شاعري د لطیفو احساساتو نه یو سپېځلے احساس دے او شاعر د احساساتو مبلغ دے ـ شاعرد ټولنې په نبض پوهه لرونکے هغه طبیب وي چې اولس ته د رنځ تشخیص او علاج ور په ګوته کوي ـشاعر چې خپل چاپېرچل کښې څۀ ګوري ویني او محسوسوي هغه اولس ته په اداسې انداز ورسوي چې خپل احساسات او جذبات ورسره په فنکارانه ډؤل یوځاے کوي نو اولس نۀ صرف دغه شاعري ګوري اوري بلکې عمل هم ورباندې کوي ـ وخت په وخت په ټولنه کښې داسې پېښې رامنځته کېږي چې اولس عموماً او شاعر ترې خصوصاً متاثر کېږي ـ هم دغسې د یوویشتمې پېړۍ په اوائل کښې هم د یوولسم ستمبر یو ناوړه پېښه منځ ته راغلې ده ـ یوولسم ستمبر کال ۲۰۰۱ء کښې د امریکې په یوه ستره اداره ”ورلډ ټرېډ سنټر“ چې یو سل لس منزله عمارت ئې درلود د دهشتګردۍ ښکار شوه او زرګونه کسان پۀ کښې مړۀ شوي دي ـ دا دۀ امريکې په تاریخ کښې ډېره ستره غمیزه ده ـ د دې غمیزې لاملونه بېلابېل ښودلے کېږي څوک وائي چې دا د امریکې خپل چال وۀ او د القاعده په تعاقب کښې ئې د افغانستان او خصوصاً پښتانۀ د زمکې د مخ نه د ختمولو هڅه وه ـ ډاکټر محب وزیر د طارق علي په حواله وائي چې د یوولسم ستمبر د ظلم راوړونکي او جهاز تښتوونکي د افغانستان ساده ږیرور کسان نۀ وو بلکې دوي ټول د منځنۍ طبقې سره اړه لرونکي ښۀ ماهره او تجربه کار خلق وو په دغه پېښه کښې ککړو نولسو کسانو تعلق د سعودي عرب سره وۀ ـ 1
دلته دا خبره هم په ډاګه ده چې د سعودي عرب سره تعلق لرونکي خلک القاعده ده چې سالار ئې اُسامه بن لادن دے او دے په افغانستان او کوزه پښتونخوا کښې مېشته پاتې شوے دے ـ د القاعده په ضد امریکه د افغانستان په خاوره اور بل کړۀ او د القاعده ځينې خلک کوزې پښتونخوا ته راغلل دلته ورسره ځائي اولس د مذهبي او قامي جذبې تر مخه هر چانه زیاته مرسته وکړه ـ 2
د پښتونخوا پښتنو تل مذهبي جذبه د هر چانه زیاته ښودلې ده د خپل دغه جذبې او ساده توب لۀ کبله د بلها ځاني او مالي زیان سره مخ شوي دي او تر نن ورځې پورې د پښتنو کورونه ړنګ، ځوانان بې درکه او مېندې بورې دي ـدا ټول منظرونه، لاملونه او دردیدلي زړونه د شاعر ادیب د شاعرۍ محور ګرځېدلے دے ـ د یوولسم ستمبر نه پس شاعر ادیب په څۀ نا څۀ ډول د دې پېښې نه اغېزمن شوے دے او نن چې هم د پښتنو په خاؤره کوم حالات روان دي شاعر ادیب ئې انځوروي ـ
هم دغسې اسېر منګل هم یو استاذ شاعر تجربه کار ناول نګار او په ټولنه ژور نظر لرونکے وګړے دے ـ اسېر منګل په کال ۱۹۵۵ء کښې د هنګو تحصیل ټل نومې کلي کښې د دسمبر په یوولسمه نېټه زېږدلے دے ـ 3 “
د یو ړنګ کلي تصویر” ئې وروستۍ چاپ شعري مجموعه ده چې زیات پۀ کښې د پښتونخوا او د پښتنو د ژوند ترجماني ده ـ د اسېر منګل هم شعر د دغه پېښې نه اغېزمن دے او کوزه پښتونخوا کښې د پښتنو د بې وسۍ امن مظلومیت څرګندؤنه کوي چې پښتون په دغه پېښه هېڅ کله ککړ کیدے نۀ شي وائي:
”فرد جرم ئې په ما څنګه ثابت کړو
زۀ خو سر کښې سپږه هم وژلے نۀ شم“
څنګه چې وړاندې ذکر شوے دے چې د مذهبي جذبې تر مخه اولس د القاعده سره د چندې په مد کښې مرسته کړې ده پښتون ډېر مذهب پرست دے خو اکثر غېر مذهبو د مذهب په نوم غولولے دے منګل وائي:
”د مذهب په نوم چې خلک غولوي تا
د جهاد په نوم فساد به درسره وي“
پښتون د پردي جنګ دپاره خشاک جوړ شوے او د خپل ساده توب دلاسه وژلے شوے دے او وژلے کېږي لکه چې اسېر منګل وائي:
”دا چا پردي جنګونه وکړل په ما
دا چا لۀ مانه داسې شے جوړ کړو“
د یوولسم ستمبر نه پس کوزې پښتونخوا کښې داسې وران کاري پیدا شول چې هر در او بام ئې د باردو په لوګيو تور کړو او دغه اصل کښې د پښتنو دښمانان وو ـ منګل ئې په دې ټکيو یادوي وائي ــ
”چې چا په دې خاؤره د ګلو په ځاے اور کرلے.
