بابړه کښې پۀ کال 1948ز کښې د خدائي خدمتګارو شهادت – سعيداحمدشاهي

دا واقعه بابړې سره تړلې واقعو کښې تراوسه د ټولو مهمه او خونړۍ واقعه ده کومه چې پۀ کال 1948ز کښې د اګست د مياشتې پۀ دولسمه نېټه پېښه شوې وه. دې واقعه کښې پۀ دغه ورځ پۀ بې ګناه خدائي خدمتګارو، د بابړې او خواوشا کليو پۀ عام اولس نر او ښځو باندې د اسلام پۀ نامه د هندوستان نه د راشوکولي شوي نوي ملک واکدرانو ګولۍ وچلولې چې له امله ئې د يو معلومې شمېرې مطابق د شپږ سوه نه زيات کسان شهيدان او پۀ زرګونو ژوبل شوي وو. خو ترنن ورځې پورې بيا هم د صحيح شمېرې پته ونۀ لګېدله. د دې بې ګناه شهيدان کړے شوي اولس وينه تر نن ورځې پورې د دې ملک د واکدارانو نه سوال کوي چې د دې واقعې پۀ اړه دې يو پلټنه وشي، له هغې ورستو بيا د دې ذمه وارو ته دې سزا ورکړې شي.

اوس راځو د دې واقعې د بېلا بېلو اړخونو جاج اخلو چې دا معلومه کړو چې د دې شا ته داسې کومې خبرې وې چې د هغې له امله داسې انسانيت شرموونکې واقعه مخې ته راغله.

پس منظر

د بابړې د دې واقعې د پس منظر پۀ اړه کۀ مونږ نظر واچوو نو مونږ ته دا خبره راښکاره شي چې د مسلم ليګ غړو او د هغوي مشرانو ځان د اسلام او پۀ هندوستان کښې اوسېدونکيو ټولو مسلمانانو ټېکيداران ګڼل او بل هېڅ څوک ئې پۀ خپله دې دعوېٰ کښې ځان سره شرک منلو ته پۀ هېڅ قيمت هم تيار نۀ وو. نو بيا هر کله چې د هندوستان د تقدير فېصله باوجود د دې چې د ټول هندوستان صرف پۀ يوه صوبه بنګال کښې د مسلم ليګ حکومت ؤ نو بيا هم د يو پټ سازش تر مخه د وېش فېصله وشوه. چې پۀ دغه سازش کښې ټول پۀ ټوله تاوان د پښتنو پۀ برخه کښې ورسېدۀ. تر دې چې د پښتنو د ټولو نه قابل اعتبار ګوند کانګرېس مشرانو هم خپلې سترګې بدلې کړې او د پښتنو د ملګرتيا نه ئې لاس واخستو چې د دوي له دې امله پښتانۀ شرمخانو ته پۀ ډاګه يواځې پاتې شول.

