پښتنه ټولنه او عدم تشدد

پښتانۀ سیاسي فعالان د قامي سياست پۀ اړه خپل يو حقيقي نظر لري، پۀ دلیل سره اختلاف رايه د هر چا حق دے او پکار ده چې د مکالمې او زغم روايات مونږ خوارۀ کړو خو د عدم تشدد د فکر پۀ اړه چې مونږ د جنجال خورولو پۀ ځاے د دے اهميت او حقيقت واضحه کړو، ځان د دے ستر فکر پۀ حقيقت اورسوو او د يو فکر سره پۀ پوره کمټمنټ باور او سر خلاصي ودرېږو. عدم تشدد او قام پرستي کوم جذباتي يا وړوکے عمل نۀ وي بلکې دا د اسلام، پښتو او ټولې نړۍ د بشر دوستۍ پۀ ژغورنې ولاړ سپېځلے فکر دے چې پښتانۀ ورته نن هم د هر چا زياته اړتيا لري .

د ډير وخت نه د پښتنو ټولنه د اخ وډب او تشدد ښکار ده. د پښتنو د جنګونو رواياتو د پښتنو پۀ ټولنيز نفسياتو هم جور اثر کړے، دغه جنګونه کۀ د تاريخ د زرګونو کلونو نه زمونږ د جغرافيې د نړيوال ارزښت سوب ګرځېدلي خو بلخوا دا هم د پښتنو لپاره د پخوا نه تر اوسه ننګونه ده چې پۀ حېث د قام دوي د خپلې جغرافيې نه تر اوسه ګټه نۀ ده اخيستې، فقط جنګونه ئې دود ګرځېدلي، د هرې شخړې حل پۀ تشدد لنډ راويستل ورته سم کار ښکاري، هم دغه دوام داره جګړو داسې تاثر د پښتنو پۀ اړه پۀ نړۍ کښې هم جوړ کړے چې دا جنګ خوښي، وحشيان او هر وخت د ځان او د بل مرګ ته وږي ناست خلک وي خو د دې قام تاريخي شاليد داسې نۀ دے، د پښتنو فطرت جنګجويانه نۀ دے. کۀ پښتانۀ فطرتا جنجګو وې نو جرګه مرکه، ننواتے، روغه جوړه به د دوي ترمېنځ کله هم دومره ستره نۀ وې. کۀ پښتانۀ وحشيان وې نو د امن او انسانيت ستر ستر تهذيبونه به پۀ دې خاوره نه زېږېدلې ځکه خو د پښتنو تاريخي نفسيات مونږ ته دا وائي “خبره پۀ خبرو خلاصیږي”، يا وائي د جنګ دې برے هم ورک شي او لرے هم، “کلي پۀ زور نۀ کېږي”، اول ئې پړ که نو بيا ئې مړ که، زور پۀ زارې نه کمېږي ،هرڅۀ پۀ نره کېږي خو وروري پۀ ګوذاره کېږي ، او داسې نور ډېر بېشماره مثالونه. غني خان چې پخپل کتاب دي پۀټان کښې ډېره سپينه وئيلې ! ( “In to lerance in patahan society is due to a long dose Of ( “passiverism given by Budism

ژباړه : پښتانۀ کۀ د بود مت پۀ جامه کښې ډېر پرامنه، قلار، او غېر متشدد بت منونکي پاتې شوي خو بلخوا ئې د اسلام د قبلولو سره يو د خوځېدونکي خوي سره د خپل هنر او کلتور پۀ ضد جنګي بت شکن تصورات هم پۀ غاړه کړي.

پښتنانه پۀ تاريخي توګه ډېر کم پۀ اتفاق شوي خو دا اوسنے سياسي انتشار د ازادۍ نه پس ډېر شو او سياسي مرکزيت مو پۀ ګڼو لارو سره وېشل شو.

کله نا کله پۀ پښتونخوا وطن کښې ځنې داسې پېښه وشي چې ځنې خلک پۀ جذباتو کښې وائي بس نور ټوپک راواخلئ او بله لار مو نشته، پۀ عدم تشدد مو غرق کړو، دا د بېغېرتوب خبرې پرېږدئ، دا خبرې زياتره هغه خلک هم کوي چې پۀ عمر کښې چرته د قامي غبرګون پخوا نه وي ورغلي. ولي خان به داسې جذباتي پښتنو ته د ثور انقلاب پۀ وخت کښې کتابي انقلابيان وئيل او اوس ورته فېس بکي انقلابيان وئيل شي.

خان زمان کاکړ وائي چې د قام پرستو يو لوے شمېر هم د بده مرغه د بنياد پرستۍ ښکار دي، جذبات پرې کله داسې زورور شي چې بس انقلاب ورته د کور مخې ته پۀ انتظار ناست پۀ ډولۍ کښې پروت ښکاري.

د تشدد پلوي خلک زياتره د جذباتو او نفسياتي ستونزو ښکار وي، د پښتنو ټولنې دننه دغه افراط او تفريط هم پۀ سياست کښې دے هم پۀ مذهب کښې او هم پۀ ټولنيز ژوند کښې ننوتے.

د دغه تندروې او تشدد پلو شعارونو شاته هېڅ کوم مذهبي تقديس نۀ وي ځکه دلته د اسلام پۀ سپيځلي دين هم څوک ځان نۀ پوهه کوي، د يو حکم شاليد علل او اسباب نۀ ګوري، هر سړې مفتي هم دے قاضي هم دے او جلاد هم، داسې پښتانۀ پوه کول مو مرام دے.

هم دغه راز پۀ عدم تشدد هغه څوک پوهه کول لازم دي چې څوک پرې باور ساتي خو چې څوک دغه نظريه مني نه نو خپله خوښه ئې ده خو دا هم حقيقت دے چې دغه سوچونو پښتانۀ پۀ سياسي فکري توګه منتشر کړي او دغه انتشار د چم نه واخله تر پارليمان پورې او د کلي نه واخله تر ښاريې خور دے او د پښتنو پۀ بربادو کښې دغه سياسي انتشار بنيادي لامل دے.

حقيقت دا دے چې کله هم يو قام خپلې قامي ستونزې حل کوي نو د هغې لپاره ډېر پۀ سوچ او تدبر وړاندې تلل وي، دا عمل کله تر پېړو پېړو هم اوږد شي خو داسې کېږي کۀ ځان له غلط شوې خېر دے خو کۀ قام دې غلط کړو نو نسلونه به تباه کړې.

پۀ تاريخي توګه پۀ نړۍ کښې د اولسونو قامي غورځنګونو پۀ تشدد او وسلواله مبارزه هم خپله خپلواکي ګټلې او پۀ عدم تشدد هم. د امريکا د يو پوهنتون څېړنيز رپورټ وائي چې زياتره قامي تحريکونه د تشدد پۀ نسبت پۀ عدم تشدد بريالي شوي. د ايرکا چېنويت او ماريا سټيفن د يو څېړنيز زيار ترمخه پۀ نړۍ کښې پۀ تېر سل کاله کښې چې 323 قامي تحريکونه پاتې شوي نو پۀ هغې کښې دوه برخې تحريکونه پۀ عدم تشدد بريا ته رسېدلي څۀ ناکام شوي او څۀ برخه پۀ تشدد بريا ته رسېدلې .

د پښتنو پېښ سياسي چاپېريال هېڅکله هم د تشدد جوګه نۀ دے ډېر پښتانۀ چې عدم تشدد ته بېغېرتوب وائي خو تشدد خو څۀ چې د عدم تشدد پۀ لار کښې تش زندان تللو ته هم نۀ شي ټينګېدے نو د ځان مرګ کور کلي او بچي پرېښودل خو ډېر لوے کار دے .

د ولي خان د وېنا ترمخه د پښتنو قامي مسئله پۀ دې رياست کښې د حقوقو د ګټلو او د ملک دننه د قامي وحدت ده.

