د امن شهيد—نورين امان شمع

دا ليکنه شريکه کړئ

سپوږمۍ به د شپې کله ناکله موسېده خو يوه شپه داسې وخندېده لکه د اسمان په تور مخ يو روڼ ستوري چغه وکړه . هم پۀ دې شپه د باجوړ د دنګو غرونو پۀ لمنو کښې، يو ماشوم وزېږېدۀ مور او پلار پرې خانزېب نوم کېښود ۔ د دې ماشوم سترګې د قران د صفحو غوندې پاکې وې، غږ ئې د اذان پۀ شان خوږ ؤ اؤ تندے ئې د محراب د سجدو خوښونکے ۔ خانزېب لا ماشوم ؤ، چې پلار به ئې غوږ ته وئيل:

«زويه دا خاوره مقدسه ده ۔ د دې خاورې، ژبې، اولس اؤ دين نه غفلت کفر دے»

کلونه تېر شول. خانزېب د مدرسې نه سند ترلاسه کړو، هم هغه کال يې وادۀ هم وشو. دے د مولانا عبدالحسن صېب شاګرد ؤ، کوم به چې اکثر دۀ ته حجرې ته ورتلو. خانزېب دومره قابل ؤ، چې تر ټولو سختو پرچو کښې به ئې امتحان ورکوو او ښې نمبرو سره به پاس کېدو.

کله چې به دۀ د کلي پۀ ګودر وعظ شروع کړو نو د باجوړ او ګېرچاپېره غرونو هر طوطي به ورته غوږ ؤ. وئيل به يې:

«زۀ د امن د بقا غږ يم, د شعريعت يو اواز يم، خو کۀ دا غږ خاموش شو نو غرونه به هم وژاړي»

خو دا هغه څوک وۀ چې نۀ ئې زهر شيندل، نۀ ئې خلق وېروول ۔ د قرآن سره د محبت مينې داستانونه به ئې بيانول، داسې داستانونه چې هر تور زړۀ به ئې پرې وینځلو ۔

جلسه، سمينار، سټډي سرکل، حجره که بازار چې هر چرته به ورته د تقرير موقع ملاوېده د باچاخان د افکارو هنداره به ئې جوړه کوله ۔ د شتمنې پښتونخوا د وسائلو يادونه به ئې کوله، د حقونو غلا کوونکي به يې افشا کول او د امن دښمنانو خلاف به ئې رسا غږ پورته کولو.

خو بيا تقدير داسې پرېکړه وکړه، لکه د تورې شپې پر توره لوحه لمر غريب ؤ، باد هم درېدلے، اسمان غلے ؤ، يو خاموش او نامعلوم فېصله يې کړې وه…

هم هغه ورځ خانزېب د امن د پاڅون کمپاين پۀ وروستۍ مرحله کښې بوخت ؤ. د ملګرو سره د اوږد سفر پر مهال، پۀ ګاډي کښې ناست ؤ. خانزېب د پښتون رساله لوستله، نور ټول خاموش وو د هغۀ د سنجيدګۍ درناوے ئې کولو.

ناڅاپه يو درز شو د ټوپک غږ راغلو بيا بېشمېره ډزې وشوې. ګاډي کښې پرې باران شو. خانزېب يوه ګولۍ ولګېدو ۔

د تسبې د دانې غوندې يې وینې ورولې، رساله يې سره خړوبه شوه. د ملګرو نه يو خاصه دار شهيد شو، يو بل ملګري ډاکټر طارق ورسره ژوبل شو. خلق راټول شول، خانزېب روغتون ته يوړل شو، پوسټ مارټم وشو، اېف آی آر درج شو – خو قاتل نا معلوم شو، نۀ ونيولے شو.

خانزېب مړ شو، خو خاموش نۀ شو۔

د جنازې ورځ راغله. شپه وه، ستوري ورک وو. سحر شو، خو کلے غلے ؤ. د پښتونخوا له ګوټ ګوټ نه خلق راغلل. ښځې ژړېدې. د شهيد خانزېب جنازه پۀ يو ملي ماتم بدله شوه. خاورو ته وسپارلے شو۔

د جنازې نه پس، د عوامي نېشنل پارټۍ سياسي ګوند مشران د هغه حجرې ته راغلل، کورنۍ ته يې تسلي ورکړه. وئيل ئې:

«کۀ رياست قاتلان رانۀ کړل نو زمونږ قاتل همدا قاتل رياست دے» .

خانزېب شهادت وموندۀ خو د هر ماشوم په غږ کښې اوس هم د هغه د حوصلې جرس ټنګېږي. د هر پټکي لاندې د هغه د صداقت قسم پټ دے ۔

د امن د پاڅون جلسه چې ده ورته کمپاين کولو، د هغه د شهادت په درېمه ورځ ترسره شوه. د سياسي ګوندونو مشرانو پکښې برخه واخيسته او د امن دښمنانو خلاف يې سخت غږ پورته کړو ۔

پښتونخوا چې کله باد وهي، نو وائي: «خانزېب ژوندے دے». دا خاوره د هغه په قربانۍ فخر کوي. دا داستان به بيا بيا بيانېږي ـ داسې الفاظو کښې چې قلم يې هم پۀ ژړا قابو نۀ لري ۔

د هغه قاتلانو فکر کوو چې خانزېب به خاموش کړو. خو ډېر هغه وينې اوس زرګونه غږونه راوړل داسې بچي ئې پرېښودل چې د هغۀ غږ به هېڅکله خاموش نۀ شي ۔

اوس هر پښتون بچے دا سوال کوي:

دا خاوره زما ده خو واک پرې بل څوک لري؟

ولې زما وطن شتمن دے خو زۀ پۀ نېستۍ کښې ژوند کوم؟

ولې نور خلق پۀ امن دي او زما کلے پۀ اور کښې سوزي؟

ولې زما ژبه خاموشه ساتل کېږي؟

ولې واکداران غلي دي؟

دا وطن جنت ؤ، ولې په دوزخ بدل شو؟

دا هغه سوالونه دي چې غلام فکره خلق نه پرې پوهېږي، نه يې هضمولے شي.

که بدلون رانۀ شي نو د شهيد وينه به هر کال لنګېږي او نور باغيان به زېږي ۔ هغوي به دا رياست نړۍ ته بربنډوي او د خپلو شهيدانو مقدس غږ به پۀ سر پورته رسوي ۔

نورې ليکنې۔۔۔