هم پۀ دې اړه د يو بل اړخ جاج اخلو؛ د دوېم نړيوال جنګ نه مخکښې تاج برطانيه پۀ خپل سلطنت کښې د نړۍ دومره لويه برخه لرله چې نمر پکښې نۀ پرېوتلو. خو بيا دوي ته الله پاک د هټلر پۀ شکل کښې يو خنډ د جرمني نه راپورته کړو. څوک چې د برطانيې او د هغې د اتحاديانو د مفاداتو پۀ لاره کښې يو مضبوط دېوال جوړ شو. چې له امله ئې بيا د دوي ترمېنځه دوېم نړيوال جنګ ونخښتو چې پۀ کومه کښې خو پۀ څرګنده باندې تاج برطانيه او اتحاديانو برے بيا موندو خو چې څنګه د تاريخ نه ثابته ده چې جنګ د يوې مسئلې حل هم نۀ وي بلکې د بې شمېره مسئلو جرړه وي، نو بيا هم دغه وجه وه چې چونکې برطانيه د هټلر او جرمني پۀ ضد جوړ شوي نړېوال اتحاد يو مهم ملک ؤ نو د دغه جنګ پۀ نتيجه کښې د شوي تاوان هم لويه برخه ادا کول هم د برطانيې پۀ ذمه رسېدلې وه. خو څنګه چې پېرنګي دعوٰې لرله چې د هغوي پۀ سلطنت کښې نمر نۀ پرېوځي نو بيا د دوي دغه دعوٰي هم پۀ خپل ځاے پاتې شوه او د هغوي دغه دومره لوے او پۀ ټوله نړۍ کښې خور سلطنت دړې وړې شو. چې له امله ئې د نړۍ پۀ نقشه کښې هغه وخت څو نوي نوي ملکونه راښکاره شول. پېرنګے بيا دومره مجبوره شو چې د دوي وزيراعظم وېنسټن چرچل د برطانيې پارلېمان ته د يو تقرير کولو پۀ موقعه پۀ ژړا شو او وې ويل چې “زمونږ امريکې ته دا خواست دے چې مونږ دې خپل درې پنځوستم رياست ومني خو زمونږ مالي مرسته دې وکړي.”

نو هم دغه وجه وه چې د هغوي بيا دا مجبوري جوړه شوې وه چې دلته د خپل سياسي او سامراجي مفاداتو د تحفظ خيال ساتلو نه پس د هندوستان د مسئلې هم څۀ نا څۀ حل راوباسي. چونکې پېرنګې د هندوستان د سرو زرو مرغۍ پۀ هېڅ قيمت هم چاله نۀ ورکوله نو بيا هغوي يو سوچ وکړو چې خېر دے کۀ مونږ د دې ملک نه وځو خو چې زمونږ د سرو زرو دغه مرغۍ نه هغه سرۀ زر تر عمره عمره اخلو نو بيا هغوي پۀ هندوستان کښې داسې ډلې ځان سره د خپلو سرۀ زرو ترلاسه کولو لپاره تيارې کړې. چا چې به بيا ځان ته د پېرنګي وارثان وئيل. نو هغوي د خپلو مالکانو او واکدارانو پۀ ډاډګېرنه پۀ دې ملک کښې داسې حالات پېدا کړۀ چې پۀ کښې خبره د ملک د وېش پورې ورسولې شوه. بل اړخ ته پۀ دغه موده کښې پۀ انګلستان کښې انتخابات هم وشو چې د هغې پۀ نتيجه کښې هلته د لېبر پارټۍ نوے حکومت جوړ شو او اېټلي (Clement Attlee)بيا دوي خپل وزيراعظم وټاکلو نو بيا هغۀ هم د ټولو نه وړومبے د هندوستان د مسئلې حل کولو اعلان وکړو او پۀ هندوستان کښې پۀ دغه ورځو انتخابات کول د دغې فېصلې يوه کړۍ وه.

بيا هم د دغه انتخاباتو د فېصلې پۀ نتيجه کښې پۀ صوبه سرحد (اوسني خېبرپښتونخوا) کښې د هندوستان د نورو برخو پۀ شان پۀ کال 1946ز کښې د فرورۍ پۀ مياشت انتخابات وشول. پۀ دغه انتخاباتو کښې د مسلم ليګ ډلې د مذهب او پاکستان پۀ نامه پۀ ټول هندوستان کښې برخه واخسته. او پۀ صوبه سرحد کښې ئې دوه نشستونه حاصل کړل. هم د دغه انتخابانو پۀ نتيجه کښې چې پۀ صوبه کښې د خدائې خدمتګارو او کانګرېس پۀ شريکه باندې پۀ ټولو پنځوسو نشستونو کښې دېرش نشستونه وګټل او د ډاکټر خان صېب پۀ مشرې کښې د خدائي خدمتګارو او کانګرېس پۀ شريکه باندې وزارت جوړ شولو. پۀ دغه وخت کښې پۀ صوبه کښې څۀ اصلاحات وشول او پۀ څۀ لا کار شروع ؤ چې دا د مسلم ليګ ډلې ونۀ زغمل او د سازشونو يو نۀ ختمېدونکے عمل شروع شولو.

