خدائي خدمتګار شېرزمين خان کاکا – ليک: ډاکټر محمد شهزاد

خدائي خدمتګار شېرزمين خان کاکا د پښتونخوا تاريخي کلي کوټ منزري بابا ملاکنډ پۀ نوموړي خدائي خدمتګار کورنۍ کښې پۀ کال ١٩٤٢ز کښې زېږېدلے ؤ. ابتدائي زدکړه ئې د خپل کلي پۀ سکول کښې کړې وه. د وړوکوالي نه د خدائي خدمتګار تحريک او د هغې وخت نېپ (اے اين پي) پۀ هره جلسه، جلوس کښې به د مشرانو سره څنګ پۀ څنګ ولاړ ؤ.

پۀ مقامي غونډو کښې به سټېج سېکرټري ؤ. ډېر د وړوکوالي نه ئې د مشرانو پۀ زړونو کښې ځاے پېدا کړے ؤ.

هرکله چې د ګټې وټې شو نو د معاش پۀ تکل کښې د کراچۍ پۀ لور روان شو. هغه وخت کراچۍ ښار د نن د خليج ( عرب ممالک) حېثيت لرلو. کاکا د يو ادنٰي مزدور پۀ حېث پۀ رشيد ټېکسټائيل مل کښې بهرتي شو او دا رنګ ئې پۀ عملي ژوند کښې قدم کېښودو. هغه وخت کراچۍ ښار د هېواد معاشي مرکز ؤ. ځکه دلته ګڼ شمېر پښتنو شتون لرلو. هغه وخت پښتون کميونټي د سختو ستونزو او نازکو حالاتو سره مخ وه.

پۀ دې سختو حالاتو کښې کاکا د خدائي خدمتګار او د بابا د حقيقي پېروکار د خپل پښتون اولس خدمت ته ملا وتړله. اول ئې د پښتنو خپل منځي شخړې، بې اتفاقي ختمولو لپاره عملي هلې ځلې شروع کړې او بيا ئې د خپل حق غوښتلو لپاره يو کړل.

پۀ ډېره لږه موده کښې د پښتنو پۀ زړونو کښې ئې خپل ځاے پېدا کړو. د دوي خدماتو، ستړو، قربانو او سياسي پوهې لۀ وجې پښتنو د ټولې کراچۍ ښار د ټيکسټائل ملز مزدورانو د انجمن مزدوران ال کراچۍ ټېکسټائل ملز ( پليټ فارم) لپاره د ستر سېکتر د انتخاباتو لپاره وټاکلو.

کاکا اولنے پښتون مزدور مشر ؤ چې د کراچۍ د دومره لوے مزدور پلېټ فارم نه ئې بريا ترلاسه کړله. او داسې ئې څلور وارې خپله عهده وګټله. نومبر ١٩٦٨ز کښې چې هر کله د جنرل ايوب خان د حکومت پۀ ضد پۀ کښې د ټرېډ يونيز احتجاجي تحريک شروع شو نو کاکا د پښتون برادرۍ د اړخه پۀ دې احتجاجي تحريک کښې فعاله او مثالي کردار ولوبولو. د قېد و بند اذيتونه ئې برداشت کړل. د قېد نه پس پرې پۀ اولسي غونډو، غم ښادۍ، ټرېډ يونين غونډو، سيمينارونو کښې پۀ ګډون بندېز ولګېدو خو ولې کاکا او د کاکا ملګري مشران د خپلو غوښتنو نه يو انچ هم پۀ شا نۀ شول. پۀ مارچ ١٩٦٩ز کښې جنرل يحيٰي خان د حکومت واګې ترلاسه کړې خو هغه هم مزدور دښمنه ثابت شو. د جنرل يحيٰي خان پۀ درې کاله اقتدار کښې يواځې کراچۍ کښې تقريباً ٤٥ زره مزدوران بې روزګاره شول. د ملکي غېريقيني صورتحال نه ذوالفقارعلي بهټو ګټه پورته کړله او پۀ ملک کښې د يو نوي ګوند پيپلز پارټۍ بنياد ئې کېښودو. دغه موده کراچۍ کښې بنګالي برادري د خطر سره مخ شوه. ارواښاد د ولي خان بابا پۀ هدايت د بنګاليانو وروڼو واپس بنګال ته باعزته واپسي او دلته دعام پاکستاني پۀ حېث ژوند تېرولو لپاره کاکا او د پښتنو نورو سياسي مشرانو عملي هلې ځلې وکړې کوم چې يو ځلنده تاريخ دے.

