اوۀ زامن (افسانه)—اياز اللّٰه ترکزے

دا ليکنه شريکه کړئ

د کلي د خټو په کور کښې دننه په يوه وړه کوټه کښې د څوارلسو کالو احمد د خپل پلار سره په ګپ شپ کښې مصروف وۀ، د هغۀ په سترګو کښې څه عجيبه شان رڼا وه لکه چې چرته څه خاص خبره کول غواړي، زړۀ ئې هم په زوره زوره درزېدۀ، په نهم کلاس کښې ئې سبق وئيلو خو د نورو ماشومانو نه په خوئي خصلت او ذهانت کښې بالکل بدل وۀ، هر وخت به ئې د پلار سره د انسانانو په همدردۍ، د هغوي د ښېګړې او د يو بل سره د مينې په حقله بحث مباحثه کوله۔ نن هم ګپ شب شروع وۀ چې پلار ته ئې مخ راواړولو او ورته ئې اووې۔

بابا دې فوجيانو چې مونږ ته وئيلي چې کډې يوسئ نو مونږ به چرته ځو؟

نورداد: بچے ترور کره به دې ځو مومندو ته۔

احمد: بابا دا فوجيان په اپرېشنونو کښې دا خلق ولې وژني؟

نورداد: بچے د دې جواب خو مونږ سره هم نشته، بس هسې بې ګناه خلک مړۀ کوي، زورور دي څوک ورته څه نۀ شي وئيلے۔

پلار او زوي دا خبرې کولې چې د دوي په کلي کښې يو زوره وره چاودنه اوشوه، دوي هم د کوټې نه بهر راووتل او بيا ډزې هم شروع شوې، ټول کلے په غوغا شۀ، هر چا منډې وهلې ، احمد هم د کور نه بهر منډې کړې، بهر ډزې وې او بمونه هم ډزېدل، څه شېبه دغه حال وۀ او بيا هر طرف ته خاموشه خاموشي شوه، هر سړے خپل کور ته لاړو، نورداد هم واپس خپل کور ته راغلو، مېرمنې ترېنه تپوس اوکړو چې څه چل شوے دے؟ نورداد ورته اووې چې د شېخ جميل الرحمن په کور ئې بمباري اوکړله ټول کور ئې تباه دے د مړو او ژوند ئې پته نۀ لګي فوجيان هم ترېنه چاپېره دي۔ نورداد دا خبرې کولې چې مېرمن ئې ورته اووې هغه احمد هم بهر تللے وۀ لا تر اوسه نۀ دے راغلے۔ نورداد سمدستي په تشويش کښې بهر لاړو احمد پسې ګرځېدو چې اخر ئې هم احمد د کلي په مينځ لار کښې پروت اوليدو چې راوچت ئې کړو نو په وينو لت پت وۀ، هېبت واخستو په غېږ کښې ئې راوچت کړو او کور ته ئې وزغلو چې په رڼا کښې ئې اوکتو نو سر نه ئې وينه تلې وه، ګاونډي ته ئې اواز کړو په هغۀ ئې موټر راوويستو او د ښار لوے هستپتال ته ئې ورسولو۔ ډاکټرانو ئې سمدستي علاج شروع کړو خو په سبا ئې بيا د پېښور لوے هستپال ته يوړو او هلته ئې ورله علاج شروع کړو۔

احمد پوره لس ورځې په هسپتال کښې په کټ پروت وۀ او د علاج باوجود ئې هيڅ څه ښۀ والے نه کېدۀ، د نورداد او د کور د ټولو خلقو پرېشاني د يوې ورځې نه تر بلې ورځې نوره هم زياتېده خو هيڅ په نتيجه ئې نۀ رسېدل۔

په بله ورځ د لسو بچو د ډاکټرانو د راونډ نه پس يو ډاکټر نورداد پسې وارډ ته راغلو او څه خبرو نه پس ئې ځان سره د ډاکټرانو کمرې ته بوتلو، نورداد چې دغه ټول ډاکټران اوليدل نو تشويش ئې نور هم زيات شۀ، نورداد ئې په کرسۍ کېنولو او يو ډاکټر ورته مخاطب شۀ او ورته ئې اووې۔

“ستاسو مريض تشويشناک حالت ته رسېدلے دے مونږ تر دې وخته خپل هر ممکن کوشش اوکړو چې ستاسو زوے بچ کړو خو بس الله ته به منظوره نۀ وي ځکه چې ستاسو د بچي دماغ بالکل مړۀ شوي دي او هغه بالکل واپس نۀ راځي، تر اوسه زمونږ څه نه څه اميدو وۀ خو اوس هغه هم ختم شۀ، اوس ستاسو د بچي وجود سم دے خو دماغ ئې مړۀ دي نو د هغې د وجې څه حرکت نۀ شي کولے۔ اوس به دا مونږ سره تر هغې وي چې تر څو د دۀ په بدن کښې سا وي ګني نور دا په مړو حساب دے”