څوک هم کۀ د تشدد فکرونه ساتي نو دغه فکر د پښتنو پۀ ګټه نۀ دے.

ښاغلے سميع الدين ارمان د عدم تشدد پۀ اړه د فکري جنجال سپيناوے څۀ داسې کوي! نَن چې زۀ کله کله پۀ پښتنه خاوره د یو طویل ناتار پۀ تاریخ نظر زغلوم او د وسله والې مبارزې او د عدم تشدد تقابل کوم نو پۀ فکري، سیاسي، تهذیبي او واقعاتي حوالو راته د عدم تشدد ورکړې څرګنده ښکاري خو نۀ پوهېږم چې نوې کهول بيا هم د دے مصنوعي او خارجي استعماري ګهتکې چې عدم تشدد مونږ له څۀ راکړل؟ نه ولې کله کله متاثره شي؟ دوي دې د وسله والې مبارزې ورکړې راڅرګندې کړي؟؟ او بل چې دا چغې د باچاخان وهي او بیا دهمکیانې یا ارادې د وسله والې مبارزې ښکاره کوي، د بدل او انتقام یادونې کوي یا د عدم تشدد پۀ حقله د کومې مایوسۍ ښکار وي باید د تاریخ پۀ پاڼو کښې د مخکښې نه خپل انجام وګوري.

اول پۀ دې ځان پوهول پکار دي چې عدم تشدد دے څۀ او عدم تشدد مونږ ولې لازم بولو؟ هم دغه راز د تشدد د مبارزې سره پاتې شوي مشران هم زمونږ اتلان دي. طارق پښتونيار د ډاکټر خادم حسېن د کتاب پۀ سريزه کښې ليکي چې د پيرنګي د وخت نه د پښتنو پۀ خاوره د ظلم جبر او دسيسو داسې سائنسي جالونه خوارۀ کړے شوي وو چې لا تر اوسه دوام لري، د هغې مقابله يوازې پۀ تشدد کله هم نۀ شي کېدے دعدم تشدد قامي مبارزه دا جوتوي چې د تاريخي قامي مبارزو شاته ولاړه فلسفه د قام د ازادۍ او خپلواکۍ پۀ نن پېښ چاپېريال کښې پۀ ډېر جديد منظم سياسي سائنسي شکل باندې مخکښې بوتلل دي چې دغه اړتياوې تشدد کله هم نه پوره کوي بلکې اوس د پښتنو سیاسي جغرافيائي پېښ چاپېريال داسې جوړ دے چې تشدد دا قام نور هم پۀ ازمېښتونو کښې اچول دي ځکه د قام لارښودانو له پکار ده چې د عدم تشدد حقيقي اړخ او قوت اولس ته روښانه کړي او د سياسي شعور پۀ لار د مقابلې توان پکښې پېدا کړے شي .

د اولس پۀ خپل اجتماعي غږ او زور باندې باور پېدا کول پکار دي چې نن سبا پۀ پرمخ تللې نړۍ کښې د اولس د غږ نه بل هېڅ زورور نشته. عدم تشدد د خپل هر اړخيزه مفکورې پۀ اساس يو ډېر ستر قامي مزاحمت دے چې پۀ هر وخت کښې د قامونو پۀ ګټه تمامېږي.

عدم تشدد د تاريخ پۀ دغه مهمه دوره کښې تر نن ولې دومره ستر او لازم ؤ؟ دا هغه پوښتنه ده چې بايد هر قامپال پښتون د دې پۀ ځواب ځان ډېر سم پوهه کړي او هېڅ د تردد او ګډوډي ښکار نۀ شي. د پېرنګي نه وړاندې چې د پښتنو پۀ خاوره څومره هم يرغلونه او انداښتونه د بهرنو خلکو لۀ خوا شوي نو د دغه ټولو پۀ نسبت د ټولو نه زياته بربادي او تلپاتې نقصانونه او ضرورنه د پېرنګي لۀ خوا د پښتنو خاورې ته د هرچا نه زیات وو. د پيرنګي موخه تل لپاره د هندوستان پۀ خاوره تر د پښتنو پۀ ځيګر خپله پنجه ټينګ ساتل او د دوي د خاورې او وسائلو کلک ځبېښاک ؤ او د دغه موخې پۀ ترسره کولو د ټولو نه ستر ګواښ پيرنګي ته پښتانۀ وو نو هم دغه لامل ؤ چې پيرنګي د پښتنو تل لپاره کمزوري او پۀ خپل ښکېلاک کښې د ساتلو لپاره د پښتنو پۀ خاوره يو څو بنيادي کارونه وکړل چې پۀ نتيجه کښې دغه خطره پۀ بشپړه توګه د مېنځه لاړه شي او يا ډېره کمه شي.

يو دا چې د پښتنو جغرافيه ئې ماته کړه. اول پۀ کال ۱۸۷۹ کښې د ګندمک د تړون او بيا د ۱۸۹۳ پۀ کال د ډيورنډ د سپېرې کرښې سره د پښتنو جغرافيه پينځه ځاے ووېشل شوه چې کۀ يو اړخ ته ئې پۀ دغه کرښه راښکلو د يو قام د ملا تير مات کړو نو بلخوا ئې د زار روس نه د ځان د ژغورنې او د خپل ځان لپاره د وېرې کمولو پۀ هڅۀ يوه خپله نقشه پۀ وجود کښې راوسته. دوېم مهم کار ئې د اسلام پۀ نامه، ګوندي، فرقه پرستي، او د دغه کار پۀ نتيجه کښې نۀ ختمېدونکې اخ و ډب پۀ “وچه وړه” کښې پرېښودل وو چې دا د انسانانو د ګڼې ګوڼې مرکز تل رنځور او د يو بل سره لاس او ګريوان پاتې شي. ولي خان پۀ خپل کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” کښې ليکي چې “د مذهب پۀ نامه پۀ دې خاوره د ریاستونو وجود ته راوستل د پيرنګي يوه دسيسه وه چې د تل لپاره دا سيمه د ځان متازه او رنځوره وساتي او چې کله ئې اړتيا وي د دې سيمې نه خپلې سياسي ګټې ترلاسه کړي او خپلو غرضونو له ئې وکاروي پۀ تاريخي توګه پښتوخوا وطن کله هم د پنجاب برخه نۀ ده پاتي شوې. خبره هم دغه وه چې دا څنګه د اسلام او مسلمانانو پۀ خېر وېش ؤ چې پۀ اسلام حقيقي پوهېدونکي ټول د هندوستان د اسلام سپېځلي عالمان ئې خلاف وو او د پيرنګي د ادارو نه راغلي خلک ئې ملګري او ملاتړ وو.

کۀ د مذهب پۀ اساس وېش لازم ؤ نو د عبېد الله سندهي ترمخه مسلمانان او هندوان خو د پېړو پېړو نه د يو بل سره پۀ ډېر ټولنيز اړيکو کښې اوسېدل او پۀ تېر مالوم تاريخ کښې خو زياتره هم مسلمانان د ټول هندوستان واکمن پاتې شوي وو او هېڅ کومه مذهبي ستونزه نۀ وه.

درېم مهم ګام چې پېرنګيانو د پښتنو د تلپاتې بربادۍ لپاره کړے ؤ نو هغه دا چې د زرګونو کالو راهسې د پښتنو مرکزيت او غونډځاے افغانستان ؤ، د هغې نه ئې د پښتنو مخه راتاؤ کړه او پښتنو له ئې د هند پۀ لور مخه ورکړه چې پۀ نتيجه کښې د پښتنو ترمېنځ نۀ شليدونکې اړېکې کمزورې شوې. د پښتنو مقاميت او مرکزيت پۀ شعوري ډول ژوبل کړو او د اقتصاد پۀ وسله نوي رخونه پېدا کړے شو او هم دغه د يووالي د يون د ماتولو لپاره تر نن پورې ارادي هڅې پۀ څرګنده ډول روانې دي چې د ازغن تارونو نه راواخله تر د افغانستان سره د تجارتي اړيکو د کمزورې کولو لپاره د تجارتي لارو پۀ دوامداره توګه بندول او پۀ افغانستان کښې نظامي سقوط بشپړ کول هم د دې هر څۀ برخه ده.