قسم دے یاره داسې خلک په ما ښۀ نۀ لګي ـ“
او داسې ځوانان هم شته چې په سيمه کښې د امن د پاره کار کوي لکه شاعر وائي ـ
“کار چې د باردو کړي لیدلے ورته نۀ شمه
کار چې کړي د ګلو داسې ځوان راباندې ښۀ لګي
پښتون تل د خپل د پښتون ورور د لاسه وژلے شوے دے چې ورور ئې د پېسې لالچ کوي او د خپل ورور وینې ته تږے ناست وي ـ
”دا چې ورور په پېسو واخلي او بل ورباندې وژني
دا چې تور لکه د مار دے دا انسان به د چا هېر شي“
هر څو کۀ اوس د القاعده وجود ختم شوے دے خو ځائي عسکرو هم په پښتون وژنه کښې سستي نۀ ده کړې او هغه مسلط شوے پردے جنګ لا تر دې دمه روان دے منګل صېب وائي:
”زما هوا او پۀ اوبو کښې دے د وینو وږم
زما په بڼ اوس سپرلے نۀ راځي ګلاب څۀ کوي“
هر چا د پښتون د ختمؤلو او د دوي د غږ غلي کولو هڅه کړې ده ګني پښتون خو غمے دے او هغه هم قیمتي غمے چې امن خوښے دے اسېر منګل وائي:
”یو پښتون چا ځلؤلو ته پرې نۀ ښو
هر پښتون د بدخشان اصلي غمے وي“
او دغسې د پښتون غږ د غلي کولو پوره هڅه دا هم ده چې دغه پښتون وګړے ژوندے غېب شي او تر مودو مودو ئې د مړ ژوندي هم پته نۀ لګي او د کور خلک ئې هم په هر اختر لارې څاري منګل صېب وائي:
” تا وې د میاشتې په لیدو به کور ته خپله درشي
اختر خو راغے خو ورک شوے یار مې ونۀ لیدو“
کونتره د امن علامت دے او توتکرکے د جنګ ـ چرته چې ورانکاري جنګ خوښي خپله دنده تر سره کوي نو هلته امن راتلل ګران وي لکه چې وائي:
”چرته توتکرکي چې د جنګ ګرځي
هلته کښې الوت کونترې نۀ کوي“
هم دغه جنګ خوښي په داسې فنکارانه ډول پښتون وژني چې په لاس ئې دستانې او په مخ ئې تربوزک هم وي او څوک ئې هم ونۀ پېژندلے شي اسېر منګل وائي:
”د ګڼې مینځ کښې نخښه وولي بیا درک ئې نۀ وي
روږ دے په مونږه داسې پېرے دے څوک ئې نۀ پېژني“
پښتون هر ځاے کښې ځپلے کېږي او رټلے کېږي په خپله خاوره په سکون کښې ژوند نۀ شي کولے یو داسې فتنه پرې مسلط ده چې د هغې د لاندې ساه هم نۀ شي اخستے او هره لمحه نوې نوې فتنه رامينځ ته کېږي منګل صېب وائي:
”خداے اړولي یو په داسې فتنه ګرو خلکو
یوې فتنې نه نۀ وو خلاص بله فتنه نوې وي“
هم دغه فتنه ګرو دلاسه پښتون تل د ذهني اذیت سره مخ دے او چې چرته هم ځي تپوس ترې کولے شي لکه منګل صېب وائي:
”زۀ چې کله ستا نامه واخلم درځمه
یا به لاره کښې پاټک یا به زنځیر وي“
پښتون یو سپين زړے قام دے کله ئې چې هم دهوکه خوړلې ده نو یا خو په دوستۍ کښې ده او یا د مذهب په نوم ده ـ په پُښتنه خاؤره ترهه ګري جوړه کړے شوه کورونه جماتونه ړنګ سکولونه کالجونه وران شو او ماشومان د علم د رڼا نه محروم کړے شو او دغسې ئې څۀ پښتنو ته لاس کښې وسله ورکړه او خپل پښتون ئې ورباندې وواژۀ اسېر منګل دغه اړخ داسې برڅېره کوي وائي:
”چا تور ټوپک چا تور بارود راکړلو
چا زما کور نه کتابونه ټول کړل“
دغه مسلط کړے شوي جنګ کښې صرف او صرف پښتون ته زیان رسېدلے دے مالي او ځاني تاوان سره مخ شوے دے کورونه ئې ړنګ شوي دي منګل وائي:
”خپله مور سهي کوي پۀ کښې منګله
یو ماشوم ژاړي لوئېدلي دېوالۀ ته“
او یا دا شعر چې:
”پته مې ورکړه د ړنګ کلي مې ونۀ وې ورته