نورداد چې دا ټولې خبرې واورېدلې نو زمکه او اسمان ورباندې په چورلېدو شول خو ولې د حوصلې والا سړے وۀ نو په خاموشۍ ئې هر څه زغمل، د ډاکټرانو کمرې نه راووتلو او د خپل زوي کټ ته راغلو او خپو ته ورته اودرېدلو او ډېر په خوږ خوږ نظر ئې ورته کتل، د احمد مور د کټ په خوا کښې ناسته وه او احمد له ئې په ويښتو کښې ګوتې وهلې، څه ئې ځان سره وئيل او په احمد به ئې چوف کول۔ نورداد د خپلې ښځې دې عمل ته کتل خو په زړۀ کښې ئې ورپورې خندل چې بدبختې ستا په دې دمونو چرته کار کېږي خبره ډېره لرې تلې ده۔ نورداد د خپل بچي سره درې ورځې نورې هم په هستپال کښې تېرې کړې او په څلورمه ورځ ورته مشر ډاکټر اووې چې زما کمرې ته راشه تاسو سره څو ضروري خبرې کول غواړم۔ د نورداد په زړۀ کښې د اميد څه رڼاګانې بيا اوځلېدلې، ډاکټر ځان سره په خپله کمره کښې نورداد څه د پاسه دوه ګهنټې کېنولے وۀ او خبرې اترې ئې ورسره کولې چې اخر هم ترېنه نورداد په اوچت سر پر اميد شان واپس راغلو۔ درې ورځې پس لس دولس ډاکټران راغلل او د احمد د کټ نه ګېر چاپېره ولاړ وو، خپلو کښې ئې په انګرېزۍ کښې خبرې کولې او د ښۀ شېبې نه پس لاړل۔ په سبا ډاکټرانو احمد اپرېشن تهېټر ته بوتلو، نور ډېر ډاکټران هم اپرېشن ته راغلي وو او يو يو مريض به ئې دننه کولو۔ د احمد نمبر هم راغلو احمد ئې څلور ګهنټې پس واپس راوويستو، احمد له ئې زنه او خپې تړلي وو، سپين څادر ئې پرې اچولے وۀ، نورداد د خپل زوي سټرېچر اونيولو، د احمد مور چې ورته اوکتل نو په چغو چغو په ژړا شوه، نورداد سټرېچر را روان کړو د هسپتال عمله هم ورسره وه او ايمبولېنس ئې کښې ئې واچولو او کور ته ئې راوړو، د احمد د مرګ ټول رسمونه اوشول، خخ شۀ، خلک لاړل او د نورداد په کور کښې د غم هواګانې هم هغه شان چلېدلې۔ درې ورځې پس نورداد ټوله کډه په ټرک کښې واچوله او د يو رشته دار کره په مومندو کښې دېره شۀ۔ فوجي اپرېشن نور هم اوږد شۀ او دغه شان ورځې د څلوېښتو نه واوړېدې۔ يوه ورځ نورداد په حجره کښې ناست وۀ چې پنځۀ شپږ موټرې راغلې او دغه حجرې ته رادننه شوې د اول موټر نه هم هغه ډاکټر راکوز شۀ کوم چې نورداد سره په اخري ځل په کمره کښې خبرې کړې وې او بيا د نورو موټرو نه نور کسان هم راکوز شول، د جوړ پخېر نه پس ټول په کټونو کښې کېانستل۔ هغه ډاکټر ورته اووې نورداد صېب! ستاسو په علاقه کښې مو تپوس اوکړو نو هلته راته خلکو اووې چې هغه دلته خپلوانو کره په کډه پروت دے نو دلته درپسې راغلو ځکه چې تاسو سره ملاوېدل ضروري وو او دې ټولو کورنيو هم دا غوښتل چې تاسو سره ضرور ملاو شي۔ په حجره کښې ټول خاموشه د ډاکټر خبرو ته غوږ غوږ وو چې دا څه حالات دي۔ نورداد سر ټيټ کړے وۀ او ډاکټر ورته خبرې کولې چې په خبرو خبرو کښې ډاکټر هلکانو ته اشاره اوکړله، هغوي راپاڅېدل او د ډاکټر او نورداد مخامخ اودرېدل، د ټولو رنګونه د بيمارانو په شان وو ډاکټر ورته اووې۔نورداد صېب اوګوره دا هغه ځوانان دي چې ستا د زوي د برکته ژوندي او روغ جوړ شوي دي، مونږ چې ستا د زوي نه کوم څيزونه ويستي وو هغه دې ځوانانو ته لګېدلي دي، زۀ ستا جرأت او قربانۍ ته سلام کوم چې تاسو زما خبره اومنله او دا ټولې کورنۍ هم ستاسو خصوصي شکريه له راغلي دي۔ نورداد چې دغه زلمو ته اوکتل نو هغۀ ته په هر يو کښې خپل احمد ښکارېدو، لکه چې يو احمد نۀ، بلکې اووۀ ځامن ورته مخامخ ولاړ وي۔

نورې ليکنې۔۔۔

اداريه

اداريه د تاريخ او حقيقت وژلو هڅه اکتوبر 2021 د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ملګري ملتونو يوې غونډې ته پۀ خپله وېنا کښې دعوه

ټوله ليکنه ولولئ