۀ ښۀ وئيلې دي

ازادي ده ازادي ده ازادي ده
خو په نوم رښتیا خبرو پابندي ده
په پاکستان کښې د مزاحمت تاریخ یوازې د سیاستوالو تحریکونو او عوامي احتجاجونو تاریخ نۀ دے، بلکې دا د هغو وکیلانو تاریخ هم دے چې د قانون له دننه یې د ریاست پر ناعادلانهه عملونو پوښتنې راپورته کړې دي ۔ وکیلان ځکه مهم دي چې هغوي د زور پر وړاندې وسله نه بلکې دلیل کاروي ۔کله چې یو وکیل د ائین، قانون او بشري حقونو په ژبه د ریاست عمل غلط وبولي نو دا عمل یوازې حقوقي نۀ پاتې کېږي، بلکې سیاسي بڼه اخلي ۔ همدا وجه ده چې د پاکستان په کلونیل‌ذهنیت لرونکي ریاست کښې وکیلان اکثر د فشار، بندیز او تشدد هدف ګرځېدلي دي ۔ د پاکستان ریاست په بنيادي ډول د برتانوي کلونیل نظام تسلسل دے ۔ دا خبره یوازې سیاسي نعره نۀ ده، بلکې ګڼ تاریخپوهان او څېړونکي یې یادونه کوي چې د امنیتي قوانینو جوړښت، د اضطراري واکونو مفهوم او د اختلاف د غږونو پر وړاندې سخت دریځ د استعمار له دورې راپاتې دي ۔ په داسې جوړښت کښې هغه وکیلان چې د ریاست عملونه غېرقانوني بولي د ریاست لپاره خطر ګڼل کېږي ۔ لطیف افریدي د پښتونخوا د هغو وکیلانو له ډلې و چې وکالت یې یوازې مسلک نه، بلکې سیاسي مسئولیت ګڼلو۔ هغه په پرله‌ پسې ډول دا دریځ درلود چې ائین باید د خلکو د حقونو ساتنه وکړي، نه دا چې د ادارو د زور ټولز شي ۔ د جبري بې‌درکیو، سیاسي بندیزونو او ماورائے عدالت تشدد پر وړاندې د هغه قانوني او سیاسي دریځ واضح و۔ د هغه د ژوند په اوږدو کښې زندان، څار او فشار یو عادي حالت و، د بشري حقونو سازمانونو  لکه د ( هيومن رائټس کمېشن پاکستان ) راپورونه ښايي چې د هغه دریځ یوازې شخصي نظر نۀ و، بلکې د یو پراخ سیستماتيک جبر پر وړاندې زورور غږ و ۔ افراسیاب خټک د وکیلانه فکر بل مهم استازې دے، کۀ څۀ هم هغه زیاتره د سیاسي شنونکي په توګه پېژندل کېږي ۔ د هغه بنيادي استدلال دا دے ”چې پاکستان لا اوس هم یو امنیتي کلونیل ریاست دے، چې پکښې قومونو ته د برابر شریکت پر ځاے د شک په سترګه کتل کېږي“ ۔ دا دریځ هغه په خپلو لیکنو، مرکو او پارلماني بحثونو کښې پرله ‌پسې وړاندې کړے دے ۔ کۀ څۀ هم هغه فزیکي تشدد سره نۀ دے مخ شوې، خو د بدنامۍ، سیاسي ګوښه کولو او د “ریاست ضد” خطابونو له لارې د هغه د غږ محدودولو هڅې شوې دي، دا هغه څۀ دي  بولي ۔  (soft repression)چې سياسي څېړونکي يې” نرم تشدد“  په بلوچستان کښې د وکیلانو حالت د ټول پاکستان په کچه تر ټولو سخت پاتې شوے دے هغه وکیلان چې د لاپته کسانو، سیاسي بندیوانانو او پوځي عملیاتو قضیې یې عدالتونو ته وړې دي، د ګواښونو، بریدونو او حتی وژنو سره مخ شوي دي ۔ بلال انور کاسي، چې د کویټې بار اسوسي اېشن مشر و، د وکیلانو د حقونو او د عدلیې د ازادۍ غږ پورته کړے و۔ د هغه وژنه او ورپسې د وکیلانو پر ضد خونړی بریدونو د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو له خوا هم وغندل شو (Amnesty International Statements, 2016)۔ دا پېښې دا څرګندوي چې کله وکیلان د زور پر وړاندې ودرېږي، نو هغوی هم د هدف په توګه ټاکل کېږيپه سند کښې کیڼ اړخي او قامپرست وکیلان په ځانګړي ډول د ون یونټ او مارشل لا پر مهال، د سیاسي بندیوانانو په توګه کلونه کلونه زندانونو ته تللي دي ۔ د هغوی جرم دا و چې عدالت ته یې سیاست راوړ او سیاست ته یې قانوني ژبه ورکړه ۔ دا تاریخ د پاکستان د عدلیې او سیاست د اړیکې هغه اړخ ښايي چې ډېر کم پرې بحث کېږي ۔د پاکستان ریاست له وکیلانو ځکه ويرېږي چې وکیلان د حافظې ساتونکي وي ، ټوپک کولے شي خلک ووژني، خو دلیل کولی شي تاریخ بدل کړي ۔ وکیل دا ثابتوي چې کوم عمل غېرقانوني و، کومه پالیسي د ائین خلاف وه، او کوم تشدد د قانون له چوکاټه وتلے و دا عمل د کلونیل ریاست لپاره خطرناک دے، ځکه دا د رسمي بیانیې پر وړاندې بدل حقیقت جوړوي ۔ پاکستان کښې د مزاحمت غږونه که هر څومره وځپل شي، د وکیلانو له لارې بیا راژوندي کېږي ۔ ځینې وکیلان ووژل شول، ځینې بندیوان شول، او ځینې تر ننه تر فشار لاندې دي، خو د هغوی دریځ ژوندی پاتې دے ۔ دا دریځ وایي چې کۀ قانون د ظلم وسیله ګرځېدلے وي، نو د وکیل چوپ پاتې کېدل یوازې مسلکي ناکامي نه، بلکې اخلاقي جرم دے ۔ همدا وجه ده چې د پاکستان د سیاسي مزاحمت په تاریخ کښې د وکیلانو رول بنيادي او نه ‌بدلېدونکے دے ۔له پورته تمهید څخه اوس د ایمان مزاري په 17 کاله بندیز خبره وړاندي وړو

دې تر سړیو ښۀ معلوم د وینو رنګ ښځو ته
بائد چې وسپارو د قام د خلاصون جنګ ښځو ته
ایمان مزاري د پاکستان په معاصر سیاسي او حقوقي فضا کښې یوازې د یوې وکیلې نوم نۀ دے، بلکې د هغه مزاحمتي شعور تسلسل دے چې د دولت، قانون او طاقت تر منځ جوړ شوے نااعلان شوے تړون تر پوښتنې لاندې راولي ۔ په داسې ریاست کښې چې قانون ډېر ځله د مظلوم د ژغورنې پر ځاے د ظالم د سوپر په توګه کارول شوے، ایمان مزاري د قانون له دننه د مزاحمت ژبه غږولې ده ۔ د هغې اهمیت په دې دے چې دا مزاحمت احساساتي شعار نۀ بلکې حقوقي، سیاسي او اخلاقي استدلال لري ۔