وزيراعظم بهټو صېب واک ترلاسه کولو نه پس پۀ ادارو او پبلک سېکټر کښې ټرېډ يونين کښې دننه لاس وهنه شروع کړه. پۀ دې لړ کښې يو حکومتي چارواکي د کاکا سره ملاقات وکړو او د ځمکې او حکومتي چوکۍ افر ئې ورته وکړو چې د پښتنو او د مزدور د بالادستۍ تحريک پرېږده او زمونږ سره شه. خو ولې کاکا هم د بابا حقيقي پېروکار او قام پرست مشر ؤ. هغوي کله د خپل قام، نظريې، ګوند، ضمير، د مزدور د حق سودا د يوې چوکۍ لپاره کولې شوه. کاکا د مخکښې نه زيات پۀ خپله نظريه او اصولي موقف کلک ودرېدو. کاکا او د کاکا ملګري مزدور مشرانو د پاکستان انډسټري مزدورانو د فلاح و بهبود لپاره بې مثاله کارونه وکړل. د پاکستان پۀ تاريخ کښې پۀ اولني ځل د انډسټري مزدورانو مياشتنۍ چهټيانو پۀ اړه د اعلٰي عدالتونو دروازې وټکولې.

پۀ دې وجه د ملز مالکانو پۀ ايما حکومت د دوي پۀ يونين بندېزونه ولګول او دوي ئې د خپلو عهدو نه مات کړل. پوره درې مياشتې د قانوني جنګ نه پس واپس يونين او سپروائزري عهده بحال شوه خو ولې دې دوران کښې د ټرېډ يونينز مشرانو خفيه ډيل وکړو او د کاکا د يونين مشرانو د جفا او د پښتون کميونټي د کردار نه زړۀ موړ شو. او کاکا پوره ١٩ کاله پس خپل اتمانخېل ملاکنډ ته واپس راغلو. او د روزګار پۀ خاطر کرکيله ئې شروع کړه او دې سره سره به ئې د خپل ګوند اے اين پي پۀ عملي هلوځلو کښې برخه اخسته.

دغه وخت د ګوند دخدمت دمشرۍ واک د تپه اتمانخېل يو سي کوټ، يو سي سيلۍ پټي، يو سي اګره د دوي د ترۀ زوي امين محمد عرف چاچا سره وه. هر کله چې امين محمد چاچا وفات شو نو خانداني رواياتو د مشرۍ واګې خدائي خدمتګار شېرزمين خان کاکا ته وسپارل شوې. کاکا ښۀ پۀ نره د ګوند او اولس خدمت ته ٢٥ کالو پورې وکړه. پۀ هغه وخت د ګوند مشري کول د اوسپنې نينې چيچل وو. يو اړخ ته رياستي دباؤ ، قېد و بند اذيتونه، بندېزونه او بل اړخ ته پۀ دې کړکيچنو حالاتو کښې د ګوند او کارکنانو خدمت، لوے امتحان ؤ.

دلته کارکنانو ته رسېدل، متحرک کېدل، نوي ملګري پېدا کول، جلسه جلوس کول يو مشکل کار ؤ. کاکا ښۀ پۀ نره د ګوند د کارکنانو او اولس خدمت (تاڼه، تحصيل، کورټ ، کچهرۍ، غم ښاډۍ، مرګ ژوبله، تپوس پوښتنه، مرسته ملګرتيا، جرګه مرکه) وکړه کوم چې د يو مثالي سياسي مشر خوبي وي.

پۀ 25 کاله کښې څومره د الېکشن کمپين شوے دے د هغې لپاره ټرانسپورټ، جلسه، جلوس، پوسټر، بېنرز او پۀ تېره تېره د سياسي کېسونو پېروي او نورو چارو لپاره د اخراجاتو انتظام کاکا ته ګران شو. نو دې اخراجاتو پوره کولو لپاره کاکا د خپل پلار نيکۀ هډوکي جائيداد ورو ورو خرڅول شروع کړل چې پۀ ښۀ شان د خپل ګوند او اولس خدمت وکړي. د خپلې سپېځلې نظريې باچاخانۍ پۀ خاطر تقريباً ٢٨ جريبه زمکه نيکني جائيداد موضع مني شاه، جئي خرڅ کړو چې دهغې قيمت نن سبا پۀ کروړونو کښې دے.