چونکې د ملک د وېش منصوبه د مخکښې نه جوړه شوې وه، او د پېرنګي پۀ دغه منصوبه کښې د هغوي له اړخه ټاکلے شوي پلاټ مطابق خپل کردار لوبولو. د پېرنګي پۀ دغه منصوبه کښې شامله بده برخه ټوله صرف د پښتون قام پۀ قسمت رسېدلې وه.

باچاخان د دغه منصوبې نه بېخي ناخبره ساتلے شوے ؤ نو ځکه هغۀ دا ګڼل چې دا پۀ کومه بې لوثه جذبه پۀ خپله لګيا دے نو هم دغسې به د هندوستان د دغه نورو ډلو مشران هم د دې قام د خدمت پۀ جذبه کار کوي خو هغۀ بېخي دا طمع نۀ لرله چې نورې ډلې خو پرېږده چې د خپلې ډلې ملګري او مشران به هم د پښتنو سره درغلي کوي او دوي به د شرمخانو مخامخ پۀ ډاګه يواځې پرېږدي..

کله چې پۀ کال 1947ز کښې د جون پۀ مياشت کښې پۀ شمله او د ملک پۀ څو نورو ځايونو کښې د هندوستان د ټولو ډلو د مشرانو ترمېنځه څو غونډې د مسلل ليګيم مشرانو د بې ځايه ضد له وجې بې نتيجه ختمې شولې.

چونکې دغه وخت هندوستان د ډېر نازک وخت نه تېرېدو. د هندوستان سياسي ډلو مشرانو دا غوښتل چې اوس دا مسئله دې زر تر زره يو اړخ ته شي نو بيا هغوي د پښتنو قامي مسئلې ته ډېره پاملرنه ونۀ کړه. باچاخان پۀ دې اړه پۀ دغه غونډه کښې شريک ټولو غړو باندې زور راوړو چې د پښتون قام د قسمت فېصله دې پۀ داسې طريقه ونۀ شي چې بيا د هغې له وجې قام ټول عمر له خوار و زار شي. بلکې د خپل تاريخي، کلتوري او جغرافيائي جوړښت پۀ لار دې وشي. خو وائسراے هند دې خبرې منلو نه انکار وکړو او پۀ خپله وړاندې کړے شوې د ملک د وېش پۀ فارموله باندې ئې زور راوړو او پۀ دې صوبه کښې هم د رېفرنډم کولو ئې اعلان وکړو. او دا رېفرنډم د پاکستان يا هندوستان پۀ نامه وشو. د پېرنګي دغه منصوبه د 3 جون 1947ز پۀ نامه يادېږي.

بل اړخ ته خدائي خدمتګارو د دغه رېفرنډم بائيکاټ وکړو. چې وجه ئې دا وه چې پۀ هندوستان کښې د شموليت سوال ځکه نۀ پېدا کېدو چې پۀ جغرافيائي لحاظ سره دا صوبه پۀ هندوستان کښې شامل شوو علاقو نه پۀ سلګونه ميله لرې پرته ده، بل خوا پاکستان هم د شرمخانو پۀ خوښه او هم د هغوي لپاره بې د څۀ خاص وجې د باقي هندوستان نه جدا کولے شو. او دغه شرمخانو پښتون قام ته چرې هم د انسان پۀ نظر نۀ کتل. او د خدائي خدمتګارو او د باچاخان هغه خبره خو ترې دوي د مېنځه وېستلې وه. نو بيا پۀ دغه رېفرنډم کښې د برخه اخستو سوال هم نۀ جوړېدو.