د پاکستان ائین او قانوني جوړښت،سره له دې چې د ولسواکۍ ژمنې پکښې لیکل شوې، په بنيادي ډول د برتانوي کلونیل ریاست تسلسل دے ۔ هغه قوانین چې نن هم د خلکو پر ضد کارول کېږي لکه د اضطراري واکونو مفکوره، د ریاستي سلامتیا مبهم تعریف، او د عدلیې انتخابي فعالیت ټول د استعمار له هغه راوتلي چې ولس یې د کنټرول موضوع باله، نه چې د واک سرچینه ۔ د 1973 ائین عملي تاریخ ښايي چې دا سند د عوامو د واک تضمین نۀ دے کړے، بلکې اکثر د پوځ، استخباراتو او غېر منتخب قوتونو د واک قانوني کول یې اسان کړې دي ۔ ایمان مزاري همدا جوړښتي ستونزه په نښه کوي او ټینګار کوي چې بې‌انصافي یوازې د افرادو تېروتنه نۀ ده بلکې د نظام ځانګړنه ده ۔په پښتون وطن کښې د مذهب سیاسي استعمال د همدې کلونیل ریاستي ذهنیت بله بڼه ده دلته مذهب د اخلاقي لارښود پر ځاے د سیاسي حتکنډې په توګه کارول شوے دے ۔ د توهین مذهب قوانین، د کفر فتوې، او د مذهبي احساساتو منظم پارول د دې لپاره کارول کېږي چې د اختلاف هر غږ غلے شي۔ دا قوانین نه یوازې د بیان ازادي ختموي، بلکې ټولنه د ويرې په فضا کښې ساتي ۔ایمان مزاري د بلاسپمۍ په قضیو کښې د دفاع له لارې دا خبره واضحه کړې چې دا قوانین د مذهب ساتنه نۀ کوي، بلکې د طاقت ساتنه کوي، او همدا ټکے دولت ورته د زغملو نۀ دے ۔ د سعود شعر دے چې :

هلته د تیارو سره په جنګ یمه
چرته چې د لمر هم رڼا نه رسي
د نړۍ تاریخ ښايي چې عدم تشدد یوازې یو اخلاقي دریځ نه، بلکې یو ژور سیاسي او ستراتیژیک انتخاب دے۔  مهاتما ګاندي د استعمار پر وړاندې، مارټن لوتر کینګ جونیئر د نسلي تبعیض پر ضد، او نور ګڼ نړیوال مثالونه دا ثابتوي چې زور د واک لنډمهاله وسیله ده، خو اخلاقي مشروعیت د اوږدمهاله بدلون سرچینه ده ۔ ایمان مزاري هم د همدې عدم تشدد په روایت کښې ولاړه ده ۔ هغې وسله نۀ ده اخیستې، بلکې قانون، دلیل، عامه پوهاوې او نړیوال فشار یې د مزاحمت وسایل ګرځولي دي ۔ دا ډول مزاحمت ځکه خطرناک دے چې د ریاست مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي، نۀ یوازې د ریاست ځواک ۔ایمان مزاري د پاکستان د بشري حقونو  تر ټولو حساسو او خطرناکو قضیو استازیتوب کړے دے ۔ له جبري بې‌درکیو نیولې، چې پکې خلک بې له عدالته کلونه ورک ساتل کېږي، تر د توهین مذهب هغو کیسونو پورې چېرته چې یوازې یو تور د مرګ سزا سبب کېداے شي، هغې هر هغه ځاے ته قدم ایښې چېرته چې ریاست غواړي چوپتیا عامه کړي ۔د بلوڅو ښځو د مارچونو او پرلتونو قانوني او اخلاقي ملاتړ او د پښتون تحفظ موومنټ د فعالانو تر څنګ ودرېدل دا ښايي چې د هغې مبارزه محدوده نۀ ده  بلکې د ټولو محکومو قومونو او ډلو تر منځ اړیکه جوړوي ۔ د ایمان مزاري بله مهمه ځانګړنه دا ده چې هغې د کورني عدالت تر څنګ د نړیوال عدالت لارې هم کارولي دي ۔