دا هرڅۀ کم اتفاقيات نه دي. د يو پښتون لپاره کراچۍ او دوبۍ ته تلل خو اسان ښکاري خو چم پۀ چم د افغانستان کومې ښاريې ته تلل ورته ناممکن.

پۀ يو داسې چاپېريال کښې چې دشمن د يوقام د مېنځه وړلو لپاره دومره پراخ او کلک دامونه ايښي وي، د دې هرڅۀ پۀ ضد غبرګون يوازې د تشدد پۀ لار نۀ کېږي او نۀ تش د ډز پۀ نوم دغه ننګونو ته جواب وئيل کېدے شي د دغې دسیسو د مقابلو او د مېنځ نه د وړلو لپاره هم ،عدم تشدد ، يواځې او يواځې ستره لار پاتې کېږي چې پۀ علمي فکري بنسټونو سره د پرمختللې نړۍ پۀ هرډول سياسي او سائنسي نظرياتو او مفکورو پۀ شعوري ډول غښتل شوے فکر دے، هم د عدم تشدد فکر او غورځنګ دے چې د دشمن پۀ ضد پۀ عقل دليل، پۀ قامي بېدارۍ د دشمن بيانيه پۀ دلیل سره د رسوا کولو، د دشمن پۀ سترګو کښې سترګې ورکول، پۀ اولس کښې سياسي بېدارۍ د زورور مخې ته د ودرولو توان او حوصله او د هر ډول زور او جبر پۀ ضد ډاډه زړۀ د قام پۀ مټ او ملاتړ خبره کول، د رياست د جبر مخې ته ډال کېدل د رياست د تشدد تګ لارې چېنلج کولو ته عدم تشدد وائي.

د قام دننه قامي شعور بېدارول او د قام خور وور لښکر تنظيم کول چې هر وخت ځان د اصلاح کولو سره سره د قامي ګټو لپاره د قامي نظرئې پۀ زور چمتو ودرول وي هم د دغه قامي غورځنګ لپاره باچا خان او د هغۀ ملګرو د “انجمن اصلاح الافاغنه” نه راواخله تر د خدائي خدمتګار او بيا تراوسه پۀ مختلفو ډولونو پۀ ټولنه کښې نېغ پۀ نېغه کار کړے ؤ او پۀ عملي توګه د پښتنو هرې سیمې، کلي، حجرې جومات او ډبې ته پۀ خپله رسېدلي وو او د قام د شعور سويه ئې جګه کړې وه.

کۀ د نړۍ تاريخ وګورئ نو يو وخت داسې ؤ چې پۀ جنګ او تشدد به خبرې لنډې خلاصېدې خو اوسنۍ پرمخ تللې نړۍ بدله ده، د تشدد خبرې کله هم کوم قام ته ګټه نۀ شي ورکولې.

د عدم تشدد پۀ معنی او مفهوم ځان پوهه کول دي نو بیا به ځنې تشويش نۀ راځي د عدم تشدد معنی د ،شترمرغ، پۀ شان سر پۀ شګه منډل هرګز نۀ دے او دا عدم تشدد دے چې يو مخ دے څوک ووهي نو بل مخ ورته ونيسه کۀ يو څپېړه څوک درکړي نو دا به ورته وئيل وي چې ته به ما مړ کړې ما به اوولې ما به ورک کړې ما به وېروې خو زۀ بيا هم دا غږ پۀ جار کوم چې ته پۀ غلطه يې، ته پۀ غلطه يې!

خپله بيانيه پۀ دليل سره سپينه او کلکه پۀ وازه خوله پۀ مېدان وئيل د مظلوم پۀ څپ کښې د ظالم پۀ ضد ودرېدل عدم تشدد دے، پۀ عدم تشدد کښې د تشدد نه زور ډير وي هم دغه وجه ده چې پۀ هر وخت کښې د رياستي جبر هغه خلک ښکار شوې چې پۀ خپل وخت کښې حق وئيلے وي؛ سپين تنګے، ټکر، بابړه او اوسنے ناورين ئې تاريخي مثالونه دي.

سقراط، امام ابوحنيفه، حسېن ابن منصور، ګليليو، باچاخان، ګاندهي جي، نېلسن منډېلا، مارټن لوتهر کنګ او يو شمېر ستر خلک هم پۀ سپينو خبرو او پۀ حق وېنا زورول شوي. عدم تشدد د رياستي جبر د زغم توان پيدا کولو نوم دے، د خلکو د زړونو نه د زورواکو د، مرګ ، ګوت څنډنو، او ،بند، وېره لرې کول دي، پۀ اولس کښې د خپل قامي غږ پۀ زور باور پېدا کول دي .

د عدم تشدد لوے علامت د پښتون وطن پۀ سینه باچا خان دے. باچا خان د عدم تشدد پۀ اړه وائي چې د عدم تشدد معنا خاموش کېدل هيچرې نۀ دي بلکې چې څنګه د تشدد خپلې لښکرې وي هم دغه شان د عدم تشدد هم لښکرې وي. تشدد پۀ کوم دليل نۀ وي ولاړ خو عدم تشدد پۀ ډېرو کلکو دلائيلو ولاړ وي. تشدد ډېر اسان کار دے خو عدم تشدد ډېر ګران دے.

ولي خان پۀ خپل کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګار تحريک” کښې ليکي چې د پښتنو سره پېرنګي ډېر ناروا سلوک کړے دے، صرف پۀ دې خاطر چې پښتانۀ تشدد ته راوپاروي خو پښتنو پۀ داسې سختو حالاتو کښې هم د عدمِ تشدد نه سرغړونه نۀ ده کړې او پۀ عدمِ تشدد کلک ولاړ پاتې شوي دي، ځکه چې پېرنګي به وئيل چې د تشدد کوونکي پښتون نه عدمِ تشدد پښتون زمونږ لپاره ډېر خطرناک دے .

د عدم تشدد پۀ اړه حيات روغانے وائي: د عقيدويي او ستراتيژيکي حېثيت د بحث نه يو اړخ ته عدم تشدد د انساني ژوند يو مستقل ضرورت دے او لوړ انساني قدر دے، تشدد حېواني جبلت او غېر انساني عمل دے چې لنګېږي نو جنګ زېږوي، د جنګ حالاتو کښې عدم تشدد د جنګ جواز د مېنځه وړي، د مکالمې امکان پېدا کوي د سولۍ لار راوباسي او جنګيالي فريق نه اخلاقي جواز اخلي چې جنګ پېل کړي، يا جنګ جاري وساتي د امن حالاتو کښې عدم تشدد د امن د ساتندويه کردار ضمانت دے .

عدم تشدد او اسلام

څنګه چې باچا خان وئيلي چې عدم تشدد پېغمبري وسله ده، هم دا د اسلام او تاريخ له نظره بېخي سمه خبره ده ځکه چې کلمه د ايمان هم قران پۀ زوره پۀ چا نۀ مني بلکې د زړۀ او دليل اطمینان ورله شرط بولي.

دا د دې خبرې څرګند ثبوت دے چې اسلام پۀ تشدد نه بلکې د عدم تشدد پۀ اصطلاح پۀ دليل، مکالمه او د زړۀ پۀ خپله اراده د منلو قائل دے ځکه خو د ايمان مرکز ئې هم زړۀ بللې او پۀ زړۀ هېڅوک جبر نۀ شي کولے.