چې جانان راشي اوس به کومې دروازې ته ګوري“
پښتانۀ ځوانان یا خو بې درکه کړے شوي دي او یا وژلے شوي دي دا هغه ځوانان دي چې تعلیم یافته دي شعور او پوهه لري نو دغه ځوانان ختمول د استعماري قوتونو کار دے منګل وائي:
”چې خپلې ناوې ته زۀ راغلم په تړلې زنه
ځان دې جینۍ ته څنګه ورکړم راته وخووایه“
جنګ بده بلا ده ځوانان خوري د سر سړي خوري د کار سړي خوري چې سینه کښې زړۀ لري هغه زلمي خوري اسېر منګل د دغه پښتنو تنکیو ځوانانو مرګ داسې بیانوي:
” تۀ به هله شې خبر د جنګ لۀ تاوه
د ډولۍ نه چې دې جوړه جنازه شي“
پښتون چې د ترهه ګرۍ ښکار شۀ نو د خپل کلي کور نه کډوال شۀ او د بې ارزۍ ژوند تېرولو باندې مجبور کړے شۀ ډېر ظلم ورباندې کېږي اسېر منګل ئې د قیامت نه کم نۀ ګڼي وائي:
”ستا شپېلۍ نه بغېر هم قیامت راټيټ دے
اسرافیله ستا شپېلۍ چې ګوري څۀ ته “
پښتون قام په خپله خاروه د استعمارو د لاسه تنګ دے تل د غم او درد سره مخ دے تل په فریاد دے خو دغه خلکو ته بیا م پښتون ترهه ګر ښکاري او په سپک نظر ورته ګوري منګل صېب وائي:
”مونږ د تورمخیو په نظر کښې نۀ شو سپین منګله
ګني په اوښکو خو سحر او ماښام ولمبېدو“
باشعوره وګړي تل د خپل اولس په ناښاده ورځ غمژن دي په درد ئې دردېږي او بې وسي ئې زغملے نۀ شي منګل صېب هم د خپل اولس په چوپتیاخاموش نۀ شي پاتې کېدے وائي:
”زۀ به ترسو د مرګي غېږې ته ژوندون سپارمه
زۀ به ترسو د خپل اولس چوپتیا ته نۀ ګورمه“
نړي وال کلے یو داسې نظام دے چې خلک د یو بل سره نزدې او د یو بل د حال نه خبردار وي خو پښتون یو داسې قام دے چې نړۍ ته ئې ډېر خراب مخ ښودلے شوے دے ـ د نړۍ اولس په خوشحالۍ ژوند تېروي او پښتون تل په ویر اخته دے وائي:
”دې نړي وال کلي ته څوک به نړي وال ووائي
هره ګړۍ په ویر ژړا دلته افغان تېره کا“
د بهر نه خلک راغلل پښتون وطن ئې تاله ترغه کړۀ کلے ړنګ او جومات وران شۀ خو بیا ئې هم خوا سړه نۀ شوه کلي کښې ګرځي او نور هم ورانکارۍ ته لارې لټوي اسېر منګل صېب وائي:
”بیا پۀ دې ړنګ کلي کښې څوک لټوي
شپه ئې په سر راغله ایسار مېلمه دے“
څنګه چې وړاندې ذکر شوے دے چې په ۲۰۰۱ء کښې د القاعده د راتګ سره پښتون وطن کښې د ترهه ګرۍ سیلۍ چلېدلې ده او دا داسې سیلۍ وه چې صرف پښتون ته ترې زیان رسېدلے دے اسېر منګل د یوویشتمې پېړۍ پېژنګلو داسې کوي وائي:
”د یو ویشتمې صدۍ مانه کۀ تپوس وکړي څوک
ځواب به دا وي چې سرې وینې بهېدې به پۀ کښې“
څنګه چې دا خبره ښکاره ده چې اسېر منګل خپله د داسې خاورې سره تعلق لري چې نېغ په نېغه د دې حالاتو کتونکے دے نو په شاعرۍ ئې د یوولسم ستمبر اثرات ډېر جوت لیدے شي چې دلته د نمونې په توګه ځني شعرونه راوړلے شو چې معلومه شي چې ”د یو ړنګ کلي تصویر یم“ د دغه حالاتو پوره پوره عکاسي کوي ـ
ماخذونه
- محب وزیر، د پښتو ناول اوافسانه د یولسم ستمبر اثرات، چارسده، پښتونخوا مطالعاتي مرکز باچاخان پوهنتون،
- همېش خلیل، پښتانۀ لیکوال (دوېم ټوک) پېښور، یونیورسټي پبلشرز، ۲۰۱۱ء
- اسېر منګـــــــــل، د یو ړنګ کلـــــــــي تصویــــر یــــــم، پېښور، منګل کتاب کور، نومبر ۲۰۱۹ء