د همدرد يوسفزي د افسانې ”کيپ ټاؤن او باچا خان“ جائزه—فرحت عباس

دا ليکنه شريکه کړئ

فکشن (افسانوي ادب) د ديومالائي ادب نه پس د انسان پۀ ذهني ارتقائي سفر دلالت کوي چې څنګه دغه متجسس او مافوق الفطرت (ديومالائي) تصورات بدل شو او هغه صورت ئې اختيار کړو چې پکښې د انساني ژوند ژواک رښتونې خاکې راښکلے کيږي۔ ډاکټر سهېل بخاري پۀ خپل کتاب “اردو داستان کا فنی تجزیہ” کښې د دغه تصوراتو پۀ حواله ليکي: “دغه داستاني ادبيات پۀ حقيقت کښې د کائنات د تشريح کوششونه وو1”۔ لرغوني انسان به څنګه سوچ کوو، کار به ئې څنګه کوو او د ځان لپاره به ئې د ژوند نوې لارې چارې څنګه لټولې، دغه داستاني ادب ئې پۀ ښۀ شان عکاسي کوي۔ پۀ انساني ژوند باندې د مختلفو انقلابونو اثرات ډېر ژور دي او دغه اثرات پۀ ادب کښې پۀ ښۀ شان ترسترګو کيږي۔ د زرعي انقلاب نه پس پۀ انساني ټولنه کښې د بدلون پۀ نتيجه کښې چې کوم ساختياتي امتيازات مخې ته راغلي وو هغې د صنعتي انقلاب پۀ سبب بل شکل اختيار کړو۔ اوس دغه هر څۀ پۀ عموميت سره د ادب برخه جوړ شو او نقادانو هغه څۀ ته اهميت ورکړو کوم څۀ چې د ”ادب د ژوند لپاره“ مفکورې د اثر د لاندې تخليق کېدل۔ فکشن چې د ادب  مهمه برخه ده او د قيصې خوښؤنکي انساني فطرت پۀ وجه ډېر اهميت لري، د ډېرې ژورې مشاهدې، مطالعې او تجربې پۀ نتيجه کښې تخليق کيږي۔ خو  د دې سره څنګ پۀ څنګ داسې ليکوالان هم شته چې هغوي د سهل پسندۍ نه کار اخلي او دغه سهل پسندي د هغوي فن ته زيان رسوي۔ پۀ دغه حواله ډاکټر جميل جالبي پۀ خپل مشهور کتاب ”ارسطو سے ايليټ تک“ کښې د “فکشن کا فن“ د سر خط د لاندې د هنري جيمس (1843ء 1912ء) مضمون نقل کوي: ]ژباړه: ”دا خبره سمه ده چې پۀ ګڼ شمېر کښې داسې فکشن موجود دے کوم چې زمونږ د دور د ساده باده خلکو خوښ دے او چې د هغې نه دا خبره ظاهريږي چې داسې تخليق کوم چې دومره پۀ اسانۍ سره کيږي، د دغې څۀ خاص مزاج يا کردار نۀ شي کېدے2“۔[ د پښتو فکشن پۀ دومره اوږد دور کښې اګر چې تخليق شوے ډېر دے خو د دغه سهل پسندۍ او عمومي رنګونو لۀ وجې د جمود ښکار پاتې شوے دے۔د پښتو افسانې سفر کوم چې د کال 1917ء نه پېل شوے دے تر کال 1950ء د عمومي روايتي انداز او موضوعاتو لۀ کبله هغه ځائے ته نۀ دے رسېدلے کوم مقام چې پکار ؤ۔ پروفېسر اسير منګل دا دور د پښتو افسانې عبوري دور ګڼلے دے3۔ ولې کله چې اولسي ادبي جرګه پېښور پۀ وجود کښې راغله نو دا د پښتو فکشن او پۀ خاصه توګه د افسانې هغۀ بنسټ وګرځېدۀ چې د پښتو د افسانې عمومي روايت ئې بدل کړو او د ”ادب د ژوند لپاره“ مفکورې پۀ بنياد ئې د عصري تقاضو عېن مطابق هيتي او ماهيتي تجربې پۀ کاميابۍ سره وکړې۔ دا هغه زمانه وه چې نيمه اوچه د مختلفو اثراتو د لاندې راغلې وه۔ دا اثرات سياسي هم وو او معاشرتي هم ولې چې د روسي انقلاب او برټش راج اغېزې نېغ پۀ نېغه پۀ دې سيمه پرتې وې۔ يو اړخ ته کۀ معاشي نظريات پۀ شعوري توګه د ادب برخه شوي وو د کوم پۀ نتيجه کښې چې ترقي پسند تحريک پۀ وجود کښې راغلے ؤ او دغه تسلسل د انجمن ترقي پسند مصنفين پۀ صورت کښې نن هم موجود دے۔ د دغې سره څنګ پۀ څنګ د هند د تقسيم پۀ صورت کښې پۀ پاکستان کښې د محکومو قامونه د استحصال پۀ وجه مزاحمتي ادب پۀ جديد شکل کښې مخې ته راغے او د شعري ادب سره سره د نثري ادب برخه جوړ شو۔ پۀ افغانستان کښې د شوروي انقلاب او بيا د روس د ماتېدو پۀ نتيجه کښې دا منطقه د نويو حالاتو سره مخ شوه چې عالمي سامراجي قوتونو د سرمايه دارانه نظام د دوام لپاره د درېمې نړۍ هېوادونه پۀ نخښه کړل چې مقصد ئې خپل اثر رسوخ او پۀ خاصه توګه د مات روس د معاشي نظرياتو لۀ مينځه وړل او د سرمايه دارانه نظام ترويج او پرچار ؤ۔ د دې دپاره د ترهګرۍ وسله پۀ کار راويستلے شوه او افغانستان د عالمي سامراج پۀ نظر کښې تر ټولو ويړيا، زړۀ راښکونکے او اسان مرکز ؤ۔ دا هغه اثرات وو چې د پښتو ادب هيتي او ماهيتي اندازونه ئې د زړو روايتونو او مفکورو نه راوويستل۔ د دې اثراتو پۀ نتيجه کښې د دې منطقې د اولس رويې، ژوند او د ژوند انداز بدل شو۔ د امن، مينې او اعتدال پۀ ځائے پۀ پښتنه ټولنه کښې بدامني، نفرتونه او انتهاپسندي او شدت پسندي ځائے شو۔ د عام اولس پۀ نفسياتو دغه اغېزې ډېرې ژورې وې۔ هغه اولس چې باچا خان د عدم تشدد پۀ بنياد د مينې او رورولۍ سره اشنا کړے ؤ، د بې يقينۍ ښکار شو۔ همدرد يوسفزي پۀ دې افسانه کښې د باچا خان عدم تشدد پۀ يو مربوط او ساختياتي انداز کښې وړاندې کړے دے۔ عدم تشدد هغه انساني رويه ده د کومې بنياد چې پۀ سائنسي اصولو باندې دے۔ دا د انساني رويو د ردعمل يوه سائنسي لار ده۔ اګر چې پۀ تاريخي حوالو د دې تشهير پۀ مختلفو منطقو کښې پۀ مختلفو اندازونو شوے دے خو د باچا خان عدم تشدد عملي طور ټولې نړۍ ته د دې ښې او مثبت نتيجې ښودلې دي۔ عدم تشدد او پښتانۀ دوه متضاد څيزونه وو، او پۀ دې کښې مختلف عوامل کار فرما وو چې د ټولو نه لويه وجه ئې د سامراجي قوتونو هغه رويه وه کومه چې د دې قام د ”غېرتي، زورور، نران وغېره پۀ بنياد وه۔ باچا خان پۀ خپل کتاب ”زما ژوند او جدوجهد“ کښې ليکي: پښتنو پۀ لوئے لوئے حکومتونه جوړولے شول، خو ټينګولے ئې نۀ شول، د دې وجه دا وه چې پۀ پښتنو کښې اجتماعي ژوند، قوميت او اتفاق نۀ ؤ4۔ ځکه چې د دوي رويې د خپل او پردي لپاره بيلې بيلې دي۔ دوي د شېر شاه سوري خلاف د بابر پۀ لښکر کښې شامل شوي دي او پښتون ابراهيم لودهي ئې وهلے دے۔ وروستو د خدائي خدمتګار تحريک خلاف پۀ مسلم ليګ کښې شامل شوي دي۔ دا هغه بدنصيبۍ دي چې نن هم جاري دي۔ همدرد يوسفزے د پښتو جديد فکشن هغه نوم دے چا چې د نويو رجحاناتو سره سره د پښتو افسانوي ادب ځولۍ د هغه موضوعاتو نه شتمنه کړه کوم څۀ چې پۀ نړيوال کچ د ننني ګلوبل وېلج تقاضه ده۔ پۀ افسانه ”باچا خان او کيپ ټاون“ کښې همدرد يوسفزے پخپله د مرکزي کردار لطيف خان پۀ صورت کښې موجود دے۔۔ همدرد يوسفزے د افسانې اغاز ډېر پۀ هنرمندۍ سره د کيپ ټاون پوهنتون نه کوي او دغلته د سويلي افريقا د تور پوستو د استحصالي ژوند حال کوم چې د تور رنګ لۀ وجې د انساني حقونو نه محرومه وو، قيصه کوي۔ دا هغه سامراجي رويه وه چې د نسلي امتياز پۀ بنياد دغه اولس د ټولې دنيا د سپين پوستو د سترګو ازغے ګرځېدلے ؤ خو د قامي او سياسي شعور پۀ بنياد د ډېر اوږد او مسلسل جدوجهد نه پس دغه زبېښاک پاې ته ورسېدۀ۔ همدرد يوسفزے د دغه اولس د سياسي کېدلو بنيادي نکته داسې بيانوي: “زما د کلاس ملګري بلها سياسي خلک وو۔ زيات ملګرو د National Congress Youth League (ANCYL) Africa سره تړاو لرلو چې د افريقې نېشنل کانګريس د طالب علمانو سياسي ونګ ؤ”۔ د محکومو قامونو لپاره سياست يواځينۍ لاره وي چې د خپلو حقونو ګټلو لپاره پرې مبارزه وکړے شي۔ سياسي بدحالي يا غېر سياسي کېدل د يو قام د ټولو نه لويه بدبختي وي۔ همدرد يوسفزي دا نکته هم پۀ شعوري توګه دلته د خپل قامي او سياسي بدحالۍ پۀ تناظر کښې وړاندې کړې ده۔ بيا پۀ خاصه توګه د طالب علمانو سياسي کېدل د قامي او سياسي شعور پوړۍ وي کومه چې دلته غېر اهم ګڼلو او منلو لپاره پۀ رياستي توګه هڅې کيږي۔ همدرد يوسفزي پۀ دې افسانه کښې هم لکه د خپلو نورو افسانو منظر کشي پۀ ډېر ښائسته انداز کښې کړې ده او د کيپ ټاون د ښار کومه نقشه چې ئې راښکلې ده هغه سړي ته دا احساس نۀ راکوي چې ګنې زۀ دا افسانه پۀ کتاب کښې لولم بلکې سړے د ځان سره د کيپ ټاون پۀ لانګ سټريټ کښې لاس نيولے ګرځوي۔ همدرد يوسفزي د مزاحمتي ادب پۀ حواله د افريقا د تور پوستي او انقلابي شاعر بنجامين ذکر هم کوي چې د سپين پوستو د جبر او استحصال خلاف ئې پۀ عملي توګه سياست هم کولو او د هغوي د لاسه پۀ دار شوے ؤ۔ د پښتنو د قامي او مزاحمتي سياست ستر نوم اجمل خټک هم د بنجامين سره څنګ پۀ څنګ يادوي، ولې چې د جبر او استحصال خلاف سياسي مبارزه د اجمل خټک او بنجامين شريکه مبارزه وه۔ اګر چې قامونه، ژبې، جغرافيه ئې مختلف وو خو د دغه جبر او استحصال پۀ نتيجه کښې د بې واکۍ او غلامۍ احساس ئې شريک ؤ۔ څنګه چې د درېمې نړۍ د استحصال قيصه يوه ده داسې ئې ادب، سياست، رويې، مبارزه، معاشرت او ژوند ژواک يو بل سره تړلي دي۔ د لطيف خان  قام او د بنجامين او ليتابو قام د يو رنګه ناورين سره مخ وو۔ د اجمل خټک د نظم پۀ اورېدو سره ليتابو د دې اظهار داسې کوي: “يه هلکه انقلابي! دا خو د بنجامين د نظم پۀ شان نظم دے لکه چې زمونږ دردونه او تکليفونه يو رنګ دي۔ رښتيا چې د محکومو قامونودردونه يو رنګ وي۔ جابر حاکم، ظالم او زورواکي هر ځائے يو شان وي”۔ همدرد يوسفزے ډېر پۀ خوند خوند افسانه مخې ته بيائي او د افسانې مرکزې نکتې ته ځان رسوي خو دا د هغۀ د سليس اسلوب کمال دے چې لوستونکي ستړي کوي نۀ بلکې د هغوي تجسس لا نور سېوا کوي چې وړاندې به څۀ کيږي۔ د افسانې پلاټ ډېر راښکلے دے چې پۀ يو ځائے کښې هم لوستونکيو ته مات يا نيمګړے نۀ محسوسيږي۔ کله چې ليتابو د اجمل خټک د کتاب “دا زۀ پاګل ؤم” ژباړه ولولي نو لطيف خان ته ووائي چې دا ډېره ښۀ موضوع ده او پۀ دې باندې ډېر ښۀ ريسرچ کېدے شي نو هغه سکوټ انکار وکړي او پۀ شاعرانو باندې تنقيد کوي چې دا د عمل خلک نۀ وي، بلکې دوي صرف د شاعرۍ پورې محدود وي۔ اکثر وئيلے کيږي چې ليکوالان/فنکاران پۀ عملي ژوند کښې بې کاره ثابتېږي5۔ دلته ليکوال پۀ هغه شاعرانو باندې تنقيد کوي څوک چې دا وائي چې شاعران دې غېر سياسي وي او شاعرانو له پۀ سياست کښې برخه اخيستل نۀ دي پکار۔ خو زما پۀ خيال شاعرانو ته قام سترګې هم پۀ سياسي او سماجي تناظر کښې وئيلے کيږي۔ د قام سترګې کېدل د قامي استحصال خلاف عملي کار کولو ته وائي، سياست کښې برخه اخيستلو ته وائي۔ ليکوال دلته شاعري د مشاعرو د لکهنوي روايت نه راويستل غواړي، شاعران د مشاعرو د واه واه پورې محدود کول نۀ غواړي اګر چې د اجمل خټک او بنجامين پۀ حواله د ليکوال نقطه نظر مختلف دے او د دې دواړو شاعرانو د عملي سياست او زيا ستائنه ئې هم کړې ده۔ کله چې د شاعرانو د جذباتيت خبره وکړي نو د بنجامين او اجمل خټک پۀ حواله وائي: “زۀ پوهېدم چې زما دا دليل کمزورے دے او بنجامين او اجمل صېب دواړه د عمل خلک وو، سياسي خلک وو۔ بنجامين د سياست پۀ دغه مبارزه کښې پهانسي شوے هم ؤ او اجمل صېب د قيامت نه زيات تنګ ژوند د سياست پۀ مېدان کښې تېر کړے ؤ”۔  خو بيا هم د دغه موضوع نۀ اخيستل دلته بله بنيادي نکته پۀ ګوته کوي او هغه دا چې همدرد يوسفزے د جز پۀ ځائے د کل خبره کول غواړي۔ هغه غواړي چې د اجمل خټک پۀ ځائے د هغه لارښود خبره وکړي او د هغه د عدم تشدد پۀ مبارزه تحقيق وکړي چا چې اجمل خټک پېدا کړے دے، چا چې اجمل خټک او ټول پښتون اولس ته دغه فکر ورکړے دے، چا چې د خدائي خدمتګار تحريک پۀ شکل کښې بلها شاعران، ليکوالان پېدا کړي دي او هغوي پۀ عملي توګه د پښتنو د سياسي کولو لپاره کار کړے دے۔ ښاغلے ليکوال د موضوع پۀ حواله هر پښتون ته دا پېغام رسؤل غواړي چې د باچا خان عدم تشدد چې د ګاندهي جي نه پۀ ډېرو حوالو مختلف هم ؤ او عملي هم، نړۍ ته ثابت کړي او باچا خان د يو ستر سياسي لارښود پۀ حېث د نړۍ پۀ لويو سياست مدارو کښې ودروي۔ کله چې هغه د موضوع لپاره د خپل ملګري ليتابو سره بحث کوي نو ليتابو ورته د ګاندهي جي د اهنسا خبره کوي خو د باچا خان نه واقف نۀ وي۔ بيا خپل سپروائزر پوکاموسو ته خپله موضوع وړاندې کوي نو هغه ورته هم د ګاندهي جي د اهنسا نوم اخلي چې پۀ دغې کښې د ډېر څۀ راسپړدلو ګنجائش شته خو چې کله ورته لطيف خان د غفار خان (باچا خان) نامه اخلي نو هغه باچا خان صرف د انډين نېشنل کانګريس د مرکزي کونسل د يو غړي پۀ حېث پېژني او دومره ورته پته وي چې پۀ قام افغان ؤ بس۔ حالانکې دغه پروفېسر د اکسفورډ پوهنتون نه د عدم تشدد پۀ سياسي تحريکونو پي ايچ ډي کړې وي۔ دلته ښاغلے ليکوال د باچا خان پۀ عالمي کچ نظراندازګي بيانوي چې پۀ شا ئې د پښتنو بې حسي او بې شعوري بنيادي عوامل دي، او دا د پښتنو قامي الميه ده۔ بله هغه رياستي رويه چې پۀ نصاب کښې اول د باچا خان ذکر خو کوي نۀ او کۀ کوي نو صرف د يو مصلح پۀ حيثيت کوي حالانکې باچا خان نۀ اين جي او ټائپ شخصيت ؤ او نۀ د مصلح پۀ توګه راپېژندل کافي دي۔ بلکې باچا خان چې څلور دېرش کاله جېلونو او ټارچر سيلونو کښې تېرول نو عبدالستار ايدهي يا نور انساني خدمت ګاران او مصلحان ولې د انګرېزانو او روستو د رياست پاکستان پۀ جيلونو کښې قېد پاتې نۀ شو؟ دا بنيادي سوال دے۔ بله خبره دا ده چې دلته د قوميت او شهريت ترمينځه توپير ته همدرد يوسفزي پۀ ډېره ښۀ طريقه اشار کوي چې کله ترېنه  سپرواiزر پوښتنه وکړي: “زما د معلوماتو ترڅنګ دغه سړے پۀ قام افغان ؤ او تۀ د پاکستان يې نو ستا اتل څنګه شو”؟. دا د باچا خان پۀ حواله د يو پروفېسر اپروچ دے چې د پښتنو د وېش او جغرافيې نه هم نۀ دے خبر او وجه ئې د دغۀ مغالطو تشهير دے خو دغه تاريخي جبر ورته لطيف خان پۀ ډېر ښۀ انداز بيانوي چې څنګه پښتونخوا (چې د مرکزي ايشياء برخه وه) د سويلي ايشياء سره وتړلے شوه۔ دغه جغرافيائي غېر فطري وېش نن هم د پښتنو نه د قوميت پۀ ځائے د شهريت غوښتنه کوي او دغه مغالطه پۀ عام و خاص کښې عامه ده۔ همدرد يوسفزے د باچا خان د عدم تشدد رويه او عمل د ګاندهي نه د مختلف ثابتولو پۀ اړه د باچا خان مشهور قول خپل سپروائزر ته رانقل کوي کوم چې د نيمې وچې د وېش نه پس باچا خان ګاندهي ته وئيلے ؤ چې:

“You have thrown us to the wolves”

پۀ دې خبره اورېدو سره د سپروائزر حېرانتيا نوره هم سېوا شي، نو لطيف خان ورته د باچا خان د عدم تشدد پۀ رويه د تحقيق د ګنجائش خبره وکړي چې زۀ څنګه پۀ دغه نوي ملک کښې د خپل نصاب، اتل، تاريخ، کلتور او ژبې نه محرومه پاتې يم۔ همدرد يوسفزے عدم تشدد هغسې ثابتول غواړي څنګه چې د باچا خان پۀ ذات کښې شامل ؤ يعنې باچا خان عدم تشدد ته عقيده وئيلي وو، نو دلته د افريقا لوئے انقلابي نېلسن منډېلا عدم تشدد هم لکه د ګاندهي د عدم تشدد صرف يوه سياسي حکمت عملي ثابتيږي کومه چې پۀ دې افسانه کښې بيان شوې ده يعنې د ليکوال دغه شعوري کوشش چې د باچا خان د عدم تشدد ځانګړنې پۀ دليل سره ثابتې کړي پۀ کاميابۍ سره مخ پۀ وړاندې بوځي۔ د موضوع منظورېدو نه پس ښاغلے ليکوال د خپل مربوط پلاټ ترمخه د خپل ټولګي يوه پېغله پملا سره بحث کوي چې هغه پۀ منډېلا باندې کار کوي او پملا د هغۀ لپاره ډېر مهم کردار ثابت شي۔ ليکوال د هغه جزېرې (روبن) ذکر هم کوي چرته چې نېلسن منډېلا د قېد و بند زمانه (اوويشت کلونه) تېره کړې وه۔ همدرد يوسفزے پۀ افسانه کښې ځائے پۀ ځائے د موضوع عېن مطابق د پښتو شعرونه او د انګرېزۍ انقلابي نظمونه هم ليکي او دغه شعرونو کښې د دۀ ملګري ليتابو ته د خپل هېواد هغه تور او د جبر او استحصال نه ډکه زمانه ياده شي کومه چې هغوي څو پېړۍ تېره کړې وه او دغه نظمونو کښې لطيف خان د خپل وطن تصويرونه ويني۔ د رېسرچ پۀ دوران کښې د هرې مرحلې ذکر پۀ ډېر توازن سره پۀ جامع انداز کښې شوے دے۔ بيا د پوهنتونونو د ډيفنس طريقه کار او د سپروائزر سره د نظرياتي اختلاف پۀ وجه د مشکلاتو پېدا کولو نقشه هم پۀ افسانه کښې راښکے شوې ده کومه چې دلته عامه ده۔ دلته اکثر سپروائزران د ذاتي خوښې نا خوښې او نظرياتي/سياسي اختلاف پۀ وجه طالب علمانو ته مشکلات پېدا کوي د کومې اظهار چې پملا لطيف خان ته داسې کوي:] ”پروفېسر جان چې د لندن پوهنتون نه د بيروني سپروائزر پۀ توګه ستا ډيفنس له راغلے، داسې نۀ د برطانيه استعمار او کالونيزم دغه مقاله پۀ ذاتي تعصب ريجيکټ نۀ کړي“[۔ دا ويره د هر سکالر سره وي، کومې ته چې همدرد يوسفزي اشاره کړې ده۔ پۀ اخره کښې د پي ايچ ډي مقالې د ډيفنس مرحله راشي او ښاغلے ليکوال ډېر پۀ هنر سره د خپلې پي ايچ ډي دفاع هم کوي او د عدم تشدد پۀ بنيادي نکتو او د ګاندهي او باچا خان پۀ عدم تشدد کښې امتياز ډېر پۀ مدلل انداز کښې داسې بيانوي: ”باچا خان د مستقيم تشدد نه زيات د ساختياتي تشدد خلاف ؤ۔ هغۀ پۀ پښتنه ټولنه کښې د تپل شوي ساختياتي تشدد خلاف داسې جنګ وکړو چې خلک ئې د دغه ساختياتي تشدد نه رابهر کړل۔ د جنس، مذهب، پېشې او کار کسب پۀ شکل کښې موجود دغه ساختياتي تشدد هغه پۀ دې بريالے کړو چې د يو لک خدائي خدمتګارانو فوځ جوړ شي“[۔ د ساختياتي تشدد خلاف د باچا خان عملي مبارزه او پښتانۀ د دغه بد ترين تشدد نه رابهر کولو پۀ شا چې کوم نفسياتي عوامل کار فرما وو پۀ هغې کښې بنيادي محرک صبر ؤ، چې يو انسان ته د راپېښو ستونزو نه د وتلو لپاره د لارو چارو لټولو موقع ورکوي۔ د دغې ذکر ښاغلے سميع الدين ارمان پۀ خپل کتاب ”نړيوال تنقيدي معيارونه“ کښې د ”فلسفه عدم تشدد د نفسياتي بنيادونو“ د سر خط د لاندې داسې کوي:]دا خو ښکاره جاره حقيقت دے چې د حب جاه او رياء پۀ شا د يو انسان پۀ بل انسان د برترۍ نفسيات موجود وي۔ اوس دا مذکوره نفسيات پۀ اعتدال کښې ساتل د يو عقلي ضرورت سره سره يو معاشرتي ضرورت هم دے، نو د صبر حکمت دا وي چې انسان د امتيازي کثافت پۀ ځائے د مشترکه عظمت پۀ ولقه کښې ساتي6۔[ د باچا خان عدم تشدد د صبر پۀ بنياد ولاړ ؤ، او د دغه معتدلې رويې د عام کولو لپاره هغۀ د خپلو ملګرو تربيت پۀ داسې انداز کړے ؤ چې د ساختياتي تشدد مونډ ئې پرې د پښتنې ټولنې نه ويستلے ؤ۔ د کلي کسب پېشه خلک چې د پښتنو پۀ ټولنه کښې پۀ عموميت سره سپک ګڼلے کېدل، د باچا خان پۀ تحريک کښې د مشرۍ جوګه وګڼلے شول او شتمنو خلکو ورته هم درناوے ورکړو۔ د دې پۀ مقابله کښې د ګاندهي د عدم تشدد پۀ حواله همدرد يوسفزے پۀ ډېر قوي دليل سره پۀ افسانه کښې حال داسې بيانوي:]بل اړخ ته ګاندهي جي د ساختياتي تشدد پۀ اړه مبارزه سدهم ته شين دے، هندوان د بدترين ساختياتي تشدد نه تېرېدل۔ شودر، ويش، کهشتري او برهمن پۀ نوم وېش وو چې د ساختياتي تشدد بد ترين مثالونه وو۔ دې سلسله کښې د ګاندهي جي هريجن اندولن هم پۀ اصل کښې د 1932ء د کمونيل ايوارډ ته ردعمل ؤ”[۔کمونيل ايوارډ کوم چې د ميکډونلډ ايوارډ پۀ نوم پېژندلے شي د برطانيه وزيراعظم رامسے ميکډونلډ د دوېم ګول مېز کانفرنس د ناکامۍ نه پس پۀ (1930ء – 32) کښې رائج کړے ؤ چې پکښې پۀ هندوستان کښې د لاندې طبقو لپاره د بيلو ووټونو توسيع شوے ؤ7۔ ګاندهي جي مخامخ دا مؤقف اختيار کړے ؤ چې د دې سره به پۀ هندو ټولنه کښې انتشار پېدا شي خو د دې تر شا د ګاندهي جي غټه ويره دا وه چې د هندوانو طاقت به تقسيم شي حالانکې دغه ايوارډ پرېوتې طبقې ته قبول ؤ۔ ګاندهي جي مسلمانانو او سيکهانو ته دغه نمائندګي ورکولو پۀ حق کښې ؤ خو د هندوانو د پرېوتې طبقې د نمائندګۍ نه خلاف ؤ۔ دلته د ګاندهي جي د ساختياتي تشدد پۀ حواله هيڅ ردعمل پۀ نظر نه راځي بلکې د دغه جبر او غېر انساني عمل لۀ مينځه وړلو پۀ ځائے د مسلمانانو پۀ مقابله کښې د هندوانو تقسيم ته پۀ يو صورت کښې هم نۀ ؤ تيار۔دا خبره د ګاندهي جي د عدم تشدد او سياسي ژوند نه ثابته شوې ده چې کۀ يو طرف ته ګاندهي جي دا خبره کوي چې کۀ څوک درله پۀ يو مخ څپېړه راکړي نو بل مخ ورته راګرځوه خو د هندوستان پۀ ټولنه کښې پۀ عموميت سره چې کوم ساختياتي تشدد موجود ؤ د هغې خلاف مبارزه د ګاندهي جي پۀ مبارزه کښې شامل نۀ وه۔ دا بنيادي امتياز د باچا خان مبارزه پۀ ټوله نړۍ کښې لۀ هر مبارز نه بيلوي او فوقيت ورله ورکوي۔ د دې افسانې دا خوبي هم د ستائنه وړ ده چې هغه ټولې نکتې د سوال جواب سېشن کښې پۀ ډېر مدلل انداز بيان کړے شوې دي کومې چې د عام اولس سره سره ډېرو لوستو خلکو ته هم نۀ دي معلومې يعنې د ساختياتي عدم تشدد هر اړخ پۀ انتهائي باريکۍ سره مخې ته راوړے شوے دے۔د همدرد يوسفزي پۀ ټولو افسانو کښې پۀ جزياتو باندې ډېر فوکس ورکړے شوے دے او هره نکته پکښې پۀ باريکۍ سره بيان کړے شوې ده، شايد وجه ئې هم دا ده چې معترضينو ته د دليل سره هغه ټولې نکتې واضحه کړے شي۔ د باچا خان عدم تشدد څنګه عقيده وه او د ګاندهي جي عدم تشدد څنګه يوه سياسي حکمت عملي وه؟ دلته دا سوال هم پۀ دې بنياد پورته کړے شوے دے۔ د باچا خان دا مشهور قول چې: ]”د تشدد نه نفرت او د عدم تشدد نه مينه پېدا کيږي“[ ۔ دلته د لوئے دليل پۀ توګه وړاندې شوے دے، او د پروفېسر د حوالې لپاره پوښتنې پۀ جواب کښې لطيف خان ډېر پۀ مدلل انداز کښې وائي: ] ”سر! پۀ دوېم جنګ عظيم کښې چې برطانيه دولت ګاندهي جي نه پۀ جنګ کښې د کومک غوښتنه وکړه نو ګاندهي جي ورته پۀ جنګ کښې ملاتړ دپاره پتون ټپولے ؤ او د ازادۍ پۀ شرط ئې ورسره مرسته اعلان کړه نو دغه وخت غفار خان د کانګريس د مرکزي کونسل غړے ؤ، هغۀ د کانګريس د مرکزي کونسل د ممبرشپ نه استعفا ورکړه او ګاندهي جي ته ئې وليکل؛ زۀ د داسې قام مشر يم چې پۀ تشدد ډېر پۀ اسانه ازادي اخيستے شم، خو زۀ دا باور لرم چې کوم شے پۀ تشدد حاصل شي نو هغه بيا پۀ تشدد ساتلے شي۔ ستا دپاره به دا سياسي حکمت عملي وي خو زما دپاره عقيده ده“۔[ د برطانوي سامراج د جبر او استبداد رويه پۀ ټوله دنيا کښې پۀ عموميت او پۀ هندوستان کښې پۀ تخصيص سره د هغوي د پاليسيانو پۀ تناظر کښې محسوسيږي۔ د نړيوال جنګ پۀ حواله هم د برټش راج دغه پاليسي وه چې د جرمني خلاف د هندوستان عام اولس او عسکري طاقت پۀ کار راولي۔ هندوستان د برطانوي استعمار لپاره د ټولو نه ارزان او اسان مرکز ؤ چې د سود او زيان د غم ئې د هندوستان پۀ غاړه ؤ۔ د ګاندهي جي او باچا خان پۀ مبارزه کښې تر ټولو غټ توپير دا ؤ چې باچا خان د ازادۍ جنګ ته د صبر جنګ وئيلے ؤ او بيا د عدم تشدد پۀ بنياد دغه جنګ تر پاې رسؤل د باچا خان مرام او منزل ؤ، ولې بل اړخ ته ګاندهي جي دغه جنګ پۀ هغه سياسي اصولو باندې کول غوښتل کوم چې د ”څۀ راکړه، څۀ واخله“ يا ”د څۀ ترلاسه کولو لپاره څۀ بائلل راځي“ پۀ بنياد ؤ۔ برطانوي استعمار پۀ دې باندې پوهه ؤ چې د هندوستان مرسته به زما لپاره ډېرې لوئې سياسي او اقتصادي ګټې راوړي او زۀ به د جرمني خلاف پۀ څۀ نا څۀ صورت کښې برے ترلاسه کړے شم خو باچا خان د دغه ټولو سازشونو نه خبر ؤ چې د هندوستان د اولس پۀ دغۀ جنګ کښې بې د تاوانه هيڅ هم نيشته او بله خبره دا ده چې د عدم تشدد پرېښودلو ته باچا خان د ازادۍ پۀ قيمت هم تيار نۀ ؤ ولې چې د پښتنو پۀ عمومي نفسياتو باندې باچا خان تر هر چا ښۀ پوهېدو او دا ورته معلومه وه چې دا قام هله د نړۍ د سيالۍ جوګه کېدے شي چې کله پکښې سياسي شعور راشي او باچا خان پۀ دغه مقصد کښې تر ډېره حده کامياب ؤ۔د افسانې پۀ اخره کښې د باچا خان پۀ نړيوال کچ د هغه مقام نۀ ترلاسه کولو پۀ اړه چې کله ليتابو پوښتنه وکړي نو لطيف خان ورته د نوابادياتي نظام پۀ تناظر کښې د برټش استعمار او پۀ نوي رياست پاکستان کښې د نسلي امتياز او نوي استعماريت جواز وړاندې کړي چې څنګه پښتانۀ د يو استعمار نه بل استعمار ته وسپارلے شو اګر چې دلته د ټولو وړو قامونو (رياستي حساب) استحصال شوے دے ولې پښتانۀ چې د دغه حساب نه بهر دي بيا هم پۀ مختلفو بې بنياده جوازونو د بنيادي آئيني او انساني حقونو نه محرومه ساتلے شوي دي۔ دغه تقابل پۀ ډېر مدلل او منطقي انداز شوے دے او پۀ خاصه توګه د بابړې حواله ډېره مهمه او تاريخي طور تر هر دليل قوي ده۔ دغه دلائل او جوازونه پوره وي چې لطيف خان پرې د خپل پي ايچ ډي تهيسز کاميابه دفاع وکړے شي او د باچا خان ساختياتي عدم تشدد د عدم تشدد د يو ځانګړې نکتې پۀ صورت کښې ومنلے شي۔ د باچا خان پۀ عدم تشدد کښې پروت د رېسرچ دغه ګنجائش د همدرد يوسفزي پخې او ژورې مطالعې او مشاهدې پۀ زور د فکشن د لارې پۀ ډېر هنر تر عام و خاص رسؤلو کاميابه هڅه کړې ده۔ د باچا خان د عدم تشدد پۀ حواله د ډېرو خلکو مغالطې يا د ګاندهي جي او باچا خان د سياسي همفکرۍ لۀ وجې ځني غلط فهميانې يا دا خبره چې باچا خان دغه مفکوره/رويه د ګاندهي نه اخيستې وه، پۀ دې افسانه کښې پوره پۀ بشپړ انداز کښې ئې جواب هم شوے دے او دليلونه ئې هم وړاندې کړے شوي دي۔

 

حوالې:

  1. سهېل بخاري، ډاکټر، اردو داستان کا فني تجزيه، جلد ۵، ايس ټي پرنټرز، ګوالمنډي راولپنډي، ۱۹۸۲ء، مخ ۷۰۹
  2. جالبي، ډاکټر جميل، ارسطو سے ايليټ تک، بي آئي پرنټرز راولپنډي ۲۰۱۰، مخ ۳۸۷
  3. عابد، عبدالله جان، پشتو ادب کے جديد رجحانات، يونيورسټي پرېس پشاور ۲۰۰۸، مخ ۱۱۸
  4. خان، عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، د افغانستان د کلتور ودې ټولنه جرمني، ۲۰۰۸ء، مخ ۸
  5. اېډمن، ارون، فنون لطيفه اور انسان (اردو ژباړه) ، فکشن هاؤس لاهور، ۲۰۱۷ء، مخ ۱۵
  6. ارمان، سميع الدين، نړيوال تنقيدي معيارونه، مفکوره پېښور ۲۰۲۰، مخ ۱۴۱
  7. ويکيپيډيا، A concise history of modern India (2nd Edition) کېمبرج يونيورسټي پرېس ۲۰۰۶، مخ ۱۹۴

 

 

نورې ليکنې۔۔۔