د بده مرغه مونږ دعوی د اسلام کولو خو د اسلام پۀ اړه هم ځان نه پوهه کولو کله چې د عدم تشدد خبره کول شي نو ځنې خلک وائي دا خو د جهاد نه انکار دے خو حقيقت داسي بېخي نۀ دے ځکه عدم تشدد د نظريې پۀ توګه د ټولنې خوي جوړول دي او د نړۍ ټولو رياستونو ته هم د امن او خبرو اترو د لارې شخړې هوارول دي خو بيا هم کۀ د يو عمل پۀ تشدد سره مخ نیوے وي نو دا اختيار هر ګز د يو ټولنې يو څو وګړو يا ډلو نۀ شي کېدے بلکې دغه واک د رياست وي کۀ زندان ته اچول وي کۀ پۀ بله طريقه سزا ورکول وي هم دغه تعبير د اسلام د جهاد پۀ حواله هم دے اګر چې جهاد پۀ معنا د جنګ حقيقي معنا نۀ لري بلکې د هغې لپاره قران د “قتال” وي، کارولې او مجاهد پۀ دې معنا پۀ حديث کښې ياد شوي “المجاهد من جاهد نفسه” مجاهد هغه دے چې وړومبے د خپل نفس سره مقابله وکړي، جهاد د عدم تشدد ضد چرې هم نۀ دے ځکه چې پۀ اسلامي توګه جهاد د رياست غاړه او عمل وي کۀ پۀ کوم هېواد يرغل وشي نو دلته د د فاعي جهاد او عدم تشدد ترمېنځ هم کوم تضاد نۀ راځي ځکه چې د ازادۍ پۀ وخت کښې څۀ خلکو وسلواله مبارزه کوله او چا د عدم تشدد پۀ شکل کښې خو دا دواڼه پۀ تاريخ کښې زمونږ اتلان دي خو مخکښې مو چې څنګه ووئيل د وسلوالې مبارزې پۀ نسبت د عدم تشدد مبارزه ډېره پياوړې ده، هم دغه راز هر وخت کښې هر پېغمبر هر الهامي دين د دعوت او عدم تشدد پۀ لار د ترهيب او ترغيب د لارې د خپل پېغام رسولو حکم کړے، پۀ قران کښې پۀ سوونو کرته د صبر،عفوې، حکم شوے. د رسول الله (ص) د مکې د ژوند ديارلس کاله مبارزه پۀ عدم تشدد ولاړه وه، پۀ مدينه کښې چې بيا د جهاد حکم راځي نو دا هم هغه مخکې خبره ده چې مسلمانان د يو رياست پۀ حېثيت ولاړ ؤ، هم دغه د صبر او عدم تشدد جذبې ته پۀ بل يو حديث کښې داسې وئيل شوي، لیس الشديد بالصرعة انما الشديد الذي یملک نفسه عند الغضب، ژباړه: پالوان هغه سړے نۀ دے چې خلک وپرځوي، پالوان هغه سړے دے چې د قهر پۀ وخت کښې خپله غصه قابو کړي. کۀ مونږ د عدم تشدد فکر له د اسلام د نظره پۀ تاريخي توګه راځو نو پۀ حقيقت کښې نن نه بلکې د حضرت آدم ع د وخت نه انسي او ابليسي تشدد او عدم تشدد خوي د هابيل او قابيل پۀ شکل کښې مخامخ شوي وو. پۀ قران کښې پۀ سوره ئې مائده کښې داسې وئيل شوي !

مفهوم: “هابيل قابيل ته وائي چې کۀ ته ماته د مرګ لپاره لاس رااږد کړې نو زۀ بيا هم ستا د وژنې اراده نه کوم ځکه زۀ غواړم کۀ دې مړ کړم چې پۀ اخرت کښې زما او هم پۀ خپله ګناه ګرم شې .

د هابيل وېنا د قران پۀ نظر کښې د عدم تشدد د ژورتيا زورورتيا او د دليل پۀ حواله يو ډېر وزني حواله ده .

ډېر خلک وائي چې اسلام پۀ بنسټیز ډول متشدد دے، مسلمان هم لکه د نورو مذهبونو د منونکو کله کله تشدد کوي خو باچاخان د يو داسې غورځنګ تاده کېښودله چې جرړې ئې د قران پۀ تعلیماتو کښې وې او دا باور ئې لرلو چې “عدم تشدد” د پېغمبر وسله وه.

عدم تشدد باچا خان او ګاندهي جي !

د عدمِ تشدد علمبردار څوک ؤ؟ عدمِ تشدد فلسفه د چا وه او عقيده د چا؟ پۀ عدمِ تشدد تر اخره پورې څوک ولاړ پاتې شو؟ عدمِ تشدد د باچا خان فلسفه وه؟ کۀ باچا خان د ګاندهي جي نه خپله کړې وه؟

د دې پوښتنو پۀ اړه رحمت ديوان پۀ تفصيل سره داسې ليکي !

عدم تشدد باچاخان د ګاندهي جي نه يزده کړے ؤ، دا خبره هيڅ تاريخي ثبوت نۀ لري او دا غلط العام شهرت پۀ حقيقت کښې د ارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک پۀ خپل يو کتاب “روهالوجي” ، کښې د يو تېروتنې نه جوړ شوے چې د عدم تشدد نظريه ئې د باچاخان پۀ اړه پۀ ګاندهي پسې تړلې .

دا د کال ١٩٢٩ء ز اخري ورځې دي، چې د ٰال انډيا نېشنل کانګرس کلنے اجلاس پۀ لاهور کښې کېږي او پۀ وړومبي ځل پکښې باچا خان شرکت کړے دے، له دے مخکښې باچا خان د کانګرس ليډرانو سره ليدل کتل نۀ دي شوي او ښاغلى فارغ بخاري وائي چې پۀ وړومبي ځل باچا خان د ٰال انډيا کانګرېس د غړو سره پۀ ۱۹۲۹ کښې وليدل.

باچا خان د پښتنو خدمت ته پۀ ١٩١٠ء کښې ملا تړي، د عدمِ تشدد فلسفه پښتنو ته ورپېژني او پۀ پښتنو کښې د عدمِ تشدد پۀ فلسفه باندې کار کوي، “افغان جرګه”، “انجمن اصلاح افاغنه”، “پښتون” مجله او بيا “خدائي خدمتګار تحريک” مېنځ ته راځي، خو د باچا خان چې کله د ګاندهي جي سره پۀ وړومبي ځل ملاقات کېږي نو دغه کال ١٩٢٩ء دے، لۀ دې مخکښې باچا خان د عدمِ تشدد د فلسفې خورول پۀ پښتنو کښې پېل کړي دي او پښتانۀ نور د تشدد نه اړوي، ١٩ کاله پس هغه د ګاندهي جي سره ويني او دلته هم د ذکر وړ څۀ خبرې د دوي پۀ مينځ کې نۀ کېږي، ګاندهي جي تر ۱۹۱۶ پورې پۀ افريقا کښې دے او باچاخان د علم او سياست د لارې پۀ خپله خاوره لګيا ؤ، د کانګرس کلنۍ جلسه ده او پۀ لاهور کښې ده، باچا خان پۀ خلافت تحريک کښې پاتې شوي وو نو پۀ هم دې ورځو کښې د خلافت کمېټۍ اجلاس هم پۀ لاهور کښې وو خو د پښتونخوا نه چې ورله کوم خلک ورغلي وو، پۀ څۀ خبره هلته هغوي خفه شوي وو او بيا ټولو د خلافت کمېټۍ د اجلاس پۀ ځاے د کانګرس پۀ دې کلنۍ غونډه کښې ګډون کړے ؤ.