دا رېفرنډم پۀ کال 1947ز کښې د جولائي پۀ مياشت کښې وشو خو د خدائي خدمتګارو د بائيکاټ او پېرنګي حکومت د پوره پوره مرستې له کبله د رېفرنډم ټولې نتيجې د مسلم ليګ ډلې د غوښتنې مطابق او موافق راووېستلې شوې. کومې چې د دې صوبې پۀ پاکستان کښې د شموليت جواز جوړ شو.

بيا د دغه رېفرنډم د نتيجې نه وروستو خو د مسلم ليګ ډلې سترګې نورې هم سرې شولې او دا ملک ئې د خپل پلار نيکۀ جاګير وګڼلو. او پۀ ټول ملک کښې پۀ عمومي او پۀ دې صوبه کښې پۀ خصوصي توګه د مسلم ليګ دغه ليډرانو هغه څۀ وکړل چې څۀ ئې پۀ خپل زړۀ ساپه وه.

د ملک د وېش دا عمل دومره پۀ منډه مکمل کړے شو چې سړے ورته سوچ وکړي نو حېران پاتې شي. ځکه چې پېرنګي خو هندوستان له د ازادۍ ورکولو لپاره نېټه 15 اګست 1948ز ټاکلې وه خو دا ټول عمل ئې د خپلې ټاکلې شوې نېټې نه هم يو کال وړاندې پۀ 15 اګست 1947ز باندې څو مياشتو کښې دننه دننه مکمل کړو او د دوي دغه د منډې عمل د هندوستان د خلقو پۀ ژوند هغه بد اثر وروستو پرېښودو چې تر نن ورځې پورې موجود دے.

د هندوستان د تقسيم نه وروستو چې بايد د نورو صوبو پۀ رنګ پۀ دې صوبه کښې هم چې قائم حکومت له دوام ورکړے شوے وے خو د بده مرغه داسې ونۀ شوله او پۀ ډاکټر خان صېب باندې دا تور ولګولے شو چې هغوي د پاکستان د بېرغ پورته کولو دستورې کښې د ګډون کولو نه انکار کړے ؤ. حالانکې دا د حقيقت نه بالکل اپوټه خبره ده. بيا د ګورنر جنرل پۀ حکم د صوبې د منتخب وزارت د برخاست کولو لپاره همدغه جواز وګرځولے شو.

د قيوم خان شخصيت او کردار

د وړاندې تلو نه مخکښې د قيوم خان پۀ شخصيت او سياست کښې د دۀ پۀ کردار باندې رڼا اچول ضروري دي. قيوم خان پۀ چترال کښې پۀ کال 1901ﻋ کښې پيدا شوے او لوے شوے ؤ. د دۀ پلار عبدالحکيم خان پۀ چترال کښې اسسټنټ ؤ. د نيکۀ نامه ئې محمد قاسم خان وه او د دۀ قر نيکۀ د کشمير نه پېښور ته راغلے ؤ چې بيا وروستو هم دلته مېشته شوے ؤ. قيوم خان د مشن هائي سکول پېښور نه علاوه پۀ مردان، کوهاټ او ډېره اسماعيل خان کښې هم سبق وئيلو نه وروستو د وکالت د ډګرۍ لپاره انګلستان ته لاړو او هلته نه ئې پۀ کال 1926زکښې باراېټ لاﻋ وکړله او بېرته کله چې پېښور ته راستون شو نو پۀ دغه ورځو کښې د هندوستان د ازادۍ تحريک پۀ ډېر زور و شور سره روان ؤ. د چاپېرچل د نورو ځوانانو پۀ رنګ دۀ هم وړومبے پۀ خلافت تحريک کښې د هلو ځلو کولو نه وروستو پۀ کانګرېس کښې د شموليت فېصله وکړه او پۀ عملي سياست کښې د برخه اخستو لپاره ځان له ئې د کانګرېس ګوند خوښ کړے ؤ. پۀ دغه ورځو کښې د دۀ ملاقات ډاکټرخان صېب سره پۀ يوه غونډه کښې وشو او دے ډېر زر هغوي ته ډېر نزدې هم شولو. د ډاکټر خان صېب يوه کمزوري وه او هغه دا چې هغوي به ډېر زر پۀ مخامخ سړي اعتبار کولو او د قيوم خان غوندې مفاد پرسته انسان ته چې د دوي د دغه کمزورۍ علم وشو نو هغۀ خپل ځان نور هم ډاکټر خان صېب ته ورنزدې کړو او د هغې لپاره هغۀ پۀ دغه وخت خپل خيالات د مشهور زمانه کتاب ګولډ اېنډ ګنز (Gold and Guns) پۀ شکل کښې وليکل چې بيا وروستو ئې هم پۀ دغه خپل کتان پۀ خپله پابندي ولګوله.