د ملګرو ملتونو د جبري بې‌درکیو کاري ډلې، د بشري حقونو ځانګړو راپور ورکوونکو، او نړیوالو سازمانونو ته د قضیو رسول دا معنا لري چې ریاستي تشدد نور یوازې داخلي مسله نۀ پاتې کېږي کله چې یو دولت د نړیوالو معیارونو پر وړاندې حساب ورکوونکے شي، نو د زور انحصار یې کمزورے کېږي، او ایمان مزاري همدا نقطه هدف ګرځولې ده ۔ کۀ د نړۍ د نوبل سولې جایزې ګټونکې ښځې وکتل شي لکه وانګاري ماتهايي، رګوبیرتا منچو او نادیا مراد نو څرګندیږي چې د انعام معیار یوازې شهرت نه، بلکې د طاقت پر وړاندې دوامدار اخلاقي دریځ دے ۔ کۀ د خطر کچه، تسلسل، او د ریاستي جبر پر وړاندې ولاړېدل معیار وګرځول شي، نو د ایمان مزاري مبارزه له دې نړیوالو مثالونو سره بشپړه برابرې لري ۔ توپیر یوازې دا دے چې نړیوال انعامونه اکثر د نړیوال سیاست تابع وي، نۀ یوازې د انصاف ۔ په پدرسري، عسکري او مذهبي سیاست کښې ښځینه مزاحمت تر ټولو لوے ګواښ ګڼل کېږي، ځکه دا یوازې قانون نه، بلکې ټولنیز نظم هم ننګوي۔ ایمان مزاري د ښځې، وکیلۍ او سیاسي فعالې درې‌ګوني هویت سره دا پیغام ورکوي چې مزاحمت احساساتي بغاوت نه، بلکې شعوري دریځ دی۔ همدا شعور دی چې ریاست یې د خاموشه کولو هڅه کوي ۔ ایمان مزاري د مزاحمتي تحریکونو بل ښځینه غږ دے، خو دا غږ یوازې د نن لپاره نۀ دے دا د تاریخ، نړیوال عدالت او راتلونکو نسلونو لپاره ثابتېدونکے غږ دے په داسې وخت کښې چې قانون د ظلم ژبه ګرځېدلې، ایمان مزاري هڅه کوي چې دا ژبه بيرته د انسان د نجات وسیله کړي همدا هڅه هغه د نړۍ د مزاحمتي سیاست په اوږد روایت کښې د یادونې وړ مقام ته رسوي ۔ پاکستان چې د تاریخي ستونزو، سیاسي بې‌ثباتۍ او ټولنیزې نابرابرۍ له کبله له سختو ورځو سره مخ دے نن د داسې یو پړاو په منځ کښې دے چې بدلون یوازې د یوه ګډ، متحد او انقلابي حرکت له لارې ممکن دے نن ورځ هر هغه کس چې په پاکستان کښې ژوند کوي، باید پو شي چې یوازې د سیاسي یووالي په صورت کښې کولے شو د خلکو غږ قوي کړو او د حقیقي بدلون لپاره زمينه برابره کړو ۔په پاکستان کې د سیاسي فعالانو، عامو خلکو، ژرنالېسټانو او مدني فعالانو ترمنځ شته بې‌عدالتي، فساد، او نابرابري مونږ ټول د یو جدي خطر سره مخ کړي یو، د دې لپاره چې د دې ستونزو په وړاندې بریا ترلاسه کړو باید د ټولنې ټولې برخې د یو ګډ هدف او په يو لور روانې شي د سیاسي بدلون لپاره اتحاد او همغږي یوازینۍ لاره ده چې پاکستان له دې بحرانونو څخه د ژغورنې په لور روان کړي ۔ ایمان مزاري هغه بي باکه او غښتلې ښځه ده چې د پاکستان د بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ لپاره په خطرناکو شرایطو کښې  يې خپلې مبارزې ته دوام ورکړے دے هغې یوازې د خپل ځان لپاره نه بلکې د ټولو هغو کسانو لپاره چې د سیاسي ظلم او ټولنیز بې‌عدالتۍ ښکار دي غږ پورته کړے دے ایمان مزاري نۀ یوازې د حقوقو لپاره بلکې د هغو خلکو د حقونو لپاره هم مبارزه کوي چې له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي لکه اقلیتي ډلې، ښځې، او د مختلفو قومونو خلک ۔