ډاکټر حېدر لاشاري پۀ خپل اردو کتابګوټي کښې د عدمِ تشدد د نظرئې پۀ حقله ليکي:

“بعض لوگ سمجھتے هیں كه انهوں نے گاندھى جى كے نظریہ كى پیروى كى هے مگر باچا خان نے 1910ء میں عدم تشدد كى بات شروع كى تھی جب انهوں نے گاندھى جى كو سنا اور نه دیكھا تھا۔ گاندھى جى اور باچا خان كے عدم تشدد میں بھى واضح فرق تھا٬ گاندھى جى نے اهنسا ایسے معاشرے میں روشناس كرایا جهاں كے لوگوں كے پاس اس كا سامان میسر نه تھا اور لوگ آسانى سے اپنا هر عمل كرسكتے تھے مگر پختونوں میں عدم تشدد جواب نهیں ملا٬ انگریزوں كى خفیه رپورٹوں میں بھى خدائى خدمتگاروں كے خلاف تشدد كى رپورٹیں نهیں ملتى ۔

عبدالنافع ثنا د عدمِ تشدد پۀ حقله پۀ خپل يو مضمون کښې ليکي:

عدم تشدد د باچا خان د سياسي نبوغ پۀ برکت له وړومبۍ ورځې د دۀ پۀ ذهن کښې وده کړې وه. هغه د قران کريم له لوستنې دا درک کړې وه چې تشدد له معقوليت سره پۀ فاصله دے. ډېر خلک پۀ دې اند دي چې ګويا باچا خان د عدم تشدد پۀ تګلاره کښې د مهاتما ګاندهي شاګرد دے خو دا خبره صحت نۀ لري. کله چې باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک رامېنځ ته کوي نو پۀ هغه مهال کښې نۀ خو ئې د مهاتما ګاندهي سره د نزدې ليدلي وو او نۀ ئې هم د هغۀ اثار لوستلي وو .

ډاکټر وقار علي شاه پۀ خپل کتاب “غفار خان” (انګرېزي) کښې د باچا خان د عدمِ تشدد د غورځنګ پۀ حقله تفصيلي خبرې کړې دي او د ګاندهي جي او باچا خان د عدمِ تشدد فلسفه يې هم بېله بېله ګڼلې ده، هغه ليکي چې:

ترجمه: د خدائي خدمتګار غورځنګ لويه ځانګړتیا د عدم تشدد پۀ ټینګه خپلول وو. دې غورځنګ کښې برخه اخستونکو ته به ښوونه کېده چې پۀ چا تېرے مۀ کوئ او مۀ وسله ګرځوئ. هغوي ته به د پېغمبر علېه السلام او د هغۀ د ملګرو د ژوند مثال ورکړے کېده چې څنګه به د مکې خلکو پۀ هغوي ظلمونه کول خو بيا هم هغوي د عدم تشدد نه کار اخستلو او کله چې مدینه کښې مسلمانان زور کښې شول نو بيا ئې هم دغه خلکو ته بخښنه وکړه. د عدمِ تشدد لاره باچا خان کال 1910ء کښې خپله کړې وه او ځکه خو د تشدد پۀ لار د ازادۍ غوښتونکو ملګرتیا نه ئې هم څنډه کوله چې د دغه لارې لوے ياد نوم هغه وخت د ترنګزو حاجي صاحب ؤ. د عبدالغفار خان سوانح لیکونکي اکثر د دۀ د عدم تشدد ريښه د ګاندهي جي د سوچ سره د تړلو غلطي کوي، هغوي ګڼي چې دا هماغه عدم تشدد دے چې پۀ هند کې ئې ګاندهي جي تبلیغ کولو .

د باچاخان د عدم تشدد د ګاندهي جي سره د تړون بنسټ د دې نه پېدا شوې چې کله نه باچا خان د کانګرس سره روان شو، د خدائي خدمتګار تحريک د کانګرس سره د يو ځاے کېدو لپاره بايد چې مونږ د هغه وخت حالات پۀ نظر کښې وساتو. پېرنګي د پښتنو پۀ ټوله صوبه باندې ناکه بندي لګولې ده، نۀ څوک د صوبې نه بهر پرېږدي او نۀ دننه، پۀ کلو او کورونو کښې خلک بند دي، څوک کار نۀ شي کولے، پۀ خدائي خدمتګارو يو ناتار جوړ دے، کورونه ئې لوټ کېږي، سوځول کېږي، مالونه ئې مري، رنګ رنګ سزاګانې ورکول کېږي، د صوبې نه خدائي خدمتګارو ته دوزخ جوړ کړے شوے دے او چارسده چې د خدائي خدمتګار تحريک مرکز دے دلته خو د سرکار نه څوک رپ نۀ شي وهلے، لارې ګودرې ټولې د سرکار ګوډاګي پوځ نيولي دي، باچا خان او ورسره نور د خدائي خدمتګار تحريک مشران د ګجرات پۀ جېل کښې بنديان دي، پۀ دې وخت کښې چې کله ميا جعفر شاه کاکاخېل او ميا عبدالله شاه د قاضي خېلو باچا خان ته دا حالات جېل ته ورسوي او د هغۀ نه تپوس وکړي چې مونږ اوس څۀ وکړو؟ نو باچا خان ورته وائي چې مونږ خو پۀ جېل کښې يو، تاسو پۀ هندوستان کښې د مسلم ليګ مشرانو له لاړ شئ او دا خپل حال ورته بيان کړئ.

باچا خان پۀ دې حقله ليکي:

مونږ خو د پنجاب سره پۀ خلافت کښې پاتې شوي وو او زمونږ د خلافت ډېر وروڼه پۀ مسلم ليګ کښې هم وو. مونږ دوي ته دا رايه ورکړه چې تاسو هندوستان کښې د مسلم ليګ مشرانو له ورشئ او ورته ووايئ چې پېرنګيانو پۀ مونږ ډېر ناروا ظلمونه شروع کړي دي او زمونږ صوبه ئې بالکل محاصره کړې ده. تاسو زمونږ مسلمانان وروڼه يئ، مونږ سره صرف دومره امداد وکړئ چې دنيا زمونږ د حال نه خبر شي چې زمونږ تحريک خدائي خدمتګار خو اصلاحي تحريک دے.

کله چې دوي مسلم ليګ ته ورځي نو هغوي ورسره د مرستې کولو نه انکار کوي، بيا دوي هندوستان ته ځي او پۀ ټولو سياسي جماعتونو ګرځي خو څوک ئې هم مرستې ته غاړه نۀ ږدي، اخر چې هغوي د کانګرس د ليډرانو سره وويني نو هغوي د مرستې لپاره لاس ورکوي. باچا خان ليکي:

د کانګرس ليډرانو مونږ نه تپوس وکړو چې ستاسو پېرنګي سره جنګ پۀ څۀ دى؟ مونږ ورته ووې چې د ملک پۀ ازادۍ دے، د جنګ طريقه مو څۀ ده؟ مونږ وې، عدم تشدد، دوي ووې چې دغه جدوجهد او اصول خو زمونږ هم دي، تاسو هم غلامان يئ، مونږ هم غلامان يو، ستاسو هم انګرېز دښمن دے، زمونږ هم دے، تاسو هم ازادي غواړئ او مونږ هم، کۀ تاسو مونږ سره ملګري کېږئ نو مونږ ستاسو مدد ته تيار يو. نو د دوي د دې بيان نه پس مونږ دوي ته ووې چې واپس خپلې علاقې ته لاړ شئ او خپلې د صوبې جرګې سره دا خبره وکړئ چې هغوي څۀ فېصله وکړه نو مونږ ته منظوره ده. دوي لاړل او د صوبې جرګې دا خبره منظوره کړه چې کانګرس سره ملګري کېږو .