کله چې بيا ډاکټرخان صېب پۀ کال 1937ز کښې د هندوستان د مرکزي اسمبلۍ د رکنيت نه استعفا ورکړله او د صوبې وزيراعلٰي منتخب شولو نو هغوي پۀ خپل دغه خالي کړے شوي نشست باندې قيوم خان ته د ټکټ ورکولو سفارش وکړو. او بيا دغه رنګ قيوم خان د هندوستان د مرکزي اسمبلۍ غړے جوړ شولو خو چې کله د دۀ دغه د هندوستان د پارلېمان لپاره ټاکلے شوے ميعاد پوره شو نو بيا د ګوند لۀ خوا نوي ميعاد لپاره د باچاخان مشر زوي عبدالغني خان ته د ګوند له اړخه ټکټ ورکړے شو او دغه رنګ عبدالغني خان د پارلېمان غړے منتخب شو خو د پارټۍ پۀ دغه فېصله باندې قيوم خان د کانګرېس د بنيادي رکنيت نه استعفا ورکړه چې بيا وروستو ئې پۀ ډينز هوټل پېښور کښې د هغه وخت د مسلم ليګ مشر فېروزخان نون سره يو ملاقات وکړو او ورسره ئې پۀ مسلم ليګ ډله کښې د شموليت فېصله وکړه. دا وه د قيوم خان د سياسي او ذاتي شخصيت لنډه پېژندګلو.

مسلم ليګ اوصوبه سرحد کښې د خدائي خدمتګار وزارت

پۀ صوبه کښې د رېفرنډم د نتيجې وروستو پۀ اووم اګست قيوم خان جناح صېب ته خط لېږلے ؤ چې پۀ کښې ئې د جناح صېب نه د ډاکټر خان صېب د وزارت ختمولو غوښتنه کړې وه او بيا پۀ دغه لړ کښې جناح صېب وائسراے مونټ بېټن (Mountbatten)ته پۀ لېږلے شوي خط کښې پۀ دغه اړه د عمل کولو سفارش کوي چې وائسراے پۀ دې مجبور شو چې د صوبې ګورنر نه ئې پۀ دغه بابت کښې تپوس وکړو. خو د صوبې ګورنر لوکهارټ (Lockhart) پۀ خپل ځواب کښې د ډاکټر خان صېب د وزارت ختمولو مخالفت کوي او ليکي چې؛

“د مسلم ليګ خواهش دے چې د داکټر خان صېب حکومت دې د پنځلسم اګست نه وړاندې برخاست کړے شي. نو ما او ما سره موجود نورو اهلکارو پۀ دې اړه دا فېصله وکړه چې د پاکستان حکومت دې دا وئيل ضروري وګڼي چې دا به څۀ رنګ کوو؟ زما فېصله خو د دې خلاف ده ځکه چې دا به د پاکستان لپاره دلخراش وي.”

