اشارہ اور ہی کچھ کر رہا تھا ڈوبنے والا
مگر یاران ساحل تو سلام اخری سمجھے
نۀ رحمېږي زړۀ په پښتنو، نۀ د اسمان او نۀ د زمکې د مخلوق ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ګن شپ هېلي کاپټرز، مارټرګوله ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔القاعده، طالبان، خوارج او فوجي ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔(ايک ہی صف ميں کھڑے ہوے محمود و اياز نۀ د پښتون ځاله پرېږدي نۀ د پښتون باز) ۔ غم ژړلے کېدو د باجوړ د بې کوره شوې خوېندو، مېندو، سپين ږيرو، ځوانانو او ماشومانو۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ اواز وشو ناګهانه په صوبائي اسمبلۍ کښې د تحريک انصاف د غړو له خوا چې ] کله به ځئ[ ۔ وئيلي وو په يوه ټپه کښې کوم سپين ږيري چې (( نورې د هيچا کډې نۀ ځي ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ دا يو پښتون دے کډې ښکته پورته وړينه)) ۔ دغه د کله به ځئ پېغور دې هيڅ کله کډوال په ځان پسې نۀ تړي۔ ودې تړي دا پېغور چې وائي کۀ ((اټهـ سو چار خر شريف هم ودروي مونږ به ووټ ورکوو)) مونږه چاته هم خر نه وايو خر يو ډېر غېرتي او وفادار ځناور دے ۔ خو کۀ د دوي دغه خيال وي نو شايد چې اسمبلۍ ته په لېږلو ارکانو ئې خپل ارمان پوره کړے وي ۔ بارانونو او سېلابونو هم صبر ونۀ کړو۔ په جنګ کښې خلق بدل ته موقع ګوري، په ماشوم او په ښځه څوک ګوزار نۀ کوي ۔ د اسمان نظر دا هر چا نه تېز دے ۔ ولې هغۀ نۀ ليدل چې پښتانۀ د تاريخ تر ټولو ستر جبر سره مخ دي ۔ د دوي اواز مولاناخانزېب غوندې په ګولو غلے کېږي ۔ د دوي په کورونو د ګولو بارانونه شروع دي ۔ په داسې حال کښې اسمان بايد خپل وار ته صبر کړے وې ۔ ځکه چې دا موقع د بدل د اخستو نه وه ۔ بدل ځکه يادومه چې زۀ اقرار کومه ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔مونږه رسولې ده د هر غر سر ته د اوسپينې مشيني اره۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ مونږ هر غر له په سينه د سکروټو داغونه ورکړل ۔۔۔۔۔۔۔۔۔مونږه هر غر کښې د سټينګ، لېز چپس، لس روپو وال چپس، هر قسمه ډسپوزبل پلاسټک وکرل ۔ مونږ د صدو صدو يا د زرګونو کلونو د اوبو په لارې کښې سيمټي کورونه جوړ کړل ۔ د کارخانو او د ګاډو نه خارج کېدونکې لوخړې سپين دېوال په لږ څۀ کښې توروي نو دا خو به به د اسمان سپين زړۀ خامخا توروي ۔ اسمان موقع ومونده چې په پښتنو د قهر د ورېدو نه بله کومه ښۀ موقع کېدې شي او اخر سوات، بونېر، تورغر، شانګله او نور ځايونو کښې داسې سېلابونه راغلل چې تر ننه فېصله ونۀ شوه چې دا چړق و کۀ کلاوډ برسټ و او کۀ کومه بلا وه ۔خړې اوبۀ راغلې، غټ غټ ګټان راغلل او چې په مخه څۀ ورتلل هر څۀ ئې د ځانه سره يوړل ۔په دې موقع د پښتنو اسمبليو ته لېږل شوي ممبرانو چُپ اختيار کړو۔ اولسونه رامېدان ته شول خپل څادرونه او خپلې ځولۍ ئې د سېلاب زپلو د مرستې د پاره وغوړلې او تر مطمئن حده پورې مرستې وشوې ۔ په دغه مرستو کښې سل کلن تحريک خدائي خدمتګارو هم برخه واخسته ۔ هر چا نه زيات ئې اولس سره منډې وکړې او بيا هر چا د بونېر د افسرخان او ډاکټرسراج کمال کورنۍ وليدله چې خپلې دېرې، کورونه او ګاډي ئې وقف کړل خو سخته ئې په يوازې ځان سمبال کړه ۔لکه وړاندې ذکر وشو پښتانۀ د تاريخ د بدترينه جبر سره مخ دي ۔ جبر کۀ د اسمان دے نو لکه چې په ځاے دے ۔ او کۀ د زمکې د مخلوق لۀ خوا دے نو هم په ځاے دے او هم نۀ دے ۔ په ځاے ځکه دے چې هغه رحمت شاه سايل وائي چې :
چې په وژلو کښې دې هم کوي شومتوب سايله
تا انتخاب ځانله د داسې سمتګر کړے دے
په پښتون وطن د تېرو دولس کلونو نه مسلطه بلا اسماني نۀ ده راغلې ۔ بلکې د دغې بلا انتخاب کۀ نيم ديوتاګانو کړے نو نيم مونږ خپله هم کړے دے ۔ هغوي په سټامپ ليکلي راغلي دي ۔ داسې لکه هغه ټپه ده چې ((په سټامپ ليکلي ترينه واخلئ ۔۔۔۔۔۔۔۔ د اوسنۍ زمانې يار دے ټګ به وينه)) دا يار ټګ نۀ دے وفادار دے ۔ دغه وفاداري څۀ ده ؟ اتلسم ترميم به واپس کول غواړي، فنډ به هيڅ کله غېر وردي ټېکدار ته نۀ ورکوو، کۀ د فاټا مسئله وه مونږه به تاسو سره يو ۔ تر دې چې ېو خوا په پښتونخواکښې په زرګونو کورنۍ بې کوره شوې او دلته دوي چغې وهي چې د چا هغه پلار هم رانه اپرېشن نۀ شي کولې ۔ مطلب اپرېشن هم د سټامپ د يو شرط مطابق روان دي ۔ اوس ضرورت دا دے چې سرکاري ادارې هم لکه د سړکونو ټېکدارانو ته حواله کړې شوې ۔ چې پکښې تر دې وخته يو شمېر کالجونه، سکولونه او هسپتالونه د پرائيوېټ کولو يعنې ټېکدار ته د حواله کولو فېصله شوې ده ۔ خو بيا هم د عوامي نيشنل ګوند کارکنان لګيا دي د دغه ټولو بلاګانو مخې ته خنډ ولاړ دي ۔