باچا خان پۀ جېل کښې دے، پۀ چارسده کښې، بلکې پۀ ټوله صوبه کښې پۀ خدائي خدمتګارو انګرېز يو ناتار جوړ کړے دے، پۀ دې وخت کښې د هندوستان نورې پارټۍ د خدائي خدمتګارو د مرستې نه انکار کوي او کانګرس ئې مرستې ته رامخکې کېږي، پۀ دې وخت کښې کانګرسيانو ته پته لګي چې د باچا خان فلسفه عدم تشدد ده، باچا خان ته هم دا پته پۀ جېل کښې ولګي چې ګاندهي جي خو د عدمِ تشدد پۀ فلسفه ولاړ دے، نو بيا هله چې کله باچا خان د جېل نه راووځي نو د هندوستان دوره وکړي او هلته د ګاندهي جي سره يو ځل بيا وويني او د دوي الحاق بيا د هندوستان د وېش پورې وي.

د عدمِ تشدد د فلسفې پۀ حقله مولانا ابوالکلام ازاد پۀ خپل يو تقرير کښې وئيلي دي چې: ما د باچا خان نه پوښتنه وکړه، چې تا د عدمِ تشدد فلسفه د ګاندهي جي نه زده کړه، نو باچا خان راته ووئيل چې نه! دا فلسفه ما د اسلام نه زده کړې ده .

باچا خان پۀ عدمِ تشدد څومره کلک ولاړ ؤ او ګاندهي جي د عدمِ تشدد فلسفه څومره خپله کړې وه، د دې خبرې ثبوت مونږ ته د فېصل فاران پۀ هغه سريزه کښې چې د “فخر افغان ځانګړنې” پۀ کتاب ئې ليکلې ده، ښۀ څرګندېدے شي، دے ليکي:

هسې خو ګاندهي جي د دې دومره منونکے ؤ چې خبرو کښې به ئې هم د سختو ټکو پکارونه د تشدد عمل ګڼلو خو چې کله دوېم نړيوال لام راغلو نو د مسلم ليګ، کميونسټ پارټۍ اف انډيا سره کانګرس هم د انګرېزي استعمار د مرستې اعلان وکړو، يواځې باچا خان ؤ چې صفا ئې ووې چې دا زما د مفکورې عدم تشدد اپوټه ده او د انګرېز د ملاتړ نه ئې ځان وژغورلو.

مولانا ابوالکلام ازاد چې د کانګرس صدر هم پاتې شوے ؤ او د هندوستان د ازادۍ پۀ تحريک کښې ئې لوېه برخه لرلې ده، ليکي چې:

ما د پاره عدم تشدد د مصلحت خبره وه، د عقيدې خبره نۀ وه. زما رايه وه کۀ بله لاره نۀ وي نو هندوستان ته دا حق ؤ چې له تورې نه کار واخلي مګر پۀ امن ناکه طريقه د ازادۍ ترلاسه کولو کښې عظمت ؤ، شرافت ؤ .

علي خان مسيد پۀ خپله يوه ليکنه “باچا خان او عدمِ تشدد” کښې د ګاندهي جي او د باچا خان د عدمِ تشدد بېلتون پۀ دې ټکو کښې کړے دے:

د باچا خان او ګاندهي جي د عدمِ تشدد پۀ فلسفه کښې جوت فرق ؤ. بابا د عدمِ تشدد پۀ ذریعه د پښتون قام تشدد ورک کولو هڅې کولې، خپله ټولنه ئې اصلاح او رغوله، پښتون ملت ئې د تشدد پسندۍ نه خلاصولو، تر څو د پښتنو د بې علمۍ، غربت او پسمانده ګۍ علاج وکړي او ټولنه اصلاح کړي. مګر ګاندهي جي د عدم تشدد فلسفه د یوې سیاسي ٰالې Political Instrument پۀ طور استعمالوله، تر څو پېرنګیان اړ کړي چې هندوستان پرېږدي، چې د هند ٰازادي ئې پۀ جوته سره د عدمِ تشدد پر بنسټ وګټله، دۀ د عدم تشدد نه هغه کار واخيست، چې نورو قامونو د تشدد کولو پۀ ذریعه د ٰازادۍ مبارزې کولې. ګاندهي جي هندي ټولنه روغه او اصلاح نۀ کړه، هم دغه سبب شو چې د هند د ٰازادۍ نه پس ګاندهي جي پۀ خپله د تشدد ښکار شو او باچا خان پۀ خپل مرګ مړ شو. خان زمان کاکړ پۀ خپله يوه ليکنه “د باچا خان عدمِ تشدد او د انساني تهذيب د بقاء او ارتقاء ضمانت” کښې ليکي:

پۀ تاريخ كښې يوازې خدائي خدمتګار تحريک دے، چې د عدمِ تشدد پر تګلاره تل روان پاتې شو او پۀ هېڅ ډول خونړيو حالاتو كښې ئې تشدد حمايه نۀ کړ، ګاندهي جي او نېلسن منډېلا پۀ نړيواله کچه د عدمِ تشدد پۀ حواله انتهايي مشهور کرېکټرونه دي، خو تاريخي حقيقت دا دے، چې نۀ هم ګاندهي او نۀ هم نېلسن منډېلا عدمِ تشدد ته پۀ هغه اهميت قايل وو، کوم اهميت چې باچاخان عدم تشدد ته ورکړے دے. باچاخان چې د عدمِ تشدد پۀ حقله پۀ ذهني لحاظ څومره واضح ؤ، ګاندهي او منډېلا کله هم دومره واضح نۀ دي پاتې شوي، خدائي خدمتګار تحريک تر پايه پر عدمِ تشدد ټينګ پاتې شوے خو انډين نېشنل کانګريس او افرېقن نېشنل کانګريس د دې تګلارې څخه اخر پر شا شوي.

يو خوا ګاندهي جي چې پۀ انګلستان کښې ئې زده کړې کولې او چې کله هندوستان ته راغے نو کانګرس د مخکې نه يوه تياره جوړه پارټي وه او ګاندهي جي ورسره يو ځاے شو، خو باچا خان چې کله پۀ ښه بد پوهه شو، د پښتنو پۀ خپل مېنځ کې تربګنۍ او دښمنۍ ئې وليدې، د پښتنو د کسب نه نفرت ئې وليدو، تشدد او جهالت ئې پۀ قام کښې وليده نو د خپل قام د دې بد حالت د بدلولو پاره ئې پۀ ١٩١٠ء کال کښې خپله خاني پرېښوده او د پښتنو د ابادۍ لپاره ئې مټې راونغښتلې. يو خوا نېلسن منډېلا ؤ چې د عدمِ تشدد فلسفه ئې فقط يوه حکمت عملي ګڼله، خو بل خوا باچا خان چې پۀ عدمِ تشدد کښې ئې د خپل قام سباوون ليدۀ، د خپل اولس سوکالي او کاميابي ئې پکښې ليده.

کله چې کانګرس پۀ دوېم نړيوال جنګ کښې د پيرنګي مرستې ته غاړه کېښوده نو باچا خان د کانګرس نه استعفٰى ورکړه او بيا ئې د دې استعفٰى تفصيلي وجوهات د هغه وخت پۀ “پښتون” مجله کښې هم چاپ کړل چې يواځنۍ وجه ئې دا وه چې کانګرس د تشدد لاره خپله کړه او باچا خان د عدمِ تشدد لاره نۀ پرېښوده.

باچاخان غني خان او عدم تشدد

يو ګوت نيونه پۀ باچاخان ځنې خلک کوي چې د پيرنګي د تلو پۀ وخت کښې باچا خان کۀ عدم تشدد نه وے راټينګ کړے نو نن به د پښتنو دا حال نۀ وے!