د مسلم ليګ غړے جسټس ريټائرډ ميا برهان الدين پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې؛

“زۀ او قيوم خان دوه ځله ګورنر سره پۀ دې حقله ملاو شوي وو چې د ډاکټر خان صېب حکومت ختم کړي.”

وائسراے پۀ دې بابت کښي دا هم وائي چې؛

“زۀ مسلم ليګ له پۀ صوبه کښې هم د مشاورتي حېثيت (Advisory Status) ورکولو ته تيار يم خو د ډاکټر خان صېب حکومت ختمول نۀ صرف يو غېر جمهوري عمل دے بلکې يو غېر ائېني قدم هم دے.”

پۀ لسم اګست کال 1947ز وائسراے لياقت علي خان ته خط ليکلے ؤ چې ئې پۀ کښې ليکلي وو چې ما سېکرټري اف سټېټ ته حکم ورکړے دے چې د ډاکټر خان صېب وزارت دې ختم نۀ کړے شي ځکه چې دا يو غېر جمهوري قدم څۀ چې غېرائيني عمل هم دے.

د دې نه وروستو بيا لياقت علي خان جناح صېب ته خط وليکو چې ورته ئې پۀ دغه خط کښې څۀ دا خبرې ليکلې وې؛

“زۀ تاسو ته دې خپل خط سره تړلے د وائسراے خط درلېږم کوم چې هغۀ زما پۀ نامه رالېږلے دے او هغۀ ته دغه خط د ګورنر له اړخه رالېږلے شوے دے. تۀ سبا له هسې هم د جارج کننګهم سره ملاوېدو له روان يې نو پۀ دې بابت کښې ورسره هم وغږېږه، زۀ خو پۀ خپله دا محسوسومه چې وائسراے مونږ لاندې کول غواړي ځکه چې دوي خو د کانګرېس پۀ لاسو کښې لوبېږي.”

نو پۀ دې ټولو خطونو کښې موجودو خبرو نه داسې ثابتېږي چې د مسلم ليګ د مشرانو نيت د خدائي خدمتګارو پۀ اړه د مخکښې نه خراب ؤ او دغه کومه د بېرغ پورته کولو پۀ دستوره کښې د ګډون نۀ کولو کومه بهانه چې دوي د ډاکټر خان صېب د وزارت ختمولو لپاره ښودله نو دا خو يوه عجيبه او دروغ ځکه ښکاري چې دغه ټول خط وکتابت خو د وېش پۀ اړه ټاکل شوې د ورځې نه مخکښې شوي دي.

د اګست د مياشتې نه وړاندې د ګورنر دا کوشش ؤ چې د صوبه سرحد د کانګرېس او مسلم ليګ ترمېنځه د روغې جوړې او خبرو اترو څۀ لاره هواره شي خو د جناح صېب له اړخه پۀ دې اړه بېخي انکار له وجې څۀ لاره راونۀ وتله.

ډاکټر وقارعلي شاه صېب پۀ خپل څېړنيز کتاب [1]کښې پۀ دې حقله ليکي چې؛

“د جناح صېب د دغه ملاقات نه د انکار وجه د باچاخان له اړخه د شمله پۀ غونډه کښې شوې درې مطالبې وې کومې چې هغۀ ته قابل قبول نۀ وې: هغه مطالبې دا وې؛

  1. مکمل صوبائي خودمختاري
  2. د صوبې اختيار د پښتنو هغه علاقو ته هم خورول چې کومې پۀ مختلفو وختونو کښې د دې صوبې نه شوکولې شوې دي. (چې اشاره پکښې بلوچستان سره تړلې شوې او پخوانۍ فاټا ته وه).
  3. څۀ رنګې چې يو رياست د کامن وېلتهـ نه د وتلو اختيار لري دغه رنګې دې دا اختيار د رياست پۀ اړه صوبو ته هم وسپارلے شي. “