هرکله چې د جنرل ضياء مارشل لاء دور حکومت ختم شو او پۀ ملک کښې د انتخاباتو اعلان وشو نو د اتمانخېل قبائيلو مشرانو پۀ قومي سطح د صوبائي اسمبلۍ لپاره مقامي مشر محمد اکبر صېب اميدوار وټاکلو. او ورسره د ټولو اتمانخېلو قبائيلي مشرانو او اولس دا پرېکړه وکړه چې د تپه اتمانخېل قبائيلي اولس به صرف او صرف محمد اکبر صېب اميدوار سپورټ کوي. او چا هم پۀ اتمانخېل قبائيلي ورورولۍ کښې د دې پرېکړې خلاف ورزي وکړه نو د هغه سړي او د هغۀ د خاندان سره به د ټولې قبائيلي ورورولۍ سوشل بائيکاټ وي. د اتمانخېل قبائيلو ټاکل شوي اميدوار محمد اکبر صېب د شېرزمين خان کاکا خپل نزدې رشته دار، ګاونډي ا و خپل اوښے ؤ. خو کاکا کله د خپلې نظريې او ګوند سودا کولې شوه؟. کا کا د خپل قبائيلي رواياتو، برادري، رشته داري، بندېزونو او د سوشل بائيکاټ پروا ونۀ کړه او پۀ ډکه جرګه کښې اعلان وکړو چې زۀ د خپل ګوند ټاکل شوے اميدوار به سپورټ کوم. د دې دومره شخړو باوجود دے د خپل ګوند لپاره ئې عملي کمپېن پۀ ښۀ شان ترسره کړو. دا رنګ کردار لوبول پۀ يوه قبائيلي ټولنيز ژوند کښې مشکل نه ناممکنه وي. خو ولې کاکا د خپلې سپېځلې نظريې او د خپل ګوند سره د بې کچه مينې له وجې کلک لکه د غر ولاړ ؤ. کله چې د الېکشن ورځ راغله نو کاکا او د کاکا ټبر پۀ پوره تپه اتمانخېل درې يونين کونسلو کښې د ګوند پولنګ اېجنټان وو. بل يو د ګوند کارکن مجال هم نۀ شو کولے چې اېجنټي وکړي. هرکله چې پولنګ شروع شو نو د پولنګ پۀ مهال يو جعلي ووټ کاسټ کېدو نو کاکا د يو پولنګ اېجنټ پۀ حېث د ووټ پۀ کاسټ کولو اعتراض وکړو. نو پۀ ډيوټۍ معمور پولنګ افسر ماسټر صېب کاکا ته ووې چې کاکا ستاسو د ګوند لپاره هم يو څو بوګس ووټونه کاست کوو چې ستاسو پرې پوزيشن جوړ شي. کاکا هغه ماسټر صېب نۀ صرف منع کړو بلکې ورته ئې ووئيل چې ماسټر صېب د دې پولنګ سټېشن بلکې د پوره تپه اتمانخېل يو سي کوټ، يوسي سلۍ پټۍ، يو سي اګره نه چې صرف درې کاسټ شوي ووټونه د اے اېن پي راوځي کوم چې زما، زما د ټبر او زما د خور دي. نو هغه وخت به زما ګوند، زما نظريه وګټي او زما د خوشحالۍ به انتها نۀ وي، پۀ اتفاق سره تقريباً نتيجه هم څۀ داسې وه. شېرزمين خان کاکا پوره ژوند د سياسي ستړو، بې مثاله قربانو څخه ډک پروت دے. کاکا خپل پوره ژوند، سرمايه، مال جائيداد او هرڅه د خپلې سپېځلې نظريې باچاخانۍ د ګوند او اولسي دخدمت نه قربان کړل خو ولې هېڅ کله ئې هم پۀ خپله نظريه، مزدور دوستۍ او باچاخانۍ سودا ونۀ کړه. نن سبا شېرزمين خان کاکا د عمر پۀ اخري حصه کښې د ژوند شپې ورځې سبا کوي. هغه د زړۀ پۀ رنځ اخته دے او ډېر د غريبۍ ژوند تېروي. د کاکا پۀ څېر خلق د حقيقي جمهوري ګوند اصل اثاثه او اتلان وي. شېرزمين خان کاکا زمونږ نه هېڅ هم نۀ غواړي خو مونږ کارکنان د ګوند مشران دا خدائي خدمتګار خپل کړو او احترام ورکړو، او د دوي ستړې، قربانۍ، هلې ځلې او سياسي جدوجهد تل ياد وساتو ځکه چې د کاکا پۀ شان د مشرانو له وجې نن دا نظريه او ګوند ژوندے دے. بايد مونږ ځوان کهول له پکاردي چې د خپل عمل سره دې مشرانوته باور کړو چې د دوي دا مشن قومي مبارزه به مخ پۀ وړاندې بوځو.