دا خبره کول پۀ حقيقت کښې د عدم تشدد او د هغه وخت د سياسي معروضي چاپېريال د حقيقتونو نه سترګې پټول دي. باچا خان او خدائي خذمتګار څۀ د اتلس کاله نه يو ځاے روان وو د ،اوچې وړې، وېش کانګرس نه غوښتو خو پېرنګيانو د مسلم ليګ پۀ شکل کښې داسې فساديان پېدا کړي وو چې د پېرنګي استعمار تل پاتې له د ګټو لپاره ئې د همېش لپاره دا ټوله منطقه د مذهبي تندروې پۀ لمبو کښې ودروله، کانګرس سره بله لار پاتي نۀ وه يا به ئې وېش منلے او يا پيرنګيان بل شان نۀ تلل دوېمه دا چې باچاخان او ګاندهي جي تر اخره دغه تپل شوي وېش ته نه وو تيار خو پۀ هر تحريک کښې څۀ کمزوري خلک هم وي لکۀ څنګه ډاکټر وقار علي شاه پۀ دې خبره ډېره تفصيلي رڼا اچولې چې د ګاندهي جي نه پرته نهرو پۀ وېش راضي شوے ؤ، ګاندهي جي چې کله د باچاخان خبرې واورېدې چې تاسو خو مونږ لېوانو ته واچولو نو د ډېر خفګان نه ګاندهي جي خفه بهار ته لاړو او دا هر څۀ د يو تاريخي جبر پۀ توګه قبول کړے شو درېمه دا کۀ باچا خان د عدم تشدد لار پۀ دغه وخت کښې پرېښے وے نو تر نن پورې به پسې خلکو خندا کوله چې دېرش کاله ئې څۀ کول او پۀ اخر کښې څۀ کول ځکه چې باچاخان د عدم تشدد سره پۀ کوم جذباتي تړون نه بلکې د يو عقيدوي کمټمنټ پۀ څېر ولاړ ؤ، څلورم دا چې فقير اېپي او ډېر پښتانۀ تشدد ته د پاکستان خلاف لاړل، کومه ګټه ئې ترلاسه کړه؟ پینځم دا چې د باچاخان سره څۀ يو لاکهـ منظم خدائي خذمتګار وو خو بلخوا به دې ته هم ګورې چې دې يو لاکهـ خلکو د تشدد لار اختيار کړې وې نو د دې پۀ ضد ولاړې لښکرې څومره وې؟ پښتانۀ لکه چې همېش هر پردي ډولکي ته ګډېږي پۀ دغه وخت کښې د پير مانکي پاچا ګل صېب او د مسلم ليګ د شنو بېرغونو لاندې لښکر شوي وو، کۀ چرته باچاخان خان د تشدد لار اختيار کړې وې نو پښتانۀ به د نن هم پۀ بد حال کښې وو لکۀ څنګه چې پۀ افغانستان کښې دي چې سياسي عمل پۀ کښې شنډ کړے شو او کله ئې يو لېوه مات کړي او کله بل. شپږم دا چې کومې خبرې پۀ عدم تشدد ممکن کېدے شي هغه پۀ تشدد چرې هم نه کېږي! قامي وحدت يا د پښتنو ملي ارمانونه کۀ پۀ دې قام کښې ژوند راپېدا شو هر وخت ممکن کېدے شي کۀ تشدد پۀ دغه وخت کښې سمه پرېکړه وې نو بلوچان پۀ هغه وخت کښې هم تشدد ته تلي وو او اوس هم لګيا دي خو کومې ګټې ترلاسه کړې سېوا د دې نه چې هر کور ئې د مړو ډک شو، هم د دغه نه بدتر حالت به د پښتنو هم وے هم پۀ دغه تاريخي لاملونه دا مونږ پوره پۀ باور سره وايو چې د باچاخان پرېکړه پۀ دغه معروضي چاپېريال کښې بالکل سمه وه او پۀ 1948 کښې پۀ کراچۍ کښې سوګند هم!

ځنې خلک د غني خان د ځوانانو د ډلۍ خبره کوي خو حقيقت دا دے چې پۀ دې خبره هم پۀ مونږ جذبات غالب شي، غني خان کله هم د پښتنو د ازادۍ لپاره د تشدد غورځنګ نۀ دے جوړ کړے ځکه بنيادي طور هغه يو ازاد خيال سړے ؤ، سياست ئې شوقيه کولو، د دغې ډلې پۀ اړه باچا خان پۀ خپله ليکي چې دا د مسلم ليګ د بدماشانو پۀ ضد د خپلو مشرانو د ساتنې لپاره غني خان يو عارضي څيز جوړ کړے ؤ او دا هغه ځوانان وو تر غني خان پورې چې عدم تشدد ئې د نظريې پۀ توګه نۀ ؤ خپل کړے، دغه څۀ پنځويشت زره ځوانان وو خو هېڅ د کوم ګوريلا وار يا د ازادۍ د جګړې پۀ نامه نۀ ؤ جوړ شوے او نۀ د پښتنو پۀ دغه وخت کښې دومره توان ؤ چې وسلوال پاڅون ئې کړے وے .

کۀ پۀ تېر لنډ مهال کښې مونږ د پښتوخوا پۀ چاپېريال نظر واچوو يا هم دغه لړۍ تر افغانستان هم غزېدلې کۀ پۀ عدم تشدد کښې زور نۀ وې نو د عوامي نشنل ګوند دولس سوه خلک او پۀ مېنځنۍ او سويلي پښتونخوا کښې تر افغانستان پورې به پۀ لکونو پښتانۀ او د خبرو خلک نه وژل کېدل. باچا خان، ولي خان، اسفنديار ولي خان، اېمل ولي خان او منظور پښتون تر اوسه پۀ چا يو خطا ډز هم نۀ دے کړے خو پۀ خبره کښې ځکه زور دے چې د قام دړد دے پکښې او خبره د عدم تشدد پۀ تله او رواياتو پوره کوي. بله خبره دا ياد ساتئ چې عدم تشدد وي نو تشدد به ئې پۀ جواب او ردعمل کښې خامخا وي يعنې ته دا ګمان مۀ کوه چې تۀ به سپینې سپینې هم وائې او څوک به پۀ تا د ګل ګوذار هم نۀ کوي يعنې د عدم تشدد رد عمل خامخا رياستي او غېر رياستي تشدد وي چې پۀ هغې کښې د سر بائيلل هم شته لکه څنګه چې پۀ تېر لنډ تاريخ کښې پۀ ټکر، بابړه او قيصه خانه کښې شوې او يا ځنې نورې پيښې دا ځکه چې دعدم تشدد مفکوره دومره زوره وره ده چې د تشدد او ټوپک علمبردار ترې وېرېږي او پرتوغاښ ئې سستېږي .

فېصل فاران باچاخان ته د سرحدي ګاندهي د لقب ورکولو پۀ اړه ليکي! سرحدي ګاندهي؟ دغه څۀ د هغۀ منونکي هم يو نفسياتي کشالې سره وړاندې کړي چې زړۀ کښې د ګاندهي جي برتري مني خو پۀ خولۀ باچا خان ستائي چې د قامي تعصب نتيجه ده، خو داسې ده چې دا د تعصب خبره نۀ ده، باچا خان پۀ هره حواله د ګاندهي جي نه لوے ؤ.

پښتنو ځوانانو ته خواست دے چې اوس چاپېريال ډير بدل دے، سماجي رسانۍ راغلي، پښتانۀ ځوانان ډېر باشعوره شوي، دا خاوره زمونږ اتلانو ازاده کړې، نۀ پنجابي کومه توره کړې او نۀ هندوستاني. د پنجاپ نه مراد زمونږ هغه کلاس دے چې همېش ئې پۀ تاريخ کښې د مېنځني اېشيا د لوري راغلي خلکو ته ئې هم ستړي مۀ شي وئيلي او د افغانانو پۀ خاوره ورختونکو خلکو له ئې هم ډاډ ورکړے .