د ډاکټر خان صېب د وزارت ختمولو پۀ اړه د بعضې ملګرو د يو غلط فهمۍ ته پاملرنه کول غواړي ځکه چې د هغوي د خيال مطابق د ډاکټر خان صېب وزارت ختمولو پۀ سازش کښې يواځې قيوم خان ذمه وار ؤ چې هغۀ د جناح صېب او لياقت علي خان غوږونه پۀ دې حقله پۀ خپله دې دعوٰې سره ډک کړي وو چې؛

“ډاکټر خان صېب پۀ پنځلسم اګست د پښتونستان اعلان کوي. او خدائي خدمتګار به پۀ دې اړه د سول نافرمانۍ تحريک پېل کوي.”[2]

خو د دغه وړاندې ذکر شوي خط و کتاب نه دا خبره څرګندېږي چې د قيوم خان نه علاوه هم د مسلم ليګ غټ غټ مشران چې د جناح نه واخلې تر د لياقت علي خان پورې او بيا د قيوم خان او ميا جعفر شاه پورې هر يو تن پۀ کښې پۀ څۀ نه څۀ حد پورې خپله هڅه کړې وه او پۀ دې ټول عمل کښې پوره پوره ذمه وار وو. او پۀ دې جرم دغه ټول پۀ شريکه او يو شان ککړ دي، خو چونکې پۀ دوي ټولو کښې پۀ هغه موده کښې قيوم خان د مخامخ نه لګيا ؤ نو د هغۀ نامه ځکه هر ځاے کښې مخې ته راځي.

خو دا يوه خبره د هندوستان د دغه وخت بيان شوي تاريخ پۀ هر يو ليک کښې هم يو رنګ بيان شوې ده. او هغه دا ده پۀ دغه ورځو کښې پۀ دې اړه د پېرنګي د کردار خبره؛ نو هغه داسې چې بې شکه پېرنګي چې د کله نه هندوستان ته د ايسټ انډيا کمپنۍ نه راواخلې او تر د هندوستان د وېش د وخت پورې خوره پۀ دغه ټوله موده کښې، هغوي پۀ يو موقعه باندې هم چرته پښتنو سره څۀ ښۀ سلوک نۀ دے کړے، خو پۀ دې موقعه هغوي د هندوستان نه پۀ تلو تلو کښې بيا پۀ خپله جامه د ډاکټر خان صېب د وزارت د برخاست کولو داغ لګول نۀ برداشت کول.

باچاخان پۀ دغه ورځو کښې د هشنغر د خپلې دورې پۀ موقعه باندې خدائي خدمتګارو ته وئيلي وو.[3] چې؛

“پۀ افواګانو باندې بېخي يقين ونۀ کړئ او کۀ څوک پنځلسم اګست نمانځي نو چې تاسو پۀ کښې هېڅ مداخلت ونۀ کړئ. ”

د صوبې ګورنر جارج کننګهم چې وائسراے لارډ ماونټ بېټن ته پۀ 14 اګست 1947ز باندې کوم خط ليکلے ؤ چې پۀ دې بابت کښې لوستونکيو ته د ثبوت پۀ ټوګه وړاندې کول غواړم. ګورنر پۀ خپل دغه خط کښې ليکي چې؛

“ډاکټر خان صېب لوظ کړے دے چې هغه او د هغۀ سره نور ټول وزيران به د بېرغ پورته کولو پۀ دغه دستوره کښې ګډون کوي. او د کانګرېس بېرغ به راکوزوي. چې تر څو هغه وزيراعلٰي وي نو د پاکستان د ائين خلاف به هېڅ کار نۀ کېږي. او کۀ چرې مرکزي اسمبلي داسې يو قانون جوړوي چې دې پۀ کښې د مرستې کولو جوګه نۀ وي نو پۀ خپله به استعفا ورکوي او کۀ چرې جناح صېب د هغۀ وزارت ختموي نو هغه به دا خبره منظوره کړي او کۀ چرې د هغۀ پۀ ځاے بيا د مسلم ليګ د وزارت جوړېدو اعلان کېږي نو دا به تکليف ده وي.”[4]

ګورنر پۀ خپل دغه خط کښې وړاندې ليکي چې؛

“او ډاکټر خان صېب ته دې د راتلونکو انتخاباتو پورې د کار کولو موقعه ورکړې شي.”