د هغې ملاتړ یوازې د فردي څېرې ملاتړ نۀ دے بلکې د هغې ملاتړ د ټول پاکستان د هغې برخې ملاتړ دے چې سیاسي، اقتصادي او اجتماعي حقوق یې له ګواښ سره مخ دي د ایمان مزاري د موقف په ملاتړ کښې یو متحد غږ رامنځته کول د یو انقلاب بنياد کیداے شي ۔ د هغې کار نۀ یوازې د ژوند د ساتنې لپاره دے بلکه د یو داسې نظام لپاره دے چې ټول خلک یې د عدالت، برابرۍ او ا زادۍ احساس وکړي ۔ د پاکستان د سیاسي یووالي د اهمیت بحث ته راګرځو هر څه چې یو ملت ته اړتیا لري، هغه د ژوند بنيادي حقونه دي د تعلیم حق، د روغتیا حق، د کار حق، او په اخر کښې د سیاست برخه اخیستلو حق بدبختانه د پاکستان سیاسي وضعیت د دې حقونو په برابرولو کې ناکام پاتې شوے دے د هر سیاسي ګوند خپلواکه مبارزه، د دوی ځاني ګټې، او د دوی په منځ کښې موجود اختلافات هغه لوے خطر لامل شوے چې د وطن د سیاسي پیاوړتیا او پرمختګ پر وړاندې یې خنډ جوړ کړےدے ۔د هر فرد په سياست کښې د برخې توانایي نۀ یوازې د هغه فرد لپاره مهمه ده، بلکه د ټولنې د پرمختګ لپاره هم اړینه ده ۔ د دې لپاره چې مونږ د خپلو حقوقو په دفاع کښې ځواکمن شو، باید خپل انفرادي نظرونه او ګټې د یو واحد ملي هدف په لور راټول کړو،کۀ د پاکستان اولس په یوه متحد او انقلابي حرکت کښې برخه واخلي، نو نۀ یوازې په څو کلونو کښې کولاے شي د یوه پیاوړي، برابر او پرمختللي پاکستان لور ته ځانونه ورسوي ۔ د پاکستان د بدلون لپاره وخت او شرایط ډېر حساس دي تاریخ ښوولې ده چې د سیاسي بدلون حرکتونو بنياد هغه وخت اېښودل کېږي کله چې د ټولنې ترټولو محرومې طبقات له دردونو او ستونزو سره مخ شي او د خپل حق په لټه کښې راپورته شي همدا اوس پاکستان د یوې داسې دورې سره مخ دے چې خلک نۀ یوازې د اقتصادي ستونزو سره مخ دے بلکې د خپلو بنيادي حقوقو لپاره هم مبارزه کوي ۔ د دې مبارزې پیل باید سیاسي ګوندنو اتحاد له لارې وشي چې د ټولنې د مختلفو طبقو غږونه یوځاے کړي مونږ باید د ایمان مزاري په څېر د خلکو د حقیقي استازو ملاتړ وکړو، د هغو کسانو ملاتړ وکړو چې د خپلو خلکو لپاره د سوله‌ ايزو او موثره بدلونونو په لټه کښې دي  د سیاسي یووالي هر ګام، که هغه وړوکے وي که لوے، د دې نظام د بدلولو لپاره یو مهم ګام دے ۔باید چې سیاسي مسلې د سیاست له لارې حل کړو نور چې څوک څه هم وائې مداریان دي ۔

ما سر کله ساتلے وو زۀ سر کله ساتمه

خبره مې ساتلې وه خبره راسره ده

نورې ليکنې۔۔۔