کمزوري مو هم دغه ده چې کله د وېش وخت وي نو پۀ هغه وخت کښې رانه کمزوري کېږي يا وئيل کيږي وائي پښتانۀ د تورې مېدان ګټي خو د خبرو مېدان بائيلي، هم پۀ دې رياست کښې به د عدم تشدد پۀ تګلاره خپل قام ځان او وطن ژغورل وي چې د پښتنو ځوانانو دا جذبه وي نو د پښتنو راتلونکې ډېر روښانه دے ځکه چې اوس پۀ ډېر څۀ د پښتنو سر خلاص دے خو پښتنو ځوانانو له به لکه د بلوچو ځوانانو پۀ شان سياسي بلوغت ته ځان رسول وي، د دوه دوه او شش وپنج نه به ځان پۀ سياسي قامي فکر ژغورل وي، خپله ټولنه پۀ دې وخت کښې پۀ دې پوهه کول لازم دي چې اسلام د صبر عفو درګزر برداشت او د بدل پۀ ځاے بخښنه کول څومره مهمه ګڼي څومره ثوابونه پې وئيل شوي د خدائې د پېغمبر ص د ژوند پۀ هر اړخ کښې د ښو اخلاقو د خپل دشمن د معافۍ او د زغم څومره مثالونه قائم کړي، د خپل ترۀ حمزه صېب قاتل ئې څنګه معاف کړے ؤ، د مدينې د منافقانو سره ئې څومره ګوذاره کړې وه خو د ظالم مخې ته ودرېل او حق وئيل ئې هم ستر جهاد بللے. پۀ اسلام کښې د خداے د اړخ نه د انسان سره څومره د رحم سلوک کېږي ځکه چې د خداے صفت ،ارحم الراحمين، راغلے، د عرش لاندې دا کلمه لیکل شوې چې زما رحم پۀ غضب غالب دے. پښتانۀ ننواتي، جرګې، ورورولۍ، چم ګاونډ او روغې جوړې ته څومره درناوښت ورکوي.

دا ټول کارونه د اسلام او خپلو رواياتو پۀ اساس چې وګورو نو هم ‌دغه د عدم تشدد اړخونه دي. عدم تشدد د خپل ورور سره د ګوذارې او د ظالم سره د ژبې دليل او اصولو پۀ وسله د ډغرې نوم دے. عدم تشدد د بېکاره خلکو نه د نرانو خلکو کار دے. بايد چې خپل پښتانۀ وروڼه پۀ دې پوهه کړو چې خپل مسلمان ورور وژل جهاد نۀ دے بلکې د مسلمان مال، ځان او عزت بچ کول جهاد دے، جوماتونه، جنازې او بازارونه پۀ بمونو الوځول جهاد نۀ دے بلکې د دې ابادول رغول جهاد دے، پښتانۀ د اسلام د جهاد پۀ سپېځلي نظريه پوهه کول دي چې جهاد ظالم کېدل نه بلکې د ظالم خلاف ودرېدل دي. پۀ اسلام کښې د يو بې ګناه انسان وژنه د ټول انسانیت وژنه ګڼل شوې، څوک چې درباندې خپل مسلمان ورور وژني، دا سړے د اسلام د انساني حرمت د فلسفې نه نۀ دے خبر، هغه دين چې پۀ هغې کښې د چا زړۀ ازارول د کعبې نړولو نه لوے جرم ګڼل شوے څنګه د يو انسان وژلو امر کولے شي. پۀ لاره کښې بم کېښودل، څوک ويشتل، کورونه ډزول، انسانان پۀ وسلو چړو وېرول، د چا نه پۀ زور پېسې غوښتل اسلام نۀ دے. د خداے پیغمبر (ص) فرمائي چا چې پۀ مسلمان وسله اوچته کړه دا زما د امت نه نۀ دے بلکې پۀ اسلام کښې د لارې نه ازغے، ګټه، مرداره لرې کول ایمان ګرځول شوے. د مسلمان مال عزت اخيستل پښتو اسلام نۀ دے بلکېې بچ کول اسلام پښتو او غېرت دے. د پښتنو وطن د زرګونو کاله نه د امن د وږمو ټاټوبے پاتې شوے، دا پښتانۀ فطرتا متشددين نۀ دي، تشدد دوي له راوړل شوے، د ډېرو وسيلو پۀ زور او لا دغه لوبه روانه ده. د تورې جهاد د افرادو، ټولګو نه! د ریاست فريضه ده. بايد چې مونږ دا خپله خاوره د هر ډول ظلم جنګ او تشدد نه پاکه کړو، تشدد د فرد کورنۍ نه واخله تر د قام او ریاست پورې وغندو او ختم ئې کړو، دې ته اسلام وائي، هم دې ته پښتو او هم دې ته عدم تشدد وائي.

يحي وردګ پۀ خپل کتاب “زمونږ د باچا خبرې” کښې وائي چې باچاخان به وئيل

زۀ تاسو له يو داسې وسله درکوم چې کوم پولېس پوځ ئې ستاسو نه نۀ شي اخيستې .دا پېغمبري وسله ده، د دنيا يو طاقت هم دې ته نشي ټينګېدے . کله چې تاسو خپلو سیمو ته لاړ شئ نو هلته خلکو ته اووائئ چې دلته يو خدائي لښکر دے چې د هغوي وسله ،عدم تشدد، دے خپلو خپلوانو او کليوالو ته اووائې چې پۀ دې خدائي لښکر کښې شامل شئ. هغوي ته اووايئ چې پۀ دې لاره کښې ټول کړاؤونه او ازمېښتونه دي. دغه هر څۀ دې پۀ صبر سره اوزغمي کۀ صبر ئې وکړو کامیاب به شي.

د عدم تشدد د غورځنګ سره د پښتنو پۀ سوونو کالو تاريخ تړل شوے دے. تشدد پښتانۀ ټول عمر ژوبل کړي او وطن ئې وران شوے ځکه د دغه مفکورو نه پام اړول لازم دي، د قامونو منزل ته اوږد مزل وي، کله هم چې يو قام خپل قامي مرام ته چې رسي نو د ډېر څۀ قرباني ورکول وي، ډېر څۀ ئې بيللې وي نو هله پۀ يو ډګر ودرېږي چې نظريه جذبه او عزم وي نو دغه منزل ته مزل ډېر زر لنډېږي.

پۀ 2004 کښې د پارس نوبل جائزه ګټونکې ښځۍ شېرين عبادي دا غوښتنه کړې وه چې د ، عدم تشدد ،نړيواله ،ورځ دې ونمانځل شي. هندوستان دا خبره ډېره خوښه وګڼله، او دا وړاندېز ئې ،بېن الملل ،ته ويوړو، پۀ پينځلسم جون 2007 کښې ،بېن الملل ، دا خبره ومنله، رايه شماري وشوه او 143 رائې د دې پۀ حق کښې راغلې، دوېم اکتوبر د ګاندهي جي د زېږون ورځ ده، پۀ دې نسبت دغه ورځ وټاکل شوه خو ولې بلخوا تاريخي حقيقت او واقعیت دا دے چې باچاخان د ګاندهي نه ډېر ستر دے خو د ګاندهي جي شاته رياست دے او باچاخان لا د خپل اولس ، سويلي اېشيا ، مېنځنۍ ايشيا، او ټولې نړۍ د امن پۀ هيله لکه د پل پۀ شان بې رياسته د جلال باد پۀ باغ کښې شلېدلې تڼۍ پروت دے .

فقه شریعت پښتو پۀ ځاے تمامه ده

وينه د پښتون پۀ بل پښتون باندې حرامه ده

دا هم ولولئ

پښتنه منطقه او نوے چاپېريال – مولانا خانزېب

د افغانستان خاوره همېش لپاره د بهرني يرغلونو او غوبلو “درمن ” پاتې شوے خو …