کله چې د پنځلسم اګست ورځ راغله نو پۀ دغه دستوره کښې ډاکټر خان صېب او د هغوي وزيران د مسلم ليګ نېشنل ګارډزد ګډون کولو نه منع کړل. او د دوي نه ئې د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه. د کومې نه چې ډاکټر خان صېب انکار وکړو. او دغه شان دې معاملې له د مسلم ليګ ډلې بيا هوا ورکړه او خپل هغه د دروغو جوړ کړے شوے بيان چې “ډاکټر خان صېب د بېرغ پورته کولو پۀ دستوره کښې د ګډون پۀ اړه انکار وکړو” د قام او نړۍ مخکښې بيا بيا او پۀ څو څو کرته د اخبارونو او نور پۀ ملک کښې موجود د پروپېګنډې پۀ ټولو ذريعو باندې خور کړو او د پروپګنډو د ټولو وسيلو اختيار هم د مرکزي حکومت يعنې مسلم ليګ پۀ لاسو کښې ؤ نو بيا د دې بيان د تصديق لارې هم ټولې بندې وې او اخر پۀ دويشتم اګست د ډاکټرخانصېب وزارت برخاست کړے شو.

خان عبدالولي خان د دې واقعاتو پۀ اړه پۀ خپل کتاب[5] کښې ليکي چې؛

“پۀ غېر جمهوري غېرائيني، غېرقانوني او غېراخلاقي طريقې د دې منتخب حکومت ماتولو سره د جناح صېب او مسلم ليګ د پاکستان د مسلم ليګ ډلې پۀ اختيار کښې د ساتلو هغه د زړۀ ارمان سر ته ورسولو.

دې نه وروستو مرکز سره درې لارې وې چې پۀ دې کښې ئې يوه خپله کړې وے؛

  1. ګورنرراج ئې نافذ کړے وے.
  2. د نګران حکومت جوړولو سره ئې د نورو انتخاباتو اعلان کړے ؤ.
  3. د In House بدلون لپاره ئې داسې وزارت جوړ کړے وے چې د منتخبې اسمبلۍ اعتماد ورته حاصل وے.”

جناح صېب چونکې پۀ خپله پۀ ائين کښې ترميم کړے ؤ او ګڼل ئې چې د آزادۍ راتلو سره د پېرنګي قانون خو لاړ د مېنځه والوتو او چې د اسلام پۀ نامه حکمراني کوي نو د هغې مثال خو هم دغه دے چې پۀ هفته کښې ئې دننه دننه مکمل اختيار به نوي حکمرانان له ورکوي. چونکې دلته د وزارت د برطرف کولو حکم د مرکز نه نېغ پۀ نېغه راغلے ؤ چې پۀ کښې دا حکم هم شامل ؤ چې ګورنر راج به نۀ لګي بلکې مسلم ليګ له به وزارت جوړوي او تر دې پورې تفصيل پۀ دغه حکم کښې موجود ؤ چې قيوم خان به نوے وزيراعلٰي وي. او دۀ سره به يو بل هم وزير وي.

  1. Ethncity, Islam and Nationalism p. 228 by Dr. Syed Waqar Ali Shah 
  2. Erland, Pakistan, India or Pakhtunistan Pg. 228 
  3. Abdul Ghaffar Khan, Faith is Battle p. 450 by D.G Tendulkar Bombay 1967 
  4. National Archives S.No. 46-CG/47, 31 
  5. خان عبدالولي خان کتاب”باچاخان او خدائي خدمتګاري”(دوېم ټوک)مخ 24-26